ګاونډي هېوادونه

د متحده ايالاتو او ایران مذاکرات: پایلې او راتلونکې سناریوګانې

د متحده ايالات سره د خبرو اترو میز ته د ایران بېرته راتګ د تاکتیکونو د بدلون له امله نه دی، بلکې د ایران د لویو محاسبو د سقوط له امله دی چې د مهارولو پر بنسټ ولاړ دي، کوم چې د پراکسي ډلو د کمزوري کولو، د پوځي ځواک تحلیل، نړیواله انزوا، او د ملت-دولت ژور ویش له لارې، د سیسټم هاخوا د مقابلې د دوام لګښت زیات کړی دی.

هیئت صلحِ ترامپ محور؛ اهداف و آینده آن

هیئت صلح ترامپ در ظاهر برای پایان دادن به جنگ غزه و حل منازعات بین‌المللی ایجاد شده است، اما بررسی منشور نشان می‌دهد که این هیئت نه یک سازمان بین‌المللی بی‌طرف، بلکه نهادی تحت کنترل شخصی ترامپ است. اختیارات کلیدی مانند دعوت اعضا، وتوی تصمیمات، اصلاح منشور، تعیین اعضای هیئت اجرایی و حتی انحلال هیئت، همه در دست رئیس (ترامپ) است. ترامپ از این هیئت سه نوع هدف را دنبال می‌کند:

د ټرمپ د سولې بورډ؛ موخې او راتلونکی

د ټرمپ د سولې بورډ په ظاهر کې د غزې جګړې د ختمولو او نړیوالو شخړو د حل لپاره جوړ شوی، خو د منشور مواد ښيي چې دا یو بېطرفه نړیوال سازمان نه دی، بلکې تر ډېره د ټرمپ تر شخصي کنټرول لاندې جوړښت دی. ځکه مهم واکونه لکه د غړو دعوت، د پرېکړو ویټو، د منشور تعدیل، د اجرائیوي بورډ ټاکنه او حتی د بورډ منحل کول ټول د رئیس (ټرمپ) په لاس کې دي.

د ایکو سیمه ییز سازمان؛ په پاکستان کې یې وروستۍ غونډه او د اسلامي امارت نه ګډون

 د ایکو اقتصادي سازمان د سیمه ییزې همغږي د پیاوړتیا، ازادۍ سوداګرۍ، سیمه ییز اقتصادي پرمختګ او د علمي ـ فرهنګي تبادلو لپاره رامنځته شوی دی، په پاکستان کې د دې سازمان د غونډې داېرېدل او له افغانستان پرته د نورو غړو هېوادونو ګډون د دې څرګندونه کوي چې د دې سازمان غړو هېوادونو لپاره پاکستان یو اقتصادي شریک ګڼل کېږي او په سیمه کې د پام وړ باور لري.

تظاهرات در ایران؛ خاستگاه، عوامل و سناریوها

تظاهرات اخیر در ایران که خاستگاه اولیه آن اعتراضات اقتصادی بازاریان به نوسانات ارزی و وضعیت معیشتی بود به سرعت به جنبشی گسترده با ماهیت سیاسی تبدیل شد. این تحول نشان‌دهنده عمق نارضایتی‌های ساختاری در جامعه ایران است؛ جایی که مطالبات معیشتی به دلیل ناکارآمدی مدیریت اقتصادی و فشارهای خارجی به سرعت به تقابل مستقیم با ساختار سیاسی حاکم منجر می‌شود.

پر وېنزوېلا د امریکا متحده ایالاتو پوځي برید ته یوه کتنه

 پر وینزوېلا د متحده ایالاتو پوځي برید او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې غیرقانوني نیونه، د نړیوالو حقوقو له نظره، د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو احکامو سره په ښکاره ټکر کې دي. دا اقدام د دولتونو د حاکمیت اصل، د زور د نه کارونې اصل، د نه مداخلې اصل، او همدارنګه د بشري او بشردوستانه نړیوالو حقوقو له اساسي قواعدو سرغړونه ګڼل کېږي. د موجودو حقوقي چوکاټونو له مخې، داسې هېڅ معتبر استثنا نه تر سترګو کېږي چې وکولای شي دا پوځي اقدام مشروع یا توجیه کړي.

د پاکستاني علماوو وروستۍ غونډه او له افغانستان سره د اړيکو په رغولو کې يې ونډه

پاکستان د اسلام په نوم رامنځته شوی او په دې برخه کې علماوو ډېر رول اداء کړی دی. سره له دې چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته دين د پاکستان د حکومت بنسټيزه مرجع وګرځېده او د پاکستان د يو اسلامي دولت او يا د مسلمانانو د هېواد په نوم رامنځته شو او طبعي ده چې د يو اسلامي دولت په رامنځته کېدو سره به د هغې په واک کې تر ډېره ملايان وي ځکه هغوی د دين په اړه پوره پوهه لري او په اوايلو کې همداسې وشول، خو د وخت په تېرېدو سره په حکومتي چارو کې د علماوو رول کم او د ملکي او پوځي حکومت رول زيات شو.

هند ته د روسیې د ولسمشر ولادېمیرپوتین د سفر  اهمیت

هند ته د پوتین سفر د نړیوالو ستراتېژیکو بدلونونو په حساس پړاو کې ترسره شو، چې په کې د اوکراین جګړې، د لوېدیځو بندیزونو، د انرژۍ د نړیوال بازار بدلونونو، د ناټو پراختیا، او د یورېشیا نوې سیاسي معادلې شاملې دي. دغه سفر د هند او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله ستراتېژیکو اړیکو د بیا ټینګښت لپاره مهم فرصت رامنځته کړ او څرګنده یې کړه چې دواړه هېوادونه د فشارونو او کړکېچونو په منځ کې د خپلواکو، متوازنو او دوه اړخیزو همکاریو د پاللو او پیاوړتیا اراده لري.

Scroll to top