اوونۍ تحليل

په افغانستان کې د چین د پانګونې پر وړاندې ننګونې؛ امنيتي لومړيتوبونه

په افغانستان کې د چین د پانګونې د ننګونو ارزونه ښيي چې د دغو ستونزو لویه برخه د افغانستان د دولت په کمزوري او ناپایدار وضعیت کې ریښه لري. سیاسي بې‌ثباتي، ناامني، د بنسټیزو زیربناوو کمزورتیا، حقوقي ستونزې او سیمه‌ییزې سیالۍ، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې داسې چاپېریال رامنځته کړی چې په هغه کې بهرنۍ پانګونه له لوړې کچې خطر سره مل وي.

د ځیرکو او ټیټ‌لګښته ټکنالوژیو په وخت کې؛ د پوځي ځواک تعريف ته بیا کتنه

وروستي بدلونونه ښيي چې معاصرې جګړې نوي پړاو ته داخلې شوې دي؛ هغه پړاو چې پکې هوښیارې او ټیټ‌لګښته ټکنالوژۍ، لکه بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه)، مصنوعي ځیرکتیا او دوه‌ګونې کارونې (Dual-use) ټکنالوژۍ، نه یوازې د جګړې ډګر ته نوي وسایل راوستي، بلکې د پوځي ځواک د تولید او کارونې څرنګوالی یې هم بدل کړی دی. دې بهیر هغه وړتیاوې چې پخوا یوازې د سترو قدرتونو په انحصار کې وې، د ډېرو نورو لوبغاړو لپاره هم د لاسرسي وړ کړې دي، که څه هم د دغو قدرتونو برلاسی لا هم پر خپل ځای پاتې دی. نن ورځ پوځي بریا تر دې ډېره چې د تجهیزاتو په زېرمو پورې تړلې وي، په نوښت، اغېزمن سازمان او د سرچینو په مدیریت پورې تړلې ده.

د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې ارزونه

د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ۲۰۲۶ز. کال لاسليک شوې هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې مياشتنۍ جګړې د درولو او د اوږدمهاله تفاهم لپاره د يوه لنډمهاله چوکاټ په توګه ارزول کېدای شي. په دې هوکړه کې د اوربند ټينګښت، د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو، د ايران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د کمولو، د کنګل شويو شتمنيو د ازادولو او د اټومي پروګرام په اړه د راتلونکو مذاکراتو لپاره زمينه برابره شوې ده. له بلې خوا، ايران يو ځل بيا د اټومي وسلو د نه توليد ژمنه کړې، خو د غني شويو يورانيمو، توغنديز پروګرام او نورو حساسو موضوعاتو په اړه وروستۍ پرېکړې راتلونکو مذاکراتو ته پرېښودل شوې دي. ايران د دغه هوکړې له لارې ډير امتيازات ترلاسه کړي او ظاهراً داسې ښکاري چې دغه هوکړه د ايران په ګټه ده. ايران وکولای شو چې د نظام د سقوط مخه ونيسي او د پراخې پلان شوې تباهۍ مخنیوی وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت او روسیې ترمنځ امنیتي هوکړې ته یوه کتنه

په ټولیز ډول د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ پوځي ـ تخنیکي هوکړه یوازې د نظامي تجهیزاتو د ترمیم یو تخنیکي قرارداد نه شي ګڼل کېدای، بلکې باید د کابل او مسکو د اړیکو د تدریجي بدلون او د ستراتیژیکو همکاریو پر لور د حرکت یوه نښه وګڼل شي.

از تحمیل جنگ تا پیروزی؛ چرایی پیروزی ایران در جنگ با ایالات متحده امریکا و رژیم صهیونیستی

در جمع‌بندی این تحلیل مهم‌ترین نکته‌ای که باید روی آن تأکید کرد، شکاف میان آنچه ایالات متحده امریکا و رژیم صهیونیستی از نظام ایران تصور می‌کردند و آنچه در عمل با آن مواجه شدند است. آنها گمان می‌کردند.

له تحمیلې جګړې تر بریا: د متحده ایالاتو او صهیونېستي رژیم پر وړاندې د ایران د بریا لاملونه

د دې تحلیل په لنډیز کې، تر ټولو مهم ټکی چې باید ټینګار یې وشي د هغه څه ترمنځ واټن دی چې امریکا او صهیونیسټ رژیم د ایراني نظام په اړه تصور کاوه او هغه څه چې دوي یې په حقیقت کې ورسره مخ وو.

کشورهای عربی خلیج فارس در قبال حمله ایالات متحده و رژیم صهیونیستی بر ایران: نقش آفرینی، هزینه ها و سناریوهای آینده

کشورهای خلیج فارس در جنگ میان ایالات متحده امریکا-رژیم صهیونیستی و ایران در موقعیتی پیچیده و چندلایه قرار دارند که انتخاب‌های استراتژیک آنها می‌تواند مسیر تحولات منطقه را به‌طور جدی تغییر دهد. سناریوی ادامه موضع دفاعی، اگرچه کم‌هزینه‌تر است و امکان بازسازی سریع‌تر را فراهم می‌کند، اما به معنای استمرار نااطمینانی و فشارهای اقتصادی خواهد بود. در مقابل، سناریوی مشارکت محدود در حمله می‌تواند برای این کشورها تضمین‌های امنیتی و فناوری‌های دفاعی پیشرفته به همراه داشته باشد،

پر ایران د امریکا متحده ایالاتو او صیهونېستي رژیم برید کې د فارس خلیج هېوادونو رول؛ لګښتونه او راتلونکې سناریوګانې

د فارس خلیج هېوادونه د امریکا، صهیونیستي رژیم او ایران ترمنځ په جګړه کې په یوه پیچلي او څو اړخیز حالت کې دي او د دوي ستراتیژیک انتخابونه کولی شي د سیمه ییزو پرمختګونو لاره په جدي توګه بدله کړي. د دفاعي دریځ د دوام سناریو که څه هم لږ لګښت لري او د ګړندۍ بیارغونې لپاره اجازه ورکوي، د دوامداره ناڅرګندتیا او اقتصادي فشارونو معنی به ولري. برعکس په برید کې د محدود ګډون سناریو کولی شي دې هېوادونو ته د امنیت تضمینونه او پرمختللي دفاعي ټیکنالوژي چمتو کړي، مګر دا د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو خطر زیاتوي او د دې هېوادونو نړیوال انځور باندې منفي اغېزې کوي.

له ایران سره د امریکا متحده ایالاتو او صیهونستي رژیم جګړه؛ لاملونه او لر لید

د امریکا او صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران سره جګړه، چې اوس مهال د بې پایلې خبرو اترو او یوه نازک اوربند کې قرار لري، د لوبې  د اختلاف او د صفر ګټې پایله ده. متحده ایالات او د ایران صهیونیسټ رژیم د یو خنثی ایران په لټه کې دي، پدې معنی چې د اټومي ټیکنالوژۍ پرته وی، د قوي اوږد واټن وسلو څخه بې برخې وي او په منځني ختیځ کې د هیڅ ځواک ونلري، پداسې حال کې چې ایران ته د دې مسایلو قبلول  به د هغوی د اټومي، نظامي او سیاسي ټیکنالوژۍ د لمنځته وړلو او ویجاړۍ په معنی دی.

Scroll to top