لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- پر ایران د امریکا متحده ایالاتو او صیهونېستي رژیم برید کې د فارس خلیج هېوادونو رول؛ لګښتونه او راتلونکې سناریوګانې
- په جګړه کې د فارس خلیج جیوپولیټیکي موقعیت
- په جګړه کې د فارس خلیج هېوادونو رول
- د فارس خلیج هېوادونو ته اقتصادي زیانونه
- راتلونکې سناریوګانې
- پایله
- وړاندېزونه
- سرچېني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د ایران او امریکا-اسرائیل جګړې له امله د فارس خلیج هېوادونه د نړۍ یو له مهمو جیوپولېټیکو سیمو څخه ګرځولی دی. د دې سیمې اهمیت په ځانګړې توګه په نړیواله کچه د انرژۍ تولیدولو او د هرمز تنګي په څېر د حساسو ټرانسپورټي لارو شتون، دوه چنده شوی دی. په دې لارو کې هر ډول ګډوډي کولی شي د سیمې له پولو بهر منفي پایلې ولري او نړیوال بازارونه له جدي بحران سره مخ کړي. په داسې شرایطو کې، د فارس خلیج هېوادونه د ځواک په توازن کې د کلیدي لوبغاړو په توګه راڅرګند شوي او د اوسني بحران لپاره یې مختلفې لارې غوره کړې دي؛ ځینې یې د امریکا سره په همغږۍ کې مخ ته ځي، پداسې حال کې چې نور هڅه کوي د توازن یا منځګړیتوب پالیسیو له لارې د شخړې ساحه محدوده کړي.[1]
د رول لوبولو دې توپیر د هر هېواد لپاره د زیانونو کچه او د زیان ډول ټاکلی او د ټولې سیمې لپاره یې د پام وړ اقتصادي، امنیتي او سیاسي پایلې لرلې دي. د انرژۍ په صادراتو کې ګډوډي، امنیتي ګواښونه او د دفاعي لګښتونو زیاتوالی د دې پایلو مثالونه دي. دې وضعیت دوام د نوي امنیتي ترتیباتو جوړولو پورې راتلونکی لرلید مبهم کړی دی او د مختلفو سناریوګانو د مطالعه کولو اړتیا روښانه کوي.
دا مقاله هڅه کوي چې په څلورو اصلي محورونو لکه جیوپولیټیکي وضعیت، رول لوبول، زیانونه او پر راتلونکې سناریوګانو تمرکز کولو سره، په اوسني وضعیت کې د فارس خلیج هېوادونو د دریځ، جامع او تحلیلي انځور چمتو او وړاندې کړي.
په جګړه کې د فارس خلیج جیوپولیټیکي موقعیت
د نړیوال سیسټم په جوړښت کې، د فارس خلیج نه یوازې یوه اوبه ییزه سیمه ده، بلکې په نړۍ کې یو له خورا مهمو جیوپولېټیکي مرکزونو څخه هم ګڼل کېږي؛ یو داسې موقعیت چې د نړیوال انرژۍ امنیت په ډاډمنولو کې د هغې بې ساري رول کې ریښه لري، ځکه چې د نړۍ د ثابت شوي تېلو او ګازو زیرمو یوه مهمه برخه د هغې په شاوخوا هېوادونو کې موقعیت لري. د معلوماتو له مخې 2025 پورې، سعودي عربستان د 267 ملیارد بیرله تېلو سره د فارس خلیج هېوادونو په سر کې دی. له هغې وروسته ایران د 208 ملیارد بیرله تیلو په درلودلو، عراق د 145 ملیارد بیرله تیلو سره، متحده عربي امارات د 113 ملیارد بیرله ، کویټ د 101 ملیارد بیرله، قطر د 25 ملیارد بیرله او عمان د 5 ملیارد بیرله تیلو په درلودلو سره په مسلسله توګه واقع دي. د دې زیرمو ټوله مجموعه 864 ملیارده بیرله کیږي، چې د نړۍ د ټولو تېلو زیرمو شاوخوا 69 سلنه جوړوي. د انرژۍ دې لوی مقدار زیرمو د فارس خلیج سیمه د نړیوال اقتصاد زړه ګرځولی دی او له دې سیمې څخه د انرژۍ تولید یا صادراتو کې هر ډول ګډوډي به بې له شکه د تېلو او ګازو په نړیوال نرخ او د نړیوالو بازارونو په ثبات مستقیمې اغیزې ولري. له همدې امله، د فارس خلیج هېوادونه نه یوازې سیمه ییز لوبغاړي دي، بلکې د نړیوال اقتصادي شبکې مهمې برخې شمېرل کېږي، چې امنیت یا ناامني یې د دوي له جغرافیې هاخوا اغیزې لري. [2]
د دې بې ساري جغرافیې په زړه کې د هرمز تنګی پروت دی، یوه تنګه خو خورا ستراتیژیکه لار چې د نړۍ د تېلو د صادراتو لویه برخه ترې تیرېږي. په اوسني جنګ کې دا تنګی د جیوپولیټیک فشار یوه وسیله ګرځیدلې، چې ایران یې په دوامداره توګه د نظامي بریدونو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کاروي او د هغې د بندولو یا بې ثباته کولو ګواښ کوي. برعکس، متحده ایالات او ملاتړي یې په فارس خلیج کې د لوی نظامي شتون سربېره، تل هڅه کړې چې د انرژۍ آزاد جریان ډاډمن کړي. دې ټکر د هرمز تنګي د یوازې ټرانزیټ لارې څخه په یوه ستراتیژیک ډګر بدل کړی چېرې چې په دې تنګی کې هر ډول تاوتریخوالی کولی شي په چټکۍ سره د نړیوال انرژۍ بحران او حتی د پراخې جګړې لامل شي.[3]
د یادونې وړ ده فارس خلیج هېوادونه سره له دې چې په یوه ګډه جغرافیه کې پراته دي، د خپل جیوپولیټیک موقعیت په اړه ورته نظر نلري، بلکې هر یو یې د خپلو امنیتي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ تفسیروي. هغه هېوادونه چې د صهیونیستي رژیم سره یې خپلې اړیکې عادي کړي دي یا یې د عادي کولو په لټه کې دي؛ لکه متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بحرین او اردن او یا هم د امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي اتحادونو په چوکاټ کې شامل دي، هڅه کوي چې خپل جغرافیایي موقعیت، د دفاعي امنیت او کنټرول پیاوړتیا لپاره د یوه بستر په توګه یې وکاروي؛ له ډلې یې د پوځي اډو کوربتوب او په ګډو دفاعي جوړښتونو کې ګډون ښه بیلګه ده. برعکس، د هغو نظامي ډلو شتون چې په عراق، لبنان او یمن کې په نظامي او سیاسي معادلو کې لوی لاس لري، کوم چې کولی شي د ایران لپاره د همغږۍ او ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم او متحده ایالاتو سره د مخالفت په چوکاټ کې یوه بله جلا جبهه جوړه کړي. نور هېوادونو لکه قطر او عمان د توازن چلند غوره کړی دی؛ دغه هېوادونه له یوې خوا د متحده ایالاتو سره د دفاعي همکارۍ تړونونه لري او له بلې خوا هڅه کوي چې د کړکیچونو کمولو په برخه کې د منځګړیتوب رول ولوبوي. د چلند دا تنوع ښیي چې یوازې جغرافیه د هېوادونو چلند نه ټاکي، بلکې دا چې جغرافیه څنګه درک کیږي او کارول کیږي، ستراتیژیک لوري جوړوي.[4]
یعنې هماغه جیوپولټیک موقعیت چې د فارس خلیج هېوادونو ته یې لوی اقتصادي او سیاسي فرصتونه برابر کړي دي، په جنګي شرایطو کې دوي ته د ستونزو یو لوی عامل هم ګرځیدلی دی. د دې هېوادونو له لوري د متحده ایالاتو د پوځي اډو کوربه توب، ایران ته جغرافیایي نږدې والی، د خلیج په ساحل کې د حیاتي انرژۍ زیربناوو تمرکز او په سمندري صادراتو باندې تکیه دا هېوادونه د توغندیو بریدونو، ډرون بریدونو او سمندري ګډوډیو خورا ستونزو سره مخ کړي دي. په ځینو خلیج هېوادونو کې د تېلو په تاسیساتو او بندرونو باندې وروستیو بریدونو ښودلې[5] چې حتی خورا پرمختللي دفاعي سیسټمونه هم نشي کولی دا زیربناوې په بشپړ ډول خوندي کړي. په دې توګه د فارس خلیج جغرافیایي موقعیت د دوه څوکې لرونکې تورې په څېر عمل کړی دی: له یوې خوا، د ځواک او شتمنۍ سرچینه او له بلې خوا د ګواښ او ناامنۍ سرچینه؛ داسې یو وضعیت چې د سیمې هېوادونه دې ته اړ باسي چې د مزایاوو څخه د ګټې اخیستنې او د خطرونو اداره کولو ترمنځ توازن وساتي.
په جګړه کې د فارس خلیج هېوادونو رول
د ایران او امریکا-اسرائیل محور ترمنځ په روانه جګړه کې د فارس خلیج هېوادونو د رول، یو له خورا مهمو اړخونو څخه د امریکا د پوځي اډو کوربه توب مسله ده؛ هغه فکتور چې په عملي توګه یې دا هېوادونه د جګړې د عملیاتي جوړښت برخه ګرځولي دي. د قطر، بحرین، کویت او متحده عربي اماراتو په څېر هیوادونه د امریکا د مهمو پوځي تاسیساتو کوربه توب کوي چې د ایران پر وړاندې د ملاتړ، کشف، لوجستیک او حتی په هوایي بریدونو کې رول لوبوي. په قطر کې د العدید هوايي اډه (په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه هوايي اډه او د مرکزي قوماندې مرکزي دفتر)، په متحده عربي اماراتو کې د هوايي عملیاتو او کشف لپاره د الظفره هوايي اډه، په بحرین کې د سمندري امنیت کنټرول لپاره د پنځمې بېړۍ مرکزي دفتر او په کویت او سعودي عربستان کې ډیرې اډې چې لوژستیکي او دفاعي رول لري د امریکا د پوځي شتون روښانه مثالونه دي.[6] په هر صورت، د دې هېوادونو د ګډون کچه یو شان نه ده؛ ځینې یې په ساده ډول زیربنا چمتو کوي، پداسې حال کې چې نور ممکن د استخباراتو او دفاعي همکارۍ په ځینو کچو کې ډیر فعال وي. د ښکیلتیا په کچه کې دا توپیر پیچلي ملاحظات منعکس کوي لکه کورني امنیت، سیمه ییزې اړیکې او د ایران د مستقیم غبرګون په اړه اندیښنې.په دې اساس، په دې جګړه کې د فارس خلیج د هېوادونو رول په لاندې دریو اصلي کټګوریو ویشل کېدی شي:
لومړی: امنیتي- پوځي رول، چې په عمومي توګه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین په څېر هېوادونو لخوا لوبول کیږي؛ دا هېوادونه، چې د متحده ایالاتو سره په خپل ستراتیژیک اتحاد تکیه کوي، د خپلو دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا او د دفاعي جوړښتونو کې برخه اخیستنې ته مخه کړې ده.
دوهم: د توازن بیلانس ساتلو رول، چې د قطر او کویت په څېر هېوادونو پکې ډیره برخه اخېستې ده. دا هېوادونه هڅه کوي چې په ورته وخت کې د واشنګټن او ایران سره خپلې اړیکې وساتي او ځانونه په شخړه کې له ښکیل کېدو څخه وساتي.
دریم: د منځګړیتوب رول، چې په ځانګړي ډول د عمان د بهرني سیاست یوه برخه ده. دا هېواد د فعالې بې طرفه پالیسۍ په غوره کولو سره، هڅه کوي چې د شخړو اړخونو ترمنځ ډیپلوماتیک چینلونه خلاص وساتي او د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.
دغو توپیرونو د خلیج د هر یو دولت په اړه د ایران په ستراتیژیک درک باندې د پام وړ اغیز کړی دی. د تهران له نظره، هغه هېوادونه چې په فعاله توګه پکې د متحده ایالاتو پوځي اډې شتون لري او په ایران باندې د اسراییلو او متحده ایالاتو د بریدونو په پیاوړتیا کې رول لوبوي د مخالفې جبهې د یوې برخې په توګه لیدل کیږي او له همدې امله د مستقیم یا غیر مستقیم ګواښونو سره مخ دي. په عین حال کې، هغه هېوادونه چې د توازن یا منځګړیتوب پالیسي یې غوره کړې ده د دې فشارونو څخه خوندي نه دي او په ځینو مواردو کې یې د ایران او لویدیځ ترمنځ د اړیکو غیر رسمي چینلونو په توګه عمل کړی دی.[7] دا توپیر نه یوازې د پوځي ګواښونو پر کچې اغېزه کوي، بلکې په سیمه کې به د راتلونکو اړیکو په جوړولو کې هم پرېکړه کونکی رول ولوبوي؛ داسې چې د جګړې وروسته ممکن په خلیج کې د اتحادونو او تعاملونو نوې نقشه راڅرګنده شي.
د فارس خلیج هېوادونو ته اقتصادي زیانونه
د ایران او امریکا-اسرائیل محور ترمنځ روانې جګړې د فارس خلیج هېوادونو اقتصاد ګډوډ کړی دی، چې بنسټ یې تر ډیره د تېلو او ګازو پر صادراتو ولاړ دی، د هرمز تنګي په څېر مهمې لارې ته راپیدا شوې ستونزې، د بیو د زیاتو بدلونونو او د حمل او نقل لګښتونو زیاتوالي سره مخ شوي دي. حتی د انرژۍ د نړیوالو بیو د لوړېدو په شرایطو کې، د دوي اصلي عاید د صادراتو د حجم کمېدو یا د لګښتونو د زیاتوالي له امله فشار زیاتولی شي چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د اصلي صادرونکو په توګه، تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي. سربیره پردې، وروستۍ جګړې د انفلاسیون فشارونه زیات کړي، د انرژۍ بازار یې بې ثباته کړی او پانګونه یې کمه کړې ده. له ټولنیز لید څخه، د هغې انساني او رواني پایلې د ډله ییزې نا امیدۍ او د خلکو باور کمزوری کولو لامل شوی دی. په ټولیز ډول، دا وضعیت یو اوږدمهاله ټکان دی چې په جدي توګه د خلیج په سیمه کې د پرمختګ او ثبات لاره اغیزمنوي.[8]
د امنیت له پلوه، د خلیج هېوادونه له بې ساري مستقیم ګواښونو سره مخ دي؛ د ایران توغندیو او ډرون بریدونو مهم زیربناوې لکه د تېلو تاسیسات، بندرونه او حتی ښاري مرکزونه په نښه کړي دي. د الجزیرې په وینا، د جګړې په لومړیو 41 ورځو کې، ایران په اوو عربي هېوادونو له 6,413 څخه ډیر توغندي او ډرونونه توغولي دي.[9]
Comparative Table of Iran’s Attacks on Arab Countries (up to April 10, 2026)
| Reported Human Casualties | Number of Drones | Number of Missiles | Country |
| 13 killed, 224 injured | 2,256 | 563+ | United Arab Emirates |
| Not reported | 845 | 354 ballistic + 15cruise | Kuwait |
| Not reported | 916 | 104 | Saudi Arabia |
| Not reported | 515 | 194 | Bahrain |
| Not reported | 111 | 227 | Qatar |
| Not reported | Unspecified | 291 | Jordan |
| Not reported | 19 | — | Oman |
پورته جدول ښيي چې د خلیج اووه عربي هېوادونه له ایران سره په وروستۍ جګړه کې د ګواښ او زیان مختلفې کچې تجربه کړې دي. د متحده عربي اماراتو، کویت او سعودي عربستان په څېر هېوادونه تر ټولو ډېر امنیتي فشار سره مخ شوي دي او په دې هېوادونو کې زیربناوې ممکن په مستقیم ډول په نښه شوي وي، پداسې حال کې چې عمان تر ټولو لږ ګواښ سره مخ شوی دی. بحرین، قطر او اردن په منځ کې دي، چې د پام وړ بریدونو سره مخ شوي دي. دا توپیرونه هغه کچه منعکس کوي چې هر هېواد د متحده ایالاتو سره په پوځي همکارۍ کې ښکیل دی؛ هرڅومره چې یو هېواد د اډو په کوربه توب او لوژستیکي ملاتړ کې رول لوبوي، هومره یې د زیان کچه لوړه ده. په پایله کې، د دې اوو هېوادونو داخلي امنیت مستقیم اغیزمن شوی او په ټوله سیمه کې د ټولنیز ناامنۍ او اقتصادي فشار احساسات زیات شوي دي.
د دې جګړې بله مهمه پایله د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د یوې باثباته او خوندي سیمې په توګه د فارس خلیج د انځور کمزوری کول دي. متحده عربي اماراتو او قطر په وروستیو لسیزو کې هڅه کړې چې ځانونه په نړیوالو مالي او سوداګریزو مرکزونو بدل کړي، خو د شخړو او پر زیربناوو بریدونو دوام دا انځور خراب کړ. دا به بې له شکه د بهرنۍ پانګونې کمښت، د اقتصادي خطرونو زیاتوالی او له سیمې څخه د پانګې وتلو لامل شي، کوم چې د دې بدلون نښې دي. په پایله کې به د فارس خلیج هېوادونه د پام وړ خپل دفاعي او امنیتي لګښتونه زیات کړي؛ د پرمختللو هوايي دفاعي سیسټمونو اخیستل، د نورو نړیوالو شریکانو سره د پوځي همکارۍ پیاوړتیا، د سایبر امنیت په برخه کې پانګونه او د مهمو زیربناوو ساتنه به ورته لومړیتوبونه وګرځي.
راتلونکې سناریوګانې
د پورته ذکر شویو مسلو په پام کې نیولو سره، د فارس خلیج هېوادونو د راتلونکي په اړه لاندې سناریوګانې احتمال لري:
فعاله بې طرفي: په دې سناریو کې، د خلیج هېوادونه د خپلو مهمو زیربناوو په دفاع تمرکز کوي او په جګړه کې د مستقیم ننوتلو څخه ډډه کوي. دوي هڅه کوي چې د ډیپلوماسۍ او منځګړیتوب له لارې تاوتریخوالی کم کړي او د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي. د دې نظر پر اساس به انساني او اقتصادي لګښتونه کم شي. د انرژې په تاسیساتو او هوایی ډګرونو د ایران د بریدونو سربېره به د یو شمېر زیربناوو عمده برخې سالمې پاتې شي او د بیا رغونې فرصت به یې برابرشي. دغه دفاعي دریځ د خلیج هېوادونو ته اجازه ورکوي چې د جګړې وروسته له ایران سره په خپلو اړیکو له سره کتنه وکړي او د منځګړو یا بیارغونې شریکانو په توګه عمل وکړي. په جیوپولیتیک ډول، دا سناریو دوي ته اجازه ورکوي چې د متحده ایالاتو او اسراییلو فشارونو څخه خپله نسبي خپلواکي وساتي او د دایمي جګړې ډګر کېدو مخه ونیسي.
محدود ګډون: په دې سناریو کې، ځینې خلیجي هېوادونه، د متحده ایالاتو او اسراییلي رژیم تر فشار لاندې، ممکن د مستقیمو عملیاتو پرته د نظامي اډو پراخه کارولو یا استخباراتي او لوژستیکي ملاتړ چمتو کولو ته اجازه ورکړي. په بدل کې به یې د متحده ایالاتو څخه امنیتي تضمینونه او پرمختللي دفاعي ټیکنالوژي ترلاسه کړي؛ په ځانګړي توګه، هغه دفاعي سیسټمونه (هوایي دفاع) چې اسراییلي رژیم یې لري. په هرصورت، اصلي خطر په خلیج کې د انرژۍ او اوبو زیربناوو باندې د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو زیاتوالی دی، کوم چې کولی شي د تېلو او ګازو صادرات په جدي توګه ګډوډ کړي. په سیاسي توګه، محدود ګډون ممکن د دې هېوادونو نړیوال انځور خراب کړي، ځکه چې د ایران په برید کې د اسراییلي رژیم سره یوځای کېدل د هېوادونو د ملي حاکمیت د دفاع پرځای د تل ابیب د اهدافو د خدمت په توګه تعبیر کېدی شي.
مستقیمه شخړه: وروستۍ سناریو چې د خلیجي هېوادونو لپاره تر ټولو کم احتمال او خطرناکه لاره ده، کېدای شي د ایران پر وړاندې په مستقیمه جګړه کې ننوتل وي. د دې سناریو له مخې د خلیج هېوادونه به د ډیرو درنو انساني او اقتصادي زیانونو سره سیمه ییزې جګړې ته ننوځي. مهمې زیربناوې لکه د انرژۍ، اوبه او بریښنا تاسیسات به د ایران د پراخو بریدونو هدف وي او داخلي بې ثباتي به زیاته شي. د جیوپولیټیک ټکي له نظره، دا ملګرتیا به بې له شکه صهیونیسټ رژیم ته ډیره ګټه ورسوي، ځکه چې ایران او خلیج هېوادونه به ددې سناریو پر اساس له یو بل سره ښکیل شي او صهیونیسټ رژیم به په سیمه کې د واکمن ځواک په توګه رامنځته شي. برعکس د خلیج هېوادونه به د تېلو په عوایدو کې د ډیر کمښت، د حکومتي پورونو زیاتوالي او ټولنیز فشار سره مخ شي. سربېره پردې، دا سناریو کولی شي د آسیایي قدرتونو لکه چین او هند سره د دوي اړیکې کمزورې کړي، کوم چې د انرژۍ وارداتو پورې تړلي دي.
پایله
د فارس خلیج هېوادونه د امریکا، صهیونیستي رژیم او ایران ترمنځ په جګړه کې په یوه پیچلي او څو اړخیز حالت کې دي او د دوي ستراتیژیک انتخابونه کولی شي د سیمه ییزو پرمختګونو لاره په جدي توګه بدله کړي. د دفاعي دریځ د دوام سناریو که څه هم لږ لګښت لري او د ګړندۍ بیارغونې لپاره اجازه ورکوي، د دوامداره ناڅرګندتیا او اقتصادي فشارونو معنی به ولري. برعکس په برید کې د محدود ګډون سناریو کولی شي دې هېوادونو ته د امنیت تضمینونه او پرمختللي دفاعي ټیکنالوژي چمتو کړي، مګر دا د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو خطر زیاتوي او د دې هېوادونو نړیوال انځور باندې منفي اغېزې کوي. وروستۍ سناریو چې په جګړه کې د فعال او مستقیم ګډون دی، دا ترټولو ګرانه لاره ده چې کولی شي د خلیج سیمې حیاتي زیربنا ویجاړې کړي او کورني او سیمه ییزه بې ثباتي نوره هم زیاته کړي، پداسې حال کې چې صهیونیستي رژیم ته به ډېره ګټه ورسوي. په عمومي توګه د فارس خلیج راتلونکی به یوازې د پوځي پرمختګونو پایله نه وي، بلکې د جیوپولټیک، اقتصاد او سیمه ییزه ډیپلوماسۍ ترمنځ د پیچلي تعامل پایله وي؛ یو تعامل چې برخلیک به یې په سیمه ییز او نړیوال نظم باندې پراخې اغیزې ولري.
وړاندېزونه
۱. د خلیج د همکارۍ شورا باید د دې سیمې او ایران په ګډه د یو ګډ سیمه ییز امنیتي چوکاټ د جوړولو لپاره هڅې وکړي ترڅو بحرانونه اداره شي او په متحده ایالاتو یې تکیه کمه شي.
۲. د کړکیچونو د کمولو او په سیمه کې د باور د رامنځته کولو لپاره، ایران باید د خلیج عربي هېوادونو ملي زیربنا په نښه نه کړي او سربیره پردې، د ایران پر وړاندې د دې هېوادونو د خاورې د نه کارولو په اړه خبرې اترې پیل کړي.
۳. ایران او د خلیج عربي هېوادونه باید د سیمه ییز ثبات د پیاوړتیا او د بهرنیو قدرتونو د رول محدودولو لپاره د اقتصادي او کلتوري اړیکو په کارولو سره ګډې همکارۍ پراخې کړي.
۴. د خلیج عربي هېوادونه باید له یوه محور سره د همکارۍ پرځای د توازن او منځګړیتوب پالیسیو باندې تمرکز وکړي ترڅو سیمه د لویو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدله نشي.
سرچېني
[1] لماذا يعد مضيق هرمز شريان الطاقة العالمي؟، سكاي نيوز عربية 3 مارس 2026، متاح علی:
[2] الخليج العربي شريان طاقة العالم في مرمى النيران، الجزیرة نت، 8 مارس 2026، متاح علی:
[3] مضيق هرمز.. احتدام صراع السيادة الإيرانية والوعيد الأمريكي، الجزیرة نت، 31 مارس 2026، متاح علی:
[4] الخليج العربي.. شريان طاقة العالم في مرمى النيران، مرکز الجزیرة للدراسات، 8 مارس 2026، متاح علی:
[5] حملات ایران به تأسیسات انرژی کشورهای خلیج در پی تشدید تنش ها، تی آر تی فارسی، 19 مارچ 2026، در دسترس:
[6] ما هي أهم القواعد العسكرية الأمريكية في الشرق الأوسط؟، فرانس 24، 28 فبراير 2026، متاح علی:
[7] تمام پایگاههای نظامی آمریکا در خاورمیانه که توسط ایران هدف قرار گرفتهاند، عصر ایران، 13 حوت 1404، قابل دسترس:
[8] فریدریك شنايدر، آثار ما بعد الصدمة الحرب الإسرائيلية، مجلس الشرق الأوسط للشؤون العالمية، يوليو 2025 ، متاح علی:
[9] بعد 41 يوما من الحرب.. ما حصيلة الهجمات الإيرانية على 7 دول عربية؟، الجزيرة نت، 10 أبريل 2026، متاح علی:
