د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې ارزونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې ارزونه
  • د هوکړې محتوی
  • پايله
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د متحده ايالاتو او ايران ترمنځ لاسليک شوې هوکړه ۱۴ مادې لري[1] چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکو مذاکراتو لپاره لارې چارې برابروي. دغه هوکړه د روان ۲۰۲۶ز. کال د جون مياشتې پر ۱۷مه نېټه د امریکامتحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې پر ورځ لاسليک کړه[2]، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ درې مياشتنۍ جګړه پای ته ورسېده. ټرمپ دغه هوکړه په فرانسه کې د اوو صنعتي هېوادونو (G7) د سرمشریزې په څنډه کې لاسليک کړه او له دې کار يې موخه دا وه چې د نړۍ او اروپا د ستر قدرتونو په منځ کې دغې هوکړې ته رسمي بڼه ورکړي او نړۍ ته وښايي چې دی د جګړی پای ته رسوونکی او د سولې سمبول دی. په دغه هوکړه کې پر ۶۰ ورځو اوربند توافق شوی[3] چې لبنان هم په کې شامل دی او دا د دايمي تړون لپاره لارې چارې برابروي، يعنې د ايران د اټومي پروګرام او توغنديو پروګرام په اړه تفصيلي خبرې لا پاتې دي او په دې اړه د تفصيلي مذاکراتو لپاره دغه هوکړه يو بستر جوړوي.

دغه تحليل د دې پوښتنو د ځواب لپاره ليکل شوی دی چې د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ دغه هوکړه به ايا جګړه پای ته ورسوي؟ هوکړه د کوم لوري په ګټه ده؟ او په هوکړه کې په کومو مواردو بحث شو دی.

د هوکړې محتوی

د امریکا متحده ايالاتو او ایران ترمنځ په لاندې مواردو هوکړه شوې ده:

۱- اوربند او د لبنان مسئله: لومړنۍ او مهمه موضوع چې هوکړه پرې شوې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول دي. ايران په دې هوکړه کې لبنان هم شامل کړی او پر متحده ايالاتو يې دا منلې ده چې لبنان کې هم بايد جګړه پای ته ورسېږي او دغه هېواد هم بايد د اوربند برخه وي. دواړو لوريو په دې هوکړه کړې چې له دې وروسته به له زور څخه کار نه اخلي او د لبنان په ګډون به د يو او بل ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ته درناوی لري.

د لبنان موضوع ځکه مهمه ده چې اسرائیل د تېر اوربند پرمهال هم څو ځلې پر لبنان بريدونه وکړل او بل دا چې اسراييل غواړي په لبنان کې ځينې سيمې په دايمي ډول ونيسي او هلته حايله سيمه يا امنيتي کمربند رامنځته کړي[4]، نو ايران غواړي چې پر متحده ايالاتو د لبنان ځمکنۍ بشپړتيا ومني، معنی دا چې د اسراييلو هغه موخه له منځه يوسي چې په لبنان کې حايله سيمه رامنځته کړي. سره له دې چې په دې هوکړه کې د اسراييلو نوم نه دی ذکر شوی او اسراييل مکلف هم نه دي چې دې هوکړې ته پابند اوسي، خو ايران فکر کوي چې متحده ايالات د يو قدرت په توګه کولای شي چې اسراييلو باندې فشار راوړي او هغوی قانع کړي چې په لبنان کې جګړه پای ته ورسوي، ځکه د متحده ایالاتو له همکارۍ او دفاع پرته اسراييل له ايران سره جګړه مخ ته نشي وړلی، نو اسراييل مکلف دی چې د متحده ايالاتو خبره ومني.

۲- ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه: بله موضوع چې هوکړه ليک کې پرې موافقه شوې هغه د ايران ملي حاکميت ته د متحده ايالاتو له لوري درناوی لرل، ځمکنۍ بشپړتيا يې منل او د ايران په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کول دي.

د دې موضوع له لارې ايران غواړي چې د متحده ايالاتو لاسونه د نظام د بدلون په برخه کې لنډ کړي، له دې هوکړې وروسته به متحده ايالات په ايران کې لاريون کوونکي نشي حمايه کولی، د نظام د بدلون لپاره به په کور دننه دسيسې نشي جوړولی او په عمومي ډول د ايران د خاورې ځينې برخې به هم تر خپل تسلط لاندې نشي راوستلی.

۳-  لنډمهاله هوکړه: د هوکړې له متن څخه معلوميږي چې دا هوکړه لنډمهاله او د اوږدمهاله تړون لپاره بستر جوړوي. په هوکړه کې راغلي چې دواړه لوري ژمنه کوي چې د ۶۰ ورځو په جريان کې به د مهمو بنسټیزو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کوي او وروستۍ هوکړې ته به ځان رسوي، البته د دواړو لوريو په رضايت سره دغه موده غځېدلی هم شي.

دا هوکړه به ايران ته دا فرصت برابر کړي تر څو د نهايي هوکړې لپاره هر اړخيز تفاهم ته ورسيږي او په کور دننه د اټومي وسلو او توغنديو د محدوديت په اړه نهايي نظر چمتو کړي او بل دا چې په دې موده کې به د اسراييل غبرګون او کړنې هم له نږدې وڅاري. متحده ايالاتو ته به دا فرصت برابر کړي چې له جګړې يو څه دمه شي او کورني فشارونه هم کنټرول کړي او نهايي تفاهم لپاره خپله ستراتيژي جوړه کړي.

۴- د هرمز تنګي خلاصول او د بېړيو ازاد تګ او راتګ: ايران او متحده ايالاتو په دې هم هوکړې کړې چې متحده ايالات به د ايران سمندري محاصره پای ته رسوي او په مقابل کې به يې ايران د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ د ۶۰ ورځو لپاره پرته له کوم لګښت څخه، تضمین کړي. د سوداګریزو بېړیو تګ او راتګ به سمدستي پیل شي او د تخنیکي او پوځي خنډونو د لرې کولو او ماین پاکۍ له بشپړېدو وروسته به په ۳۰ ورځو کې په بشپړ ډول هرمز تنګی د کښتيو تګ او راتګ لپاره عادي شي. همدارنګه ایران به له عمان سلطنت سره خبرې اترې کوي تر څو د هرمز تنګي د راتلونکې ادارې او سمندري خدمتونو په اړه، د فارس خلیج د نورو ساحلي هېوادونو په مشوره او د نړیوالو قوانینو او د ساحلي هېوادونو د حاکمیتي حقونو له مخې، پرېکړه وشي.

د هرمز تنګي پرانېستل او د بېړيو عادي تګ او راتګ د نړيوال اقتصاد لپاره يو مهمه او حياتي موضوع ده. د هرمز تنګي له لارې د نړۍ پنځمه برخه نفت او ګاز لېږدول کېږي او که دغه تنګی عادي حالت ته لاړ شي، نو په ټوله نړۍ کې به د ګازو او نفتو نرخونه راټيټ شي، چې ښه بېلګه يې پاکستان دی چې د هوکړې له لاسليک وروسته به په کې د پټرولو او ډيزلو نرخونه راټيټ شول.[5]

۵- د ايران بيا رغونه او د بنديزونو لرې کول: په دې هوکړه کې متحده ايالاتو ژمنه کړې چې د ايران د بيارغونې او اقتصادي پراختيا لپاره به د خپلو سيمه ييزو شريکانو سره په ګډه د ۳۰۰ ميليارده ډالرو په ارزښت يو عملي پلان جوړ کړي. دا پېسې ايران د جګړې د غرامت په توګه غوښتي دي، يعنې له متحده ايالاتو يې غوښتي چې د جګړې پرمهال چې کومې ويجاړې په ايران کې شوي دي د هغې د بيارغونې او جوړونې لپاره بايد دا پېسې ورکړي.

د دې موضوع په اړه درې خبرې د يادولو وړ دي: لومړی، دغه هوکړه به د نهايي هوکړې برخه وي، يعنې تر هغې چې د ايران د اټومي وسلو، توغنديو او نورو موضوعاتو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ نهايي تړون نه وي لاسليک شوی تر هغې کېدای شي دا پېسې ورنکړل شي. دويم، دا پېسې کېدای شي د عربي هېوادونو او امريکايي خصوصي شرکتونو او پانګه والو له خوا تمويل شي. درېيم، د دې ترڅنګ په دې هم هوکړه شوې چې متحده ايالات به هغه محدوديتونه لرې کوي چې له مخې يې امريکايي او نورو اروپايي شرکتونه نشي کولای په ايران کې پانګونه وکړي، یعنې د نهايي هوکړې وروسته به د ټولې نړۍ پانګه وال وکولای شي چې په ايران کې پانګونه وکړي. د دې بنديزونو ترڅنګ متحده ایالاتو هوکړه کړې چې د ایران پر وړاندې نور ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیکونه، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکامو شورا پرېکړه‌لیکونه او د امریکا متحده ايالاتو ټول لومړني او ثانوي یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي.

متحده ايالاتو هوکړه کړې چې، تر هغې چې بندیزونه په بشپړ ډول نه وي لغوه شوي، د امریکامتحده ايالاتو د خزانې وزارت به د ایران د خامو نفتو، نفتي محصولاتو د صادراتو او همداراز د بانکدارۍ، بیمې، ترانسپورټ او نورو اړوندو خدمتونو لپاره لازم معافیتونه رامنځته کړي. ایران کولای شي خپل د تېلو او پټرولیم اقتصاد سمدستي بیا فعال کړي، ځکه د بندیزونو معافیتونه یوازې د خامو تېلو صادرات نه، بلکې ټول اړوند خدمات هم پوښي، لکه بانکي سیستم، بیمه او ترانسپورټ. د دې څخه مخکې هم د ایران د نفتو سکتور تر سخت فشار لاندې و او د بحري محاصرې له زیاتېدو وړاندې اقتصادي ستونزو په ټول هېواد کې پراخ اعتراضونه راپورته کړي وو، چې د مذهبي مشر په مشرۍ نظام پر ضد یې فشار زیات کړی و.

همدارنګه متحده ايالاتو ژمنه کړې چې د ایران ټولې کنګل شوې او محدودې شوې شتمنۍ او مالي وجوهات به په بشپړ ډول د استفادې لپاره ازاد کړي. دواړه لوري به د خبرو اترو په ترڅ کې د دغو پیسو د آزادولو پر کړنلارې هوکړه وکړي. دغه شتمنۍ، که په اصلي حسابونو کې پاتې وي او که بل ځای ته لېږدول شوي وي، د ایران د مرکزي بانک له خوا د ټاکل شویو مستحقو لورو لپاره به په بشپړ ډول د کارونې وړ وي او متحده ايالات به په دې برخه کې ټول اړين جوازونه او تاييدونه صادروي. د بلومبرګ د راپور پر بنسټ د ايران د کنګل شويو پېسو اندازه له ۲۴ ميليارده ډالرو څخه تر ۱۰۰ ميليارده ډالرو پورې رسېږي.[6]

۶- د اټومي وسلو او غني شويو يورانيمو په اړه هوکړه: د لاسليک شوې هوکړې د اتمې مادې پر بنسټ ايران ژمنه کړې چې اټومي وسلې به نه توليدوي او نه به يې هم ترلاسه کوي او زېرمه شوي يورانيمو په اړه به د نهايي هوکړې پرمهال يو متقابل منل شوی ميکانيزم رامنځته کړي.

ايران د اټومي وسلو د نه جوړولو هوکړه د اوباما په دوره کې د ۲۰۱۵ز. کال په هوکړه کې هم کړې وه، خو د انرژۍ د نړيوالې ادارې د راپورونو پر بنسټ متحده ايالاتو ته واضحه شوه چې ايران د يوارنيمو غني کول له ۶۰ سلنه اړولي دي چې دا د هوکړې خلاف دي، نو ځکه ټرمپ دغه تړون لغوه کړ. ايران يو ځل بيا هوکړه کوي چې اټومي وسلې به نه توليدوي او دغې هوکړې يې يو څه کورني غبرګونونه او مخالفتونه هم راپارولي دي. د دې ترڅنګ سره له دې چې د شته غني شويو يورانيمو په اړه به وروسته پريکړه کېږي، خو څېړونکي په دې نظر دي چې دواړه لوري په ابتدايي ډول په دې راضي شوي چې د انرژۍ د نړيوالې ادارې د استازو په شتون کې به دغه اضافه يورانيم په هماغه خپل ځای کې کمزوري کړی شي.

۷- د نهايي هوکړې لپاره شرايط او اجرايوي ميکانيزم: په دې هوکړه ليک کې دواړو لوريو هوکړه کړې چې تر هغې پورې چې د دې هوکړه ليک  ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱مې مادې نه وي عملي شوي تر هغې به نهايي تړون لپاره مذاکرات پيل نشي. په دغو مادو کې د اوربند ټينګول، د متحده ايالاتو له لوري د سمندري محاصرې پای ته رسول، د ايران له لوري د هرمز تنګي پرانېستل، د تېلو د صادراتو معافيتونه صادرېدل او د کنګل شويو شتمنيو ازادول شامل دي. د دې ترڅنګ د نهايي تړون او دغې هوکړې د عملي کولو لپاره به يو اجرايوي ميکانيزم هم رامنځته کېږي.

تمه وه چې په سويس کې ايراني او امريکايي لوري سره مذاکرات پيل کړي او د متحده ايالاتو په استازولۍ د جمهور رئيس مرستيال ګډون وکړي، خو ايران دغه مذاکرات لغوه کړل او سويس ته يې هيڅ سفر ونکړ او کېدای شي يو دليل يې دا وي چې د اوربند ماده نه ده عملي شوې او اسراييلو په لبنان کې خپل بريدونه نه دي درولي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار وايي چې د ايراني پلاوو نه ګډون د محرم په مراسمو کې د ګډون له امله دي، خو اوس ثابته شوه چې دا ځنډ د محرم د مراسمو له امله نه و، ځکه ايرانی پلاوی اوس سويس ته د خبرو اترو لپاره رسېدلی دی او سره له دې چې د محرم مراسم لا پای ته نه دي رسيدلي، نو لومړنی دليل سم دی او هغه د لبنان قضيه ده چې ايران، متحده ايالاتو ملامتوي چې د هوکړې مواد يې نه دي عملي کړي.

وروستۍ نهايي هوکړه يا تړون به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړه ليک له لارې تاييد شي.

دا چې دغه هوکړه دا چا په ګټه ده؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ويلای شو چې د هوکړې له متن څخه څرګنديږي چې ايران په دغه هوکړه کې برلاسه دی او امتيازات يې له متحده ايالاتو څخه ډير دي. ټرمپ پرانېستی هرمز د جګړې له لارې بند کړ او اوس بېرته د هماغه هرمز د پرانېستو په مقابل کې ايران ته امتيازات ورکوي چې له دې معلوميږي چې ايران ګټه کړې ده. دويم د اتومي وسلې د نه جوړېدو خبره ده، نو دا خو د اوباما سره په شوي تړون کې هم ايران منلې وه چې اتومي وسله نه جوړوي او د انرژۍ نړيوالې ادارې ناظرينو ته په د نظارت ټول فرصتونه برابروي، نو ټرمپ نوي هيڅ هم نه دي ترلاسه کړي او ايران ډېر څه ترلاسه کړل، لکه: د بنديزونو لرې کېدل، د بيارغونې پراخه پېسې، د کنګل شويو پېسو ترلاسه کول، په منځني ختيځ کې د يو قدرت په توګه راڅرګنديدل، د متحده ايالاتو او اسراييلو ترمنځ لنډمهاله درځ اچول او داسې نور…

ايا دغه هوکړه به وکولای شي چې دايمي سوله رامنځته او جګړه پای ته ورسوي؟ د دايمي هوکړې رامنځته کېدل ستونزمن برېښي، ځکه ايرانيان په خپل دريځ کې کلک دي او که متحده ايالات د ابتدايي هوکړې له موادو سرغړونه کوي، نو ايرانيان به هم په کړې وعدو وفا نه کوي او هغوی ته به د تېښتې يوه لاره پرانېستل شي. د لبنان موضوع کې سره له دې چې د متحده ايالاتو او اسراييلو اختلاف شته، خو کېدای شي اسراييل بیا هم په لبنان کې نيول شوې سيمې پرېنږدي او يا حتی جګړه پای ته ونه رسوي، نو دا به د هوکړې د موادو سرغړونه وي او کېدای شي دايمي هوکړې په وړاندې خنډ پېښ کړي او امکان شته چې بيا جګړه پيل شي.

د راتلونکي سيناريو په بڼه ويلای شو چې دغه هوکړه ډيره پېچلې او په ډير عاجلانه ډول د فشارونو له امله لاسليک شوې ده. له دې هوکړې ځينې امريکايي چارواکي او حتي امريکايي وګړي ناراضه برېښي. د دې ترڅنګ اسراييل هم دغه هوکړه د ځان په ګټه نه بولي او له امريکايي لوريو سره يې خپل نارضايت شريک کړی دی، دا چې د امريکا متحده ايالاتو پر سياست او اقتصاد تر ډيره يهودي وګړي نفوذ لري، نو د دې هوکړې راتلونکی له مبهم حالت سره مخامخ دی، نو دلته درې سيناريو مطرح کولای شو: لومړی، همدا هوکړه عملي شي او د همدې په رڼا کې نهايي دايمي تړون رامنځته شي چې د دې سيناريو امکانات کم برېښي او دلايل يې موږ پورته ذکر کړي دي. دويمه سيناريو دا ده چې دغه هوکړه ماته شي او د نهايي تړون مذاکرات هم ناکام شي او جګړه بيا پيل شي، دا سيناريو د لومړنۍ سيناريو په پرتله قوي ده، خو د عملي کېدو امکانات یې کم برېښي، ځکه نه ايران غواړي چې بيا جګړې ته لاړ شي او نه هم متحده ایالاتو غواړي چې جګړه کې بيا ځان ښکيل کړي. درېيمه سيناريو دا ده چې نهايي تړون لپاره به مذاکرات بريالي شي، خو دغه اوسنۍ هوکړه کې بيا بدلونونه راشي او دا سيناريو قوي برېښي او کېدای شي دا تطبيق هم شي.

پايله

د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ۲۰۲۶ز. کال لاسليک شوې هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې مياشتنۍ جګړې د درولو او د اوږدمهاله تفاهم لپاره د يوه لنډمهاله چوکاټ په توګه ارزول کېدای شي. په دې هوکړه کې د اوربند ټينګښت، د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو، د ايران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د کمولو، د کنګل شويو شتمنيو د ازادولو او د اټومي پروګرام په اړه د راتلونکو مذاکراتو لپاره زمينه برابره شوې ده. له بلې خوا، ايران يو ځل بيا د اټومي وسلو د نه توليد ژمنه کړې، خو د غني شويو يورانيمو، توغنديز پروګرام او نورو حساسو موضوعاتو په اړه وروستۍ پرېکړې راتلونکو مذاکراتو ته پرېښودل شوې دي. ايران د دغه هوکړې له لارې ډير امتيازات ترلاسه کړي او ظاهراً داسې ښکاري چې دغه هوکړه د ايران په ګټه ده. ايران وکولای شو چې د نظام د سقوط مخه ونيسي او د پراخې پلان شوې تباهۍ مخنیوی وکړي.

د هوکړې له متن او لومړنيو امتيازاتو څخه داسې ښکاري چې ايران په اقتصادي او سياسي ډګر کې د پام وړ امتيازونه ترلاسه کړي دي، په داسې حال کې چې متحده ايالاتو تر ډېره د جګړې د پراخېدو د مخنيوي او د سيمه ييز ثبات د ساتلو موخه تعقيب کړې ده. سره له دې، د دواړو لوريو ترمنځ د بې باورۍ اوږده سابقه، د اسرائيلو او لبنان اړوند اختلافات، د اټومي او توغنديزو مسايلو پېچلتيا او د هوکړې د موادو د عملي کېدو په برخه کې احتمالي خنډونه هغه عوامل دي چې د دايمي سولې او وروستۍ هوکړې د بريا په وړاندې جدي ننګونې رامنځته کوي.

له همدې امله، اوسنۍ هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د بشپړ حل تضمين نه ګڼل کېږي، بلکې د تاوتريخوالي د کمولو او د سياسي مذاکراتو د دوام لپاره يو فرصت او موقتي چوکاټ بلل کېدای شي. د دې هوکړې نهايي بريا به تر ډېره د دواړو لوريو د ژمنو پر عملي کېدو، د سيمه ييزو لوبغاړو پر چلند او د متقابل باور د رامنځته کېدو پر کچې پورې تړلې وي.

د دې هوکړې په پايله کې د اسراييلو او متحده ايالاتو ترمنځ يو څه اختلافات پېداشول په ځانګړي ډول د لبنان پر سر او د دغه دوه قدرتونو ترمنځ د درځ رامنځته کېدل د دې هوکړې مهمه اغېزه ده. د هوکړې مواد ډير سخت او پېچلي دي او عملي امکانات يې ډير کم برېښي، نو د دې امکان شته چې د هوکړې مواد نقض شي او د نقض په صورت کې دايمي هوکړه هم نه رامنځته کېږي او امکان شته چې دواړه لوري جګړې ته سره ښکته شي.

سرچیني

[1] Caitlin Doornbos, Emily Goodin, Ronny Reyes. (2026). “Complete 14-point US-Iran peace deal finally revealed — kicking off 60-day clock to do the hardest work yet”, New York Post, Access link:  https://www.msn.com/en-us/news/other/complete-14-point-us-iran-peace-deal-finally-revealed-by-trump-administration-read-text-in-full/ar-AA25TWsr

[2] FP Staff. (2026). “U.S.-Iran Memorandum of Understanding: Full Text”, Foreign Policy, Access link:  https://foreignpolicy.com/2026/06/17/trump-us-iran-memorandum-of-understanding-mou-deal-read-full-text/

[3] Alayna Treene, Kevin Liptak and Mostafa Salem. (2026), “US releases official agreement with Iran. Read the 14-point text”, CNN, Access link: https://edition.cnn.com/2026/06/17/middleeast/us-iran-war-mou-text-intl

[4] FP Explainers. (2026). “Inside Israel’s plan to carve out a ‘buffer zone’ in Lebanon”, First Post, Access link: https://www.firstpost.com/explainers/inside-israels-plan-to-carve-out-a-buffer-zone-in-lebanon-13993579.html

[5] Syeda Qandeel Zehra. (2026). “Petrol Price in Pakistan Reduced by Rs74 – Major Relief Announced by Government”, Hamari web, Access link: https://enews.hamariweb.com/pakistan/petrol-price-in-pakistan-reduced-by-rs74-major-relief-announced-by-government/

[6] Stephen N R. (2026). “China, India, Iraq…: Where Iran’s $100 billion is frozen”,  Gulf News, Access link: https://gulfnews.com/world/mena/china-india-iraq-where-irans-100-billion-is-frozen-1.500577717

د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې ارزونه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top