د برېښنا د تولید په برخه کې لس ملیارده پانګونه؛ د اقتصادي او سیاسي اغېزو ارزونه
په افغانستان کې د عزیزي خصوصي شرکت د انرژۍ پروژه د افغانستان د انرژې سکتور په برخه کې د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. د دې پروژې پلې کېدل د افغانستان د برق ستونزه که هغه د صنعت په برخه کې ده او یا د عامو خلکو د ګټې اخیستنې په برخه کې ده هواروي.