د پاکستاني علماوو وروستۍ غونډه او له افغانستان سره د اړيکو په رغولو کې يې ونډه
پاکستان د اسلام په نوم رامنځته شوی او په دې برخه کې علماوو ډېر رول اداء کړی دی. سره له دې چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته دين د پاکستان د حکومت بنسټيزه مرجع وګرځېده او د پاکستان د يو اسلامي دولت او يا د مسلمانانو د هېواد په نوم رامنځته شو او طبعي ده چې د يو اسلامي دولت په رامنځته کېدو سره به د هغې په واک کې تر ډېره ملايان وي ځکه هغوی د دين په اړه پوره پوهه لري او په اوايلو کې همداسې وشول، خو د وخت په تېرېدو سره په حکومتي چارو کې د علماوو رول کم او د ملکي او پوځي حکومت رول زيات شو.
