د افغان-ټرانس پروژې جیوپولیټیک اهمیت؛ فرصتونه او ننګونې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغان-ټرانس پروژې جیوپولیټیک اهمیت؛ فرصتونه او ننګونې
  • د افغان-ټرانس پروژې مخينه
  • د افغان-ټرانس پروژې جیوپولیټیک اهمیت
  • ننګونې
  • فرصتونه
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د ۱۴۰۴هـ.ل. کال د سرطان پر ۱۶مه، د “افغان-ټرانس” ریل پټلۍ پروژې د پلي کولو د لارو چارو مطالعې لپاره د تړون د لاسلیک مراسم د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې کابل کې ترسره شول. په دې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ګډون کړی وو. دا تړون د افغانستان د فواید عامې وزارت، د ازبکستان د ترانسپورت وزارت او د پاکستان د اورګاډي وزارت ترمنځ په ارګ ماڼۍ کې لاسلیک شو. دا پروژه چې یو له لویو سیمه ییزو پروژو څخه ده او مرکزي آسیا د افغانستان له لارې له جنوبي آسیا سره نښلوي، همدارنګه د سیمه ییزو زیربناوو په پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په سوکالۍ کې د پام وړ رول لوبوي.[1]

د افغان ـ ټرانس ریل پټلۍ پروژه یو له هغو مهمو سیمه ییزو جیوپولیټیک نوښتونو څخه ده چې موخه یې د مرکزي آسیا هېوادونه له جنوبي آسیا سره نښلول دي او د افغانستان اسلامي امارت پرې کار پیل کړی دی. دا ريل پټلۍ به شاوخوا ۷۷۴ کیلومتره اوږده وي، چې د ازبکستان د ترمز ښار څخه پیل او د مزار شریف، کابل، میدان ښار، لوګر او پکتیا له لارې د خرلاچي بندر ته غځیږي او د پاکستان په پیښور کې پای ته رسیږي.[2] د دې پروژې د پلي کولو د لارو چارو مطالعاتو لپاره د تفاهم یادښت، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په کابل کې د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې لاسلیک شو او د رسمي همکارۍ د پیل یو ټکي په توګه وپیژندل شو. د راپورونو له مخې، د دې پلان د پلي کولو لګښت له ۴.۸ څخه تر ۷ ملیارده ډالرو ترمنځ اټکل شوی او تر 2027ز. کال تر پایه پورې به پلي شي.[3] د دې ریل پټلۍ کلنی ظرفیت تر 5 ميلیون ټنو پورې دی، چې د بار وړلو وخت یې له 35 ورځو څخه شاوخوا 5 ورځو ته راټیټوي او د ترانسپورت لګښتونه تر 40٪ کموي.[4] په دې پروژه کې د بار وړلو سټیشنونه، د ګمرک ټرمینلونه، لوژستیک مرکزونه او د ډیجیټل کارګو مدیریت سیسټمونو کارول شامل دي.

په دې مقاله کې، به د افغان ټرانس پروژې تاریخ ته کتنه وشي او د هغې جیوپولیټیک اهمیت، ننګونې او د پلي کولو لپاره فرصتونو په اړه به بحث وشي.

د افغان-ټرانس پروژې مخينه

د افغان- ټرانس ریل پټلۍ پروژه د سیمه يیزو ترانسپورتي شبکو د نښلولو لپاره د افغانستان په تاریخ کې یوه هڅه بلل کیږي. که څه هم په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو مفکوره په شلمه پیړۍ کې د امیر امان الله خان له دورې څخه پیل شوې، خو تر وروستیو کلونو پورې د سیمه ییزې اورګاډي د نښلولو لپاره کومه لویه عملي طرحه نه وه پلي شوې، خو د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې، ازبکستان لومړنی هېواد و چې افغانستان د مزار شریف له لارې له پاکستان سره د اورګاډي د پټلۍ په واسطه د نښلولو لومړنی وړاندیز وکړ.[5] دا وړاندیز په وروستیو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ او د پاکستان او ازبکستان په همکارۍ ډیر رسمي بڼه غوره کړه او بالاخره د پلي کولو د لارو چارو د همغږۍ هوکړه ليک په کابل کې د همدې دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې لاسلیک شو. که څه هم د دې پروژې په لومړیو پړاونو کې، د دې ریل پټلۍ لپاره دوه لارې چې د افغانستان له خاورې څخه تیریږي وړاندیز شوې وې، لومړۍ لاره د لوګر له لارې تورخم ته او دوهمه لاره د لوګر له لارې پکتیا ته وه چې په پاکستان کې پای ته رسیږي، خو د تخنیکي، چاپیریالي او امنیتي بیاکتنو وروسته، دویمه لاره غوره شوه ځکه چې دا لنډه (۱۲۶ کیلومتره لنډه) وه نرمه ځمکه، ډیر امنیت، او ټیټ لګښت ټاکل شوې دی.[6] دا پروژه د ازبکستان له ترمز څخه پیل او د افغانستان له لارې د پاکستان پېښور ته ورسیږي. په افغانستان کې د دې لارې اوږدوالی شاوخوا ۶۸۱ کیلومتره دی او د ۱۵۲۰ ملي متره معیار سره به ډیزاین شي ترڅو د ازبکستان د ریل شبکې سره مطابقت ولري.[7] په دې درې اړخیزه غونډه کې، د دې پروژې لپاره د پوره مطالعې او نړیوالې پانګونې د جذب لپاره یو کلن پلان هم تصویب شو.

د افغان-ټرانس پروژې جیوپولیټیک اهمیت

د جیوپولیټیک له نظره، د افغان -ټرانس پروژه د افغانستان او سیمې لپاره یو ستراتیژیک بدلون ګڼل کیږي. د آسیا په زړه کې د افغانستان ځانګړی جغرافیایي موقعیت په تاریخي ډول دا هېواد د مرکزي آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د پل په توګه ګرځولی دی. د افغان- ټرانس پروژه، چې موخه یې د ازبکستان د ریل پټلۍ له لارې افغانستان د پاکستان د ګوادر او کراچۍ بندرونو سره نښلول دي او دا به افغانستان د وچې پورې تړلي هېواد له حالته لرې کړي او د سیمې په اقتصادي لویه لاره به یې بدل کړي. دا اقتصادي دهلیز، پداسې حال کې چې د مرکزي آسیا د وچې پورې تړلو هېوادونو لپاره تودو اوبو ته لاسرسی اسانه کوي، د هېوادونو ترمنځ د پراخو سوداګرۍ او اقتصادي تعاملاتو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي او په سیمه کې د یوې مهمې حلقې په توګه د افغانستان موقعیت رامنځته کوي.

د دې پروژې جیوپولیټیک اهمیت د سیمه ییز ټرانزیټ نقشې په بیارغونه کې دی، چې د دې په بشپړیدو سره به افغانستان له انزوا څخه راووځي او د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ به نوې لارې رامنځته شي. دا به په یوې ځانګړې لارې تکیه کمه کړي او د لارو شبکې به متنوع کړي. په پایله کې، په اقتصادي او سیاسي خبرو اترو کې د افغانستان د معاملې ځواک به زیات شي او د ایران او روسیې په ګډون د محدودو لارو په اړه د مرکزي آسیا هېوادونو تکیه به هم کمه شي. دا جیوپولیټیک بدلونونه به افغانستان د انرژۍ او توکو د تبادلې لپاره د جاذبې مرکز کړي او په سیمه يیزو تعاملاتو کې به یې رول ډیر مهم شي. سربېره پردې، دا پروژه به افغانستان ته یو پلیټ فارم برابر کړي چې په نړیوال اکمالاتي زنځیر کې ستراتیژیک رول ولوبوي، کوم چې کولی شي د دوامداره اقتصادي بدلون لپاره لاره هواره کړي.

د امنیتي پلوه، د افغان- ټرانس پروژه د سیمه يیز ادغام د پیاوړتیا او د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د ملګرو هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي متقابل انحصار د پیاوړتیا وړتیا هم لري. دا اقتصادي تړاو، د لارې د خوندي کولو او د هېوادونو ترمنځ د استخباراتي او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره یو ګډه انګېزه هم رامنځته کوي، چې په پایله کې یې سیاسي کړکېچونه کمیږي، سوله ټینګیږي او په افغانستان او سیمه کې ثبات رامنځته کیږي. همدارنګه، د سیالو پروژو لکه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) او د ایران د چابهار بندر سره سیالي د پانګونې او افغانستان ته د سیمه يیزو قدرتونو د پاملرنې د راجلبولو لپاره یو نوی فرصت برابروي. که دغه پروژه په هوښیارۍ سره مدیریت شي، نو دا سیالي کولی شي په سیمه کې د ستراتیژیکې ترانزیتي لارې په توګه د افغانستان دریځ پیاوړی کړي او د نړیوالو اړیکو په ښه کولو کې یې مرسته وکړي.

په لویه کچه، د افغان ټرانس پروژه په سیمه کې یو له خورا مهمو جیوپولیټیک نوښتونو څخه ګڼل کیږي، چې د سیمه يیز نظم په بنسټیز ډول بدلولو وړتیا لري. د افغانستان له خاورې څخه د اورګاډي پټلۍ په تېرېدو سره، دا پروژه به د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د توکو د لیږد لپاره لنډې، ارزانه او خوندي لارې چمتو کړي او همدارنګه به د سیمه يیز ټرانزیټ شبکو کې د افغانستان رول پیاوړی کړي. د دې پروژې په عملي کېدو سره، ازبکستان به د پاکستان سویلي بندرونو او په پایله کې د هند سمندر ته مستقیم لاسرسی ومومي او د ایران او ترکمنستان د ټرانزیټ لارو باندې به یې تکیه کمه شي. په همدې اړه، دغه هېواد د روسیې، چین او خلیج هېوادونو سره د پانګونې او سیاسي ملاتړ د راجلبولو لپاره خبرې اترې کوي. له بلې خوا، د دې پلان په پلي کولو سره، پاکستان کولی شي خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړي او د سیالو هېوادونو، په ځانګړې توګه هند سره په سیالۍ کې خپل ستراتیژیک موقعیت پیاوړی کړي. په پای کې، د افغان ټرانس پروژه به د یو نوي یوریشیا نظم د جوړولو لپاره لاره هواره کړي؛ داسې یو نظم چې افغانستان پکې له یوې بحرانی او حایل سیمې څخه په یوه حیاتي اقتصادي څلور لارې بدل شي، همدارنګه دا به د ودې، بې وزلۍ کمولو، د کارموندنې زیاتوالي او د ثبات د ټینګښت لامل هم شي.

ننګونې

د پورته  ذکر شویو ګټو سربېره، دا پروژه له یو لړ ننګونو سره هم مخ ده، چې ځینې به یې موږ په ګوته کړو:

سیاسي ننګونې: د افغان-ټرانس پروژې په وړاندې یوه له جدي ننګونو څخه په دې پروژه کې د ګډون کوونکو هېوادونو، په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې سیاسي بې ثباتي ده. که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، تاوتریخوالی کم شوی او امنیت تامین شوی دی، خو د ټول شموله حکومت د نه جوړېدو ادعا، له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت محدود تعامل او د ډېرو هېوادونو حتی په دې پروژه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له خوا د اسلامی امارت په رسمیت نه پیژندلو ته په پام سره، نه یوازې د پروژې د پلي کول له خطر سره مخ کوي، بلکې د پروژې لپاره د نړیوالې همکارۍ او سیاسي ملاتړ ساحه هم محدودوي.

له بلې خوا، په پاکستان کې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه، داخلي بحرانونه او د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په څېر ولایتونو کې سیاسي بې ثباتي د دې پروژې په وړاندې امنیتي او سیاسي خنډونه ګڼل کیږي. له بلې خوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي سرحدي شخړې، د ایران، ترکمنستان، هند او چین ترمنځ جیوپولیټیکي سیالۍ او حتی په دې پروژه کې د اروپایي هېوادونو سره د چین د پانګونې سیالي؛ دا ټول کولی شي د پروژې په لاره کې څو اړخیزه همکاري هم ستونزمنه کړي او د پلي کولو مرحله یې وځنډوي.

اقتصادي او مالي ننګونې: له بلې خوا، د افغان -ټرانس پروژې تمویل شاید د هغې یو له خورا ستونزمنو مرحلو څخه وي. د پروژې اټکل شوی لګښت د ۴.۸ ميليارده ډالرو څخه تر ۷ ميلیارده ډالرو ترمنځ اټکل شوی او په افغانستان کې د بانکي بندیزونو، اقتصادي ستونزو، فقر او د خوړو بحران ته په پام سره د هغې تمویلول ستونزمن ښکاري. افغانستان د نړیوالو بانکي سیسټمونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو محدودیتونو، اقتصادي بندیزونو او د پانګوالو د حقونو لپاره د تضمین نشتوالي سره مخ دی، چې د نړیوالو پانګوالو باور یې کم کړی دی. په پاکستان کې هم د بهرنیو پورونو بحران، لوړ انفلاسیون او د ملي اسعارو د ارزښت کموالی د پانګونې لپاره د کورنیو سرچینو تمویلول ستونزمن کړي دي. که څه هم ازبکستان ډیر باثباته ښکاری، خو د پروژې د تمویل لپاره د دریم هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او چین په ملاتړ پورې اړه لري او د ګډو دریو هېوادونو ترمنځ د ګډ مالي میکانیزم نشتوالی به د پروژې د سرچینو مدیریت کول ډیر ستونزمن کړي. همدارنګه، د لاجوردو دهلیز، چابهار، او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر بدیلو لارو سره سیالي ممکن د افغان-ټرانس څخه احتمالي مالي سرچینې وګرځوي.

تخنیکي او زیربنايي ننګونې: افغانستان د فني او زیربنايي پلوه له ستونزو سره مخ دی. د ترانسپورتي زیربناوو نشتوالی، خطرناکې غرنۍ لارې او د پرمختللو تجهیزاتو نشتوالی د پروژې پلي کول وخت نیسي او ګرانوي. د ریل پټلۍ انجینرۍ، د پروژې مدیریت، او د زیربناوو ساتنې په برخو کې د ماهرو کارګرانو کمښت هم د پروژې کیفیت او پایښت ګواښي. د ریل پټلۍ د ګیجونو، سیګنال سیسټمونو او تخنیکي معیارونو په برخه د درېو واړو هېوادونو ترمنځ قوي همغږۍ ته اړتيا لري. پاکستان له خپلې تجربې سربېره، په سرحدي ایالتونو کې د دولت د همغږۍ او د موجوده زیربناوو د قوي ساتنې له ستونزو سره مخ دی. ازبکستان به د حیرتان پولې څخه تر پیښور پورې د لارې د پراخولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو سره پیچلي انجینري ډیزاینونو او تخنیکي معیاري کولو ته هم اړتیا ولري.

جیوپولیټیکي ننګونې: د افغان-ټرانس پروژه د خپلو اقتصادي ابعادو سربیره، یو دروند جیوپولیټیک بار هم لري. ازبکستان دې پروژې ته په روسیه باندې د خپل ټرانزیټ انحصار کمولو او د مرکزي آسیا او سویلي آسیا د نښلولو د لویې لارې په توګه د خپل رول د پیاوړي کولو لپاره د یوې بلې لارې په توګه ګوري، پداسې حال کې چې پاکستان دې پروژې ته په سیمه يیز اقتصاد کې د خپل رول د پیاوړتیا او د مرکزي آسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د یوې مهمې لارې په توګه ګوري، خو ایران او ترکمنستان به هڅه وکړي چې د بدیلو لارو په جوړولو سره د افغانستان رول کم کړي. له همدې امله، د څو اړخیزو تړونونو نشتوالی او د سیمې د هېوادونو محافظه کاره پالیسۍ د همکارۍ چاپیریال پیچلی کوي او د پروژې لاره د منفي سیالۍ او ځنډونو خطر سره مخ کوي.

فرصتونه

امنیتي فرصتونه: پخوا په ځانګړې توګه د جمهوري دورې په وخت کې، ناامني د افغان- ټرانس پروژې د پلي کولو په وړاندې یو له لویو ننګونو څخه وه. ځکه چې امنیتي ګواښونه د دې پروژې د فعالیت لپاره، پانګونې او سیمه ییزې همکارۍ مخه نیوله، خو اوس چې افغانستان د امنیت له پلوه د یو منل شوي امنیتي کچې ته رسیدلی او د هېواد په ډیري سیمو کې امنيت او ثبات ډاډمن شوی دی. دا شرایط کولی شي د سیمه ییز اتصال او د افغانستان د جغرافیایي موقعیت څخه د غوره ګټې اخیستنې لپاره لاره هواره کړي.

سیاسي فرصتونه: د افغان- ټرانس پروژه دا وړتیا لري چې افغانستان له یو ګوښه او په وچه کې راګیر هېواد څخه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ په یوه ټرانزیټي لویه لاره بدل کړي. د اسلامي امارت حکومت دې پروژې ته د خپل حاکمیت د پیاوړتیا، د سیمې له هېوادونو سره د رغنده تعامل او له انزوا څخه د راوتلو لپاره د یو فرصت په توګه ګوري. د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه همکاري کولی شي باور رامنځته کړي، سیاسي کړکیچونه کم کړي او سیمه يیزې ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کړي. دا پروژه د سیمې د نوي اقتصادي او سیاسي جوړښت یوه برخه ده، کوم چې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا سره د نښلولو سره به د لویدیځ څخه خپلواک نوي اقتصادي نظم رامنځته کولو ته لاره هواره کړي.

اقتصادي فرصتونه: د اورګاډي له لارې افغانستان د ازبکستان سره د نښلولو وروسته، د افغان ټرانس پروژه به د توکو د لیږد لګښت او وخت له 35 ورځو څخه 3 څخه تر 5 ورځو پورې راټیټ کړي او د ځینو اټکلونو له مخې، لګښتونه به نږدې درې چنده کم شي.[8] افغانستان کولی شي د دې پروژې څخه د پام وړ ټرانزیټي عوایدو څخه ګټه پورته کړي او وړاندوینه کیږي چې د کلني ټرانزیټ حجم به تر 2030 پورې له 22 ميلیون ټنو څخه ډیر شي. دا پروژه به په ساختماني، ترانسپورت، د پروژې مدیریت او تخنیکي خدماتو سکتورونو کې په زرګونو مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې به د ترانسپورت زیربنا، د اورګاډي سټیشنونو او د بار وړلو او خالي کولو مرکزونو پراختیا ومومي. سربېره پردې، دا پروژه به د افغانستان د کانونو، کرنیزو او صنعتي محصولاتو صادرات اسانه کړي او پر بهرنیو مرستو به د هيواد اتکا کمه کړي.

د زیربناوو فرصتونه: د افغان- ټرانس پروژې پلي کول کولی شي د تخنیکي پوهې لیږد او د افغانستان د تخنیکي ظرفیت لوړولو لپاره لاره هواره کړي. د پروژو ډیزاین، ساختماني او مدیریت په برخه کې د تجربه لرونکو هېوادونو لکه ازبکستان، روسیې او متحده عربي اماراتو سره همکاري کولی شي په افغانستان کې د تخنیکي پوهې لیږد او د ماهر کاري ځواک روزنې لامل شي. د ۱۵۲۰ ملي متری سیسټم کارول او د سیمه يیزو ریل شبکې سره د لارو معیاري کول به د نړیوالو لارو سره اړیکه اسانه کړي او د یوریشیا ریل شبکې د یوې برخې په توګه به د افغانستان دریځ پیاوړی کړي.

د سیمه ییز ادغام لپاره فرصتونه: د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د افغان- ټرانس پروژې د پلي کولو د لارو چارو د تنظيم دغه درې اړخیز هوکړه ليک لاسلیک به بې له شکه د دوامداره سیمه ییزې همکارۍ او اقتصادي ادغام لپاره بنسټ کیږدي. له بلې خوا، ویل کیږي چې ځینې نور هېوادونه لکه قطر، متحده عربي امارات، چین او روسیه په دې پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري.[9] په دې صورت کې، دا پروسه به د زیربناوو پراختیا، اقتصادي ودې او د دریو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا لامل شي. د دې پروژې پراختیا به په سیمه کې د بې وزلۍ کمولو، سوداګرۍ ودې، د خلکو د ژوند د معیارونو ښه والي او دوامداره پرمختګ ته لاره هواره کړي او افغانستان به په سیمه يیز اقتصادي نظم کې یو فعال لوبغاړی کړي.

پایله

د افغان – ټرانس ریل پټلۍ پروژه نه یوازې د اورګاډي ترانسپورت پروژه ده، بلکې یو څو اړخیز جیوپولیټیک نوښت هم دی چې کولی شي د سیمې اقتصادي، سیاسي او امنیتي جوړښت بدل کړي. دا پروژه چې د افغانستان له خاورې څخه شاوخوا ۶۸۱ کیلومتره تیریږي، د مرکزي آسیا هېوادونه پاکستان کې د ګرمو اوبو بندرونو سره نښلوي او د ۵ ميلیون ټنو پورې د توکو کلنی لیږد ظرفیت چمتو کوي، پداسې حال کې چې د بار وړلو لیږد وخت له ۳۵ ورځو څخه ۵ ورځو ته او د ترانسپورت لګښتونه ۴۰٪ کموي. ازبکستان، پاکستان او افغانستان په کابل کې د دې پروژې د پلي کولو د لارو چارو تنظيم هوکړه ليک په لاسلیک کولو سره د سیمه ییزې همکارۍ په لور لومړی ګام پورته کړی او د سیمې هاخوا هېوادونو لکه روسیه، چین، قطر او متحده عربي اماراتو هم د مالي او تخنیکي ګډون لپاره خپله لیوالتیا ښودلې ده.

له جیوپولیټیک پلوه، دا پروژه به افغانستان له یو ګوښه او وچې پورې تړلي هېواد څخه د مرکزي آسیا، سویلي آسیا، منځني ختیځ او حتی چین ترمنځ په ستراتیژیک ارتباطي پل بدل کړي. د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)، چابهار بندر او شمال-جنوب دهلیز په څېر د ترانزیتي لارو ترمنځ سیالي په سیمه ییزو معادلو کې د افغانستان مخ په زیاتیدونکي اهمیت په ګوته کوي. په هرصورت، ننګونې لکه د مناسب زیربنا نشتوالی، د ریل پټلۍ په معیارونو کې توپیر، جیوپولیټیک سیالي او په اداري مدیریت او روڼتیا کې کمزورتیاوې کولی شي د دې پروژې بشپړ تطبیق ته ننګونې رامنځته کړي.

وړاندیزونه

‌ ۱. د افغانستان، ازبکستان او پاکستان په ګډون د یوې ګډې درې اړخیزې مدیریتي ادارې جوړول ترڅو د افغان- ټرانس پروژې تخنیکي، مالي او پلي کولو پړاوونه وڅاري، چې د نړیوالو ادارو لکه آسیایي پراختیایي بانک او نړیوال بانک په ملاتړ سره ترسره شي.

۲. د اختلافاتو د مخنیوي لپاره د درې خواوو ترمنځ د همغږي قانوني چوکاټونو رامنځته کول اړین دي.

۳. د دوامداره هڅو، قانوني او مالیاتي تضمینونو په ورکولو سره د بهرنۍ پانګونې جذبول او همدارنګه د قرارداد پروسې روښانه کول ترڅو د پانګوالو باور زیات شي.

۴. د استخباراتي همکارۍ، د ګډو امنیتي واحدونو د جوړولو او د زیربناوو په ساتنه کې د محلی ټولنو د ګډون له طریقه د لارې امنیت ډاډمن کول.

۵. د متخصص پرسونل د روزنې، تخنیکي مرکزونو د جوړولو، او د دوامداره پروژې د عملیاتو لپاره د مدیریت مهارتونو د ښه کولو له لارې د داخلي بشري او تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا.

‌سرچیني

[1] . رادیو تلویزیون ملی: تفاهمنامه مطالعات امکان سنجی پروزه “افغان ترانس” امضا شد، 18 جولای 2025م، لینک:

[2] . News Central Asia: Uzbekistan, Afghanistan, Pakistan: Launch of the Trans-Afghan Railway Project – Expanding Logistics Opportunities for Central Asia, 19/7/2025, link:

[3] . Ariana News: مصارف ساخت خط آهن ” افغان-ترانس ” 7 میلیارد دالر برآورد شد، 26 عقرب 1402ش، لینک:

[4] . Ariana News: ازبکستان: پروژه خط آهن ” افغان ترانس” تا پایان سال 2027 تکمیل می‎شود، 15 ثور 1403ش، لینک:

[5] . موسسه مطالعات راهبردی شرق: خط آهن ترانس- افغان: آیا به مسیر خود باز می‎گردد؟ 17 سنبله 1401ش، لینک:

[6] . اطلاعات صنعتی افغانستان: دفتر پروژه‎ای ‎راه آهن ترانس-افغان در کابل و اسلام آباد افتتاح می‎شود، 26 ثور 1402ش، لینک:

[7] . ایراف: راه آهن ترانس-افغان؛ چشم انداز مبهم یک پروژه بلند پروازانه، 7 ثور 1404ش، لینک:

[8] . خبرگزاری افق: ساخت خط آهن ترانس-افغان 5 سال زمان می‎برد، 29 میزان 1403ش، لینک:

[9] . ترجمان افغانستان: ازبکستان و واقعیت‎های ‎جدید مسیر تجاری ترانس-افغان، لینک:

د افغان-ټرانس پروژې جیوپولیټیک اهمیت؛ فرصتونه او ننګونې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top