لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- پر وېنزوېلا د امریکا متحده ایالاتو پوځي برید ته یوه کتنه
- د امریکا متحده ایالاتو او وینزوېلا د تریینګلو اړیکو شالید
- د نړیوالو حقوقو نقض
- د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غبرګونونه
- پر نړیوال نظم یې د اغېزو ارزونه
- پایله
- وړاندیزونه
- ماخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
مقدمه
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې له پیل وروسته، د دغه هېواد بهرنۍ تګلاره د پوځي ځواک پر کارونې ولاړه فعاله او تهاجمي بڼه خپله کړې ده. د راپورونو له مخې، په همدې دوره کې د یمن، سومالیا، عراق، ایران، نایجریا او وینزوېلا په ګډون پر څو هېوادونو مستقیم پوځي بریدونه او ځانګړي عملیات ترسره شوي دي. دا اقدامات نه یوازې د سیمې د امنیتي معادلو پر بدلون اغېز لري، بلکې د نړیوالو حقوقو له نظره هم جدي پوښتنې راولاړوي. په همدې لړ کې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر ۳مه نېټه د بشپړ هوډ (Operation Absolute Resolve) تر نامه لاندې پر وینزوېلا پوځي عملیات ترسره شول. د یادو عملیاتو په ترڅ کې د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس نیول شوي او متحده ایالاتو ته لېږدول شوي دي. امریکايي لوري پر مادورو تور پورې کړی چې نوموړی د مخدره توکو په نړیوال قاچاق، د کوکایین په صادراتو، د غیرقانوني وسلو په ذخیره کولو او د زیان رسوونکو موادو په ساتنه کې لاس لري. نوموړی د جنورۍ په ۵مه نېټه د امریکا یوې محکمې ته وړاندې شوی دی. دا پوځي اقدام، چې د یوه خپلواک دولت د ولسمشر نیول او بل هېواد ته لېږد په کې شامل دي، د دولتونو د حاکمیت، د زور د کارولو د منع اصل، د عدم مداخلې اصل، او د نړیوالو جنايي واکونو په اړه جدي حقوقي پوښتنې راپورته کوي. له همدې امله دا مقاله هڅه کوي چې د نړیوالو حقوقو له نظره پر وینزوېلا د امریکا د پوځي اقدام حقوقي مشروعیت وڅېړي، د نړیوالې ټولنې غبرګونونه وارزوي، او د نړیوالې سولې او امنیت پر راتلونکې یې احتمالي اغېزې تحلیل کړي.
د امریکا متحده ایالاتو او وینزوېلا د تریینګلو اړیکو شالید
په وینزوېلا کې د سیاسي بدلونونو او د امریکا متحده ایالاتو سره د اړیکو د خرابېدو ریښه د هوګو چاویز د واکمنۍ دورې ته ورګرځي. چاویز چې د بولیوارین انقلاب د نظریې پر بنسټ یې سوسیالیستي سیاستونه تعقیبول؛ له چین، روسیې او ایران سره یې نږدې سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې جوړې کړې او په څرګند ډول یې د امریکا د نفوذ پر وړاندې دریځ خپل کړی و. دغه سیاستونو وینزوېلا د امریکا د بهرنۍ تګلارې له لیدلوري د یو مخالف او ننګونکي دولت په توګه معرفي کړه.
د ۲۰۱۳ز. کال په ترڅ کې، د هوګو چاویز تر مړینې وروسته، نیکولاس مادورو د هغه د وصیت پر بنسټ واک ته ورسېد. [1] مادورو د خپل مخکیني مشر بهرنۍ او کورنۍ تګلارې ته ادامه ورکړه، چې پکې د امریکا ضد دریځ، د ستراتیژیکو شریکانو ساتل، او د دولتي کنټرول پر بنسټ اقتصادي نظام شامل و. د همدې سیاستونو په غبرګون کې، امریکا متحده ایالاتو پر وینزوېلا پراخ اقتصادي او مالي تحریمونه ولګول، چې پکې د امریکايي بانکونو له لارې د وینزوېلا د شتمنیو کنګلول او د دې هېواد د تیلو پر صادراتو محدودیتونه شامل وو.
یادو تحریمونو د وینزوېلا اقتصاد سخت اغېزمن کړ؛ د ملي عوایدو اساسي سرچینه، یعنې د تیلو سکتور، له جدي بحران سره مخ شو، د ژوند لومړني توکي کمښت ته ولاړل، او د اقتصادي ناورین له امله شاوخوا اووه میلیونه وینزوېلایان له هېواده کډوال شول. [2] دا وضعیت د نړیوالو بشري بنسټونو له نظره د معاصرې زمانې له سترو مهاجرتي بحرانونو څخه ګڼل کېږي.په ۲۰۲۵ز. کال کې امریکا متحده ایالاتو د وینزوېلا د تیلو پر ځینو کښتیو څارنه پیل کړه او ادعا یې وکړه چې دا کښتۍ د مخدره توکو په قاچاق کې ښکېلې دي. د ګڼو شنونکو په باور دا اقدامات یوازې امنیتي بڼه نه لري، بلکې د انرژۍ ستراتیژیکو موخو سره هم تړاو لري. وینزوېلا د نړۍ د تیلو له سترو زېرمو څخه برخمن هېواد دی، چې د تثبیت شوو زېرمو اندازه یې شاوخوا ۳۰۳ میلیارده بوشکې اټکل شوې ده؛ دا کچه د سعودي عربستان له تثبیت شوو زېرمو څخه هم زیاته بلل کېږي. د همدې ستراتیژیک اهمیت له امله د امریکا متحده ایالاتو له لوري د «بشپړ هوډ» عملیات له څو میاشتو پلان جوړونې، استخباراتي چمتووالي او پوځي تمرینونو وروسته عملي شول. ویل کېږي چې د یادو تمرینونو په ترڅ کې د مادورو د استوګنځي مشابه جوړښتونه هم د تمرین لپاره کارول شوي دي. د دې عملیاتو په اړه دا هم ویل کېږي چې د امریکا کانګرس ته بشپړ معلومات نه وو ورکړل شوي، چې دا موضوع د امریکا د اساسي قانون له نظره د اجرايي او تقنیني واکونو ترمنځ د صلاحیتونو پر سر بحثونه راولاړوي.
د موجودو راپورونو له مخې، عملیات د شپې له خوا پیل شول او شاوخوا دوه ساعته او شل دقیقې یې دوام وکړ، چې پکې د هوايي، سمندري او ځمکنیو ځواکونو همغږی ګډون شامل و. [3] د دې عملیاتو د لوړې کچې همغږي او د پرمختللو پوځي وسایلو کارونه، د امریکا متحده ایالاتو د پوځي برلاسۍ څرګندونه کوي، خو په عین حال کې د نړیوالو حقوقو له نظره د مشروعیت جدي پوښتنې هم راپورته کوي.
د نړیوالو حقوقو نقض
د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د دې سازمان د منشور احکامو ته ژمن دي او مکلف دي چې په خپلو بهرنیو او کورنیو کړنو کې د منشور له اصولو سره سم عمل وکړي. د ملګرو ملتونو منشور، د معاصر نړیوال حقوقي نظام بنسټیز سند ګڼل کېږي چې د زور د کارولو منع، د دولتونو حاکمیت، او د نړیوالې سولې او امنیت ساتنه یې اساسي موخې دي. سره له دې، په عملي ډګر کې لیدل کېږي چې ځینې ځواکمن دولتونه، د خپلو ستراتیژیکو او سیاسي ګټو د تأمین په موخه، د نړیوالو حقوقو له بنسټیزو اصولو سرغړونه کوي. د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر وینزوېلا ترسره شوی پوځي اقدام هم د همدې حقوقي سرغړونو له جملې څخه شمېرل کېږي.پر وینزوېلا د امریکا برید د نړیوالو حقوقو له څو مهمو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
الف) د ملګرو ملتونو د منشور د ۲ مادې د ۴ فقرې نقض: د ملګرو ملتونو د منشور د ۲ مادې څلورمه فقره په صراحت سره دولتونه منع کوي چې د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د زور له ګواښ یا کارونې څخه استفاده وکړي. [4] پر وینزوېلا د متحده ایالاتو پوځي برید، چې د دغه هېواد له رضایت او رسمي بلنې پرته ترسره شوی، د زور د غیرقانوني کارونې څرګنده بېلګه ګڼل کېږي.که څه هم د منشور له مخې د زور کارونې ته محدود استثنات شته، خو دا استثنات یوازې په دوو مواردو کې (د منشور د ۵۱ مادې له مخې د مشروع دفاع په حالت کې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجازه، چې د منشور د اووم څپرکي پر بنسټ ترسره کېږي) د منلو وړ دي. [5]
تر اوسه هېڅ داسې معتبر شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي وینزوېلا د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې وسله وال برید کړی وي او یا یې د داسې برید نیت لرلی وي، ترڅو د مشروع دفاع اصل پلي کېدو ته لاره هواره شي. سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تر دې دمه داسې پرېکړه یا اعلامیه نه ده صادره کړې چې پر وینزوېلا د زور کارونې ته قانوني مشروعیت ورکړي. له همدې امله، دا پوځي اقدام له نړیوال حقوقي پلوه د توجیه وړ نه دی او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض ګڼل کېږي.
ب) د دولتونو د حاکمیت او د نه مداخلې د اصل نقض: د دولتونو حاکمیت او په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل د عرفي بینالمللي حقوقو له بنسټیزو قواعدو څخه شمېرل کېږي. د دې اصولو پر بنسټ، هر دولت دا حق لري چې په خپل قلمرو کې د سیاسي، حقوقي او اداري واک لوړ اقتدار په انحصاري توګه اعمال کړي .پر دې اساس د یوه دولت خاورې ته د بهرنیو ځواکونو داخلېدل او د هغه هېواد د تر ټولو لوړپوړي دولتي چارواکي نیول، د حاکمیت له اصل سره جدي ټکر لري. همدارنګه د دولتونو د سیاسي نظام مشرتابه او د لوړپوړو چارواکو د ټاکنې مسئله د هر هېواد داخلي موضوع بلل کېږي. له همدې امله د وینزوېلا د ولسمشر د مشروعیت په اړه د بهرنیو دولتونو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، سیاسي او حقوقي مداخلې د عدم مداخلې د اصل ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
ج) د تجاوز جرم (Crime of Aggression): د نړیوالې جنايي محکمې د اساسنامې له مخې، د بل دولت پر حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ وسله وال برید پلان کول، ترسره کول یا رهبري کول د تجاوز جرم بلل کېږي. [6] که پر وینزوېلا د امریکا متحده ایالاتو پوځي برید د دې تعریف په رڼا کې و ارزول شي، نو دغه اقدام د تجاوز د جرم له حقوقي عناصرو سره سمون لري.
که څه هم د نړیوالې جنايي محکمې د صلاحیت پلي کېدل ځانګړي حقوقي شرایط لري، خو له نظري پلوه دا ډول کړنه د نړیوالو حقوقو له نظره د بینالمللي مسوولیت سبب ګرځي. د دولتونو د بینالمللي مسوولیت د اصولو له مخې، متخلف دولت مکلف دی چې:غیرقانوني عمل سمدستي بند کړي، د نه تکرار تضمین وړاندې کړياو د وارد شوو زیانونو جبران وکړي. د زیان جبران کېدای شي د پخواني وضعیت اعاده (Restitution) له لارې ترسره شي، لکه د وینزوېلا د ولسمشر خوشې کول او خپل هېواد ته ستنول او یا د مادي زیان لپاره تاوان ورکول او د معنوي زیان په بدل کې رسمي بښنه غوښتل. سربېره پر دې د وینزوېلا حکومت کولای شي د دولتي چارواکو د غیرقانوني نیونې په اړه د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) ته دعوه وړاندې کړي. د ۱۹۷۳ز.کال اړوند نړیوال کنوانسیونونه او د عرفي نړیوالو حقوقو اصول لوړپوړو دولتي چارواکو ته بینالمللي مصونیت ورکوي. څرنګه چې د وینزوېلا ولسمشر د دولت لوړپوړی استازی ګڼل کېږي، نو د هغه نیونه او محاکمه د مصونیت له اصل سره په ښکاره ټکر کې ده.
د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غبرګونونه
پر وینزوېلا د متحده ایالاتو له پوځي برید او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته، ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو بېلابېل غبرګونونه وښودل. دغه غبرګونونه د نړیوال سیاست د موجودو ائتلافونو، ستراتیژیکو اړیکو او متضادو ګټو څرګند انځور وړاندې کوي. د اروپايي اتحادیې دریځ محتاطانه و؛ یادې اتحادیې د زغم او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په وینزوېلا کې باید د قدرت لېږد د سوله ییزو او سیاسي لارو له لارې ترسره شي. [7] سره له دې چې اروپايي اتحادیې د مادورو د مشروعیت په اړه شک څرګند کړ، چې دا موضوع د نړیوالو حقوقو له اصل د عدم مداخلې سره د هغې د دریځ دوه ګونی والی ښيي.
په مقابل کې روسیې دا اقدام یو ښکاره وسله وال برید وباله او ټینګار یې وکړ چې د زور کارونې د توجیه لپاره هر ډول حقوقي یا سیاسي بهانه د منلو وړ نه ده. چین هم پر وینزوېلا د امریکا برید وغنده او د مادورو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. دا دریځ د دولتونو د حاکمیت او عدم مداخلې له اصولو سره سمون لري. ایران هم دا پوځي اقدام د نړیوالو حقوقو د ټولو بنسټیزو اصولو نقض وباله او دا یې د وینزوېلا پر ملي حاکمیت مستقیم برید وبلله. په لاتینې امریکا کې د دې برید پر وړاندې غبرګونونه یو شان نه وو؛ د سیمې ځینو هېوادونو، لکه ارجنټاین، د مادورو له نیول کېدو هرکلی وکړ او دا یې د سیاسي بدلون لپاره فرصت وباله، حال دا چې نورو هېوادونو دا اقدام د سیمې د بې ثباتۍ لامل وباله. دغه توپیرونه د لاتینې امریکا د هېوادونو ترمنځ ژور سیاسي او ایډیالوژیک اختلافات منعکس کوي.
نړیوالو سازمانونو هم پر دې برید غبرګون ښودلی، د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا اقدام وغنده او د نړیوالو حقوقو د درناوي غوښتنه یې وکړه. همدارنګه د عفوې نړیوال سازمان (Amnesty International) په خپله اعلامیه کې ټینګار وکړ چې دا برید تر ډېره بریده د نړیوالو حقوقو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د منشور، نقض ګڼل کېږي. یاد سازمان دا هم څرګنده کړه چې د وینزوېلا د طبیعي سرچینو، په ځانګړې توګه د تیلو، د کنټرول او ادارې هر ډول هڅه د نړیوالو اصولو او د ملتونو د دایمي حاکمیت پر طبیعي سرچینو له اصل سره په ټکر کې ده. [8]
په همدې لړ کې د نړیوالو سازمانونو له لوري د برید غندنه د نړیوالې پاملرنې د راجلبولو له پلوه ارزښت لري، خو دا سازمانونه د اجرايي صلاحیت له کمښت سره مخ دي. په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د جوړښت له امله د لویو قدرتونو پر وړاندې محدود اغېز لري، ځکه چې د شورا دایمي غړي، د متحده ایالاتو په ګډون د وېټو حق لري او کولای شي د ځان پر وړاندې هر ډول الزامیز اقدام خنډ کړي.
سربېره پر نړیوالو غبرګونونو د امریکا متحده ایالاتو په کور دننه هم د دې پوځي اقدام پر وړاندې انتقادونه وشول. د نیویارک ښاروال زهران ممداني دا عملیات د نړیوالو حقوقو خلاف او د وینزوېلا د ملي حاکمیت نقض وباله. همدارنګه، د ورمونت ایالت سناتور برني سنډرز په یوه څرګند دریځ کې وویل (ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا اساسي قانون او د قانون حاکمیت ته خپله بې اعتنايي وښوده. د امریکا ولسمشر نشي کولای چې په یوازې سر هېواد جګړې ته داخل کړي، که څه هم موضوع د مادورو په اړه وي. متحده ایالات حق نه لري چې وینزوېلا اداره کړي. کانګرس باید د جنګي واکونو په اړه پرېکړه وکړي ترڅو دغه ډول غیرقانوني عملیاتو ته د پای ټکی کېږدي). [9]
دا کورني مخالفتونه څرګندوي چې حتا د امریکا په دننه کې هم د دې پوځي اقدام حقوقي او اساسي قانوني مشروعیت تر پوښتنې لاندې دی. د بیان د ازادۍ اصل په متحده ایالاتو کې دا امکان برابروي چې دولتي چارواکي او عادي وګړي وکولای شي د بهرني سیاست پر مهمو پرېکړو خپل نظرونه په ازاده توګه څرګند کړي، چې دا خپله د ډیموکراتیک نظام یوه مهمه ځانګړنه بلل کېږي.
پر نړیوال نظم یې د اغېزو ارزونه
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، نړیواله ټولنه نږدې اته لسیزې پرته له دې چې درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي، نسبي ثبات تجربه کړی دی. دا ثبات تر ډېره بریده د نړیوالو حقوقو پر بنسټ ولاړ نړیوال نظم، د ملګرو ملتونو د منشور، او د زور د کارونې د محدودولو له اصولو سره تړاو لري. په تاریخي لحاظ، د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې ترمنځ د سولې موده لنډه وه، حال دا چې له ۱۹۴۵ز. کال وروسته د نړیوالو بنسټونو جوړښت د لویو قدرتونو ترمنځ د مستقیمې جګړې مخه نیولې ده.
پر وینزوېلا د متحده ایالاتو پوځي اقدام د همدې معاهدو پر بنسټ ولاړ نړیوال نظم لپاره جدي ننګونه بلل کېږي. دا اقدام لویو قدرتونو ته دا پیغام ورکوي چې کولای شي د زور له لارې مخالف حکومتونه بدل کړي، د هغو هېوادونو مشران ونیسي، او خپل سیاسي اهداف د نظامي برلاسۍ پر بنسټ تعقیب کړي. که دا ډول چلند د نړیوالې ټولنې له لوري بې ځوابه او پرته له جدي غبرګونونو پاتې شي، نو دا به د نړیوال نظم په راتلونکي منفي اغېزې وکړي .د دولتونو ترمنځ سیالي به د حقوقي اصولو پر ځای د زور، پوځي وړتیاوو، او ستراتیژیکو ائتلافونو پر بنسټ ولاړه شي. په دې حالت کې د قانون حاکمیت به ورو ورو خپل اغېز له لاسه ورکړي او نړیوال نظام به له قاعدهمحوره (Rule-based order) جوړښت څخه د زورمحوره (Power-based order) جوړښت پر لور حرکت وکړي. دا بدلون په ځانګړې توګه د کوچنیو او کمزورو دولتونو لپاره خطرناک دی، ځکه هغوی به د لویو قدرتونو د فشار او مداخلې پر وړاندې له کافي دفاعي وسیلو بېبرخې وي.
سربېره پر دې که نړیوال بنسټونه، خپلواک دولتونه او نړیوال عامه افکار د دې ډول اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو په نړۍ کې د ورته پوځي عملیاتو د تکرار احتمال به زیات شي. دا چوپتیا نه یوازې د نړیوالو حقوقو مشروعیت کمزوری کوي، بلکې دا تصور پیاوړی کوي چې نړیوال قواعد یوازې پر کمزورو تطبیقېږي نه پر ځواکمنو.له همدې امله هغه څه چې په وینزوېلا کې پېښ شول، یوازې د یوه هېواد داخلي یا سیمهییزه مسله نه ده، بلکې په یویشتمه پېړۍ کې د نړیوال نظم د دوام، اعتبار او باور لپاره یوه مهمه ازموینه ګڼل کېږي. د دې ازموینې پایله به دا روښانه کړي چې ایا نړیوال نظام لا هم د قواعدو، حقوقو او ګډو مسوولیتونو پر بنسټ ولاړ دی، او که په تدریجي ډول د زور، تهدید او سیالۍ پر محور ولاړ سیستم ته ورګرځي.
پایله
پر وینزوېلا د متحده ایالاتو پوځي برید او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې غیرقانوني نیونه، د نړیوالو حقوقو له نظره، د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو احکامو سره په ښکاره ټکر کې دي. دا اقدام د دولتونو د حاکمیت اصل، د زور د نه کارونې اصل، د نه مداخلې اصل، او همدارنګه د بشري او بشردوستانه نړیوالو حقوقو له اساسي قواعدو سرغړونه ګڼل کېږي. د موجودو حقوقي چوکاټونو له مخې، داسې هېڅ معتبر استثنا نه تر سترګو کېږي چې وکولای شي دا پوځي اقدام مشروع یا توجیه کړي.
د دولتونو د بینالمللي مسوولیت د اصولو پر بنسټ، د یاد برید له امله د رامنځته شویو مادي او معنوي زیانونو د جبران مسوولیت د متحده ایالاتو پر غاړه دی. دا مسوولیت د غیرقانوني عمل د سمدستي بندېدو، د نه تکرار د تضمین، او د زیان د جبران له لارې تحقق مومي.که چېرې دا ډول اقدامات بې ځوابه پاتې شي او یا په راتلونکي کې تکرار شي، نو د نړیوالو حقوقو پر بنسټ ولاړ نړیوال نظم به له جدي زیان سره مخ شي او نړۍ به په تدریجي ډول د انارشۍ او بېثباتۍ پر لور ولاړه شي. په داسې حالت کې دولتونه به د قانون د حاکمیت پر ځای د پوځي وړتیاوو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي، چې دا به د نړیوالو اړیکو سیالي نوره هم نظامي کړي او د نړیوالو حقوقو مشروعیت به کمزوری کړي.
د ګڼو سیاسي او حقوقي شنونکو په باور، د متحده ایالاتو دا اقدام یوازې امنیتي بڼه نه لري، بلکې د انرژۍ ستراتیژیکو موخو او ایډیالوژیکو محاسبو سره هم تړاو لري. د وینزوېلا د پراخو تیلو زېرمو کنټرول او په دغه هېواد کې د سوسیالیستي نظام کمزوري کول، د امریکا د بهرنۍ تګلارې د احتمالي اهدافو له جملې څخه ګڼل کېږي.
وړاندیزونه
۱ – د ملګرو ملتونو سازمان، په ځانګړي ډول د امنیت شورا، باید د زور له لارې د رژیم بدلون، د هېوادونو پر سیاسي مشرانو د بریدونو او د یرغمل کولو د پېښو په اړه روښانه او عملي دریځ خپل کړي او د نړیوالو حقوقو د نقض کوونکو پر وړاندې د حساب ورکونې مؤثر میکانیزمونه فعال کړي.
۲ – نړیواله ټولنه باید د نړیوالو شخړو د حل لپاره پر سیاسي، حقوقي او ډیپلوماټیکو لارو ټینګار زیات کړي او د پوځي مداخلې پر ځای د خبرو اترو، منځګړیتوب او سوله ییزو حللارو ملاتړ وکړي، ځکه چې پوځي اقدامات د نړیوال نظم د کمزورۍ او نړیوالې بېثباتۍ لامل ګرځي.
۳ ـ خپلواک هېوادونه باید د خپلو ملي ګټو، طبیعي سرچینو او سیاسي خپلواکۍ د ساتنې لپاره د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو پیاوړتیا ته مخه کړي، څو د سترو قدرتونو له یو اړخیزو فشارونو او غیرقانوني مداخلو څخه ځان وساتي.
۴. علمي او حقوقي بنسټونه باید د نړیوالو اړیکو په برخه کې د زور کارونې د پایلو په اړه لا زیاتې څېړنې ترسره کړي او د نړیوالو حقوقو د حاکمیت، د دولتونو د مساوات اصل او د نړیوال نظم د ثبات د پیاوړتیا لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړي.
