لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه؛ لاملونه او اغېزې يې
- د جګړې لاملونه
- د جګړې اغيزې
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په موخه مذاکرات
- پايله
- وړانديزونه
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
له تاريخي پلوه، د افغانستان او پاکستان سياسي اړيکې په دوه لويو پړاوونو ويشلی شو: لومړی، د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته تر ۱۹۷۹ز. کال پورې. دويم، له ۱۹۷۹ز. کال څخه تراوسه پورې. په لومړي پړاو کې د ډيورنډ کرښې او دواړو غاړو ته د پرتو پښتنو د حقونو پر سر د دواړو هېوادونو سياسي اړيکې ښې نه وې، البته په ۱۹۵۰ز.کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټي سوداګرۍ هوکړه (Afghan-Pakistan Transit Trade Agreement) لاسليک شوه، چې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو په رغولو کې يې مهمه ونډه لرله.[1]
په دويم پړاو کې د دواړو هېوادونو سياسي اړيکې ځينې وخت ښې شوي او ځينې وخت له ننګونو سره مخامخ شوې دي. له ۱۹۷۹ز. کال څخه تر ۱۹۹۲ز. کال پورې د دواړو هېوادونو اړيکې سړې وې او لامل يې په سيمه کې د دوو لويو قدرتونو، د امريکا متحده ايالاتو او شوروي اتحاد سيالي وه. پاکستان په دغه سیالۍ کې د امريکا متحده ايالاتو او د وخت افغان حکومت د شوروي اتحاد پلوی و. د افغانستان اسلامي دولت په لومړيو او د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې د دواړو هېوادونو اړيکې ښې وې.[2] د تېر شل کلن جمهوريت پرمهال د دواړو هېوادونو سياسي اړيکې اکثره وخت له ستونزو سره مخامخ وې او لاملونه يې د دواړو هېوادونو پر يو او بل بې باوري، د پاکستان دوه مخی سياست، پاکستان ته له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق[3]، د تېر شل کلن جمهوريت او هند نږدې اړيکې او داسې نور وو.
که په ځانګړي ډول د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د سياسي اړيکو مخينې ته وګورو، نو معلوميږي چې د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې دواړو هېوادونو نږدې اړيکې درلودې. د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون، پاکستان د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژندلی و،[4] خو د همدې پاکستان په همکارۍ د اسلامي امارت د لومړۍ دورې نظام ړنګ شو او جمهوريت حاکم شو، د جمهوريت په اوايلو کې هم د اسلامي امارت او پاکستان اړيکې سړې وې، خو له ۲۰۰۵ز. کال وروسته کله چې هند او متحده ايالاتو د ستراتيژيک پارټنرشېپ تړون لاسليک کړ او پاکستان هم د ورته تړون غوښتنه وکړه او متحده ايالاتو دغه غوښتنه رد کړه، نو پاکستان دوه مخي سياست ته مخه کړه او له اسلامي امارت سره يې اړيکې ټينګې کړې. کله چې په ۲۰۲۱ز. کال کې اسلامي امارت بياځلي واکمن شو، نو داسې فکر کېده چې د دواړو هېوادونو اړيکې به ښې شي، خو په دې وروستيو کې د کډوالو او ټي ټي پي له امله دغه اړيکې خرابې شوې او د امنيتي دلايلو له امله دواړه هېوادونه سره مستقيمې جګړې ته ننوتل. په دې تحليل کې د همدغې وروستۍ جګړې پر لاملونو، اغيزو، اوربند او راتلونکو اړيکو بحث کوو.
د جګړې لاملونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه ځينې لاملونه لري چې دلته پرې لنډ بحث کوو.
۱- د پاکستان د طالبانو تحريک فکټور: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ جګړې ستر لامل د پاکستان د طالبانو تحريک پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف شتون دی. پاکستان دعوه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني طالبانو تحريک څخه ملاتړ کوي او دوی ته په افغانستان کې پټنځايونه برابروي. د افغانستان اسلامي امارت بيا دعوه کوي چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بريدونه کوي او د ډيورنډ پر فرضي کرښه امنيتي ستونزې جوړوي. له دې دوه اړخيزو تورونو داسې معلوميږي چې د وروستۍ جګړې ستر لامل د پاکستاني طالبانو اسلامي تحريک يا TTP دی، ځکه کله چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بريدونه کړي، نو پاکستان وايي چې دغه بريدونه يې د TTP پر مرکزونو کړي. د پاکستاني طالبانو تحريک په ۲۰۰۷ز. کال په پاکستان کې رامنځته شو، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ز. کلونو کې د داخلي ګډوډيو او خپلمنځي ستونزو له امله له ننګونو سره مخامخ شو، خو په ۲۰۱۸ز. کال کې يې بيا سر راپورته کړ او د پاکستان پر نظامي ځايونو يې بريدونه پيل کړل. د ۲۰۲۳ز. کال د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د راپور پر بنسټ، په پاکستان کې د طالبانو تحريک د غړو شمېر له اوو زرو (۷۰۰۰) څخه تر لس زرو (۱۰۰۰۰) پورې رسېدلی دی.[5]
پاکستاني څېړونکي په دې اند دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بريا د پاکستاني طالبانو تحريک په هڅونه او تحريک کې مهم رول اداء کړی او له دوی سره هم هيله پېدا شوې چې په پاکستان کې ورته اسلامي نظام رامنځته کړي،[6] له همدې امله يې بريدونه زيات کړي دي. د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۲۱ز. کال څخه د ۲۰۲۳ز. کال تر اګست مياشتې پورې د پاکستاني طالبانو تحريک په بريدونو کې ۶۰ سلنه زياتوالی راغلی، چې له امله يې ۲۳۰۰ پاکستاني نظاميان او ملکيان وژل شوي دي،[7] يوازې په خېبرپختونخواه کې ۳۰۰ بريدونه شوي، چې د اکثرو مسؤوليت د پاکستاني طالبانو تحريک پر غاړه اخيستی دی.[8]همدارنګه د جنوبي اسيا د ترهګرۍ بنسټ* وايي: پر ۲۰۲۳ز. کال په پاکستان کې ۴۱۸ بريدونه شوي، چې دا شمېره په ۲۰۲۲ز. کال کې ۳۶۵ وه.[9] الجزيرې بيا په ۲۰۲۳ز. کال کې په ټول پاکستان کې د بريدونو شمېر ۶۵۰ ښودلی دی.[10]
له دې ډول بريدونو وروسته پاکستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحريک يا TTP په مقابل کې په افغانستان کې پراخ عمليات وکړي[11] او که اسلامي امارت دا کار ونه کړي دوی اړ دي چې د افغانستان په خاوره کې عمليات وکړي. [12]
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني لوري دغه ټول تورونه ردوي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي دا د اسلامي امارت خلاف تبليغات ګڼي او وايي چې په افغانستان کې هېڅ داسې ډلې نشته چې هغه د سيمې هېوادونو امنيت ته ګواښ پېښ کړي.[13] د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د تورونو په رد کې وايي: «پاکستان د دې پرځای چې خپل امنيت ټېنګ کړي يو ځل بيا يې افغانستان تورن کړ. اسلامي امارت تاکيد کوي چې دوی د دې ډول پېښو ملاتړ نه کوي، بلکې غندي يې، خو دا د اسلامي امارت مسؤليت نه دی چې په پاکستان کې د بريدونو مخنیوی وکړي، بلکې پاکستان بايد خپل امنيت پخپله ټينګ کړي.» [14] سره له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک شتون رد کړی او په وار وار يې ويلي دي چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کاريږي، خو پاکستان پر دې سربېره بيا هم د خپلو جېټ الوتکو پرمټ د ۲۰۲۲ز. کال په اپريل مياشت کې پر خوست او کونړ بمبارۍ وکړې، چې له امله يې ۴۷ کسان شهيدان او ۲۲ ټپيان شول چې اکثريت يې کوچنيان او ښځې وې.[15] همدارنګه د ۲۰۲۴ز. کال د مارچ مياشتې پر ۱۸مه نېټه هم پاکستاني جېټ الوتکو په پکتيکا او خوست ولايتونو کې بمبارۍ وکړې چې له امله يې پنځه ښځې او درې کوچنيان شهيدان شول. [16] د دې ترڅنګ د ۲۰۲۵ز. کال د جنورۍ پر لسمه نېټه هم پاکستاني جېټ الوتکو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ بمبارۍ وکړې. پاکستاني حکومت دعوه کړې چې دوی دغه بريدونه د پاکستاني طالبانو تحريک پر مرکزونو کړي دي.[17] پاکستان پر دې بريدونو هم بسنه ونکړه او د روان ۲۰۲۵ز. کال د اکتوبر مياشتې پر ۹مه نېټه يې پر کابل بريد وکړ، چې په مقابل کې د افغانستان اسلامي امارت ته د بین المللي حقوقو په رڼا کې له ځان څخه د دفاع په موخه د ډيورنډ پر ټوله فرضي کرښه پر پاکستاني پوستو انتقامي بريدونه وکړل او د ذبيح الله مجاهد پر وينا په دې بريدونو کې يې ۵۸ پاکستاني پوځيان ووژل او نږدې ۲۹ يې ټپيان کړل. له دې معلوميږي چې د د جګړې اصلي لامل د پاکستان د طالبانو تحريک پر د دواړو لوريو ترمنځ اختلاف دی.
۲- د هند فکټور: پاکستان پر کابل په داسې مهال کې بريد وکړ چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي تازه هند ته تللی و. د پاکستان د ستراتيژيک عمق پاليسۍ يوه برخه دا ده چې په افغانستان کې بايد د هند د نفوذ مخه ونيول شي. هند ته د اميرخان متقي سفر د اسلام آباد غصه راپارولې ده او دا سفر داسې مهال کېږي چې له څو کلونو وروسته د هند نويډېلي ته د يو افغان وزير لومړنی سفر و.
د طالبانو پلاوي ته د هند چارواکو له لوري يو بېسارې تود هرکلی وويل شو، متقي د سفر پرمهال ديوبند دارالعلوم ته هم سفر وکړ، چې له ۱۹۵۰مې لسیزې راهيسې هېڅ افغان چارواکي دغه درالعلوم ته رسمي سفر نه دی کړی. سره له دې چې په هند کې واکمن بي جي پي ګوند يو ملتپاله ګوند دی، خو د دې سربېره بيا يې هم د پاکستان پر ضد او پارونې په موخه د يو داسې حکومت بهرنيو چارو وزير ته ښه راغلاست ووايه چې د اسلامي حکومت عنوان لري او بيا ديوبند درالعلوم ته د تګ اجازه هم ورکړه.
هند سره له دې چې له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، خو هندي روايت دا دی چې دوی له افغانستان سره د ګلګت-بلتستان له لارې ګډه پوله لري او دا سيمه د خپل ځان ګڼي او د همدغې سيمې د خوندي ساتلو په موخه په افغانستان کې د هند د نفوذ مخنیوی د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ مهمه برخه ده. هند ته د متقي له سفر وروسته د دې قضيې په اړه د اندېښنې ترڅنګ غصه هم موجوده ده. سره له دې چې له اسلامي امارت سره د هند اړيکې سمبوليک او نمايشي بڼه لري، خو له دې لارې بيا هم هند غواړي چې له متحده ايالاتو له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل ځای وساتي او په دغه هیواد کې د چين او پاکستان د نفوذ مقابله وکړي، نو د هند او اسلامي امارت د اړيکو نږديوالی او دغه هېواد ته د متقي سفر هم يو لامل کېدای شي چې پاکستان په کابل بريد کړی وي تر څو اسلامي امارت تر فشار لاندې ونيسي او راتلونکي کې د هند سره د اړيکو له نږديوالي څخه ځان وژغوري.
۳- د متحده ايالاتو فکټور: د دې جګړې دويم لامل د متحده ايالاتو فکټور هم کېدای شي. متحده ايالاتو په دې وروستيو کې له اسلامي امارت څخه د بګرام اډې غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت له لوري رد شوه او د ټرمپ خبره دا وه چې که طالبان بګرام اډه رانکړي، نو ډېر بد څه به پېښ شي، همدارنګه د پاکستان د لومړي وزير او د پوځ مشر عاصم منير څو پرله پسې ليدنې له ټرمپ سره او د اړيکو نږديوالی هم دې اړخ ته اشاره کوي چې پر کابل د پاکستان په بريد کې د متحده ايالاتو فکټور هم له نظره نشي غورځېدی، ځکه د پاکستان له ايجاد څخه تراوسه پورې دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد کابل په نښه کوي، نو يو لامل دا هم کېدای شي چې متحده ايالات غواړي د پاکستان له لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي تر څو د دوی ځينې غوښتنې او په ځانګړي ډول د بګرام اډې د ورکړې غوښتنه پرې ومني او اسلامي امارت په دې وډار کړي چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو افغانستان به يو ځل بيا د ناامنۍ مرکز شي.
د جګړې اغيزې
۱- د دې جګړې له امله د افغانستان او پاکستان سياسي اړيکې خرابې شوې او دغه خرابې اړيکې د دې لامل کېږي چې پاکستان په بېلابېلو نړيوالو سټيجونو اسلامي امارت د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړي او وايي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي او د دې امکان هم شته چې د نورو هېوادونو پر ضد هم وکاريږي. همدارنګه په سيمه ييزه کچه د افغانستان په اړه په سيمه ييزو غونډو کې د ټولشموله حکومت او بشر حقوقو قضيه هم مطرح کوي چې دا د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې پر قضيه منفي اغېزه کوي.
۲- د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابې اړيکې د دې معنی نه لري چې يوازې پاکستان سره د فشار وسايل دي او هغه به د اړيکو د خرابېدو له امله کاروي، بلکې اسلامي امارت سره هم د فشار وسايل شته او د دې وروستۍ جګړې پرمهال يې له هغې څخه کار واخيسته. ذبيح الله مجاهد وويل: پاکستان د داعش پټنځای دی، په بېلابېلو ښارونو کې هغوی ته ټرننګ ورکول کېږي او په دې وروستيو کې چې په روسيه کې کوم بريد وشو، په ايران کې کوم بريدونه وشول او د سيمې په نورو هېوادونو کې کوم بريدونه کېدل او د افغانستان په داخل کې چې کوم بريدونه ترسره شول، دا ټول په پاکستان کې د داعش له مرکزونو تنظيمیده. د دې ترڅنګ دا چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر بند شوی، نو پاکستان د نشه يي توکو کر ته مخه کړې ده او همدغه نشه يي توکي د اروپا او امريکا بازارونو ته قاچاق کېږي. همدارنګه دريمه د فشار وسيله هغه مرکزي اسيا ته د پاکستان د لاسرسي په لاره کې د خنډونو جوړول دي. لنډه دا چې کله اړيکې خرابې شي، نو دواړه لوري د فشار اعظمي وسايل کاروي او دا دې لامل کېږي چې د دواړو هېوادونو اړيکې لا خرابې کړي او منفي اغېزې رامنځته کړي.
۳- همدارنګه دغې جګړې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړيکو هم منفي اغېزه کړې ده. پاکستان اعلان وکړ چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګرۍ بنديز لګوي، د دې ترڅنګ د د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازې وتړل شوې چې له يوې خوا د سوداګرۍ کچه ورسره راټيټه شوه او له بلې خوا پر افغان اجناسو بنديز، افغان سوداګرو کانتينرونه نيول او د تعرفې لوړول ورسره رامنځته شول چې له امله يې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد منفي اغېزه وکړه.
۴- د دې جګړې بله ستره اغېزه په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشار زياتېدل او هغوی په اجباري ډول شړل دي. له جګړې وروسته د پاکستان مرکزي حکومت کابينې د شهباز شريف په مشرۍ غونډه وکړه او په هغې کې يې په څرګند ډول وويلې چې پاکستان کې يوازې هغه افغانان اوسېدلی شي چې ويزه ولري، نور ټول افغان کډوال بايد له دې خاورې وويستل شي، له دې معلوميږي چې د جګړې بله مهمه اغېزه په پاکستان کې ميشت افغان کډوالو اجباري اخراج دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په موخه مذاکرات
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې اترې د قطر او ترکيې په منځګړيتوب په دوحه کې پيل شوې، چې په لومړي سر کې يوازې پر اوربند توافق وشو او د نورو خبرو اترو لپاره ترکيه وټاکل شوه تر څو د روان ۲۰۲۵ز. کال د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه هلته خبرې وکړي. همداسې وشول د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د دواړو لوريو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې، پاکستان غوښتنه دا وه چې د افغانستان خاوره بايد د پاکستان پر ضد ونه کاريږي او اسلامي امارت د ټي ټي پي مخنیوی وکړي په مقابل کې د افغانستان غوښتنه دا وه چې د پاکستان خاوره هم بايد د افغانستان پر ضد ونه کاريږي او پاکستان بايد د داعش مخنیوی وکړي او امريکايي ډرون ته هم بايد اجازه ورنکړي چې پر افغانستان بريد وکړي. د طلوع نيوز د راپور پر بنسټ پاکستان دا خبره نه دي منلې چې امريکايي ډرون ته به اجازه نه ورکوي چې پر افغانستان بريدونه وکړي، ځکه هغوی وايي چې دوی له امريکا متحده ايالاتو سره تړون لري چې د پاکستان له خاورې به د ډرون عمليات کوي او دوی دا تړون ماتولی نشي.
سره له دې چې د دې مذاکراتو نهايي پايله لا څرګنده نه ده، خو ويلای شو چې افغانستان له پاکستان دولت سره په مذاکراتو کې په لاندې دلايلو برلاسی دی:
۱- پاکستان له سخت کورني سياسي، اقتصادي او امنيتي بحران سره مخامخ دی. مرکزي حکومت کې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي ترمنځ اختلاف په زياتېدو دی، چې کېدای شي اوسنی حکومت سقوط شي، په مقابل کې د عمران خان ګوند محبوبيت په زياتېدو دی، چې د چارسدې جلسه يې ښه بېلګه ده. په لاهور کې د تحريک لبيک پر کارکوونکو بريدونه او د هغوی سلګونو کارکونکو ټپي کول او وژنه د پنجاب حکومت له ننګونو سره مخامخ کړی دی او دا چې مرکزي حکومت او پنجاب حکومت د يوې ډلې سره دی، نو دا خپله په مرکزي حکومت هم فشار دی. دې ترڅنګ په امنيتي اړخ کې د ټي ټي پي او بلوڅ لبرېشن عملياتو هم له پاکستان پوځ او حکومت څخه لاره ورکه کړې ده. همدارنګه متحده ايالاتو ته د پوځ او ملکي حکومت نږديوالی هم په سيمه ييزه کچه د ايران، روسيې، چين او هند اندېښنې راپورته کړي دي، نو په داسې بحراني حالت کې يو ځل بيا له افغانستان سره جګړې ته کېوتل دا د پاکستان په ګټه نه ده او په هيڅ ډول دوی د دې جګړې طرفدار نه دي او دا په مذکراتو کې د افغانستان لپاره يو ښه فرصت دی تر څو خپلې خبرې پرې ومني.
۲- که مذاکرت ناکاميږي، نو پاکستان به تل له افغان لوري څخه په اندېښنه کې کوي او د بريد ګواښ به تل ژوندی وي او د داخلي نورو جبهو ترڅنګ به يوه بله ستره جبهه د دوی خلاف خلاصه شي چې دا کار د پاکستان په ګټه نه دی.
۳- افغان لوري په مذاکراتو کې د د ا ع ش موضوع رابرسېره کړې ده او په پاکستان کې د دې ډلې د پټنځايونو په اړه يې کره اسناد له ځان سره وړي دي، دا چې په نړيواله سطحه پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ دولت (State Sponsored Terrorism) په نوم بدنام دی، نو که افغان لوري د دا ع ش موضوع ګرمه وساتي، نو دا به په نړيواله کچه د پاکستان لپاره ستره بدنامي وي او حتی د مذاکراتو کوربه هیوادونه به د پاکستان له لوري د ټي ټي پي قضيه بابيزه وګڼي تر څو چې د دا ع ش ستره موضوع چې همدا ترکيه ترې خپل ګاونډ کې متضرره ده، حل نشي.
۴- که مذاکرات بريالي نشي او پاکستان د افغانستان غوښتنو په مقابل کې تعامل ونکړي، نو دغه هېواد به په افغانستان کې شته خپل نفوذ په بشپړ ډول له لاسه ورکړي او دا کار له امنيتي او اقتصادي پلوه د پاکستان په ګټه نه دی.
۵- بله موضوع دا ده چې پاکستان به خپل نهايي هڅه کوي چې مذاکراتو کې تعامل وکړي، ځکه که دا مذاکرات ناکاميږي، نو پاکستان په لوی لاس افغانستان د هند غېږې ته غورځوي چې دا کار د پاکستان د ستراتيژيک عمق پاليسۍ (Strategic Depth Policy) خلاف دی.
لنډه دا چې افغانستان بايد په مذاکراتو که تر فشار لاندې رانشي، خپلې غوښتنې په جدي او نه تېريدونکي ډول مطرح کړي البته په ځينو برخو کې تعامل کېدای شي، د دا ع ش موضوع جدي ونيسي او قوي نړيوالو تضمينونه ترلاسه کړي.
پايله
د افغانستان او پاکستان اړيکي د تاريخ په اوږدو کې له لوړو او ژورو څخه ډکې دي. پاکستان له اسلامي امارت سره په لومړنۍ دوره کې نږدې اړيکې درلودې او حکومت يې په رسميت پېژندلی و او د اسلامي امارت بياځلي واکمنۍ وروسته هم داسې فکر کېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړيکې نږدې او ښې وي، خو د ټي ټي پي، کډوالو او ډيورنډ فرضي کرښې پر سر د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوې.
د افغانستان او پاکستان د وروستۍ جګړې ستر لامل د ټي ټي پي پر سر د دواړو هېوادونو اختلاف دی. پاکستان پر افغانستان تور پورې کوي چې دوی ټي ټي پي ته پټنځای ورکړي او ملاتړ يې کوي، سره له دې چې اسلامي امارت دغه تورنه رد کړي دي، خو دوی بيا هم په همدې بهانه پر خوست، پکتيکا، ننګرهار، کونړ او کابل بريدونه کړي دي چې پر کابل وروستی بريد د دې لامل شو چې اسلامي امارت انتقامي عمليات وکړي او د ډيورنډ پر فرضي کرښه پر پرتو پاکستاني پوستو بريدونه وکړي چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم خرابې شوې. همدارنګه په دې جګړې کې د متحده ايالاتو او هند فکټور هم له پامه غورځېده نشي، په دې معنی چې د اسلامي امارت او هند د اړيکو نږديوالي باندې پاکستان خوښ نه دی او له همدې امله يې د فشار وسايل کاروي او دې د امکان هم شته چې متحده ايالاتو د پاکستان له لارې پر اسلامي امارت فشار راوړل غواړي تر څو د بګرام هوايي اډه ورته وسپاري او يا هم د دوی نورې غوښتنې ومني.
وړانديزونه
۱- پاکستان دې د افغانستان سياسي حاکميت ته احترام ولري او د يو خپلواک دولت په توګه ورته وګوري. کله چې اسلامي امارت ډاډه شي چې پاکستان له دوی سره د يو خپلواک او حاکم دولت په توګه چلند کوي، نو اسلامي امارت خپله دې ته تياريږي چې دوی هم د پاکستان سياسي حاکميت ته احترام ولري او د هغوی غوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
۲– اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې په خپلو اړيکو کې توازن وساتي په ځانګړي ډول د پاکستان او هند ترمنځ تر څو افغانستان يو ځل بيا د دغو هېوادونو د سيالۍ ډګر نشي.
۳- چين هغه هېواد دی چې په دې وروستيو کې د اسلامي امارت سره نږدې اړيکې لري او له بلې خوا د پاکستان هم پخوانی ستراتيژيک ملګری دی. دغه ګډ ملګري څخه کېدلای شي چې د اړيکو د پياوړتيا او ښه کېدو په موخه د منځګړي په توګه ګټه واخيستل شي.
۴- له نورو هېوادونو سره د جګړې پرمهال هر دولت ملي ملاتړ ته اړتيا لري، نو اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د ملي ملاتړ د زياتوالي په موخه په داخل د هېواد کې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې ځينو اصلاحاتو ته مخه کړي.
۵- جګړه د هيڅ هېواد په خېر نه ده، نو افغانستان او پاکستان دې دواړه هڅه وکړي چې د تفاهم له لارې دغه ستونزه حل کړي او جګړې ته د پای ټکی کېږي.
