لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د ایران د لوړ پوړو سیاسی چارواکو ناڅاپی مړینه او په سیمه کې یې اغیزې
- سریزه
- د چورلکې د سقوط لاملونه
- د چورلکې د راپرځېدو په اړه غبرګونونه
- د رئیسي مرګ به په سیمه څه اغیزه ولري؟
- پايله
- وړانديزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقدمه
د روان کال د ثور پر ۳۰مه، د ایران اتم ولسمشر سید ابراهیم رئیسی، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، په ختیځ اذربایجان کې د ولي فقیه استازی سید محمد علی آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتی او څلور نور مسافر د Bal 412 چورلکې د ټکر پېښه کې مړه شول. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې ابراهیم رئیسی د یوه پلاوی په مشرۍ چې د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د خپلو همکارانو له یوې ډلې سره ختیځ اذربایجان ته سفر کاوه چې ” قیز قلعه سی” سرحدي بند پرانیزي. له هغه ځایه د راستنېدو پر مهال په یوه غرنۍ سیمه کې چې (د اوزی کلي سویل لویدیځ په دوه کیلومتره کې، چې د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان سیمې په شمال کې موقعیت لري) دې پیښې سره چې اصلی لامل یې لا هم روښانه نه دی، مخامخ شول. له ۱۹۳۶ څخه تر ۲۰۲۴ز. کال پورې په بیلابیلو هیوادونو کې ۲۴ لوړ پوړي چارواکي (۱۶ ولسمشران او ۸ لومړۍ وزیران) د چورلکو د تخنیکي ستونزو، سختو وریځو کې د پیلوټانو د لید کموالي، طبیعي پیښو، بریدونه او وژنې او د هوا خراب حالات د هلیکوپټرو د ټکر لامل او د لوړ پوړو چارواکو د مړینې لامل شوي. د ابراهیم رئیسی او د هغه سره مل پلاوي پېښه ۲۵ مه او تر دې دمه د دې ډول پېښو وروستۍ راپور بلل کیږی.[۱] ښاغلی رئیسی مخکې له دې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شي د قضایی قوې مشر هم و.
وروسته له دې چې په ۱۴۰۰ ه کال د زمري پر ۱۲مه ابراهیم رئیسي د ایران ولسمشر شو، رییسي د خپل حکومت لومړیتوب په کورني سیاست تمرکز او له دننه پر بهر د کتنې سياست اعلان کړ. په ملي کچه رییسی د ایران د اټومي هڅو په سوله يیز، د بندیزونو په لرې کولو او د اړوندو ډیپلوماتیکو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار وکړ. په سیمه ییزه کچه یې د سیمه يیزو خبرو اترو او د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ له لارې د سیمه ییزو بحرانونو په حل ټینګار کاوه او په نړیواله کچه یې د نړیوالو اړیکو له لارې سولې او عدالت تعقیب ترڅنګ د خپل هیواد د وړتیا څخه په استفادې د ظالمو هیوادونو پر وړاندې پر مبارز ټینګار کاوو.[۲] دې سیاسي چلند ته په کتو، ابراهیم رییسي د حکومت لوړپوړی سیاسي چارواکی (د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان) هم له هغه سره ووژل شو.
په دې مقاله کې، د دې لپاره چې د بحث دروازه پرانیستل شي، لومړی د رييسي د چورلکې د غورځېدو لاملونه او د هغې د څرګندو او پټو زاویو تحلیل، بیا د پیښې په اړه غبرګونونه او په سیمه کې د ایران پر سیاسي چلند او د هغې د اغېزو په اړه بحث کوو.
د چورلکې د سقوط لاملونه
که څه هم د ایران د ولسمشر د چورلکې د غورځېدو په اړه یو واحد نظر او جزییات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو په دې قضیه کې د بیانونو په پام کې نیولو سره، د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د راغورځېدو لاملونه داخلي او بهرنی عوامل لري، موږ دلته په داخلي او بهرني احتمالي لاملونو بحث کوو:
داخلی لاملونه: موږ داخلي لاملونه په لاندې برخو ويشو:
لومړی: د ایران حکومت او د رییسي د همکارانو او ټیم اداري کمزوري او ناکام مدیریت يې لومړی لامل دی. ویل کیږی چې د پیښې په ورځ په سیمه کې د هوا وضعیت ناڅرګند ښودل شوی وو. په ورته وخت کې د ولسمشر د سفر په اړه ټولو برخو ته روښانه وه چې د ښاغلي رئیسي لاره غرنۍ او ځنګل ده، نو ولې سفر ترسره شو؟ دا هغه پوښتنه ده چې تر اوسه یې د ایراني چارواکو له خوا ځواب نه دی ورکړل شوی.
دويم: د ایران د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د ساتنې په برخه کې د پاملرنې نشتوالی، د ولسمشر د دفتر رئیس غلام حسین اسماعیلي له څرګندونو څخه (وروسته له هغه چې پیلوټانو د ولسمشر د وړونکي پیلوټ له لوی قوماندان سره همغږی کړل چې دوی د موجوده وریځو څخه تیریږي، منځنۍ چورلکه چې ولسمشر یې لېږداوو له ۳۰ ثانیو وروسته ورکیږی) داسې ښکاري چې د ولسمشر د کاروان پورې اړوند درې چورلکو کې، ترټولو ضعیف پیلوټ د ولسمشر د چورلکې و، نو دا پوښتنه هم د بحث وړ ده چې ولې قوي پېلوټ د ولسمشر او ورسره مل دومره مهم پلاوی ته نه ورکول کېده.[۳]
دریم: د تالنده او بریښنا سره تخنیکي ستونزې دا یو بل لامل دی چې د چورلکې د راپرځېدو باعث ګرځي، نو څنګه ممکنه ده چې یو هیواد غوره چورلکې ولري او خپل لوړ پوړي حکومتي چارواکي په زړه چورلکه کې(چې ویل کیږي دا چورلکه پخوانۍ وه) او د خرابې هوا پر وخت له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي.
څلورم: وروستی داخلي لامل چې یو کوچنی او خورا ضعیف احتمال دی او ځینې رسنیو هغې ته اشاره کړې ده، او هغه په ایران کې د هغه د رهبر په توګه د احتمالي ځای ناستي له ویرې د ښاغلی رئیسی احتمالي وژنه ده، ځکه چې داسې اټکل شوی چې رئیسې د علی خامنه ای وروسته د رهبر په توګه یو مطلوب شخص و او کېدای شي چې د هغه سيالان په دې پېښه کې دخيل وي، خو دا هغه وخت امکان لري چې چاودیدونکي توکي په هغه چورلکه کې ځای پرځای شوي وي چې رئیسی یې وړی او بیا چاودېدلي وي، خو لا تراوسه داسې کوم راپور نشته.
بهرني لاملونه
لومړی: یو احتمال دا دی چې د ولسمشر د چورلکې راغورځول د اسراییلو یا امریکایي استخباراتو کار وي، ځکه چې د څو کلونو راهیسې، په ځانګړي توګه د اکتوبر په ۷ د اسراییلو پر وړاندې د فلسطیني اسلامي خوځښت لخوا د القدس طوفان د پیل وروسته، د ایران په وړاندې د اسراییلو دښمني یوې نوې مرحلې ته ننوتلې، کوم چې حتی د مقابل بریدونو لامل شوی. په همدې لحاظ دا هم امکان لري چې دا پیښه د دوه (امریکا – اسراییلو) استخباراتو سازمانون لخوا پلان شوي وي، خو تر دې دمه هېڅ یوه لوری(امریکا – اسراییلو) په دې اړه څه نه دي ویلي. د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جواد ظریف پر امریکا تور لګولی چې د ایران د چورلکو پر خرڅلاو د امریکا بندیزونه د دې لامل شوي چې دغه چورلکې زړې شي او بيا د سفر پرمهال راپرېوځي.
دويم: دا هم امکان لري چې دا پیښه د نورو قدرتونو، په ځانګړې توګه روسیې استخباراتو له خوا ترسره شوې وی چې د امریکې متحده ایالاتو او اسراییلو سره ایران ښکیل کړی. ځکه په اوکراین او اسراییلو کې د خپلې غیر مستقیمې جګړې تر څنګ په بله جګړه کې د متحده ایالاتو لره ښکیلول به بې له شکه د متحده ایالاتو لپاره بله ننګونه وی.
په ورته وخت کې، ښاغلی غلام حسین اسماعیلي ویلي چې د پرواز په وخت کې هوا روښانه وه او په دره کې یوازې یوه کوچنۍ ورېځ وه چې دوی پریکړه کړې وه چې له پورته څخه به خپل سفر ته دوام ورکړي او دا چې لومړۍ او دریمه چورلکه په ۳۰ ثانیو کې تیریږي او منځنۍ برخه چې ولسمشر یی انتقالو ورکیږی.[۴] اسماعیلي دا ادعا هم کړې چې د پلټنې له پیل څخه تر وروستۍ شیبې پورې، دوی په دې نه دي توانیدلي چې په سیمه کې د چاودنو، اورونو یا لوګي نښې وپیژني، نو دا ناممکنه ده چې په هغه چورلکه چې د ایران ولسمشر پکې سپور و، په فضا کې برید شوی وي.
د چورلکې د راپرځېدو په اړه غبرګونونه
دلته موږ کولی شو چې د اسانه لوستلو لپاره غبرګونونه په دوو برخو وویشو، یو یې د هیواد دننه د ایرانیانو غبرګونونه او بل د بهرنیو هیوادونو غبرګونونه دي.
لومړی– هېواد دننه غبرګونونه: ايراني وګړي د ولسمشر د چورلکې د غورځېدو په تړاو په دوو ډلو ویشل شوي دي. له دغو دوو ډلو څخه یو یې د ایران د اسلامي جمهوریت پلویان دي، چې له لوړ پوړي کس (د اسلامي انقلاب ستر مشر خامنه يي) څخه نیولې تر نورو په داسې حال کې چې د غم او افسوس اوښکې یې تویې کړې، د پنځو ورځو لپاره یې د خفګان اعلان هم وکړ. د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو مړینه یې د ایران ملت لپاره لویه ضایعه وګڼله. دویمه ډله د ایران د اسلامي جمهوریت له مخالفینو څخه جوړه ده، له دې امله چې شهزاده رضا پهلوي، ابراهیم رئیسي د بشریت ضد یو جنایتکار او د ایران د اوسني رژیم یو تر ټولو ظالم او بدنام مشر وباله او افسوس یې وکړ چې هغه د خپلو جرمونو په تور محاکمه شوی نه دی.[۵] په ایران کې دننه د رژیم نورو مخالفینو هم د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د مړینې په تړاو نڅاوې وکړې، چې دوی د ښاغلي رئیسی حکومت ظالم او مستبد بولي.
دويم– د نورو هیوادونو غبرګونونه: بې له شکه د چورلکې غورځېدل چې په ورته وخت کې د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د مړینې لامل شوی، نړیوال او سیمه يیز غبرګونونه له ځانه سره لرل، چې له هغې ډلې د افغانستان رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د خواخوږۍ پیغام، د نړۍ د کاتولیک مشر د پاپ فرانسیس خواخوږۍ او په ایکس چینل کې د ناټو د ویاند خواخوږي، د اروپایی شورا د رییس خواخوږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یوه دقیقه چوپتیا او د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې یادولی شو.
په ایران کې د پنځه ورځني ماتم سربیره سوریه، لبنان، عراق، هند، ترکیه، پاکستان او تاجکستان هم له ایران سره د پیوستون لپاره ماتم اعلان کړ.[۶]
سربیره پردې، د ایراني رسنیو له قوله د ۶۸ هیوادونو لوړ پوړو چارواکو[۷] د پیښې د قربانیانو په جنازه کې برخه اخیستې وه چې له افغانستان څخه د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ چې د ښاغلي رییسي په جنازه کې د برخې اخیستنې لپاره ایران ته سفر وکړ. [۸]
د رئیسي مرګ به په سیمه څه اغیزه ولري؟
مخکې له دې چې موږ د رئیسي د مرګ اغېزې پر سيمه وڅېړو، اړتيا ده چې د ایران کورني سیاست ته ګړندی نظر وکړو. د ایران په څیر هېوادونو کې، چیرته چې د ولسمشر په څنګ کې بل قوي ځواک او د پریکړې کولو واک موجود وي يعنې د انقلاب رهبر خامنه یی، نو دا ډول هېوادونو کې د جمهور رئيس مړينه به په کورني سیاست ژوره اغیزه ونلري. له بلې خوا هغه هیوادونه چې اساسي قانون لري د دې ډول اضطراري خلا وړاندوینه لري او په عادي ډول نور خلک خپل ځای ناستي ټاکي. لکه د ابراهیم رئیسي د مړینې له اعلان وروسته، د ایران ستر مشر ایت الله خامنه يي، ښاغلی محمد مخبر چې د ولسمشر لومړی مرستیال و، د اساسی قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې هغه د ولسمشرۍ سرپرست وټاکه او مکلف یې کړو چې په راتلونکو ۵۰ ورځو کې د تقنیني او قضایي څانګو د مشرانو سره په همکارۍ نوی ولسمشر انتخاب کړي. په ورته وخت کې، علي باقري د ایران د ولسمشرۍ د نوي چارسمبالی ولسمشر محمد مخبر لخوا د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر په توګه وټاکل شو.[ix] خو په هر حال دا ممکنه نه ده چې د ځواک توازن، د نورو ادارو سره د دولت اړیکو، سیاسي او ټولنیزو اندیښنو په اړه په کوم حکومت او نظام کې د مهمو شخصیتونو او کلیدي شخصیتونو اغیزمنتوب له پامه وغورځول شي.
په سیمه ییزه کچه، دا ویلی شو چې د ایران بهرنی سیاست په څو برخو ویشل شوی دی، له دې ساحو څخه یوه دا چې ایران څنګه د سیمه يیزو قدرتونو لکه چین او روسیې سره تعامل وکړي، ځکه هر یو یې د لویدیځ بلاک پروړاندې د انفرادي او ګډو ګټو په محور کې له یو بل سره تعامل کوي؛ د ایران هر نظام کې لږترلږه د خپل حیثیت ساتلو لپاره له ډیرو هیوادونو سره څو اړخیز تعامل ته اړتیا لري. د بهرني سیاست په بل اړخ کې یې د خلیج هیوادونو په ځانګړي توګه سعودي عربستان سره د ایران اړیکې شاملې دي، چیرته چې د رئیسي حکومت وتوانید له سعودي عربستان سره خپلې اړیکې له تهاجمي حالت څخه نارمل حالت ته واړوي، چې ایران ممکن د نوي چارواکو سره چې د انتخاب موده به یې له دوه میاشتو څخه کمه وي په راتلونکي اړیکو کې د رئیسي حکومت سیاست تعقیب کړي. یا دا چې په خپلو کړنو سره د اړیکو ستراتیژیک موقیعت خراب کړي، خو په فلسطین کې د اسلامي حرکتونو په ملاتړ کې د ایران فعال رول کولای شي سعودي عربستان دې ته اړ کړي چې له ایران سره د نارمل اړیکو څخه کار واخلي. د ایران د بهرني سیاست په نورو برخو کې له اسراییلو، لبنان او عراق سره د ایران اړیکې شاملې دي. چې دا حوزه د ایران لپاره د عزت ساحه ګڼل کیدی شي، ځکه چې ایران په یو ډول له اسراییلو سره په جګړه کې ښکیل دی او په هیڅ ډول شرایطو کې نشي کولی په ساده ډول په سیمه کې د اسراییلو په ګټه خپل اوسنی موقعیت پریږدي، نو دا باید ځان د اسراییلو پر وړاندې ونیسي او له یوې خوا د هغوی مخالفینو ته د همکارۍ لاس اوږد کړي او له بلې خوا هر چیرې چې د اسراییلو او امریکا پښه نښتې وي له هغه هېواد سره خپلې اړیکې ټينګي کړي.
د سیاسی حوزی وروستۍ برخه د ګاونډیو هیوادونو لکه افغانستان، پاکستان، هند او نورو سره د ایران د اړیکو تعامل دی، البته په دې برخه کې د ځينو ملاحظاتو او اړتیاوو لکه د دغې ډلې له ځينو هیوادونو سره سیمه ییزې ناستې، منظمې اقتصادي اړیکې، ګډ دښمنان درلودل او د نړۍ له قدرتونو سره تعامل او ملګرتیا خپل خارجي سیاست ترتیب کړي او تمه نه کیږی چې ایران به وکړی شي چې له دې هیوادونو سره په خپلو اړیکو کې ویره ولري. د مثال په توګه، ایران له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې له اسلامی امارت سره تعامل لري ترڅو د داعش پر ضد جګړه وکړي. همدارنګه د نړیوال بانک په وینا، ایران تېر کال د افغانستان لومړی اقتصادي ملګری وټاکل شو، خو له بلې خوا له ایران څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د پالیسۍ په پلي کولو سره اسلامی امارت له ستونزو سره مخ کړ. له بلې خوا، د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی کابل ته واستول شو، خو له نږدې دریو کلونو وروسته یې لا تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی او وخت په وخت یې د ټول شموله حکومت، د اتباعو د عامه حقونو او نورو په اړه د خپلو څرګندونو اظهار کړی دی. له همدې امله د ابراهیم رئیسي او د هغه د حکومت بهرنیو چارو وزیر او د لوړ پوړو چارواکو د ځای ناستي وروسته داسې انګیرل کیږي چې د افغانستان په اړه به د ایران په سیاسي چلند کې کوم جدي بدلون رانشي. سربیره پردې دا لرې نده چې د ایران ولسمشر او د هغه د بهرنیو چارو وزیر مړینه به د سیمه يیزو هیوادونو سره د خبرو اترو او تړونونو په ګړندي کولو یا ځنډولو کې د ایران په تعامل او کړنو اغیزه وکړي.
پایله
د ایران په حکومت کې د اوسني وضعیت او بدلونونو په پام کې نیولو سره، دا ستونزمنه ده چې د ایران په بهرني سیاست کې د دقیق بدلونونو وړاندوینه وشي، د ایران د حکومت او د هغې اړوندو ادارو لخوا د هراړخیزې پلټنې مخکې په دې قضیه کې سناریوګانې ټاکل هدف نه دی. خو تمه کیږي چې د ایران اسلامی جمهوریت، د غزې د جګړې او د اسراییلو د وحشیانه بریدونو په تړاو د نوي مشرتابه سره لکه د ابراهیم رئیسي په وخت کې اوس به هم د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت لخوا ملاتړ وشي ځکه چې پدې اړه یو لوی بدلون راځي او دا غوره ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کې خپل سهم ولري.
دا هم اړینه ده چې د ایران حکومت خپلې اړیکې نورمال کړي او له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي. که څه هم د ابراهیم رئیسي په مشرۍ د ایران حکومت په اوسنی وخت کې د افغانستان لومړی اقتصادي شریک نومول شوی دی، خو په هر صورت د مهاجرینو په برخه کې، د اسلامی امارت په رسمیت پیژندنه او نور تخنیکي همکاریو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په اړه شکایتونو شتون درلود. له همدې امله، د همکارۍ پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمینځ جامع اړیکو ښه کولو لپاره موږ لاندې وړاندیزونه کوو.
وړاندیزونه
۱- د ایران اسلامی جمهوریت نوی مشرتابه د افغانستان اسلامی امارت سره په همکارۍ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا تمرکز وکړي ترڅو ګډې مسلې حل کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او امنیتي همکارۍ پیاوړې شي.
۲- د افغانستان په بېلابېلو زیربناوو کې د اقتصادی پراختیا او پانګونې ملاتړ کولای شي په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي ودې او کارموندنې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او دا همکاري کولی شي په افغانستان کې د سوکالۍ او پایښت سره مرسته وکړي.
۳- افغانان د ایران د حکومت او ملت د صبر ستاینه کوي او غوښتنه کوي چې اسلامی جمهوریت په دې برخه کې د افغان کډوالو او د هغوی د صبر ملاتړ وکړي او همدارنګه هغوی ته د کار او زده کړې فرصتونه برابر کړي او تمه کیږي چې په ایران کې افغان کډوال به د افغان حکومت پر ضد د فشار په توګه ونه کارول شي.
۴- د پوهې او ټیکنالوژۍ په برخه کې له افغانستان سره د ایران د همکارۍ پراختیا او په دې برخه کې د تجربو تبادله به په هیواد کې د کلتور، سوداګرۍ او نوښت په پراختیا کې مرسته وکړي او په افغانستان کې به د ټیکنالوژۍ او د هغې لاسرسي ته وده ورکړي.
۵- د ایران نوی مشرتابه باید د اسلامي ثقافت او ارزښتونو د ساتنې لپاره د اسلامي امارت سره په همکارۍ کې فعال رول ولوبوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو لپاره په کلتوري او هنري برخو کې همکاري پیاوړې کړي.
سرچېني
[۱] . عصر ایران: همه روسای جمهوری که در سانحه هوایی فوت کردند، ۲ جوزا ۱۴۰۳، لینک:
[۲][۲] . رضایی، علیرضا، ( ۱۴۰۰)، فصلنامه راهبرد سیاسی: سیاست خارجی مطلوب دولت ابراهیم رئیسی؛ شماره ۲، ص ۳۰، لینک:
https://www.rahbordsyasi.ir/article_139124_27f071ff709290a381ac990e1fb68830.pdf
[۳] . پایگاه خبری تحلیل انتخاب: جزئیات لحظه به لحظه از پرواز بالگرد رئیس جمهور؛ ۲ جوزا ۱۴۰۳، لینک:
[۴] . منبع سابق.
[۵] . X: Reza Pahlavi، link: https://x.com/PahlaviReza/status/1792584977101582818?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1792584977101582818%7Ctwgr%5E39c8fee8c99d61929ad7cf41a5bf5af44faf6d14%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Fir.voanews.com%2Fa%2Freaction-political-figures-raisi-reza-pahlavi%2F7619662.html
[۶] . عصر ایران: کدام کشورها در همبستگی با ایران عزای عمومی اعلام کردند؟ ۳ جوزا ه.ش، لینک:
[۷] . عصر ایران: کدام کشورها در همبستگی با ایران عزای عمومی اعلام کردند؟ ۳ جوزا ه.ش، لینک:
[۸] . DW: شرکت هیئت بلند پایه طالبان در مراسم تشییع جنازه رئیسی، ۲ جوزا ۱۴۰۳ه.ش، لینک:
[ix] . خبرگزاری مهر: بررسی علل سقوط بالگرد رئیس جمهور در دستور کار، ۳۱ ثور ۱۴۰۳ ه.ش، لینک: