د تحلیل ګڼه په لاندې عکس یا دلته په کلیک کولو سره ډانلوډولی شئ
په دې ګڼه کې لولئ
• سریزه
• پر افغانانو د طبیعي پېښو دروند سیوری
• په افغانستان کې خونړۍ زلزلې
• په پکتیکا کې مرګونې زلزله
• د مرستو رسونې بهیر ته کتنه
• له طبیعي پېښو سره د مبارزې میکانیزم
• وړاندیزونه او حل لارې
سریزه
طبیعي پېښې هغه ښکارندې دي چې په ټوله نړۍ کې پېښېږي؛ خو بېلابېل هېوادونه یې د زیانونو د کچې راکمولو لپاره بېلابېلې لارې چارې سنجوي او د دغسې پېښو زیانونه حداقل ته رسوي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له طبیعي پېښو خورا زیات زیانمن شوی او افغانان تر ډېره بریده په داسې طبیعي پېښو کې خپل ژوندونه له لاسه ورکوي چې تر څه حده د مخنیوي وړ وي او یا یې لږ تر لږه د زیانونو کچه راکمېدای شي.
په وروستیو څو اوونیو کې له یوې خوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او دغه راز په ځینو ولایتونو کې د واورې ورېدو درانه مالي او ځاني تلفات واوړل او له بلې خوا د هېواد په سوېل ختیځو ولایتونو کې خونړۍ زلزلې ناورین رامنځته کړ. که څه هم، په ځانګړې توګه له دغې زلزلې وروسته په ملي او نړیواله کچه له زلزله ځپلو سره د مرستو او لاسنیوي هڅې پیل شوې خو د کوم مشخص او اغېزناک مېکانېزم د نشتون له کبله د دغو مرستو وېش هم ډېر منظم او اغېزناک نه و.
طبیعي پېښې په ټوله کې دوه پړاوونه لري، چې یو یې تر پېښې وړاندې پړاو دی او بل هم تر پېښې وروسته پړاو دی. په دغو دواړو پړاوونو کې له تخنیکي پلوه ځینې اقدامات شته دي چې د دغو پېښو د زیانونو د مخنیوي او یا راکمولو لپاره ترسره کېږي، خو له بده مرغه په افغانستان کې هم له پېښو مخکې او هم وروسته هغسې اقدامات چې لازم وي نه کېږي او له کبله یې د پېښو د زیانونو کچه لوړېږي.
په دې لیکنه کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو د زیانونو د کچې پر لوړوالي، د تېرو دریو لسیزو ځینو خونړیو زلزلو، په ځانګړې توګه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اوونۍ مرګونې زلزلې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې پر مېکانېزم او په دې برخه کې شته وړاندیزونو او حل لارو په اړه بحث کوو.
پر افغانانو د طبیعي پېښو دروند سیوری
په افغانستان کې مرګونې طبیعي پېښې له لسیزو راهیسې هر کال له افغانانو قرباني اخلي او ترڅنګ یې د دغسې پېښو له کبله زیانمن شوي او بې ځایه کېدونکي خلک هم له خورا زیاتو ستونزو سره مخ وي. دا چې افغانستان د خپل جغرافیایي جوړښت او اقلیمي وضعیت له کبله له طبیعي پېښو تل زیانمنېږي، له همدې کبله له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت یا هم تر همدې نامه لاندې ځانګړې ملي ادارې تل فعالیت کوي؛ خو له بده مرغه په ټولیز ډول نه یوازې دا چې له طبیعي پېښو وړاندې پیشګیرانه اقدامات خورا کمزوري بلکې په نشت حساب وي، بلکې له دغسې پېښو وروسته هم د افغان حکومتونو له لوري په لنډمهالې توګه ځپل شوو سیمو او خلکو ته توجه کېږي او د اوږده مهال اقدامات تر پلان لاندې نه وي.
د څېړنو او شمېرو له مخې، افغانستان د نړۍ په کچه نهم هېواد دی، چې ډېرې زلزلې پکې کېږي او په ځانګړې توګه افغانستان د هندوکش په زون کې موقعیت لري او د پلېټونو کوچني ټکرونه پکې رامنځته کېږي. همدا راز د ۲۰۲۰م کال د ارقامو له مخې، د نړۍ په کچه د وچکالۍ له پلوه اتم هېواد دی. د دې ترڅنګ، د نړۍ په کچه له هغو ۱۵ هېوادونو څخه هم اتم هېواد دی چې خلک یې د سېلابونو راوتلو له کبله تر نورو ډېر اغېزمنېږي. د دغو ۱۵ هېوادونو وګړي د نړۍ ۸۰ سلنه هغه نفوس تشکیلوي چې په اوسط ډول هر کال د سېلابونو له کبله اغېزمنېږي.
په تېرو دریو لسیزو کې په افغانستان کې څو خونړیو زلزلو پراخ ویجاړی رامنځته کړی، چې د شمېرو له مخې په اوسط ډول ۵۶۰ تنه هر کال پکې د زلزلو له کبله ژوند له لاسه ورکوي او یوازې په تېره یوه لسیزه کې شاوخوا ۷۰۰۰ تنه پکې وژل شوي دي. خو د زلزلو ترڅنګ، نورو بېلابېلو طبیعي پېښو هم تل افغانان ځپلي دي. په تېرو دوو لسیزو کې طبیعي پېښو له امنیتي پېښو راوروسته د افغانستان له خلکو څخه تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. د بېلګې په توګه، یوازې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۳۸۳ طبیعي پېښې رامنځته شوې وې، چې تر ۲۵۸ زره زیاتو کسانو ته یې په ۱۹۵ ولسوالیو کې زیان اړولی و او لږ تر لږه د ۴۷۹ تنو د وژل کېدو لامل شوې وې.
په افغانستان کې خونړۍ زلزلې
د ځینو آمارو له مخې، له ۱۹۹۷ کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې یوازې پنځو خونړیو زلزلو په افغانستان کې تر ۱۱۰۰۰ ډېر کسان وژلي دي، چې وروستۍ هغه یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اوونۍ مرګونې زلزله وه او د مړو شمېرو یې له ۱۰۰۰ تنو اوښتی دی.
یوه زلزله په ۱۹۹۷ کال کې د ایران او افغانستان پر پوله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷.۲ و او په دواړو هېوادونو کې یې له کبله د وژل شوو شمېر تر ۱۵۰۰ تنو واوښت، چې ترڅنګ یې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کورونه هم ویجاړ کړي وو او اټکلي مالي زیان یې له ۱۰۰ ملیون ډالره زیات و. دا په نړیواله کچه د هغه کال تر ټولو خونړۍ زلزله وه. د ۱۹۹۸ کال په فبروري او مې میاشتو کې هم په تخار کې دوې زلزلې وشوې، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ وې او له کبله یې تر ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو. په دغو دوو زلزلو کې د مې میاشتې زلزله یې تر لومړۍ هغې خورا خونړۍ وه، چې شدت یې د ريښتر په کچه ۶.۹ درجې، ژوروالی ۳۰ کیلومتره او د تلفاتو شمېر یې تر ۴۵۰۰ پورې مړي او تر ۱۰۰۰۰ زیات ټپیان اټکل شوي وو. د ۲۰۰۲ کال په مارچ میاشت کې بیا په بغلان ولایت کې دوې زلزلې وشوې، چې دویمه یې خورا شدیده او د ریښتر په کچه ۶.۱ درجې وه. دغو دوو زلزلو هم تر ۲۰۰۰ زیات کسان ووژل. د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر کې د هندوکش په غرونو کې ۱۹۶ کیلومتره لاندې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې زلزله وشوه، چې په بدخشان کې یې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل. که څه هم دا زلزله خورا زوروره وه، خو دا چې ژوروالی یې زیات و، ویجاړی یې ډېر پراخ نه و.
د پورتنیو زلزلو ترڅنګ، په ۲۰۰۵، ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، او ۲۰۱۳ کلونو کې هم شدیدې زلزلې شوې دي چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي او د ډېری دغو زلزلو مرکز هم د هندوکش غرونه وو. همدا راز یوه بله طبیعي پېښه چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د خپل ډول بې مخینې ګڼل کېږي، د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ۲۰۱۴ کال د ځمکې ښویېدنې پېښه وه چې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه یې ووژل او تر ۳۰۰ زیات کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.
په پکتیکا کې مرګونې زلزله
د جون په ۲۲مه شپه مهال ۱:۲۴ بجې د هېواد ختیځ ولایتونه د ریښتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې ولړزول. د دغې زلزلې مرکز د خوست ښار سوېل لویدیځ په ۴۶ کیلومترۍ کې و؛ خو دغې زلزلې ترټولو ډېر ویجاړی د پکتیکا ولایت په ګیان، برمل، نکه، او زېړوک ولسوالیو کې وکړ. که څه هم د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې هم د مړو شمېر لسګونو ته رسېده. په دې سیمه کې د زلزلې د زیات ویجاړي یو اساسي دلیل دا و، چې د زلزلې مرکز ۱۰ کیلومتره لاندې و، او په دې صورت کې د زلزلې اغېز یوازې په هماغه محدوده سیمه کې وي خو ډېر شدید او پراخ وي. که څه هم زیات ویجاړي نور عوامل هم لرل، لکه دا چې په سیمه کې کورونه خام جوړ شوي او زاړه وو، چې په اسانۍ سره ړنګېدای شي. د افغانستان ترڅنګ دا زلزله په پاکستان، هند او ایران کې هم احساس شوې، چې د احساس سیمه یې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره او ۱۱۹ ملیونه وګړي وو. له لومړۍ زلزلې وروسته بیا هم څو ټکانونه حس شول چې مرګ ژوبله یې هم لرله. په دغو وروستیو ټکانونو کې د جون د ۲۴مې د لسو بجو زلزله یادولی شو، چې لږ تر لږه ۵ تنه نور پکې ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
دا زلزله د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه له خونړیو زلزلو بلل شوې او په ځانګړې توګه په تېرو دوو لسیزو کې ساری نه لري. د دغې زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ۱۱۵۰ تنو لوړ او د ټپیانو شمېر هم شاوخوا ۳۰۰۰ تنه و، چې ترڅنګ یې پراخ مالي زیانونه او د شاوخوا ۱۰ زره کورونو ویجاړی هم شامل دی.
د مرستو رسونې بهیر ته کتنه
زلزله ځپلې سیمې ته له دغې پېښې سملاسي وروسته د عامو خلکو، حکومت او یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ارګانونو مرستې پیل شوې. په دغو مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي او طبي توکي، د سرپناه لپاره خېمې او نور بېلابېل توکي شامل وو. داخلي مرستې د ځمکې له لارې او د نورو هېوادونو ډېری مرستې بیا د خوست هوایي ډګر له لارې ورسول شوې او لا هم دوام لري.
د مرستو رسونې په برخه کې ترټولو مهمه او پام وړ نکته دا وه، چې په ملي کچه له زلزله ځپلو خلکو سره د ټولو افغانانو خواخوږي او د ملي وحدت مظهر خورا برجسته او هیله بښونکی و. له زلزلې سملاسي وروسته د څېرمه سیمو خلکو خپل ټول کاروبارونه پرېښودل او د پېښې سیمې ته د ژغورنې د عملیاتو لپاره ورټول شول. یوازې څو ساعتونه وروسته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه عام وګړي او داخلي خیریه بنسټونه د حکومتي ادارو ترڅنګ د پېښې سیمې ته ورسېدل. داسې موارد هم ولیدل شول، چې له پنجشېر ولایت څخه یوه کس په خپل کور کې شته وسایل او یوه خېمه شخصا تر زلزله ځپلې سیمې پورې رسولي دي. په یوه بل مورد کې د هرات ولایت یوه اوسېدونکي د احساس خیریه بنسټ له لارې په یوازې سر له زلزله ځپلو سره څه باندې ۴ ملیونه افغانۍ مرسته وکړه، چې د دغه بنسټ د چارواکو په وینا مرسته کوونکي د خپل نوم ښکاره کول هم ونه غوښتل.
که څه هم دغه زلزله ځپلې سیمه خورا وروسته پاتې او لرې پرته سیمه ده او په ځانګړې توګه د تګ راتګ لاره یې له ستونزو ډکه ده؛ خو بیا هم په ملي کچه عامو خلکو او بېلابېلو خیریه بنسټونو او مؤسساتو د مرستو رسونې او وېش په برخه کې پراخه ونډه اخیستې ده. دغو مرسته رسوونکو بنسټونو له ډلې د بېلګې په توګه د احساس خیریه بنسټ له لوري توزیع شوو مرستو ځینې جزئیات دلته راوړو. د دغه بنسټ د کاري ډلو له لوري، چې له زلزلې څو ساعته وروسته سیمې ته رسېدلي دي، د شپږو ورځو په موده کې د لږترلږه ۱۵ ملیونه افغانیو په ارزښت مرستې په برمل او ګیان ولسوالیو کې توزېع شوې او یا د توزېع په حال کې دي، چې پکې خوراکي توکي، د کور وسایل، او نور اړین توکي شامل دي او له جملې څخه یې شاوخوا ۵ ملیونه افغانۍ په نغدي ډول او د ټپیانو د درملنې لپاره توزېع کړې دي.
اوسمهال له زلزله ځپلو سره تر ټولو مهمه مرسته د هغوی د اوږده مهال لاسنیوی دی، چې په دې برخه کې هم داخلي خیریه بنسټونو رول لوبولی دی. د بېلګې په توګه د احساس خیریه بنسټ ویلي چې دوی په سیمه کې د خلکو لپاره د کورونو جوړولو پلان هم تر لاس لاندې لري او یو شمېر هغو کسانو ته به، چې کورونه یې ویجاړ شوي او په پېښه کې یې د کورنۍ ډېر غړي له لاسه ورکړي، په هېواد کې دننه او بهر څخه دوی ته سپارل کېدونکو مرستو له لارې په سیمه کې کورونه جوړ کړي. دغه بنسټ همدا راز ویلي چې دوی غواړي د پکتیکا په مرکز کې د زلزله ځپلې سیمې د بې سرپرسته پاتې شوو ماشومانو لپاره د تعلیم او پالنې یو مرکز جوړ کړي، چې پکې به د لسګونه بې سرپرسته ماشومانو روزنه او پالنه کېږي.
په دې منځ کې د اسلامي امارت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم له زلزله ځپلې سیمې څخه د لیدو پر مهال د سیمې خلکو ته ژمنه ورکړه چې چې د ژمي تر رارسېدو وړاندې به هغو کسانو ته کورونه جوړ کړي، چې په زلزله کې یې کورونه نړېدلي دي. د هغه په وینا، د لږ تر لږه ۱۰۰۰ کورونو د جوړونې چاره به د دولت پر غاړه وي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې میکانیزم
طبیعي پېښې په بېلابېلو ډولونو پېښېږي چې پکې زلزله، سېلاب، وچکالي، طوفان، تندر، برفکوچ، د ځمکې ښویېدنه، د هوا د حرارت درجې ډېر لوړوالی او یا ډېر ټیټوالی او داسې نور د یادولو وړ دي. په دې منځ کې ځینو دغسې طبیعي پېښو ته مستقیما د انسانانو د کړنو له کبله زمینه برابرېږي. د بېلګې په توګه د هوا ککړوالی او د ځنګلونو وهل چې د سېلابونو په راوتلو کې مستقیم رول لري.
په ټوله کې طبیعي پېښې په خپلو بېلابېلو ډولونو سره د نړۍ په هره برخه کې پېښېږي او مالي او ځاني زیانونه اړوي، چې بشپړ مخنیوی یې ممکن نه دی؛ خو لږ تر لږه د پېښېدو د امکان راکمولو او یا ترې وروسته د هغو د زیانونو د کچې راکمولو لپاره بېلابېلې پیشګیرانه لارې چارې شته دي. د څېړنو له مخې، د طبیعي پېښو د زیانونو راکمولو اړوند اقدامات په څلورو پړاوونو وېشل شوي دي:
لومړی: د طبیعي او غیرمترقبه پېښو له پېښېدو وړاندې پړاو؛
دویم: د طبیعي پېښو د سبب موجودېدو پړاو؛
دریم: د پېښې د رامنځته کېدو وخت؛
څلورم: له پېښې وروسته پړاو.
په دغو څلورو پړاوونو کې ترټولو مهمه پړاو له پېښې وړاندې پړاو دی، چې کېدای شي له طبیعي پېښو سره د مبارزې له ادارو سره د شته امکاناتو په کارونې سره داسې لازم تدابیر او وړتیاوې رامنځته شي چې یا خو د پېښې امکان راکم کړي او یا د پېښې د واقع کېدو په صورت کې د زیان کچه حداقل ته راورسوي. د بېلګې په توګه، په دغو تدابیر کې یو یې هم د اړوندو ادارو له لوري خلکو ته مخکې له مخکې عامه پوهاوی ورکول دي، ترڅو د دغسې حوادثو خطر او زیانونه په پیشګیرانه اقداماتو سره راکم کړای شي. په ډېرو مواردو کې لیدل کېږي چې خلک د طبیعي پېښو له لوړ تهدید سره مخ وي خو په دې اړه یې د تخصصي پوهې د کموالي له کبله اقدام نه شي کولی.
وړاندیزونه او حل لارې
• افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له طبیعي پېښو خورا زیات زیانمنېږي. د دغو زیانونو د راکمولو لپاره د لومړي ګام په توګه د دغسې پېښو په اړه دوامدار، تخصصي او اغېزناک عامه پوهاوی پکار دی، چې د افغان حکومت ترڅنګ نړیوالې مرستندویه ادارې هم باید پام ورته وکړي.
• له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارو په تېرو وختونو کې سم مؤثریت نه دی لرلی او له پام وړ مالي بودجې مصرفولو سره سره نه دي توانېدلي د خلکو ستونزو ته په وخت سره ځواب ووایي. د دې چارې یو لامل په دغو ادارو کې د متخصصینو نشتون دی او له دې کبله د دغو ادارو جوړښت او مدیریت ته باید د حکومت او نړیوالو مرستندویانو له لوري جدي توجه وشي.
• له طبیعي پېښو سره د مبارزې ارګانونه مسؤولیت لري چې د طبیعي پېښو خطرونه او د دغو خطرونو د راکمولو لارې چارې تشخیص کړي، ترڅو له یوې خوا د امکان تر حده د دا ډول پېښو مخنیوی وشي او که نه وي د پېښېدو په صورت کې یې د زیانونو کچه راکمه کړای شي.
• د طبیعي پېښو اړوند ارګانونو کې باید داسې ظرفیتونه رامنځته شي چې د پېښو د واقع کېدو په صورت کې د خلکو د ژغورلو چاره ژر پیل شي او بیا وروسته د زیانمنو شوو سیمو د بیارغونې پلانونه په چټک ډول پلي کړای شي.
• د طبیعي پېښو په صورت کې له زیانمنو شوو خلکو سره د ملي او نړیوالو مرستو د سم تنظیم او وېش لپاره اغېزناک ظرفیت، مېکانېزمونه او په ټوله کې یوه ستراتېژي رامنځته شي، ترڅو دا مرستې په منظم ډول د یوه اغېزناک پلان له مخې توزېع شي او په وخت سره زیانمن شوو خلکو ته ورسېږي.
• په ځانګړې توګه اوسمهال اړتیا ده چې د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره له شته مرستو په استفادې سره د کورونو د بیاجوړونې په چاره کې همغږی او اغېزناک کار وشي او د لنډمهالو مرستو لکه د سرپناه خېمې او خوراکي او طبي توکو ترڅنګ د زیانمنو شوو خلکو اوږدمهالی لاسنیوی وشي. تراوسه داسې ښکاري چې هلته اکثریت مرستې په لنډمهالو موخو او په ځانګړې توګه خوراکي توکو پر توزېع لګول کېږي، حال دا چې ځپل شوو خلکو ته د کورونو د جوړولو او اوږدمهالي لاسنيوي ډېره اړتیا ده.
• دغه راز د برمل او ګیان ولسوالۍ او ورڅېرمه ځپل شوې سیمې خورا وروسته پاتې سیمې دي، چې تراوسه پکې حتی مخابراتي شبکې فعالیت نه لري او ورغلې لارې خامه او ډېرې ویجاړې دي. همدا لامل هم و، چې دغې سیمې ته د مرستې رسونې چاره هم تر یوه بریده ټکنۍ وه. ځکه نو اړتیا ده چې دغسې سیمې ته د سړک جوړونې، کلینیکونو او ښوونځیو جوړولو او نورو اسانتیاوو په برخه کې پاملرنه وشي او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو لپاره د کار زمینې ورته برابرې شي.
• لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، په وروستۍ پېښه کې د مرستو رسونې په چاره کې د خلکو ونډه خورا برجسته وه، او له همدې کبله اړتیا ده چې د عامو خلکو دغه افغاني او اسلامي احساس په راتلونکي کې نور هم تقویه شي او د حکومت له لوري د خلکو د مرستو رسولو لپاره تسهیلات رامنځته شي. د بېلګې په توګه لږ تر لږه د عامو خلکو د مرستو رسولو او ترانسپورت په برخه کې حکومت له خلکو سره همکاري وکړي. د دې ترڅنګ، ښه ده چې اړوندې حکومتي ادارې د خلکو د مرستو یوه ارزونه هم وکړي ترڅو دا مرستې په راتلونکي کې لا ډېرې تشویق او اغېزناکې تمامې شي.
• د طبیعي پېښو د واقع کېدو او د احتمالي زیانونو په اړه د څېړنو لپاره باید په اړوندو ادارو کې نړیوال متخصصین وګومارل شي، ترڅو په دوامدار ډول د داسې پېښو د واقع کېدو او زیانونو په اړه سمې او تخصصي څېړنې وشي. د بېلګې په توګه، ځینې وختونه له یوې زلزلې وروسته نور ټکانونه هم د خلکو ژوند اخلي، چې د څېړنو له لارې تر ډېره بریده تشخیصېدای شي.
پای