تېره اوونۍ (۱۳۹۷ حمل ۱۲مه) د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند دفتاڼو سیمه کې افغان هوایي ځواکونو په یوه دیني مدرسه کې پر جوړه شوې غونډه برید وکړ او ګڼو کسانو ته يې مرګژوبله واړوله.
نیویارک ټایمز د دشت ارچي د ولسوال نصرالدین سعدي له قوله ليکلي، چې دغه برید د افغان هوایي ځواکونو له لوري د دستاربندۍ په مراسمو شوی. د سرچينې په حواله، شاوخوا ۱۰۰۰ تنه دلته راټول شوي وو او د بريد په پایله کې ۷۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
په بل اړخ کې د افغانستان د دفاع وزارت بيا وايي، چې دغه برید د کورنیو او بهرنیو وسلهوالو پر یوه ستره غونډه شوی او په پایله کې یې ۲۰ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي. ولسمشرۍ ماڼۍ هم په يوه اعلامیه کې دغه برید د طالبانو پر هغه غونډه بللی، چې غوښتل یې په افغانستان کې د لویو بریدونو د کولو پلان جوړ کړي. خو د اعلاميې پر بنسټ، دا چې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو راپورنه خپاره شوي، ولسمشر غني یې په اړه د پلټنو په موخه یو پلاوی ټاکلی او تر څېړنو وروسته به يې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.
دغه برید د پخواني ولسمشر حامد کرزي، ځينو نورو افغان سیاسیونو، د ولسي جرګې غړو او په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې د عامو خلکو له لوري سخت غندل شوی او له حکومته يې غوښتي، چې د دغې پېښې پلټنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.
دا چې هوایي بریدونه ولې زیات شوي، په دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته ولې پراخه مرګژوبله اوړي او د دا ډول بريدونو دوام به کومې احتمالي پايلې او اغېزې ولري؟ هغه پوښتنې دي چې دلته مو ځواب کړې دي.
هوايي بريدونه
د افغانستان او سوېلي آسیا لپاره د ۲۰۱۷م کال په اګسټ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې پوځي تګلارې له اعلان سره سم، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر “مشورې او روزنې” را محدود شوی رول د جګړې په ډګر کې زيات شو او په ځانګړې توګه خپل هوايي بريدونه يې د پخوا په پرتله زيات کړل.
که څه هم د امریکا په نوې پوځي تګلاره کې د امريکايي پوځیانو زیاتېدلو او پر طالبانو د فشار راوړلو د افغان حکومت روحیه لوړه کړه؛ خو په افغانستان کې یې د سولې د ټينګښت پر وړاندې خنډونه نور هم زيات کړل؛ ځکه داسې انګېرنې شته دي چې د همدې تګلارې او پر طالبانو د نظامي فشار زیاتوالی د طالبانو ليکې او جګړې ته لېوالتيا پياوړې کوي.
د امريکا په نوې تګلاره کې دا هغه ټکی و، چې په تېرو کلونو کې امریکا په افغانستان کې تر ۱۰۰ زره زياتو سرتېرو سره طالبان پرې مات نه کړای شول، بلکې په افغانستان کې یې جګړه نوره هم ګرمه کړه. په تېر کال کې هم د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه زيات شول او له کبله يې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګژوبلې کچه هم لوړه شوه. د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، امریکایي ځواکونو په افغانستان کې په تېر ۲۰۱۷م کال کې ۲۶۱۱ هوایي بریدونه کړي دي، چې دا شمېره په ۲۰۱۶م کال کې ۱۰۷۱ او په ۲۰۱۵م کال کې ۲۳۶ وه. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۷م کال کې ۳۴۳۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۰۱۵ تنه نور ټپیان شوي، چې د هوايي بريدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې کچه څرګنده پکې زياته شوې ده.
په تېرو څو کلونو کې ډېری مهال د امریکایي ځواکونو له لوري په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو یا عامو خلکو د کورونو سربېره، روغتونونه، جوماتونه او ان د افغان نظامیانو پوستې هم بمبار شوې دي. به بل اړخ په دې وروستیو کې افغان هوایي ځواکونه هم ورته هوایي بریدونه کوي او د ۲۰۱۸م کال له پیل راهيسې يې په څو پېښو کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د ملکي وګړو مرګژوبله
په تېره يوهنيمه لسيزه کې تل د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوایي بریدونو کې معمولا ملکي خلک وژل شوي، چې پر عامو خلکو سربېره د بشري حقونو داخلي او نړیوالو ادارو، د ملي شورا غړو او سیاسي احزابو يې په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې په دغو بريدونو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام نه کېږي؟
په دې برخه کې لاندې ټکي د پام وړ دي:
لومړی؛ د جګړې اصولو ته نه پاملرنه: په جګړو کې د ملکي خلکو ژوند ته د پاملرنې او د بشري حقونو د خونديتوب لپاره نړيوال اصول شته دي، چې له مخې یې بايد د غیرپوځي وګړو یا هغه څوک چې د جګړې په هیڅ لوري کې نه راځي، ټپیانو او ناروغانو، جنګي اسیرانو، خیریه بنسټونو، مقدسو ځايونو او داسې نورو خونديتوب ته پاملرنه وشي؛ خو د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې د جګړو په څېر، په افغان جګړه کې هم دا اصول نه مراعات کېږي، بلکې په تېره ۱۷ کلنه جګړه کې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
د بهرنيو ځواکونو لهخوا څو ځله د جنازې او نورو ديني مراسمو، ديني مدرسو او مقدسو ځايونو او روغتونونو بمبارول، لکه په کندوز کې د بېپولې ډاکترانو پر روغتون خونړی بريد؛ د دولت د وسلهوالو مخالفينو لهخوا په زيارتونو، جوماتونو، تکيهخانو، روغتونونو او نورو عامه ځايونو کې بريدونه، د بېلګې په توګه په سردار محمد داوودخان روغتون برید؛ او دغه راز د افغان ځواکونو لهخوا په فراه او کندوز کې وروستي بريدونه یې د بېلګې په ډول یادولی شو.
دویم؛ د بهرنيو ځواکونو هدفي بمبارۍ: د امريکايي او ناټو ځواکونو ځينو بريدونو ته په کتلو سره داسې انګېرنې شته دي، چې ځينې وختونه قصدا دا ډول هوايي بريدونه کېږي او په څرګنده د ملکي خلکو ژوند ته په لوړه کچه ګواښ پکې موجود وي.
د دا ډول بمباریو بېلګې هم په تېره څه باندې یوهنیمه لسیزه کې خورا ډیرې لیدل شوې دي، چې یوازې په تېر ۱۳۹۶هـ ش کال کې د دې ډول بریدونو له ډلې د ننګرهار هسکه مېنه کې پر ملکي خلکو هوایي برید، د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې هوايي برید، د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند باري سیمه کې برید، د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو برید او ورته نور بريدونه یادولی شو.
درېیم؛ د افغان هوايي ځواک او کشفي ارګانونو ستونزه: له يوې خوا د افغان هوايي ځواکونو مسلکي وړتيا کمه ده او له کبله يې په بريدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او له بله پلوه د ناسمو راپورونو پر بنسټ بمبارۍ، چې د استخباراتي او کشفي ارګانونو په کمزورۍ پورې تړاو لري، د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لامل دی. افغان حکومت اوسمهال د هوايي ځواک پر پياوړتيا تمرکز لري او له همدې کبله يې په دې وروستيو کې هوايي بريدونه هم زيات شوي دي. له دې پرته ښايي دا ډول بريدونه لا هم د بهرنيانو په امر کېږي؛ ځکه په ديني مراسمو کې د څو تنو وسلهوالو کسانو د ګډون له کبله يوه د ګڼې ګوڼې ډکه غونډه بمبارول د توجيه وړ نه دي.
د ملکي وګړو د مرګژوبلې پایلې
د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه لاندې پایلې لرلی شي:
- د افغان هوايي ځواکونو لهخوا دا ډول بريدونه په لويه کچه د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ډېرولی شي.
- د ملکي خلکو مرګ ژوبله د خلکو کرکه پاروي او له کبله يې د دولت د وسلهوالو مخالفينو ليکې پياوړې کېږي او د جګړې ډګر ګرمېږي.
- په ديني مدرسو، جوماتونو او نورو ديني ځايونو او ديني مراسمو بریدونه بيا د خلکو توند غبرګون هم پارولی شي.
- دا وضعيت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره راټوکېدلې هيلې هم مړاوې کوي او داسې ښکاري، چې دواړه لوري په عامه ځايونو په بريدونو سره د بېباورۍ فضا نوره هم پراخوي.
پای