“جهان در محاصرۀ کرونا” کتاب د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز (CSRS) له لوري د زر ټوکه په شمېر کې چاپ شو. یاد کتاب کې لاندې څېړنیزې مقالې لیکل شوي دي:
لومړنی مقاله “د کرونا راتلونکی لید او ددویمی څپی امکان” چې د لندن میشتې افغان ډاکټر ښاغلي عبدالحمید لطیفی لخوا لیکل شوې. نوموړی دا مهال د اکسفورډ په MPH روغتون کې د رواني ناروغیو متخصص دی.
دویمه مقاله د CSRS غړي ښاغلي اجمل جلال علمي مقاله د “تأثیر وبای کرونا بر سیاست و روابط بین الملل” په اړه ده چې په نړیوال سیاست او اړیکو یې د کرونا اغېزې په ښه ډول څېړلي دي.
درېیمه مقاله د آغلې زینب فخري لخوا د “وضعیت اقتصادی جهان پس از شیوع وبای کرونا” په اړه لیکل شوې.
څلورم مقاله بیا د “اثرات ویروس کرونا بر اقتصاد افغانستان” په اړه ده چې ښاغلي بسم الله ذکي کښلې ده.
پېنځمه مقاله د “وضعیت محیط زیست پس از شیوع مرض کرونا” په اړه ده چې دا مقاله هم د آغلې زینب لخوا لیکل شوې ده.
د کتاب وروستۍ برخه کې د CSRS لومړنۍ پالیسي پیپر د “کوویډ ۱۹ سره د ملي مبارزې وضعیت؛ افغان حکومت ته د پالیسۍ په برخه کې سپارښتنې” تر سرلیک لاندې چې د امان الله کاکړ په مشرۍ د ډاکټر سید خالد راشد او ډاکټر وحید الله مصلح په غړیتوب د CSRS د یو درې کسیز څېړنیز ټیم لخوا ترتیب شوې وه په دې کتاب کې نشر شوې ده.
Greetings! Very helpful advice on this article! It is the little changes that make the biggest changes. Thanks a lot for sharing!