لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د تورخم دروازې تړل کېدل؛ لاملونه او اغېزې يې
- د تورخم دروازې د تړلو لاملونه
- د دواړو هېوادونو پر سياسي اړيکو يې اغېزې
- د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړيکو يې اغېزې
- پايله
- وړانديزونه
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د ۲۰۲۱ز. کال د اګست په مياشت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته څو ځلې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ په تورخم او يا هم سپين بولدک کې ستونزې رامنځته شوي او د خلکو د تګ او راتګ په ګډون د سوداګرۍ په موخه هم څو ځلې دروازې تړل شوي، چې د دواړو لوريو سوداګرو ته يې مالي زيان اړولی دی. د ۲۰۲۳ز. کال د فبرورۍ په مياشت کې د اسلامي امارت له لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ او سوداګرۍ لپاره وتړل شوه، دغه دروازه درې ورځې بنده وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ورسره په ټپه ولاړه وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړيکو يې هم منفي اغېزه وکړه. د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مشر سيد ضياالحق سرحدي په وينا هغه مهال د تورخم د دروازې تړلو له امله دواړه لوريو ته ۶۰۰۰ ټېلرې او لوی ګاډي بند پاتې وو چې دواړو لوريو ته يې ميليونونه ډالر زيان اړولی دی. د اسلامي امارت د چارواکو په وينا دروازه يې له دې امله تړلې چې پاکستاني لوري د ټرانزيت او ناروغانو د پرېښودو په برخه کې په خپلو وعدو وفا نه کوله.[1] د همدغو سرحدي او سوداګريزو شخړو د حل په موخه د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د ۲۰۲۳ز. کال د می په مياشت کې په اسلام اباد کې سره وکتل او دواړه لوري دې هوکړې ته ورسېدل چې دوه اړخيزې سوداګرۍ ته به پراختيا ورکوي، د ترهګرۍ په خلاف به سره جګړه کې همکاري کوي او سرحدي اندېښنې به پای ته رسوي.[2]
د دې ترڅنګ د ۲۰۲۳ز. کال د نومبر په مياشت کې هم دغه دروازه د پاکستاني پوځيانو له لوري وتړل شوه او لامل يې د پاکستاني پوځيانو له لوري د افغان موټر چلوونکو څخه د ويزې او پاسپورټ غوښتنه وه چې د اسلامي امارت د پوځيانو له لوري ورسره په دې اړه شخړه شوې وه او بيا پاکستاني لوريو دغه دروازه وتړله.[3] اوس تازه د ۲۰۲۵ز. کال د فبرورۍ مياشتې له ۲۱مې نېټې څخه تراوسه پورې د تورخم دروازه تړل شوې ده، چې له يوې خوا يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېزه کړې او له بلې لوري افغان سوداګرو ميليونونه افغانۍ زيان ليدلی دی. په دغه تحليل کې به د دغې دروازې د تړل کېدو پر لاملونو او اغېزو بحث وکړو.
د تورخم دروازې د تړلو لاملونه
د تورخم دروازې تړل کېدل بېلابېل لاملونه لري چې ځينې يې دلته بحث کوو:
۱- د نظامي پوستو جوړول: د ډيورنډ پر کرښه افغانستان او پاکستان دواړه هڅه کوي چې نظامي پوستې جوړې کړي او په دغه برخه کې پاکستاني لوری ډېر مخکښ دی. د دغې نظامي پوستو له جوړولو څخه پاکستانی لوری دوه بنسټيزې موخې لري: لومړی، پاکستان تل پر افغانستان تور پوری کړی چې په دغه هېواد کې د پاکستان ضد ډلې پټنځايونه لري، دلته ټرننګ اخلي او بيا له ډيورنډ کرښې راتېرېږي او پر پاکستان کې بريدونه کوي، نو د همدغه ډلو يا خلکو د مخنيوي په موخه پاکستان پر دغه کرښه نظامي پوستې جوړوي تر څو دوی وڅارلی شي. دويم بنسټيز لامل يې پر دغه کرښه او خاوره د خپل حاکميت ښودل دي تر څو افغان لوري او نړيوالو ته وښايي چې د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او دوی د خپلو پوستو له لارې دغه پوله کنټرولوي.
د تورخم دروازې د تړل کېدو يو لامل چې افغان حکومت ښودلی هغه د پاکستاني ځواکونو له لوري دغې دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول ښودل شوي دي، هغوی وايي چې زموږ هوکړه په دې شوې چې هر څوک چې نوي تاسيسات جوړوي بايد مقابل لوري ته خبر ورکړي، خو پاکستاني ځواکونو پر پوسته کار کاوه او موږ ته يې خبر نه و راکړی. همدارنګه پخوا هم له دې امله پر دغه دروازه نښتې رامنځته شوي دي، یعنې ځينې وخت پاکستاني لوريو هم دعوه کړې چې افغان ځواکونه پر دغه دروازه پرته له دې چې دوی ته خبر ورکړي پوستې جوړې کړي دي چې له امله يې پاکستاني لوريو غبرګون ښودلی او له امله يې دغه دروازه تړل شوې ده.[4]
۲- امنيتي اندېښنې: د تورخم دروازې د تړل کېدو يو بنسټيز لامل د پاکستان امنيتي اندېښنې دي، پاکستان دعوه کوي چې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP غړي او ملاتړي له افغانستان څخه راځي او په پاکستان کې بريدونه کوي. پاکستان دعوه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د TTP څخه ملاتړ کوي، دوی ته په افغانستان کې پټنځايونه برابروي، په پاکستان کې د دوی له بريدونو ملاتړ کوي او تر دې چې افغان طالبان خپله د TTP په ليکو کې د پاکستان د حکومت خلاف جنګيږي[5] او د دوی اکثره تګ او رتګ د تورخم په دروزاه دی.
پاکستاني څېړونکي په دې اند دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بيا واکمنېدو د TTP په هڅونه او تحريک کې مهم رول اداء کړ او له دوی سره هم هيله پېدا شوه چې په پاکستان کې اسلامي نظام حاکم کړي،[6] له همدې امله يې بريدونه زيات کړل. د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ څخه تر ۲۰۲۳ز. کال د اګست مياشتې پورې د TTP په بريدونو کې ۶۰ سلنه زياتوالی راغلی چې په پايله کې ۲۳۰۰ پاکستاني نظاميان او ملکيان وژل شوي،[7] يوازې په خېبرپختونخواه کې ۳۰۰ بريدونه شوي، چې د اکثرو مسؤوليت TTP پر غاړه اخيستی دی.[8]همدارنګه د جنوبي اسيا د ترهګرۍ بنسټ وايي: پر ۲۰۲۳ز. کال په پاکستان کې ۴۱۸ بريدونه شوي، چې دا شمېره په ۲۰۲۲ز. کال کې ۳۶۵ وه.[9] الجزيرې بيا په ۲۰۲۳ز. کال کې په ټول پاکستان کې د بريدونو شمېر ۶۵۰ ښودلی دی.[10]
د ۲۰۲۳ز. کال د جولای په مياشت کې په باجوړ کې پر يوه غونډه بريد وشو چې له امله يې له ۵۴ څخه زيات کسان مړه شول. پاکستاني حکومت، په ځانګړي ډول د پوځ مشر جنرال عاصم منير دعوه وکړه چې په دې پېښه کې افغاني تابعيت لرونکو لاس درلود او دوی له افغانستان څخه راغلي وو. د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د دې پېښې پړه د اسلامي امارت پر حکومت واچوله او دغه حکومت يې تورن کړ چې دوی نشي کولای وسلوال کنټرول کړي تر څو د ډيورنډ له فرضي کرښې راتېر نشي.[11] د افغانستان اسلامي امارت دغه ټول تورونه ردوي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي دا د اسلامي امارت خلاف تبليغات ګڼي او وايي چې په افغانستان کې هېڅ داسې ډلې نشته چې هغه د سيمې هېوادونو امنيت ته ګواښ پېښ کړي.[12] د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د تورونو په رد کې وايي: «پاکستان د دې پرځای چې خپل امنيت ټېنګ کړي يو ځل بيا يې افغانستان تورن کړ. اسلامي امارت تاکيد کوي چې دوی د دې ډول پېښو حمايت نه کوي، بلکې غندي يې، خو دا د اسلامي امارت مسؤليت نه دی چې په پاکستان کې د بريدونو مخنیوی وکړي، بلکې پاکستان بايد خپل امنيت پخپله ټينګ کړي.» [13] لنډه دا چې د تورخم د دروازې د بندېدو يو لامل د پاکستان امنيتي اندېښنې دي او دوی فکر کوي چې په پاکستان کې ترسره شويو بريدونو کې لاس لرونکي له همدغې دروازې راتېر شوي او دلته يې عمليات کړي دي او له همدې امله چې ځينې وخت امنيتي اندېښنې ډېرې شوي پاکستاني حکومت د تورخم دروازه تړلې ده، خو افغان حکومتونه هيڅکله دغه ادعاوې نه مني او وايي چې د افغانستان خاوره هيڅکله د پاکستان پرخلاف نه استعماليږي او هلته په ترسره شويو بريدونو کې دوی لاس نه لري.
البته دلته يوه يادونه اړينه ده چې سره له دې چې پاکستان د امنيتي اندېښنو يادونه کوي او ځينې وخت له همدې امله د تورخم په دروازه کې ستونزې جوړوي، خو زموږ له نظره دا د پاکستاني حکومت له لوري هسې بهانه ده، لومړی خو په پاکستان کې بريد کوونکې ټولې ډلې هملته مېشته دي او که احياناً د افغانستان له خاورې څوک ځي، نو هغوی هيڅکله د تورخم دروازه د تګ او راتګ لپاره نه کاروي بلکې هغوی په نورو قاچاقي لارو ځي او د امنيتي اندېښنو له امله د تورخم دروازه تړل يوازې په امنيتي برخه کې پر افغان حکومت د خپلو غوښتنو د منلو يوه وسيله ده.
۳- د سیاسي فشار يوه وسيله: د تورخم د دروازې د بندېدو بل لامل کېدای شي د پاکستان له لوري پر افغانستان د فشار د واردولو يوه وسيله وه. د اسلامي امارت له واکمنۍ راهيسې پاکستان څو ځلې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د TTP په مقابل کې په افغانستان کې پراخ عمليات وکړي[14] او يا هم د دوی او د TTP ترمنځ منځګړيتوب وکړي. سره له دې چې اسلامي امارت د TTP او پاکستان ترمنځ منځګړيتوب وکړ او هغه پر يو تړون منتج هم شو، خو دغه تړون ډېره ادامه پېدانکړه. پاکستان غواړي له بېلابېلو لارو پر اسلامي امارت فشار راوړي تر څو د TTP له ملاتړ څخه لاس واخلي او يا يې په خپله خاوره کې پټنځايونه له منځه يوسې او د فشار د دغو وسايلو له ډلې څخه يو هم د تورخم د دروازې تړل او يا هم پاکستان د افغانانو د تګ او راتګ پر وړاندې د خنډونو جوړول دي.
۴- د اقتصادي فشار يوه وسيله: د تورخم د دروازې د تړلو کېدو بل لامل دا هم دی چې پاکستان غواړي پر افغان سوداګرو د فشار د واردولو له لارې د افغانستان اقتصاد ته ضربه ورکړي. ډېر کله داسې شوي دي چې کله د پاکستاني ميوو او سبزيجاتو وخت راورسېږي، نو پر تورخم دروازه اساني راشي او کله چې د افغانستان د ميوو او سبزيجاتو وخت راورسېږي، نو له يوې خوا د تورخم پر دروازه ډريورانو ته ستونزې جوړوي، پاسپورټ او ويزې ترې غواړي، کله د تالاشۍ پرمهال ورته ستونزې جوړوي او کله هم د نورو اسنادو پرمهال او له بلې خوا ځينې وخت دروازه تړي چې له امله يې د افغان سوداګرو موټرې په ورځو ورځو ولاړې وي او په کې پرتې ميوې او سبزيجات له استفادې وځي او افغان سوداګر له سختو مالي زيانونو سره مخامخ شي.
د دواړو هېوادونو پر سياسي اړيکو يې اغېزې
اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له پاکستان سره نږدې اړيکې درلودې، د متحده عربي امارتو، سعودي عربستان په ګډون پاکستان هغه هېواد و چې د افغانستان اسلامي امارت يې په رسميت پېژندلی و،[15] په ۲۰۲۱ز. کال کې د اسلامي امارت بياواکمنۍ ته پاکستان خوښ و چې د نورو لاملونو ترڅنګ يې يو ستر لامل په افغانستان کې د هند د نفوذ پای ته رسېدل و او غوښتل يې چې له اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري، پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفارت اسلامي امارت ته وسپاره او په کابل کې يې هم خپل سفارت پرانېستی پرېښود، په لوړه کچه د دواړو هېوادونو استازو د يو او بل هېواد ته سفرونه وکړل او داسې تمه کېده چې د دواړو هېوادونو اړيکې به ډېر ښه راتلونکی ولري، خو په وروستيو کې د نورو دلايلو ترڅنګ د د دواړو هېوادونو ترمنځ په ايښودل شويو دروازو او په ځانګړي ډول تورخم کې د ستونزو او نښتو د رامنځته کېدو له امله د دغې دروازې تړل کېدو د دواړو دولتونو پر سياسي او اقتصادي اړيکو منفي اغېزې کړي دي،[16] پر سياسي اړيکو يې منفي اغېزه دا ده چې پاکستان د اړيکو د خرابېدو څخه مخکې په بېلابېلو نړيوالو سټيجونو د اسلامي امارت دفاع کړې، په سيمه ييزه کچه يې د سيمې د هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د حکومت د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کړي او پر سياسي لحاظ يې داسې کومه کړنه نه ده ترسره کړې چې هغه د اسلامي امارت حيثيت ته صدمه ورسوي او د رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، خو کله چې اړيکې خرابې شوي، نو پاکستان په بېلابېلو نړيوالو سټيجونو پر اسلامي امارت تور پور کړی چې دوی په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان څخه ملاتړ کوي او د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي، همدارنګه په سيمه ييزه کچه د افغانستان په اړه په سيمه ييزو غونډو کې د ټولشموله حکومت او بشر حقوقو قضيه هم مطرح کوي، همدارنګه په دې ورستيو کې يې د نجونو د تعليم په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو د يو غونډې کوربتوب وکړ او له لارې اعلان کړه چې د نجونو تعليم روا او فرض دی او له دې غونډې يې هم پر اسلامي امارت د فشار واردولو هڅه وکړه، لنډه دا چې د تورخم دروازې د تړلو او په دغه دروازه کې د نښتو د رامنځته کېدو له امله سياسي اړيکې اغېزمنې شوي دي.
د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړيکو يې اغېزې
د تورخم دروازې تړل کېدل د پاکستان او افغانستان پر اقتصادي اړيکو هم اغېزه کړې ده چې دغه اغېزې د دوه اړخيزې سوداګرۍ، ټرانزيټ او اقتصادي زيانونو په برخه کې مطالعه کوو:
۱- پر دوه اړخيزې سوداګرۍ يې منفي اغېزې
د تورخم دروازې تړل کېدل د دواړو لوريو پر دوه اړخيزه سوداګرۍ هم منفي اغېزې لرلاي شي، ځکه هر څومره چې سرحدي شخړې زياتيږي او دروازې تړل کېږي له يوې خوا مالي زيانونه رامنځته کېږي او له بلې خوا سوداګري اغېزمنېږي. که موږ د اسلامي امارت د لومړيو کالونو او د ۲۰۲۴ز. کال دوه اړخيزې سوداګرۍ ته وګورو، نو معلوميږي چې په دغه کال د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه راټيټه شوې ده او لامل يې په ۲۰۲۳ز. کال کې د سرحدي شخړو زياتېدل و چې په ۲۰۲۴ز. کال يې اغیز وکړ او سوداګرو د بديلو لارو په لټه کې شول او يا يې هم د زيان د ګواښ له امله خپله سوداګري راکمه کړې ده.
۱۴۰۱ هـ.ل. (۲۰۲۲ز.)کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري دوه ميليارده، درې سوه دري څلوېښت ميليونه، شپږ لکه شپېته زره او شپږ سوه شپږ اويا (۲۳۴۳۶۶۰۶۷۰) ډالره وه[17] چې په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال (۲۰۲۳ز.) کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ دا کچه نږدې دوه نيم ميلياردو ډالرو ته ورسېده،[18] خو په ۱۴۰۳ هـ.ل. (۲۰۲۴ز. کال) کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د راپور پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګرۍ يو ميليارد او شپږ سوه ميليونه ډالرو ته راښکته شوه[19] چې د سوداګرۍ د کچې دا کموالی د نورو لاملونو ترڅنګ يو لامل يې سرحدي شخړې دي او د تورخم د دروازې اوسنی بنديز چې نږدې شل ورځې يې پوره کېږي کېدای شي په ۲۰۲۵ز. کال کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه نوره هم راټيټه کړي.
۲- پر ټرانزيټ يې اغېزې
په ۲۰۱۰ز. کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اپټا (Afghanistan-Pakistan Transit Trade Agreement(APTTA)) تړون د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزيرانو لاسليک کړ. دغه تړون چې ۵۸ مادې لري د اسلامي امارت د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم نافذ دی. د دې تړون پر بنسټ دواړه هېوادونه کولای شي چې د يو او بل خاورې ته لاسرسی ولري او د ټرانزيټي سوداګرۍ په موخه ترې ګټه واخلي، د دې تړون پر بنسټ افغانستان د پاکستان دريو لويو بندرونو (کراچۍ، ګوادر او قاسم) او دوو هېوادونو، چين ته د سوسټ/تاشقرغان له لارې او هند ته د واګه پولې له لارې ټرانزيټي لاسرسی پيداکوي. همدارنګه پاکستان کولای شي چې د افغانستان د اسلام قلعه او زرنج له لارې له ايران سره، د حيرتان له لارې ازبکستان سره، د شېرخان له لارې تاجکستان سره او د اقينه او تورغونډۍ له لارې ترکمنستان سره وصل شي او ټرانزيټ ترسره کړي.[20] د دې تړون پر بنسټ او يا هم په عملي ډول افغانستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته تر ډېره د تورخم له لارې لاسرسی پېداکوي او پاکستان هم مرکزي اسيا ته د لاسرسي لپاره تر ډېره د تورخم له لارې ګټه اخلي، نو که د تورخم لاره بنده وي او يا هم په دغه لاره کې شخړې او ستونزې ډېرېږي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزيټي ستونزې هم ډېرېږي چې دا به د دواړو هېوادونو پر اقتصادي وضعيت او اړيکو سخت منفي اغېزه وکړي.
۳- د اقتصادي زيانونو رامنځته کېدل
د تورخم د دروازې تړل کېدل د دواړو هېوادونو سوداګر له سختو مالي زيانونو سره مخامخ کوي چې له امله يې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي وضعيت هم منفي اغېزه کوي او طبعي ده چې له امله به يې اقتصادي اړيکې هم ورسره اغېزمنيږي. په ۲۰۲۳ز. کال کې د تورخم دروازې د تړلو له امله د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مشر سيد ضياالحق سرحدي په وينا دواړه لوريو ته ۶۰۰۰ ټېلرې او لوی ګاډي بند پاتې وو چې دواړو لوريو ته يې ميليونونه ډالر زيان اړولی دی. د خيبر پختونخواه د سوداګرۍ خونې مشر يوسف افريدي په وينا په ۲۰۲۵ز. کال د فبروۍ مياشتې له ۲۱مې څخه تراوسه پورې د دغې دروازې د بندېدو له امله پاکستان نږدې ۱۵ ميليونه ډالره زيان ليدلی دی. د دې ترڅنګ د ننګرهار د سوداګرۍ خونې اجرايوي مشر شاکرالله صافي په وينا افغان سوداګر د تورخم دروازې د بندېدو له امله هره ورځ پنځه سوه زره ډالر زيان ګوري.[21] يعنې په دې شل ورځو کې افغانستان نږدې لس ميليونه ډالر زيان ليدلی او دواړو لوريو ته د دې دروازې د تړل کېدو له امله ۲۵ ميليونه ډالر زيان رسېدلی دی. د دغه ډول اقتصادي زيانونو رامنځته کېدل په لوړه کچه د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې زيانمنولی شي.
پايله
د تورخم دروازه پاکستان او افغانستان دواړو ته يوه مهمه ستراتيژيکه لاره ده. دغه لاره د ټرانزيت، سوداګرۍ او ګمرکي عايد له اړخه دواړو لوريو ته ډېره مهمه ده. د تورخم دروازه د امنيتي اندېښنو، د نظامي تاسيساتو جوړېدو او ځينې وخت د پاکستاني حکومت له لوري فشار د راوړلو په دليل تړل شوې ده. د دغې دروازې د تړلو له امله دواړو لوريو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي، پاکستاني لوريو نږدې ۱۵ ميليونه ډالر او افغاني لوري نږدې ۱۰ ميليونه ډالر په دې تېرو شلو ورځو کې مالي زيان ليدلی دی. د مالي زيان ترڅنګ په تورخم دروازه کې دغه ډول پېښې د دواړو هېوادونو پر سياسي اړيکو منفي اغېزې لري او کله هم چې يو ګاونډي هېواد سره سياسي اړيکې خرابېږي دا د دواړو هېوادونو پر امنيتي او اقتصادي وضعيت منفي اغېزې ښېندي، ځکه په نړيوالو اړيکو کې مشهور مقوله ده چې وايي: ته نه شې کولای چې خپله جغرافيه او ګاونډی هېواد بدل کړې، خو کولای شې چې خپل تعامل او سياست بدل کړې تر څو له خپل ګاونډي هېواد سره يې له لارې اړيکې ښې کړې. لنډه دا چې د تورخم د دروازې بندېدل د دواړو لوريو په خېر نه دي، سره له دې چې په دې وروستيو کې د دواړو اړخونو ترمنځ يو قومي جرګه وشوه او له لارې يې اوربند رامنځته شوه، خو دې جرګې هم لا تراوسه د دروازې د پرانېستلو لپاره کومه پرېکړه نه ده کړې.
وړانديزونه
۱- له پاکستان سره دې د افغانستان د يو مهم ګاونډي په توګه د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نيولو سره سياسي اړيکې ورغول شي ځکه د دواړو هېوادونو امنيت او ثبات د دوی په ښو او نږدې سياسي اړيکو پورې اړه لري.
۲- افغان حکومت دې پاکستان په دې قانع کړي چې باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی او د افغانستان خاوره به هيڅکله د دوی پرخلاف استعمال نشي او دوی دې هم په افغانستان کې د هند سره له خپلې سيالۍ څخه ډډه وکړي.
۳- دواړه لوري دې ژر تر ژره د تورخم دروازه د هر ډول تګ او راتګ لپاره پرانېزي تر څو له يوې خو له مالي او اقتصادي زيانونو څخه مخنیوی وشي او له بلې لوري په دغه دروازه کې بند پاتي مسافر خپلو کورنو ته راستانه شي.
۴- همدارنګه د تورخم دروازې دواړو غاړو ته پښتانه قبايل پراته دي چې له همدې دروازې د خپلې سوداګرۍ او ډوډۍ پېداکېدو هڅه کوي، نو دواړه دولتونه بايد هڅه وکړي چې پر دغه دروازه پرتې ستونزې ټولې حل کړي تر څو دغه پراته قبايل خپلې سوداګرۍ ته مخه کړي او ستونزې يې حل شي.
مأخذونه
[1] Thousands of trucks stuck at Afghan-Pakistan border crossing, Al-Arabiya News, 21 February ,2023, Access link: https://english.alarabiya.net/News/world/2023/02/21/Thousands-of-trucks-stuck-at-Afghan-Pakistan-border-crossing
[2] Pakistan, Afghanistan agrees to boost trade, lower border tensions, AlJAZEERA, 8 May 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2023/5/8/pakistan-afghanistan-agree-to-boost-trade-lower-border-tensions
[3] ګهيځ نيوز، تورخم دروازه په مشروط ډول د ترانزیټ پرمخ تړل شوې، ۱۴۰۲ هـ.ل. کال د عقرب ۳۰مه، د لاسرسي وړ لېنک: تورخم دروازه په مشروط ډول د ترانزیټ پرمخ تړل شوې – گهیځ (gaheez.af)
[4] Yenisafak, Pakistan, Afghanistan border forces agree to temporary ceasefire at key border crossing, 10 March 2025, Access link: https://www.yenisafak.com/en/news/pakistan-afghanistan-border-forces-agree-to-temporary-ceasefire-at-key-border-crossing-3699539
[5] Ido Gadi Raz, “Against all Expectations: Afghanistan-Pakistan Relations after the American Withdrawal”, Electronic Journal of Social and Strategic Studies, 31 May, 2023, P. 8, Access link: https://www.ejsss.net.in/uploads/172/14621_pdf.pdf
[6] Muhammad Bilal Iftikhar Khan, Syed Waqas Haider Bukhari and Marriyam Siddique, “Pakistan IEA Relations, A Game Theory Perspective”, journal of Social & Organizational Matters, Vol 1 No 1, 2022, P. 31, Access link: https://www.researchgate.net/profile/Syed-Waqas-Bukhari/publication/373713256_Pakistan_IEA_Relations_A_Game_Theory_Perspective/links/66a100ab8be3067b4b154ce6/Pakistan-IEA-Relations-A-Game-Theory-Perspective.pdf
[7] Syed Muhammad Abbas, “Afghanistan-Pakistan in a security Puzzle (Past, Present and Future)”, Vienna International Institute for Middle East Studies, Nov 20, 2023, P. 19, Access link: https://viimes.org/wp-content/uploads/2024/02/Final-Paper-on-Afghanistan-Pakistan-Security-Puzzle-16.01.2024.pdf
[8] Abid Hussain, “Taliban’s ties with Pakistan fraying amid mounting security concerns”, ALJAZEERA, 17 Aug 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2023/8/17/talibans-ties-with-pakistan-fraying-amid-mounting-security-concerns
[9] Sneha Swaminathan, Explained | Why is Pakistan asking 1.7 million Afghan nationals to leave its territory?, WIONEWS, 2 NOV, 2023, Access link: https://www.wionews.com/south-asia/explained-why-is-pakistan-asking-17-million-afghan-nationals-to-leave-its-territory-654025.
[10] Abid Hussain, “Tensions high after Pakistan launches cross-border attacks into Afghanistan”, Op. Cit.
[11] Ibid.
[12] Vito Morisco, “From Rebel Governance to Institutionalization? Prospects for the Taliban and Afghanistan”, Op. Cit. P. 25.
[13] Ibid.
[14] Arsalan Bilal, Pakistan and the Afghan Taliban: Friends Becoming Foes, THE DIPLOMAT, April 28, 2023, Access link: https://thediplomat.com/2023/04/pakistan-and-the-afghan-taliban-friends-becoming-foes/
[15] Vito Morisco, “From Rebel Governance to Institutionalization? Prospects for the Taliban and Afghanistan”, Austrian Institute for International Affairs, July 2023, P. 21, Access link: https://www.ssoar.info/ssoar/bitstream/handle/document/90184/ssoar-2023-morisco-From_Rebel_Governance_to_Institutionalization.pdf?sequence=1&isAllowed=y&lnkname=ssoar-2023-morisco-From_Rebel_Governance_to_Institutionalization.pdf and Amanullah Zarawar, Naveedullah Alokozay and Hamad Shoukat, “Pakistan and the 2.0 Taliban (Islamic Emirate of Afghanistan) Regime New Scene”, Cognizance Journal of Multidisciplinary Studies, Vol.4, Issue.8, August 2024, P. 252, Access link: https://www.researchgate.net/profile/Amanullah-Zarawar/publication/383816752_Media_Freedom_and_Censorship_A_Comparative_Study_of_Media_Freedom_under_First_and_Second_20_Taliban_Regime/links/66e84c680463442fa851d75d/Media-Freedom-and-Censorship-A-Comparative-Study-of-Media-Freedom-under-First-and-Second-20-Taliban-Regime.pdf
[16] Amanullah Zarawar, Naveedullah Alokozay and Muhammad Numan, “A Comparative Analysis of Pakistan Relations with Afghan Taliban and with the Previous Afghan Government (2014 – 2021): Security Dilemma Perspectives, Research Journal of Social Sciences & Economics Review, Vol. 5, Issue 3, 2024 (July – September), P. 17, Access link: https://rjsser.org.pk/ojs/index.php/rjsser/article/view/696/387
[17] د احصايې او معلوماتو ملي اداره، د ۱۴۰۱ هـ.ل. کال د سوداګرۍ احصايې کالنۍ، حمل ۱۴۰۲هـ.ل. کال، د لاسرسۍ وړ لېنک: http://nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2023/08/thrade-statics-pashtow.pdf
[18] د احصايې او معلوماتو ملي اداره، د ۱۴۰۲ هـ.ل. کال د سوداګرۍ احصايې کالنۍ، ۱۴۰۲ هـ.ل. کال، د لاسرسۍ وړ لېنک: http://nsia.gov.af/library
[19] Aljazeera, Pakistani and Afghan forces clash at vital border crossing, 3 Mar 2025, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2025/3/3/pakistani-and-afghan-forces-clash-at-vital-border-crossing#:~:text=Afghanistan%E2%80%99s%20Ministry%20of%20Interior%20Affairs%20confirmed%20on%20Monday,disputing%20its%20neighbour%E2%80%99s%20construction%20of%20a%20new%20borde
[20] Mohammad Zubair Khan. Pakistan-Afghanistan Trade: Political Economy Analysis, The Asia Foundation, Access link: https://asiafoundation.org/wp-content/uploads/2016/06/Political_Economy_Analysis_Dr_Khan.pdf
[21] Aljazeera, Pakistani and Afghan forces clash at vital border crossing, Ibid.