د ټرمپ د سولې بورډ؛ موخې او راتلونکی

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ټرمپ د سولې بورډ؛ موخې او راتلونکی
  • د ټرمپ د سولې بورډ محتوی
  • ټرمپ محوره د سولې بورډ
  • د سولې بورډ له جوړېدو څخه د ټرمپ موخه
  • ايا دغه بورډ د غزې د سولې لپاره جوړ شوی؟
  • د سولې د بورډ راتلونکی
  • پايله
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ز. کال د سپټمبر په وروستیو کې د سولې بورډ (Board of Peace) د جوړېدو اعلان وکړ. دا بورډ د هغه ۲۰ مادیز پلان د دویم پړاو برخه وه چې هدف یې د اسراییلو او د حماس ترمنځ د غزې جګړه پای ته رسول وو. د بورډ لومړنی تصور يوازې د حماس او اسراييلو ترمنځ د سولې رامنځته کول او د غزې بيارغونه وه او د همدې غزې د بورډ په نوم يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه هم تاييد واخيسته، خو کله چې ټرمپ نړيوال اقتصادي فورم کې د سولې بورډ منشور معرفي کړ، نو په هغه ټول منشور کې د غزې او اسراييلو نوم حتی نه و ياد شوی، بلکې دا بورډ يې د يو داسې نړيوال بنسټ يا سازمان په توګه معرفي کړ چې د ټولې نړۍ شخړې به حلوي او په نړۍ کې به د سولې او ثبات لپاره کار کوي. ټرمپ د نړۍ ۶۰ هېوادونو ته په دې بورډ کې د غړيتوب بلنه ورکړې وه چې يوازې ۲۵ هېوادونو دغه بلنه ومنله. همدارنګه د دايمي غړيتوب په بدل کې به هېوادونه يو ميليارد ډالر ورکوي.

داسې معلوميږي چې د امریکامتحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د سولې د بورډ له لارې دغه سازمان کمزوری کړي او د سولې بورډ چې ټرمپ يې د ټول عمر لپاره مشر دی د يو داسې سازمان په توګه معرفي کړي چې د ملګرو ملتونو ځای ونيسي. ټرمپ د ملګرو ملتونو لسګونه داسې پروګرامونه له پامه غورځولي او بودیجه یې پرې بنده کړې ده چې د خلکو ژوند ژغوري. همدارنګه یې د غړو هېوادونو له‌خوا ټاکل شوې مالي ونډې، چې د ورکړې مکلفیت یې لري، په لویه کچه نه دي ورکړي. د ټرمپ ادارې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان، د اقلیم اړوندو بنسټونو، او نړیوالو اقلیمي تړونونو څخه ځان ایستلی او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ته یې هم مالي مرسته بنده کړې ده؛ هغه صندوق چې په وسله‌والو شخړو او بحراني سیمو کې د ښځو او نجونو ملاتړ او ساتنه کوي.[1] د دې ترڅنګ يې د ملګرو ملتونو اړوند ۳۳ بنسټونو څخه هم ځان ويستلی دی چې دا په ښکار د دې څرګندونه کوي چې ټرمپ غواړي د ملګرو ملتونو د کمزوري کېدو له لارې د سولې بورډ پياوړی کړي. د دې تحليل موخه دا ده چې دا واضحه شي چې د سولې بورډ څه شی دی؟ موخې يې څه دي؟ او د دې بورډ راتلونکی به څه ډول وي؟

د ټرمپ د سولې بورډ محتوی

د ټرمپ د سولې بورډ يو منشور لري چې يوه سريزه، ديارلس څپرکي او ۱۳ مادې لري. په سريزه کې د نړيوالې سولې جوړونې ادارې پر اړتيا خبره شوې او د سولې د رامنځته کېدو په موخه د دولتونو پر نړيوال ايتلاف بحث شوی دی. د دې منشور په لومړۍ مادې کې د سولې بورډ موخې او دندې ليکل شوي دي چې په دې ډول دي:

د سولې بورډ یو نړیوال سازمان دی چې موخه یې د ثبات رامنځته کول، د باور وړ او قانوني حکومتولۍ بېرته ټینګول او په هغو سیمو کې چې د شخړې له امله اغېزمنې یا له شخړې سره ګواښل کېږي، تلپاتې سوله خوندي کول دي.

د سولې بورډ به د دې منشور له مخې، د نړیوالو قوانینو سره سم او د دې منشور د تصویب شويو میکانیزمونو پر بنسټ په نړۍ کې د سولې د رامنځته کولو دنده ترسره کوي.[2]

د سولې بورډ د منشور په دويمه ماده کې پر غړو دولتونو او د هغو پر مسؤليتونو بحث شوی دی. دا چې څوک د دې بورډ غړي کېدای شي؟ دويمه ماده وايي: د سولې بورډ غړیتوب یوازې هغو دولتونو ته محدود دی چې د رئیس (Chairman) له خوا ګډون ته وربلل شي او د دې بورډ د منشور منلو ته رضايت اعلان کړي.

دا چې د سولې بورډ به څه ډول خپل کارونه پرمخ وړي؟ په دې اړه د دې بورډ د منشور درېيمه ماده وايي:

(الف) د سولې بورډ د غړو دولتونو څخه جوړ دی.

(ب) د سولې بورډ به د خپل اجنډا پر ټولو وړاندیزونو رأیه ورکوي، په دې کې کلنۍ بودیجه، د فرعي ادارو جوړول، د لوړپوړو اجرائیوي چارواکو ټاکنه او سترې سياسي پرېکړې، لکه: د نړیوالو تړونونو تصویب او د سولې رامنځته کېدو لپاره د نويو نوښتونو پيل شامل دی.

(ج) د سولې بورډ به لږ تر لږه هر کال د رأیې ورکولو غونډه کوي او په نورو وختونو او ځایونو کې هم د رئیس په وړانديز غونډې کولای شي. د غونډو اجنډا به د غړو دولتونو د خبرتیا او نظر اخیستنې او د رئیس له تاييد وروسته د اجرائیوي بورډ له خو نهايي کېږي.

(د) هر غړی دولت به یوه رأیه لري.

(هـ) پرېکړې به د حاضرو غړو دولتونو د اکثریت له مخې کېږي، خو د رئیس تایید شرط به هم ورسره وي. رئیس کولای شي د رايو د برابرۍ (tie) په حالت کې د رئیس په حیث خپله رأیه هم وکاروي.

(و) د سولې بورډ به له اجرائیوي بورډ سره منظمې غونډې کوي، چې په کې به غړي دولتونه خپلې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کوي او اجرائیوي بورډ به د خپلو عملیاتو او پرېکړو راپور ورکوي. دا غونډې به لږ تر لږه هره رُبع (quarterly) ترسره کېږي، او وخت/ځای به یې د اجرائیوي بورډ له خوا ټاکل کېږي.

(ز) غړي دولتونه کولای شي د رئیس په موافقه په ټولو غونډو کې د بدیل لوړپوړي چارواکي له لارې استازیتوب وکړي.

(ح) رئیس کولای شي اړوند سیمه‌ییز اقتصادي ادغام سازمانونه (regional economic integration organizations) د ګډون لپاره راوبلي، په هغو شرایطو چې خپله یې مناسب وبولي.

د سولې بورډ د منشور په څلورمه ماده کې اجراييوي بورډ معرفي شوی دی. دغه ماده وايي: اجرائیوي بورډ به د رئیس له خوا ټاکل کېږي او د نړیوال شهرت لرونکو مشرانو څخه به جوړ وي. د اجرائیوي بورډ غړي به دوه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي، د رئیس له خوا د لرې کولو وړ دي او د هغه په خوښه تمدیدېږي. اجرائیوي بورډ به يو اجراييوي مشر ولري چې رئیس یې نوماند کوي او اجرائیوي بورډ یې د اکثریت په رأیه تاییدوي.

د سولې بورډ د منشور د لسمې مادې د دويمې فقرې پر بنسټ هغه وخت منحليږي چې رئیس یې ضروري یا مناسب وبولي، یا د هرې طاق (odd-numbered) کلیزې د کال په پای کې، خو که د بورډ رئيس د هماغه طاق کال د نومبر تر ۲۱مې پورې دغه بورډ تمديد کړي، نو بيا نه منحليږي.[3]

ټرمپ محوره د سولې بورډ

د سولې بورډ چې د ټرمپ له لوري رامنځته شو، د دغه منشور له موادو په ډاګه معلوميږي چې دغه د سولې بورډ يو نړيوال سازمان نه بلکې د ټرمپ سازمان دی، ځکه ټرمپ له يوې ځان د دې بورډ رئيس معرفي کړی او له بلې خوا يې د بورډ اکثريت واکونه ځان ته محول کړي دي، چې دلته د دغې دعوې د اثبات لپاره د سولې بورډ د منشور ځينې مواد راوړو:

۱- د سولې بورډ د منشور د درېيمې مادې دويمې فقرې پر بنسټ ټرمپ ځان د دې بورډ د رئیس په توګه معرفي کړی دی، چې دا کړنه د ډيموکراتيک چلند خلاف کار دی. د هر نړيوال سازمان رئيس بايد د غړو دولتونو د اکثريت رايې پر بنسټ وټاکل شي.

۲- د منشور د درېيمې مادې د دويمې فقرې د دويم جز پر بنسټ ټرمپ ځان ته ځانګړي واکونه مختص کړي دي، دغه ماده وايي: رئیس د ځانګړي واک په درلودلو سره کولای شي چې د سولې بورډ د مأموریت د پوره کولو لپاره فرعي ادارې جوړې، بدلې یا منحلې کړي.

۳- د منشور په څلورمه ماده لومړۍ فقره کې د اجراييوي بورډ د مشر د نوماند کولو واک هم له ټرمپ سره دی. د دې ترڅنګ وايي چې: د اجرائیوي بورډ پرېکړې به د حاضرو غړو د اکثریت په رأیه ترسره کېږي، خو رئيس هر وخت کولای شي هغه ويټو کړي.

۴- د منشور اتمه ماده د دغه منشور د تعديلاتو په اړه ده. دغه ماده په وروستۍ برخه کې وايي چې، تعديلات هغه وخت د تطبيق وړ دي چې رئيس يعنې ټرمپ يې تاييد کړي.

۵- د منشور نهمه ماده وايي: رئیس د سولې بورډ په استازیتوب واک لري چې د دې منشور سره سم، د سولې بورډ د مأموریت د پلي کولو لپاره پرېکړې (resolutions) یا نور هدایتونه صادر کړي. يعنې ټرمپ کولای شي چې د سولې بورډ د غړو دولتونو له مشورې پرته د هغوی لپاره هدايتونه او پريکړې صادرې کړي او هغوی بيا مکلف دي چې دغه هدايتونه ومني.

۶- د منشور د دويمې مادې پر بنسټ يوازې هغه دولتونه د دې بورډ غړي کېدای شي چې د بورډ رئيس (ټرمپ) ورته بلنه ورکړي وي، که د ټرمپ خوښه نه وي هيڅ دولت نشي کولای د دې بورډ غړي شي.

۷- د منشور د دويمې مادې د دويمې فقرې پر بنسټ د سولې بورډ هر غړی دولت يوازې د دريو کالو لپاره د دې بورډ غړيتوب اخيستلی شي، خو استثناء دا ده چې که رئيس وغواړي، نو هغه له دريو کالو وروسته هم د غړي په توګه پاتې کېدای شي.

د پورته موادو څخه په ډاګه معلوميږي چې د سولې بورډ کوم داسې نړيوال سازمان نه دی چې هغه به په نړۍ کې د ثبات لپاره کار وکړي او يا به هم د يو نړيوال سازمان په ډول راڅرګند شي، بلکې دا سازمان ټرمپ د خپلو موخو لپاره رامنځته کړی او واک يې ټول له همده سره دی. دا چې ټرمپ د دې بورډ له لارې کومې موخې لاسته راوړل غواړي لاندې پر بحث کوو.

د سولې بورډ له جوړېدو څخه د ټرمپ موخه

په عمومي ډول ويلای شو چې ټرمپ غواړي د سولې له بورډ څخه لاندې موخې ترلاسه کړي:

۱- اقتصادي موخې: ټرمپ داسې يو شخص نه دی چې هغه دې په ارزښتونو باور ولري، بلکې هغه يو سوداګريز فکر لري او تر ډېر قضيو ته د سوداګرۍ او ګټې په نظر ګوري. ټرمپ غواړي چې د دې بورډ له لارې لاندې اقتصادي اهداف لاسته راوړي:

  • په اوايلو کې هر دولت چې د غړي په توګه منل کېږي بايد يو ميليارد ډالر دې بورډ ته ورکړي او د منشور مطابق ټرمپ د دې بورډ په پريکړه خپلواک دی، معنی دا چې ټرمپ کولای شي دا پېسې مصرف کړي. د سولې بورډ د منشور دويمه ماده او دويمه فقره وايي: هر غړی دولت به د دې منشور د نافذېدو له نېټې څخه تر درې (۳) کلونو زیات غړیتوب نه لري، خو د رئیس له خوا د تمدید وړ دی. دا درې کلنه دوره به پر هغو غړو دولتونو نه تطبیقېږي چې د منشور د نافذېدو په لومړي کال کې د سولې بورډ ته له ۱،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ (یو میلیارد) امریکایي ډالرو څخه زیات نغدي تمویل ورکړي.
  • ټرمپ غواړي چې په نړۍ کې شته او راتلونکې شخړې د دې بورډ له لارې حل شي او کله چې ټرمپ شخړې حلوي هغې کې به هم د طبعي سرچينو او د نغدي مرستو د ترلاسه کولو هڅه کوي، په دې معنی چې سوله به د يو هېواد په ګټه څرخوي او په بدل کې به يې مادي شيان ترې غواړي.
  • ټرمپ غواړي چې د غزې د بيارغونې پېسې د ده له لارې کنټرول شي، تر څو دی وکولای شي چې د غزې په نوم د عربي او نورو هېوادونو څخه پېسې راټولې کړي او هغه بيا په خپله خوښه مصرف کړي.
  • د غزې د بيارغونې لپاره امريکايي شرکتونو ته د قراردادونو ورکړه. ټرمپ غواړي چې امريکايي شرکتونه د غزې په بيارغونه کې ونډه ولري او له دې لارې امريکايي بوديجه پياوړې کړي.
  • د غزې په سمندريز بندر کنټرول ترلاسه کول او له دې لارې اقتصادي ګټه کول.

۲- امنيتي موخې: ټرمپ غواړي چې د دې بورډ له لارې د نړۍ امنيتي سيسټم په خپل کنټرول کې ولري. په غزه کې د حماس مخنیوی وکړي، د اسراييلو دايمي دفاع رامنځته کړي، په منځني ختيځ کې د ايران مخنیوی وکړي، د لويو شخړو په حل کې خپلې امنيتي ګټې خوندي کړي.

۳- له دې بورډ څخه ټرمپ شخصي موخې هم لري. يو دا چې ځان د نړۍ رهبر او په نړۍ کې د سولې راوستونکي شخصيت په توګه معرفي کړي. راتلونکي کال يو ځل بيا د نوبل جايزې لپاره ځان نوماند کړي. که په متحده ايالاتو کې د ده د جمهوري رياست دوره پای ته هم رسيږي، نو دی به بيا هم د سولې بورډ مشر وي او د نړۍ په چارو کې به ګوتې وهي او ځان به نړيوال رهبر بولي.

ايا دغه بورډ د غزې د سولې لپاره جوړ شوی؟

په پیل کې د سولې بورډ موخه دا وه چې د حماس او اسراييلو ترمنځ دايمي اوربند رامنځته شي، د غزې بيا رغونه ترسره شي او په غزې کې يوه اداره رامنځته شي تر څو د غزې چارې تنظيم او مديريت کړي، خو د سولې له بورډ اعلان وروسته دا جوته شوه چې د سولې بورډ په ټول منشور کې غزې نوم نشته او دغه بورډ د يو نړيوال سازمان په توګه رامنځته شوی دی، ټرمپ غواړي چې د سولې بورډ يو نړيوال بنسټ په توګه رامنځته کړي او د غزې اجرايوي بورډ په نوم يو بل فرعي ارګان د سولې بورډ تر چتر لاندې ايجاد کړي چې، د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو (Marco Rubio)، ځانګړی استازی سټیو وټکوف (Steve Witkoff)، د ولسمشر پخوانی سلاکار جېرډ کوشنر (Jared Kushner)، د بریتانیا پخوانی صدراعظم ټوني بلېر (Tony Blair)، پخوانی د ملګرو ملتونو ډیپلوماټ نیکولای ملادینوف (Nickolay Mladenov)، سوداګر مارک رووان (Marc Rowan)، د نړیوال بانک رئیس اجای بانګا (Ajay Banga)او د پالیسۍ لپاره د ولسمشر مرستیال/سلاکار رابرټ ګابریل (Robert Gabriel) به يې غړي وي. پلان دا دی چې د بورډ هر غړی به د غزې د ثبات او اوږدمهالې بریا لپاره د یوې مشخصې برخې مسؤلیت پر غاړه ولري، لکه: د حکومتولۍ ظرفیت جوړونه، سیمه‌ییزې اړیکې، بیا رغونه، د پانګونې جذب، لویه مالي تمویل او د پانګې بسیج/موبلایز کول. د غزې اجرايوي بورډ ته به ځينې نور غړي هم اضافه شي چې په دې کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان (Hakan Fidan)، د قطر د ستراتیژیکو چارو وزیر علي الثوادي (Ali Al-Thawadi)، د مصر د عمومي استخباراتو رئیس حسن رشاد (Hassan Rashad)، د متحده عربي اماراتو د نړیوالې همکارۍ وزیره ریم الهاشمي (Reem Al-Hashimy)، اسراییلي-قبرصي سوداګر یاکیر ګابي (Yakir Gabay)او د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږونکې سیګرید کاګ (Sigrid Kaag). جالبه دا ده چې د غزې د راتلونکي په اړه بحث کېږي او منشور جوړيږي، خو نه هم د سولې په عمومي بورډ کې او نه هم د غزې په اجرايوي بورډ کې د فلسطين استازی شتون لري. [4]

لنډه دا چې د ټرمپ د سولې بورډ اصلاً د  غزې بورډ نه دی بلکې د غزې لپاره يو اجرايوي بورډ د دې بورډ تر چتر لاندې جوړيږي. بل دا چې الجزيزې ځينو فلسطينانو سره مرکې کړي او د هغوی نظر دا دی چې د سولې د نوي بورډ جوړېدل د دوی له واقعي ژوند او حالاتو څخه لرې ښکاري. همدارنګه فلسطينيان په دې باور دي چې د غزې لپاره د متحده ايالات پلان يو خوب دی او د دغه نوي فصل پيلول به دومره اسانه نه وي لکه څنګه چې امريکايان فکر کوي.[5]

د سولې د بورډ راتلونکی

د دې بورډ راتلونکي په اړه درې سناريوګانۍ وړاندې کولای شو:

لومړۍ سناريو دا ده چې دا بورډ به بريالی شي او د نړيوالو شخړو په ځانګړي ډول د غزې او اوکراين په حل کې به رغنده رول ولري. دا سناريو ما ته کمزورۍ ښکاري او د دې دوه بنسټيز لاملونه دي: يو دا چې د نړۍ ستر قدرتونه د دې بورډ غړيتوب نه ده منلی، لکه چين، روسيه او اروپايي ټولنې او له دې پورته يو داسې نړيوال بنسټ بريالي کېدل ستونزمن دي. دويم دا چې دا سناريو هغه مهال د نړيوالو د شخړود حل په برخه کې بريالی کېدای شي چې د شخړو لوري د دې بورډ غړيتوب ولري تر څو د سولې بورډ پريکړو ته الزاميت ولري او اړ شي چې د دې بورډ خبره ومني، اوس که روسيه او اوکراين دواړه د دې بورډ غړي نه وي، نو څنګه به هغوی د سولې د بورډ پرېکړه پر ځان الزامي وګڼي. د دې ترڅنګ د دې بورډ پريکړې د غزې په اړه هغه هم هغه مهال بريالي کېدای شي حماس واقعاً کمزوری شي، فلسطيني وګړي د نوې ادارې سره همکاري وکړي او عربي هېوادونه قوي اقتصادي تمويل کړي چې په دې برخه کې هم ستونزې موجودې دي.

دويمه سناريو دا ده چې بورډ نيمه بريالی پاتې شي. په دې معنی چې ځينې روانې شخړې حل کړای شي تر څو نړۍ ته د بورډ اهميت او د هغوی کړنې ثابتې کړي، خو دوامداره شخړې لکه د هند او پاکستان او راتلونکو نويو شخړو کې کېدای شي تر ډېره بريالی نشي.

درېيمه سناريو د ټرمپ د سولې د بورډ ناکامي ده او زما له نظره دا سناريو په څو دلايلو ډېره قوي ده. يو دا چې د سولې بورډ په واقعي معنی د سولې بورډ نه دی بلکې دا د ټرمپ بورډ دی چې په منشور کې يې ټول واکونه له ځان سره ساتلي دي. دويم دا چې د چين، روسيې او اروپايي ټولنې په څېر قدرتونه د دې بورډ غړيتوب نه لري. درېيم دا چې د نړۍ ټول هېوادونه د دې بورډ غړي نه دي چې هغوی دې د شخړو د حل په موخه د دې بورډ پرېکړې حتمي او الزامي ومني، نو کېدای شي د يوې شخړې د حل په اړه دا بورډ پريکړه وکړي، خو د شخړو لوري چې د دې بورډ غړي نه دي، دغه پرېکړې ونه مني او دا هم دليل دی چې کېدای شي دغه بورډ بريالی نشي. څلورم دا چې په غزه کې د حماس بيا راپورته کېدل او د ټرمپ د خوښې پروسې سره د فلسطيني وګړو مخالف هم ډېر امکان لري، څلورم دا چې ټرمپ تر ډېره د دې بورډ له لارې شخصي ګټې لاسته راوړل غواړي چې دا خپل د دې بورډ د له منځه تللو لپاره بسنه کوي.

پايله

د ټرمپ د سولې بورډ په ظاهر کې د غزې جګړې د ختمولو او نړیوالو شخړو د حل لپاره جوړ شوی، خو د منشور مواد ښيي چې دا یو بېطرفه نړیوال سازمان نه دی، بلکې تر ډېره د ټرمپ تر شخصي کنټرول لاندې جوړښت دی. ځکه مهم واکونه لکه د غړو دعوت، د پرېکړو ویټو، د منشور تعدیل، د اجرائیوي بورډ ټاکنه او حتی د بورډ منحل کول ټول د رئیس (ټرمپ) په لاس کې دي.

ټرمپ له دې بورډ څخه درې ډوله موخې تعقیبوي، يو اقتصادي موخې دي،چې په دې کې د غړیتوب په بدل کې د یو میلیارد ډالرو اخیستل، د شخړو د حل په بدل کې مادي ګټې ترلاسه کول، د غزې د بیا رغونې پیسو او قراردادونو کنټرول او د غزې له سمندريز بندر څخه استفاده کول. دويم امنيتي موخې دي چې په دې کې د حماس کمزوري کول، د اسراييلو د امنيت تضمين، د ايران د نفوذ مخنیوی او امريکايي امنيتي ګټې خوندي کول.درېيم شخصي موخې دي، چې په دې کې ځان د نړۍ رهبر او په نړۍ کې د سولې راوستونکي شخصيت په توګه معرفي کړي. راتلونکي کال يو ځل بيا د نوبل جايزې لپاره ځان نوماند کړي. که په متحده ايالاتو کې د ده د جمهوري رياست دوره پای ته هم رسيږي، نو دی به بيا هم د سولې بورډ مشر وي او د نړۍ په چارو کې به ګوتې وهي او ځان به نړيوال رهبر بولي.

همدارنګه، د غزې په تړاو د بورډ د عملي میکانېزمونو تحلیل ښيي چې دا ابتکار د فلسطیني مشروع استازولۍ له کمښت سره مخ دی. نه یوازې د سولې بورډ په منشور کې د غزې نوم نه لیدل کېږي، بلکې د غزې د اجرايوي بورډ په طرحه کې هم فلسطیني استازیتوب نشتون د مشروعیت ستونزه لا ژوره کوي. دا حالت د دې احتمال زیاتوي چې فلسطینیان به دا پروسه تحمیلي وبولي او له همدې کبله به د تطبیق په مرحله کې له سخت مقاومت، بې باورۍ او ناکامۍ سره مخامخ شي.

د ټرمپ د سولې دا بورډ د چین، روسیې او اروپايي ټولنې نه ګډون، د فلسطینیانو د استازولۍ نشتون او د غزې داخلي مقاومت له امله کېدای شي ناکام شي.

سرچیني

[1] AJC. “5 Things to Know About Trump’s Board of Peace”, January 27, 2026, Access link:

[2] Jacob Magid. “Full text: Charter of Trump’s Board of Peace”, The Time of Israel, 18 January 2026, Access link:

[3] Ibid.

[4] Edward P. Djerejian. “What Comes Next for Gaza and Trump’s Board of Peace”, January 29, 2026, Access link:

[5] Al Jazeera and News Agencies. “Trump launches Board of Peace at signing ceremony in Davos”, 22 Jan 2026, Access link:

د ټرمپ د سولې بورډ؛ موخې او راتلونکی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top