د افغانستان په اړه د ټرمپ دريځ؛ بشري بحران او سیمه ییزې ننګونې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان په اړه د ټرمپ دريځ؛ بشري بحران او سیمه ییزې ننګونې
  • د افغانستان سره د ټرمپ د اړیکو تاریخي شالید
  • د ټرمپ ممکنه پالیسي
  • د ټرمپ په کابینه او د انقرې په غونډه کې د اسلامي امارت د منتقدینو رول
  • د اسلامي امارت او سیمه ییزو ننګونو په اړه د امریکا نوي فشارونه
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو پالیسي تل پیچلې پاتې شوې او تل د حکومتونو له بدلون سره بدله شوې ده. په عین حال کې، د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ پالیسي د امریکا په بهرنۍ پالیسی کې یو له خورا مهمو او جنجالي مسلو څخه ګڼل کیږي. که څه هم د ډونالډ ټرمپ سیاسي کړنې په مختلفو نړیواله کچه کې خپل ملاتړي او مخالفین لري، خو په سیمه، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د پالیسیو څیړل او د سیمې په امنیتي-اقتصادي معادلو کې د افغانستان رول ته په پام سره، د دې هېواد راتلونکی یې په شک کې اچولی. څرنګه چې د ټرمپ ادارې په خپله لومړۍ دوره کې د پوځي فشار ترڅنګ د ډیپلوماسۍ پالیسي غوره کړې وه، چې په پایله کې یې د اسلامي امارت سره د دوحې تړون لاسلیک او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شوه.

اوس د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې، هغه مختلفې پالیسۍ تعقیب کړې دي، د بشري مرستو د ځنډولو ګواښ ترڅنګ، د اسلامي امارت څخه د امریکایي پوځي تجهیزاتو د بېرته اخېستلو غوښتنه او د کډوالو په وړاندې د سخت دریځ غوره کول. له همدې امله پدې مقاله کې موږ هڅه کوو چې دې پوښتنې ته ځواب ووایو: چې ایا د ټرمپ نوې پالیسي به په سیمه کې د امریکا نفوذ پیاوړی کړي یا به د افغانستان کړکېچ ته دوام ورکړي؟ د دې پالیسیو د ښه پوهیدو لپاره، موږ باید لومړی د افغانستان سره د ټرمپ د اړیکو تاریخی شالید وګورو، بیا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د هغه د دوهمې دورې په جریان کې د اسلامي امارت په اړه د هغه چلند کوم چې د افغانستان راتلونکی منعکس کوي او د ټرمپ په ویناوو کې یو له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلي دي، بحث وشي.

د افغانستان سره د ټرمپ د اړیکو تاریخي شالید

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د افغانستان په اړه د هغه پالیسي د پوځي لګښتونو کمولو او د امریکایي ځواکونو ایستلو پر بنسټ ولاړه وه. دا پالیسي په پیل کې د پوځي فشار په زیاتوالي سره د خبرو اترو لپاره د اسلامي امارت په مجبورولو پیل شوې، خو په پای کې د سولې موافقې ته ورسیدې. هغه تړون چې د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې په دوحه کې لاسلیک شو، د امریکایي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره یې شرایط وټاکل او پر اسلامي امارت یې د بندیزونو د لرې کولو او د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو ژمنه وکړه. ټرمپ، چې تل یې د “بې پایه جګړو پای ته رسولو” شعار باندې ټینګار کاوه، دا تړون یې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د لویو لاسته راوړنو څخه وبللو، که څه هم د هغې د پلي کولو په اړه اندیښنې موجودې وې. د دې تړون له لاسلیک وروسته د اسلامي امارت اړوند ځينې تعهدات د پلي کولو په اړه شکونه موجود دي، ځکه اسلامي امارت ژمنه کړې چې القاعدې او دې ته ورته ډلو سره به اړیکې پرې کوي،[1] په داسې حال کې چې ځینو راپورونو کې ادعا وشوه چې اسلامي امارت د القاعدې شبکې سره اړیکې ساتلي دي، لیکن اسلامی امارت تل دا راپورنه رد کړي. ټرمپ په خپله یوه وینا کې خبرداری ورکړ چې که اسلامي امارت له دې هوکړې سرغړونه وکړي، نو امریکا به په “بې ساري ځواک” سره بیرته راشي. دغو بیانونو دوه ګوني ستراتیژي ته اشاره کوي چې په ورته وخت کې یې له یوې خوا د ځواکونو د وتلو غوښتنې او له بلې خوا د پوځي اقدام ګواښ ته وده ورکړه. که څه هم دا ستراتیژي په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په کمولو کې اغیزمنه وه، خو په یو ډول یې د کابل حکومت اجرایوي ځواک کمزوری کړ، ځکه چې د اسلامي امارت او کابل حکومت ترمنځ خبرې اترې له ګڼو خنډونو او ننګونو سره مخ وې.

د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه په داسې ډول ډیزاین شوې وه چې د بایډن ادارې د هغې د دوام پرته بله چاره نه درلوده، چې دا په پایله کې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط لامل شو. ډېر شنونکي په دې باور دي چې د ټرمپ د افغان حکومت د فعال ګډون پرته د سولې تړون لاسلیک کولو پریکړې د اسلامي امارت لپاره د واک بیرته ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړه. [2] که څه هم د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ پالیسیو په لومړي سر کې د دې هېواد د خلکو په ذهنونو کې نوې هیلې رامنځته کړې، خو د افغانستان په اړه د امریکا د حکومت له چلند څخه دا څرګنده شوه چې دا هیلې به له اندیښنو خالي نه وي.

د ټرمپ ممکنه پالیسي

اوس چې ټرمپ د دوهم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته راستون شوی، پوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت په اړه به د هغه پالیسي تر کومه حده بدله شي؟ که څه هم د ټرمپ د شخصیتي ځانګړنو ته په پام سره تر ډیره د هغه پالیسیانې د وړاندوینې وړ نه دي او ژر پریکړې کوي، پدې اساس د هغه يو نظر هم نهايي نه دی. لیکن ځینې په دې باور دي چې ټرمپ ممکن په اسلامي امارت باندې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره ډیر فشار راوړي، ترڅنګ یې داسې هیلې هم شتون لري چې هغه به بیا له اسلامي امارت سره دوه اړخیزې اړیکې ښې کړي. مخکې له دې چې هغه خپل ځینې نظرونه اعلان کړي، داسې انګیرل کیده چې هغه به په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران ته په پام سره بشري مرستې د ځینو بدلونونو سره مشروطې کړي،[3] اوس یې چې افغانستان ته د مرستو د لنډمهاله ځنډولو په اړه خپل دریځ اعلان کړی دی. دا معلومه ده چې ټرمپ د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې د افغانستان څخه غوښتنې لري، چې هغه کله ناکله په یو نه یو ډول راپورته کوي. دلته به موږ د افغانستان په وړاندې د ټرمپ د ځینو مهمو اقداماتو په اړه بحث وکړو.

افغانستان ته د مرستو لنډمهاله ځنډول: د افغانستان په شمول او د اسراییلو او مصر پرته ټرمپ ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې. دې پریکړې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو په اړه اندیښنې راپورته کړې دي، ځکه چې په ميلیونونو خلک په نړیوالو مرستو تکیه کوي. د اقتصاد وزارت طلوع نیوز ته ویلي چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د ځنډېدو له امله د ۵۰ مرستندویه سازمانونو فعالیتونه ځنډول شوي دي. د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د امریکا په ګډون د نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي چې بشري مرستې سیاسي نه کړي. ښاغلي نظري زیاته کړه: “د امریکا د نوي ادارې لخوا د بشري فعالیتونو د ځنډولو له امله د یو شمیر مرستندویه سازمانونو او ادارو د فعالیتونو بندیدل پر بشري وضعيت اغیزه کوي، له همدې امله موږ غواړو چې د متحده ایالاتو په شمول ټول هېوادونه بشري مرستې سیاسي نه کړي.” په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې د امریکا د مرستو بندیدو او د نړیوالو مرستو کمښت د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه به له سختې لوږې سره مخ کړي. د خوړو نړیوال پروګرام مشر شاو وي لي، افغانستان ته د مرستو هر ډول احتمالي کمښت د اندیښنې وړ بللی دی، په هېواد کې یې د اړتیاوو کچه یې ډیره لوړه بللې ده، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه د هرې پریکړې کولو او پلي کولو پر مهال د دې هېواد د خلکو اړتیاوې او شرایط په پام کې ونیسي.[4]

ددې ترڅنګ په افغانستان کې د ۵۰ مرستندویه ادارو له تړل کېدو وروسته، د ناروې د خلکو د مرستې سازمان د افغانستان په ګډون په ۱۲ هېوادونو کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو اعلان کړی دی. دې سازمان په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دوي ته امر کړی چې سمدستې د مالي مرستې پورې اړوند ټول فعالیتونه ودروي. د اسوشیټیډ پریس راپور دا هم وايي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لخوا یو امر، چې د نړۍ په کچه د دغه هېواد ټولو سیاسي ماموریتونو سره د ټیلیګرام له لارې شریک شوی، د هغه اجرایوي فرمان د پلي کولو پیل په ګوته کوي چې ډونالډ ټرمپ واک ته له راستنېدو وروسته لاسلیک کړ. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي مارټین ګریفیتس د اسلامي امارت له خوا په بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار کولو د بندیز په غبرګون کې ویلي وو چې دوی نشي کولی دې ډلې ته پر مالي مرستو دوام ورکړي. مارټین ګریفیتس له بي بي سي سره په یوه مرکه کې له افغانستان سره د مرستو د بندیدو اعلان وکړ او ویې ویل چې دا به د شاوخوا ۲۸ ميلیون افغانانو ته زیان ورسوي. [5]په داسې حال کې چې په تېرو دریو کلونو کې، د اسلامي امارت د ادارې لاندې افغانستان ته د امریکا له ۲ ميلیارد ډالرو څخه ډیرې بهرنۍ مرستې د ۳۲ او ۴۰ ميلیون ډالرو نغدي کڅوړو په بڼه لیږل شوي دي. د مرستو د بندولو سربیره، د دې دفترونو تړل به په افغانستان کې په سلګونو خلک، چې هر یو یې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکي دي، بې کاره شی. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې سږ کال ۱۴.۸ میلیونه افغانان، چې د هېواد د نفوس دریمه برخه جوړوي، خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري. دې ادارې مخکې د جنوري په شپږمه په خپل راپور کې اندیښنه څرګنده کړې وه چې سږکال ۲۲.۹ میلیونه افغانان یا د افغانستان نیمایي نفوس، بشري مرستو ته اړتیا لري.[6]

له اسلامي امارت څخه د امریکايي پوځي تجهیزاتو بیرته غوښتنه: ټرمپ د افغانستان له اسلامي امارت څخه د امریکا د پوځي تجهیزاتو د بیرته ورکولو غوښتنه کړې ده، چې په کې الوتکې، پوځي وسایط او مخابراتي تجهیزات شامل دي. دا تجهیزات په افغانستان کې د اسلامي امارت د ځواک یو له اصلي سرچینو څخه ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې د دوی بیرته ورکول کولی شي د اسلامي امارت د نظامي ځواک کمښت لامل شي او د اسلامي امارت لپاره د ترهګرۍ او سرحدي تاوتریخوالو سره مبارزه ستونزمنه کړي.

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل له افغانستان څخه د امریکا د پوځي تجهیزاتو پر بیرته راګرځولو ټینګار کاوه، او په دې وروستیو کې یې د لوړې مراسمو څخه مخکې په خپله وروستۍ وینا کې له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامداره مرستو لپاره دا شرط کېښود چې اسلامي امارت باید د امریکا پوځي تجهیزات بیرته ورکړي.[7] د پنټاګون په حواله د بي بي سي لخوا راپور وایې چې د اسلامي امارت په مشرۍ د جمهوري رژیم څخه د پاتې شویو امریکایي تجهیزاتو اندازه ښیي، چې له 9,000 څخه ډیر مهمات چې د 6.5 ميلیون ډالرو څخه ډیر ارزښت لري په هېواد کې پاتې دي. د راپور له مخې، د دې مهماتو ډیره برخه په ناسم ډول ده. همدارنګه، د هغو ۹۶۰۰۰ پوځي وسایطو څخه چې امریکا افغان ځواکونو ته ورکړي، له ۴۰۰۰۰ څخه زیات وسایط د اسلامي امارت لاس ته لویدلي دي، چې ۱۲۰۰۰ هموي ټانکونه هم پکې شامل دي. په عین حال کې، د هغو ۴۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو وسلو څخه چې متحده ایالاتو افغانستان ته لیږلي، شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ یې په هیواد کې پاتې دي. راپور دا هم وايي چې نږدې ټول مخابراتي تجهیزات، په شمول د ثابت او ګرځنده سټیشنونو، د لیږد وړ سوداګریزو او نظامي راډیو سیسټمونو، او د کوډ اخېستلو وسایل په افغانستان کې پاتې دي. سربیره پردې، د شپې لید، څارنې، بایومیټریک او ځای معلوملو ډیري تجهیزات د نږدې ۴۲۰۰۰ ځانګړو تجهیزاتو سره په هېواد کې پاتې دي.[8]

خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي رسنیو ته وویل: خلک د خپل هېواد د شتمنیو په سر معامله نه کوي. هغه تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي د افغان حکومت ملکیت او د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې به وي.[9] داسې ښکاري چې اسلامي امارت به د امریکا دا غوښتنه پوره نه کړي. که څه هم د راپورونو له مخې، د پخواني افغان پوځ شاوخوا ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته لیږدول شوې، چې ځینې یې ازبکستان ته ورکړل شوې وې، او تیره اونۍ، د افغان پوځ پورې اړوند ۷ بلیک هاک چورلکې له ازبکستان څخه متحده ایالاتو ته ولیږدول شوې.[10] په هر حال داسې نه ګڼل کېږي چې د دې موضوع د راپورته کولو موخه له افغانستان څخه د امریکايي پوځي وسلو بېرته راګرځول وي، بلکې پر افغانستان باندې د امریکا د غوښتنو د پلي کولو لپاره فشار راوړل دي.

د بګرام هوايي اډې لاسته راوړل: په افغانستان کې د امریکا د یوې لویې پوځي اډې په توګه، د بګرام هوايي اډې په سیمه کې د امریکا په پوځي عملیاتو کې ستراتیژیک رول لوبولی دی. په افغانستان کې له نږدې شلو کلونو شتون وروسته، متحده ایالاتو ناڅاپه د بګرام هوايي اډه پرته له دې چې افغان قوماندانانو ته خبر ورکړي خالي کړه. دا وتل د شپې او د برېښنا د په قطع کولو سره ترسره شو، داسې چې د اډې افغان قوماندان د امریکایانو د وتلو څخه دوه ساعته وروسته د دوی نه شتون څخه خبر شو. د بګرام هوايي اډې قوماندان جنرال میر اسدالله کوهستاني له اسوشیټیډ پریس سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې په پیل کې داسې اوازې وې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي، او بالاخره د ۲۰۲۱ کال د جولای په دویمه نېټه د سهار په ۷ بجو دا خبر تایید شو. امریکايي ځواکونه د بګرام له اډې څخه په داسې حال کې ووتل چې شاوخوا ۵۰۰۰ بندیان هلته ساتل کېدل، چې ډیري یې د اسلامي امارت غړي وو.

له همدې امله، د بګرام هوايي اډې له لاسه ورکولو افسوس هغه درد و چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې تر ټولو ډیر زیان ورساوه، چې له امله یې هغه څو ځله د دې اډې د ستراتیژیک اهمیت په اړه خبرې وکړې. په دې وروستیو کې، هغه په ​​خپلو یوه وینا کې د بګرام هوايي اډه د نړۍ له لویو هوايي اډو څخه وبلله او ویې ویل: تاسو افغانستان ته وګورئ، څومره شرمناکه وه. زه فکر کوم چې افغانستان په ریښتیا سره د روسیې او اوکراین له ستونزې سره تړاو لري. په دې بیان سره، هغه د بایډن په دوره کې د امریکایي ځواکونو لخوا د بګرام اډې پرېښودل په اوکراین باندې د روسیې د برید یو عامل وباله. ټرمپ زیاته کړه: چین اوس مهال بګرام لري او د بګرام اډه د چین د اټومي زیربناوو څخه یو ساعت لرې ده. ما غوښتل چې د نړۍ یو له لویو هوايي اډو څخه چې پریښودل شوه، وساتم.[11] د امریکا نوی ولسمشر په داسې حال کې د بګرام هوايي اډې د له لاسه ورکولو خواشیني څرګندوي، چې د اسلامي امارت چارواکي تل په خپلو بیانونو کې ادعا کوي چې دوی نه غواړي د افغانستان یو انچ خاوره هم چا ته وسپاري. خو دا ممکنه ده چې د دې اډې د کنټرول د بیرته ترلاسه کولو هیله ممکن د افغانستان سره د امریکا په راتلونکو تعاملاتو کې د ځواک ټکی وي، په ځانګړې توګه د دې اډې څخه د چین، روسیې او ایران د حرکتونو د څارنې لپاره.

د کډوالو موضوع: د ډونالډ ټرمپ وروستي اجرایوي فرمان چې د کډوالو د منلو پروګرام یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه، د زرګونو افغان کډوالو په برخلیک باندې یې پراخې اغیزې درلودې. دې پریکړې د ۴۰،۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو لپاره چې د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) لري د وتلو الوتنې ودرولې دي، چې ډیري یې د پاکستان، قطر او البانیا په هېوادونو کې بند پاتې دي. سربیره پردې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هغو سازمانونو ته تمویل ځنډولی دی چې په متحده ایالاتو کې د SIV ویزې لرونکو د بیا میشتیدنې سره مرسته کوي.[12] دې اقدام نه یوازې د هغو افغانانو د بیا میشتیدنې پروسه چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پاتې شوي وو، د پخوا په پرتله ستونزمنه کړې ده، بلکې د کډوالو د مبهم حالت په راوستلو سره یې د کوربه هېوادونو لکه پاکستان او ایران څخه په اسلامي امارت باندې د فشار یوه جدي وسیله هم رامینځته کړې ده، چې دوی یې په ډله ییزه توګه نیولي او په زوره یې ایستلي دي او همدارنګه تل یې له دې کډوالو څخه د اسلامي امارت پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

دا ځنډ د “تر هر څه مخکې امريکا” پالیسۍ سره سم دی او د بهرنیو پراختیایي پروګرامونو لپاره د مالي ملاتړ بندول پکې شامل دي. احصایې ښیي چې د ۴۰،۰۰۰ او ۶۰،۰۰۰ ترمنځ افغانان لا هم هڅه کوي چې متحده ایالاتو ته لاړ شي، په شمول د پخواني پوځي کورنیو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. د بشري حقونو ډلو او د کډوالۍ ځینو سازمانونو د ځینو پروګرامونو لپاره د استثنا غوښتنه کړې، خو د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه په واضح ډول ځواب نه دی ورکړی. له بلې خوا، پاکستان د ۲۰۲۳ کال له دویمې نیمایي راهیسې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ افغانان بیرته راستنیدو ته اړ کړي دي او وروستي احصایې ښیې چې یوازې د روان کال په جنوري کې شاوخوا ۱۸،۰۰۰ افغان اتباع له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، او ممکن په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدنې په تمه کډوالو باندې نور فشار راوړل شي. دې وضعیت د دې کډوالو د خوندیتوب او راتلونکي په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.[13] که څه هم د ټرمپ اجرائیوي فرمان په مستقیم ډول یو ځانګړی ملیت نه په نښه کوي، خو اغیزې به یې په ځانګړي ډول په هغو افغانانو باندې چې په متحده ایالاتو کې پناه غواړي، سختې وي. که څه هم افغانستان ته د کډوالو راستنیدل یو مثبت ټکی ګڼل کیږي ځکه چې ډیری یې اکاډمیک دي، البته دا ناممکنه نه ده چې دا کډوال د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي. خو، تر هغه چې نوې پالیسي اعلان نشي، دا خلک به په ناڅرګند حالت کې پاتې وي او د دوی د برخلیک په اړه اندیښنې به پاتې وي.

د ټرمپ په کابینه او د انقرې په غونډه کې د اسلامي امارت د منتقدینو رول

د ټرمپ په نوې کابینه کې د افغانستان د اسلامي امارت د منتقدینو شتون د افغانستان په اړه د واشنګټن په پالیسیو مستقیم اغیز لرلی شي. دا شخصیتونه، چې د اسلامي امارت پر وړاندې قوي دریځ لري، احتمال لري چې د نورو محدودو پالیسیو ملاتړ وکړي چې پکې افغانستان ته د بشري مرستو کمول یا پرې کول شامل دي، په ځانګړي توګه که اسلامي امارت د دې مرستو په ناوړه ګټه اخیستنې تورن شي. د دې ترڅنګ د ترکیې په انقره کې د امریکا د نړیوالې سولې انسټیټیوټ لخوا تنظیم شوې د پخواني افغان مشرانو سره د امریکایي پلاوي غونډه ځانګړې اهمیت لري.[14] د دې غونډې موخه د بین الافغاني مذاکراتو او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو بیاکتنه وه. د دې غونډې پایلو وښودله چې دواړه خواوې د تعاملاتو او خبرو اترو دوام ته لیواله دي. دا غونډه د ټرمپ د نویو پالیسیو سره سم هم تعبیريدای شي چې غواړي پر اسلامي امارت فشار راوړي او د اسلامي امارت مخالفو ډلو ملاتړ وکړي. داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره هڅه کوي چې له دې طریقې څخه د افغانستان په اړه د نوي ډیپلوماتیک فضا د رامنځته کولو او له دغه هېواد سره د اړیکو لپاره د بدیل انتخابونو د وړاندې کولو لپاره کار واخلي. په عین حال کې به د اسلامي امارت چارواکي هم هڅه وکړي ترڅو له امریکا سره د خپلو اړیکو رغولو او د امریکا د غوښتنو د حل لپاره کار وکړي.

د اسلامي امارت او سیمه ییزو ننګونو په اړه د امریکا نوي فشارونه

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې لخوا د افغانستان په اسلامي امارت باندې سیاسي فشار کولی شي د ګاونډیو هېوادونو د افغانستان او امریکا په وړاندې په پالیسیو کې د پام وړ بدلونونه راولي. دا فشارونه، چې اقتصادي بندیزونه، ډیپلوماتیک انزوا او ځینې وختونه حتی امنیتي ګواښونه پکې شامل وي، په مستقیم ډول د سیمې اقتصادي، امنیت او ډیپلوماتیکو اړیکو باندې اغیزه کوي. د امریکا سخت بندیزونه ممکن د ځینو هېوادونو لکه هند، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې کمې کړي، پداسې حال کې چې چین، روسیه او ایران ممکن له دې فرصت څخه په افغانستان کې د خپل اقتصادي نفوذ د زیاتولو لپاره کار واخلي. په ورته وخت کې، هغه هېوادونه چې د امریکا په مرستو پورې تړلي دي، ممکن د اسلامي امارت سره د همکارۍ کچه راټیټه کړي، یا دا هېوادونه ممکن د ټرمپ د پالیسیو سره سم د اسلامي امارت پر وړاندې دریځ غوره کړي او په سیمه ییزو غونډو یا حکومتي بیانونو کې خپلې ګټې تعقیب کړي. هغه لاره چې پاکستان د افغانستان په اړه پالیسي غوره کړې ده داسې ښکاري چې په یو ډول هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکایي تجهیزاتو په اړه د ټرمپ له نظر سره ځان برابر کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د امریکایي تجهیزاتو شتون د پاکستان لپاره د اندیښنې وړ بللی دی.[15] له همدې امله، ځینې هېوادونه، لکه پاکستان، د ټرمپ له پالیسیو څخه د ګټې اخیستنې او په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په تمه ناست دي. په امنیتي اړخ کې، د امریکا فشارونه ممکن په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کړي، چې دا به په سیمه کې د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره لاره هواره کړي. دا مسله کولی شي پاکستان او ایران دې ته اړ کړي چې په جدي توګه په خپلو امنیتي او سرحدي پالیسیو بیا غور وکړي. سربېره پردې، په افغانستان کې مخ په خرابېدونکي اقتصادي او سیاسي وضعیت ممکن د کډوالو نوې څپه ایران، پاکستان او مرکزي آسیا ته وغځوي، چې په پایله کې یې په دې هیوادونو کې ټولنیز او اقتصادي کړکیچونه رامنځته کیدی شي. په داسې حالت کې، ځینې ګاونډیان ممکن د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره سختې پالیسۍ پلي کړي، چې دا به د کابل او د سیمې د هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیک کړکیچونه زیات کړي.

په پای کې، د امریکا فشار کولی شي په سیمه کې په سیاسي سمونونو کې بدلون راولي. ځینې ​​هیوادونه، لکه پاکستان، ممکن د واشنګټن سره د اړیکو ساتلو لپاره د اسلامي امارت په اړه خپلې پالیسۍ تعدیل کړي، پداسې حال کې چې چین، روسیه او ایران ممکن په افغانستان کې د امریکا د نفوذ کمولو لپاره له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. له بلې خوا، دا فشارونه ممکن د اسلامي امارت دننه د اختلافاتو لامل شي، په ځانګړې توګه د هغو ډلو ترمنځ چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په لټه کې دي او هغه ډلې چې په سخت دریځو پالیسیو ټینګار کوي. په ټولیزه توګه، دا نوې پالیسۍ، که چیرې په بشپړه توګه پلي شي، نه یوازې په افغانستان بلکې د ټولې سیمې په سیاسي او امنیتي تحرکاتو به هم اغیزه ولري.

پایله

د افغانستان په اړه ډونالډ ټرمپ په خپله لومړنۍ دوره کې هڅه کوله چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځي شتون په دغه هېواد کې محدود کړي، د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره يې په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې تړون لاسليک کړ او له افغانستان څخه د وتلو ژمنه يې وکړه. په دې تړون کې د پخواني افغان حکومت د ګډون نشتوالی او اجرايي ضمانت کمزورتیا د دې لامل شول چې په هېواد کې تلپاتې سوله او يو په رسميت پېژندل شوی حکومت رامنځته شي. له بلې خوا، د ټرمپ په دویمه دوره کې کړنې، د بشري مرستو بندول، د کډوالو پروګرامونه ځنډول او د پوځي تجهیزاتو بیرته ستنولو غوښتنه، به په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران لا پسې خراب کړي. پر افغانانو د فشار د زیاتولو سربیره، دا پالیسۍ به د دې پالیسیو د تصویب په تړاو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د امریکا اړیکې هم تر سیوري لاندې راولي. په داسې حالات کې چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت په لټه کې دی او د افغانستان په داخل کې خپل ځواک پیاوړی کوي، دا ډول فشارونه ممکن د افغانانو لپاره یو بحران رامنځته کړي.

په ټولیزه توګه، د افغانستان په اړه د ټرمپ پالیسۍ به نه یوازې هغه په ​​خپلو اهدافو کې ناکام کړي، بلکې په افغان ټولنه کې به بشري، اقتصادي او سیاسي بحرانونه هم ژور کړي. د ټرمپ دوه ګونی چلند، چې له یوې خوا د امریکا د پوځي حضور نه شتون او له بلې خوا پر اسلامي امارت فشار راوړل او افغانستان ته د بشري مرستو سیاسي کول غواړي، هیڅکله به د افغانستان د کړکېچ لپاره مناسب حل ونه موندل شي. ځکه چې د افغانستان راتلونکی به په داخلي پرمختګونو او د نورو نړیوالو قدرتونو په رول پورې تړلی وي. د هېواد د ځانګړی ستراتیژیک موقعیت په پام کې نیولو سره، د هیڅ یو نړیوال ځواک کړنې به پدې هېواد کې اغیزمنې نه وي.

وړاندیزونه

۱. نړیواله ټولنه او متحده ایالات باید له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او دغه مرستې سیاسي نه کړي.

۲. د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو په اړه خپل دریځ روښانه کړي او پر هېوادونو فشار راوړي چې د افغان کډوالو د ډله ییز او جبري اخراج مخه ونیسي.

۳. د امریکا لپاره اړینه ده چې د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ په غوره کولو او په اسلامي امارت باندې د فشار راوړلو په وخت کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د بشري حقونو مسله په پام کې ونیسي او ملاتړ یې وکړي.

۴. اسلامي امارت هم بايد پر خپل داخلي سياست له سره غور وکړي او هغه اړين اصلاحات رامنځته کړي چې له اوسني بحران څخه راووځي.

سرچینې

[1] . آمو: گزارش سیگر؛ طالبان، القاعده و تی‌تی‌پی را حمایت می‌کنند، 4 فبروری 2025م، لینک:

https://www.facebook.com/AmuTelevision/videos/630421976137808

[2] BBC: Afghan conflict: US and Taliban sign deal to end 18-year war, 29 Feb2020,link: https://www.bbc.com/news/world-asia-51689443

[3] . THE DIPLOMAT: What Trump’s Presidency Means for Afghanistan and the Taliban, 15 November, 2024, link:

https://thediplomat.com/2024/11/what-trumps-presidency-means-for-afghanistan-and-the-taliban/

[4] . طلوع نیوز: وزارت اقتصاد: فعالیت 50 نهاد مددرسان در کشور متوقف شد، 9 دلو 1403 ش، لینکک:

https://tolonews.com/fa/afghanistan-192820

[5] . آمو: ملل متحد: کمک‎های مالی به‎‎‎‎‎‎‎‎افغانستان “موقتا قطع” شده اند، 18 جدی1401ش، لینک:

https://amu.tv/fa/31178/

[6] . رادیو آزادی: هشدار نهاد امور بشردوستانه ملل متحد از قطع کمک‎ها به‎‎‎‎‎‎‎‎افغانستان، 24 جدی 1403 ش، لینک:

https://da.azadiradio.com/a/33273981.html

[7] . رادیو آزادی: ترمپ خواستار بازگردانیدنتجهیات نظامی امریکا از امارت اسلامی شد، وئدیو، اول دلو 1403، لینک:

https://da.azadiradio.com/a/33282220.html

[8] . BBC: سلاح‎های امریکایی برای امارت اسلامی؛ دستکم هفت میلیارد دالر تجهیزات جامنده است، 28 اپریل 2022، لینک:

https://www.bbc.com/persian/afghanistan-61249078

[9] . آریانا نیوز: بلخی: تجهیزات باقی مانده نظامی امریکایی دارای افغانستان است، 17 دلو 1403 ش، لینک:

[10] . خبرگزاری تسنیم: انتقال ۷ بالگرد بلک هاوک افغانستان از ازبکستان به‎‎‎‎‎‎‎‎آمریک، 18 دلو 1403ش، لینک:

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/11/18/3252497/انتقال-7-بالگرد-بلک-هاوک-افغانستان-از-ازبکستان-به-امریکا

[11] . Ariana News: Trump claims China controls Bagram Airfield, 01 Feb 2025, link: https://www.ariananews.af/trump-claims-china-controls-bagram-airfield/

[12] . ‎‎‎‎‎‎‎‎Trump’s Aid Pause Strands Over 40,000 Afghans Approved for U.S. Visas, 26 january 2025, link:

https://www.econotimes.com/Trumps-Aid-Pause-Strands-Over-40000-Afghans-Approved-for-US-Visas-1700167

[13] The Washington Post: Afghan refugees feel abandoned after Trump executive order halts flights, 22 January 2025, link:

https://www.washingtonpost.com/world/2025/01/22/afghan-allies-executive-order-trump-refugees/

[14]. خبرگزاری تسنیم: دیدار هیئت امریکایی با مخالفان امارت اسلامی در آنکارا، 14 دلو 1403ش، لینک:

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/11/14/3249544/دیدار-هیئت-امریکایی-با-مخالفان-امارت اسلامی-در-آنکارا

[15] . DW: نگرانی پاکستان از تجهیزات امریکایی به جا مانده در افغانستان، 11 دلو 1403 ش، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/پاکستان-از-تجهیزات-امریکایی-به-جا-مانده-در-افغانستان-ابراز-نگرانی-کرد/a-71453232

د افغانستان په اړه د ټرمپ دريځ؛ بشري بحران او سیمه ییزې ننګونې

4 thoughts on “د افغانستان په اړه د ټرمپ دريځ؛ بشري بحران او سیمه ییزې ننګونې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top