هند ته د روسیې د ولسمشر ولادېمیرپوتین د سفر اهمیت
هند ته د پوتین سفر د نړیوالو ستراتېژیکو بدلونونو په حساس پړاو کې ترسره شو، چې په کې د اوکراین جګړې، د لوېدیځو بندیزونو، د انرژۍ د نړیوال بازار بدلونونو، د ناټو پراختیا، او د یورېشیا نوې سیاسي معادلې شاملې دي. دغه سفر د هند او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله ستراتېژیکو اړیکو د بیا ټینګښت لپاره مهم فرصت رامنځته کړ او څرګنده یې کړه چې دواړه هېوادونه د فشارونو او کړکېچونو په منځ کې د خپلواکو، متوازنو او دوه اړخیزو همکاریو د پاللو او پیاوړتیا اراده لري.
