پر افغانستان د ايران-متحده ايالاتو او صهيونستي رژيم د جګړې اغېزې
د ایران–متحده ایالاتو او اسراییلو جګړه د افغانستان لپاره یوازې یوه بهرنۍ شخړه نه ده، بلکې څو اړخیزې ژورې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزې لري. دا تحلیل ښيي چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله بیا هم د سیمې د قدرتونو د ټکر مستقیم او غیرمستقیم فشارونه زغمي.
له سیاسي او امنیتي پلوه، د ایران کمزوري کېدل یا احتمالي بدلون د اسلامي امارت لپاره د یو مهم سیمهییز شریک له لاسه ورکولو معنی لري، چې دا به د بهرني سیاست، سرحدي مدیریت او سیمهییزو اړیکو په برخه کې نوې ننګونې رامنځته کړي. همدارنګه، د ایران بېثباتي کولای شي د سرحدونو ناامني زیاته کړي او افغانستان د احتمالي نوو وسلهوالو یا سختدریځو ډلو د پناه ځای په توګه لا ډېر تر فشار لاندې راولي.
