د پاکستان او سعودي عربستان ګډ ستراتېژیک تړون ارزونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د پاکستان او سعودي عربستان ګډ ستراتېژیک تړون ارزونه
  • د سعودي عربستان او پاکستان اړیکو ته یوه کتنه
  • د پاکستان لپاره د دې تړون اهمیت
  • د سعودي عربستان لپاره د دې تړون اهمیت
  • پر هند د سعودي عربستان او پاکستان د ګډ ستراتېژیک تړون اغېزې
  • پر افغانستان د سعودي عربستان او پاکستان د ګډ ستراتېژیک تړون اغېزې
  • پایله
  • ماخذونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د ۲۰۲۵ز.کال د سپټمبر پر ۱۷ مه نېټه د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ ګډ ستراتېژیک دفاعي تړونJoint Strategic Defense Agreement د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له لوري د سعودي عربستان په ریاض ښار کې لاسلیک شو. د تړون له مخې پر هریوه هېواد برید د دواړو هېوادونو پرضد برید ګڼل کېږي[1] د هېوادونو په خپلمنځي اړیکو کې د امنیتي اتحادونو رامنځته کېدل د دوی د سیاسي، نظامي او اقتصادي اړتیاوو څرګندونه کوي؛ کله چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ پورتنی تړون لاسلیک شو؛ نو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یې نوی څپرکی پرانېست. دا تړون د دې هېوادونو د څو لسیزو اوږدې ملګرتیا پایله ده او پر اساس یې دواړه هېوادونه له یوه بل څخه خپلې دوه اړخیزې اړتیاوې پوره کوي. د تړون اساسي برخه داده چې د دې تړون له مخې پر هریوه هېواد برید د دواړو هېوادونو پر ضد برید ګڼل کېږي. دغه برخه د ناټو پوځي سازمان د اساسنامې له احکامو سره ورته والی لري او د ګډۍ دفاع او بازدارنده ګۍ یوه نوی میکانیزم رامنځته کوي. داچې دغه مهال په منځني ختیځ کې سیاسي فضا د اسراییلو د تیریو، سیمه ییزو سیالیو او د نړیوالو قدرتونو تر سیورې لاندې ده؛ د پاکستان او سعودي دغه تړون کولای شي د سیمې د امنیتي توزان نوې دایره رامنځته کړي. په دغه تحلیلي مقاله کې هڅه شوې چې  د اړخونو لپاره د دې تړون اهمیت وڅېړل شي.

د سعودي عربستان او پاکستان اړیکو ته یوه کتنه

د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دوه‌ اړخیزې اړیکې له هغه وخته راپیل شوې چې پاکستان په ۱۹۴۷ ز.کال کې رامنځته شو.[2] تر ډېره بریده دغه مهال د سعودي عربستان او پاکستان د اړیکو پیل د مذهبي ـ فرهنګي او سوداګریزو مشترکاتو له امله وې. د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دیپلوماتیکه ملګرتیا د اسلامي نړۍ له تر ټولو نږدو او دوامدارو اتحادونو څخه ده. د وخت په تېرېدو دغه اړیکې د ګډو اسلامي ارزښتونونو ترڅنګ، د متقابل باور او ستراتېژیکې همکارۍ پر بنسټ پیاوړې شوې او ان تر دې چې د سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو سره یې اوسمهال بدلون وکړ. په تېرو لسیزو کې دواړو هېوادونو نه یوازې یو د بل ډیپلوماتیک ملاتړ کړی، بلکې د سیمه ییزو شخړو، اقتصادي کړکېچونو او نړیوالو مذاکراتو پر مهال یې د یو بل تر څنګ درېدلي دي. د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ مهمې ډیپلوماتیکې همکارۍ او تعاملات په لاندې توګه په کرونولوژیکه توګه روښانه کوو.

الف: ۱۹۵۱ – د دوستۍ تړون: پاکستان او سعودي عربستان د «د دوستۍ تړون» په لاسلیک کولو سره خپلې اړیکې رسمي کړې او د ډیپلوماتیکې او اقتصادي همکاریو بنسټ یې کېښود.

ب: ۱۹۷۴ – د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) سرمشریزه په لاهور کې: پاکستان د لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو تر مشرۍ لاندې د اسلامي هېوادونو د دویمې سرمشریزې کوربه و. د سعودي عربستان پاچا فیصل او د ګڼو نورو اسلامي هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی وو. دې غونډې د اسلام‌اباد او ریاض اړیکې لا ټینګې کړې.

ج: ۱۹۷۰مې–۱۹۸۰مې لسیزې – د ضیاءالحق دوره: د ولسمشر جنرال ضیاءالحق په واکمنۍ کې د دواړو هېوادونو اړیکې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې. پاکستان د سعودي عربستان د دفاع لپاره سرتېري واستول، او سعودي عربستان پاکستان ته پراخه مالي مرسته، تېل او اقتصادي ملاتړ برابر کړ. د افغانستان جهاد هم د دواړو هېوادونو ګډې همکارۍ ته نوی فرصت ورکړ.

د: ۱۹۸۸ – د فیصل جومات پرنېسته: د فیصل جومات د ۱۹۸۸ ز.کال د جون په ۱۸مه د جنرال ضیاءالحق له‌خوا به اسلام اباد کې پرانیستل شو. د سعودي له لوري شهزاده سلطان بن عبدالعزیز آل‌سعود پکې ګډون وکړ، چې دا جومات د پاچا فیصل بن عبدالعزیز آل‌سعود د یاد په ویاړ جوړ شوی و.

هـ: ۱۹۹۸ – د اټومي بندیزونو پر مهال ملاتړ: کله چې هند په ۱۹۹۸ ز.کال کې اټومي ازموینې وکړې، پاکستان هم پنځه اټومي ازموینې ترسره کړې چې نړیوال بندیزونه یې را وپارول. په همدې سخت وخت کې سعودي عربستان پاکستان ته د ځنډول شوو تادیاتو په بدل کې د تېلو اکمال او مالي مرسته وکړه، چې له دې لارې پاکستان وتوانېد د اقتصادي فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او خپله اقتصاد باثباته وساتي.

و: ۲۰۰۰مې لسیزه – اقتصادي او دفاعي همکاري: د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو پرلپسې لیدنو د انرژۍ، پانګونې او پوځي روزنې په برخو کې همکاري پیاوړې کړه او پاکستان خپلو پوځي پرسونلو ته اجازه ورکړه چې د سعودي په خاورې کې د دفاعي دندې ترسره کړي.

ز: ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ – د مالي مرستو بسته: په ۲۰۱۴ ز.کال کې د نواز شریف د حکومت پر مهال سعودي عربستان پاکستان ته ۱.۵ میلیارده ډالره مرسته وکړه ترڅو د بهرنیو زیرمو کچه لوړه کړي. په ۲۰۱۸ ز.کال کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال، سعودي عربستان د ۴.۲ میلیارده ډالرو مرسته اعلان کړه، درې میلیارده ډالره یې د پاکستان مرکزي بانک ته او ۱.۲ میلیارده ډالره (په اصل کې ۵۹۵ میلیونه ډالره) د تېلو د ځنډول شوو تادیاتو په بڼه ورکړل.

ح :۲۰۱۹ – د ولیعهد محمد بن سلمان سفر: د هغه د اسلام‌اباد سفر پر مهال، سعودي عربستان د ۲۰ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه وکړه، چې پکې د ګوادر د تېلو د تصفیې د فابریکې پروژه هم شامله وه. دا اقدام د دواړو هېوادونو د اقتصادي ملګرتیا یوه نوې مرحله وه.

ط: ۲۰۲۳ – د اقتصادي کړکېچ پر مهال ملاتړ: سعودي عربستان یو ځل بیا د پاکستان د نړیوال وجهي صندوق (IMF) د مرستې په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوباوه او د پاکستان مرکزي بانک ته یې دوه میلیارده ډالره زېرمې ورکړې.

ي: د ۲۰۲۴ کال د اپرېل ۷–۹د لومړي وزیر شهباز شریف لومړنی بهرنی سفر: د شهباز شریف د دویم دور لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته و. د ولیعهد محمد بن سلمان سره د خبرو پر مهال دواړو هېوادونو د ۵ میلیارده ډالرو د سعودي پانګونې د چټکولو او د ۳۴ تفاهم‌لیکونو (په ټولیز ارزښت ۲.۸ میلیارده ډالره) د نهایي کولو پرېکړه وکړه، چې له هغې ډلې ۵۶۰ میلیونه ډالره یې د عملي پروژو بڼه غوره کړه[3].

دغه دواړه هېوادونه نه یواځې په ډیپلوماتیکه برخه کې بلکې په امنیتي او ستراتېژیکو برخو کې هم یو له بل سره همکارۍ لري، ریاض اوسمهال د پاکستان لپاره په مالي برخه خورا ارزښت لري؛ نو ځکه ورسره د ډیپلوماتیکو همکاریو سربېره دفاعی همکارۍ هم کوي په دې همکاریو کې د پوځ ځای پرځای کول، ګډ نظامي تمرینونه، روزنیز پروګرامونه د بېلابیلو دفاعي تړونونو په چوکاټ کې ترسره کوي. کولای شو په دې برخه کې د دې هېوادونو همکارۍ په لاندې توګه واضح کړو:

الف: ۱۹۶۷ – د دفاعي همکارۍ تړون:  پاکستان او سعودي عربستان خپل د پوځي همکارۍ لومړی رسمي تړون لاسلیک کړ او دې ته یې لاره هواره کړه چې پاکستاني سرتېري په سعودي عربستان کې ځای پر ځای شي.

ب: ۱۹۷۰مې لسیزې – د پاکستاني پوځ ځای پر ځای کول:  د سعودي عربستان په غوښتنه زرګونه پاکستانی سرتېري په ریاض کې ځای پر ځای شول ترڅو د دې هېواد دفاعي جوړښت پیاوړی کړي. پاکستاني پیلوټانو د سعودي جنګي الوتکو چلول هم ترسره کړل، چې د سعودي عربستان د هوايي ځواک د عصري کولو لپاره مهم ګام وه.

ج: ۱۹۸۲ – دفاعي پروتوکول: د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي همکارۍ پروتوکول لاسلیک شوی، چې پر اساس یې د سعودي پوځي پرسونل د روزنې په برخه کې د پاکستان رول رسمي شو.

د: ۱۹۹۰۱۹۹۱ – د خلیج جګړه: پاکستان له ۱۱،۰۰۰ زیات سرتېري، چې هوايي او ځمکني ځواکونه پکې شامل وو، سعودي عربستان ته واستول ترڅو د سعودي د خاورې دفاع وکړي.

هـ: ۲۰۰۴ وروسته – د السمسام تمرینونه: په دغه نېټه پاکستان او سعودي عربستان د دوه کالو لپاره نظامي تمرینونه ترسره کړل، چې د معاصر امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډ تمرکز څرګندونه کوي.

و: ۲۰۱۶ – د نورتندر پوځي تمرین: دا تمرین په حفرالباطن کې ترسره شو او هغه مهال په سیمه کې تر ټولو لوی پوځي تمرین و، چې پاکستان پکې د سعودي ځواکونو ترڅنګ مخکښ رول لوبوه.

ح: ۲۰۲۵ – ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون:  د ۲۰۲۵ز.کال د سپټمبر په ۱۷مه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له‌ خوا په ریاض کې لاسلیک شو. په دې تړون کې راغلي چې پر یوه هېواد برید به د دواړو هېوادونو پر ضد برید ګڼل کېږي، چې د ناټو د پنځمې مادې اصولو سره ورته والی لري[4]. په دې تحلیل کې د سعودي عربستان او پاکستان همدا تړون په لاندې توګه تر څېړنې لاندې نیول کېږي.

د پاکستان لپاره د دې تړون اهمیت

د پاکستان او سعودي عربستان ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون د دواړو هېوادونو اړېکې یوه نوي پړاو ته داخلوي او د پاکستان لپاره یو ستراتېژیک پرمختګ ګڼل کېږي، د دې تړون پر اساس د سعودي عربستان په امنیت او ثبات کې د پاکستان رول پیاوړی کېږي، په داسې حال کې چې پاکستان په کور دننه له ګڼو اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او له بهرني اړخه د هند د جدي ګواښ هم ورته متوجه دی، دغه تړون نوموړی هېواد ته سیاسي او اقتصادي سپر په توګه فرصت برابروي، د انرژي او مالي ملاتړ ته لاره پیدا کوي چې د دې هېواد اقتصادي بحران او اوږدمهاله ثبات لپاره مهم ګڼل کېږي. د دې تړون پر اساس د پاکستان اتومي وړتیا او پوځي مسلکي والی په سیمه ییزو کچه د پاملرنې وړ ګرځي او په نړیواله کچه په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې د پاکستان ډیپلوماتیک نفوذ هم پیاوړی کوي. له بلې خوا چین او پاکستان په سیمه کې نږدې ملګري هېوادونه ګڼل کېږي، د هند او پاکستان د وروستۍ شخړې وروسته پاکستان ته د چین پاملرنه او ملاتړ لا زیات شوی دی، د دې تړون وروسته د پاکستان بین الملی حیثیت لوړېږي چې له امله یې په اقتصادي، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نورو هېوادونو توجه جلبوي . د پاکستان لپاره د متقابل دفاعي تړون بله مهمه ګټه داده چې د سیمې د ځواک پر توازن مثبته اغېزې کوي، دسعودي د ملاتړ پر اساس پاکستان په جنوبي اسیا کې د یوه مهم لوبغاړی په توګه د بازدارنګي پیدا کوي او کله چې هند د پاکستان پر وړاندې جنګېږي نو دې تړون ته به ځانګړې پام کوي.

د سعودي عربستان لپاره د دې تړون اهمیت

د سعودي عربستان او پاکستان دفاعي تړون د دې هېواد د امنیت او امنیتي تشکیلاتو په پیاوړتیا کې ستر رول ترسره کوي، دا تړون سعودي عربستان ته ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې به یوازې پاتې نه شي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې منځني ختیځ په ځانګړې توګه په فلسطین کې د اسراییلو بریدونه دوام لري او هڅه کوي چې لوی اسراییلي دولت رامنځته کړي، دغه حالات په سعودي عربستان هم منفي اغېزې کوي او د دې تړون له امله کېدای شي چې مخنیوي یې وکړي او د سعودي امنیتي ثبات تر ډېره بریده تضمین شي. د پوځي ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې سعودي عربستان کولای شي د پاکستان د پوځ د تجربو او ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي او پر دې اساس به د سعودي عربستان پر لویدیځو هېوادونو امنیتي اتکا را کمه شي او د خپل امنیت سیمه ییز اتحاد جوړ او ان په دې برخه کې به پر ځان بسیاینې لوري ته ګام پورته کړي.

پر هند د سعودي عربستان او پاکستان د ګډ ستراتېژیک تړون اغېزې

کله چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د ګډ ستراتېژیک تړون لاسلیک شو؛ نو ډیری څېړونکو ته دا پوښتنه رامنځته شوه چې دغه تړون به پر هند څه اغېز وکړي؟ داچې سعودي عربستان له هند سره په بېلابېلو برخو کې ښې اړیکې لري، ایا دغه اړیکې به زیانمنې شې؟ لکه څرنګه چې هند او سعودي عربستان یو له بل سره د انرژۍ او تکنالوژۍ برخه کې یو له بل سره متقابلې همکارۍ لري او سعودي کې د ۲،۷ میلونه هندي کارګرو شتون چې هلته په اقتصادي او عصري پرمختیايي برخه کې دندې ترسره کوي؛[5] همدارنګه  هند د سعودي عربستان دویم لوی سوداګریز شریک دی، په داسې حال کې چې سعودي عرب د هند پنځم لوی سوداګریز شریک دی، د ۲۰۲۳-۲۴ په جریان کې دوه اړخیزه سوداګري ۴۲.۹۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلې[6]، دغه موارد هغه څه دي چې د دې دوه هېوادونو پخې اړیکې څرګندوي. دا تړون تر ډېره بریده د پاکستان مالي بې وسې پر اساس ترسره شوی او سعودي هڅه کوي چې د پاکستان پوځي وړتیاوو څخه ګټه پورته کړي او په دې برخه کې ډیره محافظه کارانه اقدام کوي، سعودي واکمنان هڅه کوي چې له یوه لوري خپل نظام پیاوړی کړي؛ دوی دوی پیسې لري چې له پرمختللو هېوادونو پرې پرمختللې وسلې واخلي، خو دوی دغه پیاوړتیا هم تر دې حده نه رسوي چې د دوی د واکمنۍ دوام ته خطر پېښ کړي؛ نو ځکه د مستقل او پیاوړي پوځ پرځای په بهرنیو په ځانګړې توګه پر پاکستان ډېره تکیه کوي. هند له نورو هېوادونو ته دفاعي ژمنې نه ورکوي او نه نورو هېوادونو کې د بهرنیو حکومتونو د خوندي کولو لپاره پوځونه استوي، دغه هېواد له نورو هېوادونو سره اقتصادي سیاست چې په کې ټکنالوژي پراخه ونډه لري پر مخ وړی؛ نو پر دې اساس ریاض کولای شي چې د خپلو امنیتي خلاوو لپاره پاکستاني نظامیان استخدام کړي او د اقتصادي او ټکنالوژۍ په برخه کې له هند سره پراخې اړیکې ولري.

پر افغانستان د سعودي عربستان او پاکستان د ګډ ستراتېژیک تړون اغېزې

            د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ ستراتېژیک دفاعي تړون د افغانستان لپاره له یوې زاويي فرصتونه رامنځته کوي او له بله لوري ننګونې زېږوي. که په حقیقت کې دغه تړون د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ترسره شوی وي، نو داچې دغه تړون په سیمه کې د سعودي او پاکستان اړیکې نږدې کوي او له بلې خوا چین له پخوا راهیسې له پاکستان سره نږدې اړیکې لري؛ نو د پاکستان په مرکزیت دغه مثلث کولای شي د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او سیمه ییز ادغام لپاره لاره هواره کړي او ان  د دې هېوادونو مذهبي او سیاسي نفوذ کولای شي د اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یو مثبت لامل وګڼل شي. خو که چېرې دغه تړون د سیمه ییزو سیالیو په موخه د بېلګې په توګه پاکستان یې د هند پر وړاندې او سعودي عربستان یې د ایران او قطر پر وړاندې وکاروي؛ نو د افغانستان د بهرني سیاست په توازن به منفي اغېزې وکړي.

د افغانستان په برخه کې یوه مهم ټکي چې یادول یې په دې تحلیل کې اړین دي، هغه دا دی چې د پاکستان د لومړي وزیر یوه سلاکار له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي(( که د افغانستان له خاورې وسله وال پر پاکستان برید وکړي؛ نو دا برید په سعودي عربستان حسابېږي)).[7] که دقت وشي؛ نو لیدل کېږي چې پاکستاني چارواکي د دوه موخو لپاره دغه ډول څرګندونې کوي: لومړی داچې د خپل ولس ته د خپلو امنیتي مسولیتونو په برخه کې چل او فریب ورکوي او د نا امنیو پړه په بل هېواد اچوي او له بل لوري هڅه کوي چې له دې لارې په اسلامي امارت فشار وارد کړي. په داسې حال کې چې اسلامي امارت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل هېواد پر وړاندې وکارول شي. د تړون د احکامو مطابق سعودي عربستان د پاکستان د کورنیو نا امنیو پر وړاندې مسول نه دی او نه په دې برخه کې کوم غبرګون ښيي، ځکه چې دغه ډول بریدونه په دې هېواد کې د شته وسله والو ډلو له لوري ترسره کېږي.

سربېره پر دې کله چې د ۱۴۰۴ز.کال د میزان میاشتې په ۱۷ نېټه د پاکستان له لوري د افغانستان هوايي حریم نقض شو؛ نو د غچ اخیستنې په موخه د افغانستان اسلامي امارت هم د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاکستاني لوري عملیات ترسره کړل او ددواړو لوریو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره جګړه ترسره  شوه؛ دغه مهال د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او په کې راغلي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي او نښتو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له نږدې یې څاري، په اعلامیه کې اضافه شوي چې سعودي عربستان له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې له زغم څخه کار واخلي، له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د خبرو اترو او تدبیر له لارې ستونزې حل کړي، ترڅو د سیمې او ثبات او امنیت خوندي پاتې شي، په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې سعودي عربستان د هر هغه سیمه ییز او نړیوال اقدام ملاتړ کوي چې د سولې د پیاوړتیا او ثبات د زیاتېدو لامل کېږي او ټینګار کوي چې د پاکستان او افغانستان د ملتونو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د امنیت ټینګښت ډېر ضرور دی.[8] که چېرې د دې شخړې په اړه د سعودي عربستان دریځ د پاکستان او سعودي عربستان د ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون په چوکاټ کې چې له مخې یې په یوه هېواد برید په بل هېواد برید هم ګڼل کېږي تحلیل کړو؛ نو  دوه ډوله پایلو ته رسیږو:

لومړی: کله چې د اذربایجان او ارمنستان په وروستۍ جګړه کې روسیې د ارمنستان ملاتړ ونه کړ، په داسې حال کې چې روسیه او ارمنستان د ټولیز امنیتي سازمان غړي هېوادونه دي او  د دې سازمان موخه د غړو هېوادونو د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ساتنه او د بهرني تېري په مقابل کې له غړي هېواد څخه په ګډه دفاع کول دي.[9]  د روسیې  ولسمشر وویل(( که څه هم روسیه د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیتوب لري او د دې سازمان د اساسنامې د حکمونو پر اساس که پر یوه غړي هېواد برید وشي، نو په نورو غړو لازمه ده چې ملاتړ یې وکړي. دا چې دا جګړه د ارمنستان په رسميت پيژندل شوې خاوره کې نه ده، نو ځکه روسیه اړه نه ده، چې په دې جګړه کې مداخله کړي))[10] دغه جګړه د قرباغ په سیمه کې چې د اذربایجان پورې اړوند وه، ترسره شوې وه؛ نو روسیې دغه خاوره د ارمنستان نه ګڼله نو ځکه یې د اذربایجان او ارمنستان جګړه کې ګډون ونه کړ. تر ډېره بریده داسې فکر کېږي چې سعودي عربستان هم د روسیې ولسمشر پوتین سره ورته موقف نیولی وي؛ د تړون له مخې دواړه هېوادونه اړ دي چې دغه مهال یو د بل ملاتړ وکړي؛ خو داچې جګړه د ډیورنډ فرضي کرښه کې رامنځته شوې؛ نو سعودي عربستان په جګړه له دخالت او ان له جدي بیانیې څخه څنډې ته شوی دی او له دواړو لوریو یې د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده.

دوهم: له یوې خوا سعودي عربستان د اسلامی هېوادونو د رهبرۍ لپاره هڅه کوي او نه غواړي چې د مسلمانو هېوادنو ترمنځ جګړه شدیده کړي او له بله لوري له پاکستان سره د سعودي عربستان د دې تړون اصلي موخه داده چې د پاکستان له امنیتي ظرفیت څخه ګټه پورته کړي؛ نه داچې په دغه ډول جګړو کې ځان ښکیل کړي؛ که دغه ټکي او د سعودي موقف ته نور هم زیر شو؛ نو په راتلونکي کې د دې تړون بې اغېزېتوب هم روښانه کوي او د سیمې نور هېوادونه هم له دې تړون څخه په ساده اصطلاح نه وېرېږي او د پاکستان هغه اصلي موخه چې د هند پر وړندې به دغه تړون د بازدارنده په توګه وکاروي بې اغېزې کوي.

پایله

د پایلې په توګه ویلای شو چې دغه تړون د پاکستان د اقتصادي کمزورتیا پر اساس ترسره شوی او هڅه کوي چې له دې لارې د سعودي عربستان اقتصادي مرستې ترلاسه او پر اساس یې خپلې ستونزې که هغه د کورني امینت یا د بهرني امنیت په برخه کې دي یا په اقتصادي برخه کې دي، ترلاسه کړي. په مقابل کې سعودي عربستان هم یواځې د دې هېواد له پوځي او امنیتي امکاناتو او فرصتونو څخه ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې له دې لارې خپلې اړتیاوې په کم لګښت ترلاسه کړي. په سیمه کې پاکستان اوسمهال نه یواځې داچې له هند سره ترینګلې اړیکې لري، بلکې له افغانستان سره یې هم اړیکې ورځ تر بلې د خرابېدو لوري ته روانې دي. د پاکستان او سعودي دغه تړون د پاکستان ـ هند او پاکستان ـ افغانستان په ستونزو او شخړو کې تر ډېره بریده مثبت رول نه ترسره کوي؛ ځکه چې سعودي عربستان په اقتصادي، ټکنالوژیکي او سوداګرۍ برخه کې له هند سره نږدې اړیکې لري او نه غواړي چې دغه اړیکې یې د پاکستان له امله ترینګلې شي او سربېره پر دې سعودي عربستان د افغانستان اسلامي امارت سره هم بېلابېل مشرکات لري او دغه تړون به یې له افغانستان سره اړیکې زیانمنې نه کړي.

ماخذونه

[1] Mohammed Shoaib Raza, Beyond the Islamic NATO mirage: The logic of Saudi Arabia-Pakistan defence agreement, pulihsed date: Sep/19/2025, available at: BeyondtheIslamicNATOmirage_ThelogicofSaudiArabia-Pakistandefenceagreement-TheWeek. 
[2] Dr Muhammad Khan, Chronology of Pak-Saudi relationship, Pakistan observer, published date: Sep/25/2023, available at: Chronology of Pak-Saudi relationship – Pakistan Observer
[3] A New Chapter in Regional Security: An Analysis of the Pakistan-Saudi Arabia Strategic Defense Agreement, Policy Advisory Board Federation of Pakistan Chamber of Commerce & Industry, page: 7, pdf, available at: https://fpcci.org.pk/wp-content/uploads/2025/09/A-New-Chapter-in-Regional-Security-An-Analysis-of-the-Pakistan-Saudi-Arabia-Strategic-Defense-Agreement.pdf
[4] A New Chapter in Regional Security: An Analysis of the Pakistan-Saudi Arabia Strategic Defense Agreement, Policy Advisory Board Federation of Pakistan Chamber of Commerce & Industry, page: 7, pdf, available at: https://fpcci.org.pk/wp-content/uploads/2025/09/A-New-Chapter-in-Regional-Security-An-Analysis-of-the-Pakistan-Saudi-Arabia-Strategic-Defense-Agreement.pdf
[5] The Pakistan-Saudi defence pact does not threaten India, Eroupen Times, published date 25, sep, 2025, available at: https://europeantimes.org/the-pakistan-saudi-defence-pact-does-not-threaten-india/
[6] The Indian express, Saudi Arabia-Pakistan defence pact: What it means for the two countries, published date: Sep/19/2025, available at: Pakistan-Saudi Arabia Defence Pact Explained: What it means for the 2 countries
[7] مشاور نخست‌وزیر پاکستان: حمله از افغانستان به پاکستان، حمله به عربستان سعودی است، خبرګزی دید، تاریخ نشر: سنبله/۲۹/۱۴۰۴، د لاس رسي لینک: https://didpress.com/173733/
[8]  واکنش عربستان به درگیری نظامی افغانستان و پاکستان، مشرق، تاریخ نشر: ۲۰/میزان/۱۴۰۴ ، دسترسی انلین: واکنش عربستان به درگیری نظامی افغانستان و پاکستان – مشرق نیوز
[9] SCTO official web page, online link : About SCO | SCO (sectsco.org).
[10] Ashur, Shir Gaviria, Inés Sheng, Jiayan Yapar, Hakan. Nagorno-Karabakh Conflict: A Geopolitical Analysis. Universidad Carlos III de Madrid. Op .cit 
د پاکستان او سعودي عربستان ګډ ستراتېژیک تړون ارزونه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top