له پاکستان پرته د افغانستان بدیلې سوداګریزې لارې؛ خنډونه او حل لارې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • له پاکستان پرته د افغانستان بدیلې سوداګریزې لارې؛ خنډونه او حل لارې
  • له پاکستان پرته د افغانستان بدیلې سوداګریزې لارې
  • د بدیلو ترانزیټي لارو پر وړاندې پراته خنډونه
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • ماخذونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

افغانستان د خپل ستراتېژیک موقعیت پر اساس د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د اتصال پیاوړی فرصت لري او د دې سیمو ترمنځ مهمې سوداګریزې او ترانزیټي لارې سره نښلوي. دا هېواد سره له دې چې له بحر سره مستقیم تړاو نلري؛ خو بیا هم د سیمې هېوادونو لپاره د ټرانزېټ په برخه کې ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري. د افغانستان اقتصاد  تر ډېره بریده په وارداتو او صادراتو متکي دی او دغه صادرات او واردات د پاکستان له خاورې څخه په ګټه اخیستنه د افغانستان لپاره خورا ارزانه او اسانه ده، خو پاکستان تل دغه لاره د افغانستان پر وړاندې د فشار د یوې الې په توګه کاروي، هرکله چې د افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې ترینګلې شي؛ نو دغه هېواد خپله سوداګریزه لار پر افغانستان بندوی او دغه محدودیت د افغان سوداګرو، کروندګرو او په ټوله کې دافغانستان اقتصاد او سوداګرۍ پر وړاندې پراخې ستونزې زېږوي. کله چې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ وروستۍ شخړه ترسره شوه؛ نو یو ځل بیا دغه هېواد خپلې ټرانزېټې لارې وتړلې؛ نو ځکه افغانستان اړ دی چې بدیلې تجارتې لارې پیدا او له سیمې او نړۍ سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره کړي. اسلامي امارت هڅه کړې چې نوې ټرانزېټی لارې، هوايي دهلیزونه او د ریل پټلۍ پروژو په اړه چټک ګامونه پورته کړي.

په وروستیو کې د امارت ـ هند اړیکو او امارت ـ ایران اړیکو پیاوړتیا چې له امله د سیمه ییز اتصال په برخه کې د چابهار بندر اهمیت زیات شوی او له بلې خوا د منځنۍ اسیا له لارې  نوې سوداګریزې لارې هم پرانېستل شوي؛ نو افغانستان  ته یې یو نوی اقتصادي او سوداګریز فرصت چمتو کړی ده. د دې تحلیل پر اساس به دغو سوالونو ته ( افغانستان د پاکستان له لارې د تجارتي محدودیتونو پر اساس کومې سوداګریزې لارې کارولی شي؟ د دې لارو د کارولو پر وړاندې کوم خنډونه شته؟ په تحلیل کې به لومړی د افغانستان مهمې بدیلې تجارتي لارې معرفي، فرصتونه به یې روښانه او پر وړاندې  به یې یې پراته خنډونه تحلیل شي او په پای کې به د پایلې سربېره عملي وړاندیزونه ولیکل شي، چې پر اساس به یې لوستونکي د افغانستان د بدیلو سوداګریزو لارو پر اهمیت، فرصتونو او محدودیتونو هر اړخیزه پوهه ترلاسه کړي.

له پاکستان پرته د افغانستان بدیلې سوداګریزې لارې

افغانستان نه یواځې د پاکستان په ګاونډ کې موقعیت لري؛ بلکې دغه هېواد له ایران، د مرکزي اسیا له دریو هېوادونو(تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) او چین سره ګډه پوله لري؛ نو پر همدې اساس د دغو ګاونډیو هېوادونو له خاورې په ګټه اخیستنه له سیمې او نړئ سره د لاندې سوداګریزو لارو پر اساس نښلول کېږي.

۱ ـ د چابهار بندر: دغه بندر د ایران په جنوب ختیځ برخه او د سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري او د هند سمندرګي سره نښلول شوی دی چې افغانستان ته د دې فرصت ورکوي چې له منځني ختیځ، خلیج هېوادونو او هند سره سوداګرۍ وکړي او د افغانستان مالونه د پاکستان له خاورې په نه ګټې اخستنې نړیوالو بازارونو ته ورسېږي او په ورته مهال له نورو هېوادونو مالونه وارد کړي. د ۲۰۱۴ز.کال وروسته هند او افغانستان پرېکړه وکړه چې د ایران په مرسته به له دې بندر ګټه پورته کوي.[1] داچې هند په سیمه کې د پاکستان سره سیالۍ لري او نشي کولای د دې هېواد له خاورې په ګټه اخیستنه د افغانستان او مرکزي اسیا بازارونو ته لاس رسي ولري؛ سربېره پردې پاکستان ډیری مهال خپله ترانزېټې لار د افغانستان پر وړاندې د فشار د یوې الې په توګه کاروي؛ نو د پاکستان له اړخه د هند او افغانستان دغو مشترکو ګواښونونو او ستونزو پر اساس دغه هېوادونه هڅېدلي چې د چابهار له لارې یو له بل سره راکړه ورکړه وکړي.

چابهار بندر د هند لپاره ستراتېژیک اهمیت لري. دا بندر د نوموړي هېواد لپاره د افغانستان دروازه ګڼل کېږي او له افغانستان وروسته د مرکزي اسیا هېوادونو او ان د روسیې ختیځ ته هم لاره پرانېزي. د شمال ـ جنوب نړیوال ټرانسپورتي دهلیز په مرسته، هند خپل سوداګریز مالونه د پاکستان له ځمکنیو مسیرونو پرته افغانستان، مرکزي اسیا او روسیې ته استوي.[2] د افغانستان لپاره دغه مسیر یواځینی باوري مسیر دی چې پاکستان ته شا کړي او له ازادو اوبو سره وصل شي، سربېره پر دې د دې بندر په مرسته افغانستان کولای شي له روسیې او مرکزي اسیا هېوادونو سره پیاوړې سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي.

له بله لوري روسیه چې یو سیمه ییز او نړیوال قدرت دی او اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی او موخه یې داده چې د اسلامي امارت د پیاوړتیا پر اساس په سیمه کې خپلې ستراتېژیکې موخې چې له متحده ایالاتو سره پرې سیالۍ لري، ترلاسه کړي او هڅه کوي چې یوریشیا (اروپايي-آسیایي لویه وچه) یوه ګډه قاره‌ییزه فضا وګرځوي چې پکې سوله، ثبات، متقابل باور، پراختیا او هوساینه حاکمه وي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد له یوې خوا د شانګهای د همکاريو سازمان ظرفیت او رول په هر اړخیزه توګه پیاوړی کوي چې په دغه سیمه کې امنیت خوندي او دوامداره پرمختګ ته وده ورکړي؛ ترڅو د اوسنیو جیوپولېټیکي واقعیتونو پر بنسټ د دې سازمان فعالیتونه او رول پراخ، ګټور او اغېزمن کړي. له بلې خوا د دې سیمې د هېوادونو ترمنځ لوی یوریشیايي چوکاټ رامنځته کوي او په کې اقتصادي او ټرانسپورتي اتصال پیاوړی کړي. افغانستان له جغرافیايي اړخه د روسیې او د یوریشیا د نورو هېوادونو ترمنځ پروت دی او د مرکزي اسیا، ایران، چین او پاکستان سره ګډه پوله لري؛ له همدې امله روسیې ته  د ټرانسپورت او انرژۍ د لېږد په برخه کې ارزښت لري. روسیه کولای شي د افغانستان په مرسته د دې سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه مرکزي اسیا، افغانستان، ایران او هند د چابهار بندر له لارې یو له بل سره وصل کړي او خپله انرژۍ له دې لارې هند ته صادره کړي؛ د سوداګرۍ په برخه کې افغانستان د روسیې لپاره غوره مارکېټ دی، چې کولای شي د خپل هېواد تېل، ګاز، غنم او نورو توکي ورته صادر کړي. اوسمهال افغانستان ته د روسیې د تجارتي توکو کلنۍ صادراتي کچه ۳۰۰ میلونه ډالرو نه زیاته ده. [3]

د مرکزي اسیا لار: افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو سره د ګډې پولې پر اساس کولای شي د پاکستان د بدیل په توګه یې قملرو وکاروي او له دې هېوادونو سره خپلې سوداګرېزې اړیکې پیاوړې کړي او نه یواځې دې هېوادنو ته صادارات او واردات ترسره کړي بلکې د دې هېوادونو له لارې چین، روسیې او اروپایي هېوادونو ته هم ځان رسولی شی. له مرکزي اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه ۱،۷ یو اعشاریه اووه ملیارده ډالرو ته رسېږي، په دې هېوادونو کې ازبکستان د ۱،۱ یو اعشاریه یو ملیارده ډالرو په اندازه په لومړي مقام کې ځای لري او دغه هېواد هوډ لري چې افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه ۲ دوه ملیارده ډالرو ته ورسوي.[4]

له بلې خوا چین د خپل اقتصادي ځواک پراخولو او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د ریل پټلۍ پر اساس افغانستان ته د مالونو لېږد نوښت پیل کړی دی. دغه نوښت، چې د مرکزي آسیا له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد اسانتیا برابروي، د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ د بدیل په برخه کې یو نوې فرصت ګڼل کېږي. د دې نوښت له مخې، د چین سوداګریز توکي د قزاقستان او ازبکستان له لارې په مستقیم ډول مزار شریف ته رارسېږي او لومړی جوپه د روان کال د د نومبر په ۲۳ نېټه له قزاقستان او ازبکستان څخه له تېرېدو وروسته افغانستان ته ورسېده[5]. دغه نوښت د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د ټرانزیټي زېربناوو لپاره ستراتیژیک رول لوبوي. دا نوښت نه یوازې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیاتوي، بلکې افغانستان ته د نورو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو دروازې هم پرانیزي.

د ریل پټلۍ له لارې د مالونو لېږد یوه داسې مهمه پروژه ده چې له امله یې د وخت، لګښت او سوداګریزو توکو د امنیت په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کېږي. د دې تر څنګ، افغانستان کولای شي له دې نوښت څخه د خپل صادراتو لپاره ګټه پورته کړي او د سیمه ییزو بازارونو ته لاسرسی زیات کړي. دا پروژه نه یوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو لوی ګام دی، بلکې د سیمه ییزې همکارۍ او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم حیاتي رول لوبولی شي.

د سوداګریزو لارو د بدیل په برخه یوه بله لار د لاجوردو لاره ده چې د ورویښمو دلارې اصلي مسیر ګڼل کېږي. پخوا له دې لارې د افغانستان د بدخشان ولایت د لاجوردو په ګډون قیمتي ډبرې اروپا، بالکان هیوادونو او د مدیترانې ساحلي هیوادونو ته صادریدل. دغه لار اوسمهال د افغانستان د اقینې او تورغنډی سیمې څخه پیلیږي او د ترکمن باشي بندر سره وصلیږي، چې په واسطه یې د افغانستان سوداګریز مالونه خزر بحیرې ته تر داخلیدو وروسته د آذربایجان باکو بندر ته داخلیږي او له هغه ځایه په توره بحیره کې د ګرجستان پوتي او باتومي بندرونو ته رسیږي او بیا د اروپا او بالکان هیوادونو ته انتقالیږي. پخوا هم پر دې لار د سوداګریزو مالونو په صادرولو او واردلو سره د افغانستان او له دې لاری  د تړل شوو هیوادونو چې یو د هغو جملې څخه آذربایجان دی سوداګریزه راکړه ورکړه شتون درلوده، چې په واسطه یې مختلف ډول سوداګریز مالونه تبادله کاوه. د آذربایجان ولسمشر الهام علی اف په خپلو خبرو کې ویلي، چې  هېواد یې غواړي له افغانستان سره د زیربنایي، ارتباطاتو او د اوسپنیزې لارې د جوړیدو په برخه کې همکاري وکړي او د وریښمو لار بیا را ژوندۍ کړي، چې په دې سره به د اسیا لویه وچه د ارمنستان، اذربایجان او ترکیې له لارې له اروپا سره و تړل شي.[6]

هوایي دهلیزونه: د هغو هېوادونو له پاره چې په وچه کې ګیر او سمندر ته مستقیمه لاره نه لري، هوایي دهلیزونه د سوداګرۍ او له نړیوالو بازارونو سره د یوځای کېدو  یوه غوره لاره بلل کیږي. دې طرحې د سوداګریزو راکړې ورکړې لید لوری بدل او د نړۍ په اقتصاد کې یې فوق العاده رول ترسره کړی دی.  اوس په نړۍ کې شاوخوا ۳۱ داسې هېوادونه شته چې په وچه کې راګیر دي. له دې ډلې ۱۵ افریقایي هېوادونه، ۱۲ آسیاسي، دوه د لاتینې امریکا او دوه نور د مرکزی او ختیځې اروپا هېوادونه دي، د دغه هېوادونو د سوداګرۍ حجم که څه هم شاوخوا ۶۰ سلنه د هغو هېوادونو په پرتله کم دی چې سمندر ته لاره لري؛ خو اړ دي چې د نورو په پرتله د خپلو توکو د لیږدولو په موخه  ۵۰ سلنه  ډېر لګښت وکړي.په داسې هېوادونو کې هوایي دهلیزونه د اقتصادي ودې له پاره یو فرصت دی او دوی پر ګاونډیو هېوادونو له اتکا ژغوري.[7] همدې ټکو ته په پام د افغانستان اسلامي امارت د اریانا دولتي هوايي شرکت ته لارښونه کړې چې د یو کیلو صادراتو کرایه یو امریکايي ډالر او د یو کیلو وارداتو کرایه ۸۰ سنټو ته راټېټه کړي.[8] که څه هم د هوايي دهلیزونو په لاره اچول په لنډمهاله توګه د اقتصادي او سوداګریزو اړتیاوو په برخه کې تر یوه بریده ګټور تمامېږي؛ خو په اوږدمهاله توګه دغه چاره نشي کولای چې باثباته پاتې شي او د افغانستان ټول صادرات د له دې لارې ترسره شي، کېدای شي له دې لارې په محدوده اندازه د افغانستان وچې او تازه میوو خرڅلاو ته فرصت برابر شي، خو د دې دهلیزونو له لارې نشو کولای چې وزن لرونکي صادرات ترسره کړو.

د بدیلو ترانزیټي لارو پر وړاندې پراته خنډونه

که څه هم له پاکستان پرته افغانستان نورې بدېلې ټرانزېټي لارې لري، خو د دې لارو کارول په اسانه او ارزانه توګه نه ترسره کېږي. هغه خنډونه چې تر اوسه د دې لارې د کارولو په برخه کې شته په لاندې توګه یې یادونه کوو او د حل لارې ورته وړاندیز کوو.

۱ ـ  د چابهار بندر هم د متحده ایالاتو له بندیزونو لاندې دی؛ کله چې د امریکا متحده ایالاتو کې ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېد او په ۲۰۱۸ کال کې پر ایران بندیزونه بیرته ولګول شول، د چابهار بندر پراختیايي پروژه له ځنډ سره مخ شوه.[9] تازه د هند د بهرنیو چارو وزارت په ۸/ عقرب/۱۴۰۴ نېټه منلې چې متحده ایالاتو د هند حکومت ته د چابهار بند د فعالیتونو د دوام شپږمیاشتنۍ معافیت ورکړی دی.[10]

که چېرې دغه معافیت د متحده ایالاتو له لوري نه وه غځول شوای؛ نو دغه مهال چې افغانستان د پاکستان سره ټرانزیټ تړلی دی؛ نو دې لارې یې هم ګټه نه شوه پورته کولای؛ د دې ټکي یادول هم اړین دي چې دغه یو لنډمهالې حل لاره ده، چې پر اساس یې هم هند او هم افغانستان له دې بندر د لنډې مودې لپاره ګټه پورته کوي. په دې موقع کې له یوه لوري هند او له بله لوري افغانستان باید هڅه وکړي چې متحده ایالات وهڅوي ترڅو دغه معافیت په دایمي توګه وغځوي. فکر کېږي چې دغه موضوع هم له یو شمېر حساسیتونو سره مخ ده، هغه داچې هند په سیمه کې له ایران او روسیې سره ښې اقتصادي او ستراتېژیکې اړیکې لري او له بله لوري له متحده ایالاتو سره سوداګريزې او دفاعي اړیکې لري؛ که د هند پله ایران او روسیې لوري ته درنه شي؛ نو امکان د دې شته متحده ایالات بیا پر دې بندر بندیزونه ولګوي. د متحده ایالاتو او اسلامي امارت د اړیکو  پیاوړتیا او کمزوري د دې بندر د فعالیتونو  پر دوام او بندیز یو فکټور  ګڼل کېدای شي؛ که چېرې په راتلونکې کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا بحث مطرح کېږي؛ نو امکان لري چې متحده ایالات په اسلامي امارت د فشار د یوې الې په توګه پر دې بندر د تحریمونو د وضع کولو بحث را مطرح او له اسلامی امارت د زیاتو امتیازاتو غوښتونکی شي.

۲ ـ بله مهم بحث چې د چابهار بندر له ادرسه له هند سره د سوداګرۍ په برخه کې مطرح کېږي، هغه دا دی چې هند هم کولای شي له ایران سره په ګډه په راتلونکې کې د پاکستان په څېر دغه لاره د افغانستان پر وړاندې د فشار د یوې الې په توګه را مخ ته کړي؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې د اسلامي امارت او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا تر یوه بریده حل شي؛ اړینه ده چې اسلامي امارت په دې برخه کې حساسیتونه درک کړي.

۳ ـ د افغانستان د شمال ټرانزېټي لارې یا د مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ لار تر دې دمه په تخنیکي لحاظ ډېرې ستونزې لري او عصري شوې نه ده، سرکونه په معیاري توګه نه دي جوړ شوي. په دې لارې سوداګرۍ ترسره کول وخت نیوونکی او له لوړ لګښت سره مل دی. په یو شمېر مواردو کې له دې لارې د اجناسو استول تر ۶۰ ورځو وخت نیسي په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې دغه موده څلور ورځو ته را ټېټه شوې ده.[11] د دې لارې د رقابتي کولو او ترې د ګټې اخیستلو لپاره اړینه ده چې په معیاري توګه جوړه شي، لوجستیکي لګښتونه او ګمرکي تعرفې کمې شي او تر ډېره بریده د دې لارې په برخه کې د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو کارونه ګړندي شي.

پایله

که څه هم د افغانستان سوداګرۍ د پاکستان په ټرانزېټې لارو تړلې ده؛ خو په ورته مهال افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د نورو ګاونډیو هېوادونو یا په سیمه کې د نور هغو هېوادونو چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري، په مرسته کولای شي، خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړتیاوې پوره کړي، چې مهم رول په کې د چابهار بندر او د مرکزي اسیا یا شمال لاره ده. له دې لارې ګټه اخیستنه هم هغه مهال ډېره ګټوره ده چې په دې سیمو کې د پراته هېوادنو او افغانستان ترمنځ همغږي او تعاملات زیات وي. دغه همغږي هغه مهال ترسره کېدای شي چې اسلامي امارت د دې سیمې له هېوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ملاقاتونو په ترڅ د اړوند هېوادونو اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي او د هغوی اندېښنې رفع کړي. اسلامي امارت تر یوه حده په دې برخه کې بریالی شوی هم دی، چې ښه بېلګه یې له هند سره د اسلامي مارت د اړیکو پیاوړتیا ده او پر دې اساس کولای شي چې د پاکستان د یوه بدیل په توګه د چابهار بندر له لارې د روسیې، مرکزي اسیا، ایران او هند په مرسته هغه تشه چې د پاکستان له لارې د ټرانزېټې لارو د تړل کېدو پر اساس رامنځته شوې ډکه کړي. د تجارت بدېلې لارې لټول یو ښه اقدام دی؛ خو هېره د نه وي چې له پاکستان پرته له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا چې پر اساس یې افغانستان بحر او د سوداګرۍ ازادو لارو ته لار پیدا کوي، هم یو شمېر حساسیتونه له ځانه سره لري، د بېلګې په توګه افغانستان د هند او پاکستان سره د سیالۍ په برخه کې هند ته ور نږدې کېږي او دا به د دې هېواد نور حساسیتونه هم را وپاروي او له بلې خوا هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د ټرانزېټ په برخه کې همکاري کوي او افغانستان ته د ټرانزېټ فرصت برابروي؛ دا نه یواځې د افغانستان لپاره ګټه ده، لکه څرنګه چې له ازادو اوبو سره ګډه پوله لرل نه یواځې اقتصادي او سوداګریزې ګټې لري، بلکې د سیاست او ډیپلوماسۍ په برخه کې د فشار د یوې الې په توګه هم کارول کېدای شي؛ نو د دې امکان هم شته چې هغه هېوادونه چې دغه مهال سوداګریز فرصتونه افغانستان ته برابروي او پر ځان یې تکیه کوي؛ نو امکان شته چې په راتلونکې کې یې دوی هم د پاکستان په څېر د فشار د یوې الې په توګه وکاروي.

وړاندیزونه

د دې څېړنې وروسته لاندې وړاندیزونه لرم.

۱ ـ سره له دې چې اسلامي امارت د لنډمهاله لپاره بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دی، هڅه د وکړي چې د پاکستان سره د افغانستان اساسي ستونزو ته د حل یوه دایمي لار ولټوي، ځکه چې پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی، که تجارتي لارې ورسره بدلې کړو؛ نو بیا هم جغرافیه یې نشو بدلولای.

۲ ـ د چابهار بندر ته د پاملرنه لا زیاته شي او افغانستان د په دې برخه کې د هند، ایران، روسیې او مرکزي اسیا سره د همغږۍ فرصتونه لا زیات کړي.

۳ ـ په سیمه کې پراته هېوادونه د وهڅول شي چې د افغانستان د ترانزېټې اسانتیاوو او  عصري کولو په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي او لوجستیکي مرستې وکړي.

۴ ـ د هوايي دهلیزونو په برخه کې د د اسلامي امارت د کابل نړیوال هوايي میدان، تخنیکي ظرفیت لوړ  کړي؛ ترڅو په ډېر دقت سره تجارتي توکي سکن او په باوري توګه نورو هېوادونو ته واستول شي.

ماخذونه

[1]  رنجبر، بسم الله، اهمیت بنادر چابهار و ګوادر برای منطقه، سیمه ییز مطالعات، انلین لینک: اهمیت بندر چابهار و گوادر برای منطقه.pdf
[2] بي بي سي، پښتو؛ د افغانستان د سوداګرۍ حیاتي لار؛ امریکا د ایران د چابهار بند معافیت وغځاوه. د نشر نېټه: ۸/ عقرب / ۱۴۰۴، انلین لینک: د افغانستان د سوداګرۍ حیاتي لاره: امریکا د ایران د چابهار بندر معافیت وغځاوه – BBC News پښتو
[3]  فردوس عبدالخالق، د افغانستان اسلامي امارت په اړه د روسیې د بهرني سیاست څېړنه، د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو ژورنال، ۶۵ ګڼه، ۱۴۰۴ کال، ۱۶۶ او ۱۶۷ مخونه.
[4] بریا نیوس، چرخش اجباری تجارت افغانستان به سمت شمال؛ آسیای مرکزی بدیل مناسب اما پرهزینه، د نشر نېټه ۲۹/عقرب/۱۴۰۴، انلین لاس رسی: چرخش اجباری تجارت افغانستان به سمت شمال؛ آسیای مرکزی بدیل مناسب اما پرهزینه
[5] Freight Train Arrives In Afghanistan From China As Beijing Looks To Increase Ties, Radio Azadi, published date: November 24, 2024, available at: https://www.rferl.org/a/china-afghanistan-freigh-train-link-taliban/33214113.html
[6] فردوس، عبدالخالق، د افغانستان او اذربایجان د دولتونو اړیکې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، ناچاپ اثر، ۴۶ مخ.
[7]  مایار، نجیب الله، د هېواد د صادراتو په زیاتوالي کې د هوایي دهلیزونو رول ته کتنه، دریاست الوزار اقتصادي معاونیت، د لاس رسی لینک: د هېواد د صادراتو په زیاتوالي کې د هوایي دهلیزونو رول ته کتنه | DPMEA
[8]  بی بی سی، پښتو، د اریانا افغان شرکت وايي د صادراتو او وارداتو کارګو بیعې کموي، د نشر نېټه ۲۵ عقرب ۱۴۰۴، د لاس رسی لینک: اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د وارداتو او صادراتو کارګو بیې کموي – BBC News پښتو
[9]  د ستراتېژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، پر چابهار بندر بندیزونه او پر افغانستان یې اغیزې، د نشر نېټه: ۳/۳/۲۰۲۵، انلین لینک: پر چابهار بندر بندیزونه او پر افغانستان یې اغیزې – CSRS | مرکز مطالعات استراتیژيک و منطقوی | د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز
[10]  بي بي سي پښتو، پورتنی.
[11]  بریا نیوس، پورتنی.
له پاکستان پرته د افغانستان بدیلې سوداګریزې لارې؛ خنډونه او حل لارې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top