د هند او پاکستان شخړه او پر افغانستان يې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

د دغه تحلیل د انگلیسی سایت لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د هند او پاکستان شخړه او پر افغانستان يې اغېزې
  • د پهلګام پېښه او د هند او پاکستان پر دوه اړخيزو اړيکو يې اغېزې
  • د انډوس د اوبو تړون ځنډېدل
  • ايا هند به پر پاکستان بريد وکړي؟
  • پر افغانستان د دې شخړې اغېزې
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچینی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د هند او پاکستان د رامنځته کېدو راهيسې د دوی ترمنځ ګڼ شمېر جګړې ترسره شوي دي. د دوی ترمنځ لومړنۍ جګړه په ۱۹۴۸ز. کال کې د کشمير پر سر ترسره شوه چې د اوربند او د کنټرول کرښې (Line of Control(LOC)) په رامنځته کېدو سره پای ته ورسېده. دويمه جګړه په ۱۹۶۵ز. کال کې ونښته چې ۱۷ ورځې يې دوام وکړ او لامل يې کشمير و چې بيا د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو په منځګړيتوب دا جګړه هم پای ته ورسېده. بله جګړه په ۱۹۷۱ز. کال کې رامنځته شوه چې دې جګړې ته د بنګله دېش د ازادۍ جګړه هم ويل کېږي. دا جګړه د شملې د تړون پر بنسټ پای ته ورسېده او په دغه جګړه کې هند د پاکستان ۹۰۰۰۰ عسکر هم يرغمل کړي وو. بله جګړه د کارګل وه چې په ۱۹۹۹ز. کال کې رامنځته شوه، دغه جګړه د پاکستان له لوري پر کارګل سيمه د بريد له امله ونښته. د دې ترڅنګ د سياچن جګړه، په ۲۰۰۱ز. کال کې د هند پر پارلمان د بريد له امله شخړه، په ۲۰۰۸ز. کال کې د ممبي بريد له امله شخړه، په ۲۰۱۶ز. کال کې د هند له لوري پر پاکستان د يوري بريد له امله شخړه، په ۲۰۱۹ز. کال کې د هند په پلوامې سيمه کې پر هندې عسکرو بريد چې ګڼ شمېر هندي عسکر په کې ووژل شول او بيا د همدې پېښې د غچ اخيستلو په موخه د هند له لوري د پاکستان پر بالاکوټ بريد[i]، هغه پېښې دي چې په تېر کې يې د هند او پاکستان ترمنځ ستونزې او سيالۍ رامنځته کړي دي. په دې برخه کې تازه پېښه د ۲۰۲۵ز. کال د اپريل پر ۲۲مه نېټه وشوه چې د کشمير په پهلګام سيمه کې چې د هند تر کنټرول لاندې ده څو وسله والو پر سيلانيانو بريد وکړ او نږدې ۲۶ کسان يې ووژل. هند د دې بريد پړه پر پاکستان واچوله، خو پاکستان په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د کشمير مقاومت ډلې د دې پېښه مسؤليت منلی دی، خو هند وايي چې د دې ډلې تمويلونکی او ملاتړی پاکستان دی.[ii] په پهلګام کې پر سيلانيانو دا لومړی بريد نه دی بلکې د ۱۹۹۵ز. کال د جولای پر څلورمه نېټه شپږ بهرني سیلانیان له پهلګام څخه تښتول شوي وو. په دوی کې دوه امریکایان، دوه بریتانویان، یو جرمنی او یو نارویژي وګړی و. د “الفاران” په نوم یوې ډلې د دې پیښې مسؤلیت پر غاړه اخيستی و او د حرکت الانصار د وسله والې ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله. څلور ورځې وروسته، یو امریکایی سیلانی د تښتوونکو له منګولو وتښتېد، په داسې حال کې چې څو اوونۍ وروسته، د یوه نارویژي سیلانی سر پرې شوی جسد وموندل شو چې په سینه یې د “الفاران” نوم کښل شوی و. تر نن ورځې پورې د نورو څلورو سیلانیانو په اړه هېڅ خبر نه دی ورکړل شوی، که څه هم داسې راپورونه وو چې څلور واړه وژل شوي دي.[iii]

د پهلګام پېښه او د هند او پاکستان پر دوه اړخيزو اړيکو يې اغېزې

لکه څنګه مو چې سريزه کې يادونه وکړه هند او پاکستان له تاريخي پلوه په جنوبي اسيا کې دوه اتومي سيال هېوادونه دي چې وخت ناوخت یې ترمنځ دا ډول شخړې رامنځته کېږي او همدا شخړې د دې لامل کېږي چې د دې دوه هېوادونو ترمنځ سيالۍ لا پياوړۍ او اړيکې يې خرابې شي، خو په ورستيو څو کالونو کې د هند اقتصادي پرمختګ او د پاکستان وروسته پاتې والی د دې لامل شوی چې هند پر پاکستان برلاسی شي، هند د نړۍ پنځم اقتصادي قدرت دی چې دغه قدرت يې له پاکستان څخه لس ځله زيات دی. همدارنګه د نظامي وسايلو له اړخه له اوکراين وروسته هند د نړۍ دويم او پاکستان پنځم ستر واردونکي هېوادونه دي.[iv] له ۲۰۲۰ز. کال راورسته کله چې د هند او چين ترمنځ د هماليا په غرونو کې پر پوله نښته رامنځته شوه، هند د پاکستان پر ځای خپل پام تر ډېره د چين پولې ته واړوه او هڅې يې پيل کړې تر څو چين سره خپلې ستونزې يا حل او يا هم له بېلابېلو لارو څخه يې تر فشار لاندې ونیسي او دا ډول سياست د دې لامل شوی و چې د هند او پاکستان ترمنځ ستونزې د يو څه وخت لپاره غاړې ته شي، خو اوسنۍ پېښې دا اړيکې يو ځل بيا خراب وضعيت ته يوړې او حتی د مخامخ جګړې امکان يې رامنځته کړ. هندي چارواکو د اپريل پر ۲۵مه نېټه رسنيو ته ويلي چې د کشمير په پوله د هندي او پاکستان پوځيانو ترمنځ مخامخ نښته رامنځته شوې او دواړو لوريو پر يو او بل مخامخ ډزې کړي دي.

د دې پېښې وروسته د هند پر لومړۍ وزير نريندرا مودي سخت داخلي فشار دی او خلک ترې د غچ اخيستلو غوښتنه کوي او د همدې لپاره مودي د دې پېښې په غبرګون کې لاندې پرېکړې کړي دي:

  1. له پاکستان څخه يې هندي ډپلوماټان بیرته غوښتي؛
  2. په هند کې يې له پاکستاني سفارت نه ګڼ ډپلوماټان وشړل؛
  3. پرېکړه يې وکړه چې ټول پاکستاني وګړي به له هند نه وځي، زړې ویزې یې بلاک او نوې سارک ویزې پرې قطع شوې او د همدې پرېکړې د عملي کولو په موخه يې اتر پردیش کې د ۱۸۰۰ پاکستانیانو د نیولو او شړلو لړۍ پیل کړې چې ۱۵۰ یې تر اوسه شړل شړي او ۵۰ میرمنې له ماشومانو سره ترې ایسارې کړای شوې دي؛
  4. له پاکستان سره يې اټاري او واګه پولې وتړلې؛
  5. او له پاکستان سره يې د انډوس د اوبو تړون ځنډولی دی.

د انډوس د اوبو تړون ځنډېدل

د هند له لوري د پاکستان پرخلاف يوه مهمه پرېکړه هغه د انډوس د اوبو تړون ځنډول دي. د انډوس د اوبو تړون( Indus Water Treaty(AWT)) په ۱۹۶۰ز. کال کې د نړيوال بانک په منځګړيتوب او ضمانت د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوی چې د دواړو لوريو ترمنځ د اوبو جريان تنظيموي،[v] د دې هوکړې له مخې د انډوس اوبو حوزې پر درېیو ختیځو سېندونو راوړي، بیاس او ستلج د هند حق منل شوی او د درې لویدیځو سیندونو، سند، جهلم او چناب د اوبو اتیا سلنه برخه پاکستان ته ورکړل شوې ده. پوښتنه دا ده چې ايا هند کولای شي چې د دغو سيندونو اوبه پر پاکستان بندې کړي؟ د دې پوښتنې ځواب دوه اړخه لري، له حقوقي پلوه هند نشي کولای په يوازې ځان يو نړيوال تړون لغوه يا وځنډوي او بيا د داسې تړون ځنډول چې نړيوال بانک يې ضامن او منځګړی وي. له تخنيکي پلوه بيا د دې پوښتنې ځواب دوه اړخه لري، لومړی دا چې په هغو موسمونو کې چې د اوبو کچه ډېره وي، هند بيا هم نشي کولای پر پاکستان اوبه بندې کړي، ځکه هند دومره تاسيسات نه لري چې دومره پراخې اوبه ذخيره کړي او دا به هندي اړخ ته د سیلابونو لامل شي، البته هند له درېيو لارو کولای شي چې له دغو اوبو څخه د وسلې په توګه ګټه واخلي او د پاکستان پرخلاف يې استعمال کړي:

۱- کله چې د اوبو کچه ټيټه شي، نو بيا هند کولای شي چې اوبه ذخيره کړي او پر پاکستان اوبه بندې کړي او دا به د پاکستان کرنې او اقتصادي ته سخته ضربه ورکړي؛

۲- په دغه سيمه کې د می او جون په مياشتو کې سخت سيلابونه راځي او د تړون له مخې هند بايد د سيلابونو معلومات له پاکستان سره شريک کړي، نو هند کولای شي چې اوس د دغو سيلابونو معلومات شريک نه کړي او دا کار به د دې لامل شي چې سيلابونه پاکستان ته سخته ضربه ورکړي؛

۳- هند کولای شي چې د خپلو تاسيساتو خټې پاکې کړي او له اوبو سره يوځای يې پر پاکستان ورخوشې کړي او دا کار به هم د هغوی کرنيزو ځمکو ته سخت زيان ورسوي.

د دې اوبو پر سر مخکې هم ناندرۍ او جنجالونه راپورته شوي دي. پاکستان د هند له لوري د دې سېندونو پر سر د اوبو برېښنا تولید او نورو تاسیساتو جوړولو ته په اشارې سره ادعا کوله، چې د اوبو بهیر به ورسره سوکه یا کم شي او په وینا یې دا له دې هوکړې سرغړونه ده‌.[vi]

پاکستان د هند د دې پريکړو په غبرګون کې د ملي امنيت عالي شورا د شهباز شريف په مشرۍ راوبلله چې په کې لاندې پرېکړې ترسره شوې:

  1. د دوه‌اړخیزو تړونونو ځنډول په ځانګړې ډول د شملا تړون؛
  2. د واګې سرحدي لارې تړل او تر اپریل ۳۰مې پورې د تګ راتګ درول؛
  3. د هندي وګړو لپاره د صادر شویو ویزو لغوه کول (پرته له سیک زیارت کوونکو) او د ۴۸ ساعتونو دننه د هغوی ایستل؛
  4. د هند سفارت پوځي سلاکارانو ته امر شوی، چې تر اپریل میاشتې پورې له پاکستان څخه ووځي او د هند سفارت ته یې سپارښتنه کړې، چې د کارکوونکو شمېر ۳۰ تنو ته راکم کړي؛
  5. پاکستان دغه راز د هند پر الوتکو خپل هوایي حرایم تړلی، له دغه هېواد سره یې د درېیم هېواد له لارې په ګډون هر ډول سوداګري درولې[vii].

لنډه دا چې د پهلګام پېښه د هند او پاکستان په اړيکو ډېر منفي اغېزه کړې او د دواړو هېوادونو سياسي او اقتصادي اړيکې ورسره سختې زيانمنې شوي دي.

ايا هند به پر پاکستان بريد وکړي؟

د هند او پاکستان د جګړې رامنځته کېدل دوه اړخه لري، يو د مخامخ او پراخې جګړې (Full Scale War) رامنځته کېدل دي او بل د هوايي بريدونو او په پوله د ځمکنيو عملياتو له لارې د ځانګړو هدفونو ويشتل دي.

د مخامخ او پراخې جګړې د رامنځته کېدو په اړه بايد ووايو چې د نړیوالو اړیکو یوه تیوري دا هم ده، چې دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه هېڅ وخت هم له یو بل سره داسې مخامخ او پراخه جګړه نه کوي چې په هغې کې د اټومي وسلې په ګډون هر ډول وسله استعمال شي. هغه یوازینی اټوم چې د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي کې وکارول شو، هغه مهال جاپان اټومي وسلې نه درلودې (اوس یې هم نه لري). دا نظریه له دې ځایه منشاء اخلي، چې دولتونه هم د انسانانو په څېر عاقلانه چلند کوي او له همدې ځایه دوه هېوادونه چې د اټومي برید په ځواب کې د اټومي غبرګون ښودلو وړتیا ولري، نو دا به هېڅکله هم د یو بل پرضد اټومي وسلې ونه کاروي. ځکه دا به دواړو لوريو ته تاوان ورسوي او دا به یې له یو ډېر ناوړه برخلیک سره هم مخامخ کړي. دغه حالت د ډيټرینس په نامه یادېږي یعنې د باالمقابل دولت/لوبغاړي دا وړتیا چې تاسو له دا ډول کړنو راوګرځوي او دا وړتیا بیا د مخالف په لاسونو کې د اټومي وسلې د شتون او د اټومي برید په ځواب کې د اټومي برید کولو له وړتیا رامنځته کېږي.

له همدې ځایه، په هند او پاکستان کې دا تر ډېره د اجماع تر کچې رسېدلې، چې دواړه هېوادونه نه شي کولای چې په یوې بشپړې جګړه کې دننه شي او یا هم له یو بل سره اټومي جګړه وکړي؛ ځکه دواړه پر اټومي وسلو سمبال دي او دا به د دواړو په ګټه نه وي چې په دا ډول حادثو کې دننه شي. د سيپري (SIPRI) د ۲۰۲۰ز. کال د کلني راپور له مخې، پاکستان تر اوسه ۱۶۰ اټومي وسلې لري په داسې حال کې چې هند بیا ۱۵۰ اټومي وسلې لري.[viii] د دې ترڅنګ، دواړه هېوادونه لرې او منځنی واټن ویشتونکي توغندي هم لري چې دا بیا د یو بل د بشپړو او یا هم د یو شمېر برخو ویشتلو وړتیا لري. هېښوونکې لا دا ده، چې دا ډول توغندي له اټومي وسلو سره سمبالېدای هم شي. د بېلګې په توګه د پاکستان شاهین او حتف-۶ توغندي د هند ټولې سیمې او یا د ځينو برخو د ویشتلو وړتیا لري او هند بیا د آګني توغندیو یوه لړۍ لري چې په دې کې تر ډېره لږواټن لرونکي توغندي شامل دي چې دا هم بیا تر ډېره د ټول پاکستان برخې او یا هم د ځينو سیمو په نښه کولو وړتیا لري.[ix] له همدې ځایه ده چې ويلی شو د هند او پاکستان ترمنځ د دغه اټومي ډيټرینس له کبله بشپړه جګړه یو ناشونی کار دی.[x] البته د دې امکان شته چې هند په دې دليل چې په پهلګام بريد کوونکي د پاکستان په خاوره کې دي او د هغوی د له منځه وړلو په موخه د پاکستان پر ځينو سيمو هوايي او يا هم ځمکني لنډ مهاله بريدونه وکړي.

پر افغانستان د دې شخړې اغېزې

د پهلګام پېښې په اړه د افغانستان اسلامي امارت غبرګون ښودلی او دغه پېښه يې غندلې ده، د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راځي: (د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلگام سیمه کې پر سیلانیانو برید غندي او په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته, د تسلیت مراتب وړاندې کوي. د افغانستان اسلامي امارت دغه ډول پېښي په سیمه کې د امنیت او ثبات په برخه کې يو ګواښوونکی عمل بولي.)[xi] د بهرنيو چارو وزارت دا ډول اعلاميه په دوه دلايلو يوه ښه اعلاميه ده، لومړی؛ سره له دې چې په دې اعلاميه کې بېطرفي نقض شوې نه ده، ځکه پاکستان په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي، خو د اعلاميې له محتوی داسې څرګنديږي چې هند پلوی دريځ په کې پياوړی دی او موږ بايد د توازن ساتلو ترڅنګ د پاکستان په مقابل کې د هند کارډ او د هند په مقابل کې د پاکستان کارډ لوبولو وړتيا ولرو. دويم دليل دا چې څه موده مخکې هند هم د پکتيکا پر برمل د پاکستان بريد غندلی و او د ياد بريد په اړه د هند د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي وو: “موږ په افغانستان کې پر بې‌ګناه ملکي وګړو هر ډل برید په کلکه غندو او دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده، چې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډیو اچوي.” او د يو متقابل سياست د تعقيب په برخه کې اسلامي امارت هم بايد د هند په سيمه کې د بې ګناه ملکي وګړو وژنه غندلې وی او له همدې امله دا اعلاميه يوه مناسبه اعلاميه ده.

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکيچ زياتېدل او يا هم د جګړې رامنځته کېدل پر افغانستان منفي اغېزې لري په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې، ځکه د واګه پوله د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ لاره هم ده. د شمېرو پر بنسټ افغانستان په کلني ډول تقريباً ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي هند ته صادروي چې ۸۰ سلنه يې د واګه پولې له لارې صادرېږي او د هند او پاکستان ترمنځ د اوسني کړکيچ له امله دغه پوله تړل شوې ده، نو هر څومره چې د دغې پولې تړل کېدل ځنډيږي په هماغه کچه افغانستان اقتصادي ضربه ګوري، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان‌جان الکوزی وايي: “موږ فوق العاده زیانمن شوي یو، په ځانګړې توګه د افغانستان وچې میوې برخه کې، اوس مهال بندرونه تړل شوي او رښتیا هم ستونزې ډېرې دي. اوس مهال د وچو میوو وخت دی او وروسته له دې، یانې دوه میاشتې وروسته د تازه میوو وخت راځي. موږ هیله من یو چې تر هغې پورې دغه ستونزه حل شي او اوس مهال له بده مرغه زموږ سوداګري له هند سره له همدې لارې په بشپړه ډول درېدلې ده.” همدارنګه د کابل د وچې مېوې د صادروونکو د ټولنې ویاند، خالد رحماني وايي: “د افغانستان د وچو میوو تر ټولو زیات صادرات د واګه-آتاري بندر له لارې هند ته واردیږي. د بدیلې لارې په توګه، هوایي دهلېزې او چابهار بندر شته، خو له بده مرغه د چابهار بندر د زیربناو د نشتوالي له امله، د صادرونکو سوداګرو لپاره دا بندر په مؤثره توګه د استفادې وړ نه دی.”[xii] نو دغو واقعيتونو ته په کتو اسلامي امارت ته دوه کارونه وړانديز کوو، لومړی؛ اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکيچ په راکمېدو او د مستقیمې جګړې د مخنیوي به برخه کې د خپل وس په کچه هڅې وکړي تر څو دغه پوله پرانېستل شي او دويم دا چې د هند او پاکستان ستونزې دايمي دي او هر وخت د دوی ترمنځ د کړکيچ امکان شته، نو اسلامي امارت دې پر واګه پولې له هند سره د سوداګرۍ پر بديلو لارو هم غور وکړي.

پايله

د پهلګام وروستۍ پېښه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکيچ د زياتېدو لامل شوې ده، چې له امله يې هند د انډوس د اوبو تړون او پاکستان د شملې تړون ځنډولی دی، همدارنګه دواړو لوريو د يو او بل وګړو ته د وتلو امر کړی، دواړو لوريو د يو او بل په سفارتونو کې د ډيپلوماتانو د کمولو امر کړی دی. د پهلګام پېښې د هند او پاکستان پر اړيکو منفي اغېزه کړې او ان ترې دې چې د دواړو لوريو ترمنځ يې د مستقيمې جګړې ګواښ رامنځته کړی دی، خو د ډيټرنس تيورۍ په چوکاټ کې موږ ويلی شو چې د دواړو لوريو ترمنځ پراخه مستقيمه جګړه شايد ونشي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکيچ له امله د واګه پوله هم تړل شوې او افغانستان پر دې پوله تقريباً د څلور سوه ميليونه ډالرو په کچه هند ته توکي صادروي، يعنې دې کړکيچ پر افغانستان هم منفي اغېزه کړې ده.

وړانديزونه

۱- د هند او پاکستان ترمنځ په اوسني کړکيچ کې د افغانستان په ګټه دا ده چې اسلامي امارت په دې شخړه کې بېطرفه بهرنی سياست تعقيب کړي. په بهرني سياست کې بېطرفي په دوه ډوله ده، يو دايمي يا حقوقي بېطرفي ده چې په اوسنيو او راتلونکو ټولو جګړو کې يو دولت ځان بېطرفه اعلانوي چې ښه بېلګه يې د سويس ده چې په ۱۸۱۵ز. کال کې د ناپيلون له جګړو وروسته يې اعلان کړه او دويم ډول يې لنډمهاله بېطرفي ده دا بېطرفي يوازې هغه مهال اعلانيږي کله چې دوه یا څو هېوادونه په خپلو کې جګړه پيل کړي. دا بېطرفي دايمي نه ده، يعنې مخکې له مخکې د راتلونکو ټولو جګړو په اړه نه اعلانېږي بلکې کله چې دوه اړخيزه يا څو اړخيزه جګړه پيل شي يوازې هماغه مهال يو هېواد پرېکړه کوي چې بېطرفه شي او په جګړه کې د هيڅ يو هېواد طرف ونه نيسي. د بېلګې  په ډول په دويمه نړيواله جګړه کې د هسپانيې بېطرفي، يا په ۱۹۹۰- ۱۹۹۱ کالونو کې د فارس خليج په جګړه کې د ايران بېطرفي، [xiii] نو اسلامي امارت ته په کل کې زموږ وړانديز دا دی چې لنډمهاله بېطرفي د خپل بهرني سياست جز وګرځوي او د همدغې پاليسۍ په تعقيب د هند او پاکستان په اوسنۍ شخړه کې ځان بېطرفه اعلان کړي ځکه د افغانستان په څېر کوچنيو هېوادونو ته د لويو قدرتونو ترمنځ په شخړه کې طرف نيول په ګټه نه تماميږي.

۲- اسلامي امارت کولای شي چې د هند او پاکستان په شخړه کې د بې ګناه او ملکي وګړو وژنه وغندي او دا هيڅکله د بېطرفۍ د نقض په معنی نه دی، ځکه د ژنيو د نړيوالو کنوانسيونونو په رڼا کې په جګړه کې د ملکي وګړو وژنه د جګړې د قواعدو خلاف ده او اسلامي شريعت هم په جګړه کې د بې ګناه وګړو وژنه حرامه بللې، نو اسلامي امارت دې د اسلامي شريعت او نړيوالو قواعدو په رڼا کې د ملکي او بې ګناه وګړو وژنه وغندي، تر څو د جنوبي اسيا د يو غړي په توګه له دې حالاتو ناخبره ښکاره نشي.

۳- افغانستان د جمهوريت پرمهال د هند او پاکستان د سيالۍ ډګر و او له دې لارې افغانستان سخت زيان ليدلی دی، نو اسلامي امارت که داسې بهرنی سياست غوره کړي چې د هند او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې توازن وساتي تر څو افغانستان يو ځل بيا د دوی د سيالۍ ډګر نشي، نو دا به د افغانستان په ګټه وي.

سرچینی

[i] https://zeenews.india.com/web-stories/india/indo-pakistan-wars-and-conflicts-a-complete-list-from-1947-to-2025-2891339.html

[ii] RAJESH ROY and AIJAZ HUSSAIN, What to Know About India and Pakistan’s Escalating Tensions in Kashmir, Time, Apr 25, 2025, Access link: https://time.com/7280374/india-pakistan-kashmir-pahalgam-terror-attack-tensions-history-escalations-explainer/

[iii] https://www.bbc.com/pashto/articles/c9ve0e3g8j0o

[iv] Mujib Mashal and Suhasini Raj, As Tensions Rise with Pakistan, a Moment of Truth for India’s Military, April 26, 2025, The New York Times, Access link: https://www.nytimes.com/2025/04/26/world/asia/india-pakistan-military-kashmir-attack.html

[v] RAJESH ROY and AIJAZ HUSSAIN, What to Know About India and Pakistan’s Escalating Tensions in Kashmir, Time, Apr 25, 2025, Access link: https://time.com/7280374/india-pakistan-kashmir-pahalgam-terror-attack-tensions-history-escalations-explainer/

[vi] https://www.bbc.com/pashto/articles/cql674nqdq3o

[vii] https://kabultelegraph.com/archives/21581

[viii] “Nuclear Weapon Modernization Continues but the Outlook for Arms Control Is Bleak,” SIPRI, accessed August 6, 2020, https://www.sipri.org/media/press-release/2020/nuclear-weapon-modernization-continues-outlook-arms-control-bleak-new-sipri-yearbook-out-now.

[ix] “Missiles of Pakistan,” CSIS Missile Defense Project, CSIS, accessed August 6, 2020, https://missilethreat.csis.org/country/pakistan/; “Missiles of India,” CSIS Missile Defense Project, CSIS, accessed August 6, 2020, https://missilethreat.csis.org/country/india/.

[x] احمد بلال خليل، د هند او پاکستان ترمنځ د وسلو کنټرول؛ فرصتونه او ننګونې، علومو اکاډمي، سيمه ييز مطالعات ژورنال، ۵۸مه ګڼه.

[xi] https://mfa.gov.af/18570

[xii] https://tolonews.com/pa/business-194065

[xiii] ARCHIE W. SIMPSON. Realism, Small States and Neutrality, E-International Relations, FEB 5 2018, P. 4. Access link: https://www.e-ir.info/2018/02/05/realism-small-states-and-neutrality/

د هند او پاکستان شخړه او پر افغانستان يې اغېزې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top