د ایران او اسراییلو جګړه؛ موخې، پایلې او راتلونکی

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ایران او اسراییلو جګړه؛ موخې، پایلې او راتلونکی
  • اسراییلو ولې پوځي اقدام وکړ؟
  • ایا اسراییل او امریکا خپلو موخو ته ورسېدل؟
  • احتمالي راتلونکي سناریوګانې
  • پایله
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

بالاخره، د ۴۶ کلونو دښمنۍ او نیابتي جګړو وروسته، د اسراییلو صهیونیستي رژیم او د ایران اسلامي جمهوریت په مستقیم ډول شخړه کې ښکیل شول. په دې شخړه کې چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ، صهیونیستي رژیم د “راپورته کېدونکي زمري” تر نوم لاندې لومړی په ایران خپل ګډ هوایي بریدونه په داسې وخت کې پیل کړل چې اټومي ساینس پوهان، د اسلامي انقلابي ګارډ لوړ پوړي قوماندانان، پوځي زیربنایي تاسیسات او اټومي تاسیسات یې په نښه کړل. چې په پایله کې، یو شمېر اټومي ساینس پوهان او د سپاه پاسداران ځیني لوړ پوړي قوماندانان شهیدان شول او د ایران زیربناو او اټومي تاسیساتو ته زیان ورسېد. په مقابل کې ایران د “وعدۀ صادق ۳” په نوم د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په کارولو سره پر اسراییلو برید وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ د نهو ورځو جګړو وروسته، امریکا بالاخره په دې جګړه کې ښکیله شوه او د “نېمې شپې هامر” عملیاتو نوم لاندې یې د فوردو او نطنز په دوو اټومي بـټیو باندې چې د غرونو په ژورو کې جوړ شوي وو، د خورا پرمختللو B-2 بم غورځونکو الوتکو په کارولو سره دیارلس ټنه بمونه وغورځول. همدارنګه د اصفهان په اټومي بټۍ یې هم څو توماهاک توغندي وغورځول. د امریکا د برېد په ځواب کې ایران د “د بریا زیری” عملیاتو سره په قطر کې د العدید فوځي اډې په لور چې په سیمه کې د امریکا د مرکزي قوماندې ترټولو لویه اډه ده، د څوارلس توغندیو په ویشتلو سره ځواب ورکړ. بالاخره، دا شخړه د ۱۲ ورځو وروسته د امریکا په وړاندیز او د ایران او صهیونیستي رژیم د موافقې سره پای ته ورسېده او د دواړو خواوو ترمنځ اوربند ټینګ شو. دې مسئلې په نظر کې نیولو سره، هغه پوښتنې چې راپورته کیږي: د ایران په برید کې د اسراییلو او امریکا موخې څه وې او تر کومه حده یې ترلاسه کړې؟ او د هغې راتلونکي سناریوګانې څه دي؟

اسراییلو ولې پوځي اقدام وکړ؟

په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته، د اسلامي جمهوریت نه یوازې د اسراییلو دولت د اسلامي ځمکو او بیت المقدس د غصب له امله په رسمیت ونه پیژندلو، حتی د هغه شتون یې ونه منلو او د اسراییلو حکومت ته یې د “صهیونیست غاصب رژیم” لقب وکارو. د اسراییلو د حکومت نه منل تر دې حده رسیږي چې حتی ایراني لوبغاړي د سپورت په ډګرونو کې هم له اسراییلي لوبغاړو سره سیالي نه کوي. [1] لدې وراخوا، ایران په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د اسراییلو د له منځه وړلو شعار ورکوي[2] او د نورو اسلامي هېوادونو په څېر پر دوه دولتونو د فلسطین د ویشلو پلان، چې یو یې اسراییل او بل یې فلسطین وي نه مني او د یو فلسطیني دولت د جوړولو لپاره پر ټولپوښتنې ټینګار کوي. د اسلامي جمهوریت پلان دا دی چې د فلسطیني دولت جوړونه باید د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو ترمنځ د ټولپوښتنې له لارې وشي، نه د کډوالو ترمنځ. [3] د دې هدف لپاره، د ایران اسلامي جمهوریت د اسراییلو په وړاندې له مختلفو لارو څخه کار اخیستی دی، چې په دې لاره کې لومړی د فلسطیني ډلو او غورځنګونو ملاتړ، دویم په لبنان کې د حزب الله څخه ګټه اخیستنه، دریم په سوریه کې د اسد د رژیم ملاتړ، څلورم په منځني ختیځ کې د نورو هغو ډلو چې د اسراییلو سره دښمني لري ملاتړ او پنځم د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو کې د “قدس ځواک” په نوم د یوې ځانګړې بهرنۍ فرقې جوړول دي. تر دې چې په سمبولیک ډول یې په تهران او فلسطین میدان (څلور لارې) کې د اسراییلو د له منځه وړلو یوه سمبولیکه نښه هم نصب کړې ده. د اسراییلي او د اسلامي جمهوریت د دښمنۍ دې کچې ته په پام، چې د هغې د شتون فلسفه او بقا ګواښوي، د ایران د توغندیو په صنعت کې پرمختګ او له دې هاخوا، د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کول، که څه هم ایران خپل اټومي پروګرام سوله بیز تعریفوي، کولی شي د اسراییلو د ویجاړولو خطر نږدې کړي. له همدې امله، د اسراییلو حکومت د خپلو لویدیځو ملاتړو سره په ملګرتیا د اسلامي جمهوریت د پلانونو او ارادو د له منځه وړلو لپاره له هیڅ هڅې هم دریغ نه دی کړې.

د اسراییلو رژیم، چې له کلونو راهیسې د خپلې تباهۍ او بقا تر منځ ګیر پاتې و، د الاقصی طوفان عملیاتو وروسته یې پلمه وموندله چې د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا ملاتړ شویو ډلو باندې برېد وکړي، کوم چې ایران “د مقاومت محور” بولي یو په بل پسې یې وځپل او په سوریه کې د اسد رژیم نسکورېدل هم د اسراییلو لپاره ډېر ګټور و. وروسته له هغه چې لاره هواره شوه، ټرمپ د ایران سره د خبرو اترو وړاندیز او د دوو میاشتو ضرب الاجل ټاکلو سره چې ټول یې د نړیوالو عامه افکارو غولول او تحریفول او همدارنګه د اسلامي جمهوریت د غافله کولو لپاره وو په ایران باندې مستقیم برید وکړ. ټرمپ په قصدي ډول د مذاکراتو په ځنډولو سره، په ایران باندې د اسراییلو مستقیم پوځي برید ته لاره هواره کړه. د شواهدو لړۍ ښيي چې پلان دا و چې اسراییل لومړی د ایران پر اټومي ساینس پوهانو، لوړ پوړو پوځي قوماندانانو او پوځي تاسیساتو او زیربناوو برید وکړي، بیا به  آمریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید کوي کوم چې د اسراییلو له پوځي وړتیاوو لوړ وو.

ایا اسراییل او امریکا خپلو موخو ته ورسېدل؟

د اسراییلو او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ نښتې په جریان کې، دواړو خواوو مختلفې ادعاوې درلودې. په دې ۱۲ ورځو کې اسراییل او ایران دواړو د یو شمیر خلکو د مړینې په ګډون سخت زیانونه ولیدل. [4] که څه هم خپلواکو سرچینو لا تر اوسه دواړو خواوو ته د اوښتو زیانونو وروستۍ اټکل نه دی تایید کړی، خو هغه څه چې تر اوسه تایید شوي دي هغه د اسراییلو د بریدونو په پایله کې د ایران د لوي شمیر اټومي ساینس پوهانو او پوځي قوماندانانو وژل کیدل دي. هغه ایراني توغندي چې پر اسراییلو لګیدلي دي، د مرګ ژوبلې سربېره یې په اسراییلو کې تاسیساتو او زیربناوو ته هم زیان رسولی دی. خو، هغه څه چې ډېر مهم وو یا هغه څه چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې عامل شو، د ایران د اټومي تجهیزاتو او تاسیساتو ویجاړول وو. د جنګ په لسمه ورځ، آمریکا شخړې ته ننوته او د ایران په دریو اټومي ځایونو یې هوایي بریدونه وکړل. له برید سمدستي وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې د فردو، نطنز او اصفهان اټومي ځایونو باندې پوځي برید یې دغه اهداف په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي. حتی د امریکا له خوا پر اټومي تاسیساتو له برید وروسته، چې د ایران له خوا ډېر قوي غبرګون نه و [ځکه چې ایران د امریکا برید ته په قطر کې د العدید هوايي اډې په وړاندې یوازې ۱۴ توغندیو په ویشتلو سره ځواب ورکړ]، ټرمپ وویل چې جګړه پای ته رسېدلې او د سولې وخت رارسېدلی او اعلان یې وکړ چې د اسراییلو او ایران ترمنځ اوربند ټینګ شوی دی. که څه هم ایراني سرچینو تر اوسه د زیانونو د کچې په اړه روښانه احصایې نه دي وړاندې کړې، خو د ایراني سرچینو راپورونه ښیي چې د دغه هېواد اصلي سایتونو ته ډیر شدید زیان نه دی رسیدلی. همدارنګه په دې اړه، د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې لخوا یو جنجالي راپور هم خپور شوی، چې ښیي د ایران ټول اټومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. [5] له دې پرته، د ۴۰۰ کیلوګرامه غني شوي یورانیم چې تر ۶۰٪ پورې غني شوي دي برخلیک لا هم معلوم نه دی. ویل کیږي چې ایران د فوردو په اټومي بټۍ د امریکا له برید د مخه غني شوي یورانیم نامعلوم ځای ته لیږدولي وو. [6] په دې اړه، د اټومي انرژۍ نړیواله اداره، که څه هم په قطعي ډول د زیان اندازه نه بیانوي، خو تاییدوي چې د فرودو په ساحه کې هیڅ راډیو اکټیو وړانګې نه لیدل کیږي. حتی په نورو دوو ځایونو، نطنز او اصفهان کې هم، د اټومي انرژۍ سازمان په وینا، هیڅ راډیو اکټیو وړانګې نه دي لیدل شوي، پدې معنی چې د ایران په دریو اټومي سایټونو کې هیڅ فعال یورانیم شتون نه لاره چې په دوي باندې بریدونه به منفي اغیزه ولري. یا حتی دا امکان هم شته چې د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د اسراییلو او امریکا بریدونه دومره ویجاړونکي نه وو چې د راډیو اکټیو ګازونو د خپرېدو لامل شي. [7] له همدې امله، له یوې خوا ټرمپ ادعا کوي چې هغه دنده ترسره کړې او د ایران اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی، دا پدې مانا چې اسراییل او متحده ایالاتو دواړو موخه ترلاسه شوې ده. له بلې خوا، د ایراني چارواکو راپورونه او تبصرې ښیي چې د ایران اټومي پروګرام لاهم روغ دی او د اسراییلو او امریکا بریدونو یوازې هغه وروسته کړی یا یې د وخت له پلوه ځنډولی دی. په ټولیز ډول د مختلفو خواوو د ادعاوو په پرتله کولو سره، دا پایله خورا روښانه ده چې که څه هم ایران په دې جګړه کې تلفات او زیانونه ګاللي دي، خو اټومي پروګرام یې له جدي زیان پرته ژوندی پاتې شوی دی. اوس که چېرې دا ثابته شي، نو دا پدې مانا ده چې د اسراییلو او متحده ایالاتو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې اصلي موخه ترلاسه نه شوه، نو دا مسله د ایران اټومي قضیې د راتلونکي په اړه نوې سناریوګانې رامینځته کوي.

احتمالي راتلونکي سناریوګانې

په عمومي توګه، په دې اړه درې سناریوګانې تصور کیدی شي:

لومړۍ سناریو؛ که چېرې دا ثابته شي چې د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي نه دي او ایران وکولی شول چې ۴۰۰ کیلوګرامه غني شوي یورانیم بل ځای ته انتقال کړي، چې ممکن یو پټ اټومي تاسیسات وي نو خپل اټومي پروګرام به په چټکۍ او جدي توګه پرمخ بوځي، دا هغه سناریو ده چې شاید وړاندوینې یې دا وي چې متحده ایالات به بیا د ایران په خاوره برید وکړي. د دې سناریو له مخې به جګړه، چې اوس مهال د اوربند په حالت کې ده، د دواړو خواوو ترمنځ بیا راپورته شي ځکه نه اسرایل غواړی چې ایران خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړي او نه به امریکا له دې مسلې لاس واخلي. لکه څنګه چې د دې بحث په پیل کې ټینګار وشو، اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی یا په دې برخه کې د ایران تخنیکي او ټیکنالوژیکي پرمختګ د اسراییلو او امریکا بریدونو په وړاندې د ایران لپاره د مخنیوي چمتو کولو سربیره، کولی شي د ایران پوځي ځواک دومره لوړ کړي چې په یوه ګوزار سره اسراییل له منځه یوسي. دا په دقیقه توګه هغه خطر دی چې د اسراییلو د وجود فلسفه او بقا ګواښوي.

دوهمه سناریو؛ که د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ ویجاړولو په اړه د ټرمپ ادعا ریښتیا ثابته شي، نو بیا به د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې یا شخړې امکان نه وي، خو دا تصور به هم په پوره توګه ممکن نه وی چې امریکا له ایران څخه لاس اخیستی دی. اوس چې ایران له پوځي پلوه په زیان کې دی او اسراییل د ایران پر هوايي حریم تقریبا بشپړ کنټرول لري، شاید اسراییل به کله ناکله په ایران کې پر پوځي اهدافو لکه څنګه چې یې په سوریه او لبنان کې وکړل بریدونه وکړي، ځکه چې د اسراییلو لپاره د ایران د اټومي ګواښ له منځه وړلو سره، د ایران د توغندیو وړتیاوو هم د اسراییلو لپاره لوړ ګواښ ګڼل کیږي. په دې حالت کې، هغه څه چې وړاندوینه کیدی شي دا ده چې متحده ایالات به په ایران باندې نور ډير بندیزونه ولګوي او پر ایران به ساحه محدوده کړي ترڅو دا هېواد دې ته اړ باسي چې د خپل توغندیو پروګرام په اړه له متحده ایالاتو سره خبرې اترې وکړي. که څه هم د دې احتمال ډېر کم دی چې ایرانیان به له خپل توغندیز پروګرام څخه لاس واخلي، خو د اسراییلو او امریکا برلاسی په پام کې نیولو سره، ایران به اړ شي چې لږ تر لږه د خپل بقا د ډاډمنولو لپاره یا دا چې اسراییل پر ایران برید ونه کړي ځینې محدودیتونه ومني.

دې شرایطو ته په پام سره دریمه سناریو هم د دې فرضیې پر بنسټ چې متحده ایالات نه غواړي ایران یو ډیر کمزوری هېواد شي یا د سقوط په لور ولاړ شی وړاندیز کیدی شي، نو ځکه خو یې نه پخپله شخړه کې برخه واخیسته او نه یې اسراییلو ته اجازه ورکړه چې د ایران په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. هغه دلیل چې دا فرضیه پیاوړې کوي دا دی چې وروسته له هغې چې ایران د العدید په فوځي اډه برید وکړ، ټرمپ بیا ایران ته د ځواب ویلو څخه انکار وکړ، پداسې حال کې چې که ټرمپ د اسلامي جمهوریت د له منځه وړلو اراده درلوده، نو غوره ممکنه وخت او وضعیت شتون درلود. ټرمپ کولی شي د اسراییلو سره په ملګرتیا په اسانۍ سره ایران ته د ډیرو ګوزارونو په ورکولو سره د بشپړې ویجاړۍ او سقوط په لور بوځي. د دې سناریو له مخې، که امریکا ایران خبرو اترو ته اړ باسي، نو شاید دا خبرې اترې یوازې د ایران د اټومي پروګرام او ځینې امتیازاتو په شاوخوا کې وي چې امریکا به یې ایران ته ورکړي، د دې پرځای چې د هغه هېواد د توغندیو پروګرام او پوځي وړتیاوې محدودې کړي. ځکه چې امریکا نه غواړي ایران په بشپړ ډول کمزوری شي یا له منځه ولاړ شي. د امریکا او اسرائیل او عربي هیوادونو تر منځ اساسي اختلاف دا دی چې امریکا نه غواړي چې ایران دې په بشپړ ډول لمنځه لاړ شي او په مقابل کې عربي هېوادونه ترې تمه لري چې دغه هېواد په بشپړ ډول لمنځه يوسي، خو امریکا باید ایران ته اجازه ورکړي چې د سیمه ییز ځواک په توګه پاتې شي. ایران د عربي هېوادونو او حتی اسراییلو ته تر ټولو لویه وېره ده او دا وېره د دې لامل کېږي چې عربي هېوادونه او حتی اسراییل د امریکا اطاعت وکړي، همدارنګه په منځني ختیځ کې د امریکا د وسلو د خرڅلاو بازار ګرم پاتې دی او په سیمه کې د دې هېواد اډې د وجود فلسفه ولري.

پایله

د اسراییلو او ایران ترمنځ شخړه پخوا د دواړو هېوادونو د یو بل څخه د وېرې له امله ناشونې وه، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې ایران د مقاومت په محور کې د خپلو ملاتړو ډلو له لارې په اسراییلو فشار راوستی و، اسراییلو د مقاومت محور کمزوری او په ویجاړولو سره پر ایران د برید لپاره لاره هواره کړه. په دې برخه کې متحده ایالاتو، په ځانګړې توګه ټرمپ پخپله اسراییلو ته زمینه برابره کړه چې پر ایران برید وکړي او بیا له ایران سره د اټومي خبرو اترو په غلط پلان کولو سره ایران ته سخته ضربه ورکړي. په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې، که څه هم دا روښانه نه ده چې دواړو خواوو ته څومره تلفات اوښتي دي، خو مهمه مسله د ایران اټومي زیربنا ته رسېدلی زیان دی. د ټرمپ په وینا، د امریکا برید د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه یوړل، پداسې حال کې چې ادعاوې هم کیږي، حتی پخپله د امریکایي سرچینو لخوا، چې د ایران اټومي تاسیسات په هغه حد کې چې ټرمپ یې یادونه کوي زیانمن شوي ندي، یوازې کمزوري او ځنډیدلي دي. دا متضاد حالت په راتلونکي کې دوه ډوله سناریوګانې ممکنه کوي: د ایران د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو په هدف د بل برید سناریو او د جګړې د بشپړ بندیدو او د اسراییل او متحده ایالاتو د نورو اهدافو سره سم د یوې موافقې لاسلیک کولو لپاره کوم چې د ایران د توغندیو وړتیا ده د خبرو اترو بیا پیل کولو سناریو. د دې سناریوګانو څخه هر یو د ایران د اټومي حالت او د اټومي وسلو ترلاسه کولو لپاره د هغه د فعالیتونو په راتلونکي ارزونو پورې اړه لري. سربېره پردې، په منځني ختیځ کې د امریکا د سیمه ییزو اهدافو پر بنسټ، یوه احتمالي سناریو دا ده چې متحده ایالات نه پریږدی چې ایران اټومي ځواک شي، نه دا چې بیخې له منځه ولاړ شي. ځکه که ایران اټومي ځواک شي، نو امریکا به نور له ایران څخه هیڅ ګټه ترلاسه نه کړي او د هغې بشپړ ویجاړول هم عرب او اسراییل د امریکا د اطاعت څخه محروموي. په سیمه کې به د امریکا د وسلو د خرڅلاو بازار په ټپه ودروي او حتی به په ټوله سیمه کې د هغه هېواد د اډو د شتون فلسفه تر پوښتنې لاندې راولي. له همدې امله، د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړلو سره، متحده ایالات  غواړی چې ایران د سیمه ایز ځواک په توګه خپل شتون ته دوام ورکړي.

سرچیني

[1]. انصراف ‌ورزشکار ایرانی از رویارویی با حریف اسرائیلی. تسنیم، تاریخ نشر ۳۱/۲/۱۴۰۲ قابل دسترسی:

[2]. سپاه پاسداران؛ تکرار شعار محو اسرائیل در روز یادبود هولوکاست. دویچه‌وله، تاریخ نشر ۸/۲/۱۴۰۱ قابل دسترسی:

[3]. همه پرسی؛ طرح جمهوری اسلامی ایران برای فلسطین. سایت سفارت ایران در سئول. تاریخ نشر /۲/۱۴۰۱ قابل دسترسی:

[4]. گزارش آناتولی از پایان جنگ 12 روزه؛ حملات ایران و اسرائیل متوقف شد. سایت عصر ترکیه،  تاریخ نشر ۲۵. جون ۲۰۲۵ قابل دسترسی:‌

[5]. US didn’t destroy Iran’s nuclear programme: Here’s what new intel says. Aljazeera stie, 25 Jun 2025 available at:

[6]. فایننشال‌تایمز: به باور اروپا، ذخایر اورانیوم ایران از بین نرفته است. سایت خبر آنلاین، تاریخ نشر ۵/۴/۱۴۰۴ قابل دسترسی:

[7]. آژانس اتمی: حملات به سایت‌های هسته‌ای ایران نشت رادیواکتیو نداشته‌اند. سایت جهان صنعت، تاریخ نشر۷/۴/۱۴۰۴ قابل دسترسی:

د ایران او اسراییلو جګړه؛ موخې، پایلې او راتلونکی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top