د ایران او اسرائیلو جګړه: لاملونه، موخې او پایلې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ایران او اسرائیلو جګړه: لاملونه، موخې او پایلې
  • پر ایران د اسراییلو د برېد لاملونه او موخې
  • د ایران غبرګون
  • د جګړې د بریا وړاندوینه
  • د جګړې پایلو په اړه راتلونکې سناریوګانې
  • پر افغانستان د اسراییلو او ایران د جګړې اغیزې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د تېرو څو لسیزو را په دې خوا اسراییل د خپل بقا او امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره په سیمه کې بېلابېل نظامي او ستراتېژیک اقدامات کړي دي؛ چې یو یې هم د روان کال د جون میاشتې پر ۱۳مه نېټه پر ایران د دغه هېواد مستقیم پوځي برید دی. داسې ښکاري چې دغه برید له ډېر وخت راهیسې پلان شوی او هر اړخیز چمتووالی ورته نیول شوی وي؛ دا جګړه نه یوازې د دې دواړو هېوادونو بلکې د سیمې د هېوادونو پر امنیت، د نړی د هېوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د انرژۍ په نړیوال مارکېټ خورا منفي اغېزې کوي. په دې جګړه کې د امریکا متحده ایالات مهم رول ترسره کوي؛ دغه هېواد په منځني ختیځ کې د اسراییلو ملاتړی ګڼل کېږي او هڅه کوي چې له دې لارې د ایران پر هستوي پروګرام شدید فشار وارد کړي. اسراییل، د امریکا متحده ایالات او نور ملاتړي هېوادونه یې د ایران اټومي پروګرام د خپلو هېوادونو د امنیت لپاره لوی ګواښ بولي؛ نو ځکه هڅه کوي ترڅو دغه پروګرام له منځه یا کم تر کمه د انرژۍ د تولید تر بریده یې محدود کړي. دغه جګړه پر همدې موخه پیل شوې ترڅو د ایران د هستوي ظرفیت د پیاوړتیا مخه ډب کړي. دغه جګړه نه یوازې ښکیلو لوریو ته نظامي او پوځي زیانونه اړوي بلکې د ښکیلو لوریو ترڅنګ سیمې او نړۍ ته د کډوالۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخه کې زیانونه رامنځته کوي او د سیمې د قدرت توزان او سیاسي ثبات به منفي اغېزې وکړي. سربېره پر دې به د نړۍ لوی قدرتونه په دې جګړه کې خپل ځانګړی رول ترسره کړي. په دې تحلیلي مقاله کې به د دې جګړې موخې، لاملونه او پایلې په لاندې توګه تحلیل شي.

پر ایران د اسراییلو د برېد لاملونه او موخې

پر ایران د اسراییلو لومړی برید پر اټومي او توغندي جوړونې تاسیساتو باندې ترسره شو؛ سربېره پر دې اسراییلو په دغه هېواد کې د پوځ مهم مشران، د انقلاب ساتونکي لوړ پوړي قوماندانان او د ایران د اټومي او مزایلو پروګرام لپاره د دې هېواد مهم ساینس پوهان په نښه کړ. د دغه کړنو د ترسره کېدو پلان  د پوځ د لوی درستیز ایال ضمیر (Eyal Zamir) له لوري ترتیب شوې و؛ د هغه له نظره چې ورته د ایال ضمیر دکتورین هم وايي، تر هغې چې د ایران سیاسي نظام ثابت پاتې وي؛ نو دوی به د خپلو اتومي پروګرامونو د ترسره کولو له هیلو تېر نه شي او ان تر دې چې دغه پروګرام به نظامي کړي؛ نو پر دې اساس په دغه هېواد کې د توغندیو پروګرام به په دوامداره توګه پراخ او پیاوړي شي.[1]   د اسراییلو د لوی درستیز له دکتورینو ښکاري  چې د ایران دواړه ( اټومي او توغنديو ) پروګرامونه، د اسراییلو د بقا لپاره جدي ګواښونه ګڼي. له همدې امله دوی هڅه کوي چې د ایران سیاسي رژیم باید بې ثباته او کمزوری کړي ترڅو دا ګواښونه له منځه لاړ او یا محدود شي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اسراییل اړینه ګڼي چې ایران سره په یوه پراخه او څو اړخیزه جګړه کې ښکیل شي؛ اسراییلو په دې برخه کې تر یوه بریده ځینې لاسته راوړنې د دې جګړې دمخه هم لرلي دي، چې یو له هغو څخه په منځني ختیځ کې د ایران ملاتړي غیر دولتي پوځي ډلې دي لکه په لبنان کې حزب الله، په فلسطین کې د حماس واکمني او په سوریه کې د ایران پلوه نظام لمنځه وړل او د دې هېواد نفوذ کمول یادولای شو. کله چې اسراییلو له حزب الله سره په جګړه کې د پام وړ بریا ترلاسه کړه، په فلسطین کې یې د حماس ډلې ډیری مشران شهیدان کړل او په سوریه کې داسد رژیم پای ته ورسید؛ نو د اسراییلو سیاسي او پوځي مشرانو دا نظر درلود چې راتلونکې موخه باید ایران وي.

په ورته وخت کې داسې ښکاري چې پر ایران د اسراییلو د برید په اړه  د امریکا متحده ایالاتو موخه د ایران د نظام نسکورېدل نه بلکې په هستوي مذاکراتو کې د پراخو امتیازاتو ترلاسه کول دي؛ نو پر همدې اساس پر ایران د اسراییلو د لومړي برید سره سم د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې په اړه د خپل هېواد ستراتېژیک لوری او موخه وټاکله او ټینګار یې وکړ چې د ایران سره د خبرو اترو شپږم پړاو باید د یکشنې ورځ د جون میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د پلان سره سم پرمخ لاړې شي؛ پر دې اساس هغه دغه جګړه په مذاکراتو کې د امتیاز لپاره توجیه کړه.[2]

د ولسمشر ټرمپ دغه غوښتنه د ایران له لوري په بې قید او شرط نه ده منل شوې بلکې ایران د جګړې درېدل غوښتي او له هغې وروسته یې مذاکراتو ته لېوالتیا ښودلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وروستۍ اعلامیه کې چې د روان کال د جوزا میاشت په ۲۷ نېټه د دې وزارت په وېبسایټ کې خپره شوې، راغلي دي (( پر ایران د نتانیاهو  د برید موخه داده چې د امریکامتحده ایالاتو او ایران ترمنځ د هوکړې پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، هغه هوکړه چې موږ په یوې سمې لاره ورته د رسېدو په موخه حرکت کاوه، هغه د بیاځلي لپاره غواړي چې د امریکامتحده ایالاتو ولسمشر او امریکایي مالیه ورکوونکو ته په بشپړه توګه فرېب ورکړي)).[3] د دې اعلامیې په وروستۍ برخه کې راغلي دي (( که ولسمشر ټرمپ واقعا په ډیپلوماسي باور لري او غواړي چې دا جنګ ودرېږي، راتلونکې مرحلې مهمې دي. اسراییل باید خپل بریدونه ودروي، زموږ پر وړاندې د بشپړنظامي یرغل درولو پرته به زموږ ځوابونه ادامه ولري، له واشنګټن څخه یوه تلفوني اړیکه بسنه کوي چې یو شخص لکه نتانیاهو چپ کړي، دا کولای شي ډیپلوماسي ته د بېرته ورګرځېدو لاره هواره کړي)).[4]

د پورته اعلامیې له متن څخه په روښانه توګه څرګندېږي چې ایران به د اتومي پروګرام په اړه د مذاکراتو لپاره هغه مهال بېرته ستون شي چې جګړه ودرېږي؛ پرته له جګړې لکه څرنګه چې یې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر غوښتنه کړې چې په عادي توګه به د شپږم پړاو مذاکرات ترسره شي ناشونې ښکاري. په منطقي توګه هم دا خبره ناسمه ده چې د یوې موضوع د حل لپاره د له یوې خوا مذاکره جریان ولري او له بلې خوا د جګړه هم روانه وي.

د ضمیر په دکتورینو کې د استخباراتي عملیاتو پر اساس د ایران د توغندیو د ظرفیت، هوايي دفاع او اتومي تاسیساتو د ویجاړول او د خنثی کول هم شامل دي، سربېره پر دې په دې دکتورینو کې د ایران اقتصادي محاصره، د کورنیو شخړو او ګډوډویو رامنځته کول او د دې هېواد دتیلو صادرات ګډوډول د اسراییلو له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.[5] تر ډېره بریده په دې جګړه کې لیدل کېږي چې اسراییل نه دی توانیدلی د ضمیر د دکتورینو ټولې موخې ترلاسه کړي ان تر دې چې داسې ښکاري چې اسراییل په خپلو لومړنیو بریدونو کې د ایران د تیلو د زیر بناوو له هدف ګرځولو څخه ډډه کړې وه؛ دا دریځ ښايي د امریکا متحده ایالاتو د موقف په نظر کې نیولو سره ترسره شوی وي او موخه یې د انرژی د بحران مخنیوي وي چې له کنټروله به ووځي او د نړۍ پر اقتصاد به منفي اغېزې وکړي، د ایران د تیلو زیربناوې د فشار پیاوړې سیاسې اله ګڼل کېږي او ویجاړول به یې نړیوالې پایلې له ځانه سره ولري.  خو په وروستیو برېدونو کې یې دې موضوع ته ارجحیت نه دی ورکړی.

که څه هم د اسراییلو لومړی وزیر بنجامین نتانیاهو د پراخ ملي صیهونستي اجماع له ملاتړ څخه برخمن دی، خو هغه هوډ لري چې د امریکا متحده ایالات د اسراییل ـ ایران جګړه کې ښکیل کړي. په اسراییلو کې دا باور شته چې د امریکا متحده ایالاتو له بشپړ نظامي ملاتړ پرته، اسراییل نه شي کولای د ایران اتومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه یوسي. د اسراییلو له دې فکر سره بیا هم د دې ضمانت نه شته چې د امریکا په ملاتړ به هم دغه هېواد د ایران اتومي پروګرام له منځه یوړل شي، ځکه چې غني شوي یورانیم لېږدول کېدای او خوندي کېدای شي.

اسراییل په دې جګړه کې ایران هڅوي چې په سیمه کې د امریکامتحده ایالاتو اډې تر برید لاندې ونیسي؛ ترڅو خپل موخه چې د ایران د د دولت ړنګول او د هغو د رژیم له منځته وړل دي، ترلاسه کړي. فکر کېږي چې د اسراییلو دغه فکر د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو چې نه غواړي په منځني ختیځ کې کړکیچ پراخ شي ټکر لري، دغه هېوادونه فکر کوي چې که جګړه پراخه شي نو ملي ګټې او اقتصادي سیستمونه له مستقیم ګواښ سره مخ کېږي.

سربېره پر دې له جګړې د اسراییلو موخه نه یواځې د ایران پوځي او تخنیکې وړتیاوې که په ملکي برخه کې دي او که په نظامي برخه کې دي، له منځته وړل نه دي، بلکې د دې موخو ترڅنګ غواړي چې په منځني ختیځ کې د قدرت توازن د ځان په ګټه را وڅرخوي، د خپلې واکمنۍ او تسلط دایره پراخه کړي او ان د منځني ختیځ جغرافیوي نقشه بدله کړي؛ ترڅو په سیمه کې اسراییل په نورو ټولو هېوادونو لاس بری وي او هیڅ سیمه ییز قدرت د دې وړتیاوې ونه لري چې د اسراییلو ګتې وګواښي. په همدې موخه د اسراییلو لومړي وزیر څو ځله د نوي منځني ختیځ اصطلاح کاورلې ده او نوموړي د ملګرو عمومي اسمبلې ته په خپله یوې وینا کې دوه نقشې ارایه کړې چې په دواړو کې یې د فلسطین په اړه هیڅ یادونه نه ده کړې.[6]

د ایران غبرګون

د اسراییلو او ایران ترمنځ د تېرې جګړې په پرتله دا ځل ایران د اسراییلو د تېرې پر وړاندې پیاوړی او ویجاړوونکی غبرګون ښودلی دی، دا ځل د ایران غبرګون د پرمختللو مزایلو پر اساس وښودل شو چې د اسراییلو د اوسپنیز ګنبد او د متحدینو د دفاعي سیستمونو څخه تېر او د دې هېواد په څو لویو ښارونو کې یې بې سارې ویجاړۍ رامنځته کړې، د ایران دغه دقیق برېدونه په تل ابیب کې د اسراییلو دفاعي ځواکونو مرکز  او ان د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) ته ورسېدل؛ خو دغه مهال هم د ایران دولتي رسنیو یوه اعلامیه خپره کړه چې د ایران پوځ د اسراییلو پر وړاندې تر دې دمه پرمختللې او ستراتېژېکې وسلې نه دي کارولي.[7]   که د ایران دغه اعلامیه حقیقي وي؛ نو داسې فکر کېدای شي چې ایران یوې دوامداره شخړې ته چمتو والی نیسي او د اړتیا او جدي ګواښ په صورت کې به خپلې پرمختللې او په تکنالوژۍ سنبالې وسلې وکاروي.

د ایران پوځ د دې هېواد د ستر رهبر علي خامنه یي هغه ژمنه چې ویلي یې و( اسراییل به د دې جرم د ترسره کولو له امله خوندي پاتې نه شي) د پوره کولو لپاره په اسراییلو د بالیستیک توغنديو څپې پیل کړې. دې برېدونو په اسراییلو کې خورا مرګ ژوبله او مالي زیانونه رامنځته کړل او پر اساس یې په اسراییلو کې د لومړۍ ورځې د برید خوشحالۍ په وېرې او بې باورۍ بدلې شوې. دغه وېرې د دې لامل شوې چې اسراییلیان په څو برخو وویشل شي یو داچې ځینې اوسمهال هم غوښتنه کوي چې له ایران سره باید د امریکا متحده ایالاتو خبرې بېرته پیل شي، ځینې یې د دې هېواد لومړی وزیر تورنوي چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره د هېواد له ملي امنیت سره لوبې او قمار بازي کوي او ځینې اوسمهال هم د هغه د پرېکړې پلوه دي؛ نو پر دې اساس تر دې چې اسراییلو خپلې موخې چې پورته مو یادې کړي، نه وي ترلاسه کړې د جګړې درول ستونزمن دي او له بلې خوا ایران هم داسې ماتې نه شي زغملای چې د دوی د رژیم په نسکورېدو د پای ته ورسېږي او ایران به هڅه وکړي چې اسراییلو ته اعظمي زیان واړوي؛ نو ځکه د اسراییلو اندېښنه یې رامنځته کړې ده.

د جګړې د بریا وړاندوینه

تر دې دمه په څرګنده توګه د قدرت توازن نه شي څرګندېدلی، ځکه چې له یوې خوا اسراییل د امریکامتحده ایالاتو او برتانیې په پوځي او استخباراتي تکنالوژیو باندې تکیه لري، داچې د اسراییلو هدف د ایران د رژیم نسکورول دي نو په ایران کې هر ډول بې ثباتي د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره پرمختګ ګڼل کېږي. سربېره پر دې د ایران په خاوره کې د اسراییلو له لوري په بریاليتوب سره داسې برید ترسره کول چې د دې هېواد د پوځ او استخباراتو لوړ پوړو چارواکو په ګډون یې مهم ساینس پوهان په نښه شول د دې هېواد د پیاوړي موقف څرګندونه کوي. همدارنګه د ایران په فضا کې په دوامداره توګه د اسراییلو د الوتکو عملیات او د دواړو لوريو په وژل شویو اشخاصو کې لوی توپیر ( تر دې دمه د ایران 657 تنه چې ۲۲۳ تنه پکې ملکي وګړي دي او د اسراییلو ۱۴ تنه وژل شوي دي)[8] د اسراییلو پیاوړتیا څرګندوي.  له بله لوري په یوازې توګه د داسې یوه هېواد سره چې د نړۍ لوی قدرتونه یې ملاتړ کوي د ایران جنګېدل او د سوونو کیلومتره واټن درلودلو سربېره هلته هوايي عملیات ترسره کول او د دښمن هېواد مهم نظامي او استخباراتي تاسیسات په نښه کول د ایران د پیاوړتیا او برم څرګندونه کوي.

د دې ټکي یادول هم اړین دی هغه داچې اوس هم جګړه روانه ده او تر ډېره بریده یې د بریا په اړه اټکل کول ستونزمنه ښکاري او سربېره پر دې اسراییل غواړي تر هغه مهاله پورې جګړه وغزوي چې د دوی نظامي موخې ترلاسه شي او له بله پلوه ایران وايي چې د برید پرمهال له زغم څخه ګټه نه شي پورته کېدای او له خپلې خاورې، خلکو، کرامت او لاسته راوړنو څخه به دفاع کوي. نو پر دې اساس ویلای شو چې دغه جګړې شاید نور وخت هم ونیسي. خو په دې برخه کې تر ټولو مهمه مسله داده چې د امریکا متحده ایالات په څه ډول عمل کوي.

د جګړې پایلو په اړه راتلونکې سناریوګانې

داچې جګړه اوسمهال هم جریان لري؛ نو لاندې سناریوګانې د وړاندوینې وړ دي.

۱ ـ د ایران د نظام د نسکورولو سناریو: که جګړه د اسراییلو له لوري د ایران د نظام د له ‌منځه وړلو لپاره پیل شوې وي، نو د اوږدمهاله جګړې احتمال ډېر دی. په دې سناریو کې، د امریکا متحده ایالات به تر ټولو ډېرې ګټې ترلاسه کړي. له یوې خوا به امریکامتحده ایالات پر اسراییلو خپلې پرمختللې وسلې خرڅې کړي او له بلې خوا به د جګړې اوږدېدل ایران اړ کړي چې خپل نظامي ظرفیتونه ښکاره کړي او دا د دې لامل شي چې د سیمې هغه عربي هېوادونه چې له ایران سره ترینګلي اړیکې لري، وهڅوي چې له امریکا متحده ایالاتو څخه وسلې وپېرې، چې په پایله کې به د امریکا اقتصادي او ستراتیژیک موقعیت نور هم پیاوړی شي.

۲ ـ د سیاسي فشار سناریو: که دا جګړه یوازې د مذاکراتو لپاره د فشار وسیله وي، نو امکان لري چې ژر پای ته ورسېږي. په دغه حالت کې به ایران د جګړې د درولو لپاره مقابل لوري ته ځینې مهم امتیازونه ورکړي، چې دا به د ایران د سیمه‌ییز نفوذ او سیاسي دریځ پر کمزورتیا تمام شي.

۳ ـ د اسراییلو د بریا سناریو: که اسراییلو په دې جګړه کې بریالی شي؛ نو په دې صورت کې به په راتلونکې کې د خپل جغرافیوي قلمرو د پراختیا هڅه وکړي او هلته به د خپلو ګاونډیو هېوادونو د قلمرو نیونې لپاره بېلابېل اقدامات وکړي، په سیمه کې به د اسراییلو پر وړاندې مقاومتونه نور هم کمزرې شي، د فلسطین مسله به په خپله معادله کې حل کړي او په پای کې به د دې هېواد ستراتېژیک، استخباراتي او سیمه ییز نفوذ پراخ او په سیمه کې یو برلاسی دولت خپل کړي.

۴ ـ د ایران د بریا سناریو: که په روانه جګړه کې ایران بریالی شي؛ نو دغه بریا نه یواځې د اسراییلو ماتې ګڼل کېږي بلکې د امریکا متحده ایالاتو ماتې هم ګڼل کېږي، د ایران هېواد به په کور دننه لا هم مشروعیت پیدا کړي او د نظام سیاسي ثبات دوام ته به نور هم فرصتونه برابر کړي. سربېره پر دې به په منځني ختیځ کې د ایران ملاتړې ډلې بېرته پیاوړې شي او د اسراییلو د پیاوړتیا، ان د لمنځته وړلو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. سربېره پر دې به په سیمه کې د ایران نفوذ پراخ شي او د سیمې په امنیتي معادلو کې به پراخ لاس بری رول ولوبوي او هغه عربي هېوادونه چې له ایران سره ترینګلې اړیکې لري، هڅه به وکړي چې له ایران سره د تفاهم مسیرونه پیدا کړي.

پر افغانستان د اسراییلو او ایران د جګړې اغیزې

هره جګړه نه یواځې داچې ښکیلو لوریو ته بلکې د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو باندې منفي اغېزې کوي، افغانستان چې د ایران په ګاونډ کې پروت دی او د انرژۍ یوه برخه له دغه هېواد څخه واردوي؛ نو د ایران د انرژۍ په تاسیساتو د اسراییل برېدونه ښايي د دغه هېواد د انرژۍ تولید او صادرات کم کړي او له امله به یې د انرژۍ ( تیل او ګاز) قیمتونه عملا لوړ شوي او نور به هم لوړ شي او افغانستان به په اقتصادي لحاظ په مستقیمه توګه له دې جګړې څخه نور هم اغېزمن شي. سربېره پر تیلو او ګازو افغانستان د برېښنا یوه برخه، ځینې غذايي او ساختماني مواد هم له دغه هېواد څخه واردوي او د دې جګړې پر اساس به دغه واردات ټکني او د خلکو په ورځني ژوند به منفي اغېزې وکړي. په امنیتي لحاظ به دغه جګړه د دواړو هېوادونو د پولو امنیت ته زیان واړوي. د بېلګې په توګه ترهګرو ډلو او د مخدره موادو او انساني قاچاق وړونکو ته د فعالیت فرصت برابر کړي. سربېره تجارتي لارې به له امنیتي اړخه اغېزمنې کړي او هغه سیمه ییز اتصال چې د ایران له لارې یې افغانستان د منځني ختیځ او هند سره ترسره کوي له خنډ سره مخ کړي. سربېره پردې به نه یواځې افغان مهاجر چې اوسمهال ایران کې ژوند کې افغانستان ته په مجموعي توګه بېرته را ستانه شي؛ بلکې افغانستان ته به د ایراني مهاجرو څپه هم پیل شي او دغه ټکی به له اقتصادي اړخه په افغانستان منفي اغېزې وکړي.

پایله

اسراییل په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو نیابتي جګړې مخ ته وړي؛ نو ځکه په بېلابېلو جګړو کې پوځي او استخباراتي ملاتړ کوي؛ د اسراییلو او ایران روانه جګړه هم له دې ملاتړه مستثنا نه ده. دا جګړه په ساده اصطلاح هغه متل ته ورته ده چې وايي (په مرګ یې ونیسه درد ته خپله راضي کېږي) د امریکا متحده ایالاتو اسراییل د جګړې میدان ته مخ ته کړي او د ایران د نظام د نسکورېدو شعارونه ورکوي؛ ترڅو له دې لارې وکړای شي چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو په هستوي مذاکراتو کې بریالی لاس او ډېر امتیازات ولري. د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې په منځني ختیځ کې د ایران اوسنی نظام نسکور شي؛ ځکه چې د دې نظام د موجودیت پر اساس په یو شمېر عربي هېوادونو وسلې پلوري او په یو نا یو ډل ترې سیاسي او اقتصادي باج اخلي. افغانستان چې د ایران په ګاونډ کې پروت دی؛ نه یواځې داچې له دې هېواد څخه تجارتي توکي واردوي بلکې د دې هېواد له لارې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو سره اقتصادي راکړه ورکړه کوي له خنډ سره مخ کړي او د مهاجرو او پناه غوښتونکو له لویې څپې سره به مخ شي؛ نو اړینه ده چې د قضیې دواړه لوري د جګړې پرځای د اختلافاتو د لمنځه وړلو لپاره سوله ییزې حل لارې وټاکي.

وړاندیزونه

۱ ـ داچې اسراییل په مسلسله توګه په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخېدو په حال کې دی، چې د ټول اسلامي نړۍ لپاره ګواښ ګڼل کېږي؛ نو ټوله اسلامي نړۍ د د اسراییلو دغه پراختیا غوښتنې سیاست د مخنیوي په موخه سره یو موټې شي او ګډه پالیسي د خپله کړي.

۲ ـ د افغانستان اسلامي امارت د هڅه وکړي چې د دې جګړې د منفي اغېزو د مخنیوي په موخه په ځانګړې توګه په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې بدېلې لارې چارې ولټوي.

۳ ـ که جګړه پراخېږي؛ نو اسلامي امارت د ایراني پناه غوښتونکو ته، افغانستان ته د را ننوتلو اجازه ورکړي او په دې برخه کې د مخکې له مخکې یوڅه چمتووالی ونیسي.

۴ ـ داچې افغانستان له ایران سره ګډه پوله لري؛ نو اسلامي امارت د سیمې یو شمېر هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې کولای شي د هغوی اتباعو ته په لنډمهاله توګه په افغانستان کې ځای ورکړي او یا داچې د افغانستان له لارې یې اړوند هېوادونو ته واستوي.

سرچیني
[1] Ameer Makhoul, Context and Implications of the Direct War Between Israel and Iran, Progress Center for Policies, published date: Jun 15, 2025, available at: https://www.arabprogresthe-direct-war-between-israel-and-iran/
[2] Ameer Makhoul, Context and Implications of the Direct War Between Israel and Iran, Progress Center for Policies, published date: Jun 15, 2025, available at: https://www.arabprogress.org/en/context-and-implications-of-the-direct-war-between-israel-and-iran/
[3] وزارت خارجه جمهوری اسلامی ایران، پیام هشدار سید عباس عراقچی وزیر امور خارجه در شبکه ایکس، تاریخ نشر۲۷/۳/۱۴۰۴، لینک انلین:
https://mfa.gov.ir/portal/newsview/768674
[4]  پورتنی ماخذ.
[5] Ameer Makhoul, Context and Implications of the Direct War Between Israel and Iran, Progress Center for Policies, published date: Jun 15, 2025, available at: https://www.arabprogress.org/en/context-and-implications-of-the-direct-war-between-israel-and-iran/
[6] بی بی سی فارسی، شکل ګیری جدید که اسراییل برای خاور میانه تصور میکند چیست؟ تاریخ نشر، ۱۴۰۳ اکتبر ۹، دسترسی انلین:
https://www.bbc.com/persian/articles/cly5w8y29y2o
[7] The soufan center, The Implications of Israel’s Attacks on Iran, published date: June 16, 2025, available at: https://www.israelnationalnews.com/news/409909#:~:text=IDF%20Chief%20of%20Staff%20Eyal%20Zamir%20issues%20statement,an%20enemy%20who%20is%20intent%20on%20destroying%20us.%22
[8] CBS NEWS, Iranian strike in Israel injures nearly 2 dozen, emergency officials say, amid diplomatic efforts, published date: June 20, 2025, available at: https://www.cbsnews.com/news/israel-iran-strikes-continue-middle-east-diplomacys.org/en/context-and-implications-of-/
د ایران او اسرائیلو جګړه: لاملونه، موخې او پایلې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top