د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه؛ متقابلې موخې او اړتیاوې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه؛ متقابلې موخې او اړتیاوې
  • د نړیوالو حقوقو په رڼا کې د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه
  • د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې د روسیې موخې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

له نن څخه څلور کله د مخه یعنې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشت پر ۱۵مه نېټه په افغانستان د اسلامي امارت ځواکونو د لویدیځو هېوادونو په مرسته رامنځته شوی جمهوري نظام ړنګ کړ او کابل یې ترخپلې واکمنۍ لاندې راوست. په لنډه موده کې یې سرپرست حکومت اعلان او د هېواد په ټولو ولایتونو یې ولکه ټینګه کړه. روسیې چې د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پرمهال، نه یواځې داچې دغه حکومت یې په رسمیت نه وو پېژندلی بلکې د اسلامي امارت له مخالفینو سره یې په پراخه توګه همکارۍ کولې، پر افغانستان د امریکامتحده ایالاتو د یرغل پرمهال دغه هېواد خپلې ستراتېژیکې ګټې د یرغل په ملاتړ محاسبه کړې او پر افغانستان یې د امریکا پر مشرۍ د لویدیځو هېوادونو یرغل سره بېلابېلې مرستې وکړئ؛ کله چې دغه اتحاد پر افغانستان کې مات شو؛ نو یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپلې ډیپلوماتېکې نماینده ګې وتړلې؛ خو روسیه یو له  هغه هېوادونو څخه وه چې دغه مهال یې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی پرېښود او په نړیوال دریځونو کې یې له اسلامي امارت سره د تعامل او ښکیلتیا ملاتړ  کاوه؛ سربېره پر دې یې د افغانستان اسلامي امارت مشران د یو شمېر مهمو کنفرانسونو لپاره دغه هېواد ته دعوت کړل او هم یې اسلامي امارت چې په ۲۰۰۳ز.کال کې د دغه هېواد له لوري په ترهګریز لېست کې شامل وو؛ له دې لېست بهر کړ، د اسلامي امارت سیاسي استازي یې په خپل هېواد کې ومنل او ان تر دې چې په افغانستان کې یې د اسلامي امارت په رسمیت وپېژنده؛ نو سوال دلته رامنځته کېږي چې سربېره پر دې چې دغه هېواد له اسلامي امارت تاریخي ترینګلې اړیکې لرلې؛ نو د کومو لاملونو پر اساس دغه هېواد وهڅېده اسلامی امارت په رسمیت وپېژني؟ د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو پر اساس دغه هېواد د کومو موخو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي؟ سربېره پر دې په دې تحلیلي مقاله کې به روښانه شي چې د روسیې له لوري په افغانستان کې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه، په خپله اسلامي امارت لپاره څه اهمیت لري او پر اساس یې د افغانستان اسلامی امارت کومې موخې ترلاسه کولای شي. دا هغه پوښتنې دي چې په دې تحلیل کې څېړل شوي دي.

د نړیوالو حقوقو په رڼا کې د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه

په ساده اصطلاح په رسمیت پېژندل د قبلولو او تصدیقولو مانا ورکوي او د نړیوالو حقوقو او نړیوالو اړیکو په رڼا کې دغه اصطلاح د نوي دولت یا حکومت د نړیوال حقوقي شخصیت منل، قبلول او تصدیقولو معنی لري.  ملګرو ملتونو د یوه نړیوال سازمان په توګه له تشکېلېدو وروسته هڅه وکړه چې د نړیوالو سیاستونو په برخه کې د روښانتیا او ډاډمنتیا د رامنځته کولو په موخه د نړیوال سلوک او رفتار د ځینو مهمو برخو لپاره نړیوال قوانین تصویب کړي، په همدې موخه په ۱۹۴۹ز.کال کې د ملګرو ملتونو د نړیوالو حقوقو کمېسون د رسمیت پېژندنې موضوع د هغو څوارلسو نورو موضوعاتو په لېست کې شامله کړه چې ورته قوانین او لارښوونې ترتیب کړي ترڅو د بین المللي سلوک او چلند په مهمو برخو کې ترې ګټه پورته کړي. د نړیوالو حقوقو کمېسون وروسته له هر اړخیز تحلیل او مشورو دې پایلې ته ورسېد چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې د دولتونو اقدامات یوشان نه دي او دا موضوع د قانوني پروسیجر پرځای د دولتونو په بهرنیو پالیسیو او سیاسي مصلحت پورې تړلې ده. نو پر دې اساس تر نن ورځ پورې دا د دولتونو قانوني مکلفیت نه ګڼل کېږي چې یو نوی دولت یا حکومت د په رسمیت وپېژني او هر دولت د خپلو سیاسي ګټو او ایډیالوژیکي لېوالتیاوو ته په کتو په دې اړه پرېکړه کوي.[1]

په نړیوالو حقوقو کې دوه نظریې شته چې د نویو حکومتونو د رسمیت پېژندې په برخه کې دولتونو ته لارښوونه کوي، یوه ته د توبار نظریات او بل ته د استرادا نظریات وايي.[2] د توبار نظریه د کارلوس توبار (1853-1920) له لوري په 1907ز.کال د ایکوادور د بهرنیو چارو پخواني وزیر لخوا وړاندې شوې، د دې نظریې پر اساس په یوه دولت کې نوی حکومت باید هغه مهال په رسمیت وپېژندل شي چې د ډېموکراتیکو، په اساسي قانون ولاړو او پېژندل شویو رسمي لارو واک ته رسېدلی وي. د استرادا نظریه، چې د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر جینارو استرادا (1887-1937) لخوا په 1930 کې مطرح شوې، د توبار نظریې خلاف وايي چې د نويو رژیمونو د رسمیت پیژندلو معیارونه باید ډیموکراتیک ماهیت نه، بلکې، د دولت ثبات او په خپله خاوره د کنټرول کچه ده.[3] داسې ښکاري چې اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو په شرایطو روسیېه د استرادا نظریه پلي کړې او  ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې پر ۳ نېټه د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې دولتی رسنۍ سره په خپلو خبرو کې تایید کړه چې روسیه په افغانستان کې اسلامي امارت په رسمي توګه په رسمیت پېژني، دغه خبر نه یواځې داچې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر له لوري تایید شو بلکې په افغانستان کې د دې هېواد سفیر  دېمتري زینروف په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د یوه ملاقات په ترڅ کې شریک کړ.[4] پر دې اساس روسیه لومړنۍ هېواد شو چې په افغانستان کې یې واک ته ددوهم ځل لپاره د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژنده او د لومړي ځل لپاره په مسکو کې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ د افغانستان اسلامی امارت بېرغ پورته شو.[5]

د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې د روسیې موخې

روسیه د خپلو امنیتي اندېښنو د لمنځه وړلو په موخه اړتیا لري چې په افغانستان کې له داسې یوه حکومت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي چې د ترهګرۍ په برخه کې اغېزمنه مبارزه وکړي، ترڅو د مرکزي اسیا سربېره دغه هېواد ته متوجه امنیتي ګواښونه مهار کړي. دوی درک کړې چې دغه موخه په افغانستان کې د اسلامی امارت په شتون کې ښه ترلاسه کېدای شي؛ په همدې اساس د اسلامي امارت په اړه د دې هېواد ولسمشر ولادېمیر پوتین ویلي چې ((طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې باوري متحدین دي)).[6]  داچې دغه موخه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پرته په مطلوبه توګه نه ترلاسه کېږي؛ نو ځکه روسیې اړینه وګڼله چې اسلامي امارت باید په رسمیت وپېژندل شي. سربېره پر دې د نړیولو سازمانونو د معلوماتو پر بنست په افغانستان کې د اسلامی امارت د بیا واکمنېدو وروسته د مخدره توکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.[7] په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه د روسیې اوږمهاله غوښتنه ده؛ ځکه چې له افغانستان څخه دې هېواد ته د مخدره توکو قاچاق د دې هېواد د ملي امنیت لپاره جدي اندېښنه ګڼل کېږی؛ نو داچې اسلامي امارت په دې برخه کې بریالۍ مبارزه ترسره کړې او ترسره کوي یې؛ نو پر دې اساس دغه هېواد هڅېدلې چې په افغانستان کې اسلامي امارت د مشروع او قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژني ترڅو په دې برخه کې خپله مبارزه لا هم په جدي توګه ترسره کړي. د اقتصاد، سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ فکټورونه هم هغه موخې دي چې دغه هېواد یې په افغانستان کې تعقیبوي. افغانستان واردوونکی هېواد دی او له روسیې څخه غذايي مواد، تیل، ګاز او نور مواد واردوي، سربېره پر دې روسیه غواړي چې د افغانستان له لارې خپله سوداګرۍ د جنوبي اسیا هېوادونو ته هم پراخه کړي چې دغه موخې په افغانستان له یوه داسې حکومت سره چې ورسره رسمي اړیکې ونه لري په مطلوبه توګه نشي ترلاسه کېدای؛ نو ځکه روسیه اړه شوې چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني. سربېره پر دې روسیه هڅه کوي چې خپل سیمه ییز او نړیوال باور زیات او په دې برخه کې د لویدیځو هېوادونو مخه ډب کړي؛ نو افغانستان چې د شلو کالو وروسته د لوېدیځو هېوادونو له تسلط خلاص شوی؛ نو روسیه هڅه کوي چې ورسره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د اړیکو پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو ترسره کولو د رسمیت پېژندنې پرته نشي ترسره کېدای؛ نو ځکه د دې هېواد د ډیپلوماسۍ دایرې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د ا سلامي امارت موخې او اړتیاوې: واک ته له رسېدو سره سم اسلامي امارت اړتیا لرله چې خپل غږ په نړیوالو غونډو او سازمانونو کې د خپلو استازو پر اساس د نورو هېوادونو استازو ته ورسوي؛ دغه چاره پرته د رسمیت پېژندنې په مطلوبه توګه نه ترسره کېږي. د روسیې له لوري د رسمیت پېژندنې پر اساس اسلامي امارت کولای شي دغه موخه تر یوه بریده ترلاسه کړي. له بلې خوا روسیه په سیمه کې مهم هېواد دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب هم لري؛ نو د داسې یوه هیواد له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل نور هېوادونو هم هڅوي او د اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو ته لاره هواروي او د اسلامي امارت سیاسي انزوا ته د پای ټکی ږدي. سربېره پر دې له دې هېواد سره د رسمیت پېژندې وروسته اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا پر وړاندې قانوني او حقوقي خنډونه پای ته رسېږي او د اسلامی امارت کولای شي چې د اقتصادي فشارونو د کمولو په موخه له دې هېواد سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخه کړي. په کور دننه د اسلامي امارت پر وړاندې د خلکو باور زیاتېږي او ملاتړي یې ډېروي او بر عکس د اسلامي امارت پر وړاندې کورنۍ مخالفینو پر سیاسي او پوځي مبارزې منفي اغېزې کوي او د فعالیت پر وړاندې یې جدي خنډ ګرځي.

د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه د اسلامي امارت د بریالي بهرنۍ سیاست څرګندونه کوي؛ که څه هم دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ پر افغانستان د یرغل ملاتړ کاوه؛ خو د اسلامي امارت مثبتو اړخونو دغه هېواد دې ته وهڅوه چې په اړه یې خپله بهرنۍ تګلاره بدله او له ورسره اړیکې ونیسي. دغه اړیکې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا په ۲۰۱۵ز.کال کې پیل شوې وې هغه ویلي وو چې له طالبانوسره اړیکې لري او د دوی ترمنځ استخباراتي تبادلې شوې دي.[8] په تدریجي ډول د دې اړیکو پالل او پیاوړې کول د اسلامي امارت د بهرني سیاست د دستګاه پر پیاوړتیا دلالت کوي.

پایله

د حکومتونو د رسمیت پېژندنې موضوع کوم ځانګړی حقوقي طرزالعمل نه لري او هېوادونو په دې برخه کې خپلو سیاسي مصلحتونو او ګټو ته پاملرنه کوي. روسیې هم همدې ټکي په نظر کې نیولو سره اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی؛ که له حقوقي چوکاټ ورته وګورو دغه په رسمیت پېژندنه د استرادا نظریاتو څخه اغېزمنه ده چېرې چې د دې نظریې له مخې د رسمیت پېژندنې په برخه کې باید د دولت ثبات او په خپله خاوره کنټرول لرل ته پاملرنه وشی. د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر اساس به روسیه له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي ترڅو هغه اندېښنې چې له افغانستان څخه یې لري په مطلوبه توګه له اسلامي امارت سره یې د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي. همدارنګه اسلامي د روسیې د رسمیت پېژندنې پر اساس کولای شي چې کورنۍ مشروعیت یې پیاوړی او نړیوال مشروعیت ته نور هم نږدې شي. پر دې اساس به نور هېوادونه په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې له روسیې سره ښې اړیکې لري وبه هڅېږي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

وړاندیزونه

۱ ـ اسلامي امارت د بهرني سیاست دستګاه باید له نړۍ او سیمې سره د پراخې ډیپلوماسۍ د پیل ټکی وبولي او د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو سره د باور جوړونې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

۲ ـ نړیواله ټولنه؛ په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه باید د افغانستان موجوده واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د افغانستان د سیاسي انزوا د نړیوالو او سیمه ییزو منفي اغېزو د مخنیوي لپاره د خپلې هر اړخیزې ګړندۍ کړي.

۳ ـ روسیه باید د افغانستان اسلامي امارت سره د اړیکو پر مهال د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي اړیکو په برخه کې برابراو متقابل احترام اصل ته ژمن پاتې شي.

۴ ـ اسلامي امارت د له روسیې سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د لوېدیځو هېوادونو اندېښنو ته هم پام وکړي او په دې برخه توزان رعایت کړي.

۵ ـ اسلامي امارت د هڅه وکړي چې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو مشروع اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي؛ ترڅو د نورو هېوادونو له لوري هم په رسمیت وپېژندل شي.

سرچیني

[1] Muhammad Faheem and Minhas Majeed Khan, Recognition of the Taliban Government in Afghanistan and International Community, Institute of Strategic Studies Islamabad. Strategic Studies, published date, 2022, Volume 42, Issue No 1, page: page 8۳, pdf, available at: https://strategicstudies.org.pk/index.php/strategic_studies/article/view/14

[2] Gregory Weeks, “Almost Jeffersonian: U.S. Recognition Policy,” Presidential Studies Quarterly 31, no.3 (2020): 490-504. https://www.jstor.org/stable/27552325

[3] Ibid, 85.

[4] Russia becomes first nation to officially recognize Taliban government, daily times(PK) published date: 6/5/2025, available at: https://www.msn.com/en-xl/politics/government/russia-becomes-first-nation-to-officially-recognize-taliban-government/ar-AA1HX8wL?ocid=BingNewsSerp

[5] Russia grant official recognition to Taliban rule in Afghanistan, Novaya Gazeta Europe, published date: 4 July 2025, avialale at: https://novayagazeta.eu/articles/2025/07/04/russia-grants-official-recognition-to-taliban-rule-in-afghanistan-en-news

[6]Russia’s Push to Legitimize the Taliban: Strategic Interests, Global Implications, and U.S. Countermeasures, publish date: April 1, 2025, available at: https://lansinginstitute.org/2025/04/01/russias-push-to-legitimize-the-taliban-strategic-interests-global-implications-and-u-s-countermeasures/?utm_source=chatgpt.com

[7] Afghanistan opium survey 2023, UNODC Research brief, page 3, published date: November 2023, available at: https://www.unodc.org/documents/crop-monitoring/Afghanistan/Afghanistan_opium_survey_2023.pdf

[8] Ali Akbar Jokar, Russia’s Multipronged Policy in Afghanistan, published date: 30 January 2021, available at: https://www.ipis.ir/en/newsview/626367/russia%E2%80%99s-multipronged-policy-in-afghanistan

د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه؛ متقابلې موخې او اړتیاوې

یک نظر در مورد “د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه؛ متقابلې موخې او اړتیاوې

پاسخ دادن به 📨 + 1.397415 BTC.NEXT - https://graph.org/Payout-from-Blockchaincom-06-26?hs=4ecb64c296779c5bf9d760782045044f& 📨 لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top