د برېښنا د تولید په برخه کې لس ملیارده پانګونه؛ د اقتصادي او سیاسي اغېزو ارزونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د برېښنا د تولید په برخه کې لس ملیارده پانګونه؛ د اقتصادي او سیاسي اغېزو ارزونه
  • د پروژې پېژندنه
  • اقتصادي اغېزې
  • سیاسي اغېزې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

برېښنا د هېوادونو اقتصادي پیاوړتیا، دفاعي او صنعتي ودې، ټولنیز پرمختګ او سیاسي ثبات لپاره اساسي عنصر ګڼل کېږي. افغانستان چې له لسیزو جګړو تازه را وتلي او دې جګړو او سیاسي بې ثباتیو یې ډیری زېر بناوې کمزورې کړي او له بله لوري یې واکمنو حکومتونو ته د دې فرصت نه دی پیدا شوی چې په دې برخه کې د پام وړ بنسټیز او دوامداره پرمختګ وکړي؛ نو ځکه لا هم خورا اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د انرژې د تولید پراخو سرچینو ته اړتیا لري. د هېواد د مرکز په ګډون ډیری ښارونه او کلیوالي سیمې یا خو په بشپړ ډول له برېښنا څخه بې برخې دي او یا هم ناسم او بې باوره برېښنا ته لاسرسی لري. په افغانستان کې د دویم ځل لپاره د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته چې په هېواد کې امنیت او ثبات قایم شوی دی؛ نو ځکه افغان پانګوال میرویس عزیزي له لوری د برېښنا د تولید په برخه کې د لس ملیارده ډالرو پانګونې هوکړه شوې. په دې تحلیل کې به د دې سترې پانګونې سیاسي او اقتصادي اغېزې وڅېړل شي، سربېره پر دې به د دې پروژې د پلې کېدو پر وړاندې شته خنډونه تحلیل او حل لارې به ورته په ګوته شي او په پای کې به اړوند ذیصلاح ادارو ته د دې پروژې د ښه تطبیق په اړه وړاندیزونه وشي.

د پروژې پېژندنه

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید، لېږد او ویش په برخه کې تفاهم‌لیک لاسلیک شو چې پر اساس به یې د عزیزي انرژۍ خصوصي شرکت به د هېواد په مختلفو برخو کې له ګازو، ډبروسکرو، اوبو، باد او لمر څخه لس زره میګاه واټه برېښنا تولید کړي. دغه پروژه به د ۷ کالو تر لسو کالو په موده کې بشپړه شي او د برېښنا په برخه کې به افغانستان نه یواځې په ځان بسیا شي بلکې نورو هېوادونو ته به یې هم صادره کړه. د لس زره میګاواټه برېښنا څخه به څلور زره میګاواټه برېښنا عامو هېوادوالو او شپږ زره میګاواټه به صنعتي فابریکو ته ځانګړې شي.[1]

د دې پروژې تخنیکي ډیزاین به تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړ شي او د پروژې په لومړي پړاو کې به له ۲ تر ۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید چارې پیل شي او عملي چارې به یې په راتلونکې ۲۰۲۶ زېږیز کال کې پيل او تر ۲۰۳۲ زېږیز کاله به دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې د تولید لپاره ځانګړې شوې برېښنا د منابعو پر بنسټ په لاندې ډول تولید شي.

  1. په بلخ، بامیان، هرات او بغلان ولایتونو کې له ډبرو سکرو ۳ زره او ۴۰۰ میګاواټه برښنا.
  2. په جوزجان، هرات او شمالي زون کې له ګازو ۳ زره او ۷۰۰ میګاواټه برښنا.
  3. په کابل، کاپيسا او دایکندي ولایتونو کې له اوبو ۲ زره او ۴۰ میګاواټه برښنا.
  4. په هرات او فراه ولایتونو کې له باد څخه ۷۰۰ میګاواټه برښنا.
  5. کابل، کندهار او غزني ولایتونو کې له لمریزې انرژۍ ۲۰۰ میګاواټه برښنا.[2]

اقتصادي اغېزې

په کور دننه د برېښنا تولید د هر هېواد پر اقتصادي او صنعتي پراختیا مثبتې اغېزې کوي، د عزیزي شرکت له لوري د دې سترې پانګونې نه یوازې د انرژۍ د تولید په برخه کې ستر فرصت بلل کېږي؛ بلکې لاندې نورې مثبتې اغېزې هم کوي.

۱ ـ د انرژۍ د تولید په برخه کې د ځان بساینې مرحلې ته رسېدل: په افغانستان د لویدیځو هېوادونو په ملاتړ رامنځته شوي حکومت د شلو کالونو په اوږدو کې په ملیاردونو ډالر مصرف وکړ؛ خو بیا هم تر دې دمه د افغانستان ۷۰ سلنه برېښنا د ازبکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان هېوادونو څخه واردېږي.[3] دغه برېښنا نه یواځې داچې د ټول افغانستان لپاره کافي نه ده، بلکې د وخت ناوخته پرېکېدو او د بیعه له اړخه خورا لوړ قیمت لري؛ د دې پروژې پلې کېدو سره به دغه ستونزه نه یواځې هواره شي بلکې افغانستان به وکولای شي چې نورو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي او له دې سره به د ملي عاید د زیاتوالي په برخه کې مثبت ګام پورته شي.

۲ ـ افغانستان ته د کورنیو او بهرنیو پانګه والو پاملرنه زیاتېدل: دا پروژه چې ستره پانګونه پرې ترسره کېږي؛ د افغانستان د سیاسي ثبات او د پانګونې او  د پانګوالو د ملاتړ په برخه د اسلامي امارت پرېکنده دریځ روښانه کوي؛ نو ځکه د دې پروژې پلې کېدل به نور پانګوال که هغه بهرني دي او یاکورني، په افغانستان کې به پانګونې ته لېواله پیدا کړي او خپلې پانګې به افغانستان کې په کار واچوي. په دې سره به نه یواځې داچې د مالیې او محصول له لوري دولت اقتصادي ګټه ترلاسه کړي بلکې ډیری خلکو ته به په مستقیم او غیر مستقیم توګه د کار زمینه برابره شي. یواځې پورته یاده شوې پروژه کولای شي چې ۱۵۰ زره تنو ته کاري فرصت برابر کړي، د دې شرکت د رییس میرویس عزیزي په وینا د دپروژې ۹۸ سلنه کارکوونکي به افغانان وي او د کارکوونکو  د ظرفیت لوړونې په موخه به یو مرکز هم په افغانستان کې جوړ کړي.[4]

۳  ـ د صنعتي سکتور، کوچنیو کاروبارونو، کرنې او اوبو لګولو عصري کېدل او پراختیا: د افغانستان صنعتي سکتور په برخه کې ډیری فابریکې لرونکي د برېښنا له کمښت شکایتونه کوي؛ دغه پروژه چې ۶ زره میګاواټه برېښنا یې د صنعتي فابریکو لپاره تخصیص شوې.[5] کولای شي چې په دې برخه کې د فابریکه لرونکو ستونزې هوارې کړي او په پای کې به د فابریکو د تولید په کیفیت او کمیت مثبتې اغېزې وکړي. سربېره پردې د برېښنا موجودیت خلک هڅوي چې کوچني کاروبارونه پیل کړي چې پر اساس یې نه یواځې داچې د کوچنیو کاروبارونو مالکان بلکې دولت د مالیې له اړخه او عام خلک د دندو د پیداکولو او خدماتو له اړخه ترې هم ګټه پورته کوي. همدارنګه داچې پرمختللی زراعت او اوبه لګول برېښنا ته اړتیا لري نو دغه پروژه به تر ډېره برېده د بزګرانو ستونزه حل او عصري کرنې او اوبو لګولو ته لاره هواره کړي او پر دې اساس به د بزګرانو د تولید د کیفیت او کمیت په برخه کې چې نه یواځې د دوی پر ژوند بلکې د هیواد په ملي اقتصادي مثبتې اغېزې لري د پام وړ بدلون راشي.

۴ـ د افغانیو په ثبات کې مثبت رول ترسره کول: د دې پروژې لګښت لس ملیارده امریکايي ډالر کېږی، د پیسو د تبادلې مارکېټ ته په تدریجي توګه د دې لوړ مقدار ډالرو راتلل حتمي دی چې د افغانیو د بیعو په ثبات کې مثبتې اغېزې کوي. که څه هم د دې پروژې ډیری پانګه بهرنیو  هېوادونو ته د ماشینرۍ او اړوند وسایلو د پلورلو په موخه ورځي؛ خو بیا هم هغه مقدار چې افغانستان ته په مستقیمه توګه راځي؛ د افغانیو په ثبات مثبتې اغېزې کوي.

سیاسي اغېزې

دغه پروژه تر ډېره بریده اقتصادي اړخ لري خو داچې اقتصاد او سیاسیت یو پر بل متقابلې اغېزې لري؛ نو په سیاسي برخه کې دغه پروژه هم له خورا مثبتو اغېزو خالي نه ده. د دې پروژې د پلې کېدو پر اساس نړیوالو ته د اسلامي امارت پیاوړتیا لا څرګندېږي چې کولای شي لویې اقتصادي برنامې پلي کړي او نړیوالو ته په غیر مستقیم ډول پیام استول کېږي چې افغانستان د پانګونې لپاره پرانېستی هېواد دی، دغه چاره د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت ته لار پرانېزي. ځکه چې په نړیوال مشروعیت یا رسمیت پېژندنه کې یو شرط د حکومتونو ثبات دی، د دې پروژې په لاره اچول د اسلامي امارت د ثبات څرګندونه کوي او لېرې نه دی چې په رسمیت پېژندنه په مثبتې اغېزې وکړي. له بله اړخه ددې پروژې پلي کول د اسلامی امارت کورنی باور او ملاتړ لا زیاتوي، دغه پروژه چې پر اساس یې کاري فرصتونه برابرېږي او د کاري فرصتونو پیداکېدل د حکومتونو د ملاتړ او د شخړو مخنیوي کوي؛ نو پر دې اساس خلک هڅول کېږي چې د حکومت ملاتړ وکړي. له بله اړخه د برېښنا ستونزې په پای ته رسیدو سره بهرني پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله کېږي او پر دې اساس د افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو د پراختیا لپاره هم فرصت برابروي.

د پروژې د پلې کېدو پر وړاندې خنډونه: افغانستان تازه له جنګ څخه راوتلی هېواد دی؛ نو په داسې یوه هېواد کې د دې لویو پروژو پلې کول د یو شمېر ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېدای شي او دغه ستونزې د حل عملي تدابیرو ته اړتیا لري که چېرې په سمه توګه مدیریت نه شي نو دا پروژه به له ګواښ سره مخ شي او یا داچې پلې کېدل به یې ستونزمن کړي. د بېلګې په توګه افغانستان د لوړ ظرفیت لرونکو تخینکي او انجنیري پوهانو سره مخ دی، عصري او پرمختللې ماشینری یا نشته او که وي هم ډېره کمه ده، د افغانستان له جغرافیا سره د بهرنیو کارمندانو لېوالتیا او دلته د ژبې ستونزو موجودیت هم یوه ستونزه ګڼل کېږي، د اداري او رسمي طی مراحلو پیچلتیا او نړیوال بانکي نظام ته د افغانستان نه لاس رسی د هغه مهمو ستونزو څخه دي چې د دې پروژې پر وړاندې پراته دي. سربېره پر دې که دا پروژه پای ته ورسېږي؛ نو بیا هم په ټول هېواد کې د برېښنا د لېږد او وېش منظم سیستم چې دغه لوړ مقدار په ټول هېواد کې وویشي تر دې دمه نشته او جوړول یې خورا لوړو لګښتونو ته اړتیا لري.

سره له دې چې دغه پروژه په اقتصادي لحاظه یو تاریخي پروژه ګڼل کېږي نو ددې لپاره چې په بریالېتوب ترسره شي نو اسلامي امارت باید د دولتي چارواکو، خصوصي سکتور، تخنیکي متخصصین او پوهانو یو ګډه  کمېټه جوړه کړي ترڅو هره نوې رامنځته کېدونکې ستونزه مشخصه او د حل علمي ـ تخنیکي او عملي لاره ورته پیدا او له اړوند مسولینو سره یې شریکه کړي، ځانګړي امنیتي ځواکونه د د دا ډول پروژو د ساحو، کارکوونکو، تجهیزاتو ساتنې لپاره رامنځته کړي، د برېښنا انرژۍ او انجنیري په برخه کې د په کور دننه او بهر د روزنیزو لنډمهاله پروګرامونو فرصتونه برابر کړي ترڅو د بهرنیو متخصصینو تجربې له نړیوال معیار سره سم افغانستان ته ولېږدول شي. د پروژې د ښه پلې کېدو او په اړونده برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره د ځانګړې اداره رامنځته کړي ترڅو د څارنې او اروزنې اغېزمنه چاره ترسره کړي او  سربېره پر دې د دولتي اداري او حقوقي پروسې د چټکې کړي ساده کړي، ترڅو نه یواځې دغه پروژه بلکې نورې پروژې هم په اسانۍ سره ترسره او پلي شي.

یو بله موضوع چې دلته یې یادونه اړینه ده؛ هغه داده چې که چېرې دغه پروژه بریالۍ شي؛ نو په دې صورت کې به د افغانستان د برېښنا اړتیا پوره شي او  تر ډېره برېده به کورني او بهرني شرکتونه په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي؛ نو د برېښنا په برخه کې دغه ډول پانګونه د یو شمېر شننونکو له نظره انحصاري پانګونه ګڼل کېږي؛ که چېرې د برېښنا دغه پروژه په څو برخو وېشل شوې وه، د بېلګې په توګه یو شمېر شرکتونو په بادي برېښنا، یو شمېر په اوبه ییزه برېښنا،  یو شمېر په لمریزه برېښنا او یو شمېر نورو د ډبرو سکرو او ګازو پر اساس د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کړې وه؛ نو په دې صورت کې به له یوه لوري د شرکتونو ترمنځ د باکیفته کار د ترسره کولو او له بله لوري د پروژې د ژر پای ته رسیدو په برخه کې سیالۍ ترسره شوې وې او  د افغانستان لپاره به مطلوبه موخه په ښه شکل ترلاسه شوې وه.

 پایله

په افغانستان کې د عزیزي خصوصي شرکت د انرژۍ پروژه د افغانستان د انرژې سکتور په برخه کې د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. د دې پروژې پلې کېدل د افغانستان د برق ستونزه که هغه د صنعت په برخه کې ده او یا د عامو خلکو د ګټې اخیستنې په برخه کې ده هواروي. د پروژې د پلې کېدو په صورت کې به ډیری پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي او پر دې اساس به تر یوه بریده په افغانستان کې د بیکارۍ کچې کمولو برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي. سربېره پر دې دا ډول لویو پروژو پلې کول د افغانستان اسلامي امارت په سیاسي ثبات، د امنیت پر پیاوړتیا او ان د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو د پراختیا سربېره د کورني او نړیوال مشروعیت او ملاتړ مثبتې اغېزې کوي. که څه هم د دې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د ماهرې او متخصصې بشري قوې، نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو سازمانونو ته د افغانستان د لاس رسي محدودیت، د پرمختللو وسایلو محدود شتون او ورته نور خنډونه شته؛ خو اسلامي امارت کولای شي چې د یوه اغېزمنې برنامې د رامنځته کولو پر اساس دغه ستونزې پای ته ورسوي او نوموړې پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړي.

وړاندیزونه

د دې تحلیل په وروستۍ برخه کې لاندې وړاندېزونه لرم هیله ده چې په نظر کې ونیول شي.

۱ ـ د اسلامي امارت اړوند ادارات او ارګانونه باید د دې پروژې د څارنې، مدیریت او اروزنې په برخه کې یوه مسلکي او په کار پوه ځانګړي ټیم ته دنده وسپاري ترڅو دغه پروژه په داسې شکل ترسره شي؛ چې مقابل لوری د شویو هوکړه لیکونو موادو څخه لاس په سر نه شي او هغه امتیازات چې د عامه ګټو لپاره په نظر کې نیول شوي ترلاسه شي.

۲ ـ اسلامي امارت باید ددې پروژې د پلې کېدو پر مهال چاپیریال ته د متوجه ګواښونو په اړخه ډېره پاملرنه وکړي، ترڅو مقابل لوری د خپلو ګټو د ترلاسه کولو ترڅنګ چاپیریال ته هم جدي پاملرنه وکړي او ورته زیان ونه رسوي.

۳ ـ اسلامي امارت د دا ډول پروژو څخه لاسته راغلي عواید په ملي او انکشافو پروژو په عادلانه توګه وویشي؛ ترڅو د افغانستان ټول وګړي چې راتلونکی نسل ته په کې هم پاملرنه شوې وي،  ترې په مساوي توګه ګټه پورت کړي.

۴ ـ د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي د د بهرنیو سفرونو په ترڅ کې هلته مېشت افغان او یا بهرني پانګوال وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

سرچیني

[1]  د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت، په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو، د نشر نېټه ۱۴۰۴/۵/۱۱، د لاس رسي لینک:
[2] Factcrescendo, افغان سوداګر میرویس عزیزي په افغانستان کې د برښنا تولید لپاره لس میلیارده ډالره پانګونه کوي، د نشر نېټه اګست/۴/۲۰۲۵، دلاس رسي لینک:
[3] بررسی تحولات افغانستان، خیز افغانستان برای خودکفایی برق روایت سرمایه ګذاری ۱۰ ملیارد دالری، تاریخ نشر ۱۴۰۴/۵/۱۳ ، دلاسرسي لینک:
[4]  سپوتونیک: میرویس عزیزی: با تطبیق پروژه‌های برق، برای 150هزار افغان شغل ایجاد می‌شود، د نشر نېټه: 02.08.2025، د لاس رسي لینک:
[5]  تفاهم‌نامه میلیاردها دالری تولید برق میان طالبان وعزیزی گروپ، ډي ډبلیو، د نشر نېټه: ۱۲/۵/۱۴۰۴، د لاس رسي لینک:
د برېښنا د تولید په برخه کې لس ملیارده پانګونه؛ د اقتصادي او سیاسي اغېزو ارزونه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top