په سيپيک (CPEC) کې د افغانستان ګډون او د هند غبرګون

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په سيپيک (CPEC) کې د افغانستان ګډون او د هند غبرګون
  • سپيک (China-Pakistan Economic Corridor)
  • په سپيک کې د افغانستان ګډون
  • د افغانستان لپاره يې ګټې
  • د افغانستان لپاره يې زيانونه
  • هند ولې په سپيک کې د افغانستان له ګډون سره مخالف دی؟
  • پايله
  • وړانديزونه
  • مأخذونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته خپله بهرنۍ پالیسي اقتصاد محوره اعلان کړه او هڅې يې وکړې چې د همدغې پاليسۍ په چوکاټ کې سيمه ييز اتصال رامنځته کړي. د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي وايي: هڅه مو دا ده چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړو‌ او نوي ځمکني واقعیتونه هم زموږ د دغه سياست له برياليتوب سره مرسته کوي.[1]

د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ وروسته د افغانستان او چين سياسي او اقتصادي اړيکې پياوړې شوې و ان دا چې چين د افغانستان اسلامي امارت سفير په رسمي ډول ومانه او په افغانستان کې يې ګڼې اقتصادي پروژې په لاره واچولې، چين غواړي چې افغانستان له سپيک سره ونښلوي، خو د اسلامي امارت او پاکستان سياسي اړيکې په دې ورستيو کې کړکېچنې شوي دي او دغه خرابې اړيکې له سپيک سره د افغانستان د نښلون په مقابل کې خنډ دی، له همدې امله چين هڅه کوي چې د چين، پاکستان او افغانستان درې اړخېزې ناستې چې په ۲۰۱۷ز. کال کې يې په بېجينګ کې لومړنۍ، په ۲۰۱۸ز. کال په کابل کې یې دويمه او په همدغه کال په اسلام اباد کې یې درېيمه او څلورمه غونډه يې د کرونا وايرس له امله په انلاين بڼه ترسره شوه، بيا پيل کړي، تر څو چين د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته ستونزې حل کړي او امنيتي او اقتصادي همکارۍ رامنځته کړي، په همدې موخه يې د دې درې اړخيزې غونډې پنځمه غونډه چې د اسلامي امارت د دورې لومړنۍ غونډه وه په ۲۰۲۳ز. کال په اسلام اباد کې او شپږمه غونډه يې په ۲۰۲۵ز. کال په اګست مياشت کې ترسره کړه. په دې وروستۍ شپږمه غونډه کې د بحث اصلي موضوع له سپيک سره د افغانستان نښلول دي چې په مقابل کې يې هند سخت غبرګون ښودلی او له دې پروژې سره يې د افغانستان نښلون سره مخالفت کړی دی. دا چې هند ولې په سپيک کې د افغانستان له ګډون سره مخالفت ښودلی دی؟ که افغانستان له سپيک سره وصل شي، نو څه ګټه به وکړي او کوم زيانونه به وويني؟ دا هغه اصلي پوښتنې دي چې په دې تحليل کې به يې ځواب کړو.

سپيک (China-Pakistan Economic Corridor)

چين په ۲۰۱۳ز. کال کې د يو کمربند يوې لارې نړيواله اقتصادي پروژه په لاره واچوله، چين غواړي چې له دې پروژې سره ۶۵ هېوادونه او ۴.۴ ميليارده خلک ونښلوي او له دې لارې په کلني ډول ۲.۵ ټريليونه ډالر عايد ترلاسه کړي. دا پروژه ۶ دهليزه لري چې د چين-منګوليا او روسيې دهليز دی، د نوې اوراسيا ځمکنی دهليز دی، د چين-مرکزي اسيا او لويديځې اسيا دهليز دی، بنګله دېش-چين-هند او ميانمار دهليز دی، انډوچين جزيرې دهليز دی او د چين-پاکستان اقتصادي دهليز دی.[2]

د چين ـ پاکستان اقتصادي دهليز (CPEC) د چين د يو کمربند يوې لارې پروژې برخه ده چې په ۲۰۱۵ز. کال کې پرانېستل شو. دغه دهليز د څو پروژو ټولګه ده چې د چين له لوري په پاکستان کې عملي کېږي او ارزښت يې ۶۲ ميليارده ډالره اټکل شوی دی، يعنې د دې دهليز له لارې تراوسه چين په پاکستان کې ۲۵ ميليارده ډالر پانګونه کړې ده. د دې دهليز له لارې چين غواړي چې د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې برخه واخلي. چين د دې پروژې له لارې په پاکستان کې د زېربنا په جوړولو، د عصري او ټرانسپورټي شبکو په رامنځته کولو او د انرژۍ او برېښنا په برخه کې پانګونه کړې ده. د PwC د راپور پر بنسټ پاکستان به د ۲۰۳۰ز. کال تر پايه د نړۍ شلم ستر اقتصادي ځواک شي او CPEC به له ۲.۳ ميليونو څخه زيات نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د سپيک له لارې چين په لاندې پنځو برخو کې پانګونه کوي:

  1. ګوادر سمندري بندر، هوايي ډګرونه، روغتونونه، ښوونځي او استوګنيز شهرکونه؛
  2. د انرژۍ د تولید پروژې چې په کې د ډبرو سکاره، بادي برېښنا، اوبه‌يي برېښنا او لمريزه برېښنا شاملې دي؛
  3. سړکونه، لویې لارې، رېل پټلۍ او هوايي ټرانسپورت؛
  4. ځانګړي اقتصادي زونونه (SEZs) او صنعتي پارکونه؛
  5. د ۸۲۰ کيلومتره فایبر آپټيک کیبل پروژه چې پاکستان به پر يو ډيجيټل هېواد بدل کړي.[3]

په سپيک کې د افغانستان ګډون

چين غواړي چې افغانستان هم د سپيک د دهليز برخه کړي او د همدې موضوع لپاره يې څو ځلې له پاکستاني لوريو سره خبرې اترې هم کړي دي. چين غواړي چې په افغانستان کې د پاکستان له اقتصادي او ډيپلوماتيکي نفوذ څخه ملاتړ وکړي او له دې لارې غواړي چې له پاکستان سره دوه اړخيز اقتصادي دهليز (CPEC) په څو اړخيز اقتصادي دهليز CAICAP (China, Afghanistan, Iran, Central Asia and Pakistan) باندې بدل کړي.[4] د چين له دې پلان څخه په ښکاره څرګنديږي چې دوی غواړي افغانستان د يو کمربند يوې لارې پروژې برخه کړي او سيپيک د دې پروژې برخه ده، نو که افغانستان د سيپيک برخه کېږي دا په دې معنی چې د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړيکې به هم له دې لارې قوي شي او د دوی ترمنځ به سوداګري لا پياوړې شي.

د ۲۰۲۳ز. کال په می مياشت کې د چين د بهرنيو چارو وزير چېن ګنګ پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بهټو زرداري، جمهور رئيس عارف علوي او د پوځ له مشر جنرال اصف منير سره يې وکتل او د سيپيک په اړه يې ورسره تفصيلي خبرې وکړې چې په دې خبرو کې د چين د بهرنيو چارو وزير له پاکستاني لوريو څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه ځکه پرته له امنيت څخه د سيپيک او دې ته[1] ورته پروژو تطبيقول ناشوني دي، همدارنګه د چين د بهرنيو چارو وزير له پاکستاني لوريو څخه د هغو چينايانو د امنيت خوندي کولو غوښتنه هم وکړه چې په پاکستان کې په چينايي شرکتونو کې کار کوي او د پاکستان له اقتصادي رغونې سره همکاري کوي.[5] همدارنګه د ۲۰۲۵ز. کال د اګست په مياشت کې د چين-پاکستان او افغانستان د درې اړخيزې ناستې په شپږمه غونډه کې هم له سپيک سره د افغانستان د نښلون بحث په اجنډا کې و او په دې برخه کې عملي خبرې هم شوي دي، البته يادونه بايد وکړو چې دغه درې اړخيزې ناستې تر هغې ګټورې او نهايي نه دي تر څو د پاکستان او اسلامي امارت د تصميم نيونې نهايي مرجع په دې کې دخيله نشي، په دې معنی چې په پاکستان کې د نهايي تصميم واک له پوځ سره دی او په افغانستان کې له کندهار سره، نو تر هغې چې پوځ او په کندهار کې ناست اميرالمؤمنين په سيپيک کې د افغانستان له ګډون سره رضايت ونه ښايي تر هغې دغه درې اړخيزې ناستې په سيپيک کې د افغانستان د ګډون په اړه بې فايدې دي.

د افغانستان لپاره يې ګټې

که افغانستان له سپيک سره وصل شي، نو کېدای شي لاندې ګتې ترلاسه کړي:

۱- د زېربناء جوړېدل: افغانستان له څو لسيزو جګړو څخه راتېر شوی دی، زېربناء يې کمزورې او حتی ويلای شو چې په نشت حساب ده. پرته له زېربناء سوداګري، ټرانزيټ او سيمه ييز اتصال ناشونی دی، ځکه د لويو او معياري سړکونو او لارو موجوديت د دې لپاره اړين دی. که افغانستان غواړي له سيمې سره ونښلي او سيمه ييزې پروژې له افغانستان څخه تېرې شي، نو که پراخ او معياري سړکونه او يا هم معياري او پراخ هوايي ډګرونه موجود نه وي، طبيعي ده چې د سيمې هېوادونه به په بديلو لارو فکر وکړي چې دا کار د افغاستان د سيمه ييز اتصال مخه نيسي.

نړيوال بانک په ۲۰۱۸ز. کال کې په جنوبي اسيا کې د ټرانسپورټي اسانتياوو د موجوديت په اړه سروې وکړه او له مخې يې غړو هېوادونو ته نمرې ورکړې، همدارنګه د نړۍ له درجه بندۍ سره له پرتلنې وروسته غړو هېوادونه ته درجې هم ورکړې، چې تر ټولو ډېرې نمرې هند ( له ۵ نمرو څخه ۳.۱۸ ) او تر ټولو ټيټې نمرې افغاستان( له ۵ نمرو څخه ۱.۹۵) ترلاسه کړې.[6]

اووم شکل: د ټرانسپورټي سهولتونو د موجوديت له مخې د جنوبي اسيا هېوادونو نمرې[7]

همدرانګه د ټرانسپورټي اسانتياوو له اړخه د نړيوال بانک له سروې سره سم افغانستان په نړۍ کې په ۱۶۰ نمبر کې راغی،[8] نو معلومېږي چې د افغانستان ټرانسپورټي اسانتياوې په ډېره ټيټه کچه کې دي چې دا پخپله د افغانستان سيمه ييز اتصال لپاره ننګونه ده.

اتم شکل: د ترانسپورتي سهولتونو د موجوديت له حېثه په نړيواله کچه د جنوبي اسيا هېوادونو درجه بندي[9]

که افغانستان له سپيک سره وصل شي، نو چين به د دې پروژې د بريالي کېدو لپاره د افغانستان پر لويو لارو، هوايي ډګرونو، صنعتي زونونو، د انرژۍ په توليد، رېل پټلۍ په جوړولو او نورو برخو کې پانګونه وکړي چې له دې سره به د افغانستان زېربناء ورغېږي.

۲- افغانستان به له سيمې سره وصل شي: که افغانستان له سپيک سره وصل شي، نو دا د دې معنی ورکوي چې افغانستان به په مسقيم ډول ګوادر بندر ته لاره پېداکوي او کله چې ګوادر ته لاره پېداکړي له هغې لارې کولای شي چې عربي سمندر ته او د سيمې له نورو هېوادونو سره وصل شي چې دا به د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره مهمه وي.

۳- د سوداګرۍ او ټرانزيټ د فرصتونو زیاتوالی: که افغانستان له سپيک سره وصل شي، نو د مرکزي اسيا، چین، پاکستان او منځني ختيځ ترمنځ به د سوداګرۍ په مرکز بدل شي او د افغانستان ميوې، منرالونه، قالينې او نورو توکي به په اسانۍ او چټکۍ د دغو هېوادونو بازارنو ته ورسيږي.

۴- د کاري فرصتونو زياتوالی: د سپيک له لارې به بېلابېلې پروژې په افغانستان کې پيل شي که هغه زېربنايي دي او که نورې، چې له دې لارې به ګڼو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او دا يې د افغانستان لپاره مهمه ګټه ده.

۵– سياسي او امنيتي ګټې: که افغانستان له سپيک سره وصل شي، نو دا به له يوې خوا د هېواد د انزوا پر ماتېدو کې مهم رول ولوبوي، ځکه افغانستان به د چين، پاکستان، منځني ختيځ او مرکزي اسیا سره د يو لوی سيمه‌ييز اقتصادي چوکاټ برخه وګرځي او دا کړنه به دغه هېواد له انزوا څخه راوباسي او له بلې خوا به د افغانستان سياسي اړيکې له پاکستان سره ښه شي چې له سياسي پلوه دا کار د افغانستان لپاره ډېره ګټه لري ځکه موږ تل د پاکستان له امله بې ثباته شوي يو او له پاکستان سره ښې اړيکې د افغانستان په ثبات کې مهم رول لري.

همدارنګه له سپيک سره نښلېدل له امنيتي پلوه هم د افغانستان لپاره ګټه لري ځکه چين او پاکستان به هڅه کوي چې افغانستان له ناامني وژغوري ځکه د سپيک د بريالي کېدو لپاره د باثباته او امن افغانستان شتون اړين دی او کله چې په افغانستان کې د امنيت شتون د پاکستان په ګټه شو، نو له امنيتي پلوه افغانستان ډاډمن کېږي ځکه اکثريت وخت د افغانستان د ناامنۍ لامل پاکستان دی.

د افغانستان لپاره يې زيانونه

له سپيک سره د افغانستان نښلېدل ځينې زيانونه هم لرلای شي چې لاندې يې يادونه کوو:

۱- پر پاکستان د تکيې زياتېدل: د سپيک ستره برخه له پاکستان څخه تېرېږي او افغانستان به په لوړه کچه د پاکستان پر لارو او بندرونو په ځانګړي ډول په ګوادر بندر تکيه شي چې دا به پر پاکستان د افغانستان تکيه زياته کړي او له تاريخي پلوه دا موضوع څرګنده ده چې کله هم افغانستان پر پاکستان تکيه شوی او بديلې لارې يې نه دي موندلي، نو پاکستان له دې کړنې ناوړه استفاده کړې او افغانستان يې تر فشار لاندې نيولی او خپلې غوښتنې يې پر منلي دي.

۲- د چين په (Dept Trap) کې لوېدل: ډيپټ ټرېپ يا د قرضونو په لومه کې د کوچنيو هېوادونو را ايسارول د چين هغه ډيپلوماسي ده چې غواړي کوچنيو هېوادونو کې په قرضونو باندې پروژې عملي کړي او يا هم زېربناء جوړه کړي او بيا د هغو قرضونو د خلاصون لپاره نور قرضونه واخلي تر دې چې هغه کوچني هېوادونه له افلاس سره مخامخ شي او له دې لارې د هغوی ټولې سرچينې تر کنټرول لاندې راولي.[10] د چين دې ډول ډيپلوماسۍ ښه بېلګه يې په جنوبي اسيا کې سريلانکا ده، نو که افغانستان له سپيک سره نښليږي، نو دا دهليز په افغانستان کې زېربناء ته اړتيا لري چې د دومره پراخې زېربناء جوړول د افغانستان له وسه پوره نه دي، نو چين به په قرضو د دې زېربناء په جوړولو پيل کوي او هسې نه افغانستان د چين د ډېپټ ټرېپ په لومه کې ونه لوېږي او که دا کار کېږي، نو د افغانستان ټولې سرچينې او ان حکومتي کنټرول به د چين لاسته ولوېږي چې دا د افغاستان لپاره ستر زيان دی.

۳- د سيمه ييزو سياليو پيلېدل: افغانستان تل د ستر قدرتونو سياليو خراب کړی دی او تر څو چې دغه خاوره د سيالۍ له مرکز څخه لرې نه کړای شي تر هغې پرمختګ نشي کولای. هند له سپيک سره د افغانستان نښلېدل رد کړي دي او مخالفت يې ښودلی دی، که د دې باوجود هم افغانستان له سپيک سره ونښليږي، نو کېدای شي له هند سره يې اړيکې خرابې شي او دا به يو ځل بيا په افغانستان کې د هند او چين او هند او پاکستان سيالۍ ته لاره پرانېزي چې دا په هيڅ صورت د افغانستان په ګټه نه دی.

هند ولې په سپيک کې د افغانستان له ګډون سره مخالف دی؟

هند له سپيک سره د افغانستان وصل کېدل رد کړي او له دې کار سره يې مخالفت څرګند کړی دی، دا چې ولې هند له سپيک سره د افغانستان نښلېدو سره مخالفت ښودلی، دلته يې پر لاملونو بحث کوو:

۱- ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت ته یې ګواښ

هند وايي چې سپيک د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر (ګلګت بلتستان) څخه تېرېږي او دا هغه سيمه ده چې پاکستان اشغال کړې ده او د دې سيمې په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې او هند پر دغه سيمه دعوه لري، نو د سپيک سره د افغانستان نښلېدل د پاکستان د خاورې په توګه د دې سيمې په رسميت پېژندل دي او دا کړنه د هند ځمکنۍ بشپړتيا سره په ټکر کې ده. هند وايي چې د BRI پروژه باید د سرحدونو او  قلمرونو حساسيتونه په درک سره پرمخ يوړل شي. [11]

۲- د چين د سيمه ييز نفوذ پراختيا

هند او چين په سيمه کې ستر سيالان دي چې جيوپولټيکي شخړې هم ترمنځ لري. د SIPRI د راپور پر بنسټ د له سپيک سره د افغانستان د وصل کېدو په اړه د هند د مخالفت اصلي لامل له دې ځای څخه سرچينه اخلي چې هند وايي بېجینګ له دې لارې غواړي په سیمه کې خپل نفوذ زيات کړي او هند په سترايژيکه محاصره کې را ايسار کړي.

۳- د چابهار بندر بې ارزښته کېدل

هند د ايران ا افغانستان سره د چابهار بندر په دې موخه پرانېسته چې د سپيک بديل شي او سمندر ته د افغانستان د رسېدو په موخه د کراچۍ او ګوادر بندر بديله لاره شي او پر پاکستان د افغانستان تکيه راکمه کړي. هند د چابهار بندر له لارې له افغانستان او مرکزي اسيا سره وصليږي او څومره چې چابهار کې درې اړخيزه پانګونه ډېرېږي په هماغه کچه د هند دغه پروژه بريالۍ کېږي، نو که افغانستان له سپيک سره وصل شي، نو په مستقيم ډول به له ګوادر سره وصل شي او افغانستان به له دې لارې سمندر ته لاسرسی پېداکړي چې له امله به يې د چابهار پروژه بې ارزښته او کم رنګه شي، له همدې امله هند په سپيک کې د افغانستان له ګډون سره مخالفت ښودلی دی.[12]

پايله

چين غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې پروژې د لا پراختيا په موخه د دې پروژې اړوند د سپيک دهليز کې افغانستان هم راګډ کړي، خو د دې کار لپاره د اسلامي امارت او پاکستان کړکېچنې اړيکې ستر خنډ دی، د همدې خنډ د له منځه وړلو او د پاکستان او اسلامي امارت د اړيکو د ښه والي په موخه چين د پاکستان، چين او افغانستان د درې اړخيزو اړيکو ناستې پيل کړي دي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شي او افغانستان له سپيک سره وصل شي.

له سپيک سره د افغانستان نښلېدل د زېربناء د جوړېدو، سيمه ييز اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ، کاري فرصتونو زياتوالي او د سياسي او امنيتي موخو لپاره ګټور دی، خو پر پاکستان د تکيې زياتېدل، سيمه ييزو سياليو بېرته راګرځېدو او د چين د قرضونو په لومه کې لوېدل يې ستر ګواښونه دي.

هند له دې امله په سپيک کې د افغانستان له ګډون سره مخالف دی چې دغه دهليز د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير څخه تېرېږي او هند پر دغه سيمه دعوه لري او دويم ستر لامل يې د چابهار بندر بې ارزښته کېدل دي ځکه افغانستان به د دې دهليز له لارې په مستقيم ډول ګوادر بندر ته لاسرسی پېداکړي.

وړانديزونه

۱- افغانستان اسلامي امارت دې د يوې پراخې څېړنې او ارزونې له لارې په سپيک کې د خپل ګډون د ګټو او زيانونو ارزونه ترسره کړي.

۲- افغانستان اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې  چين له لوري ترلاسه کېدونکي پور کې دقت وکړي، تر څو د ډېپټ ټرېپ په لومه کې ونه نښلي.

۳- که افغانستان د سپيک برخه ګرځي، نو تر هر څه مخکې بايد له پاکستان سره اړيکې جوړې شي او دوه اړخيز ډاډ رامنځته شي.

۴- په دې برخه کې بايد د هند اندېښنې په پام کې ونيول شي او دغه موضوع له ډيپلوماتيکو لارو چارو حل شي، تر څو افغانستان يو ځل بيا د سيالۍ ډګر نشي.

مأخذونه

[1]  د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت، په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه، ۸/۲۱/۲۰۲۵، د لاسرسي وړ لېنک

[2] Briefing. “One Belt, One Road (OBOR): China’s regional integration initiative”, European Parlement, July 2016, P. 4. Access link

[3] CPIC. “China-Pakistan Economic Corridor (CPEC), Access link

[4] Ashraf Jehangir Qazi, Pakistan’s Afghanistan policy, DAWAN News, August 17, 2023, Access link

[5] Munir Ahmed, Pakistan, Afghan Taliban Agree to Boost Trade, Lower Tension, THE DIPLOMAT, May 08, 2023, Access link

[6] Bipul Chatterjee and Surendar Singh, Regional Connectivity in South Asia, Sustainable Development Policy Institute, 2020, P. 185. Access link

[7] Ibid.

[8] Ibid.

[9] Ibid, P. 186.

[10] Wallstreetmojo. “What Is Debt Trap?”, Access link

[11] Neha Manhas, Neeraj Singh Manhas and Hari Yadav G. “Shifting Power Dynamics in South Asia: The

Geopolitical Impact of China’s CPEC on Regional Rivalries”, Discover Global Society, 2025, P. 10, Access link

[12] Ibid.

په سيپيک (CPEC) کې د افغانستان ګډون او د هند غبرګون

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top