د اسلامي امارت او پاکستان جګړه؛ پر دوه اړخيزو اړيکو يې اغېزې
د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وروستۍ جګړه اصلي لامل د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک دی، پاکستان حکومت اسلامي امارت تورنوي چې دوی ټي ټي پي ته پټنځايونه برابروي او د ډيورنډ کرښې ا خوا له دوی سره همکاري کوي، سره له دې چې دا تورونه اسلامي امارت رد کړي او هر وخت يې دا خبره کړې د چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کاريږي، خو پاکستان د اسلامي امارت په دغو خبرو باور نه لري او بيا يې هم په پکتيکا او نورو ځايونو کې هوايي بريدونه کړي او ادعا يې کړې چې هلته يې د ټي ټي پي جنګيالي په نښه کړي دي.