د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار: جنوبي قفقاز کې د لویدیځ د نفوذ پراختیا او د ایران دریځ

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار: جنوبي قفقاز کې د لویدیځ د نفوذ پراختیا او د ایران دریځ
  • د متحده ایالاتو، ترکیې او اذربایجان لپاره د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار اهمیت
  • د ارمنستان دریځ
  • د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار په اړه د ایران دریځ
  • پایله
  • ماخذونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

په جنوبي قفقاز کې د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار (Trump Rout for International Peace and Prosperity)  چې لنډیز یې (TRIPP) دی، د جوړېدو هوکړه لیک د ۲۰۲۵ز.کال د اګسټ میاشتې په ۸ مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشرۍ ماڼې کې د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف، د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان او د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ارمنستان او اذربایجان د سولې تړون په ترڅ کې لاسلیک شو[1]. دغه لاره د ارمنستان د سیونیک ښار د زنګزور په سیمه کې پرته ده چې اذربایجان او د دې هېواد یو کورواکه جمهوریت چې نخچوان نومېږي سره نښلوي او ۴۳ کیلو متره اوږدوالی لري.[2] نو ځکه د دې تړون له لاسلیک دمخه دغې لارې ته د زنګزور دهلیز ویل کېده. کله چې دغه سیمه د شوروی اتحاد په لومړیو یعنې په ۱۹۲۳ز.کال ارمنستان ته ورکړل شوه؛ نو اذربایجان د خپلې خاورې یوې برخې سره ځمکنۍ تړلتیا له منځه ولاړه. کله چې د جنوبي قفقاز په سیمه کې اذربایجان له ارمنستان څخه د قره باغ سیمه د ۲۰۲۰ز.کال جګړې پر اساس وګټله؛ د جګړې د پای ته رسیدو د هوکړه لیک په ۹ ماده کې راغلي وو (( په سیمه کې به ټولې اقتصادي او ټرانزېټي لارې بېرته پرانېستل کېږي، د ارمنستان جمهوریت باید د آذربایجان جمهوریت د لوېدیځو سیمو او د نخچوان کورواکه جمهوریت ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو خوندیتوب تضمینوي، چې د دواړو خواوو اوسېدونکي، وسایط او کارګو په ازادانه توګه تګ او راتګ وکړي)).[3] داچې دغه هوکړه لیک د دواړو لوریو ترمنځ د مسکو په منځګړتوب لاسلیک شوی وه؛ خو تر دې دمه د دې مادې د عملي کولو په برخه کې ښکیل لوري هوکړې ته نه وه رسېدلي؛ داچې په سیمه کې  امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې په اوکراین کې د روسیې د بوختیا له امله خپل نفوذ زیات کړي او له بل لوري دغه هېواد هڅه کوي د نوبل سولې جایزې لپاره د دې هېواد ولسمشر نوماند کړي؛ نو ځکه یې هلې ځلې پیل کړې چې د جنوبي قفقاز په سیمه کې اذربایجان او ارمنستان ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ پاي ته ورسوي چې بالاخره یې د روان کال د اګسټ میاشتې په اتمه نېټه په دې برخه کې بریالی کېږي او دغه هېوادونه د یوه امتیاز په توګه دزنګور دهلیز د امریکا د ولسمشر په نوم نوموي. داچې د امریکا متحده ایالات د دې هوکړې پر اساس په سیمه کې کوم امتیازونه ترلاسه کوي؟ او د دې ترڅنګ د دې لارې جوړېدو په اړه د ایران دریځ څه دی او د دې هېواد کومې اندېښنې را پاروي؟ هغه پوښتنې دي چې هڅه شوې په دې تحلیل کې ورته جوابونه وموندل شي.

 

د متحده ایالاتو، ترکیې او اذربایجان لپاره د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار اهمیت

په متحده ایالاتو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علي اف، د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان او د امریکا ولسمشر له لوري په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې نه یواځې داچې دغه لار د ټرمپ په نامه نومول شوې؛ بلکې د جوړېدو هوکړه یې هم له متحده ایالاتو سره شوې او دغه لار یې د ۹۹ کالونو لپاره متحده ایالاتو ته په انحصاري توګه ورکړې او ان تر دې چې په هوکړه کې راغلي چې دغه موده د تمدید وړ هم ده. د لارې په جوړولو کې به امریکايي، اروپايي او ترکي شرکتونه کار کوي او دغه سیمه کې به د ریل پټلۍ، سړکونه، د انرژۍ پایپ لاینونه او مخابراتي شبکې جوړې کړي.[4] داچې دغه هوکړه لیک د اوږدې مودې لپاره دی؛ نو پر دې اساس به متحده ایالات د شوروي اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو کې چې د قفقاز په سیمه کې پراته  دي خپل نفوذ پراخ او په سیمه کې به د روسیې مخه ډب کړي، سربېره په سیمې د امریکایي کمپنیو او شرکتونو شتون به د ایران د څارنې لپاره متحده ایالاتو او ان اسراییلو ته ښه فرصتونه برابر کړي. سر بېره پر دې  د دې لارې پر اساس به اذربایجان د نخچوان سیمې سره ونښلي. داچې د نخچوان سیمه له ترکیې سره ګډه پوله لري؛ نو ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی وبه وتوانیږې چې د دې لارې په مرسته، پرته له دې چې د ایران خاوره وکاروي او دې هېواد ته د ټرانزیټ محصول ورکړي، مسقیما له اذربایجان او له دې لارې په مرکزي اسیا کې له ترک نژاده نړۍ سره وصل کړي، چې دغې موخې لپاره دواړو هېوادونو ډېرې هلې ځلې کړي او ان تر دې چې په صراحت سره یې په دې برخه کې د ګډو هڅو د ترسره کولو یادونه کړې ده، په دې اړه د اذریایجان ولسمشر الهام علي اف د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره په ۲۰۲۱ز.کال کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې داسې ویلي: ” ترکیه او آذربایجان دواړه به د زنګزور دهلېز د د رامنځته کېدو لپاره اړین ګامونه پورته کړي … چې ټوله ترک نژاده نړۍ سره متحده کړي “.[5] پر دې اساس به دا دهلېز به د ترک نژاده هېوادونو لکه قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، او قرغزستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره فرصت رامنځته کړي. څرنګه چې ترک نژاده هېوادونه یو واحد اقتصادي، کلتوري او ان د سیاسي بلاک جوړولو هڅې کوي؛ نو له نړیوالو لویو قدرتونو د پاملرنې جلبولو لپاره د دغو هېوادونو د ظرفیتونو پراختیا لاملېږي. دغه دهلیز به د قفقاز جیوپولېټیک پوتانشیل لا زیات کړي او د دې سیمې په ځانګړې توګه اذربایجان او ترکیه به د ایران پر ځای د مرکزي اسیا ـ اروپا او ان تر دې چې د چین ـ اروپا د نښلونې په ارتباطي پلونو بدل شي. چین هم د دې دهلېز جوړېدلو ته لېواله دی، چین اوسمهال له ګرجستان څخه د جنوبي قفقاز او اروپا د نښلوونکي په توګه ګټه پورته کوي، که چېرې دغه دهلېز جوړ شي؛ نو دا به په جنوبي قفقاز کې د چین لپاره یوه بدیله لاره هم وي، د ناګورنو قره باغ له وروستۍ جګړۍ وروسته چې په ۲۰۲۰ز.کال کې ترسره شوه؛ په اذربایجان کې د چین سفیر Guo Min ګومین وویل چې زنګزور دهلېز د چین د “یو کمربند یوه لار” ټرانسپورټي پروژه کې به ارزښتناکه نقش ولري.[6] تر ډېره بریده چین په دغه سیمه کې خپلو اقتصادي ګټو او ټرانسپورتي اسانتیاوو ته پاملرنه کوي او په هغو سیاسي او امنیتي مسایلو چې په دې سیمه کې د ټرمپ لار د جوړېدو پر اساس د متحده ایالاتو او ایران او هم د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ رامنځته کېږي، ورته مهم نه ښکاري او ځان په کې نه ښکیلوي؛ نو پر همدې اساس چین د پورته ټکو په نظر کې نیولو پر اساس د دې لارې جوړېدو ته خوښ دی، ترڅو د دې لنډې لارې پر اساس له اروپا سره ونښلي.

د ارمنستان دریځ

په جنوبي قفقاز کې ارمنستان له نورو هېوادونو ځکه کمزوری دی چې له یوې خوا یې له اذربایجان سره ۳۵ کلنه دښمني روانه وه؛ د همدې دښمنۍ پر اساس دغه هېواد د خپلو دوه مخکښو ګاونډیو (ترکیې او اذربایجان) له لوري په اقتصادي محاصره کې لوېدلی وو، له بلې خوا دغه هېواد تر ډېره بریده د روسیې تر نفوذ لاندې وو او له روسیې سره د ګډ امنیتي سازمان کې غړیتوب هم لري، دغه سازمان چې په ۱۹۹۲ز.کال کې د روسیې په مشرۍ رامنځته شو یوه موخه یې په ډله ییزه توګه د غړو هېوادونو د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ساتنه او د بهرني تېري په مقابل کې له غړي هېواد څخه په ګډه دفاع کول دي.[7] سربېره پر دې په دغه هېواد کې د روسیې د نظامې اډو شتون؛ هغه موارد دي چې دغه هېواد یې په د روسیې تر نفوذ لاندې په انزوا کې ساتلی وه؛ نو ځکه په اقتصادي برخه کې کمزوری دی؛ دغه لار به د دې لامل وګرځي چې د ګاونډیو هېوادونو سربېره د سیمې له نورو هېوادونو سره یې سیاسي اړیکې ورغېږي او د دې پروژې په جوړېدو به دغه هېواد د ټرانسپورت، زیربناوو، کاري فرصتونو د زیاتوالي او فني او تکنالوژیکي برخو کې ګټه ترلاسه کړي. سربېره پر دې به له ترکیې او اذربایجان پرته له نورو هېوادونو سره د دې هېواد اړیکې پراخې شي او په مرسته به یې دغه هېواد په تدریجي توګه د روسیې له نفوذ څخه ځان خلاص کړي. د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم دغه هېواد هڅه کړې چې د روسیې له مدار څخه ځان خلاص کړي او لویدیځې نړۍ په ځانګړې توګه اروپايي اتحادیې او امریکا متحده ایالاتو ته ځان نږدې کړي. چې ښه بېلګه یې په دې نږدې وختونو کې اوکراین ته د ارمنستان له لوري بشردوستانه مرستو استول چې له زرو زیات سمارټ مبایلونه، کمپیوټرونه او ټبلیټونه شامل وو.[8] سربېره پر دې یې د امریکا متحده ایالاتو سره د ۲۰۲۳ز.کال د سمپټمبر میاشتې له ۱۱ نېټې څخه تر ۲۰ نېټې پورې پوځي تمرینونه د Eagle Partner 2023 په نوم ترسره کړل چې په کې ۸۵ امریکايي سرتېرو او ۱۷۵ ارمني سرتېرو برخه اخیستې وه.[9] له دې ور ا خوا د ارمنستان د لومړي وزیر ورستۍ څرګندونې هغه څه دي چې دغه هېواد غواړی د روسیې له نفوذ څخه ځان خلاص کړي؛ نو موړي په دې اړه ویلي: (( له روسیې سره د دې هېواد امنیتي هوکړه لیک بې اغېزې دی او هغه بهرنی امنیتي سیستم چې ارمنستان په کې ښکېل دی د دې هېواد د ملي امنیت او ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ګټور نه دی)).[10] د دې یادونه هم اړینه ده چې د ارمنستان پارلمان د ۲۰۲۳ز.کال د اکټوبر میاشتې په درېیمه نېټه د بین المللي جنايي محکمې غړیتوب ترلاسه کول تصویب کړ.[11] د دې غړیتوب په ترلاسه کولو سره دغه هېواد د جنايي بین المللي محکمې د اساسنامې پر پلي کولو مکلف ګڼل کېږي. د دې محکمې د اساسنامې د احکامو پر اساس که چیرې په جنګي جرمونو تورن له غړو هېوادونو څخه یوه هېواد ته داخل شي نو دغه هېواد یې په تعقیب او نیولو مکلف دی. جنايي بین المللي محکمې د ۲۰۲۳ز.کال په مارچ میاشت کې په اوکراین کې د جنګي جرایمو د ترسره کولو په تور د روسیې د ولسمشر ولادېمیرپوتین د نیولو حکم صادر کړی.[12] که چیرې د جنايي بین المللي محکمې د اساسنامې د لازم الاجرا والي له نېټې وروسته د روسیې ولسمشر ارمنستان ته سفر وکړي؛ نو دغه هېواد یې په نیولو او محکمې ته په سپارلو مکلف ګرځي.

د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار په اړه د ایران دریځ

په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ترمپ په منځګړتوب د  ارمنستان او اذربایجان د دوستي هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د ایران د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه او په کې راغلي دي چې ایران په جنوبي قفقاز کې وروستي بدلونونه له نږدې څاري او له دواړو هېوادونو (ارمنستان او اذربایجان) سره په اړیکه کې دی. په دې اعلامیه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک ستاینه کړې او له بلې خوا یې په سیمه کې د هر ډول بهرني لاسوهنې چې په هر شکل وي په ځانګړې توګه د ګډې پولې ترڅنګ چې د دوی له نظره د سیمې دایمي امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي، اندېښنه څرګنده کړې ده. په دې اعلامیه کې یې د تړلو لارو د بیا خلاصولو هرکلی کړی، خو څرګنده کړې یې ده چې دغه لارې باید د متقابلو ګټو، ملي حاکمیت او جغرافیوي قلمرو ته په درناوي او د بهرنیو لاسوهنو پرته پرانېستل شي. او په پای کې یې له دواړو هېوادنو سره د دوه اړخیزو او ۳+۳ په چوکاټ د همکاریو ترسره کولو ژمنه کړې ده.[13] د اعلامیې له متن ښکاري چې ایران په سیمه کې د بهرني لاسوهنې مخالفت کړی او موخه یې سیمې ته د امریکا متحده ایالاتو نفوذ پراخېدل دي چې د دې هوکړه لیک پر اساس ورته د دې لارې د جوړېدو قرارداد په انحصاري توګه د ۹۹ کالونو پورې ورکړل شوی دی، ایران فکر کوي چې په اوږد مهاله توګه لکه څنګه چې د سولې هوکړه لیک کې پرې توافق شوی دی، له جنوبي قفقاز سره د دې هېواد د ګډې پولې په اوږدو کې متحده ایالات شتون ولري نو دا به د دې سیمې امنیت وګواښي. ایران اندېښنمن دی چې د دې هوکړه لیک لمخې په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو ستراتېژیک نفوذ پراخېږي، په دې سیمه کې به د ترکیې په همکارۍ د ناټو نفوذ پراخ کړي. سربېره پر دې به داچې له یوې خوا اذربایجان له پخوا را هیسې له اسراییلو سره ښې اړیکې ټینګې کړې وې؛ نو دغه اړیکې به په سیمه کې د متحده ایالاتو په هڅونې لا پیاوړې شي او دې ته به فرصت برابر کړي چې اسراییل له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې ایران وګواښي. د اعلامیې د متن په بله برخه اقتصادي ګټو ته هم اشاره شوې، ایران ځکه اندېښمن دی چې دغه هېواد اوسمهال د اذربایجان د نخچوان سیمې ته د ګازو د لېږد سربېره د اذربایجان نور امکامالات هم له د ایران له لارې ترسره کېږي چې دغه هېواد یې ترانزیټی محصول ترلاسه کوي؛ نو د دې لارې په جوړېدو ترې بې برخې کېږي، سربېره پر دې د دې هېواد جیوپولیټیک پوتانیشیل په نړیواله او سیمه ییزه کچه اغېزمنوي؛ ځکه چې د دې لارې په جوړېدو سره د مرکزي اسیا انرژي د همدې لارې په ګټې اخیستنې ترکیې او له هغه ځایه اروپایي بازارنو ته رسیږي، چې پخوا دغه چاره د ایران له خاورې څخه په ګټه اخیستنه ترسره کېده. د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ددوه اړخیزو خبرو اترو او د د ۳+۳ یادونه شوې ده، ایران ټینګار کوي چې د سیمې مسایل باید د دوه اړخیزو خبرو او د اذربایجان، ارمنستان او ګرجستان او همدارنګه د ترکیې، ایران او روسیې له لارې حل شي. هغه وړاندیز چې له کلونو را په دې خوا پرې دغه هېواد ټینګار کوي؛ خو ۳+۳ هېوادونه هیڅکله نه دي توانېدلي چې د جنوبي قفقاز په مسایلو کې پرېکنده رول ولوبوي؛ چې ښه بېلګه یې د قره باغ شخړه ده چې د کلونو کلونو راهیسې د دې سیمې هېوادنه ونه توانېدل چې دغه موضوع حل کړي. د جنوبي قفقاز هېوادونه په سیمه ییز اتحاد چې د ۳+۳ په چوکاټ کې وړاندیز کېږي، بې باوره شوي؛ نو ځکه هڅه کوي چې له سیمې هاخوا د لویدیځو هېوادنو لمن ټینګه کړي.

پایله

له یوې خوا متحده ایالات هڅه کوي چې د روسیې اوکراین له جګړې اعظمي ګټه پورته کړي؛ له کله راهیسي چې روسیه په اوکراین کې بوخته ده؛ نو متحده ایالاتو په جنوبي قفقاز کې د نفوذ د زیاتوالي لپاره بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي چې ښه بېلګه یې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې نهايي هوکړه دی. پر دې اساس متحده ایالاتو وکولای شول چې په سیمه کې خپلې کمپنۍ او شرکتونه د اوږدې مودې لپاره ځای پر ځای کړي او په مرسته یې په سیمه کې د ایران او روسیې اقدامات له نږدې وڅاري او هم په سیمه کې د ایران او روسیې اقتصادي او ټرانزیېټي ګټې محدودې کړي. له بلې خوا د متحده ایالاتو ولسمشر هڅه کوي چې د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړي او دغه ډول پخلاینې او د سولې هوکړه لیکونه لاسلیکول د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره ځانګړی فرصت ګڼل کېږي. د دې لارې جوړېدل نه یواځې داچې د ایران جیوپولېټیکې مزایاوو باندې منفي اغېزې کوي، بلکې دغه هېواد د بهرنیو لاسوهنو له امله په امنیتي توګه هم اغېزمن کېږي. په عمومي توګه د دې لارې ګټې دوه ښکیلو اړخونو (اذربایجان او ارمنستان) او متحده ایالات ترلاسه کوي. ارمنستان د لویدیځ سره نږدې کوي، له سیمې ییزې انزوا څخه خلاصېږي او د روسیې له نفوذ څخه د خلاصېدو فرصت په لاس ورکوي، په ورته توګه په سیمه کې د اذربایجان جیوپولېټک اهمیت زیاتېږي او له خپلې بیلې شوې خاورې سره مستقیم تړاو رامنځته کوي.

ماخذونه

[1] Reuters, Trump announces peace agreement between Azerbaijan and Armenia, published date: August 9, 2025, available at: https://www.reuters.com/world/trump-announces-peace-agreement-between-azerbaijan-armenia-2025-08-08/
[2] Khalid Taimur Akram, Zangezur corridor: A pathway for peace, The Azarbaijan State News Agency, published date: 27/11/2023, available at: https://azertag.az/en/xeber/zangezur_corridor_a_pathway_for_peace-2834743.
[3] The Prime Minister of Republic of Armenia, Press Release, Statement by the Prime Minister of the Republic of Armenia, the President of the Republic of Azerbaijan and the President of the Russian Federation, published date: 10.11.2020, access date: 10.14.2023, available ate: Statement by the Prime Minister of the Republic of Armenia, the President of the Republic of Azerbaijan and the President of the Russian Federation – Press releases – Updates – The Prime Minister of the Republic of Armenia
[4] The News Arab, What is Trump’s TRIPP corridor and how does it affect MENA?, published date: 13/Agust/2025, available at: What is Trump’s TRIPP corridor and how does it affect MENA?
[5] Michael, Rubin, the National Interest, Why Turkey and Azerbaijan Won’t Get a Corridor Across Armenia, published date: November 9, 2021, access date: 10/14/2023, available at: Why Turkey and Azerbaijan Won’t Get a Corridor Across Armenia | The National Interest
[6] Ramani, Samuel, How the End of Nagorno-Karabakh Will Reshape Geopolitics, foreign policy, published date: Oct/25/2023, available at: How the End of Nagorno-Karabakh Will Reshape Geopolitics – Foreign Policy.
[7] SCTO official web page, online link : About SCO | SCO (sectsco.org).
[8] The New Voice of Ukraine, Armenia officially delivers humanitarian aid to Ukraine, published date: September 8, 2023, access date: 10/5/2023, available at: Armenia officially delivers humanitarian aid to Ukraine (yahoo.com)
[9] Reuters, Armenia to exercise with US troops next week in sign of frustration with Russia, published date: September 6, 2023, access date: 10/5/2023 available at: Armenia to exercise with US troops next week in sign of frustration with Russia | Reuters
[10] DW, Armenia PM Signal’s foreign policy shift away from Russia, published date: 09/24/2023, access date: 10/5/2023, available at: Armenia PM signals foreign policy shift away from Russia – DW – 09/24/2023 .
[11] Aljazira, Armenia to join International Criminal Court; ‘wrong’ decision, says Russia, published date: 3 Oct 2023, access date: 10/5/2023, available at Armenia to join International Criminal Court; ‘wrong’ decision, says Russia | ICC News | Al Jazeera
[12] The guardian, ICC Judges issue arrest warrant for Vladimir Putin over alleged war crimes, published date 17/March/2023, access date 10/5/2023, available at: ICC judges issue arrest warrant for Vladimir Putin over alleged war crimes | Vladimir Putin | The Guardian .
[13] وزارت خارجه جمهوري اسلامي ایران، بیانیه وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی ایران در خصوص تحولات منطقه قفقاز، تاریخ نشر:۱۸/۵/۱۴۰۴، لینک دسترسی: وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی ایران- بیانیه وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی ایران در خصوص تحولات منطقه قفقاز
د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار: جنوبي قفقاز کې د لویدیځ د نفوذ پراختیا او د ایران دریځ

11 نظر در مورد ”د نړیوالې سولې او هوساینې لپاره د ټرمپ لار: جنوبي قفقاز کې د لویدیځ د نفوذ پراختیا او د ایران دریځ

پاسخ دادن به 📍 📥 Wallet Update - 1.1 BTC detected. Secure reception => https://graph.org/Get-your-BTC-09-11?hs=5046a033dd940c1d0825c39826290847& 📍 لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top