لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر ته یوه کتنه
- سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ بیا ننوتل او د ایران پر وړاندې د بندیزونو د سختولو امکان
- د امریکا تشه ډکول
- لوی اقتصادي شریک
- د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د مدیریت ډیپلوماسي
- د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راتلونکې لپاره فرصتونه
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچینی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
ایران د هغو هېوادونو له ډلې څخه و چې د اسلامي امارت د کار پیل راهېسې د دوي تر څنګ ولاړ و او له کابل سره یې په عملي کچه خپلې اړیکې وساتلې. په کابل کې د ایران د سفیر د پاتې کېدو سربیره، د افغانستان په ښارونو کې نور ایراني ډیپلوماتیک مرکزونه هم فعال وساتل شول. ایران په لنډه موده کې په تهران کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت تر څارنې لاندې ورکړ او څه موده وروسته یې د اسلامي امارت څو ډیپلوماتان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نویو استازو په توګه ومنل. په تېرو دریو کلونو کې، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو لخوا ایران ته ګڼ شمیر سفرونه شوي دي، چې یوه لویه بېلګه یې د ۱۴۰۲ کال د لړم/عقرب په میاشت کې د ریاست الوزراء اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر سفر و. له ایراني لوري افغانستان ته د هغو لوړ پوړو چارواکو سفرونه ډېر کم وو، تر دې چې تېره اونۍ کابل د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر شاهد و. هغه پوښتنې چې راپورته کیږي، د سید عباس عراقچي کابل د سفر لاملونه څه وو؟ او په اوسنیو شرایطو کې د دې اقدام لپاره د تهران اهداف څه دي؟ داسې ښکاري چې اوسني حساس شرایط[1] په ځانګړې توګه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ بېرته راستنیدل، د دې سفر یو لوی عامل و. سربېره پردې، د اوبو سرچینو او د ایران د یو له سترو سوداګریزو شریکانو په توګه د افغانستان د ګډون، په څیر مسلو په اړه مشورې هم په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شتون نور دلیلونه ګڼل کیږي.
سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ بیا ننوتل او د ایران پر وړاندې د بندیزونو د سختولو امکان
هغه اصلي موضوع چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر یو له لاملونو څخه کېدی شي د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ بیا ټاکل کېدل دي. لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې لیدل شوي او همدارنګه ټرمپ چې د راتلونکو څو کلونو لپاره یې ژمنه کړې، او د بهرنیو چارو یوه له اصلي پالیسیو څخه یې دا ده چې ایران نور هم کمزوری کړي. هغه څه چې دا ځل یې ایران تر ټولو ډیر ویرولی او د امریکا او اسراییلو په وړاندې یې بی کسه کړی، په منځني ختیځ کې د ایران د متحدینو له منځه تلل دي، لکه د حزب الله کمزوري کېدل او د بشارالاسد د حکومت سقوط. چې په سیمه کې د ایران د دریځ کمزوری کېدو په معنی دی کوم چې په سیمه ییزو معادلو کې د دې هېواد د لا انزوا لامل شوی دی. د دې مسلو سربیره، سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ بیرته راتګ او په ایران باندې د نورو بندیزونو لګولو ژمنې تهران[2] دې ته اړ کړ چې ډیر ختیځپاله ډیپلوماسي (لکه د روسیې سره پدې وروستیو کې لاسلیک شوی ستراتیژیک سند)[3] په خپل اجنډا کې ځای په ځای کړي. که څه هم د تهران اړیکې د روسیې او چین په څېر هېوادونو سره دمخه په لوړه کچه وې، خو ایران هڅه کوي چې په نورو برخو کې د ملاتړ په ترلاسه کولو سره د امریکا له بندیزونو څخه روغ ووځی. په عین حال کې یو له هغو هېوادونو څخه چې کولی شی له ایران سره د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته وکړي افغانستان دی. که څه هم په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ مخ په زیاتېدونکو اړیکو ښه پرمختګ کړی دی بیا هم تهران هڅه کوي چې کابل ته د خپل بهرنیو چارو وزیر په لیږلو سره له کابل سره اړیکې ستراتیژیکې کچې ته لوړې کړي. تهران وغوښتل چې کابل ته د خپل بهرنیو چارو وزیر په لیږلو سره د افغانستان وضعیت وڅیړي ترڅو د امریکا لخوا د نورو بندیزونو له امله د کورني وضعیت د خرابېدو په صورت کې په افغانستان باندې د خپل تکیې کچه له نږدې وارزوي.
د امریکا تشه ډکول
یو بل لامل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر یې کابل ته راوستی دی هغه استثنایی فرصت دی چې د ایران لپاره رامینځته شوی دی. که څه هم مخکې داسې فکر کېده چې ټرمپ به د افغانستان په اړه د پخواني حکومت پالیسي ته دوام ورکړي او حتی له دې پورته، تمه کېده چې ټرمپ به هڅه وکړي چې اسلامي امارت ته نږدې شي برعکس، لکه څنګه چې لیدل کیږی ټرمپ د امریکا پر میلیاردونو نړیوالو مرستو (چې افغانستان هم پکې شامل دی) نېوکه وکړه او ویې ځنډولې، د دغه کومکونو ځنډېدل د افغانستان او امریکا ترمنځ د لرې والی احتمال نور هم زیاتوي. دا ډول وضعیت ممکن د افغانستان لپاره بدې پایلې ولري، مګر دا د ایران په څیر هېوادونو کوم چې د امریکا لومړی نمبر سیمه ییز دښمن دی لپاره خورا ګټور کیدی شي. په بل عبارت، هر څومره چې افغانستان او امریکا له یو بل څخه واټن نیسي، هومره دا د ایران لپاره یو فرصت دی چې کابل ته نږدې شي. که څه هم ایران په هیڅ ډول نشي کولی په افغانستان کې د امریکا ځای ډک کړي، خو داسې وضعیت د ایرانیانو لپاره یو ارزښتناک فرصت رامینځته کړی چې هڅه وکړي افغانستان ته نږدې شي. په حقیقت کې موجوده تشه، یعنې د افغانستان او امریکا ترمنځ واټن، د ایران لپاره د جیوپولیتیک ډالۍ په توګه تعبیر کیدی شي. له همدې امله، کابل ته د خپل بهرنیو چارو وزیر په لیږلو سره تهران افغان مشرانو ته دا پیغام ورکړ چې ایران کولی شي د پخوا په پرتله د افغانستان اقتصادي ملګری او همکار پاتې شي.
لوی اقتصادي شریک
په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د امریکا د شتون سره، افغانستان په اړه د ایران نظر ډیر امنیتي و ځکه چې د ایران په ختیځ اړخ کې د هغه هېواد د لومړي نمبر دښمن په توګه د امریکا شتون افغانستان د ایران لپاره ډیر امنیتې کړی و. دې امنیتي چلند په طبیعي ډول د افغانستان په اړه د ایران په تګ لارې اغیزه کړې وه. که څه هم په هغه وخت کې د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې ښه د پرمختګ په حال کې وي، خو ایرانیانو د امریکا د یوې اډې په توګه د افغانستان له خوا خورا ګواښ احساساوه. د اسلامي امارت د بیا راتلو او له افغانستان څخه د امریکا له وتلو سره د افغانستان په اړه د ایران نظر ډیر اقتصادي محور شو. د ایران او افغانستان[4] ترمنځ د اقتصادي سوداګرۍ د زیاتوالي سره، د ایران لپاره دوه ډیر ښه فرصتونه برابر شول، د ایران لپاره لومړی فرصت دادی چې د بل بهرني فکتور له نفوذ پرته به له افغانستان سره خپل اقتصادي تعامل پراخ کړی او د ایران لپاره چې د افغانستان لپاره د اوبو د خلاصو بندرونو او د ځمکې له لارې ترکیې او اروپا ته د لاسرسي وسیله شي. په دې برخه کې دواړو هېوادونو د اقتصادي تعاملاتو د کچې د لوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، تر دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د راتلونکي لید په توګه د ۱۰ ملیارد ډالرو سوداګریز افق ترسیم شو. همدارنګه د ایران د بندرونو او د ترکیې او حتی اروپا سره د نښلولو لپاره د ایران د لارې کارولو ته د افغانستان پاملرنه زیاته شوه. له همدې امله، ایرانیانو خپل د بهرنیو چارو وزیر کابل ته واستاوه ترڅو سیاسي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، چې کولی شي د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لامل شي. په حقیقت کې، کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د زیاتوالي او په اقتصادي اړیکو باندې د هغې د مثبت اغیز په لور یو لوی ګام دی، چې ایران په اوسني وضعیت کې ورته ډیره اړتیا لري.
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د مدیریت ډیپلوماسي
د نورو عواملو سره سره، د افغانستان او ایران د اوبو مسله هم له پامه نه شو غورځولی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر یې کابل ته د سفر لپاره وهڅاوه، ځکه چې اسلامي امارت د افغانستان د سرحدونو څخه بهر بهېدونکو اوبو د مدیریت په پیلولو سره، په ګاونډیو هېوادونو کې خوځښت رامینځته کړی ترڅو د افغانستان سره مذاکراتو لپاره دروازې پرانېزی دا په ځانګړي ډول د افغانستان د ختیځ ګاونډي، ایران په اړه تر ډیره درسته ده. په تېرو دریو کلونو کې، ایرانیانو په مکرر ډول د افغانستان د اوبو پر پالیسیو نېوکه کړې او د اسلامي امارت د اوبو د مدیریت ډول یې د دوی لپاره ننګونکی بللي دي. که څه هم اسلامي امارت د افغانستان د بهېدونکو اوبو څخه د ګاونډیو هېوادونو د اوبو حق په رسمیت پیژني او تل یې ټینګار کړی چې د اسلامي امارت د اوبو د مدیریت ډول د افغانستان د سرحدونو څخه د اوبو د سرچینو د اجازې په حدودو کې دی، خو دې موضوع د ایرانیانو ترمنځ اندیښنه راپارولې ده او ممکن د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر ډیر امنیتي کړي. له همدې امله د دې موضوع د زیاتېدونکي اهمیت او د دې ډاډ په پام کې نیولو سره چې اسلامي امارت به هغه هېواد ته د اوبو اړین حق ورکوی، ایراني لوري خپل د بهرنیو چارو وزیر د نورو مشورو لپاره کابل ته واستاوه. لکه څنګه چې ولیدل شول وروسته له لدې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تهران ته ورستون شو، هغه تر ټولو مهمه موضوع چې اشاره یې ورته وکړه د افغانستان په بهېدونکو اوبو کې د ایران حق وباله او د ایران د حقونو د ورکړې په اړه یې د افغانستان له خوا خوشبیني څرګنده کړه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راتلونکې لپاره فرصتونه
افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر، علاوه له ټول موضوعاتو، د ایران په بهرني سیاست کې د افغانستان دریځ منعکسوي. البته که موږ اوسني حالات وراضافه کړو، دا سفر کولای شی د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو مهم بدلون راولی. هغه فرصتونه چې د ایران او افغانستان د اړیکو پراختیا دواړو خواوو ته رامینځته کیږي دا دي چې دواړه هېوادونه کولی شي په اقتصادي کچه یو بل بشپړ کړي. افغانستان ارزانه محصولاتو ته اړتیا لري او ایران د خپلو تولید شویو توکو لپاره بازار ته اړتیا لري. افغانستان کولی شي د بحري لارو سره د نښلولو لپاره د ایران لاره وکاروي او ایران کولی شي د افغانستان له لارې مرکزي آسیا او حتی چین سره وصل شي. افغانستان کولی شي د ایران له اقتصادي تجربو څخه د کوچنیو صنعتونو د پراختیا لپاره کار واخلي او ایران کولی شي د افغانستان د کانونو په صنعت کې د ګډون له لارې خپلې بهرنۍ پانګونې زیاتې کړي. د اقتصادي مسایلو سربیره، اسلامي امارت کولی شي له هغه وضعیت څخه چې رامینځته شوی، یعنې د ایران لخوا د پام وړ کېدو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو د امریکا په وړاندې د مختلفو معاملو کولو ځواک زیات کړي.
که څه هم د افغانستان لپاره داسې فرصتونه شته چې له ایران سره خپل تعامل زیات کړي، خو له ایران سره ډېر تعامل او اړیکې د افغانستان لپاره زیانمنونکې کېدای شي. لکه څنګه چې لیدل کیدی شي، د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې د افغانستان څخه د ایران تمې تقریبا یو اړخیزې دي. ایرانیان ډېر لیواله دي چې افغانستان ته صادرات وکړي، په داسې حال کې چې دوی لږ لیواله دي چې خپل بازارونه د افغان محصولاتو لپاره خلاص وساتي. دا ویل کیدی شي چې د سوداګریزو اړیکو پراختیا تقریبا یو اړخیزه ده، او که دا وضعیت دوام ومومي، افغانستان به په ایراني محصولاتو باندې ډیر متکي شي، چې دا د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی شي. بله مسله دا ده چې د ایران سره د افغانستان د اړیکو زیاتېدل ممکن د افغانستان په وړاندې د امریکا غوسه زیاته کړي. که متحده ایالات له افغانستان سره اړیکه ولری یا نه، خو دغه هېواد د افغانستان وضعیت له نږدې څاري. افغانستان د یو کمزوري او زیان لیدونکی هېواد په توګه، باید د ایران سره د نږدې ملګرتیا له امله د متحده ایالاتو په څیر یو لوی ځواک د ځان په وړاندې ونه پاروي. افغانستان کولی شي له ایران سره ښې اړیکې ولري، خو اړتیا لري چې له دغه هېواد سره په اړیکو کې توازن وساتي.
پایله
د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د ایران او افغانستان اړیکې د پخوا په څېر پاتې شوې. سربېره پردې، په تېرو دریو کلونو کې، دواړو خواوو هڅه کړې چې اړیکې ښې پیاوړې کړي او د اقتصادي تعاملاتو د زیاتوالي لپاره د یو بل له متقابل ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي. په دې وروستیو کې، ایران هڅه کړې چې کابل ته د خپل بهرنیو چارو وزیر په لېږلو له کابل سره خپلې اړیکې ښې کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر په اوسني تاریخي پړاو کې، چې نړیوال او سیمه ایز شرایط د بدلون په درشل کې دي، په متحده ایالاتو کې د ډونالډ ټرمپ د واک ته رسېدو سره، د ځانګړو اهدافو او هڅونو سره ترسره شو، چې ترټولو مهم یې د بندیزونو د سختېدو په صورت کې له افغانستان سره د اړیکو زیاتول دي. سربېره پردې، کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر کې نورې مسلې لکه اوبه او ایران د افغانستان یو له سترو سوداګریزو شریکانو په توګه بدلیدلی شی. په دې توګه، کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سفر څخه دوه پایلې ترلاسه کیدی شي. لومړی، دا سفر ښيي چې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې افغانستان د ایران لپاره ډېر مهم دی او دا هېواد هڅه کوي چې ځان اسلامي امارت ته نږدې کړي. افغانستان په دې تاریخي پړاو کې د ایران لپاره په سیاسي او اقتصادي لحاظ د یو ښه ملګري په توګه معرفي کیدی شي. په منځني ختیځ کې د کلونو لویو پانګونو وروسته، ایران په هغه سیمه کې له ستراتیژیکې ماتې سره مخ شوی او اړ شوی چې افغانستان ته ډیره پاملرنه وکړي. په بل عبارت، دا ویل کیدی شي چې افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې لوړ مقام ترلاسه کړی دی، په ځانګړي توګه که چیرې د ټرمپ پالیسۍ د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ واټن نور هم زیات کړي، ایران به هڅه وکړی ترڅو افغانستان د خپل سیمه یېزو شریکانو او همکارانو په محور کې شامل کړی، همدا هڅه ده چې د بهرنیو چارو وزیر یې کابل ته راغی. حتی د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د کابل سره د تهران د اړیکو د لوړې کچې دوستۍ او ژوروالي د ښودلو لپاره، د عام وګړو په څیر کابل ښار کې وګرځېد او د ښار په یوه رستورانت کې یې ډوډۍ وخوړه. البته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا اقدام هم کېدای شي یو ډېر ښه او مشهور اعلان وي چې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې په افغانستان کې وضعیت او امنیت ښه وښایی. دوهمه پایله دا ده چې تمه کیږي چې ایران به د امریکا د نورو بندیزونو سره مخ شي، په سیاسي لحاظ به ډیر منزوي شي، او په اقتصادي لحاظ به ډیر کمزوری شي. له همدې امله، کابل ته د خپل بهرنیو چارو وزیر په لیږلو سره، تهران هڅه کړې چې وښيي چې ایران لاهم فعاله ډیپلوماسي لري او هغومره منزوي نه دی لکه څنګه چې فکر کیږي. سره له دې ټولو، اسلامي امارت باید له ایران سره په خپلو اړیکو کې اړین احتیاط وکړي، په ځانګړې توګه هغو ملاحظاتو ته په پام سره چې پدې برخه کې شتون لري.
وړاندیزونه
د پورته ذکر شویو مسلو په پام کې نیولو سره، لاندې وړاندیزونه کیدی شي:
۱. د افغانستان اسلامي امارت باید له افغانستان سره د اړیکو پراختیا کې د ایران لیوالتیا ته په پام سره هڅه وکړي چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي ترڅو د هېواد اقتصادي وضعیت په مناسب ډول ښه کړي.
۲. اسلامي امارت باید له نورو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره د تعامل په سیاست کې توازن وساتي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان د وسیلې په توګه وکارول شي.
۳. د ایران لپاره د اوبو حیاتي ارزښت ته په پام سره، اسلامي امارت ته وړاندیز کیږي چې د اوبو د ډیپلوماسۍ په کارولو سره له ایران څخه ډیر اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي.
سرچینی
[1]. سفر معاون نخست وزیر طالبان به تهران به دعوت رسمی جمهوری اسلامی. تاریخ نشر 13/8/1402 قابل دسترسی:
https://www.bbc.com/persian/articles/ce9p1gyzx46o
[2] . افزایش تحریمها و مقابله با توسعه اقتصادی ایران در دستور کار ترامپ است تاریخ نشر 10/9/1403 قابل دسترسی:
https://atna.atu.ac.ir/fa/news/305769/افزایش-تحریم%E2%80%8Cها-و-مقابله-با-توسعه-اقتصادی-ایران-در-دستور-کار-ترامپ-است
[3]. پزشکیان و پوتین توافق جامع راهبردی ایران و روسیه را در کرملین امضا کردند. تاریخ نشر 28/10/1430 قابل دسترسی:
https://www.bbc.com/persian/articles/crkeejzm55jo
[4]. تجارت میان افغانستان و ایران سال پار میلادی ۸۴ درصد افزایش داشت. تاریخ نشر 28/10/1403 قابل دسترسی:
https://tolonews.com/fa/business-192648