د افغانستان په محوریت سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې د روسیې رول

رحمت الله همت مظلوم یار

لنډیز

د ګازو لېږد نللېکې، برېښنا مزو او د ترانزیټ لپاره د ریل پټلیو جوړولو برخه کې د افغانستان په محوریت سیمه ییزې اقتصادي پروژې په تیرو دریو لسیزو کې طرحه شوې دي، چې مهمې یې د ټاپي ګازو نللېکه، د کاسا ۱۰۰۰، تاپ ۵۰۰ او د توتاپ برېښنا لېږد پروژې او د ټرانس افغان، پنځو ملتونو او TAT ریل پټلۍ پروژې دي. یادې پروژې د سیمه ییز ادغام او د سیمې اقتصادي پياوړتیا او ټولنیزې سوکالی لامل ګرځي.

د افغانستان په محوریت سیمه ییزو پروژ پلې کېدو برخه کې روسیې واحد دریځ نه درلود. دا چې امریکا هڅه کوله مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره د افغانستان له خاوري ونښلوي او په مرکزي آسیا کې د روسیې او چین اقتصادي نفوذ کم کړي. روسیې د امریکا دغه سیاست سره مخالفت درلود او له هغه پروژو سره یې مخالفت درلود چې د روسیې مسیر پرته د نورو هېوادونو له قلمرو څخه تیریږي. چې یو له هغو څخه د ټاپي د ګازو پروژه وه. په ۲۰۲۱زکال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو او اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د سیمه ییزو پروژو پلې کېدو ته زمینه برابره شوه او روسیې هم د ټاپي ګازو نللېکې او د ټرانس افغان ریل پټلۍ پروژې کې د ګډون او پلې کېدو سره لېوالتیا وښوده.

کلیدي کلیمې: افغانستان، ټاپي ګازو نللېکه، ریل پټلۍ، روسیې رول.

سریزه

د افغانستان په محوریت د ګازو لېږد نللېکو جوړولو، ریل پټلۍ، برېښنا لېږد په شان سیمه ییزې پروژې چې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي، د سیمې اقتصادي ودې او اړیکو پياوړتیا کې مهم رول لري. افغانستان په سیمه کې جیوپولیټیک او جیو ایکانومیک موقعیت لري د بل لورې مرکزي آسیا د تیلو، ګازو او برېښنا لوی ظرفیت او زېرمې لري او سویلي آسیا چې زیات نفوس لري او د مرکزي آسیا طبیعي زېرمو ته اړتیا لري او بالمقابل مرکزي آسیا هم مارکیټ ته اړتیا لري، نو افغانستان نږدې او ارزانه مسیر دی. د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژو پلي کېدل پر افغانستان او د سیمې هېوادونو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري.

سیمه ییزې اقتصادي پروژې چې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره د افغانستان له لارې نښلوي، له ډیرې مودې راهیسې طرحه او د اړوندو هېوادونو لخوا یې تړونونه لاسلیک شوي وو، خو د سیاسي ـ امنیتي، اقتصادي او تخنیکي ستونزو له امله پلې شوې نه دي. د جمهوریت پر مهال په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون، ناامني او سیمه ییزې سیالې د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې لوی خنډونه وو.

د اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدو وروسته افغانستان کې لوی بدلون رامنځته شوی دی، امریکا او ناټو ځواکونه له هېواده ووتل، پر ټول هېواد ځواکمن مرکزي حکومت حاکمیت لري، امنیت تامین شوی دی او د افغانستان اسلامي امارت متوازن او اقتصادي محوره بهرنۍ سیاست غوره کړی دی چې د سیمه ییزو اقتصادي پروژو پلي کولو ته زمینه برابره شوې ده. روسیې هم د اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په محوریت سیمه ییزو پروژو پلې کېدو کې لېوالتیا ښودلې ده، روسیه چې د تیلو او ګازو لویې زېرمې لري او د اوکراین سره د جګړې او لویدیځ لخوا پرې د بندیزونو لګېدو له امله نشي کولای خپل تیل او ګاز اروپايي هېوادونو باندې وپلوري، روسیه اړه ده، بدیل مارکیټونه پیدا کړي او پر ځای یې چین، مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ته خپل توکي صادر کړي. روسیه د افغانستان ریل پټلۍ برخه کې د پانګونې لیوالتیا لري همدارنګه د ټاپی ګازو لېږد پروژې پلي کېدو څخه ملاتړ کړی دی.

دا چې روسیه، د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې څه رول درلودی شي؟ په دې مقاله کې به پرې بحث وشي. د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې په لېکلو کې د توصیفي ـ تحلیلي روش څخه ګټه اخېستل شوې ده. د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژه تشریح شوې ده او د پلې کېدو په برخه کې د روسیې رول شننه شوې ده.

د افغانستان په محوریت د سیمه ییزې پروژو پېژندنه

د دریو لسیزو راپدیخوا د افغانستان په محوریت اقتصادي سیمه ییزې پروژې طرح شوې دي، چې مهمې یې د ټاپي ګازو لېږد نللېکه، د کاسا ۱۰۰۰، ټاپ ۵۰۰، توتاپ برېښنا لېږد او ترانزیټ برخه کې د TAT، پنځو ملتونو ، ټرانس افغان او د تورغونډی ـ هرات ـ کندهار ـ سپين بولدک ریل پټلۍ جوړول دي، چې په دې برخه په لنډه توګه پرې بحث شوی دی.

۱: د ټاپي د ګازو لېږد نللیکې پروژه

له مرکزي آسیا څخه سوېلي آسیا ته د ګازو د لېږد پروژه چې د ټاپي په نوم یادیږي، ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته لیږي. ټاپی پروژه د ترکمنستان له سرحدي ولایت ماري څخه پیلیږي او د افغانستان له خاورې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېریږي، پاکستان او ورپسې د هند فاضیلکا «Fazilka» ښار ته رسیږي. له ترکمنستان څخه سویلي آسیا ته د ګازو نللیکې جوړولو طرحه په ۹۰ میلادي لسیزه کې د اسلامي امارت په لومړي دوره کې مطرح شوه او د لومړي ځل لپاره د امریکايي یونیکال شرکت او ارجنټایني بریداس شرکت لخوا پرې بحث وشو، خو پر افغانستان د امریکا یرغل سره دغه نللیکه وځنډیده.

په ۲۰۰۲ کې د ټاپي پروژې هوکړه لاسلیک شوه، په ۲۰۰۶ز.کال کې د هند کابینې په ټاپي پروژه کې د هند غړیتوب تائید کړ او هند رسماً په ۲۰۰۸ ز.کال کې ددې پروژې د غړي په توګه وپيژندل شو. د ۲۰۱۵زکال اګست پر ۶ نېټه به عشق آباد کې غونډه وشوه او ترکمنستان د ټاپي نللېکې د کنسرسیوم مشرۍ وړاندیز وکړ او د غونډې په ترڅ کې د لوریو ترمنځ د سهمیو هوکړه وشوه او هند ومنله چې د دې پروژې ۵ سلنه سهم به اخلي. (YILDIRIM, 2023: 368) په ۲۰۱۵زکال اګست میاشت کې ترکمن ګاز شرکت د ټاپي ګازو نلليکې کنسرسیوم مشري واخېسته او د ۲۰۱۵زکال دسمبر په ۱۳ نېټه په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې پيل او په ۲۰۱۹زکال کې پای ته ورسېدې. همدارنګه د ۲۰۱۸زکال فبروي پر ۲۳ نېټه د ټاپي ګازو نللېکې جوړېدلو کار په هرات کې پيل شوې. (Saira, javed, 2022: 295)

د اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدو سره د ټاپي پروژې پلې کېدو لپاره زمینه برابره شوه او په ۲۰۲۲زکال جنوري میاشت کې اسلامي امارت اعلان وکړ چې د ټاپي ګازو نللېکې پروژې امنیت ټینګښت لپاره به ۳۰ زره امنیتي ځواکونو کنډک جوړ کړي تر څو ددې پروژې مسیر امنیت خوندي کړي. (Haider, 6 June 2023) د ۲۰۲۴زکال سسپتمبر میاشت کې اسلامي امارت چارواکو د ترکمنستان چارواکو سره د هند او پاکستان استازو حضور پرته د ټاپي پروژې کار پيل کړ. د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند ترمنځ د ګازو نللېکې کار پيل کېدل د مرکزي آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د اتصال لپاره د عطف ټکی دی. (Afzal , 5 DEC 2024) په ۲۰۲۵زکال اپریل میاشت کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس بګنج عبدالله یوف رسنیو ته وویل، چې د دغې پروژې ۱۴ کیلومتره نللېکې کار بشپړ شوی او د دې نللیکې لپاره ۲۴ کیلومتره ځمکه هم هواره شوې ده. (سروری، 24 Apr 2025 )

د ټاپي ګازو نللېکه ۱۸۱۴کیلومتره اوږدوالی لري، دغه نللیکه په ترکمنستان کې ۲۱۴کیلومتره، په افغانستان کې ۷۷۴کیلومتره، په پاکستان کې ۸۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري. د ټاپي پروژه به هر کال ۳۳میلیارده متر مکعبه ګاز لیږدوي چې ۱۴ میلیارده متر مکعبه ګاز به پاکستان ، ۱۴ میلیارده متر مکعبه ګاز به هند او پاتې ۵ میلیارده متر مکعبه ګاز به افغانستان ترلاسه کوي. دغه پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ده. (Lazar, April 2018) ټاپي د ګازو نللیکه یو سیمه ییزه اقتصادي د انرژۍ مهمه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدوي. دغه نللیکه د ورځې نږدې یو میلیون مترمکعب ګازو لېږد ظرفیت لري. (YILDIRIM, 2023: 364).

د ټاپي پروژې له پلي کېدو سره به افغانستان د خپلي اړتیا وړ ګاز ترلاسه کولو سربیره ډیر بې روزګاره ځوانان د کار څښتنان شي او د بېکارۍ په کموالي کې به د پام وړ مرسته وکړي. له دې پروژې څخه به افغانستان هر کال ۴۰۰میلیون ډالر یواځې د ټرانزیټ له لارې عاید ترلاسه کوي، که چېرې دغه ترلاسه شوي عواید د هېواد په بنسټیزو پروژو کې ولګول شي د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزي پراختیا لامل به شي. د ټاپي د ګازو نللېکه افغانستان به دا فرصت ورکړي د سیمې د انرژۍ د لیږد او ټرانزیټ په مرکز بدل شي او د یادې پروژې له پلي کېدو سره به له مرکزي آسیا او سوېلي آسیا سره د افغانستان ادغام او نږدې کیدل آسان او چټک شي. (Mommayev, 2022)

د ټاپي ترڅنک به ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزی هم له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته جوړ شي. د د ټاپي ګازو نللېکې مسیر کې د ریل پټلۍ ، نوري فایبر، سرک او برېښنا لېږد پروژې هم شتون لري. د دې پروژو پلې کېدو سره به افغانستان د سیمې څلورلارې باندې بدل شي. د ټاپي ګازو نللېکې له لارې پاکستان او هند هم ارزانه ګاز ترلاسه کوي همدارنګه افغانستان او پاکستان د ترانزیټ هم عایدات ترلاسه کوي او ترکمنستان دخپلو ګازو پلورلو لپاره مناسب مارکیټ پيدا کوي، دغه پروژه د ټولو اړوندو هېوادونو په ګټه ده، د یو لورې پاکه او ارزانه انرژۍ د مصروف کوونکو لپاره برابروي د بل لورې د اقتصادي پياوړتیا لامل کیږي

۲: د برېښنا لېږد پروژې

د افغانستان په محوریت د کاسا ۱۰۰۰، ټاپ ۵۰۰ او توتاپ هغه سیمه ییزې پروژې دي چې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي، چې په لنډه توګه دلته پرې بحث شوی دی.

۲ـ۱: د کاسا ۱۰۰۰ پروژه

د فوسیلي سون توکو څخه ګټه اخېستل د چاپيریال خرابیدو لامل کیږي، هېوادونه هڅه کوي پاکې انرژۍ څخه ګټه واخلي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اډانه کې پاکه انرژۍ له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته لېږدوي. تاجکستان او قرغزستان په کور دننه له اوبیزو سرچینو څخه تولید شوې انرژۍ لپاره نږدې او مناسبه مارکیټ د سویلي آسیا هېوادونه دي د بل لورې سویلي آسیا د خپلې اړتیا وړ انرژي له مرکزي آسیا څخه ترلاسه کوي،  افغانستان د دې دوه سیمو تر منځ نښلونکي پله حیثیت لري، د یو لورې د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کوي او د بل لورې د انرژۍ ترانزیټ څخه عاید ترلاسه کوي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې برېښنا له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته لېږدوي د دې پروژې تړون د تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۱زکال لاسلیک شو او وروستۍ هوکړه یې په ۲۰۱۵زکال په استانبول کې لاسلیک شوه، د ۲۰۱۶ز.کال مي میاشت کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د CASA-1000 برېښنا لیږد پروژه پرانستل شوه دغه پروژه کې ۱۲۲۲کیلومتره په اوږدوالي د برېښنا مزي له قزغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته غځول کیږي.(Azamy, 2016: 69) همدارنګه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې غړو هېوادونو څلور اړخیزه ناسته د ۲۰۱۷زکال جنوري په ۶ نېټه دوشنبې ښار کې ترسره شوه او ددې پروژې پر وړاندې پرتو خنډونو په اړه بحث وشو او غړو هېوادونو د پروژې پلې کېدو ته ژمنتیا وښوده. (Abbas, zaher, others. Sep 2019: 44)

د کاسا ۱۰۰۰پروژې تړون له مخې ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا به له تاجکستان او قرغزستان څخه سویلي آسیا ته لېږدول کیږي، چې ۳۰۰میګاواټه افغانستان او ۱۰۰۰میګاواټه پاکستان ته ورکول کیږي. د یادې پروژې عملي چارې په ۲۰۲۰زکال پيل شوې او تمه وه چې د ۲۰۲۲زکال پورې بشپړه شي. (Masomym, 2 May 2021: 104) همدارنګه کیدای شي د برېښنا لېږد ظرفیت په راتلونکي کې تر ۴۰۰۰میګاواټه پورې لوړ شي. (zaher, others. Sep 2019: 44)

د دې پروژې پلې کېدو سره په سیمه کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه او څو اړخیزه همکاریو ډېرېدلو پوتنشیل لامل کیږي. د کاسا ۱۰۰۰پروژه چې برېښنا به له مرکزي آسیا څخه د افغانستان له مسیر سویلي آسیا ته ولیږدوي په افغانستان کې د ۵۷۰ کیلو متره په اندازې تېرېږي او د تورخم له لارې به د پاکستان نوښار سیمې ته رسول کېږي.

کاسا ۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د اقتصادي او هر اړخیزو مرستو او سیمه ییز اتصال کې مرستندویه واقع شي.  تاجکستان او قرغزستان چې نسبتاً بې وزله هېوادونه دي د هغوی د عوایدو لوړوالي کې هم مرسته کولی شي. افغانستان به په عملي توګه د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د پل حیثیت لري.

ناامني، سیاسي بی ثباتي او اقتصادي ستونزې ددې لامل شوې دي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه پر خپل وخت پلې نه شي، په افغانستان کې د اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدو سره د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په شمول د ټولو سیمه ییزه اقتصادي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره شوې ده او امنیت تامین دی. د ۲۰۲۴زکال فبروري میاشت کې نړیوال بانک اعلان وکړ چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار به په افغانستان کې پيل شي او  تمه کیږي چې د ۲۰۲۵زکال تر پایه به دغه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. (OSCE, 2024: 28)

۲ـ۲: د ټاپ ۵۰۰ پروژه

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې سربېره له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا مزی هم غځول کیږي، دغه پروژه په ټاپ ۵۰۰ باندې یادیږي، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان  له لارې پاکستان ته ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لیږدوی. دغه پروژه د ۱۷۰۰میګاواټه برېښنا ظرفیت لري او وروسته کیدای شي ظرفیت یې ۴۰۰۰میګاواټه پورې لوړ شي. ټاپ۵۰۰ پروژه د ټاپي پروژې په مسیر کې پلې کیږي، چې د ترکمنستان څخه پيل د افغانستان هرات او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان سره نښلول کیږي. (Masomym, 2 May 2021: 104)

د ټاپ ۵۰۰ برېښنا پروژه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان دولتي چارواکو لخوا په ۲۰۱۵ز.کال لاسلیک شوه چې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان هرات ولایت تورغونډی مسیر له لارې کندهار او له هغه ځایه پاکستان کویټې ته لیږدوي او ددې پروژې له ټرانزیټ څخه به افغانستان هر کال ۱۱۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي.(آژند، ۱۴۰۰هـ ش)

د تاپ ۵۰۰ پروژې په اړه د ۲۰۱۸زکال نومبر میاشت کې د افغانستان برېښنا او اوبو وزارت او د ترکیې Çalık Holding شرکت ترمنځ هوکړه وشوه چې ۱،۶ میلیارده ډالر پانګونه وکړي او د ۲۰۲۱زکال اګست میاشت پورې یې لومړی فاز بشپړ شو  چې د ۲۶۰ کیلومتره په اوږدوالی برېښنا لېږد مزی د ترکمنستان سرحد آباد څخه هرات پورې جوړ شو او ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا یې لېږدوله. د هرات په شمال ختیځ کې د نور الجهاد سبسټیشن کار هم بشپړ شو(OSCE, 2024: 27) همدارنګه د ۲۰۲۵زکال جنوري میاشت کې د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت، ترکمنستان انرژۍ وزارت او ترکي چالیک هولدینګ شرکت ترمنځ د ټاپ ۵۰۰ پروژې په اړه ګډه غونډه وشوه، د دې پروژې له مخې د ترکمنستان څخه برېښنا د افغانستان هرات، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته لېږدول کیږي. (RTA, January 28, 2025)

۲-۳: د TUTAP پروژه

توتاپ د برېښنا لېږد لویه پروژه ده چې د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوې ده او موخه یې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د برېښنا لېږد دی. تمه وه چې یاده پروژه د ۲۰۲۵زکال تر پایه بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. (Masomym, 2 May 2021: 105)  د توتاپ ،  تاپ ۵۰۰ او  کاسا ۱۰۰۰ پروژ د برېښنا مهمې سیمه ییزې پروژې دي چې پلې کېدو سره به په سیمه کې د انرژۍ یو هاب رامنځته شي.

۳: : د ریل پټلۍ پروژې

د ګازو او برېښنا پروژو سربېره د ترانزيټ برخه کې ځینې پروژې هم طرح شوې دي، چې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره د افغانستان له لارې نښلوي او افغانستان د نښلونکي پله ارزښت لري چې مهمې یې په لنډه توګه معرفي شوې دي.

۳-۱: د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ

په ۲۰۱۸زکال دازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانس افغان ریل پټلۍ جوړېدلو په اړه خبرې وشوې او د ۲۰۲۱زکال فبروري په میاشت کې هوکړې ته ورسېدل. د اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدو سره په ۲۰۲۲زکال افغاني پلاوي تاشکند ته سفر وکړ او ټرانس افغان ریل پټلۍ پلي کېدو ته یې ژمنتیا وښوده. د ټرانس افغان ریل پټلۍ پلي کېدو باندې ۶ میلیارده ډالر لګښت راځي. (Ashurov, others, 2024) همدارنګه د ازبکستان لېږد رالېږد وزارت د معلوماتو له مخې د ټرانس افغان ریل پټلۍ کار به په ۲۰۲۵زکال کې پيل شي، د دې پروژې پلې کېدو سره به مرکزي آسیا د افغانستان له لارې سویلي آسیا سره ونښلول شي، د ټرانس افغان ریل پټلۍ ۵۷۳کیلومتره اوږدوالی لري، چې ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان سره نښلوي. (The Kabul Times, 2025)

د مرکزي آسیا هېوادونه په ځانګړې توګه ازبکستان په وچه کې اېسار دی او هڅه کوي سمندري بندرونو ته د ګاونډیو هېوادونو له لارې لاسرسۍ ولري. د افغانستان له لارې سمندري بندرونو ته د ازبکستان لاسرسۍ د تورې بحیرې او بالتیک په نسبت درې برابره او آرام اوقیانوس په نسبت پنځه برابره نږدې او لنډه ده. مرکزي آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د ترانزیټ لپاره د ټرانس- افغان ریل پټلۍ د ازبکستان لخوا مطرح شوه، چې له مخې یې ازبکستان د افغانستان له لارې د پاکستان کراچی، ګوادر او قاسم بندرونو ته لاسرسی پيدا کوي.

د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د کال ۲۰ میلیون ټنه لیږد ظرفیت لري ، چې د دې پټلۍ جوړیدلو سره به سوداګریز توکو لیږد وخت به له ازبکستان څخه د پاکستان بنادرو ته له ۳۰ـ ۳۵ ورځو څخه تر ۱۵ـ ۱۰ ورځو راکم شي او د سوداګریزو توکو لیږد بیو کې به ۳۰ـ ۳۵ سلنه کموالی راشي. د ټرانس افغان ریل پټلۍ پر جوړولو به ۵،۹۶ میلیارده ډالر لګښت راشي. او د روسي اوسپنې پټلۍ ګیج سره پنځه کلونو کې به جوړه شي. (Charles, 2022)

۳ـ۲: د پنځو ملتونو ریل پټلۍ

د پنځو ملتونو ریل پټلۍ پروژې د پراختیا لپاره لومړنی تړون د ۲۰۱۴ ز.کال په ډسمبر کې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې لاسلیک شو. دغه پروژه چې ۲۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري د پنځو هېوادونو چین، تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او ایران له لارې تېرېږي. چین د ایران له چابهار او بندر عباس بندرونو سره نښلوي. د افغانستان له کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو څخه تېرېږي. د پروژې اټکل شوی ارزښت له دوه میلیارد ډالرو څخه اوښتی او بنسټیز شریکان یې د چین بانک، قرغزستان جمهوریت، تاجکستان، افغانستان، ایران، د اسیا پراختیايي بانک، نړیوال بانک او د امریکا متحده ایالات وو. تمه وه، چې د افغانستان د ریل پټلۍ برخه به د آسیا پراختیایي بانک (ADB) لخوا تمویل شي. (Mantraya, 27 Apr 2018)

د پنځو ملتونو ریل پټلۍ پروژه په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ښکارندويي کوي، دغه دهلیز بیلابیلې سیمې د افغانستان له لارې سره نښلوي. په کال کې نږدې ۲۰ تر ۳۰ میلیون ټنه پورې د لېږد رالېږد ظرفیت لري. دغه ریل پټلۍ نه یواځې افغانستان د ایران له لارې اروپا سره نښلوي بلکې د مرکزي آسیا هېوادونه او چین به له ایران سره ونښلوي، دغه کوریډور د چین کاشغر څخه پیلیږي، د قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان شیرخان بندر پورې رسیږي او د افغانستان شپږو شمالي ولایتونو (کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات)څخه تر ایران پورې ادامه لري. (Safi, Alizada, Augst 2018: 47)

د لومړني تړون له مخې، دغه ریل پټلۍ په پنځو کلونو کې د ۲۰۱۹ کال تر پایه باید جوړه شوې وه. د ۲۰۱۶ز.کال تر نیمایي پورې ټولو ګډونکونکو هیوادونو د دې پروژې تخنیکي او اقتصادي امکاناتو مطالعات ترسره کړل ترڅو عملي کارونه یې پیل شي. په افغانستان کې د ریل پټلۍ د لومړي او دویم فاز تخنیکي او اقتصادي ارزونې بشپړې شوي. دا پروژه نه یواځې د ښکیلو هیوادونو ټرانسپورتي ظرفیت ته وده ورکړي، بلکې د دوی د ملي اقتصاد وده به پیاوړې کړي، د دوی سوداګریزې تبادلې پراخې کړي او د ګرځندوی صنعت ته به وده ورکړي. سربیره پردې، دا به د ختیځ (له چین څخه ایران) او لویدیځ (لویدیځې اروپا ته) ترمنځ واټن کم کړي او غړي هیوادونه به د ایران له لارې د فارس خلیج آزادو اوبو سره ونښلوي. سربېره پردې د دې لارې په اوږدو کې د ترانزیټ لګښتونه او د توکو لېږد وخت به کم شي.

3_3: د تورغونډی ـ هرات ـ کندهار ـ سپين بولدک ریل پټلۍ

ترکمنستان له افغانستان سره  د تورغونډی ـ هرات ـ کندهار ـ سپين بولدک ریل پټلۍ جوړولو په اړه د ۲۰۲۴زکال جنوری میاشت کې هوکړه وکړه تر څو د پاکستان سمندري بندرونو ته لاسرسی ولري او د دې ریل پټلۍ جوړولو لپاره یې قزاقستان ته هم بلنه ورکړه تر څو یاده پروژه کې پانګونه وکړي.

د ۲۰۲۴زکال سپتمبر پر ۱۱ نېټه د تورغونډی ـ هرات ـ کندهار ـ سپين بولدک ریل پټلۍ پروژې لومړی برخه چې ۲۲ کیلومتره د تورغونډی ـ صنوبر پورې جوړه شوې وه، پرانېستل شوه. د یادونې وړ دی چې د ټرانس افغان ریل پټلۍ په نسبت د تورغونډی ـ هرات ـ کندهار ـ سپين بولدک ریل پټلۍ ۹۲۶ کیلومتره اوږده ده، دغه مسیر له لارې د مرکزي آسیا هېوادونه کولای شي د پاکستان او ایران بندرونو ته لاسرسۍ ولري. ایران هم د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا سره د نښلېدو لېوالتیا لري چې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ یې یوه برخه ده. ترکمنستان د ټرانس افغان ريل پټلۍ بدیل پر ځای د تورغونډی ـ هرات ـ کندهار ـ سپين بولدک ریل پټلۍ څخه ملاتړ کوي. اسلامي امارت، روسیې او قزاقستان ته هم بلنه ورکړه تر څو یاده پروژه کې پانګونه وکړي او دواړو هېوادونو لخوا دغه غوښتنه ومنل شوه. قزاقستان د دواړو مسیرونو ټرانس افغان او تورغونډی ـ هرات ـ کندهار ـ سپين بولدک ریل پټلۍ څخه ملاتړ کوي. (Umarova, March 12, 2025)

۳-4: د TAT رېل پټلۍ

د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د دریو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ جوړولو ګډه پروژه په ۱۳۹۲ز.کال پرانېستله، دغه ریل پټلۍ  (TAT)به د ګازو بډایه هېواد ترکمنستان د افغانستان له لارې له تاجکستان سره نښلوي. چې ۴۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري د ترکمنستان امام نظر او عطامراد ښارونو څخه پیلیږي او د افغانستان آقینې او اندخوی پورې رسیږي او له افغانستان څخه د تاجکستان تر سرحدي پولې پورې رسیږي. ددې ریل پټلۍ پر جوړولو باندې ۱،۵ تر دوه میلیارد ډالرو لګښت راځي.( عارف،  ۱۵ جوزا ۱۳۹۲)

د ترکمنستان امام نظر څخه د افغانستان تر اندخوی ښار پورې د ریل پټلۍ کار په ۲۰۱۶ز.کال پيل شو او دغه فاز ۳،۵ کیلومتره اوږدوالی درلود. له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ریل پټلۍ جوړولو د دغه فاز کار د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ریل پټلۍ یوه برخه ده. ددې ریل پټلۍ ۸۵ کیلومتره په ترکمنستان او ۳۰۰کیلومتره د افغانستان په شمالي ولایتونو کې به جوړه شي.

د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژو پلي کولو کې د روسیې رول

ځینې سیمه ییزه اقتصادي پروژې چې د افغانستان په محوریت طرحه شوې دي، د یادو پروژه پلې کېدو په اړه روسیې د ۲۰۰۱زکال راپدیخوا په افغانستان کې د امریکا حضور پر مهال ځانګړی دریځ درلود خو له ۲۰۲۱زکال وروسته د اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدو سره د روسیې دریځ کې بدلون راغلی دی چې په دې برخه کې دواړه دورو په اړه بحث شوی دی.

۱: له ۲۰۲۱زکال وړاندې د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژو په اړه د روسیې دریځ

روسیه چې د شوروي اتحاد ځایناستې ده له ۱۹۹۱زکال وړاندې په افغانستان کې ګڼ شمېر بنسټیزې پروژې بشپړې کړې، چې بیلګه یې سیلو، کابل پوهنتون، مکرویانونه، د نغلو برېښنا بند، کارخونې، نساجی او سرکونه دي. له ۲۰۰۱زکال وروسته روسیې په افغانستان کې د شوروي د وخت پروژو ترمیم او بیاجوړولو کې مرسته کړې ده همدارنګه روسیې غوښتل په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو په افغانستان کې د امریکا شتون سره زمینه ورته برابره نه وه. (Dałek, 21 Sep 2023)

د سپتمبر ۱۱ پېښې وروسته پر افغانستان د امریکا یرغل سره روسیه موافقه وه تر څو د دوی په نظر ترهګرې ډلې په افغانستان کې وځپي. روسیې، امریکا ته د خپل هوايي حریم او اډو څخه پر افغانستان د یرغل لپاره اجازه ورکړه، خو څه موده وروسته د روسیې او امریکا ترمنځ اختلافات رامنځته شول او د تعامل پر ځای تقابل حالت غوره کړ. روسیې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له دایمي شتون سره مخالفت درلود. د بل لورې امریکا هڅه کوله د نوي ورېښمو لارې ستراتیژۍ له مخې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره ونښلوي. روسیه د امریکا نوې ورېښمو لارې ستراتیژۍ سره مخالفت لري، ځکه سویلي آسیا سره د مرکزي آسیا نښلولو سره په سیمه کې د روسیې نفوذ کمېدو لامل کیږي. امریکا غوښتل د مرکزي آسیا برېښنا مزي او د ګازو نللېکه د افغانستان له لارې سویلي آسیا سره ونښلیږي تر څو په مرکزي آسیا کې د روسیې نفوذ کم شي او د روسیې پر ځای مرکزي آسیا هېوادونه بدیل مارکیټونو ته لاسرسۍ ولري. د ټاپي ګازو نللېکه، د ټاپ ۵۰۰، کاسا ۱۰۰۰ برېښنا پروژې، ریل پټلۍ پروژو په شان سیمه ییزو  افغانستان محوره پروژو څخه امریکا ملاتړ وکړ.

د مرکزي آسیا هېوادونه هم د روسیې د سیاسي او اقتصادي نفوذ څخه خلاصون لپاره د روسیې پر ځای له نورو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا هڅې پيل کړې. د مرکزي آسیا سیمه په ځانګړې توګه د کسپین سیند حوزه د انرژۍ زېرمو درلودو له مخې ډېر اهمیت لري، په داسې حال کې د سیمې جغرافیوي جوړښت د دې انرژۍ د لېږد پر وړاندې لویې ستونزې جوړې کړې دی، ترکمنستان چې د ګازو لویې زېرمې لري خو د انرژۍ لېږد برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو، ځکه مستقیم ډول یې سمندري بندرونو ته لاره نه درلوده او د خپلواکی په لومړیو کلونو کې یوازې د روسیې دنللېکو له لارې خپل ګاز صادرول.

ترکمنستان د ګازو لوی صادرونکی هېواد دی په نړۍ کې د روسیې، ایران او قطر وروسته څلورم هېواد دی چې د ګازو لویې زېرمې لري. د شوروي پر مهال د ترکمنستان ګازو  عایدات له مهمو منابعو څخه وو، تر ۱۹۹۵زکال پورې د ترکمنستان ګازو ډېره برخه د مرکزي آسیا نللېکې په واسطه د روسیې له لارې اوکراین ته صادریده، خو وروسته د لنډې مودې لپاره دګازو صادرات وځنډېدل خو په ۲۰۰۳زکال د روسیې او ترکمنستان ترمنځ د هوکړې ترسره کېدو سره یوځلې بیا د ترکمنستان صاداراتي ګازو کچه لوړه شوه  او  په ۲۰۰۴زکال روسیې له ترکمنستان څخه ۵ تر ۶ میلیارد مترمکعب ګاز وارد کړل. د ۲۰۰۹زکال اپریل په میاشت کې د ګازو نللېکه کې د چاودنې له امله د ګازو لېږد کم شو او د ۲۰۱۶زکال جنوري میاشت کې له ترکمنستان څخه روسیې د ګازو لېږد بهیر بشپړه توګه بند شو. (Alp Kocak, November 2016)

په ۲۰۰۹زکال اپریل میاشت کې د ګازو نللیکې کې د چاودنې او روسیې لخوا د ترکمنستان ګازو صادراتو بندیدو سره، ترکمنستان دګازو بدیلو نللېکو په لټه کې شو او په ۲۰۰۹زکال له ترکمنستان څخه چین ته د ګازو صادرات پيل شول، له ترکمنستان څخه چین ته د ګازو دری نللېکې غځېدلې دي او څلورمه نللېکه هم طرح شوې ده. د بل لورې له ترکمنستان څخه سویلي آسیا ته د ګازو لېږد نلليکه چې کابو درې لسیزې کیږې طرح شوې دی خو تر اوسه بشپړه شوې نه ده. (Saira, javed, 2022: 292 )

روسیه په پيل کې د ټاپي ګازو نللېکې جوړېدلو سره مخالفت درلود خو په ۲۰۱۰زکال کې روسیې په افغانستان کې د ټاپي ګازو نللېکې جوړولو وړاندیز وکړ او له یادې پروژې یې ملاتړ وکړ. ترکمنستان د روسیې وړاندیز رد کړ. (Ibid: 297) د ټاپي پروژه د مسکو لپاره د جیوپولیټیکي نظره اهمیت لري. په ۲۰۲۱زکال په تاشکند کې د مرکزي او جنوبي آسیا: سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونو تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژه کې د مشارکت لېوالتیا وښوده د نوموړي په اند د مرکزي آسیا او سویلي آسیا د انرژۍ بنسټیز جوړښتونو ادغام ډېر هیله بښونکی دی او د اوراسیا اقتصادي ټولنه د برېښنا واحد هاب جوړولو باندې کار کوی چې دغه بهیر به په سویلي آسیا کې د برېښنا تامین برخه کې مرسته وکړي. (Haider, 6 June 2023)

۲: د ۲۰۲۱زکال وروسته  د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژو پلي کولو کې د روسیې رول

د دوه لسیزو وروسته له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو سره په افغانستان کې د هېوادنو ترمنځ سیالۍ پيل شوې، د اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدو وروسته په کابل کې د لویدیځو هېوادونو سفارتخانې بندې دي، خو د روسیې، چین، ایران، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قطر او متحده عربي امارتو او ځینو نورو هېوادونو سفارتخانې پرانستي دي او په ۲۰۲۴زکال اذربایجان هم خپل سفارت په کابل کې پرانېست. د بل لورې د چین، روسیې، ترکیې او مرکزي آسیا ځینو هېوادونو لخوا د اسلامي امارت ډیپلوماتان ومنل شول. (Azami, 2024) همدرانګه د روسیې عالي دیوان له لورې د ۲۰۲۵زکال اپریل میاشت کې طالبان د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه ویستل. د یادونې وړ دی چې روسیې په ۲۰۰۳زکال طالبان د ترهګریزو ډلو نوملړ کې شامل کړل. روسیې له افغانستان څخه د امریکا وتل لویه ماتې وبلله او له هغه وروسته یې له اسلامي امارت سره اړیکو عادي کولو هڅه کړې. روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴زکال جنوري میاشت کې طالبان د ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې د روسیې متحدین وګڼل. (Reuters.2025)

د اسلامي امارت بیاځلي واک ته له رسیدو وروسته روسیې د افغانستان په محوریت سیمه ییزو پروژو لکه ټرانس افغان ریل پټلۍ او ټاپي ګازو نللیکې ملاتړ کړی دی. اسلامي امارت د ۲۰۲۳زکال مارچ میاشت کې د ټاپي ګازو نللېکې کار پيل کېدو اعلان وکړ. د روسیې فدراسیون هم د ټاپي پروژی کې د ګډون سره لېوالتیا ښودلې.(OSCE, 2024: 29) همدارنګه ترکمنستان کې د روسیې سفیر د ټاس خبري اجانس سره مصاحبه کې د ټاپی پروژې سره د مسکو یوځای کېدو لېوالتیا څرګنده کړه نوموړي وویل: «د دې نللېکې جوړېدل د روسیې فدراسیون ګټې نه نقض کوي، موږ له دې پروژې سره مخالفت نه لرو او د ترکمنستان لپاره ددې پروژې په ترسره کولو کې د بریالیتوب غوښتونکي یو. روسي شرکتونو لېواله دي او موږ د دې پروژې لپاره د نللېکو، کمپریسرو او نورو توکو برابرولو برخه کې ښه فرصتونه لرو». د نوموړي دیپلومات په وینا روسي شرکتونو له دې وړاندې د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د اړتیا وړ نللېکې ورکړې وي. (Bifolchi , March 17, 2022)

روسیه چې پر اوکراین د برید له امله د لویدیځ د بندیزونو سره مخامخ ده، غواړي له ترکمنستان سره ستراتیژیکه همکاري پياوړې کړي، مسکو د ټاپي نللېکې پروژه کې د ګډون لېواله ده تر څو خپل د انرژۍ صادرات د اروپا پر ځای سویلي آسیا ته ترسره کړي. ترکمنستان، سویلي آسیا ته د روسیې انرژۍ او سوداګریزو توکو صادرلو ترانزیټ مرکز بدلیدو پوتنشیل لري.

په ټاپي پروژه کې د روسیې مشارکت او ګډون یواځې اقتصادي موخې نه لري بلکې سیاسي اړخه هم ورته زړه راښکونکې ښکاري، ځکه دا یواځې د ګازو ترانزیټ پروژه نه ده بلکې مرکزي آسیا او سویلي آسیا سیمې د ستراتیژیکو ګټو او اړتیاوو پر اساس سره نښلوي، روسیه غواړي د ټاپی ګازو نللېکې پروژه کې د مهم لوبغاړي په توګه په سویلي آسیا کې خپل نفوذ پراخه کړي. د روسیې اصلي موخه د هند اوقیانوس ته د شمال ـ سویل ترانزیټ کوریډور له لارې لاسرسۍ ده چې ټاپي ګازو نللېکې پلې کېدل ورسره مرسته کولای شي. د ټاپي پروژې څخه د روسیې ملاتړ یو موخه داده چې لویدیځ ته د ترکمنستان پاملرنه کم شي او د ټرانس کسپین ګازو نللېکې پلې کېدو مخه ډب کړي د ټرانس کسپین نللېکه چې لویدیځ ترې ملاتړ کوي موخه یې د کسپین سیند بستر له لارې د ترکمنستان څخه باکو پورې د ګازو نللیکې جوړول وو، چې له مخې یې ترکیې او اروپا ته ګازو لېږدوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ۲۰۲۳زکال جنوري میاشت کې په یوه مرکه کې وویل، چې د ټاپی پروژو غړو هېوادونو د غوښتنې په صورت کې روسیه یادې پروژه کې ونډه اخلي، د روسیې ولسمشر هم له دې وړاندې له ټاپي پروژې سره همکاری یادونه کړې وه. (Qooyash,2023) همدارنګه په ۲۰۲۳زکال د روسیې ګازپروم دولتي شرکت د شوروي د وخت مرکزي آسیا نللېکې کې د ګاز لېږد معکوس برنامه اعلان کړه چې له مخې یې روسیه، د قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې خپل ګاز د ټاپي پروژې سره نښلېدو په صورت کې هند ته لېږدولی شي. (Afzal , 5 DEC 2024)

د ګازو سربېره روسیه د برېښنا تولید لوی ظرفیت لري. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له مخې قرغزستان او تاجکستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي، دواړه هېوادونه د دوبي په موسم کې برېښنا صادروي او په ژمې کور دننه برېښنا ته د اړتیا له امله صادراتي برېښنا کچه کمیږي. د کاسا ۱۰۰۰برېښنا لېږد پروژې مزو غځولو سره په راتلونکي کې کیدای شي د ژمي په موسم کې د همدې مسیر څخه د مرکزي آسیا نورو هېوادونو او روسیې  څخه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي، چې ورسره د برېښنا کمښت او پرېکولو ستونزه ورسره حل کیږي.

روسیه هڅه کوي له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې ونیسي او د لېږد رالېږد پروژو  برخه کې ونډه ولري او خپلو صادراتي توکو لپاره د افغانستان او سویلي آسیا بازارنو ته لاسرسی ولري. روسیې د ۲۰۲۴زکال نومبر پر ۲۵ نېټه په کابل کې د ازبکستان او اسلامي امارت چارواکو سره خبرو په لړ کې د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان او همدارنګه د ازبکستان-افغانستان-پاکستان ریل پټلیو جوړیدلو څخه ملاتړ وکړ. (Umarova , March 12, 2025)

روسیې له ازبکستان سره د ټرانس افغان ریل پټلۍ کارونو پر مخ وړلو لپاره هڅې پیل کړې دي چې موخه یې افغانستان د مرکزي آسیا او اوراسیا لپاره پر حیاتي ترانزیټي کوریډور بدل کړي. روسیې له ازبکستان سره په ګډه د ټرانس افغان ریل پټلۍ جوړولو مطالعات او ارزونه کړې ده. روسیې د ټرانس افغان ریل پټلۍ د شمال ـ سویل لېږد رالېږد کوریډور برخه ګڼي دغه مسیر د اوراسیا هېوادونو لپاره ډیر مهم دی تر څو وکولای شي سویل ته ترانزیټ کچه لوړه کړي، افغانستان د مناسب جغرافیوي موقعیت له مخې د مرکزي آسیا، ایران او پاکستان تر څنګ د شمال ـ سویل کوریډور له ذینفع هېوادونو څخه ده.

پایله

د هېوادونو ترمنځ همکاري ډیره اړینه ده تر څو سوکاله اوسي. هېوادونه اړتیا لري چې د پایښت لپاره یو بل سره همکاري ولري. طبیعي زېرمې هر ځای په لویه کچه نه پيدا کیږي، ځینې هېوادونه چې طبیعي زېرمې نه لري اړ دي له نورو هېوادونو  څخه یې ترلاسه کړي، د مرکزي آسیا ټول هېوادونو او افغانستان په وچه کې اېساره دي، خو طبیعي زېرمې لري. نو اړ دي له نړۍ سره سوداګری لپاره پر ګاونډیو هېوادونو پورې تړلي وي، افغانستان د مرکزي آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د نښلونکي پله حیثیت لري او د سیمه ییزو اقتصادي پروژو  پلي کېدو کې کلیدي او مهم رول لري.

د ګازو، برېښنا او ترانزیټ برخه کې د افغانستان په محوریت سیمه ییزې اقتصادي پروژې طرحه شوې دي، چې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي. د یادو پروژو پلې کېدو کې روسیې په پيل کې مخالفت کاوه ځکه په مرکزي آسیا کې د اقتصادي نفوذ کمېدو لامل کېده. روسیې هڅه کوله د مرکزي آسیا پر طبیعي زېرمو انحصاري کنټرول ولري، برېښنا او ګاز یې د روسیې له لارې اروپا ته صادر شي.

په سیمه کې د سیاسي تحولاتو، له مرکزي آسیا څخه چین ته د ګازو او تیلو نللېکو جوړېدلو او پر روسیې د مرکزي آسیا تړلتیا « dependency» کمېدو او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو سره، روسیې د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو پروژو پلې کېدو او په ټاپي ګازو نللېکې او ریل پټلیو ځینو پروژو کې د ګډون سره لېوالتیا ښودلې ده.

د ۲۰۲۱زکال پر مهال د اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدو وروسته روسیې طالبان له ممنوعه لیست څخه وېستل او ورسره نږدې سیاسي اړیکې جوړې کړې. د ممنوعه لیست څخه د طالبانو اېستل کېدو سره د مسکو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کیږي او کولای شي د افغانستان په محوریت له سیمه ییزو اقتصادي پروژه سره یوځای شي همدارنګه مرکزي آسیا هېوادونه کولای شي د افغانستان له لارې سمندري بندرونو ته لاسرسی ولری.

روسیه د اوکراین جګړې له امله د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ دی، روسیه غواړي له یادو بندیزونو څخه خلاصون لپاره د خپلې انرژۍ او سوداګریزو توکو لپاره مرکزي آسیا او سویلي آسیا بازارونو ته لاره پيدا کړي د ټاپي پروژې نللېکې له لارې خپل ګاز سویلي آسیا ته صادر کړي همدارنګه د ټرانس افغان او ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ریل پټلیو څخه د ترانزیټ لپاره ګټه واخلي. د سیمه ییزو پروژو پلي کېدو څخه روسیه یوازې اقتصادي موخې نه تعقیبوي، بلکې ستراتیژیکې ګټې هم لري، روسیه هڅه کوي په سویلي آسیا کې نفوذ وکړي.

ماخذونه

  • آژند, فریدون. (۱۶ جوزا ۱۴۰۰ هـ ش)، فصل آغاز به کار پروژه تاپی و تاپ در افغانستان نزدیک شده است، لاسرسۍ: https://www.independentpersian.com/node/152246/
  • سروری، سهراب. (24 Apr 2025 )، رییس پروژۀ تاپی: ۱۴ کیلومتر کار لوله‌گذاری تاپی در افغانستان انجام شده‌است، دسترسی: https://pajhwok.com/fa/2025/04/24/tapi-project-director-14-kilometers-of-tapi-pipeline-construction-work-has-been-completed-in-afghanistan/
  • فرهمند، عارف. (۱۵ جوزا ۱۳۹۲)، پروژه خط آهن ترکمنستان، افغانستان و تاجیکستان افتتاح شد، دسترسی: https://p.dw.com/p/18jod
  • همت، رحمت الله.(۲۰۱۸)، د ټاپي پروژه او پر وړاندې یې پراته خنډونه، لاسرسۍ: https://rohi.af/news/63781
  • Afzal ,Saima.( 5 DEC 2024), The Revival of the TAPI Pipeline: A Milestone for Regional Connectivity and Economic Growth, access link: https://moderndiplomacy.eu/2024/12/05/the-revival-of-the-tapi-pipeline-a-milestone-for-regional-connectivity-and-economic-growth/
  • Alp Kocak, Konur .( November 2016), TAPI natural gas pipeline project Boosting trade and remedying instability?, European Parliamentrary Research Service.
  • Ashurov, Abdulaziz Rustamovich, Anvarjon Atamirzayevich Olimov, Sardorbek Kholturaev .(2024), Uzbekistan’s Trans-Afghan Route Initiatives, access link: https://zenodo.org/records/14792608
  • Azami, Dawood.(2024), China, Russia, and Great Power Politics in Afghanistan and Central Asia, access link: https://www.caspianpolicy.org/research/central-asia/china-russia-and-great-power-politics-in-afghanistan-and-central-asia
  • Azamy, hekmatullah.(11 May 2016), Current Challenges to Central Asia and Afghanistan: Towards a Better World, Central Asia Institute for Strategic Studies.
  • Bifolchi ,Giuliano.( March 17, 2022), Russian companies’ interests in Afghanistan and TAPI, access link: https://www.specialeurasia.com/2022/03/17/russia-afghanistan-tapi/
  • Dałek, Przemysław. (21 Sep 2023), why do «neighbouring» powers help? India, China, Russia, and their approaches to development in 2001–2021 Afghanistan, Stosunki Międzynarodowe, department of Eastern Studies, access link: https://doi.org/10.12688/stomiedintrelat.17703.1
  • Haider, Syed Fazl .(6 June 2023), Revival of TAPI Pipeline Project Brings Serious Geopolitical Implications for Russia, Eurasia Daily Monitor Volume: 20 Issue: 91, access link: https://jamestown.org/program/revival-of-tapi-pipeline-project-brings-serious-geopolitical-implications-for-russia
  • Lazar, Daniel. (April 17, 2018), TAPI to revitalize trade between Central Asia and South Asia, access link: https://energyindustryreview.com/oil-gas/tapi-to-revitalize-trade-between-central-asia-and-south-asia/
  • (27 Apr 2018), Analysis: Five Nations Railway Corridor Project: Increasing Connectivity and Chinese dominance in Afghanistan, access link:https://mantraya.org/analysis-five-nations-railway-corridor-project-increasing-connectivity-and-chinese-dominance-in-afghanistan/
  • Masomy, Masom Jan. (02 May 2021), Afghanistan as a Land Bridge between Central Asia and South Asia for EconomicCooperation: Challenges and Opportunities, Electronic Journal of Social and Strategic Studies, Volume 2 Issue 1, access link: https://doi.org/10.47362/EJSSS.2021.2113
  • Mommayev, Nurmyrat.(2022), Envisaged Socio-Economic Benefits of TAPI Pipeline Project to Participating Countries, access link: https://business.com.tm/post/8291/envisaged-socioeconomic-benefits-of-tapi-pipeline-project-to-participating-countries
  • OSCE. (2024), The Effects of the Crisis in Afghanistan on Central Asia’s Energy Sector: A Risk Assessment, Organization for security and co-operation in Europ.
  • Qooyash, Habib Rahman.(21 JANUARY 2023),Russia Ready to Join TAPI Project: Envoy, access link: https://tolonews.com/business-181698
  • (2025), Russian court removes Taliban’s ‘terrorist organisation’ designation, access link: https://www.reuters.com/world/russia-removes-afghan-taliban-list-banned-terrorist-groups-2025-04-17/
  • (January 28, 2025), Trilateral meeting held to launch practical work of TAP-500 project, access link: https://rta.af/en/trilateral-meeting-held-to-launch-practical-work-of-tap-500-project/
  • Safi Mariam, Alizada Bismellah.(Augst 2018), Integrating Afghanistan into the Belt and Road Initiative, Friedrich-Ebert-Stiftung (FES) Afghanistan.
  • Saira bibi, javed Aisha.(2022), Turkmenistan Afghanistan Pakistan India Gas Pipeline and Foreign Policy of Pakistan, Journal of Development and social Sciences, vol 3, No 4, 290 -298, access link: http://dx.doi.org/10.47205/jdss
  • The Kabul Times. (8 Feb 2025), Trans-Afghan railway construction to begin this year, INO:269, Voi:lxll.
  • Umarova, Nargiza. (March 12, 2025), What the Extension of Transport Corridors in Afghanistan Means for Central Asia, Central Asia-Caucasus Institute, access link: https://www.cacianalyst.org/resources/0307Nargiza_feature.pdf
  • YILDIRIM, Alper.(2023), The Idea of Transmitting Central Asian Energy through Afghanistan: TAPI Natural Gas Pipeline Project, Eskişehir Osmangazi Üniversitesi, DOI: 10.17494,362-380, access link: https://dergipark.org.tr/tr/download/article-file/2929661
  • Zaher Abbas, inayat kalim, malik Mohammad sahib. (Sep 2019) CASA 1000: Its potential for regional trade and development, Global political Review, pages39-48, access linke: https://www.researchgate.net/topic/Afghanistan/publications/96
  •  
د افغانستان په محوریت سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې د روسیې رول

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top