د سیاسي سیالیو پرمهال د افغانستان او پاکستان سوداګري: د وروستیو ترینګلتیاوو اقتصادي تحلیل

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د سیاسي سیالیو پرمهال د افغانستان او پاکستان سوداګري: د وروستیو ترینګلتیاوو اقتصادي تحلیل
  • د پاکستان پر اقتصاد یې اغېزه
  • د افغانستان پر اقتصاد یې اغېزې
  • پایله
  • وړاندیزونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي. دواړه ژور کلتوري، مذهبي او ژبني مشترکات لري، چې د ۲۶۴۰ کیلومتره ډیورنډ فرضي کرښې له امله سره جلا شوي دي. د شته مشترکاتو سربېره، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې په ۱۹۴۸م کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې ترینګلې دي او ډېرې لوړې او ټیټې یې تجربه کړې دي. د پاکستان د جوړېدو په لومړیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټ اړیکې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ د عمومي تړون د پنځمې مادې له مخې چې په ۱۹۴۷ کال کې لاسلیک شو، تنظیم شوې وې. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د نوي پاکستاني حکومت لخوا د افغانستان په سوداګرۍ او ټرانزیټ باندې لګول شوي محدودیتونو، وچه کې راګیر افغانستان دې ته وهڅاو چې د بولیویا او چکوسلواکیا سره کار وکړي ترڅو سمندر ته د وچه کې راګیر هېوادونو د آزاد لاسرسي حق خوندي کړي. د دې هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۱۹۶۵م کال کې په وچه کې راګیرو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ کنوانسیون تصویب کړ. د دې کنوانسیون پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنی سوداګریز تړون، چې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون ATTA)) په نوم پیژندل کیږي، په ۱۹۶۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو. د دې تړون له مخې، افغانستان کولی شول د کراچۍ او قاسم بندرونه د خپلو وارداتو او صادارتو لپاره د دخولی دروازی او د چمن او تورخم بندرونه د خروجی دروازې په حیث خپلو وارداتو او صادراتو لپاره وکاروي. د جمهوري حکومت له جوړېدو او د دواړو هېوادونو د بدلیدونکو شته واقعیتونو او سوداګریزو او ټرانزیټ اړتیاو وروسته، دا تړون په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په تړون APTTA)) بدل شو.

د نوي تړون له مخې، افغانستان کولی شول د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د کراچۍ، قاسم، ګوادر او سوست بندرونه وکاروي، خو هندي توکو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د ګوادر له لارې افغانستان ته ولیږدول شي.[1] د اپټا تړون اعتبار په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسېد، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت رژیم به په همغه اساس تنظیم کېده. د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان دواړه د سوداګرۍ نړیوال سازمان WTO)) غړي هم دي، چې په ترتیب سره په ۲۰۱۶ او ۱۹۹۵ کې په کې شامل شوي دي.[2]

سره له دې چې د ټولو دوه اړخیزو او نړیوالو ژمنو او تړونونو سره سره، د ګاونډیتوب او اسلامي اصولو د دودونو پر خلاف، پاکستان تل په مختلفو بهانو سره افغانستان ته سوداګریزې او ټرانزیټ لارې تړلي دي، په ځانګړې توګه د افغان میوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې – کوم چې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي.[3] د مثال په توګه، پاکستان په ۲۰۱۷[4]، ۲۰۲۱[5]، ۲۰۲۳[6] او په دې وروستیو کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې خپلې پولې د افغان سوداګریزو توکو پر مخ وتړلې، چې هر ځل یې افغان سوداګرو ته په ملیونونو ډالر زیان اړولی دی.[7] له همدې امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، افغان حکومت پرېکړه وکړه او په رسمي ډول یې له سوداګرو وغوښتل چې خپل واردات او صادرات د بدیلو لارو ترسره کړي او د پاکستان پر وړاندې بدیلونه ولټوي. همدارنګه، د پاکستاني درملو د ټیټ کیفیت له امله، د حکومت لخوا ټولو درملو واردونکو ته درې میاشتې وخت ورکړل شو چې خپل حسابونه له پاکستاني لوري سره تصفیه او له دریو میاشتو وروسته، له پاکستان څخه د درملو ټول واردات باید ودرول شي.[8]

لکه څنګه چې څرګنده ده، پاکستاني لوري تل د سوداګرۍ او ټرانزیټ مسلو څخه د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی دی. د دغه هېواد وروستۍ کړنې د اقتصاد په پرتله ډیري سیاسي اړخ درلود. په هر حالت، د پاکستان تعصبي او غیرقانوني پالیسیو ته په کتو افغانستان دې ته اړ کړ چې متقابل دریځ غوره کړي. داسې حال کې چې دواړو هېوادونو په څرګنده توګه ویلي دی چې دوي باید د اقتصادي مسلو لپاره امنیتي او سیاسي مسلې قرباني نه کړي. د دواړو هېوادونو لخوا نوي اعلان شوي سوداګریز او ټرانزیټ پالیسۍ به د دواړو خواوو لپاره د پام وړ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې پایلې ولري. په لاندې ډول، د دواړو هېوادونو په اړه د دې پالیسیو اقتصادي پایلې به تحلیل شي او په پای کې به وړاندیزونه وړاندې شي.

د پاکستان پر اقتصاد یې اغېزه

د احصایو له مخې، د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال په جریان کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۱.۶ ملیارد ډالرو ته ورسېد، چې په کې د پاکستان ۱.۰۶ ملیارد ډالر صادرات او له افغانستان څخه ۵۳۸ ملیون ډالر واردات شامل دي.[9] د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱.۱ ملیارد ډالرو ته ورسېد، چې د ورته موده کې د ایران په پرتله له شاوخوا ۴۰۰ ملیون ډالر کم دی.[10] پاکستان د ایران او چین وروسته د افغانستان درېم لوي سوداګریز ملګری دی او د افغان صادراتو لپاره لومړی منزل او هېواد ته د وارداتو دریم لوی سرچینه ده. [11]

د سرحدونو تړل او د سوداګرۍ ځنډول به د پاکستان لپاره د افغانستان بازارونونو له لاسه ورکولو په مانا وي، هغه بازارونه چې د لسیزو راهیسې د پاکستان د نسبتا ټیټ کیفیت لرونکو توکو لپاره ثابت پیرودونکي وو او دا توکي د سیمې په نورو هېوادونو کې لږ بازار لري. په پاکستان کې یو شمیر فابریکې یوازې د افغانستان لپاره تولیدات لري او د افغانستان څخه د تقاضا کمېدل به دا فابریکې د افلاس کېدو خطر سره مخ کړي. دا به په پاکستان کې د GDP او د مالیې عوایدو کمښت او د بیکارۍ زیاتوالي لامل شي – په ځانګړي توګه په پیښور، بلوچستان او لاهور سیمه کې، چیرې چې ډیري داسې فابریکې موقعیت لري.[12] له بلې خوا د صادراتو کمښت به د پاکستان د سوداګرۍ توازن کې لوی کسر رامینځته کړي، پدې معنی چې لږ بهرني اسعار به پاکستان ته ننوځي. دا به د پاکستان روپۍ نوره هم ټیټه کړي، کوم چې کولی شي په پاکستان کې انفلاسیون زیات کړي.

د ارزانه افغاني میوو، سبزیجاتو او معدني او غیر معدني خامو موادو نشتوالی به د پاکستان په بازارونو کې د لوړو بیو او کمښت لامل شي. څرنګه چې افغانستان او پاکستان اوږده پوله لري، نو د تاوتریخوالي څخه رامینځته شوي ستونزې کولی شي د قاچاق او غیرقانوني فعالیتونو زیاتوالي لامل شي. همدارنګه، د بدیلو لارو له لارې د توکو لیږد به د ټرانزیټ او د هغې سره تړلي خدماتو سلسلې څخه د پاکستان عاید په جدي توګه کم کړي او په ټولیز ډول، پاکستان به په سیمه کې نور هم منزوي شي او د منځنۍ آسیا مخ پر ودې بازارونو ته به یې لاسرسی ډیر ستونزمن او ګران وي.[13]

د افغانستان پر اقتصاد یې اغېزې

متقابلې پالیسۍ په افغان اقتصاد هم ژورې اغیزې لري. د هغه هېواد لپاره چې د سوداګرۍ کسر یې له ۷۵ سلنې څخه ډیر وي، دا اغیزې کولی شي د صادراتو کمښت، د ټرانزیټ عوایدو کمښت، د وارداتو او صادراتو لپاره د نویو بازارونو او لارو موندلو کې ستونزې او په سیمه کې د هېواد د سوداګرۍ او ټرانزیټ موقعیت له خطر سره مخ کولو په څېر ادرسونو له لارې څرګند شي، چې د افغانستان په اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت منفي اغیزه کوي.

لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، پاکستان د افغان سوداګریزو توکو لپاره ترټولو لوی واردونکی دی. په لنډ او منځمهاله موده کې، د دې بازار له لاسه ورکول به د افغانستان اقتصاد ته لوی زیان وي. دا زیان د صادراتو عوایدو د کمښت له امله رامینځته کیږي – کوم چې هېواد ته د بهرنیو اسعارو په بڼه راځي. د تصور وړ دی او کولی شي د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې او GDP کمه کړي. د تولید په سلسله کې متشبثین او کارګران به هم د پاکستاني بازار له لاسه ورکولو څخه سخت اغیزمن شي او خپلې دندې به له لاسه ورکړي. لکه څنګه چې یادونه وشوه د صادراتو په کمېدو  د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې به کمې شي، کوم چې کولی شي د افغانیو په ارزښت منفي اغیزه وکړي او د انفلاسیون د زیاتوالي لامل شي. انفلاسیون به بیا په حتمي ډول د ټیټ عاید او ثابت عاید لرونکو ډلو لپاره منفي اقتصادي او ټولنیزې پایلې ولري، چې د دوي معیاري ژوند به په جدي توګه اغیزمن کړي.

حکومت د خصوصي سکتور سره په ګډه کار کولو کولی شي په اوږد مهال کې د خپلو سوداګریزو محصولاتو لپاره نوي بازارونه او لارې ومومي او د معیارونو په ښه کولو سره کولی شي خپل توکي نوي بازارونو ته وړاندې کړي او منفي اغیزې کمې کړي. تړلې پولې او په دواړو هېوادونو کې ناڅرګندې پالیسۍ د منځنۍ آسیا بازارونو ته د پاکستان لاسرسی ستونزمن او قیمته کړي، چې ترڅنګ یې افغانستان د ټرانزیټ عوایدو څخه هم محرومیږي. د افغانستان په څېر هیواد لپاره، د عوایدو ټولې سرچینې په ځانګړې توګه د ټرانزیټ عواید مهم دي. د ټرانزیټ کمېدل هم په بندرونو او لویو لارو کې اړوندو کاري دندو باندې منفي اغیزه لري. د منځنۍ آسیا هېوادونه چې د دې ټرانزیټې لارې د تړلو څخه اغیزمن کیږي ممکن بدیل لارو لکه پاکستان-ایران-مرکزي آسیا یا پاکستان-چین-مرکزي آسیا ته مخه کړي. د لنډې مودې لپاره دا لارې د افغانستان ځای نیولو توان لري؛ مګر که د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ ستونزه د نامعلومې مودې لپاره حل نشي، دا لارې کولی شي په منځني او اوږد مهال کې د افغانستان ځای ونیسي. دا وضعیت د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک خطر ګڼل کیږي او د هېواد د اقتصاد محوره پالیسیو او د افغانستان په سیمه ییز مرکز بدلولو اهدافو سره په ټکر کې دی.

لکه څنګه چې یادونه وشوه، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او د سوداګرۍ کسر یې له ۷۵ سلنې څخه ډیر دی. دا پدې مانا ده چې د خلکو د هوساینې ډاډ ترلاسه کولو او نرخونو ټیټ ساتلو لپاره، وارد شوي توکي باید د لنډې ممکنه لارې له لارې هېواد ته داخل شي ترڅو د دوي وروستۍ بیه لوړه نشي. په اوسني حالت کې که چیرې پاکستاني محصولات د ایران له لارې افغانستان ته داخل شي، نو د دوي وروستۍ بیه به لوړه شي. دا د افغان مصرف کوونکو په زیان ده او په یو ډول د اسلامي امارت لخوا اعلان شوي پالیسیو د نه تطبیق معنی لري؛ یعني په پاکستان باندې دوامداره تکیه، مګر په لوړه بیه.

که چیرې د ایران له لارې د دغو توکو د واردلو مخه ونیول شي او سوداګر ونه شي کولی چې د نورو هېوادونو بدیل توکي چمتو کړي، نو ډیر ژر به په بازار کې د دغو توکو کمښت رامنځته شي، چې د دوي د بیو یا ورته توکو د زیاتوالي لامل به شي، چې د هېواد په غریبو او منځنۍ طبقې باندې به اقتصادي فشار زیات کړي. دا یادونه د ایران له لارې پاکستان ته د افغان صادراتو لپاره هم حتمي ده.

افغانستان اوس مهال د ایران هېواد د چابهار او عباس بندرونو له لارې او همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو له لارې د وارداتو او صادراتو په لټه کې دی. که څه هم د نړیوالو بندیزونو له امله د ایران لاره په منځني او اوږد مهال کې ناڅرګنده ده او د بار وړونکو شرکتونه او بانکونه د متحده ایالاتو د بندیزونو سره د مخ کېدو څخه د مخنیوي لپاره د دې بندرونو کارولو څخه ډډه کوي، ولې د چابهار بندر لپاره معافیت بیا د راتلونکي کال تر پیل پورې غځول شوی او حکومت هڅه کوي چې دا معافیت ته دوام ورکړي. [14]

د لنډمهال لپاره او اوسنیو شرایطو ته په پام سره دا لاره د افغانستان لپاره سمندر ته د لاسرسي ترټولو لنډه لاره ده. د یادولو ده چې د افغانستان صادراتي توکي، چې پخوا پاکستان ته صادرېدل، اوس لپاره په ایران کې د پام وړ بازار نلري. په هرصورت افغانستان کولی شي د منځنۍ آسیا د لارو له لارې چین او اروپا ته لاسرسی پیدا کړي. د صادراتو خنډونو د لرې کولو لپاره، اسلامي امارت په فعاله توګه په نویو هوایي لارو او نویو تعرفو کار کوي، او په دې وروستیو کې یې د هوایي ترانسپورت نوې تعرفې کمې کړې دي.

که څه هم په ځینو برخو کې نوي هوايي او ځمکني لارې ګړندۍ دي، خو ډېرې ګرانې هم دي او د وارداتي او صادراتي توکو لګښت به زیات کړي. هوايي لارې هیڅکله د ځمکنیو او سمندري لارو ځای نشي نیولی او یوازې د ځانګړو توکو او په استثنایی شرایطو کې کارول کیږي. په تېرو لسیزو کې د منځنۍ آسیا محصولاتو سره د پاکستاني اوړو او غنمو د ځای په ځای کولو تجربه په پاکستان باندې د تکیې کمولو یوه ښه بیلګه ده.[15] د معیاري زیربناوو او ترانسپورتي شبکو نشتوالی هم ستونزه زیاتوي او د نویو پالیسیو پلي کول ستونزمن کوي.

پایله

افغانستان او پاکستان ډیری مشترکات لري مګر د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې په تېرو اوو لسیزو کې ترینګلې او د متقابل باور نشتوالی لري. د دوه اړخیزو تړونونو او نړیوالو نورمونو برخلاف، پاکستان تل خپلې پولې د مختلفو بهانو لاندې د افغان سوداګرۍ او ټرانزیټي توکو لپاره تړلي دي، په ځانګړي توګه د افغانستان د مېوو د صادراتو په موسم کې، چې په پایله کې یې د افغانستان اقتصاد ته ملیونونه ډالر زیان رسیدلی. سربیره پردې پاکستان د افغانستان سره په خپلو سوداګریزو اړیکو کې غیر ضروري بیوروکراسي، تبعیضي قوانین او د تړون پر بنسټ غیر مقررات پلي کړي دي، لکه د افغان سوداګرو د توکو لپاره بندرونه تړل، د پاکستان له لارې له هند سره د سوداګرۍ په وړاندې خنډونه رامینځته کول، په بندرونو کې د خطرونو د مدیریت غیر مؤثر سیسټم، د توکو د بندولو او باج اخیستلو لپاره د ډیر او غیر عادلانه فیس راټولول او په سرحدونو کې ډیر امنیتي تدابیر، چې د افغان توکو لګښت یې لوړ کړی دی. دا تکراري غیر اخلاقي چلندونه، د سوداګرۍ سیاسي کولو سره، د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په سوداګرۍ تکیه کمولو لپاره د اصلي لاملونه دي.

د پاکستان لاره د لسیزو راهیسې د افغانستان اصلي سوداګریزه لاره وه، د صادراتو او وارداتو دواړو لپاره  هند او فارس خلیج هېوادونو ته ترټولو لنډه لاره ده؛ له همدې امله دا تر ټولو ارزانه لاره ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړیکو ځنډول به دواړو خواوو ته زیان ورسوي، مګر څرنګه چې د افغانستان اقتصاد د پاکستان په پرتله خورا کمزوری دی، نو د افغانستان لپاره زیان به ډیر شدید او محسوس وي. په هرصورت اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره فرصتونه او ننګونې له ځان سره راوړي. د حکومت لپاره فرصت دی چې د خصوصي سکتور سره په همکارۍ کې نوي سوداګریزې لارې او شریکان ولټوي او افغانستان د تل لپاره په پاکستان باندې له تکیه کولو څخه وژغوري. مګر دا پروسه اسانه نه ده؛ افغانستان باید سخت دوره وزغمي او تر فشارونه تحمل کړي، چې دغه موخه یوازې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ همغږۍ او د خلکو ملاتړ سره ممکن دی.

وړاندیزونه

۱. سیاست او اقتصاد باید جلا شي او د افغانستان سوداګریزې لارې باید په تدریجي ډول او د یوې غور شوې ستراتیژۍ پر بنسټ بدلې شي ترڅو نوي انحصارونه رامینځته نشي.

۲. د فشار پالیسۍ لکه له پاکستان سره د اړیکو پرې کول باید په لنډمهاله توګه، په قصدي ډول او د خصوصي سکتور او اقتصادي کارپوهانو په مشوره وکارول شي.

۳. حکومت باید بدیلې سوداګریزې لارې ولټوي، د سوداګرۍ پروسه ساده کړي، او د اغیزمنو خلکو  په ځانګړي توګه بزګرانو او صادرونکو ملاتړ وکړي.

۴. د افغانستان د ټرانزیټ موقعیت  د اهمیت ساتلو لپاره، د منځنۍ آسیا هېوادونو سره فعاله ډیپلوماسي او د ترانسپورت دهلیزونو او زیربنایی پروژو باندې جدي کار اړین دی.

۵. اسلامي امارت باید سیمه ییز شریکان زیات کړي، په پاکستان باندې د انحصار کمولو لپاره له موجوده فرصتونو څخه کار واخلي او په ورته وخت کې د ټیټ کیفیت لرونکي پاکستاني توکو د واردولو مخه په کلکه ونیسي.

منابع

[1] VIF India. (n.d.). Afghanistan-Pakistan transit trade. Vivekananda International Foundation. link

[2] World Trade Organization. (n.d.). Including land-locked developing countries: What is the WTO?. link

[3] TOLOnews. (2023, November 10). Afghanistan-Pakistan trade agreement extended despite ongoing challenges. link

[4] Al Jazeera. (2017, February 19). Chaos follows Pakistan-Afghanistan border closure. link

[5] Arab News. (2021, November 2). Pakistan, Afghanistan open Chaman border crossing after nearly a month. link

[6] Al Jazeera. (2023, September 6). Main Afghanistan-Pakistan border crossing closed after guards exchange fire. link

[7] Pakistan Today. (2025, October 25). Pakistan suspends Afghan transit trade indefinitely amid security concerns. Pakistan Today. Retrieved from link

[8] قدیری، ل. (۱۴۰۴ / ۸ ۲۱). تأکید معاون اقتصادی ریاست‌الوزر ا بر ایجاد راه‌های بدیل تجاری به‌جای پاکستان. TOLOnews. بازیابی‌شده از  لینک

[9] Ministry of Foreign Affairs (Pakistan). (n.d.). Kabul bilateral trade. Retrieved November 19, 2025, from link

[10]BBC Persian. (2025, November 18). حکومت طالبان از آمریکا خواست که معافیت شش ماههٔ بندر چابهار را تمدید کند. Retrieved from link

[11] Islamabad Strategic Studies & Research Association. (2025, October 9). Prospects of Pakistan-Afghanistan Free Trade Agreement. Retrieved November 19, 2025, from link

[12] fghan Studies Center. (2025, October). Pakistan–Afghanistan border closure: Economic impact at a glance. Retrieved November 18, 2025, from link

[13] Moneycontrol World Desk. (2025, November 16). Why Afghanistan’s Torkham border closure is a major blow to Pakistan. Moneycontrol. Retrieved November 18, 2025, from LINK

[14] قدیری، ل. (۱۴۰۴، ۱۹ عقرب). تمدید معافیت هند از تحریم‌های بندر چابهار؛ فرصت تازه برای تجارت افغانستان. طلوع‌نیوز. بازیابی شده از لينک

[15] BBC Dari. (2024, June 15). افغانستان چگونه وابستگی خود به گندم پاکستان را به صفر رساند؟ Retrieved November 19, 2025, from link

د سیاسي سیالیو پرمهال د افغانستان او پاکستان سوداګري: د وروستیو ترینګلتیاوو اقتصادي تحلیل

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top