د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې ناستې ته یوه کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې ناستې ته یوه کتنه
  • د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزو ناستو مخینه
  • موخې او کړنلارې
  • لاسته راوړنې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال د ثور پر ۲۰مه  کابل د چین او پاکستان د استازو د شتون شاهد و. د راپورونو له مخې، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په کوربتوب د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي یو شیاوینګ او د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان د ځانګړی استازي محمد صادق خان ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه. په دې غونډه کې موافقه وشوه چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ شپږمه درې اړخیزه غونډه، چې د دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ترسره کیږي، ډېر ژر به په کابل کې جوړه شي. همدارنګه د چین استازي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته هم په رسمي ډول بلنه ورکړه چې ژر چین ته سفر وکړي. سربېره پردې، د اسلامي امارت د چارواکو، سراج الدین حقاني او د سوداګرۍ وزارت هییت په ګډون د چین او پاکستان د استازو ترمنځ نورې غونډې هم وشوې. دې غونډو ته په پام سره، موږ کولی شو پوښتنه وکړو چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې غونډې له کومه ځایه پیل شوې، د هغې د اعلان شویو او عملي اهدافو محورونه څه دي او کومې لاسته راوړنې ورسره تړلې دي؟ د دې بحث په دوام کې، هڅه شوې چې دې پلیټ فارم ته په کتو پورته ذکر شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي.

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزو ناستو مخینه

دغه درې اړخیزه غونډه چې په دې وروستیو کې په کابل کې ترسره شوه، د هغو غونډو د لړۍ یوه فرعي غونډه وه چې د چین حکومت لخوا پیل شوې او لومړۍ غونډه یې په ۲۰۱۷ کال کې د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ترسره شوې وه.[1] دوهم پړاو یې په ۲۰۱۸ کال په کابل کې ترسره شو،[2] او دریم پړاو یې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ترسره شو.[3] د کرونا ویروس د خپرېدو له امله، د چین په کوربتوب د درې اړخیزو خبرو اترو څلورم پړاو په انلاين بڼه ترسره شو. د دې لړۍ پنځمه غونډه په ۲۰۲۳ کال کې په اسلام آباد کې وشوه.[4] لکه څنګه چې مخکې وویل شول، څو ورځې وړاندې د پاکستان او چین د استازو او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ په یوه غونډه کې موافقه وشوه چې د پورته ذکر شویو درې اړخیزو خبرو اترو شپږم پړاو به ډېر ژر د بهرنۍ چارو د وزارت په کوربتوب په کابل کې ترسره شي.[5] د یادونې وړ ده چې د دې خبرو اترو څلور پړاوونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې په افغانستان کې جمهوري نظام نافذ و او پنځم پړاو یې په افغانستان کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ترسره شو. د خبرو اترو د دې لړۍ شپږم پړاو، چې ټاکل شوې په کابل کې ترسره شي، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د افغان حکومت لخوا د کوربه توب لومړۍ پړاو دی.

موخې او کړنلارې

پر افغانستان د امریکامتحده ايالاتو له یرغل او په هېواد کې د لویدیځ په ملاتړ او اداره کېدونکي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، چین، که څه هم په پیل کې یې افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو څخه خوښ او راضي و، خو دا چې په ژوره توګه د افغانستان په چارو کې ښکیل شي پاتې راغی. د دې دلیل د چین په اړه د متحده ایالاتو په لویه کچه د سیالۍ لید دی. ځکه چې چین د اقتصادي ودې او د ټیکنالوژیکي ځواک د زیاتوالي په برخه کې د مخکښ هېواد په توګه د متحده ایالاتو لپاره یو خطرناک سیال تعریف شوی. له همدې امله، چینایانو ته چې په ګاونډ کې موقعیت لري په افغانستان کې د رول لوبولو لپاره لږ فرصت ورکړل شو. که څه هم چینایانو د لوګر د عینک د مسو کان د استخراج لپاره له افغان حکومت سره یو لوی قرارداد لاسلیک کړ، خو دا پروژه د متحده ایالاتو لخوا د غیر مستقیم خنډونو له امله هیڅکله پلې نه شوه.

له ۲۰۱۴ کال وروسته، په افغانستان کې د متحده ايالاتو پوځي رول کم شو، خو په ورته وخت کې، د پاکستان سره د افغانستان د اختلافاتو شتون او په افغانستان کې د جګړې شدت چین د افغان سېمې څخه ډیره ویره پیدا کړه. داسې وضعیت د چین لپاره د زیاتې اندیښنې لامل شو ځکه چې په افغانستان کې د جګړې چټک زیاتوالی او د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اختلافاتو شدت چین ته تر ټولو ډیر زیان رسوي، چېن د افغانستان او پاکستان په ګاونډ کې د بل هر هېواد په پرتله په افغانستان کې د جګړې له شتون څخه ډیر اغیزمن شوی. همدارنګه د چین لوې اقتصادي پروژې، په ځانګړې توګه د ټرانزیټ، سوداګرۍ او د کاني سرچینو استخراج په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ وې. له هغه روانو مسلو څخه یو تحلیل دا و چې په افغانستان کې د جګړې او په سیمه ییزه کچه د ناامنۍ د ودې اصلي لامل د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات دي. د دې انګیرنې په پام کې نیولو سره، چینایانو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې لپاره د بنسټیز حل په لټه کې دی، د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو په بڼه یې په درې اړخیزه کچه یو نوښت پیل کړ.

له همدې امله، د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو غونډو تر ټولو مهم اعلان شوی هدف دا و چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي ترڅو خپل اختلافات حل کړي. په همدې اساس، بیان شوي اهداف په پیل کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو په ځانګړې توګه د سرحدي شخړو، سیاسي توپیرونو او په افغانستان کې د جګړه ییزو ډلو په اړه د دواړو هېوادونو د مختلفو نظرونو په برخو کې د حل لپاره د بنسټیزو لارو چارو لټول وو. د درې اړخیزې غونډې لپاره د اعلان شویو اهدافو بل ګام د افغانستان، پاکستان او چین د دریو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا وه، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول، د ټرانزیټي تړونونو لاسلیک کولو او د چین د ټرانزیټ او ترانسپورت زیربنایی پروژو په ځانګړې توګه د کمربند او سړک پروژې په چوکاټ کې د افغانستان مدغم کول و. په عمومي توګه، د درې اړخیزو غونډو د پروسې په رامنځته کولو سره، چینایانو لومړی هڅه وکړه چې د منځګړیتوب د اصل پر بنسټ د افغانستان او پاکستان دریځونه سره یو یا هم نږدې کړي، بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ په اختلافي مسلو کې موافقې لاسلیک کړي او په دریم پړاو کې، د دریو هېوادونو د ګډ امنیت او اقتصادي ادغام ډاډمن کولو لپاره د اجرایوي میکانیزمونو په لټه کې شي او همدارنګه د سیمه ییزو مسلو په اړه د دریو هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. افغانستان او پاکستان دوه هېوادونه، چې له کلونو راهیسې له اختلافاتو او کړکیچونو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچنه فضا د سیاسي همغږۍ او د هغو وړتیاوو او ظرفیتونو د متقابل اقتصادي کارونې اساس له منځه وړی چې هر یو یې یو بل لپاره لري، د چین په څیر د یو ځواکمن هېواد منځګړیتوب، د دوي ترمنځ د اختلافاتو د حل یا لږ تر لږه کمولو لپاره د مثبت ګام په توګه ارزولی شو او د دې ښه لیدلوري سره، دوي د چین د خبرو اترو نوښت هرکلی کړی دی. په دې توګه، درې واړو هېوادونو په ډېر لیوالتیا سره د دې خبرو اترو پنځه پړاوونه ترسره کړي دي او شپږم پړاو به یې ډېر ژر ترسره شي.

که څه هم د دغو دریو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د لړۍ اعلان شوي اهداف په عمومي ډول د اختلافاتو حل کول، د سیمه ییز امنیت د ډاډمن کولو لپاره لارې چارې لټول، د ناامنۍ د لاملونو مخنیوی، د درې اړخیز اقتصادي ادغام اسانتیا او د دریو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ د رامنځته کولو لپاره لارې چارې لټول وو، لیکن په افغانستان کې د بدلیدونکي وضعیت او د پخواني حکومت د سقوط او د اسلامي امارت د راتګ سره او د لویو اعلان شویو اهدافو د ساتلو او هم د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په میکانیزمونو او طریقو کې توپیرونه او بدلونونه راڅرګند شول، ځکه کوم ماهوي بدلونونه چې په افغانستان کې راغلل له ځان سره يې د نظريو بدلون هم راوست په ځانګړي ډول د نا امن کوونکو ډلو او درې اړخيز اقتصادي ادغام په اړه.  په تېرو وختونو کې چینایانو په دې برخه کې تر ټولو زیاتې هڅې کړې دي ترڅو د افغانستان او پاکستان دواړه حکومتونه سره نږدې کړي او د ناامنۍ د راینځته کوونکو ډلو په وړاندې د دواړو هېوادونو دریځونو ته سمون ورکړي او د چین په منځګړیتوب او د پاکستان په همکارۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د خبرو اترو لپاره فضا رامنځته کړي، خو د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د سولې بحث تقریبا له اجنډا څخه لرې شو. د امنیت په برخه کې، دا مسله چې څنګه په افغانستان کې د کوچنیو ډلو پر وړاندې په ګډه مبارزه وشي او تر ټولو مهمه دا چې په پاکستان کې د ټي ټي پي او په افغانستان کې د داعش په څېر ډلو شتون، جدي مسلې ګرځیدلي چې درې واړه خواوې باید ورسره د چلند په اړه ګډې موافقې ته ورسیږي. همدارنګه په اقتصادي اړخ کې، د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته چینایانو د CPEC اقتصادي دهلیز کې د کمربند او سړک پروژې سره د افغانستان د نښلولو له لارې د افغانستان اقتصادي ادغام ته پاملرنه وکړه.

په طبیعي ډول، د دریو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو په لید کې تعریف شوي او اعلان شوي امنیتي، اقتصادي او سیاسي اهدافو وراخوا، په دې خبرو اترو کې د دریو هېوادونو په ځانګړې توګه چین لخوا نا اعلان شوي یا پلي شوي طریقې او اهداف تعقیب کیږي. په پیل کې، چینایانو هڅه کوله چې داسې یو نوښت رامنځته کړي چې په عمومی توګه په افغانستان کې د متحده ایالاتو په شتون سربېره نفوذ ترلاسه کړي. دا پدې مانا ده چې چینایان د افغانستان او پاکستان دواړو ګاونډ کې دی، خو د افغانستان پورې اړوند مسلو په حاشیه کې وو، نو د حاشیې څخه مرکزي نقطې ته د ننوتلو لپاره یې د درې اړخیزې غونډې نوښت چې په دې برخه کې یوه ګټوره وسیله کیدی شي په لاره واچوله. د امنیت له پلوه، د چینایانو اصلي اندېښنه د ترهګرو ډلو د شتون سربیره، د دوي په ګاونډ کې د متحده ایالاتو شتون و. له همدې امله، د مسلو د نږدې پوهاوي ترلاسه کولو لپاره، دوی درې اړخیز نوښت پیل کړ. له افغانستان څخه د امریکامتحده ايالاتو له وتلو وروسته، چین ته ډیر فرصت په لاس ورغی ترڅو افغانستان ته ځان نور هم نږدې کړي، یوه له غوره لارو څخه دا وه چې د همدې خبرو اترو له لارې له پاکستان سره جوړجاړی وشي. په اوس وخت کې چې امریکا ظاهراً د افغانستان له مسایلو څخه په مستقیم ډول لرې شوې ده، هند هڅه کوي چې د ایران په چابهار بندر کې د پانګونې له لارې یا په خپلواکه توګه له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو له لارې ځان اسلامي امارت ته نږدې کړي. بل طرف ته چین او پاکستان په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې د هند د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي او په افغانستان کې د هند شتون، یوازې ډیپلوماتیکو اړیکو پورې محدود کړي.[6]

یو بل بحث چې په دې شرایطو کې راپورته کیدی شي هغه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د سیلانیانو پر وړاندې د ترهګریز برید له امله د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې پيل او په دې درې اړخيزه ناسته کې د پاکستان او چین د استازو شتون دی. دا ناشونې ده چې د پاکستاني او چینایي استازو د شتون اصلي دلیل د پورته ذکر شوې موضوع په اړه بحث کول او په دې برخه کې د افغانستان څخه د پاکستان ملاتړ ترلاسه کول وي. بلکې په کابل کې د پاکستاني او چینایي استازو د شتون اصلي دلیل د لویو قضایاوو لپاره پلان جوړول وو چې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوي دي. په هرصورت، پورته ذکر شوې موضوع هم د پروګرام یوه برخه وه او د دواړو هېوادونو استازو شاید د اسلامي امارت چارواکو ته د دې مسلې په اړه سپارښتنې درلودلې وي.

لاسته راوړنې

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو لاسته راوړنې له دوو لیدلورو څخه څېړل کیدای شي: له يو اړخ څخه د غونډو دا لړۍ په عمل کې د خپلو اعلان شویو اهدافو په پلي کولو کې پاتې راغلې ده او له بل اړخ څخه دا درې اړخیزه خبرې اترې د یوې وسیلې په توګه ګڼل کیدای شي چې کولی شي په راتلونکي کې په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې د پام وړ رول ولري. له لومړي نظره، لکه څنګه چې یادونه وشوه، د غونډو دې لړۍ د پام وړ هدف نه دی ترلاسه کړی. په سیاسي ډګر کې، سره له دې چې د غونډې پنځه پړاوونه ترسره شوي، چې درې یې د پخواني افغان حکومت پر مهال او دوه یې د اسلامي امارت پر مهال وې، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو کې پاتې راغلي. په امنیتي برخه کې، د غونډو دا لړۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ناامنۍ د رامنځته کوونکو ډلو او د هغوی سره د ګډې مبارزې په اړه د ګډ تعریف په رامنځته کولو کې پاتې راغلي. په ورته ډول، په اقتصادي برخه کې، پورته ذکر شویو غونډو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته ونه کړه، په ځانګړې توګه د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګرۍ د ټرانزیت په برخه کې. په حقیقت کې، په تېرو غونډو کې شوي تړونونه په راتلونکې غونډه کې له سره خبرې اترې وشوې پرته له دې چې په عمل کې یې لږ اغیز درلود. په بل عبارت، غونډې یوازې د بحث لپاره وې او د غونډې تر ټولو مهمه موافقه دا وه چې د بحث لپاره راتلونکې بله غونډه جوړه شي.

هغه څه چې د پورته ذکر شویو غونډو مثبت فعالیت ګڼل کیدای شي دا دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د ژورو ستونزو سربېره، په تېرو او اوسنيو وختونو کې، غونډې پرته له دې چې خپله ناکامي شي دوام لري. په بل عبارت، د غونډو د دې لړۍ دوام، یو هیله بخښونکی فکتور دی او دا په ګوته کوي چې اړخونه په دې باوري دي چې ستونزې او خنډونه د خبرو اترو له لارې حل کیدای شي. د دې تر څنګ، نور شیان هم شته چې د دې لړۍ د خبرو اترو د امکاناتو په اړه خوشبینانه نظر پیاوړی کوي. لومړی، د دې بحثونو په لړۍ کې ترټولو لویه ستونزه جوړونکی، متحده ایالات و. لکه څنګه چې یې پخوا کاوه، خو اوس د چین لپاره د افغانستان او پاکستان په مسایلو کې دومره ګډوډونکی رول نه لوبوي. دوهم، چین د یو له لویو نړیوالو قدرتونو په توګه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو په حل کې د منځګړي او حتی له دې وراخوا د دریم اړخ رول لوبوي. له همدې امله، د خپلو لوړو وړتیاوو او په پاکستان باندې د لوی نفوذ په پام کې نیولو سره، دا هېواد کولی شي پاکستاني چارواکي قانع کړي چې له افغانستان سره د پخلاینې چلند ته ننوځي. له بلې خوا، چین د اسلامي امارت سره د ښو او پراخو اړیکو په درلودلو سره، دا وړتیا هم لري چې د اسلامي امارت چارواکي وهڅوي چې له پاکستان سره د تاوتریخوالي کمولو لپاره اغیزمن اقدامات وکړي. په ټولیز ډول د دې بحثونو د دریو اړخونو څخه د یو په توګه د چین شتون، په راتلونکي کې د هغې د لوړې کچې بریالیتوب څرګندوي. دریم، افغانستان او پاکستان دواړه باید د اقتصادي پرمختګ لپاره په زیربنایي برخو کې لویې پانګونې په ځانګړې توګه له چین څخه راجلب کړي. دا اړتیا دواړه هېوادونه اړ باسي چې د چین غوښتنو ته پام وکړي. په ځانګړې توګه، چینایان د افغانستان د اقتصادي ادغام لپاره ډېر لیواله دي چې د سی پیک(CPEC) لویې پروژې سره د افغانستان نښلولو له لارې د کمربند او لارې نوښت سره یوځای شي. يقيناً، د داسې يوې لویې موخې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښو او له ستونزو څخه پاکو اړيکو ته اړتيا ده او د دې ګټورو وسايلو څخه يو يې دا درې اړخيزه خبرې اترې کېدای شي.

پایله

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې غونډې په داسې وخت کې ترسره شوي چې افغانستان او پاکستان د خپلو اختلافاتو په اوج کې وو او له بلې خوا، په هېواد کې جګړه مخ په زیاتېدو وه. دا غونډې، چې تر ټولو مهمې موخې یې د سرحدي شخړو د حل له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو کمول وو، په ګډه د ناامنۍ د رامنځته کوونکو ډلو سره مبارزه او د اقتصادي تړونونو لاسلیک کول وو، په ټولیزه توګه یې پنځه پړاوونه وهلي دي. که څه هم دغو غونډو د مطلوبو اهدافو په ترلاسه کولو کې کومه محسوسه اغیزه نه درلوده، خو دا غونډې چې د چین ځواکمن هېواد لخوا پیل شوې، د هغه پاملرنې او لویو وړتیاوو سره چې دا هېواد یې لري او همدارنګه په پاکستان باندې د ژور او پراخ نفوذ او د اسلامي امارت سره د صمیمانه او دوستانه اړیکو سره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او د افغانستان، پاکستان او چین د دریو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې همکارۍ د ودې لپاره، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې، د یوې ګټورې وسیلې په توګه ګڼل کیدای شي. البته، د هغو مطلوبو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره چې په درې اړخیزو غونډو کې په پام کې نیول کیږي، د چین د هڅو سربیره، افغانستان او پاکستان باید اغیزمن او د باور جوړونې اقدامات هم وکړي. افغانستان او پاکستان، دوه هغه هېوادونه چې اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې د دوی ترمنځ ښو اړیکو پورې اړه لري، باید د خپلو اختلافاتو د حل لپاره اغیزمن او عملي ګامونه پورته کړي. دا د یادونې وړ ده چې که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چین د منځګړیتوب په اړه خوشبیني شتون لري، خو دا باید له پامه ونه غورځول شي چې چین د داسې اقداماتو له لارې د افغانستان له ډګر څخه د خپلو سیالانو د له منځه وړلو هڅه کوي. له همدې امله، افغانستان ته اړینه ده چې په دې برخه کې یو تدبیر ولري، ترڅو د چینایي تاسیساتو څخه د کار اخیستلو په ساتلو سره، د هغه هېواد د دوکې په جال کې ونه لویږي او یو ځل بیا د چین او د هغه د سیمه ییزو سیالانو لکه هند او د هغه د نړیوالو سیالانو لکه متحده ایالاتو ترمنځ د منفي سیالۍ ډګر شي.

وړاندیزونه

د پورته موضوعاتو په پام کې نیولو سره، پدې اړه څو وړاندیزونه کیدای شي:

۱. څرنګه چې افغانستان او پاکستان له کلونو راهیسې له يو او بل سره خرابې اړيکې لري، درې اړخیزې خبرې اترې، چې اصلي پیل کونکی یې چین دی، د دواړو هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د دوی ترمنځ د ستونزو د حل لپاره له هغې څخه ډیره ګټه پورته کړي؛

۲. د چین سره په ملګرتیا کې د افغانستان او پاکستان لپاره لوی اقتصادي فرصتونه شتون لري چې دواړه هېوادونه کولی شي د خپلو اړیکو په بیا رغولو سره ترې ګټه پورته کړي؛

۳. که څه هم چین یو ښه منځګړی دی، خو اسلامي امارت باید ډیر محتاط وي ترڅو پاکستان د چین د منځګړیتوب رول څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او خپله اراده په افغانستان باندې تحمیل نه کړي.

۴. سره له دې چې اسلامي امارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د چین د منځګړیتوب هڅې ستايي، خو په دې برخه کې هم باید محتاط وي، داسې نه چې په یو اړخیزه توګه د چین په جال کې راګیر شي او په دې توګه د نورو قدرتونو منفي غبرګونونه راوپاروي.

۵. هند هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې افغانستان ورسره تر ډیره اقتصادي اړیکې لري او باید پاملرنه وشي او ډاډ ترلاسه شي چې چین او پاکستان ته ډېر نږدې والی د افغانستان او هند اړیکو ته زیان ونه رسوي.

سرچینې

[1]. برگزاری نشست سه‌جانبه افغانستان، پاکستان و چین در شهر بیجنگ. تاریخ نشر ۵ جدی 1396. قابل دسترسی

https://tkg.af/2017/12/26/%D9%86%D8%B4%D8%B3%D8%AA-%D8%B3%D9%87%E2%80%8C%D8%AC%D8%A7%D9%86%D8%A8%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D8%8C-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%88-%DA%86%DB%8C/44718/

[2]. Pakistan, China, Afghanistan hold second trilateral dialogue in Kabul. December 16, 2018. Available at: https://www.tehrantimes.com/news/430678/Pakistan-China-Afghanistan-hold-second-trilateral-dialogue

[3]. Third China, Afghanistan, Pakistan Trilateral Meeting to be Held in Islamabad. September 6, 2019. Available at: https://www.ariananews.af/third-china-afghanistan-pakistan-trilateral-meeting-to-be-held-in-islamabad/

[4]. Islamabad Hosts Fifth Round of China-Pakistan-Afghanistan Trilateral Dialogue. May 6, 2023. Available at: https://thefridaytimes.com/06-May-2023/islamabad-hosts-fifth-round-of-china-pakistan-afghanistan-trilateral-dialogue

[5]. Afghanistan, Pakistan and China agree to hold sixth round of FMs’ talks in Kabul. May 10, 2025 available at: https://www.ariananews.af/afghanistan-pakistan-and-china-agree-to-hold-sixth-round-of-fms-talks-in-kabul/

[6]. Shahabullah Yousafzai. Pak, “China pushes regional shift with Afghanistan”. May 11, 2025. https://tribune.com.pk/story/2545182/pak-china-push-regional-shift-with-afghanistan

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې ناستې ته یوه کتنه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top