د متحده ايالاتو او هند سوداګريزه جګړه او پر سيمه يې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د متحده ايالاتو او هند سوداګريزه جګړه او پر سيمه يې اغېزې
  • د هند او متحده ايالاتو ترمنځ د سوداګريزې جګړې مخينه
  • پر هند د متحده ايالاتو له لوري د تعرفې د لوړولو لاملونه
  • پر سيمه يې اغېزې
  • پايله
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ سړه جګړه پيل شوه او په دغه جګړه کې هند د متحده ايالاتو خلاف له شوروي اتحاد سره ولاړ و، تر دې چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د بريد پرمهال هند د مجاهدينو په مقابل کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له برید څخه ملاتړ وکړ. په دغه دوره کې پاکستان بيا له متحده ايالاتو سره د دوستې تړون درلود[1] او په افغانستان کې يې د شوروي اتحاد پر وړاندې له مجاهدينو ملاتړ کاوه. په سيمه کې متحده ايالاتو له پاکستان سره په دې موخه اړيکې نږدې کړې او اقتصادي او پوځې مرستې يې ورسره کولې ترڅو د شوروي اتحاد په مقابل کې يې له ځان سره ودروي او د پاکستان له لارې په افغانستان کې شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي. کله چې سړه جګړه پای ته ورسېده او متحده ايالاتو نور پاکستان ته اړتيا نه درلوده، نو هند ته يې مخه کړه تر څو د هند له لوی سوداګريز مارکيټ څخه د اقتصادي موخو لپاره ګټه واخلي، يعنې له ۱۹۹۱ز. کال وروسته د هند او متحده ايالاتو په اړيکو کې نږديوالی پيل شو، خو په ۱۹۹۸ز. کال کې کله چې د هند له لوري اتومي وسله جوړه شوه، نو دغه اړيکې يو ځل بيا سړې شوې او متحده ايالاتو پر هند بنديزونه ولګول، خو کله چې د سپتمبر يوولسمې پېښه وشوه او متحده ايالاتو پرېکړه وکړه چې پر افغانستان بريد وکړي، نو په دغه سيمه کې يې د پاکستان او د هند د ملاتړ لپاره له دغو هېوادونو بنديزونه لرې کړل او د هند او متحده ايالاتو اړيکې عادي حالت ته راغلې او دغه عادي اړيکې هغه مهال په ملګرتيا بدلې شوې کله چې دواړو هېوادونو په ۲۰۰۵ز. کال د جولای په مياشت کې د ستراتيژيکې ملګرتيا تړون لاسليک کړ. [2]   له دغه تړون وروسته دواړو هېوادونو له يو بل سره نږدې اړيکې پاللې او ان متحده ايالاتو په سيمه کې د چين پر خلاف هند خپل متحد ګڼي، خو د ۲۰۲۵ز. کال په اګست مياشت کې د متحده ايالاتو ولسمشر ټرمپ له دې امله پر هند سوداګريزه تعرفه لوړه کړه چې هند له روسيې څخه تيل اخلي او روسيه بيا پر دغو پېسو په اوکراين کې جګړه کوي، د دغې تعرفې له لوړولو وروسته د هند لومړی وزير نريندر مودي پريکړه وکړه چې چين ته به سفر وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان  په غونډه کې به برخه واخلي، که دا سفر ترسره شي، نو دا به په تېرو اوو کالو کې لومړی ځل وي چې مودي چين ته سفر کوي. له دې وروسته متحده ايالاتو پر هند تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه کړه او دې کړنې د هند او متحده ايالاتو ترمنځ اړيکې ترينګلې کړې. په دغه تحليل کې به پر هند د متحده ايالاتو له لوري د تعرفې د لوړولو پر لاملونو، د دواړو هېوادونو د سوداګريزې جګړې پر مخينې، پر دوه اړخيزو اړيکو د دغې جګړې پر اغېزو او په پای کې به پر سيمه د دغو خرابو اړيکو پر اغېزو بحث وشي.

د هند او متحده ايالاتو ترمنځ د سوداګريزې جګړې مخينه

د ۲۰۲۴ز. کال د شمېرو پر بنسټ هند د متحده ايالاتو لپاره لسم او متحده ايالات د هند لپاره لومړنی سوداګريز شريک دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري په کلني ډول ۱۲۹.۲ ميليارده ډالرو ته رسيږي.[3]

يادونه: د هند سوداګريزه ډيټا د ۲۰۲۳ز. کال او د متحده ايالاتو د ۲۰۲۴ز. کال ده، له همدې امله په شمېرو کې توپير موجود دی.

د ۲۰۲۳ز. کال د شمېرو پر بنسټ متحده ايالات د ۴۷ ميليارده ډالرو په ارزښت توکي له هند څخه واردوي په دغه توکو کې نيمه قيمتي ډبرې، الکترونکي وسايل، طبي توکي، اتومي ريکټورونه او ماشينونه او د سونګ توکي او تېل شامل دي.

د هند او متحده ايالاتو ترمنځ سوداګريزه جګړه په لومړي ځل په فبروري ۲۰۱۸ ز. کال کې هغه مهال پيل شوه، کله چې ټرمپ د هند له لوري پر امريکايي هارلي ډېوېډسن موټرسایکلونو د لوړې تعرفې له امله نيوکه وکړه او هغه یې ناعادلانه وبلله. هند پر دغه موټر سايکلونو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفې لګولې وه، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو د هندي پر بایسکلونو صفر سلنه تعرفې لګولې وه.

په ۲۰۱۸ز. کال د مارچ په مياشت کې ټرمپ پر هندي فولادو او المونيمو ۲۵ سلنه تعرف ولګوه او دا يې د خپلې پراخې سوداګريزې اجنډا برخه وګڼله، له دې وروسته يې په ۲۰۱۹ز. کال د مارچ په مياشت کې يې Generalized System of Preferences (GSP) تر چتر لاندې د هند ځانګړي امتيازات پای ته ورسول، د دې سيستم لاندې متحده ايالات ځينو هېوادونو ته د دې امتياز ورکوي چې د هغوی ځينې توکي پرته له تعرفې متحده ايالاتو ته داخل شي، کله چې متحده ايالاتو د هند دغه امتياز لغوه کړل، نو امله يې د هندي صادراتو نږدې ۵.۸ میلیارده ډالره ارزښت لرونکي توکي له دې معافیت څخه بې برخې شول[4] چې دا د هند لپاره ستر زيان و.

د دغې سوداګريزې جګړې په دوام ټرمپ تازه د ۲۰۲۵ز. کال د جولای پر دېرشمه نېټه پر هندي توکو ۲۵ سلنه تعرفه لوړه کړه او په دوام يې د دغه کال د اګست پر ۶مه نېټه يې دغه تعرفه ۵۰ سلنې ته لوړه کړه.

پر هند د متحده ايالاتو له لوري د تعرفې د لوړولو لاملونه

د متحده ايالاتو له لوري پر هند د تعرفې لوړول ځينې لاملونه لري چې دلته پرې لنډ بحث کوو.

۱- د هند له لوري له روسيې څخه د تېلو پېرل

په ۲۰۲۴ز. کال کې هند او روسيې ۶۶ ميليارده ډالره دوه اړخيزه سوداګري لرله او دواړو لوريو هوکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ز. کال پورې به دوه اړخيزه سوداګري تر ۱۰۰ ميليارده ډالرو پورې پورته کړي.[5] د رویټرز  د راپور پر بنسټ،  هند د روسیې د خامو تیلو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی، چې د روان ۲۰۲۵ز. کال د جنورۍ څخه تر جون مياشت پورې هر ورځ نږدې ۱.۷۵ میلیونه بېرله تیل وارد کړي دي، چې دا د تېر کال په پرتله ۱ سلنه زیاتوالی ښيي. په ټوله کې د ۲۰۲۴. کال د مارچ مياشتې څخه تر ۲۰۲۵ز. کال د مارچ تر مياشتې پورې هند له روسيې څخه ۵۱.۶۱ ميليارده ډالرو په ارزښت تيل پېرلي دي. هند په نړۍ کې د تېلو درېیم لوی واردوونکی او مصرفوونکی هېواد دی چې د خپل اړتيا وړ ۳۵ سلنه تيل له روسيې څخه پېري.

د اوکراين د جګړې له پيل راهيسې په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ز. کال د جنورۍ مياشتې څخه تر ۲۰۲۵ز. کال د جولای مياشتې پورې هند له روسيې څخه د ۱۱۹.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت تيل پېرلي دي چې په ټوله نړۍ کې له روسيې څخه د تېلو پېرلو له اړخه دويم ستر هيواد دی.[6]

 

د متحده ايالاتو له لوري پر هند تعرفې د لوړلو يو لامل د هند له لوري د روسيې څخه په دومره لوړه کچه د تېلو پېرل دي، ټرمپ په دې باور دی چې هند دغه تېل یوازې د خپلې اړتیا لپاره نه اخلي بلکې دا په نورو نړيوالو مارکيټونو کې پلوري او ګټه پرې کړي او د هند پر دغو پېسو بیا روسيه په اوکراين کې جګړه کوي.

ټرمپ په خپل Truth Social صفحه کې ليکلي: هند نه یوازې د روسیې د تیلو ستره برخه پېري، بلکې په نړيوال بازار کې هغه په لوړه ګټه پلوري، هند ته بې تفاوته ده چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له ماشین څخه څومره خلک وژل کېږي. له همدې امله، زه متحده ايالاتو ته د هند پر را واردېدونکي توکو تعرفه لوړوم.[7]

د ټرمپ له دې خبرو په ډاګه معلومیږي چې پر هند تعرفې د لوړولو يوه لامل د هند له لوري د روسي تېلو پېرل دي.

۲- د سوداګريزو مذاکراتو ناکامېدل

کله چې ټرمپ د دويم ځل لپاره د متحده ايالاتو ولسمشر شو، نو په ۲۰۲۵ز. کال د فبرورۍ په مياشت کې نريندر مودي واشنګټن ته په رسمي سفر لاړ، د دغه سفر پرمهال دواړو لوريو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۰ز. کال پورې به دوه اړخيزه سوداګري تر ۵۰۰ ميليارده ډالرو پورته کوي او په دې هوکړه وشوه چې د دغې سوداګرۍ او اړونده تعرفو د تنظيم لپاره به مذاکرات پيلوي. د ۲۰۲۵ز. کال د مارچ او جولای په مياشتو کې د هند او متحده ايالاتو استازو پنځه دوره مذاکرات وکړل[8] په اوايلو کې داسې معلومیده چې کېدای شي دواړه لوري پر ۱۵ سلنه تعرفې هوکړه وکړي، خو د ټرمپ له لوري ځينې ځانګړې غوښتنې د تعرفې د کمولو په برخه کې د هند له لوري ونه منل شوې او هماغه وو چې مذاکرات بريالي نشول او ټرمپ پر هند لومړی ۲۵ سلنه او بيا يې ۵۰ سلنه تعرفه ولګوله.

۳- پر هند د فشار وسيله

په اوسني بين المللي نظام کې هند هم له سترو قدرتونو څخه ګڼل کېږي او د شوروي اتحاد له وخت څخه د روسيې قوي ملګری پاتې شوی دی. هند غواړي چې د روسيې او متحده ايالاتو ترمنځ په اړيکو کې توازن وساتي او روسيه له لاسه ورنکړي، ځکه د پاکستان په قضيه کې متحده ايالات د هند لپاره د باور وړ ملګری نه دی، ځکه له تاريخي اړخه يې څو ځلې هند غاړې ته کړی او له پاکستان سره يې اړيکې نږدې کړي دي. متحده ايالات غواړي چې د دغه تعرفو له لارې پر هند فشار راوړي تر څو له يوې خوا له روسيې سره خپلې اړيکې د متحده ايالاتو د بهرنۍ پاليسۍ په چوکاټ کې تنظيم کړي، له بلې خوا له ايران سره سوداګريزې اړيکې کمې کړي او تر ټولو مهم فشار له هند سره د سوداګريزو مذاکراتو په برخه کې دی، ټرمپ تل د مذاکراتو پرمهال په مقابل اړخ فشار راوړی تر څو په مذاکراتو کې برلاسی اوسي او لاسته راوړنې ولري، نو متحده ايالات غواړي چې د دغو تعرفو له لارې پر هند فشار راوړي تر څو په سوداګريزو مذاکراتو کې د متحده ايالاتو غوښتنې ومني، خو دا خبره هم د يادولو وړ ده چې کېدای شي د متحده ايالاتو دغه تعرفې او فشارونه د محدود وخت لپاره وي، ځکه متحده ايالات نه غواړي چې د چين په مقابل کې داسې ستر متحد له لاسه ورکړي او هند به هم د متحده ايالاتو د دريځ له نرمېدو سره خپل دريځ بېرته را نرم کړي ځکه هند هم نه غواړي چې د متحده ايالاتو په څېر ستر قدرت له لاسه ورکړي.

پر سيمه يې اغېزې

د متحده ايالاتو ولسمشر ټرمپ د خپلې دويمې دورې پرمهال په بهرني سياست کې د تعرفو د لوړولو سياست ته مخه کړه او تقريباً په نړۍ کې هيڅ هيواد د ده د تعرفو څخه خوندي پاتې نشو. په جنوبي اسيا کې هم ټرمپ پر پاکستان، بنګله دېش او هند د تعرفو لوړولو اعلان وکړ، خو پاکستان او بنګله دېش د ګمرکي تعرفو د خبرو اترو پر مهال د خپلو اقتصادي کمزورتياوو او پراخو ستراتيژيکو ګټو څخه ښه خبر وو. پاکستان او بنګله دېش ډېر محتاط وو او هر يو د امريکا متحده ايالاتو سره د خپلو دوه اړخيزو اړيکو د راتلونکي په اړه اندېښمن وو. له همدې امله يې د ټرمپ تعرفې ومنلې او د سوداګرۍ په برخه کې د تعديلاتو منلو ته تيار شول، تر څو د امريکا متحده ايالاتو سره خپلې اړيکې وساتي او دغه اړيکې لا قوي کړي.

د ټرمپ د تعرفو په برخه کې پاکستان تر ټولو ډېر بريالی ښکاري، د ټرمپ د سوداګرۍ د پلان د عملي کولو او نورو سوداګريزو اړيکو د پراخولو په موخه د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منير متحده ايالاتو ته سفر وکړ او له ټرمپ سره له غرمنۍ وروسته يې له نوموړي سره خبرې اترې بريالې وبللې او د سوداګرۍ او تعرفو په برخه کې يې د ټرمپ ټولې خبرې د راتلونکو ښو اړيکو لپاره ومنلې.

بنګله دېش هم په لومړي سر کې د ۳۷ سلنه تعرفې سره مخامخ شو، چې متحده ايالاتو ته د دې هېواد د ۸.۳ ميليارده ډالرو د صادراتو پر وړاندې يې جدي ګواښ رامنځته کړ، خو بنګله دېش د متحده ايالاتو سره د ښو اړيکو د جوړېدو او يا هم د اړيکو د خرابېدو د مخنيوي په موخه دغه تعرفې ومنلې او سوداګريز اصلاحات يې پيل کړل، چې له امله يې ټرمپ پر دغه هېواد خپله ۳۷ سلنه تعرفه ۲۰ سلنې ته راښکته کړه او بنګه دېش هم د دغو تعرفو څخه بريالی راووت، خو کله چې متحده ايالاتو پر هند تعرفې ولګولې او دليل له روسيې څخه د تېلو پېرل وښودل، نو د هند لومړي وزير نريندر مودي اعلان وکړ چې دوی به د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې عمل وکړي او له روسيې څخه د تېلو پېرلو ته به دوام ورکړي چې د مودي د دې غبرګون له امله د هند او متحده ايالاتو اړيکې د خرابې پر لور روانې شوې.

دا چې سوداګريزې جګړې تر ډېره دوام نه کوي او ډېر ژر بېرته عادي حالت ته راځي، نو د دې امکان شته چې متحده ايالات د هند سره دغه سوداګريزه جګړه ډېر ژر پای ته ورسوي او په جنوبي اسيا کې دغه مهم او قدرتمند متحده له لاسه ورنکړي او بيا چې د ټرمپ سياستونو او پرېکړو ته وګورو، نو دغه سيناريو ډېره عملي ښکاري ځکه ټرمپ تل خپلې پرېکړې ډېر ژر بدلې کړي دي، بل دا چې په منځني ختيځ کې هند د اسراييلو مهم ملګری او د وسلو سوداګريز شريک دی، نو له دې اړخه به هم متحده ايالات هڅه وکړي چې دغه تعرفې بېرته راټيټې کړي، تر څو هند د متحده ايالاتو سره د اړيکو د خرابېدو له امله ايران ته مخه نه کړي چې دا بيا د چين په مقابل کې متحده ايالاتو ته او د ايران په مقابل کې اسراييلو ته زيان رسوي.

البته دويمه سيناريو هم بايد وڅېړو او هغه دا چې ټرمپ له خپلې تعرفې تېر نشي او له هند سره سوداګريزې جګړې ته ادامه ورکړي او دغه اړيکې لا د خرابې لوري ته لاړې شي، نو په داسې حالت کې لاندې قضيې د وړاندوينې وړ دي.

هند په جنوبي اسيا کې د متحده ايالاتو ستر ستراتيژيک ملګری پاتې شوی دی، له هند څخه متحده ايالات د چين پر خلاف ګټه اخلي او په انډوپسفيک کې پر چينايي ګټې ګواښي، نو د دغې سوداګريزې جګړې لومړنۍ اغېزه به پر سيمه دا وي چې کېدای شي چين او هند سره نږدې کړي چې موږ يې يوه نښه عملاً وليدله، نريندر مودي اعلان وکړ چې له اوو کالو وروسته د چين په سفر ځي او هلته به شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون وکړي[9]  او دا اعلان يې له متحده ايالاتو سره د اړيکو له خرابېدو وروسته وکړ.

دويمه موضوع دا ده چې هند به نور هم روسيې ته نږدې شي او دغه نږديوالی به لومړی پر سيمه ييز نظم او بيا پر نړيوال نظام ژور اغېز وکړي، ځکه هند يو داسې قدرت دی چې که د روسيې او متحده ايالاتو په سيالۍ کې هر طرف ته ودرېده هماغه طرف ته تله درنيږي، نو که له متحده ايالاتو سره دغو خرابو اړيکو دوام پېداکړ او ټرمپ شاتګ ونکړ، نو کېدای شي په نړيوال نظم کې ډېر ژر بدلون راشي او متحده ايالات خپله يکه تازي له لاسه ورکړي.

درېيمه قضيه دا ده چې هند تراوسه له ايران سره د متحده ايالاتو د بنديزونو له امله په خلاص لاس اړيکې نشوای ټينګولای، خو که له متحده ايالاتو سره دغو خرابو اړيکې دوام پېداکړ، نو لرې نه ده چې هند به له ايران سره ژورې اړيکې ټينګې کړي او پر پراخو سيمه ييزو پروژو به سره ګډ کار پيل کړي ځکه ايران هم په سيمه کې د انرژۍ ستر صادرونکی هېواد دی او هند دغې انرژۍ ته اړتيا لري، البته يادونه بايد وکړو چې دغه اړيکې به تر ډېره اقتصادي او سياسي وي او په امنيتي برخه کې به هند هڅه ونکړي چې د اسراييلو په خلاف ايران ته نږدې شي.

څلورمه قضیه په سيمه کې د افغانستان او هند د اړيکو ده. د متحده ايالاتو او هند د اړيکو خرابېدل به په افغانستان کې پر حاکم نظام مثبته اغېزه وکړي، ځکه له متحده ايالاتو څخه د هند راشکېدل او له چين، روسيې او ايران سره نږدې کېدل خپله له اسلامي امارت سره د نږدې کېدو په معنی ده، ځکه روسيې اسلامي امارت په رسميت پېژندلی او په ايران او چين ورسره ډېرې نږدې اړيکې لري، نو دغه هېوادونه به هند هم وهڅوي ترڅو له اسلامي امارت سره اړيکې نږدې کړي، سفارت ورته وسپاري او ګډې سيمه ييز پروژې ورسره پلي کړي.

د افغانستان په اړه د دغو اړيکو بل مثبت اړخ دا ده چې کله د ايران او هند اړيکې نږدې کېږي، نو هند به په چابهار بندر کې هم پانګونه ډېره کړي او دغه پانګونه پر افغانستان مثبتې اغېزې لري ځکه افغانستان هم د چابهار پروژې برخه ده او له دغې پانګونې مستفيد کېږي.

پايله

هند د سړې جګړې پرمهال د شوروي اتحاد نږدې متحده او ملګری و او له تاريخي اړخه پاکستان د متحده ايالاتو او هند د روسې ملګری پاتې شوی دی. هنديانو اوس هم په دې باور دي چې متحده ايالات د دوی باوري ملګری نه دی له همدې امله له روسيې سره اړيکې نه پرې کوي او سره د نړيوالو بنديزونو له روسيې څخه په لوړه کچه تيل پېري. تراوسه پورې له روسيې څخه د تېلو پېرلو په اړه متحده ايالاتو ځکه غبرګون نه ښوده چې په سيمه کې د چين په خلاف هند د متحده ايالاتو نږدې متحد و او ويره ورسره موجوده وه چې هسې نه د دغې قضيې د مطرح کولو له امله دغه متحد له لاسه ورنکړي، خو ټرمپ جرات وکړ او پر هند يې تعرفه لوړه کړه، هند هم جدي غبرګون وښوده او وويل چې د دوی د ملي ګټو غوښتنه دا ده چې له روسيې تیل وپېري او دوی به هيڅکله له روسيې څخه د تېلو پېرل بند نه کړي.

د هند او متحده ايالاتو خرابې اړيکې په سيمه کې پاکستان ته ګټه رسوي، ځکه څومره چې هند او متحده ايالات سره لرې کېږي په هماغه کچه پاکستان او متحده ايالات سره نږدې کېږي، خو متحده ايالات به په سيمه کې د چين په خلاف خپل يو ستر متحد يعنې هند له لاسه ورکړي، په سيمه کې ايران، چين، روسيې او افغانستان ته ښه فرصت دی تر څو د هند په څېر يو قدرت سره اړيکې نږدې کړي او خپل بلاک ته يې راکش کړي.

سرچیني

[1] Waseem Ishaque, Aman Ullah and Fazal Noman. “United States Foreign Policy Towards South Asia; Analyzing Implications for Pakistan”, Global Political Review, V(II), 2020, P. 26, Access link: https://doi.org/10.31703/gpr.2020(V-III).03
[2] Muhammad Muzaffar, Erum Hanif and Imran Khan. “United States Foreign Policy towards South Asia: A Critical Analysis”, Pakistan Social Sciences Review Vol. 2, No. 2, P. 60, December 2018, Access link: https://www.researchgate.net/publication/342411504_United_States_Foreign_Policy_towards_South_Asia_A_Critical_Analysis
[3] Rosa de Acosta. “What you need to know about US-India trade, in 4 charts”, CNN, February 13, 2025, Access link: https://edition.cnn.com/2025/02/11/business/india-us-trade-explainer-intl-hnk-dg
[4] The USA Leaders. “ndia vs US Tariff War 2025: Trump and Modi on Roast Mode! Who’s Impacted?”, August 07, 2025, Access link: https://theusaleaders.com/news/india-vs-us-tariff-war/
[5] The Economic Times. “India-Russia trade hits USD 66bn in 2024; target of USD 100bn by 2030 on track: Russian envoy”, Nov 27, 2024, Access link: https://economictimes.indiatimes.com/news/economy/foreign-trade/india-russia-trade-hits-usd-66bn-in-2024-target-of-usd-100bn-by-2030-on-track-russian-envoy/articleshow/115734758.cms
[6] Arpan Rai. “Explained: How much Russian oil does India buy?”, Independent, 07 August 2025, Access link: https://www.independent.co.uk/asia/india/trump-india-tariffs-russia-oil-ukraine-war-b2803509.html#:~:text=According%20to%20trade%20data%20shared%20with%20Reuters%2C%20India,up%201%20per%20cent%20from%20one%20year%20ago.
[7] Ibid.
[8] Sonu Vivek. “From ally to ‘dead economy’: Timeline of Trump’s tariff turn on India”, India Today, Aug 7, 2025, Access link: https://www.indiatoday.in/business/story/trump-tariff-news-us-trade-war-timeline-pm-modi-india-response-ally-dead-economy-2767728-2025-08-07
[9] Orange Wang and Dewey Sim. “Indian Prime Minister Modi ‘set for first China trip in 7 years’ amid Trump tariff row”, South China Morning Post,  7 Aug 2025, Access link: https://www.scmp.com/news/china/diplomacy/article/3321120/indian-prime-minister-modi-set-first-china-trip-7-years-amid-trump-tariff-row
د متحده ايالاتو او هند سوداګريزه جګړه او پر سيمه يې اغېزې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top