پر سوريې د اسراييلو بريد؛ موخې او راتلونکی

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • پر سوريې د اسراييلو بريد؛ موخې او راتلونکی
  • دروز څوک دي؟
  • د سوريې حکومت او دروزو لږکيو ترمنځ ولې شخړه رامنځته شوه؟
  • پر سوريې د اسراييلو د بريد موخې
  • راتلونکې پايلې
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

پر سوريې د اسراييلو بريد؛ موخې او راتلونکی

سريزه

اسراييلو د ۱۴۰۴ هـ.ل. کال د چنګاښ مياشتې پر۲۵مه نېټه د سوريې پر پلازمينې دمشق بريد وکړ او د دې هېواد د دفاع وزارت ودانۍ يې په نښه کړه چې په پايله کې يې يوه برخه ړنګه، ۳ وګړي مړه او د دې هېواد لس ګونه نور وګړي يې ټپيان کړل. د چهارشنبې ماسپښين د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د خپل هېواد دروزي لږکيو ته يو ويډيويي پيغام خپور کړ. هغه له خپلو دروزي وګړو وغوښتل چې د سوريې السويداء سيمې ته د خپلو دروزي قوميانو د ملاتړ لپاره سوريې ته داخل نشي، بلکې موږ منحيث د يوه دولت د هغوی دفاع کوو. د ده د ويډيوي پيغام څخه څو دقيقې وروسته اسراييلي پوځيانو د سوريې پلازمينه دمشق بمبار کړ.

دا چې اسراييلو ولې بريد وکړ؟ دروز څوک دي؟ دروز او د سوريې مرکزي حکومت ولې سره په جګړه دي؟ او د دې جګړې راتلونکې پايلې به څه وي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې تحليلي ليکنه کې به ځواب شي.

دروز څوک دي؟

دروز ځانونه “موحدین” ګڼي، یعنې د خدای په وحدانیت او یووالي ایمان لري او ځانونه “بنو معروف” بولي، ویل کېږي چې د دروز نوم (نشتکین درزي) ته ورګرځي، چې له خپلې کړنلارې منحرف شو او د نوې کړنلارې د خپرولو لپاره لبنان ته وتښتېد. دروز په دې باور دي چې الله تعالی یو دی او د کایناتو ابدي سمبالوونکی دی. داسې انګېرل کېږي چې دا فرقه په لسمه پېړۍ کې د فاطمیانو د واکمنۍ پرمهال له اسماعیلیه ډلې جلا شوې وه، خو ځینې څېړونکي دا یوه خپلواکه عقیده لرونکې ډله ګڼي. [1]

دروز په لویه کچه په لبنان، سوریه، اسرائیل او اردن کې ميشت دي. په لبنان کې نږدې درې لکه او پنځوس زره، سوريه کې نږدې اووه سوه زره او اسراييلو کې يو لک او پنځوس زره دروزيان اوسيږي.[2]

په سوریه کې د دروز تاریخ شاوخوا زر کاله مخکې وخت ته ورګرځي، دوی په ۱۱۸۷ ز. کال کې د “حطین” په جګړه کې له صلیبیانو سره وجنګېدل او د ایوبیانو او زنګیانو باور یې ترلاسه کړ. په سیمه کې یې خپل حضور پیاوړی کړ او د رهبرۍ ډېری دندې یې تر لاسه کړې. وروسته دروز د عثماني خلافت پر وړاندې پاڅون وکړ ځکه چې عثمانیانو څو ځله هڅه وکړه پر جولان غره خپله ولکه ټینګه کړي. په ۱۹۱۱ز. کال کې، عثمانیانو د غره د کنټرول د ټینګولو وروسته د “ذوقان الاطرش” او یحیی عامر په مشرۍ د غره مشران اعدام کړل.

د دې ترڅنګ کله چې د اسرايیلو دولت جوړ شو، ځینې دروز په اسراييلو کې پاتې شول او ځينې بيا لبنان او سوریې ته ستانه شول. همدارنګه په ۱۹۴۸ ز. کال کې دروزو له اسرايیلو سره تړون لاسلیک کړ او د اسرايیلو په پوځ کې د اجباري خدمت د منلو په بدل کې یې امتیازات ترلاسه کړل. دروز ځانګړي محکمې لري چې د شخصي احوالو په اړه د یوې خپلواکې فرقې په توګه دوی ته ځانګړې دي او د دروز کلتور او ژبه عربي دي. [3]

اسرايیلو په ۱۹۸۱ز. کال کې د جولان د غره ځينې برخې ونيولې او خپلې خاورې پورې يې وتړلې او د دغه غره دروزيانو ته يې اسراييلي تابعيت هم ورکړ.[4] اسراييل باور لري چې په سوريه کې اوسيدونکي دروزيان د دوې خلک دي او بايد د دوی تابعيت ومني او له اسرايیلو سره يوځای شي او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره يې د هغوی څخه د ملاتړ په موخه پر دمشق بريد وکړ.

د سوريې حکومت او دروزو لږکيو ترمنځ ولې شخړه رامنځته شوه؟

په سوريه کې ۷۴ سلنه وګړي سونيان، ۱۳ سلنه علويان، اسماعيليان او شيعه ګان دي، ۳ سلنه دروز او ۱۰ سلنه نور لږکي دي. يعنې دا هېواد د سني مسلمانانو ميشت ځای دی. [5]

دروز له څو کالونو راهيسې د سوريې په السويداء ښار کې وسله واله ډله لري او په دغه سيمه کې د بدوي  سني ډلې سره لاس او ګريوان دي. کله چې په سوريه کې د اسد رژيم ړنګ شو او احمد الشرع د حکومت چارې په لاس کې واخيستې، نو د نوي حکومت په اړه د دروزو مشرانو بېلابېل نظريات درلودل، ځینو د يوې متحدې او ګڼ‌مذهبه سوريې ملاتړ څرګند کړ او چمتووالی يې وښود چې له لنډمهالي حکومت سره همکاري وکړي، خو ځينو نورو بيا د تعامل پرځای د تقابل دريځ غوره کړ او ستر دليل يې دا و چې احمد الشرع وعده کړې وه چې ټولو لږکيو ته به په حکومت کې ځای ورکوي، خو له دروزو څخه يوازې يو وزير ټاکل شوی (امجد بدر د کرنې د وزير په توګه[6]) او په نورو بستونو کې ځای نه دی ورکړل شوی، همدارنګه دوی د ځينو نورو حقوقو غوښتنه هم کوي چې حکومت يې د ورکړې ژمنه کړې، خو حکومت وايي چې دا کارونه وخت نيسي، خو دروزو پر دې ژمنو صبر ونکړ او له حکومت سره يې جګړې پيل کړه، تر دې چې د دروزو ځينې مشران اوس د خپلواکۍ غوښتنه کوي او وايي چې تر هغې به اوربند ونکړي ترڅو يې چې خپلواکي نه وي اخيستې. په ۲۰۲۵ز. کال کې د دروزيانو او دولتي ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې ترسره شوي دي چې په کې سلګونه دروزيان وژل شوي دي[7]، په السويداء کې شخړه هغه مهال پيل شوه کله چې يو ايډيو کليپ خپور شو چې په هغې کې د دروزو يو مشر اسلام او حضرت محمد صل الله عليه وسلم ته توهين کوي، له هغې وروسته د بېلابېلو اسلامي لږکيو له لوري پر دروزي وګړو بريدونه پيل شول او دغه بريدونه دومره پراخه شول چې د سوريې حکومت اړ شو چې په السويداء کې نظامي مداخله وکړي او هلته پوځيان ولېږي. کله چې د سوريې د حکومت پوځيان السويداء کې عمليات پيل کړل، نو د عملياتو پرمهال د دروزو وسله والې ډلې مقاومت پيل کړ او هماغه و چې د سوريې حکومتي پوځيان او دروز سره ونښتل او په دې نښته کې له سلو ډېر دروزيان مړه او په سلګونو نور ټپيان شول.[8]

پر سوريې د اسراييلو د بريد موخې

پر سوريې د اسراييلو د بريد له لارې نتنياهو غواړي چې ځينې موخې ترلاسه کړي چې دلته پرې لنډ بحث کوو:

۱- د دروزو څخه د دفاع پلمه: پر سوريې د اسراييلو د بريد لومړنی لامل او موخه چې د اسراييلو د لومړي وزير نتنياهو له لوري ښودل شوې هغه د دروزو څخه په سوريه کې دفاع ده. پر دمشق د اسراييلو له بريد وروسته چې په کې ۳ نفر ووژل شول، د اسراييلو لومړي وزير وويل چې دا بريد زموږ د دروزو ورونو د دفاع لپاره شوی دی او په السويداء کې بايد د هغوی پرخلاف عمليات ودرول شي او نورې ډلې هم پرېنښودل شي چې د دروزو خلاف وسلې پورته کړي.

۲- د فساد د قضيې له منځه وړل او يا ځنډول: له ۲۰۲۰ز. کال راهيسې پر نتنياهو د فساد درې قضيې ثبت شوي دي، لومړی يې Case 1000: په دې قضيه کې پر نتنياهو او د هغې پر ښځې سارا تور دی چې د دوه سوداګرو څخه يې يو لک او دوه نوي زره ډالر د سياسي ملاتړ په بدل کې د ډالۍ په توګه اخيستې دي، دوهم يې Case 2000: په دې قضيه کې پر نتنياهو تور دی چې نوموړي د ارنون موزیز په نوم يو سوداګر چې يوه مشهوره ورځپاڼه چلوي داسې هوکړه کړې چې دغه ورځپاڼه به د نتنياهو په پلوۍ خبرونه خپروي او په بدل کې به نتنياهو هغه ته سياسي ملاتړ ورکوي. درېيم يې Case 4000: په دې قضيه کې پر نتنياهو تور دی چې نوموړي يو مخابراتي شرکت ته چې بېزق نوميږي له دولتي بوديجې پېسې ورکړي تر څو د ده او د ده د ښځې په اړه د رسنيو په ويبپاڼو کې مثبت خبرونه خپاره کړي. د دې ترڅنګ نتنياهو په دوکه، رشوت او د اعتماد په ماتولو قضيو کې هم تورن دی.[9]  پر سوريې د بريد څخه د نتنياهو يوه موخه دا ده چې د يو جنګي هيواد د مشر په توګه د محکمې څخه نور وخت هم وغواړي او دا قضيې له ځنډ سره مخامخ کړي، تر دې چې د اسراييلو د پارلمان (Knesset) ځينې غړي په دې باور دي چې نتنياهو د سيمه ييزو شخړو د پيلولو له لارې غواړي چې د ده پر وړاندې د فساد قضيې له منځه يوسي. د اسراييلو د پارلمان يو غړی Naama Lazimi وايي: نتنياهو د اسراييلو راتلونکی او زموږ د اولادونو برخليک د خپلې محکمې د قضيې سره تړي. همدارنګه يو بل غړی Karine Elharrar وايي: نتنياهو د خپلې قانوني قضيې د ځنډولو په موخه د اسراييلو د عامه ګټو خلاف عمل کوي.[10] لنډه دا چې د نورو سيمه ييزو شخړو په څېر پر سوريې د بريد له لارې د نتنياهو يوه موخه د فساد اړوند د خپلې قضيې ځنډول او له منځه وړل دي.

۳- د يو قوي مرکزي حکومت او د واحدې سوريې د رامنځته کېدو مخنیوی: اسراييل غواړي چې سوريه همداسې په بېلابېلو ډلو ويشل شوي او يو کمزوری مرکزي حکومت موجود وي چې ونشي کولای ټوله سوريه تر خپلې ولکې لاندې راولي، دوی غواړي چې په دمشق او ځينو نورو ولايتونو کې مرکزي حکومت وي، په شمال کې کردان او په جنوب کې دروز او بدوي سني ډلې واکمنۍ وي تر څو اسراييل له دې بې اتفاقۍ او ګډوډۍ ګټه پورته کړي او په جنوب کې لاسوهنې وکړي او په ځانګړي ډول د جولان د غرونو لړۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

۴- د لوی اسراييلو دولت د جوړیدو هڅې: اسراييل غواړي چې د لوی اسراييلي دولت د جوړېدو پلان تعقيب کړي او دوی دې قضيې ته له مذهبي اړخه ګوري، دوی وايي چې له دوی سره د لوی اسراييل ژمنه شوې او د هماغې ژمنې په تعقيب دوی هڅې کوي چې لوی اسراييل جوړ کړي، د همدې دیني-سیاسي لیدلوري پر بنسټ، صهيونيستي رژيم هڅه کوي خپلې پولې پراخې کړي او د ګاونډیو هېوادونو ځمکې لاندې کړي. دوی د غزې، لویدیځې غاړې او د جنوبي لبنان ځینې برخې نیولې دي او اوس يې تازه پر سوريې هم بريد کړی او راتلونکې کې د دې احتمال شته چې پر عراق، اردن او د مصر پر سينا هم بريدونه وکړي او لوی اسراييلي دولت جوړ کړي. لنډه دا چې ويلای شو چې پر سوريې د اسراييلو برید کېدای شي اوس موقتي وي، خو د سوريې خاوره به تل د اسراييلو تر څار او مداخلو لاندې وي او دا د لوی اسراييلي دولت د جوړېدو موخه کېدای شي.

۵- په منځني ختيځ کې قدرت ښودنه کول: اسراييل غواړي چې پر منځني ختيځ باداري وکړي او د دې موخې د ترلاسه کولو په لاره کې متحده ايالات هم ورسره همکاري کوي، ځکه په منځني ختيځ کې د متحده ايالاتو يوازینی مورچل چې کفری هېواد دی هغه اسراييل دی او په سيمه کې د اسراييلو برلاسي او قدرتمند کېدل د متحده ايالاتو د قدرتمند کېدو په معنی دي. پر غزې، لبنان، ايران او اوس سوريه باندې د بريد له لارې اسراييل غواړي چې په منځني ختيځ کې ځان قدرتمند وښايي او هغه هيوادونه وډار کړي چې د اسراييلو پر ضد د ځينو کړنو هڅې کوي او په منځني ختيځ کې د خپلې قدرت نمايې له لارې ځان د سيمې هژمونيک قدرت ثابت کړي.

راتلونکې پايلې

پر سوريې د اسرييلو له بريد وروسته کېدای شي چې د سعودي عربستان او متحده عربي امارت اړيکې له اسراييلو سره خرابې شي او د دې امکان هم شته چې د سعودي عربستان او اسراييلو ترمنځ د نارملايزيشن تړون لا وځنډيږي ځکه سعودي عربستان او متحده عربي امارت هغه هيوادونه دي چې په وروستيو کې يې له سوريې ملاتړ څرګند کړی او د دې نظام تر شا ولاړ دي. همدا سعودي عربستان و چې د احمد الشرع او ټرمپ ليدنې ته يې زمينه برابره کړه او سوريه يې د متحده ايالاتو له بنديزونو خلاصه کړه او که اوس اسراييل غواړي چې سوريه ګډوډه کړي، نو دا به يو ځل بيا د ايران مداخلو ته زمينه برابره کړي او دا کار هيڅکله سعودي عربستان نه غواړي او له همدې امله کېدای شي د سعودي عربستان او اسراييلو اړيکې د دې بريد له امله خرابې شي.

دويمه قضيه په سوريه کې د ترکيې او اسراييلو ټکر دی. ترکيه هغه هيواد دی چې د سوريې د اوسني رژيم په رامنځته کول کې يې رغنده رول لوبولی دی او ان تر دې چې په اوسني حکومتي نظام کې ډېر داسې چارواکي شته چې په ترکيه کې يې زده کړې کړي او د ترکيې له مستقيم ملاتړ څخه برخمن دي. ترکيه هڅه کوي چې سوريه د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې ثبات ته ورسيږي او اسرايیلو د دغه ثبات د ګډوډولو هڅه کوي، سره له دې چې ترکيه په اوس وخت کې په داسې حالت کې نه ده چې د اسراييلو سره مستقيم ټکر ته ننوځي، خو د دې امکان شته که اسراييلو په راتلونکې کې پر سوريې پراخ عمليات پيل کړي، نو ترکيه به هم غلې پاتې نشي او د دې امکان به رامنځته شي چې کېدای شي په داسې حالت کې اسراییل او ترکيه په سوريه کې له يو بل سره مخامخ شي او دغه دواړه هېوادونه په سوريه کې سره جګړې ته ښکته شي.

درېيمه قضيه خپله د سوريې او اسراييلو د اړيکو ده. دا چې متحده ايالاتو له سوريې بنديزونه لرې کړل او پر رسميت يې وپېژنده د دې تر شا کېدای شي چې د سوريې له لوري د اسراييلو سره د اړيکو د عادي کېدو قضيه موجوده وي، خو پر سوريې د اسراييلو دې بريد د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېزه وکړه او احمد الشرع او د سوريې ولس ته دا معلومه شوه چې اسراييلو د دوی هماغه پخواني دښمنان دي او له دوی سره اړيکې عادي کول او د اسراييلو په رسميت پېژندل به ستره اشتباه وي، نو کېدای شي چې سوريه تر ډېره وخته پورې اسراييلو سره خپلې اړيکې عادي نه کړي او د نارملايزيشن تړون لاسليک نه کړي او د دې يو ستر لامل کېدای شي دا بريد وي.

پايله

اسراييلو د سوريايي دروزو د دفاع په موخه پر سوريې بريد وکړ او پلازمينه دمشق کې يې د دفاع وزارت وويشته، خو د دې موخې ترڅنګ نتنياهو غواړي چې اسراييل په جګړه کې ښکيل وساتي تر څو محکمه د يو جنګي هيواد د ولسمشر په توګه د نتنياهو د فساد دوسيې وځنډوي، د دې ترڅنګ اسراييل د دې جګړې له لارې غواړي چې سوريه دايمي ثبات ته ونه رسيږي او په مرکز کې يو کمزوری حکومت موجود وي او د دې ترڅنګ کردان او دروزيان د خپلو سيمو په چارو کې خپلواکه وي تر څو سوريه ملي وحدت ته ونه رسيږي او کله سوريه کمزورۍ وي، نو اسرايیل کولای شي چې په جنوبي سوريه کې خپلې موخې تعقيب کړي، د دې ترڅنګ اسرايیل د دې جګړې له لارې غواړي په منځني ختيځ کې لا قدرت ښودنه وکړي او په دې سيمه کې خپل سيال هيوادونه تهديد کړي تر څو د اسراييلو د موخو په مقابل کې ونه درېږي او د دې ټولو سربیره اسراييل د لوی اسراييلو د جوړېدو موخې هم تعقيبوي او د هغې لپاره يې د مصر سينا، اردن، لبنان، سوريه او عراق موخې دي.

د دې ترڅنګ اسراييلو په سيمه کې يوه خطرناکه لوبه پيل کړې، چې ورسره ټوله سيمه ناامنه شوې او د سيمې اسلامي هېوادونو دا درک کړې چې که اسراييل هر څومره قوي کېږي په هماغه کچه د دوی امنيت او ګټو ته ګواښ پېښيږي. پر سوريې د بريد له امله کېدای شي په سيمه کې د اسراييلو او ځينو نورو اسلامي هېوادونو چې د سوريې د اوسني حکومت تر شا ولاړ دي لکه ترکيه، سعودي عربستان، متحده عربي امارت، قطر او نورو ترمنځ اړيکې خرابې شي او دا په سيمه کې د اسراييلو راتلونکی ګواښلی شي.

وړانديزونه

۱- اسراييلو په منځني ختيځ کې اور بل کړی او په دغه سيمه کې يې اسلامي هېوادونه تر بريد لاندې نيولي دي، په غزه کې يې نسل وژنه روانه کړې، پر لبنان، ايران او سوريه يې عملاً بريدونه وکړل، په داسې حالت کې اسلامي هېوادونو ته په کار ده چې سره متحد شي او خپلمنځي سيالۍ غاړې ته کړي.

۲- په منځني ختيځ کې له اسراييلو پرته نور ټول هېوادونه اسلامي او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړي دي، همدا وخت دی چې دغه سازمان را ژوندی شي او په منځني ختيځ کې د اسراييلو په مقابل کې سره يو موټي شي او پر ځينو عملي اقداماتو پيل وکړي.

۳- د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او عرب ليګ دې په ګډه پر اسلامي هېوادونو د اسراييلو د بريدونو څخه د دفاع په مقابل کې يو اسلامي امنيتي بلاک جوړ کړي او دا د اسلامي هېوادونو د دفاع لپاره د يو امنيتي بلاک د جوړېدو ښه فرصت دی.

سرچیني

[1] Simon Speakman Cordall. “Not just about the Druze: Israel’s rationale for its attacks on Syria”, Aljazeera, 17 Jul 2025, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2025/7/17/not-just-about-the-druze-israels-rationale-for-its-attacks-on-syria?utm_campaign=trueAnthem%3A

[2] Ibid.

[3]  https://www.bbc.com/pashto/articles/c51y07lv807o.lite

[4] Ibid.

[5]Matthew Ward Agius. “Syria: Who are the Druze?”, DW, 07/17/2025July 17, 2025, Access link: https://www.dw.com/en/syria-who-are-the-druze/a-73311140#:~:text=There%20are%20around%20a%20million%20Druze%20worldwide.%20In,are%20also%20located%20in%20Lebanon,%20Israel%20and%20Jordan

[6]   ABBY SEWELL and BASSEM MROUE. “Who are the Druze in Syria, and why are they clashing with government forces? AP, July 16, 2025, Access link: https://apnews.com/article/syria-druze-clashes-explainer-sweida-bedouin-b591788d6573d48cc6aebc2edef4d649

[7]Matthew Ward Agius. “Syria: Who are the Druze?”, DW, 07/17/2025July 17, 2025, Access link: https://www.dw.com/en/syria-who-are-the-druze/a-73311140#:~:text=There%20are%20around%20a%20million%20Druze%20worldwide.%20In,are%20also%20located%20in%20Lebanon,%20Israel%20and%20Jordan

[8] Cathrin Schaer and Omar Albam. “Latest deadly violence in Syria: What you need to know”, DW, 05/03/2025, Access link: https://www.dw.com/en/latest-deadly-violence-in-syria-what-you-need-to-know/a-72419939

[9] Farah Najjar. “Benjamin Netanyahu’s corruption trial, what you need to know”, Aljazeera, 9 Dec 2024, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2024/12/9/benjamin-netanyahus-corruption-trial-what-you-need-to-know

[10] https://www.aljazeera.com/news/2025/6/29/trump-defends-netanyahu-attacks-israeli-prosecutors-over-corruption-trial

پر سوريې د اسراييلو بريد؛ موخې او راتلونکی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top