د اسلامي هېوادونو په دریځونو کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ونډې څېړنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د اسلامي هېوادونو په دریځونو کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ونډې څېړنه
  • د اسلامي هېوادونو په دریځونو کې د سازمان د غونډو ونډه
  • ایا د سازمان دریځونه د هغې د غړو اجرایوي پالیسي ګرځي؟
  • د تېرې غونډې د پرېکړه لیک محتوا ته یوه کتنه
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د اسلامي همکارۍ سازمان په تېره غونډه کې چې د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۱مه غونډه وه، د ۲۰۲۵ کال د جون په وروستیو کې د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه، چې په کې د اسلامي نړۍ د اندیښنې وړ بدلونونه، په ځانګړې توګه د غزې د کړکیچ زیاتوالی او د ایران او اسراییلو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکی تاوتریخوالی په اړه بحث وشو. په غونډه کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسراییلو پر پالیسیو نیوکه وکړه او د بشري حقونو د سرغړونو او سیمه ییز تېرې په وړاندې یې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د ریښتینې یووالي غوښتنه وکړه. د ترکیې ولسمشر هم د یو عادلانه نړیوال نظم په جوړولو کې د اسلامي نړۍ په رول ټینګار وکړ، د تفرقو د پای ته رسولو او د ګډې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه. په ورته ډول د اسلامي هېوادونو چارواکو، د ایران اسلامي جمهوریت په شمول، اندونیزیا، مالیزیا او پاکستان، د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د اسلامي نړۍ لخوا د بیړني اقدام اړتیا لپاره همغږي دریځونه غوره کړل. د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه یا پریکړه لیک خپور شو چې په کې په عدالت، سوله او پر اسلامي همکارۍ ټینګار وشو.

د غړو د شمېر له پلوه د اسلامي همکاریو سازمان، د ملګرو ملتونو وروسته دوهم لوی نړیوال سازمان دی، چې په نړیوال نظم کې یو ځانګړی مقام لري. دا سازمان چې په ۱۹۶۹ز. کال کې د اسلامي مقدساتو د دفاع او د اسلامي امت د پیوستون د پیاوړتیا په موخه رامنځته شو، تر ننه یې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د حقونو د دفاع، سیاسي همغږۍ، اقتصادي او کلتوري همکارۍ لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړی دی.[1] سره له دې چې د غړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک یووالی او توپیرونه شتون لري، خو دې سازمان هڅه کړې چې د فلسطین حمایت، په غیر اسلامي هېوادونو کې د مسلمانو لږکیو ملاتړ او د اسلاموفوبیا سره د مبارزې په برخه کې مهم رول ولوبوي. له همدې امله، دا مقاله هڅه کوي چې د دې سازمان تاریخي رول، د غړو هېوادونو پر پالیسۍ جوړونې باندې د هغې د غونډو اغیزې او د وروستۍ غونډې د پریکړه لیک محتوا تحلیل کړي.

د اسلامي هېوادونو په دریځونو کې د سازمان د غونډو ونډه

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، تر اوسه پورې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو ترمنځ ۵۱ غونډې ترسره شوې دي، چې په اسلامي نړۍ کې په مهمو بدلونونو تمرکز کوي، چې د ځینو یې موږ دلته یادونه کوو. د دې سازمان لومړۍ غونډه د ۱۹۶۹ز. کال د سپتمبر پر ۲۲مه د مراکش په پلازمېنه رباط کې د صهیونیسټانو له خوا د الاقصی جومات د قصدي سوځولو وروسته ترسره شوه.[2] په سوریه کې یې د تاوتریخوالي په اړه، په کال ۲۰۱۲ ز. کې په مکه کې یوه فوق العاده غونډه وکړه، چې په ترڅ کې یې سازمان کې د سوریې غړیتوب وځنډول شو، خو د احمد الشرع په مشرۍ د نوي حکومت په راتګ سره دا غړیتوب بیا ورکړل شو.[3] همدارنګه په ۲۰۲۱ ز.کال کې، د بهرنیو چارو وزیرانو یوه غونډه په اسلام آباد کې جوړه شوه چې په افغانستان کې د بشري بحران په یې اړه تمرکز درلود او هم هماله یې د اسلامي پراختیایي بانک تر څارنې لاندې د افغانستان د بشري مرستو صندوق جوړ کړ.[4] د غزې جګړې ته د پام اړولو لپاره په ۲۰۲۳ کال د سعودي عربستان په ریاض کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په ګډون یوه بیړنۍ غونډه وشوه، چې په ترڅ کې یې د سمدستي اوربند، د محاصرې پای ته رسولو او د بشري مرستو د لیږلو غوښتنه وکړه.[5] په دې وروستیو کې، پر ایران د صهیونیسټ رژیم د حملې د ارزونې لپاره یوه فوق العاده غونډه وشوه، چې په ترڅ کې یې دوي یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د ایران پر وړاندې د اسراییلو اقدامات وغندل شول او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وشوه. له همدې امله، دا لیدل کیږي چې دا سازمان د اسلامي نړۍ د مهمو بدلونونو په رڼا کې تل د اسلامي امت د مسلو په ملاتړ غونډې جوړې کړې دي او د خپلو ۵۷ غړو د اکثریت په شتون کې یې بیانونه او پرېکړې خپرې کړي دي.[6]

بې له شکه، د اسلامي همکاریو سازمان له خپل تاسیس راهیسې په ځینو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. شاید د دې سازمان لومړۍ بریا دا وي چې په نړیواله کچه د اسلامي امت د یوازینۍ ادارې یا واک په توګه خپل دریځ رامنځته کړی چې تل توانیدلی د اسلامي هیوادونو استازي د امت د مهمو مسلو لکه فلسطین، روهینګیا، کشمیر، افغانستان او سوریې په اړه د یو چت لاندې راټول کړي او خپل ګډ غږ نړۍ ته ورسوي. همدارنګه دا سازمان توانیدلی د نورو ادارو، لکه اسلامي پراختیایي بانک او اسلامي تعلیمي او کلتوري سازمان (ISESCO) هم جوړ کړي، [7] د دې جوړښتونو سربیره دې ادارې د بیړنیو غونډو او د امت د مسلو په ځواب کې د ګډو پرېکړه لیکونو په خپرولو لکه د ځانګړي تماس ډلې د همغږۍ کړنو تنظیم کولو وړتیا ښودلې ده. د دې لاسته راوړنو سربیره، د اسلامي همکاریو سازمان هم له ګڼ شمېر ننګونو سره مخ دی، چې پر ځینو به یې لاندې بحث وشي، خو له دې مخکې، باید دا پوښتنه ځواب شي چې آیا د سازمان دریځونه او پرېکړې به د هغوي د غړو هېوادونو پر اجرایوي پالیسیو بدل شي که نه؟

ایا د سازمان دریځونه د هغې د غړو اجرایوي پالیسي ګرځي؟

د پورته پوښتنې لپاره سم ځواب د سازمان د غړو هیوادونو د سیاسي چلند او دندو دقیقې ازموینې ته اړتیا لري. په دې حالت کې، موږ کولی شو ووایو چې ځینې هېوادونه د فلسطین مسلې په څېر مسلو کې ښکیل دي کوم چې تل د سازمان د مرکزي مسلې څخه یوه ده. که څه هم د دې سازمان دریځونه په عمده توګه مشورتي او غیر الزامي دي، یو شمېر اسلامي هېوادونو لکه ایران، اندونیزیا، مالیزیا او نور لا تر اوسه اسراییل په رسمیت نه دی پیژندلی او ورسره هیڅ تعامل نه لري، پداسې حال کې چې ډیرو نورو اسلامي هېوادونو له اسراییلو سره په خپلو تعاملاتو کې محافظه کارانه عمل کړی او د فلسطین د مسلې په اړه یې په خپله پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راوستی، بلکې په ځینو مواردو کې یې له اسراییلو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. همدارنګه د اسلامي هېوادونو په پالیسیو کې د بدلونونو نورې بيلګې هم شته. په سر کې د دې یوه روښانه بېلګه د افغانستان اسلامي امارت کیدای شي، ځکه په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسيدو وروسته یې، د لویدیځو هېوادونو لخوا د انزوا کېدو سره سره، د اسلامي نړۍ سره د محتاط تعامل او په سیاسي خپلواکۍ د ټینګار پر بنسټ متوازنه پالیسۍ غوره کړه چې په اقتصادي او سیاسي اړخ کې د یو سیمه ییز ملګري په حیث تبدیل شوی دی. په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان او ایران دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل شوې او هم یې په اړیکو کې تدریجي بدلونونه راغلي دي، چې دا د فرقه ییز تاوتریخوالي کمولو او د اسلامي همکارۍ او یووالي پیاوړتیا کې یو مهم بدلون ګڼل کیدای شي. د دې سربیره، داسې خنډونه او ننګونې هم شته چې د اسلامي همکاریو سازمان موخو ته رسېدل ناشوني کوي، چې پر ځینو به یې موږ لاندې بحث وکړو.

۱- د اسلامي همکارۍ سازمان جوړښتي کمزورتیا: د اسلامي همکارۍ سازمان د پرېکړه لیکونو د پلي کولو په وړاندې ترټولو جدي خنډ د قانوني او سازماني وسایلو نشتوالی دی چې غړي یې د ګډو پرېکړو پلي کولو ته اړ باسي، مثلا د دې سازمان تر ټولو مهم وړاندیزونه، لکه د اسلامي پوځ جوړول، د اسلامي قضايي محکمې جوړول، د اسلامي ګډ بازار جوړول، یا د صهیونیسټ رژیم تحریمول تل د غړو لخوا په رسمي اسنادو کې ټینګار او تصویب شوي، خو هیڅکله د پلي کولو مرحلې ته نه دی رسیدلی، چې له امله یې تصویبونه فقط د پرېکړه لیکونو تر کچې پاتې دي. همدارنګه د سازمان دننه د څارنې د خپلواک کمیسیون په نشتوالي هم یو خنډ دی چې پر دوره يي غونډو باندې د ډیر تمرکز پرځای د ځانګړي او پروژې پر بنسټ پلان جوړونې او عملیاتي برخې ته توجه زیاده کړي. بې له شکه دې ټولو ننګونو او خنډونو د سازمان لومړیتوبونو اغیزمنتوب کم کړی او د پرېکړه لیکونو د پلي کولو کې پاتې راتلل یې لامل شوي دي.

۲- په سیاسي او ستراتیژیکو ګټو کې دوه ګونی والی: یو بل بنسټیز خنډ چې د اسلامي همکارۍ سازمان کې اجماع او یووالي کمزوری کوي؛ د دوی د مذهبي او کلتوري مشترکاتو سره سره، د سازمان د غړو هېوادونو په سیاسي او ستراتیژیکو ګټو کې دوه ګونی والی دی. څرنګه چې دغو هېوادونو د بهرني سیاست، له نړیوالو قدرتونو سره د اړیکو او سیمه ییزو اتحادونو له پلوه د یو بل په وړاندې متنوع او ځینې وختونه متضاد چلندونه غوره کړي دي. د غړو هېوادونو اړیکې د متحده ایالاتو، چین او روسیې سره، د اقتصادي ګټو او جیوپولیتیک سیالۍ سره یوځای، د مخالفو دریځونو د غوره کولو لامل شوي دي. لکه د سوریې، یمن، لبنان او نورو مسلو په اړه د ایران او سعودي عربستان ترمنځ سیالي او همدارنګه د لویدیځو بلاکونو سره د ځینو غړو نږدېوالی؛ همدارنګه د ناټو سره د ترکیې ستراتیژیکې اړیکې یا په امریکامتحده ايالاتو باندې د ډیرو خلیجي هېوادونو اقتصادي انحصار، دا ټول د اسلامي یووالي لپاره د ننګونې په توګه د امت د مسلو په اړه متضاد دریځونو د نیولو لامل شوي دي.[8]

۳- د لوېدیځو قدرتونو مستقیم او غیر مستقیم فشار: یو بل مهم خنډ چې د سازمان په کړنو او دریځونو اغیزه کوي، د لوېدیځو قدرتونو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو لخوا په غړو هيوادونو مستقیم او غیر مستقیم فشار دی. دا فشارونه ممکن اقتصادي، امنیتي یا د رسنیو پورې اړوند وي، ځکه چې ځیني اسلامي هېوادونه په مالي توګه د لویدیځو مرستو پورې تړلي دي، همدارنګه نور د لویدیځو هېوادونو پانګونې ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې ځینې یې د صهیونیسټ رژیم د تېریو په وړاندې د څرګند دریځ نیولو یا د مسلمانانو د حقونو د سرغړونې په دفاع کې پر دوي د سیاسي بندیزونو په اړه اندیښمن دي. دغو فشارونو د اسلامي هېوادونو د تصمیم نېونې خپلواکي محدوده کړې او د اسلامي امت د استازیتوب لپاره یې د سازمان وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د تېرې غونډې د پرېکړه لیک محتوا ته یوه کتنه

لکه څنګه چې یادونه وشوه، د اسلامي همکارۍ سازمان وروستۍ غونډه د روان کال د جون پر ۲۱ او ۲۲ نېټه د ترکیې په استانبول کې ترسره شوه. البته، دا غونډه د اسلامي نړۍ د اندېښمنو بدلونونو په ځانګړې توګه د ایران، سوریې او لبنان پر وړاندې د اسراییلو د وروستیو بریدونو د څېړلو او د سیمه ییزو او نړیوالو ګواښونو په وړاندې د اسلامي امت یووالي د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه. د دې غونډې په پریکړه لیک کې ۳۳ مسایل شامل دي چې د اسلامي امت د مختلفو ننګونو په اړه دي، د غونډې اصلي موضوعات په سیمه کې د اسراییلو د وحشیانه اقداماتو غندنه، د فلسطین د خلکو ملاتړ او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ډله يیزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار و، چې د دې غونډې په وروستی پرېکړه لیک چې د “استانبول پرېکړه لیک” تر سرلیک لاندې خپور شو. لکه څنګه چې د دې پرېکړه لیک په شپږمه ګڼه کې ویل شوي او په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې په اړه دی. “موږ  اسراییل د نیواکګر ځواک په توګه چې د نسل وژنې په موخه د لوږې څخه د یوې طریقې په توګه کار اخلي، د ملګرو ملتونو د بشري سازمانونو د ماموریتونو د پلي کولو مخه، غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخه نیسي او صهیونیسټي رژیم موخه د فلسطیني نفوس په زوره بې ځایه کول دي، په کلکه غندو. په دې برخه کې موږ د فلسطیني وګړو د هر ډول جبري بې ځایه کول ردوو، د لارو او پولو د سمدستي پرانیستلو، د بشري مرستو د بې خنډه او ځنډه او کافي رسولو او د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کوو.” [9]

د دې اعلامیې او د دې سازمان د نورو پرېکړه لیکونو له مخې، دا لیدل کیدای شي چې د فلسطین مسله د دې سازمان د سیاسي او اخلاقي ماموریت مرکزي مسله ده او تل یې د اسراییلو د صهیونیسټ رژیم د اشغال کړنې غندلي دي. دا په داسې حال کې چې له نږدې دوو کلونو وروسته، اسراییل د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې د هر ډول جرم له ترسره کولو څخه ډډه نه ده کړې؛ خو دې سازمان په دوامداره توګه غندلی او د خپلو غړو لخوا یې د کوم عملي اقدام غوښتنه نه ده کړې. په ورته وخت کې، د دې پرېکړه لیک دیارلسمه ګڼه کې پر ایران د اسراییلو پوځي برید ته اشاره شوې. “موږ د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د اسراییلو یرغل په کلکه غندو، په بیړنۍ ډول د اسراییلو د بریدونو پر بندولو ټینګار کوو او د زیاتوالي په اړه یې خپله ژوره اندیښنه څرګندوو چې په سیمه کې بشري، اقتصادي او چاپیریالي وضعیت ګواښوي.”[10] خو په قطر کې د امریکامتحده ايالاتو د العدید پر اډې د ایران د توغندیو له برید څخه یوه یا دوه ورځې وروسته، که څه هم قطر ته کوم زیان نه دی رسیدلی، د اسراییلو په پرتله د اسلامي هېوادونو له خوا د غندنې غږونه ډیر خبرونه جوړ کړل.

دا هم باید له ویلو پاتې نه شي چې که څه هم د افغانستان موضوع د وروستۍ غونډې له اصلي موضوعاتو څخه نه وه، خو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا د یوې ضمني موضوع په توګه ورته پاملرنه شوې ده. د مثال په توګه، مالیزیا او قرغزستان په ضمني ډول د افغانستان د نړیوالې ټولنې سره د یوځای کېدو مسله د محوري غونډو او ډیپلوماتیکو غونډو له لارې یادونه کړې ده.[11] لکه څنګه چې مخکې وویل شول، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې د مشر او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړي استازي ترمنځ په یوه غونډه او بحث کې د اوسني افغان حکومت سره د دوامداره رغنده اړیکو پر اړتیا ټینګار وشو او د ترکیې لخوا د افغانانو لپاره په مختلفو سیاسي، اقتصادي او بشري اړخونو کې د اغیزمن ملاتړ غوښتنه وشوه.[12]

په دې غونډه کې د ۴۰ څخه زیاتو بهرنیو چارو وزیرانو په مستقیم ډول ګډون کړی و، چې د ګډون دا لوړه کچه او د سیمه يیزو بدلونونو په ځانګړې توګه د فلسطین او مسلمانو هېوادونو په وړاندې د اسراییلو تېری، اهمیت او حساسیت منعکس کوي.

پایله

د اسلامي هېوادونو د تنظیم او لارښوونې په برخه د اسلامي همکاریو سازمان د خپلو دوریې غونډو، خپرو شویو پرېکړه لیکونو د خبرو اترو او څرګند همغږۍ تر حده  ښه رول لوبولی دی، خو پورته ذکر شویو ټکو ته په پام سره، د اسلامي همکاریو سازمان د ډیپلوماسۍ په برخه کې د دریځ بیا کتنه د اسلامي هېوادونو د بهرني سیاست په چوکاټ کې د چلندونو، لومړیتوبونو او د تعامل د لارو چارو لکه څنګه چې د پیچلو نړیوالو پرمختګونو سره مخ دي د بنسټیز بیاکتنې مفهوم وړاندې کوي.دا د سازمان د کمزورتیاوو او د موجوده جوړښتونو د بې کفایتۍ د بيا ارزونې اړتیا څرګندوي. دا مسله د اسلامي امت ترمنځ د تنوع د منلو مفهوم هم منعکس کولی شي، چې ستراتیژیک یووالي ساتل او د لویدیځ او ختیځ قدرتونو له لارې نه، بلکې د سازمان دننه د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل کولو باندې ټینګار کول دي. په دې صورت کې، هیله ده چې د فلسطین مسله، بشري بحران، علمي او اقتصادي فقر او نور به د اسلامي هېوادونو د ګډ بهرني سیاست د محور په توګه وپیژندل شي.

وړاندیزونه

۱. دا اړینه ده چې د سازمان دننه یو قانوني قوی میکانیزم رامنځته شي ترڅو د سازمان پریکړه لیکونه د غړو هېوادونو لپاره د پالیسي جوړونې تر حده واړوي.

۲. د سیاسی محوره کمکونو لرې یو خپلواک ګډ اسلامي صندوق په جوړولو سره د سازمان اقتصادي خپلواکي پیاوړې کړي.

۳. د غړو هېوادونو لخوا د سازمان د پریکړو د پلي کولو د تعقیب لپاره باید یو خپلواک څارونکی کمیسیون جوړ شي.

۴. د غړو هېوادونو او حتی په یوه اسلامي هېواد کې د ډلو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د لویدیځ او ختیځ قدرتونو پرځای باید د سازمان دننه د خبرو اترو له لارې ترسره شي.

سرچیني

[1] . منظمة التعاون الإسلامی: تاریخ المنظمة، لینک:

[2] . منبع سابق

[3] . اتحاد وکالات انباء دول منظمة التعاون الإسلامی: با تصمیم وزرای خارجه سوریه عضویت خود در سازمان همکاری اسلامی را از سر گرفت، 8 مارچ 2025، لینک:

[4]. الجزیرة نت: أقرت إنشاء صندوق إغاثي لأفغانستان.. ماذا تعرف عن منظمة التعاون الإسلامي؟ 7 مارچ 2022، لینک:

[5] . الجزیرة نت: قمة الرياض تطالب بقرار ملزم لوقف حرب غزة وحظر الأسلحة لإسرائيل، 11/11/2024، لینک:

[6] . اتحاد وکالات انباء دول منظمة لتعاون الاسلامی؛ سازمان همکاری اسلامی، لینک:

[7] . منظمة التعاون الإسلامی: الجامعات الإسلامیة، لینک:

[8] . خبرگزاری جمهوری اسلامی: سازمان همکاری های اسلامی در بوته آزمایشی دیگر، 1391، لینک:

[9] . OIC: إعلان إسطنبول الصادر عن الدورة الحادية والخمسين لمجلس وزراء خارجية الدول الأعضاء في منظمة التعاون الإسلامي “منظمة التعاون الإسلامي في عالم متغير” إسطنبول، الجمهورية التركية 25 – 26 ذو الحجة 1446 ه 21-22 يونيو 2025، لینک:

[10] . سفارت جمهوری اسلامی ایران استکهلم، قطعنامه شماره 69/51-pol ، 10/4/ 1404 هـ.ش، لینک:

[11] . خبرگزاری توانا: مالیزیا وقرقیزستان: افغانستان باید به جامعه جهانی بازگردد، 26 جون 2025، لینک:

[12]. اتحاد وکالات انباء دول منظمة التعاون الإسلامی: المبعوث الخاص للأمين العام لمنظمة التعاون الإسلامي لأفغانستان يلتقي المدير العام لإدارة جنوب آسيا بوزارة خارجية تركيا، 9 مارچ 2025، لینک:

د اسلامي هېوادونو په دریځونو کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ونډې څېړنه

2 نظر در مورد ”د اسلامي هېوادونو په دریځونو کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ونډې څېړنه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top