د افغانستان د اسلامي امارت په اړه د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسي

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان د اسلامي امارت په اړه د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسي
  • د افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اړیکو تاریخ
  • د جمهوریت سقوط او د اروپايي ټولنې غبرګون
  • د اروپايي ټولنې په بهرني سیاست کې د افغانستان ځای
  • د اسلامي امارت په اړه د اروپايي ټولنې پالیسي
  • د اړیکو راتلونکی او ممکنه سناریوګانې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ ز. کال پورې د افغانستان سره د اروپايي ټولنې اړیکې د پراختیا پر بنسټ او امنیتي پالیسیو په چوکاټ کې د پیچلو نړیوالو تعاملاتو یوه روښانه بیلګه وه. دې اتحادیه د ميلیاردونو یورو مالي مرستې په تخصیص کولو او د نړیوالو کنفرانسونو له لارې لکه د توکیو (۲۰۰۲) او برلین (۲۰۰۴) کنفرانسونو په څیر، په افغانستان کې د حکومتي جوړښتونو د بیارغونې، د دیموکراتیکو ادارو د پیاوړتیا او د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې یو له اصلي ملاتړو څخه شو. د ناټو په چوکاټ کې د اروپایي غړو هېوادونو پوځي شتون هم د افغانستان لپاره د اروپا څو اړخیزه ژمنه څرګنده کړه. خو دا ملګرتیاوې تل کابل کې د اداري فساد او د حکومت ضد ډلو د مقاومت په څیر ننګونو سره مل وې، چې د پروګرامونو اغیزمنتوب یې محدود کړی و. له ۲۰۲۱ ز.کال وروسته، اروپايي ټولنې، مشروط چلند غوره کړ، خپلې مرستې یې په بشري ملاتړ باندې متمرکزې کړې ترڅو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې وساتي، که څه هم دا ستراتیژي د نړیوالو معیارونو په منلو کې د اسلامي امارت د انعطاف سره مخ شوه.

د وروستیو پېښو تحلیل ښیي چې د اسلامي امارت په اړه د اروپايي ټولنې بهرنۍ پاليسي د بشري حقونو او جیوپولیتیک واقعیتونو (کډوالۍ، تروریزم او چین او روسیې سره سیالي) ترمنځ ویشل شوې ده. له یوې خوا، “د رسمیت پیژندې پرته ښکیلتیا پالیسي”  د بشردوستانه چینلونو او نړیوالو سازمانونو له لارې تعقیب کیږي، چې د 2021-2023 په اوږدو کې د 903 ميلیون یورو بیړنۍ مرستو تخصیص یې مثال دي. له بلې خوا، د غړو هېوادونو ترمنځ په دریځونو کې شته اختلافات د یوې متحدې پالیسۍ د جوړولو مخه نیولې ده. دا تضادونه، د سیمه ییزو پرمختګونو په شرایطو کې د سیالو لوبغاړو د زیاتیدونکي نفوذ او د افغانستان د اقتصادي بحران زیاتوالی د دې اړیکو راتلونکی ناڅرګند کړی دی.

د افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اړیکو تاریخ

بې له شکه، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ ز.کال پورې د افغانستان سره د اروپايي ټولنې اړیکې په سیمه کې یو له خورا مهمو نړیوالو تعاملاتو څخه وې. د سپتمبر د یوولسمې وروسته، اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره د یو له لویو بسپنه ورکوونکو په توګه راڅرګنده شوه او د توکیو کنفرانس (۲۰۰۲) او برلین کنفرانس (۲۰۰۴) په څېر نړیوالو کنفرانسونو کې یې د ددې هېواد د بیارغونې لپاره د پام وړ مالي ژمنې وکړې.[1] دې اتحادیې د افغانستان د حکومتي ادارو په پراختیا، قضايي اصلاحاتو، د سرحدونو مدیریت، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او اقتصادي بیارغونې کې مهم رول لوبولی دی. همدارنګه د ناټو په چوکاټ کې اروپايي هېوادونو پوځي شتون درلود او د دوي په اند، نړیواله سوله یې ساتلې وه.[2] د جمهوریت په وروستیو کلونو کې، اروپايي ټولنې له افغانستان سره خپلې ژمنې نوې کړې او په دې هېواد کې یې د سولې او ثبات راوستلو لپاره د خپلو هڅو ملاتړ وکړ. دې اتحادیې ټینګار کړی و چې د دوي مالي او سیاسي مرستې به د دیموکراتیکو لاسته راوړنو، بشري حقونو د ساتنې او د اسلامي امارت د بیرته راستنېدو مخنیوي پورې مشروط وي. اروپايي ټولنې هم د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پروسې او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو ملاتړ وکړ او د دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه.

د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، دا هم لیدل کیږي چې د اروپايي ټولنې استازو د بشري حقونو د مسلو سربیره، د اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو لپاره هڅې کړې دي. په ۲۰۲۳ کال کې، اروپايي کمیسیون د افغانستان لپاره د ۱۴۶ ميلیون یورو نوې مرستې بسته اعلان کړه، چې پکې د روغتیا، تعلیم او خوراکي خوندیتوب په څېر اساسي خدماتو چمتو کول شامل وو. دا مرستې د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ باندې متمرکزې وې، او یوه برخه یې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرامونو ته ځانګړې شوې وه. اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ ز.کال راهیسې په افغانستان کې د اساسي اړتیاوو او اقتصاد د پوره کولو لپاره له ۹۰۳ ميلیون یورو څخه ډیرې مرستې ځانګړې کړې دي.[3] له دې مرستو سره سره ، د اروپايي ټولنې او افغانستان په اړیکو کې ننګونې شتون لري. اروپايي ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې څخه هم ډډه کړې او په افغان حکومت کې یې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې، ځینې اروپايي هېوادونه د اوسني افغان حکومت سره د تعامل لپاره لارې چارې لټوي، دا چې د اسلامي امارت سیاسي استازي په ځینو اروپایي هېوادونو لکه هسپانیه، هالنډ، چک جمهوریت، بلغاریه او د جرمني په مونیخ کې د افغانستان قونسلګری فعاله ده.[4] په داسې حال کې چې نور د ډیپلوماتیک فشار پر اړتیا ټینګار کوي. دا وضعیت د افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اړیکو پیچلتیا او د دې تعاملاتو نامعلوم راتلونکی منعکس کوي.

د جمهوریت سقوط او د اروپايي ټولنې غبرګون

د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوریت له نسکورېدو، کابل ته د اسلامي امارت د ځواکونو له ننوتلو او له هېواده د اشرف غني له تېښتې سره، جمهوري نظام، چې د دوو لسیزو راهیسې د نړیوالې ټولنې لخوا ملاتړ کېده، ناڅاپه ړنګ شو. دې تحول په مختلفو بعدونو کې ګډوډي رامنځته کړه او ډیری افغانان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د پخواني حکومت سره یې همکاري کړې وه، د خپل راتلونکي په اړه اندیښنو سره مخ شول. د سقوط څخه وروسته په لومړیو ورځو کې، د لویدیځ هېوادونو سفارتونه زر خالي شول او په زرګونو افغانانو په چټکۍ سره هڅه وکړه چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي.[5] دا وضعیت د دې سبب شو چې نړیواله ټولنه، له ډلې یې اروپايي ټولنه سمدستي غبرګون وښایي.

اروپايي ټولنې د جمهوریت د سقوط په اړه په خپل لومړني غبرګون کې، د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورل اعلان وکړ چې ټولنه یې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له مختلفو خواوو سره همکارۍ ته چمتو ده. اروپايي ټولنې په دوامداره توګه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت سره هر ډول اړیکې به د بشري حقونو د درناوي او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو پورې مشروطې وي. د تحول وروسته په لومړیو ورځو کې، په بروکسل کې بیړنۍ غونډې وشوې ترڅو پریکړه وشي څنګه افغانانو ته مرستې چمتو شي. اتحادیې دا هم اعلان وکړ چې خپلې بشري مرستې به زیاتې کړي، خو د نوي افغان حکومت په رسمیت پیژندل یې د دیموکراتیکو اصولو په رعایت پورې مشروط کړل.[6]

د ډیپلوماټیکو غبرګونونو ترڅنګ، اروپايي ټولنې هڅه وکړه چې د نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې واستوي. اتحادیې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره نوي مالي کڅوړې ځانګړې کړې او ټینګار یې وکړ چې دا مرستې به مستقیم ډول بشري ادارو ته لیږدول کیږي، نه د اسلامي امارت حکومت ته. همدارنګه اروپايي ټولنې له خپلو غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو په منلو کې همکاري وکړي. ځینو اروپايي هېوادونو، لکه جرمني او فرانسې، د هغو افغانانو د منلو پلانونه اعلان کړل چې ځانونه یې په خطر کې ګڼل، خو د اروپایي هېوادونو ترمنځ د کډوالۍ څپې او امنیتي ننګونو په اړه اندیښنې لا هم پاتې دي. د وخت په تېریدو، اروپايي ټولنې د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ تعدیل کړې او هڅه یې وکړه چې اسلامي امارت د بشري حقونو درناوی او د ډیپلوماتیک فشار له لارې یو ټول شموله حکومت جوړولو ته وهڅوي، خو د اسلامي امارت لخوا د اروپايي ټولنې د شرایطو نه منل د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې نورې هم پیچلې کړې. اروپايي ټولنه په دوامداره توګه ټینګار کوي چې راتلونکي تعاملات به د اسلامي امارت په کورنیو پالیسیو کې د بنسټیزو بدلونونو سره مشروط وي.[7] دا وضعیت د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د اروپايي اتحادیې او افغانستان په اړیکو کې ژورې ننګونې منعکسوي.

د اروپايي ټولنې په بهرني سیاست کې د افغانستان ځای

افغانستان په تېرو وختونو په ځانګړې توګه د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د اروپايي ټولنې په بهرني سیاست کې مهم ځای درلود، خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، اروپايي ټولنې، د څو میاشتو په اوږدو کې په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانېستلو سربیره، له نږدې څلورو کلونو راهیسې د افغانستان په اړه محتاطانه پالیسي غوره کړې او ټینګار یې کړی چې له نوي حکومت سره هر ډول تعامل به د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو سره مشروط وي. دې اتحادیې د نړیوالو سازمانونو له لارې افغانانو ته بشري مرستې رسولو ته دوام ورکړ او ځینې اروپایي هېوادونو، لکه جرمني او فرانسې، د اسلامي امارت په وړاندې سختې پالیسۍ غوره کړې، پداسې حال کې چې نورو یې د اوسني افغان حکومت سره په محدود ډول د اړیکو د ټینګولو لارې چارې لټولې. د نظرونو دا توپیرونه د دې لامل شوي چې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې پالیسي دوامداره بدلون ومومي او بیاکتنه وشي.[8]

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې یوه له اصلي اندیښنو څخه د مهاجرت او سیمه ییز امنیت مسله ده. اروپايي ټولنه په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه د کډوالۍ له څپو سره مخ شوې او هڅه یې کړې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې دا بحران اداره کړي. همدارنګه دغه اتحادیه په سیمه کې د چین او روسیې د مخ په زیاتېدونکي نفوذ په اړه هم اندیښمنه ده او هڅه کوي چې په مرکزي آسیا کې د ډیپلوماسۍ او اقتصادي همکارۍ له لارې خپل رول وساتي، خو د اسلامي امارت لخوا د اروپايي ټولنې د شرایطو نه منلو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې نورې هم پیچلې کړې دي او له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د تعاملاتو راتلونکی ناڅرګند پاتې دی. [9]

په ټولیزه توګه، دا ویل کیدی شي چې افغانستان د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست یوه برخه پاتې ده، که څه هم د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یې رول کم شوی، خو په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. اروپا په افغانستان کې د سیمه ییز ثبات د ساتلو، د سیمه ییزې ترهګرۍ د ګواښونو او د ډله ییزې کډوالۍ د مخنیوي په څیر دلایلو لپاره په عملیاتي توګه ښکیل پاتې کیږي. دا ښکیلتیا په عمومی توګه د بشري مرستو، په بهر کې د مدني ټولنې ملاتړ او محدودو ډیپلوماتیکو مشورو په بڼه ترسره کیږي.

د اسلامي امارت په اړه د اروپايي ټولنې پالیسي

اروپايي ټولنې د اسلامي امارت په وړاندې د احتیاط او مشروطې پالیسۍ د غوره کولو سربیره، ټینګار کړی چې د نوي افغان حکومت سره به اړیکې یوازې هغه وخت ممکنې وي چې اسلامي امارت خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي، له هغې ډلې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د یو ټول شموله حکومت جوړول. همدارنګه اروپايي ټولنې دا اعلان هم کړی چې خپلې بشري مرستې به جاري ساتي، خو دا مرستې به په مستقیم ډول د افغانستان خلکو او بشري سازمانونو ته لیږدول کیږي، نه د اسلامي امارت حکومت ته. [10]

د جمهوریت له سقوط څو میاشتې وروسته، اروپايي ټولنې هڅه وکړه چې له ډیپلوماتیک فشار څخه کار واخلي ترڅو اسلامي امارت د اصلاحاتو منلو ته اړ کړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکولسن، د اسلامي امارت له چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره په ګڼو غونډو کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.[11] خو اسلامي امارت تر اوسه د اروپايي ټولنې د حکومتي جوړښت کې د بنسټیزو بدلونونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. دې وضعیت اروپايي اتحادیه دې ته اړ کړې چې د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړي او خپل تعاملات یې په بشري مسلو او بیړنیو مرستو پورې محدود کړي.[12]

د اسلامي امارت په وړاندې د اروپايي ټولنې د پالیسۍ یوه له اصلي ننګونو څخه دا ده چې څنګه له دې حکومت سره د مشروعیت پرته تعامل وکړي. دې اتحادیې هڅه کړې چې د نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ له لارې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورسوي، خو د اسلامي امارت په اړه د اروپايي هېوادونو ترمنځ د نظرونو توپیر لا هم دوام لري. دغو اختلافاتو د دې لامل شوی چې د اسلامي امارت په اړه د اروپايي ټولنې پالیسي تل بدلون ومومی او بیا کتنه پرې وشي.[13]

په عمومي توګه، د اسلامي امارت په وړاندې د اروپايي ټولنې پالیسي د “محدود مشروط ښکیلتیا” په نوم پیژندل شوي چلند پر بنسټ ولاړه ده چې د غیر مستقیم فشار سره یوځای کیږي؛ دا پالیسي ممکن د اروپا ته د بې کنټروله مهاجرت مخنیوي، د افغانستان په بدلونونو کې د لږترلږه نفوذ ساتلو، یا په نهایت کې د بشري ناورین مخنیوي ادعا کولو لپاره وي. له همدې امله، اروپا د اسلامي امارت سره په خبرو اترو ټینګار کوي، خو دا د سیاسي پیژندنې بدیل نه ګڼي. په مقابل کې، اسلامي امارت هم هڅه کړې چې د ډیپلوماتیکو او اقتصادي وسایلو په کارولو سره له اروپایي هېوادونو سره خپل تعامل زیات کړي. په دې هڅو کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې د دوحې خبرې اترې، د ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د اوسلو په غونډه کې د اسلامي امارت د استازو شتون او سږ کال په اوسلو کې د ناروې لخوا د افغانستان د قونسلګرۍ بیا پرانیستل او نجیب الله شیرخان په هرکلي سره او همدارنګه د اقتصادي فرصتونو د څیړلو لپاره د اروپایي شرکتونو له استازو سره لیدنې شاملې دي. خو اروپايي ټولنې په رسمي ډول د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل رد کړي او تل یې ټینګار کړی چې د افغانستان له حکومت سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو د اصولو او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو پر بنسټ وي.

د اړیکو راتلونکی او ممکنه سناریوګانې

د افغانستان د اسلامي امارت سره د اروپايي ټولنې د اړیکو راتلونکی ناڅرګند او پیچلی پاتې دی، ځکه چې اروپايي ټولنه د محتاط پالیسۍ په غوره کولو سره، د بشري حقونو د درناوي په شرط په تعامل ټینګار کوي. له بلې خوا، اسلامي امارت تر اوسه د اروپايي ټولنې د حکومتي جوړښت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، چې له امله یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې د ناڅرګندتیا په حالت کې پاتې دي. اروپايي ټولنه د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت نه پیژندلو ته دوام ورکوي او خپل تعاملات یې تر بشري مسلو او بیړنیو مرستو پورې محدود کړي دي. له بلې خوا ځینې ​​شنونکي په دې باور دي چې اروپايي ټولنې په خپلو پالیسیو کې یو ډول انعطاف ښودلی چې ممکن په راتلونکي کې اسلامي امارت ته ګټه ورسوي. [14]

لومړۍ سناریو: د اسلامي امارت سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د راتلونکي لپاره یوه ممکنه سناریو د اوسني وضعیت دوام دی چې پکې اروپايي ټولنه د نړیوالو سازمانونو له لارې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې رسوي، خو د اسلامي امارت له حکومت سره له رسمي اړیکو ډډه کوي. دا سناریو به اروپايي ټولنې ته اجازه ورکړي چې له خپل سیاسي نفوذ څخه کار واخلي ترڅو پر اسلامي امارت فشار راوړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، خو په ورته وخت کې، دا ممکن د دې هم لامل شي چې اسلامي امارت د چین او روسیې په څېر نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. دا وضعیت کولی شي په سیمه کې د اروپايي ټولنې په بهرني سیاست اغیزه وکړي او د افغانستان په تحولونو کې د اتحادیې رول کم کړي.[15]

دوهمه سناریو: بله سناریو کېدای شي د اروپايي ټولنې لخوا له اسلامي امارت سره محدود او مشروط تعامل ولري. په دې حالت کې، اروپايي ټولنه ممکن د افغانستان له حکومت سره ځینې اقتصادي او ډیپلوماتیکې همکارۍ پیل کړي، خو بیا هم د بشري حقونو درناوی او د یو ټول شموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړي. دا تګلاره کولی شي اروپايي ټولنې ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې ډیر نفوذ ولري او د خبرو اترو له لارې اسلامي امارت دې ته وهڅوي چې خپلې غوښتنې ومني، خو دا سناریو به له ننګونو سره مل وي، ځکه چې اسلامي امارت تر اوسه د اروپايي ټولنې د شرایطو منلو ته هیڅ لیوالتیا نه ده ښودلې. په دې حالت کې، د اروپايي ټولنې د دې چلند بریالیتوب لاهم روښانه نه دی.[16]

دریمه سناریو: په پای کې، دریمه سناریو کېدای شي د اروپايي ټولنې په پالیسۍ کې بدلون او د سیاسي واقعیت په توګه د اسلامي امارت حکومت منل شامل وي. په دې صورت کې، اروپايي ټولنه ممکن له اسلامي امارت سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې عادي کړي او په اقتصادي او امنیتي برخو کې پراخه همکاري وغواړي. په دې حالت کې، اروپايي ټولنه ممکن د افغانستان په پرمختګونو کې د رول لوبولو لپاره ډیر فرصتونه ولري، مګر په ورته وخت کې، دا ممکن د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ داخلي شخړې رامنځته کړي. ځکه چې ځینې اروپايي هېوادونه، لکه فرانسه، جرمني، بلجیم، سویس، او نور، چې د اسلامي امارت استازیتوب یې نه دی منلی، ممکن د دې چلند مخالفت وکړي او په اسلامي امارت باندې د ډیپلوماتیک فشار اړتیا باندې ټینګار وکړي.

پایله

د افغانستان د اسلامي امارت سره د اروپايي ټولنې د اړیکو تحلیل ښیي چې د اروپا د ارزښتونو اصولو او د افغانستان په وړاندې د هغې د جیوپولیتیک مکلفیتونو ترمنځ ژور واټن شتون لري. په ۲۰۲۱ ز.کال کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، بروکسل هڅه کړې چې له یوې خوا د بشري بحران سره د مقابلې لپاره غیر سیاسي بشري مرستې چمتو کړي او له بلې خوا د نوي حکومت د مشروعیت څخه مخنیوی وکړي. په هرصورت، د امارت ټینګار په ځینو کورنیو پالیسیو، لکه د ښځو په تعلیم او کارموندنې محدودیتونه او د یو ټول شموله حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل، د اړیکو د پراختیا امکان په مؤثره توګه بند کړی دی. له بلې خوا، د چین او روسیې په څېر غیر لوېدیځو لوبغاړو سره د کابل تدریجي نږدې والی ممکن امنیتي اندیښنې رامنځته کړي او په سیمه کې د اتحادیې د نفوذ دریځ کمزوری کړي.

په داسې پیچلي او ننګونکي حالت کې، داسې ښکاري چې په اړیکو کې د پراخوالي رامنځته کول محتاط انعطاف ته اړتیا لري. په دې شرایطو کې، اسلامي امارت کولی شي د نړیوالې ټولنې د ځینو غوښتنو په ځانګړې توګه هغه غوښتنې چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي او د دیني ارزښتونو لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي، په منلو سره د انزوا څخه د وتلو او رسمي ښکیلتیا ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړي، په پای کې، دا اقدام کولی شي د اقتصادي پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي او نړیوال فشارونه کم کړي.

وړاندیزونه

۱. اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې د ځینو غوښتنو په منلو سره، په ځانګړې توګه هغه غوښتنې چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي، د انزوا څخه د راوتلو او د رسمیت پیژندې ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي.

۲. د اړیکو د ښه کولو لپاره، اړینه ده چې د اروپايي اتحادیې له ډیپلوماتانو سره منظمې غونډې د بهرنۍ پالیسۍ د لومړیتوبونو په سر کې ځای پر ځای شي.

۳. اسلامي امارت ته اړینه ده چې په اروپا کې د افغانستان د مثبت انځور وړاندې کولو لپاره منظم رسنیز پروګرامونه ترسره کړي.

سرچینې

[1] . مرکز بین المللی مطالعات صلح، اتحادیه اروپا و افغانستان: اقدامات و چالش‎ها، 20 میزان 1391، لینک:

[2] . موسسه مطالعات راهبردی شرق: بررسی رویکرد اتحادیه اروپا در قبال افغانستان، 13 اسد 1401، لینک:

https://www.iess.ir/fa/translate/3177/

[3] . مؤسسه مطالعات راهبردی شرق: واکاوی نقایص راهبردی اروپا، 21 جدی 1400ش، لینک:

https://www.iess.ir/fa/translate/2933/

[4] . آوا: فعالیت پنج نمایندگی سیاسی افغانستان در اروپا با هماهنگی وزارت خارجه امارت اسلامی، 16 اسد 1403ش، لینک:

https://www.avapress.com/fa/news/294812/فعالیت-پنج-نمایندگی-سیاسی-افغانستان-اروپا-هماهنگی-وزارت-خارجه-امارت-اسلامی

[5] . طلوع نیوز: زوال جمهوریت و ظهور امارت، 23 اسد 1401ش، لینک:

https://tolonews.com/fa/afghanistan-179397

[6] . euro news: تبعات خروج امریکا ومتحدانش از افغانستان برای قدرت های اروپایی چه خواهد بود؟ 16 می 2021، لینک:

https://parsi.euronews.com/2021/05/16/security-worsens-afghanistan-what-does-nato-withdrawal-mean-for-european-powers-eu

[7] . DW: گزارش تازه از عوامل سقوط نظام جمهوریت افغانستان، 3 اسد 1402ش، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/گزارش-تازه-از-عوامل-سقوط-نظام-جمهوریت-افغانستان/a-66336455

[8]. موسسه مطالعات راهبردی شرق: اتحادیه اروپا و حکومت طالبان، 19 جدی 1400، لینک:

https://www.iess.ir/fa/analysis/2932/

[9] . مرکز بین المللی مطالعات صلح: اتحادیه اروپا و افغانستان: اقدامات و چالش ها، 20 میزان 1991، لینک:

[10] . پورتال جامعه مدنی افغانستان: خلاصه پالیسی-فعالیت و حضور اتحادیه اروپا در افغانستان بعد از سال 2021م، 1 April 2021، لینک:

[11] . آریا نیوز: فرستاده خاص اتحادیه اروپا برای افغانستان از تلاش هایش برای ایجاد حکومت همه شمول و تعامل با امارت اسلامی خبر داد، 20 جدی 1402ش، لینک:

https://www.ariananews.af/fa/فرستاده-خاص-اتحادیه-اروپا-برای-افغانس/

[12] . طلوع نیوز: موقف اتحادیه اروپا در برابر حکومت کنونی افغانستان، 22 ثور 1401ش، لینک:

https://tolonews.com/fa/afghanistan-177979

[13]. پورتال جامعه مدنی افغانستان: خلاصه پالیسی-فعالیت و حضور اتحادیه اروپا در افغانستان بعد از سال 2021م، 1 April 2021، لینک:

[14] . موسسه مطالعات راهبردی شرق: اتحادیه اروپا و حکومت طالبان، 19 جدی 1400، لینک:

https://www.iess.ir/fa/analysis/2932/

[15]. موسسه مطالعات راهبردی شرق: آینده پژوهی افغانستان، 25 حمل 1401، لینک:

https://www.iess.ir/fa/translate/3048/

[16] . مرکز بین المللی مطالعات صلح: اتحادیه اروپا و افغانستان …20 میزان 1391، لینک:

Institute for East Strategic Studies. Futures Studies on Afghanistan, 14 April 2022. Link

 

د افغانستان د اسلامي امارت په اړه د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top