د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ټرمپ د ګواښ او فشار پالیسي

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ټرمپ د ګواښ او فشار پالیسي
  • د برجام تړون او د واشنګټن-تهران د ټکر پیل
  • د حد اکثر فشار واردول او له جګړې څخه ډډه کول
  • د الاقصی طوفان او د اسلامي جمهوریت د نفوذ کمښت
  • ټرمپ او د پوځي برید ګواښ
  • د ټرمپ د ګواښونو په اړه د ایران لیدلوری
  • د واشنګټن-تهران په کړکېچ کې د افغانستان ځای
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچینی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

ټرمپ د ايران اسلامي جمهوريت مذهبي مشر علي خامنه يي ته د ايران د اټومي پروګرام په اړه د بياځلي مذاکراتو د ترسره کولو په موخه ليک وليکه، خو علي خامنه يي له واشنګټن سره د مستقيم مذاکراتو سره مخالفت وښوده چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکیچ یو نوی فصل پرانېستل شوی دی. د مارچ پر ۳۰مه د NBC سره د ټرمپ د ټیلیفوني خبرو اترو پرمهال نوموړي ګواښ وکړ چې که ایران د اټومي مسلې په اړه له واشنګټن سره یوې موافقې ته ونه رسیږي، نو پر ایران به بريد وکړي، دې موضوع د ایران او واشنګټن ترمنځ کړکیچ بې ساري کچې ته لوړ کړ. ایراني رهبر، چې په پیل کې د واشنګټن، په ځانګړې توګه د ټرمپ ادارې سره د مستقیمو خبرو اترو لپاره مخالف دی، د ټرمپ ګواښ ته په ځواب کې وویل: “دوی تل ګواښ کړی، زه فکر نه کوم چې دا ډیر احتمال لري چې د ایران په وړاندې له بهر څخه کوم اقدام وشي، خو که له بهر څخه کوم بريد ترسره شي، نو دوی به سخت ځواب ورکړي.” د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ وروسته، د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر لومړۍ نېټه، رویټرز راپور ورکړ چې واشنګټن سیمې ته شپږ B-6 جنګي الوتکې لیږلي دي. بیا پنټاګون اعلان وکړ چې سیمې ته یې د امریکایي پوځي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره نورې جنګي الوتکې هم لیږلي دي.

آیا د ټرمپ لخوا پر اسلامي جمهوریت باندې د پوځي برید ګواښ ریښتیا دی؟ ولې ټرمپ د ولسمشرۍ په دې دوره کې پر پوځي انتخاب ډېر ټینګار کوي؟ د امریکا ګواښونو ته د ایران اسلامي جمهوریت احتمالي ځواب څه دی؟ په پای کې، افغانستان د واشنګټن او تهران ترمنځ په کړکېچ کې چیرته ځای لري؟ او د اوسنیو تحولونو په اړه باید څه ډول چلند غوره شي؟ دا مقاله د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ څېړي او هڅه کیږی چې شته پوښتنو ته مناسب ځوابونه وړاندې شي.

د برجام تړون او د واشنګټن-تهران د ټکر پیل

په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب راهیسې، تهران له واشنګټن سره ترینګلې او دښمنانه اړیکې لري. کله چې واشنګټن په ۲۰۰۲ کال کې ایران، د عراق او شمالي کوریا سره یوځای، د شر محور وباله او وروسته یې په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق پوځي برید وکړ، نو دا ویره چې واشنګټن به د اسلامي جمهوریت د نسکورولو په هدف پر ایران پوځي برید وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د رامنځته کېدو لامل شوې، ځکه د امریکا له برید څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره، اسلامي جمهوریت له واشنګټن سره د مستقیمې مقابلې نه کولو پالیسي غوره کړه او له بلې خوا یې په سیمه کې داسې ډلې چې امریکا مخالفې وې رامنځته او پیاوړې کړې او په ورته وخت کې یې خپل اټومي او توغندیز پروګرامونو ته پراختیا ورکړه. د نه مقابلې د پالیسۍ په پایله کې، له ۲۰۰۳ کال وروسته، اسلامي جمهوریت د عراقي حکومت او ټولنې په ټولو برخو کې نفوذ ترلاسه کړ. د ایران د مالي او وسلیز ملاتړ سره، د لبنان حزب الله د لبنان په سیاست کې یو له اصلي لوبغاړو څخه شو. د عربي پسرلي په نوم د تحولونو وروسته، اسلامي جمهوریت د اسد حکومت په څنګ کې د پاتې کېدو له لارې د ایران نفوذ تر سوریې وغځاوه (۱).

د ایران د اټومي پروګرام پراختیا د نړۍ، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو پام ځانته راواړاوه او د دې لامل شو چې تهران د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې له سختو بندیزونو سره مخ شي. په ۲۰۱۳ کال کې واشنګټن، د بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره یوځای، له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرې اترې پېل کړې. د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې لا کومې پایلې ته نه وې رسیدلي، چې د یمن انصارالله ډلې چې د حوثیانو په نوم پیژندل کیږي، د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې په یمن کې بشپړ واک ترلاسه کړ. اسلامي جمهوریت له کلونو راهیسې له حوثیانو سره په تماس کې دي. په حقیقت کې، کله چې حوثیانو واک ترلاسه کړ، یمن د اسلامي جمهوریت د نفوذ له سیمو څخه شو. د نږدې دوو کلونو خبرو اترو وروسته، د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۱۴مه، اسلامي جمهوریت د متحده ایالاتو، انګلستان، فرانسې، روسیې، چین او جرمني سره د برجام تړون لاسلیک کړ. په برجام کې، واشنګټن او نورو لاسلیک کوونکو ژمنه وکړه چې پر اسلامي جمهوریت به بندېزونه لرې کوي او ایران ته به اجازه ورکوي چې په نړیوال اقتصاد کې داخل شي (2).

ډېر کارپوهان او منتقدین په دې باور دي چې که برجام پلي شوی وای، نو ایران به د اټومي بم جوړولو ته یو ګام نږدې شوی وای او د تېلو په پلورلو او سوداګرۍ سره، ایران ډېرې پیسې ترلاسه کولاې چې کولی يې شول د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه د عصري او وژونکو وسلو د جوړولو او پیرودلو لپاره يې ترې کار اخيستی وی او په سیمه کې خپلو متحدو ډلو ته د پیسو او وسلو په ورکولو سره، دا په سیمه کې یو له خورا پیاوړو لوبغاړو څخه شو. د برجام په لاسلیک کولو سره، واشنګټن نه یوازې د اسلامي جمهوریت حیثیت د سیمه يیز ځواک په توګه لوړ کړ، بلکې د هغه د لا پیاوړي کېدو لپاره یې لاره هم هواره کړه. په حقیقت کې، د برجام په لاسلیک کولو سره، واشنګټن په منځني ختیځ کې د یو لوی ځواک د مخنیوي لپاره د امریکا له دودیزې ستراتیژۍ څخه انحراف وکړ. ډونالډ ټرمپ، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین ته تازه ننوتلی و، د برجام پر تړون يې نيوکه وکړه او ژمنه يې وکړه چې که ټاکنې وګټي او سپینې ماڼۍ ته ننوځي، هرڅومره ژر چې وی امریکا به له برجام څخه وباسي. د خپلې بریا وروسته، ټرمپ په برجام باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ تر هغه چې، د ۲۰۱۸ کال په می کې، متحده ایالات په رسمي ډول له برجام تړون څخه ووتل او هغه پر اسلامي جمهوریت غږ وکړ چې د اټومي مسلې او نورو مسلو په اړه له واشنګټن سره بیا خبرې اترې وکړي. د برجام څخه د واشنګټن وتلو د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکیچ یو نوی فصل پرانېست.(۳).

د حد اکثر فشار واردول او له جګړې څخه ډډه کول

د برجام څخه د وتلو وروسته، ټرمپ د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د حد اکثر فشار پالیسي پلي کړه. د دې پالیسۍ په پایله کې، واشنګټن د اسلامي جمهوریت پر وړاندې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول. اسلامي جمهوریت د امریکا د فشارونو په وړاندې مقاومت وکړ، نه یوازې یې د غني کولو او توغندیو پروګرامونه پراخ کړل، بلکې په سیمه کې یې د خپلو نیابتي ځواکونو تمویل او تجهیز هم زیات کړ. په ۲۰۲۰ کال کې، د امریکا پوځي ځواکونو د ټرمپ په امر د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني وواژه. تهران د قاسم سلیماني د وژنې د غچ اخېستلو لپاره په عراق کې د امریکا پر اډو برید وکړ. که څه هم توغندي په اډه او شاوخوا سیمو ولګېدل، خو مرګ ژوبله یې نه وه اړولې. د قاسم سلیماني وژنې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ خپل اوج ته ورساوه. ډونالډ ټرمپ پر ایران د مستقیم پوځي برید امر ورکړ او امریکایي ځواکونه تیارسئ حالت غوره کړ، خو ټرمپ په وروستۍ دقیقه کې خپل امر بېرته واخېست او د ۱۵۰ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله یې پر ایران له برید کولو ډډه وکړه (۴).

قاسم سلیماني، چې په سیمه کې د اسلامي جمهوریت د نیابتي ځواکونو تر شا اصلي طراح و، د قاسم سلیماني د وژنې سره د اسلامي جمهوریت سیمه ییز سیاست، د شک سره مخ شو. چې پایلې یې د اسلامي جمهوریت لپاره خورا ګرانې وې. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې تر خپلې وروستۍ ورځې پورې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د اعظمي فشار پالیسي تعقیبوله، خو هیڅکله یې جرئت ونه کړ چې پر ایران محدود یا بشپړ پوځي برید وکړي. کله چې ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د پوځي برید امر بېرته واخېست، نو د ملکي وګړو وژنه یې د دې لامل وباله، خو حقیقت دا دی چې په ۲۰۲۰ کال کې، سیمه ییز شرایط داسې وو چې پر ایران باندې د امریکا د پوځي برید لګښت د هغې د ګټو په پرتله ډېر لوړ و. نه هم ټرمپ او نه کوم امریکایي سیاستوال ځان ته اجازه ورکړه چې له پوځي انتخاب څخه کار واخلي. د امریکا پوځي ځواکونه په هغه څه کې ښکیل وو چې امریکایانو پخپله په افغانستان، عراق او سوریه کې بې پایه جګړې بللې او مخکې له دې چې دوی په دې سیمو کې جګړې پای ته ورسوي، دا به په ستراتیژیک ډول خورا ستونزمن او غلط وي چې په ایران کې بله جبهه پرانیزي (5).

په داسې حال کې چې تر ۲۰۲۰ پورې، د هغه وخت د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کینزي په وینا، اسلامي جمهوریت شاوخوا درې زره اوږد واټن ویشتونکي او بالستیک توغندي درلودل، چې کولی شي په منځني ختیځ کې هره سیمه او حکومت په نښه کړي. همدارنګه ایران پلوه ځواکونه په مؤثره توګه په عراق، لبنان، سوریه، یمن او د منځني ختیځ په نورو برخو کې یو څه یا ټول واک په لاس کې درلود. په ایران باندې د امریکا د پوځي برید په احتمالاتو کې؛ په ۲۰۱۹ کال کې، د یمن حوثیانو د سعودي ارامکو د تېلو تاسیسات د اوږد واټن ویشتونکي توغندي سره په نښه کړل چې ادعا کیږي دوی له ایران څخه ترلاسه کړي دي. د ارامکو په شرکت باندې د حوثیانو برید وښودله چې که واشنګټن پوځي برید پیل کړي، نو دا به یوازې ایران پورې محدود نه وي، بلکې ټولې سیمې ته به جنګ وغځېږي، چې په لومړي قدم که به د تېلو جريان ګډوډ کړي. البته، ټرمپ، د سېمې د حالاتو په بدلولو سره، د افغانستان له اسلامي امارت سره د مستقیمو خبرو اترو پیل وکړ او د دوحې تړون لاسلیک کولو سره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلان په عملي توګه په پام کې نیولی و، او په عراق او سوریه کې یې د امریکایي پوځي ځواکونو شمیر کم کړ، خو د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د هغه ماتې په سیمه کې د هغه سیمه ییزه ستراتیژي نیمګړې پرېښوده.

کله چې جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې سپینې ماڼۍ ته ننوت، نو ډېرې هېلې وې چې بایډن به د ایران په وړاندې د ټرمپ پالیسي تعدیل کړي او متحده ایالات به بیرته برجام تړون ته راولي او د حد اکثر فشار پالیسي به پریږدي. خو بایډن نه د ایران پر وړاندې د اکثر فشار پالیسي پرېښوده او نه یې هم متحده ایالات بیرته برجام ته راستانه کړل. بایډن د خپل پخواني سیاست په ډیر شدت سره تعقیب کړ، ډیر ډیپلوماتیک او نرم چلند یې غوره کړ. هغه پرمختګونه چې د بایډن په دوره کې په سیمه کې رامنځته شول، د ټرمپ د راتلونکې دورې لپاره شرایط د واشنګټن په ګټه بدل کړل. بایډن د دوحې د تړون سره سم، چې د ټرمپ په وخت کې لاسلیک شوی و، خپل پوځي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه وایستل او په دې توګه، دا د امریکایانو په وینا بې پایه جګړو ته د پای ټکی کېښود. د “ښځې، ژوند او ازادۍ غورځنګ” لاریونونه، چې ظاهراً د ایران د اخلاقو پولیسو په مرکز کې د مهسا امیني له مړینې وروسته ترسره شول، ډېر ژر په ایران کې بې ساري لاریونونه وشول او سپینې ماڼۍ، د خپلو تبلیغاتي وسایلو سره یوځای، د دې لاریونونو په کلکه ملاتړ وکړ.

که څه هم د ایران حکومت وکولای شول چې دا غورځنګ ودروي، خو دغو مظاهرو په ایران کې د رژیم په وړاندې د خلکو نارضایتي زیاته کړه. د مثال په توګه، کله چې په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، د ایران د حکومت د رسمي احصایو له مخې،  د رايه اچونکو د اهليت لرونکو له ډلې څخه یوازې څلوېښت سلنه رایه ورکوونکو په ټاکنو کې برخه اخېستې وه او دا پخپله د ایراني چارواکو په وینا، د اسلامي انقلاب له بریا راوروسته د اسلامي جمهوریت په ټاکنو کې د ګډون ترټولو ټېټه کچه وه (۶).

د الاقصی طوفان او د اسلامي جمهوریت د نفوذ کمښت

د الاقصی برید او ورپسې په غزه باندې د اسراییلو یرغل یو له هغو مهمو پرمختګونو څخه وو چې مخکې له دې چې ټرمپ دوهم ځل سپینې ماڼۍ ته ننوځي رامنځته شول. د الاقصی طوفان له پیل راهېسې، اسلامي جمهوریت په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړل او تر اوسه یې د برید لپاره له لفظي او ډیپلوماتیک ملاتړ څخه پورته نه دي تللي. د الاقصی طوفان له پیل راهېسې، اسراییل اسلامي جمهوریت د اصلي معمار په توګه او حماس ته د مالي او وسلو د ملاتړ په ورکولو تورن کړ، په دې توګه اسلامي جمهوریت یې د حماس په مسله کې ښکیل وښود. د الاقصی طوفان وروسته، امریکا، په سیمه کې د خپلو پوځي ځواکونو د پیاوړتیا سربیره، په مؤثره توګه د اسراییلو سره د پوځي وسلو او اقتصادي مرستو په ورکولو سره له دغه صهيونستي رژيم تر شا ودرېده.

د ۲۰۲۴ کال د اپریل په لومړۍ نېټه، د اسراییلو پوځي ځواکونو په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ هوايي برید وکړ. د اسراییلو د برید په غچ کې، ایران د اسراییلو پر خاوره د ۳۰۰ اوږد واټن ویشتونکو او بالستیک توغندیو برید وکړ که څه هم امریکا او متحدینو یې د دې توغندیو شاوخوا ۹۹ سلنه د اسراییل خاورې ته له رسېدو دمخه له منځه یوړل، خو په اسراییلو برید سره، ایران د اسراییلو او امریکا سره د مستقیم پوځي ټکر څخه د مخنیوي له خپلې دودیزې پالیسۍ څخه انحراف وکړ او د ایران او اسراییلو دوه هېوادونه له دې برید وروسته په مؤثره توګه سره مخامخ شول. وروسته له هغه چې اسراییلو د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې وواژه او د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۲۷مه یې د لبنان د حزب الله په پټنځای برید وکړ،  د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله یې وواژه. ایران د دوهم ځل لپاره په ۲۰۰ توغندیو او ډرون الوتکو سره پر اسراییلو برید وکړ (۷). واشنګټن یو ځل بیا په فضا کې د ایران توغندي شنډ کړل او په دې سره یې په سیمه کې د ایران د توغندیو بریدونو د شنډولو وړتیا وښودله مخکې لدې چې دوی خپل هدف ته ورسیږي.

ټرمپ او د پوځي برید ګواښ

د ټرمپ په دوهمه دوره کې، په سیمه کې شرایط په بشپړه توګه توپیر لري او د واشنګټن په ګټه دي. متحده ایالات په سیمه کې په هیڅ ډول نه ختمیدونکو جګړو کې ښکیل نه دي. د ایران اسلامي جمهوریت په خپل ځان کې د مشروعیت له بحران سره لاس او ګریوان دی. د حسن نصرالله له وژنې وروسته، د حزب الله د بیا تنظیمولو لپاره کومه حللاره نه ده موندل شوې. همدارنګه، په سوریه کې د هغو پرمختګونو وروسته چې د بشارالاسد د حکومت د نسکورېدو لامل شول؛ ایران په عملي توګه سوریه او لبنان له لاسه ورکړي دي. د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، پر اسراییلو د اسلامي جمهوریت د دوهم توغندیز برید وروسته، ایران به لږ تر لږه یو کال ته اړتیا ولري چې خپل توغندیز وړتیاوې بېرته ترلاسه کړي. په پای کې، سعودي عربستان له اسلامي جمهوریت سره عادي اړیکې ټینګې کړې او دا امکان چې اسلامي جمهوریت به د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړې په صورت کې پر سعودي عربستان برید کولو سره د نړۍ د تېلو جریان ګډوډ کړي، له منځه تللی دی (۸).

دغو پرمختګونو ټرمپ هڅولی چې د خپلې لومړۍ دورې په پرتله په ډیر شدت سره پر اسلامي جمهوریت برید وکړي او هغه یې د بیا خبرو اترو یا حتی په نظامي شخړه کې د ښکیلتیا بلنه ورکړه. له یوې خوا په واشنګټن باندې د باور نشتوالي او له بلې خوا د خبرو اترو د بلنې لپاره د ټرمپ د غیر معمولي او ګواښونکي چلند له امله، اسلامي جمهوریت تر اوسه پورې د امریکا د فشارونو په وړاندې مقاومت کړی او ښودلې یې ده چې په اسانۍ سره به د واشنګټن فشارونو ته تسلیم نشي. ټرمپ، چې د سیمې شرایط په خپله ګټه ویني، په اغیزمنه توګه په سیمه کې د بې ساري امریکایي پوځي ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره اسلامي جمهوریت ته د مستقیم پوځي برید ګواښ کوي ترڅو په اسلامي جمهوریت نور فشار راوړي. آیا ټرمپ په ریښتیا هم پر ایران د برید اراده لري که نه؟ او که چیرې برید وشي، آیادا به په بشپړ ډول برید وي یا محدود نظامي برید؟ یا، لکه د ۲۰۲۰ کال په څیر، چې د برید په وروستۍ شېبه کې د پوځي برید مخه ونیول شوه؟ دا هغه پوښتنې دي چې لږترلږه د اوس لپاره یې ځواب ورکول ګران دی.

خو هغه څه چې وړاندوینه کیدی شي دا ده چې لومړی، په مختلفه پیمانه د پوځي برید ترسره کول، دا انتخاب که څه هم یو ډیر ننګونکی دی، خو له امکان څخه هم لرې نه دی؛ دوهم، حتی که امریکا په هر دلیل پر ایران له مستقیم پوځي برید څخه ډډه وکړي، هغه څه چې سیمه به یې شاهد وي د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ یوه نوې دوره ده، چې په کې به پوځي انتخاب لاهم د سپینې ماڼۍ د لومړی دفتر په میز کې یو له هغو انتخابونو څخه وي.

د ټرمپ د ګواښونو په اړه د ایران لیدلوری

سره له دې چې، په وروستیو کلونو کې رامنځته شوي سیمه ییز بدلونونه په سیمه کې د اسلامي جمهوریت نفوذ کم کړی دی. د ایران اسلامي جمهوریت به په اسانۍ سره د دریو دلیلونو لپاره د امریکا ګواښونو ته تسلیم نشي: لومړی – د ټرمپ شخصیت؛ د امریکايي چارواکو په نظر، ټرمپ یو پانګوال دی چې د تعامل لپاره لیواله دی او نه غواړي داسې اقدام وکړي چې د امریکا لپاره د هغې د ګټو په پرتله زيان ولري. د ملکي تلفاتو د مخنیوي په پلمه په ۲۰۱۹ کال کې پر ایران د پوځي برید څخه د ټرمپ ډډه کول د ایراني چارواکو ترمنځ دا نظر تاییدوي. دوهم – نړیوال او سیمه ییز شرایط متحده ایالاتو ته اجازه نه ورکوي چې پوځي برید وکړي او په سیمه کې بله جګړه پیل کړي. متحده ایالات اوس مهال په اروپا کې د اوکراین په جګړه او په منځني ختیځ کې د غزې په جګړه کې ښکیل دي، او دا امکان چې چین به په تایوان برید سره یوه نوې جبهه پرانیزي چې په دې حالت کې، د ایران له نظره، که امریکا په اسلامي جمهوریت باندې پوځي برید وکړي، نو نه به د اوکراین کړکېچ حل کړي او نه به هم په مؤثره توګه له چین سره مقابله وکړي.

درېیم– د ایراني چارواکو له نظره؛ په افغانستان او عراق کې د خپلې ناکامې تجربې له امله، واشنګټن په سیمه کې د یوې بلې بې پایه جګړې پیل کولو ته لیواله نه دی، چې اور به یې ټوله سیمه وسوځوي. د مثال په توګه، محمد جواد ظریف، د حسن روحاني د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د مسعود پیزشکیان پخوانی مرستیال، چې د هغه په ​​دوره کې برجام لاسلیک شو، په خپلو یوه وینا کې په څرګنده توګه وویل چې له ۲۰۰۴ کال وروسته، امریکایان به نور د خپلو بهرنیو سیاستونو د اهدافو د تعقیب لپاره له پوځي انتخاب څخه کار وانخلي او دوی نه غواړي چې په سیمه کې د حکومت د نسکورولو په هدف جګړه پیل کړي. سربېره پردې، د ایران د مشرتابه هغه جدي خبرې چې له بهر څخه د شر امکان نشته، زموږ د ادعا ملاتړ کوي. که څه هم ایراني چارواکي به د امریکا ګواښونو ته په اسانۍ سره تسلیم نشي، خو دا امکان هم رد نه دی چې دوی به خبرو اترو ته لیواله وي.

البته، دوی ممکن د ټرمپ د غیر معمولي او ګواښونکي چلند له امله د عامه خبرو اترو څخه ډډه وکړي، مګر دوی ممکن په غیر مستقیم ډول او د دریمې ډلې چینلونو له لارې له واشنګټن سره خبرو اترو ته ننوځي.

د واشنګټن-تهران په کړکېچ کې د افغانستان ځای

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له پیل راهیسې د بې طرفۍ پالیسي غوره کړې ده، خو په دې وروستیو کې، په یوه ناڅاپي اقدام کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، پرته له دې چې کافي او اړین شواهد او اسناد وړاندې کړي، د افغانستان اسلامي امارت یې په سیمه کې د اسلامي جمهوریت د نیابتي ځواکونو څخه یو وباله. داسې ښکاري چې څرنګه چې افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې، نو د واشنګټن له هیڅ غوښتنې سره یې سمون ونه موند او د امریکا له هیڅ ډول فشار سره مخ نه شو. اوس، هغه فضا ته په پام سره چې رامنځته شوې ده، په ځانګړې توګه په سیمه کې د امریکا د پوځي ځواکونو پیاوړتیا ته په پام سره، واشنګټن غواړي چې په رواني توګه د افغانستان اسلامي امارت تر خپل نفوذ لاندې راولي او افغانستان د امریکا او ایران ترمنځ په شخړه کې راښکته کړي، ترڅو د امریکا غوښتنو ته غاړه کیږدي. د اسلامي امارت د سیاست او حکومتدارۍ د څلورو کلونو تجربې ته په پام سره، دا تمه له یوه وهم څخه پرته بل څه نه ده.

پایله

کله چې ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په می کې له برجام تړون څخه ووت، هغه د بیا خبرو اترو مسله راپورته کړه، او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه یې وغوښتل چې له واشنګټن سره یو نوی تړون وکړي. له هغه وخت راهیسې، ټرمپ ګواښ کړی چې که ایران له نوي تړون سره موافقه ونه کړي، نو د اسلامي جمهوریت پر وړاندې به پوځي ځواک وکاروي. په ۲۰۱۹ کال کې، ټرمپ پر ایران د برید لپاره ټول چمتووالی نیولی و، خو له هغې یې صرف نظر وکړ. داسې ښکاري چې د نورو پوځي بریدونو ګواښ، اوس د ایراني چارواکو په منځ کې د ویرې د فضا د رامنځته کولو لپاره کارول کیږي ترڅو دوی د امریکایانو د هیلو سره سم خبرو اترو ته اړ کړي. البته، هغو بدلونونو ته په پام سره چې په وروستیو کلونو کې په سیمه کې رامنځته شوي دي، د واشنګټن لخوا د محدود پوځي برید د پیل کولو امکان، لکه په ۲۰۱۹ کال کې د قاسم سلیماني وژنه، لرې خبره نه ده، خو هغه څه چې روښانه دي هغه دا دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ به ډېر ژر پای ته ونه رسیږي او د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ او ټکر به په راتلونکو کلونو کې د سیمه ییز سیاست غالب مثال وي.

وړاندیزونه

۱- ایران د افغانستان لویدیځ ګاونډی دی، چې له افغانستان سره ډېر کلتوري، ژبني او تاریخي مشترکات لري، له همدې امله، په ایران کې هر ډول بدلونونه کولی شي د افغانستان پر شرایطو اغیزه وکړي.

۲- اسلامي امارت باید د ايران اسلامي جمهوریت سره د مثبت تعامل پالیسي ته دوام ورکړي، چې پر متقابل درناوي ولاړه وي.

۳- متحده ایالات د افغانستان په پرمختګونو کې د پام وړ رول او نفوذ لري. اوس مهال، د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ واشنګټن دی.

۴- د افغانستان د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ هر ډول نښته د دواړو خواوو لپاره ویجاړونکې پایلې لرلی شي، نو ښه ده چې له تعامل څخه کار واخيستل شي.

۵- د افغانستان اسلامي امارت باید خپل اوسنی مثبت بې طرفه سیاست ته دوام ورکړي ترڅو افغانستان د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ له منفي پایلو څخه وژغوري.

سرچینی

1- “U.S Relations with Iran 1953-2023,” COUNCIL on FOREIGN RELATIONS, Link: https://www.cfr.org/timeline/us-relations-iran-1953-2023

2- Robinson, Kali “What is the Iran Nuclear Deal?,” COUNCIL ON FOREIGN RELATIONS, October 27, 2023, Link: https://www.cfr.org/backgrounder/what-iran-nuclear-deal

3- – Smith, Dan “The US withdrawal from the Iran Deal: One year on,” STOCKHOLM INTERNATIONAL PEACE RESEARCH INSITITUR, 7 May 2019, link: https://www.sipri.org/commentary/expert-comment/2019/us-withdrawal-iran-deal-one-year

4- “روزی که ترامپ از حمله به ایران با تلفات 150 نفری صرفنظر کرد،” یورونیوز فارسی، 2025/02/14، لینک:

https://parsi.euronews.com/2025/02/14/day-trump-called-off-attacking-iran-with-150-casualties

5- “Iran is weak, and should be ready to negotiate,” Washington Post, January 10, 2025, Link:

 https://www.washingtonpost.com/world/2024/09/14/iran-engagement-russia-israel-pezeshkian/

6- Stroul, Dana “The Narrow Path to a New Middle East: A Regional Order to Contain Iran for Good,” Foreign Affairs, April 2, 2025, Link:

https://www.foreignaffairs.com/middle-east/narrow-path-new-middle-east

7- منتظری، امید ” دومین حمله ایران به اسرائیل؛ این بار جنگ در می‌گیرد؟” بی بی سی فرسی، 1 اکتوبر 2024، لینک:

 https://www.bbc.com/persian/articles/cpdq92qv67yo

8- Stroul, Dana “The Narrow Path to a New Middle East: A Regional Order to Contain Iran for Good,” Foreign Affairs, April 2, 2025, Link:

 https://www.foreignaffairs.com/middle-east/narrow-path-new-middle-east

د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ټرمپ د ګواښ او فشار پالیسي

One thought on “د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ټرمپ د ګواښ او فشار پالیسي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top