په افغانستان کې د تېرو دریو کلونو، فقر او د هغه د عواملو څېړنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په افغانستان کې د تېرو دریو کلونو، فقر او د هغه د عواملو څېړنه
  • په افغانستان کې د فقر د ستونزې شاخصونه
  • د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته د فقر کچه
  • د اسلامي امارت په دوره کې د فقر د زیاتوالي لاملونه
  • په افغانستان کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لارې چارې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچینی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

نن ورځ د بې وزلۍ ستونزه په ډېرو ټولنو په ځانګړې توګه د افغانستان په څیر د جګړې وروسته هېوادونو کې یو له خورا مهمو او پیچلو ننګونو څخه ده، چې په مختلفو ملي او نړیواله کچه یې د ټولو پام ځانته اړولی دی. فقر د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لکه خوراک، کور، روغتیا او تعلیم د نه پوره کولو په معنی دی. دا ښکارنده په ټولنو کې د خلکو د ژوند په کیفیت منفي او پراخ اغیز لري چې معمولا  له ټولنیزې نابرابرۍ، رواني او فزیکي ناروغیو، او د کار او تعلیمي فرصتونو د کمښت په څیر نورو ستونزو سره تړاو لري. پوهانو په عمومي ډول د فقر ستونزه په دوو برخو ویشلې ده: یوه مطلقه بې وزلي ده، چې د یو فرد یا کورنۍ هغه حالت ته وایي چې د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه خوراک، پوښاک، کور او روغتیا د پوره کولو توان ونه لري. نړیوال بانک د مطلقې بې وزلۍ کرښه د یو کس لپاره په یوه ورځ کې 2.15 ډالر عاید تعریف کړي دي.[1] دوهمه نسبي بی وزلي ده کله چې خلک یا څه ډلې په ټولنه کې د نورو په پرتله، د ژوند ټیټ معیار ولري. دا ډول بې وزلۍ معمولا د یوې ځانګړې ټولنې د خلکو ترمنځ اقتصادي او ټولنیزو توپیرونو ته اشاره کوي. د دې ډلې خلک ممکن د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا ولري، مګر د نورو په پرتله د ژوند ټیټ کیفیت لري.[2] بې له شکه، کله چې مونږ د ټیټ عاید لرونکو یا په مخ پر ودې هېوادونو کې د بې وزلۍ د ستونزې په اړه خبرې کوو، زمونږ هدف او موخه مطلق غربت یا بې وزلي ده.

په دې لیکنه کې په افغانستان کې د بې وزلۍ د ستونزې شاخصونه، د اسلامي امارت له بیا تأسیس وروسته د بې وزلۍ د ستونزې څرنګوالی او هغه عوامل چې په دې موده کې د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل شول، له مهمو موضوعاتو څخه دي چې بحث پرې شوی دی.

په افغانستان کې د فقر د ستونزې شاخصونه

په حقیقت کې په مختلفو ټولنو او نظامونو کې د فقر شاخصونه په هغه ټولنه کې د شته ظرفیتونو له مخې توپیر لري. په طبیعي توګه افغانستان هم لدې څخه مستثنی نه دی، بلکې له دې اړخه یې د بېلګې په توګه عمل کړی دی، چې په لاندې ډول به یې ځیني ځانګړتیاوې مطرح کېږي:

– د کار د امنیت نشتوالی: د کار خوندیتوب یو له بنسټیزو بشري حقونو څخه دی او د بشري حقونو یوه برخه ده چې د اقتصادي اغیزمنتیا، د نظام مصلحتونه او داسې نورې بهانې حق نه لري چې دا اساس له پامه وغورځوی. خو په افغانستان کې ډېري ننګونې، په ځانګړې توګه د سیاسي او اقتصادي ثبات نشتوالی تل د کارګرانو د کاري خوندیتوب د نشتوالی سبب ګرځېدلی دی. هغه دا چې کله هر سیاسي نظام په خپلو جوړېدو پیل کوی، خو تر بشپړېدو مخکې سقوط کوي او نوی رژیم د پخوانی رژیم جوړښت نه مني، هغه ورانوي او بیا بل جوړښت جوړوي او دا کیسه همداسې بیا بیا تکرارېږی. په دې حالت کې، دندې له منځه ځی او تر بل مصروفیت پورې ډېري خلک وزګار پاتې کېږي[3]. لکه څنګه چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ځینو ادارو کې مامورین د ځینو دلایلو له امله له دندو ګوښه او پر ځای یې نوي مامورین وګمارل شول. په افغانستان کې د کار د نړیوال سازمان مشر رامین بهزاد او همدارنګه د افغانستان د کارګرانو د اتحادیې غړي هم، په افغانستان کې د کار بازار، د کار له امنیت او خوندیتوب څخه لرې ګڼي او زیاتوي چې په اوسط ډول په افغانستان کې هر کال ۴۰۰ زره کسان د کار بازار ته ننوځي[4]. پدې اساس په وروستیو کلونو کې د بې ثباته اقتصادي او سیاسي وضعیت په پام کې نیولو سره، د دې شمیرې کنټرول خطرناک کېدای شي.

د خوراکي خوندیتوب نشتوالی: د خوراکي خوندیتوب نشتوالی په افغانستان کې د بې وزلۍ د ستونزې یو بل شاخص دی چې د مختلفو اقتصادي، سیاسي او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان خلک ګواښي. نړیوال بانک په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې دغه هېواد د خوراکي توکو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی او په داسې حال کې چې میلیونونه وګړي هڅه کوي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی ولري. شاوخوا ۱۱،۶ میلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس ۲۵ سلنه جوړوي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.[5] په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې پوښښ لري، ویلي چې په افغانستان کې ۱۵،۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي، چې شاوخوا څلور میلیونه کسان چې ۳،۲ میلیونه پکې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان هم شامل دي په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.[6] د دغه راپور له مخې، د افغانستان له ۴۰ سلنه ډېر وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي. په یوه تازه راپور کې چې د دې ادارې له خوا خپور شوی، ښيي چې په افغانستان کې له درې پر څلورمې برخې ډېر خلک داسې خواړه نه لري چې د خوارځواکۍ پر لور د تګ مخه یې ونیسي.[7] دغه راز، څه موده وړاندې دغه سازمان راپور ورکړی ؤ، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه خلک نه پوهېږي، چې دوي به د بل وخت خواړه له کومه کوي.[8] په هر حال د دغو راپورونو له مخې، د افغانستان د خلکو یوه لویه برخه د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

اقلیمي بدلونونه: اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د خوراکي توکو د بحران یو له اصلي لاملونو څخه دی چې د پرله پسې وچکالۍ او غیر موسمي بارانونو له امله چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ بهیر یې سخت اغېزمن کړی دی، د ۱۴۰۳ هـ ل کال له پیله، په بغلان، بدخشان او تخار او نورو ولایتونو کې سیلابونو د خلکو د کورونو، کرنیزو ځمکو او څارویو د پراخې تباهۍ لامل شول او حتی ډېر کسان یې ټپیان او ووژل. له یوې خوا د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان د اقلیم د بدلون له بحران سره د مخامخو هېوادونو په لېست کې څلورم ځای لری او له بلې خوا له دغې ستونزې سره د مبارزې په برخه د کم ظرفیت په لرلو سره اووم هېواد دی. همدارنګه په افغانستان کې منځنۍ وچکالي په هرو دریو کلونو کې یو ځل له ۲۰۱۲-۱۹۸۶ څخه تر ۲۰۲۳-۲۰۱۳ پورې یو ځل زیاته شوې ده. له همدې امله، د اقلیم د بدلون چټکه وده، د سوداګرۍ لړۍ ګډوډوي او د خوراکي توکو بیې لوړوي.[9]

د اوسېدو ځای کموالی: د اوسېدو ځای کموالی هم په افغانستان کې د بې وزلۍ یو له شاخصونو څخه دی، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې له لرې پرتو سیمو یا مهاجرت څخه هېواد ته راستانه شوي دي چې د بېکارۍ او روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله لویو ښارونو ته کډه کوي او د کوچنیو ماموریتونو پر مخ بیولو لپاره په لویو ښارونو کې د کورونو کرایه کولو ته مجبور دي، په داسې حال کې چې دوی نه شي کولای د کور کرایه ورکړي. له بلې خوا د کورونو د کرایې لوړوالی چې هېڅ ډول کنټرول پرې نشته، د کورونو د خاوندانو د خوښې سره سم قیمت ورته ټاکل کیږی؛ دغه د دې لامل کېږي چې د دغو کورنیو مطلق اکثریت د دې توان ونه لري چې خپلو کورنیو ته کافي خوراکي برابر کړي او هم د خوارځواکۍ مخه ونیسي. سلام وطندار په کابل کې له ۳۰ کرایه دارانو سره د مرکو په پایله کې یو راپور چمتو کړی چې د دې ستونزې له بېلابېلو اړخونو سره تړاو لري.[10]

– د منفي انفلاسیون کچه: د نړیوال خوراکي پروګرام له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د انفلاسیون کچه ۶،۶ سلنې ته راټیټه شوې، په داسې حال کې چې د روان کال په جنورۍ کې د انفلاسیون کچه ۱۰،۲ سلنه د کمېدو راپور ورکړل شوی ؤ.[11] د دې پر بنسټ، د انفلاسیون کچه د 2024 کال په دوهمه نیمایي کې د دې کال د لومړۍ نیمایي په پرتله کمه شوې ده. که څه هم د انفلاسیون د کچې راټېټېدل په نړیواله کچه یو مثبت اقدام بلل کېږی، د اسلامي امارت چارواکي هم وايي، چې دا کمښت د دوي د هڅو پایله ده، خو په کم عاید لرونکو هېوادونو کې د انفلاسیون کموالی په چټکۍ سره هغه مهال رامنځته کېږي، چې په دغو هېوادونو کې د خلکو د پېرودلو ځواک کم شوی وي او په هغه ټولنه کې خلک د توکو او خدماتو د پېرلو په لټه کې نه وي. که څه هم په تېرو دوو کلونو کې افغانۍ خپل نسبی ارزښت ساتلی ؤ، خو هغو راپورونو ته په کتو چې نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب او د بېکارۍ د کچې په تړاو درلودل، په افغانستان کې د انفلاسیون د کچې راټیټېدل په بشپړه توګه خوشبینه پایله نه ده.

د جګړې او ناامنۍ اغیزې: د بې وزلۍ یو له مهمو شاخصونو څخه جګړه او ناامني ده او بې وزلي یا د هغې پراختیا د جګړې له ناڅرګندې ښکارندې سره مستقیمه او نږدې اړیکه لري. افغانستان چې د خپل وروستي تاریخ څه کم څلور لسیزې یې په جګړو او ناامنیو کې تیرې کړي او ولس یې په بېلابېلو لارو د فقر او محرومیت په حالت کې اچولی دی. اوس په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا راتلو سره لله الحمد نسبي امنیت شتون لري. خو د تېرو وختونو د پرله پسې جګړو د اغيزو په پرتله لا هم زمونږ د ولس له سر څخه د فقر چتر نه دی لرې شوی.

– د بیکارۍ لوړه کچه: بېکاري د نورو بحرانونو ترڅنګ د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه نړۍ ګواښی. په نړۍ کې د بېکارۍ د کچې په تړاو د کار د نړيوال سازمان وروستۍ احصايې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د بېکارۍ کچه ۵،۱ سلنه وه او د دغه سازمان په وينا ښايي په ۲۰۲۴ کال کې دغه کچه  ۵،۲  سلنې ته ورسېږي.[12] په افغانستان کې بېکارۍ د یوې سترې ټولنیزې ستونزې په توګه د فقر یو له مهمو شاخصونو څخه دی چې له کلونو راهیسې یې د دغه هېواد خلک اغیزمن کړي دي.

د لاندې جدول له مخې، په افغانستان کې د بې کارۍ کچه له کلونو راهیسې مخ په زیاتېدو ده او د دغې نامعلومې ښکارندې سلنه د پخوا په پرتله مخ په ودې ده. ددې پر بنسټ که مونږ وغواړو د 2021 څخه تر 2023 پورې د بیکارۍ منځنۍ سلنه معلومه کړو، و به وګورو چې په دې کلونو کې د بیکارۍ منځنۍ کچه 13.47 سلنه وه. په ورته ډول، همدارنګه که مونږ د 2018 څخه تر 2020 پورې د بیکارۍ منځنۍ سلنې ته څیر شو، و به ګورو چې د جمهوریت په تېرو دریو کلونو کې د بیکارۍ منځنۍ کچه 11.38 سلنه وه. [13]  د دې پر بنسټ، په عمومی ډول ویلای شو چې د جمهوري رژیم د وروستیو دریو کلونو په پرتله د تېرو دریو کلونو د بیکارۍ کچه دوه سلنه زیاته شوې ده.

د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته د فقر کچه

که څه هم د افغانستان خلک له کلونو راهیسې د فقر له دې بدې ښکارندې سره مخامخ دي، بې له شکه چې په افغانستان کې د حکومت په هره دوره کې د بې وزلۍ کچه د بېلابېلو لاملونو له مخې توپیر لري او هر یو یې له ډېرو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره د خپلو عواملو له امله اغېزمن شوي دي. خو په دې دوره کې د دې ښکارندې د کچې د روښانه کولو لپاره اړینه بولو چې د جمهوري نظام په وروستیو کلونو او د اسلامي امارت په لومړیو کلونو کې د فقر د ښکارندې د شاخصونو په اړه ځینې ارقام او احصایې وڅیړو. ترڅو پوه شو چې د دې ستونزې په وړاندې کوم بدلونونه رامینځته شوي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۱۴،۳۹ سلنې ته رسېدلې ده. پداسې حال کې چې د کار نړیوال سازمان (ILO) لخوا د بیکارۍ کچه په 2019 کې 11.22 سلنه او په 2020 کې 11.7 سلنه ښودل شوې وه. په همدې حال کې دغه سازمان په ۲۰۲۲ کال کې ویلي ؤ چې د جمهوریت له سقوط وروسته په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.

دغه راز په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب په اړه د نړیوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې د دغه هېواد شاوخوا ۱۱،۶ سلنه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي. پداسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له کمښت سره مخ دي ۱۵،۸ میلیونه تنه ښودلي وو. همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) راپور ورکړی ؤ چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي د کافي خوراکي توکو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د وړاندې شویو ارقامو او شمېرو له مخې د اقلیم د چټکو بدلونونو او د کار د امنیت له نشتوالي سره سره، افغانستان د اسلامي امارت په اوسنۍ دوره کې نسبي امنیت لري او د عامو خلکو لپاره د سوداګرۍ او شخصي کار زمینه برابره شوېده، مګر لیدل کیږی چې د یو شمیر عواملو له لارې چې لاندې به پرې بحث وشي، پدې دوره کې د فقر کچه د جمهوريت د وروستیو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.

د اسلامي امارت په دوره کې د فقر د زیاتوالي لاملونه

د دندو له لاسه ورکول: دا سمه ده چې په افغانستان کې بېلابېلې پېښې د خلکو په کار او ژوند اغیز کوي. په تېره بيا په تېرو څو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله زرګونو کسانو دندې له لاسه ورکړي دي، چې له امله يې زرګونه افغانان بېکاره شول. د ځينو ادارو د له منځه تللو له امله لکه، د دارالمعلمين او د ښځو چارو وزارت چې په سلو کې شپيته کارکوونکي يې نارينه او پاتې نور يې ښځې وې، په زرګونو کسان په دغو ادارو کې په کار بوخت وو، د دغو ادارو په له منځه تللو سره ډېري کارکوونکي د مناسب کار د نه موندلو له امله بې روزګاره شوي دي. له غیر دولتي څانګو څخه د بېلګې په توګه په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو سقوط او په افغانستان کې د سویډن کمېټه، چې په سویډن کې د قران کریم د سوځولو له امله د دغه هېواد د چارواکو له خوا د نړۍ له مسلمانانو څخه بښنه ونه غوښتل شوه چې پر دغه کمېټه د اسلامي امارت تر ادارې لاندې پر کړنو بندیز ولګید. دغې کمېټې په کابل، مزارشریف، جلال اباد، تالقان، وردګو، غزني او پروان ولایتونو کې دفترونه بندول او په ۲۰۲۲ کال کې د دغې ادارې د کارکوونکو شمېر ۲۴۸۸ تنه ښودل شوي وو. د دې ادارې په تړل کېدو سره د دې ادارې د خدماتو ترڅنګ ټول کارکوونکي بېکاره شوي دي.[14]

د بستونو تنقیص: د افغانستان اسلامي امارت له بیا راتلو وروسته په بېلابېلو ادارو کې سلګونه پوستونه کم شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د کابل پوهنتون د کدرونو د تلو تر څنګ د دغه پوهنتون شاوخوا ۲۵۰ استادان او کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.[15] دا پروسه په بېلابېلو ادارو کې پلي کېږي، چې له امله يې د هېواد سلګونه وګړي بېکاره شوي دي.

د مرستو محدودیت: په افغانستان کې د بېکارۍ او اقتصادي بحران ترڅنګ له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر یوه حده کمې شوې، لکه څرنګه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیالې روزا اوتنبایوا هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان ستونزمن بشري وضعیت ته اشاره وکړه، هغې په خپله وینا کې وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د اړتیا وړ مرستو یوازې ۳۰ سلنه تمویل شوې او له دوه میلیاردو ډالرو زیات کسر موجود دی.[16]

د بندیزونو لګېدل: یو له مهمو لاملونو څخه چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د ښکارندې لامل ګرځي د اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو لګول دي، لکه د افغانانو د شتمنیو کنګل کېدل، بانکي بندیزونه، له اسلامي امارت سره د ځینو هېوادونو د تعامل نشتوالی او د اسلامي امارت په یو شمیر چارواکو د سفر بندیز لګول شوی دی. دا پداسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ملګروملتونو امنیت شورا د دغې شورا د ۱۵ غړیو په موافقې د ۲۷۶۳ شمیرې پرېکړه لیک په اساس د اسلامی امارت پرضد د بندیزونو د څارنې کمیټې ماموریت د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغزاوه.[17] د اسلامي امارت په چارواکو د بندیزونو لګول په حقیقت کې د افغانستان پر خلکو فشار اچول دي، چې پایله به یې د دغه هېواد پر خلکو د فقر او بدبختۍ زیاتېدل وي.

په افغانستان کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لارې چارې

په افغانستان کې د بې وزلۍ سره د مقابله او د بیوزلۍ د کمولو لپاره، په ملي او نړیواله کچه هراړخیزو او اغیزمنو ستراتیژیو ته اړتیا ده. په دې ستراتیژیو کې بېلابېل اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او کلتوري میکانېزمونه شامل دي چې د خلکو د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي او د فقر کچه راټیټوی. په افغانستان کې د بې وزلۍ د کمولو ځینې حلونه به په لاندې ډول تشریح شي:

  1. دوامداره اقتصادي پرمختګ: د پایښت لرونکي اقتصادي پرمختګ معنی هغه اقتصادي وده ده چې په هغه کې طبیعي او اقتصادي سرچینې په دقت او اوږد مهاله توګه کارول کېږي، ترڅو نه یوازې اوسنۍ اړتیاوې پوره کړي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره ښه شرایط برابر کړي. د دوامدار اقتصادي پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره، اقتصادي تنوع اړینه ده؛ ځکه په یوه او دوو اقتصادي اړخونو کې انحصار کېدای شي په نړیوال بازارونو کې د بدلونونو له امله به اقتصاد له زیان سره مخامخ شي. له همدې امله، د بېلابېلو اقتصادي سکتورونو رامینځته کول، لکه د ساختماني صنعت پراختیا، د ټوکرو او جامو فابریکې، په ټیکنالوژۍ کې لوړه پانګه اچونه او نوي ټیکنالوژي او داسې نور کولی شي د دوامدار پرمختګ سره مرسته وکړي.
  2. د زیربناوو پراختیا: د سړکونو او ریل پټلۍ د جوړولو له لارې د ترانسپورتي شبکو پراختیا، د اوبو د سرچینو مدیریت او د اوبو د سیسټمونو تنظیمول ترڅو د خلکو د ژوند کیفیت ښه کړي، او همدارنګه د انرژۍ زیربناوو پراختیا د پایښت وړ انرژي او بریښنا ته لاسرسی چمتو کول، چې کولی شي د فابریکو په جوړولو کې د خلکو د ژوند کیفیت ښه کولو او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
  3. د کرنې ملاتړ: کرنه د افغانستان یو له خورا حیاتي اقتصادي سکتورونو څخه ده چې په کلیو کې مطلق اکثریت خلک د ژوند د سرچینې په توګه یې کاروي. له همدې امله د کرنې په برخه کې د نویو ټیکنالوژیو په کارولو سره د تولید او محصولاتو د زیاتوالي له لارې د کرنې ملاتړ کول، د طبیعي پېښو په وړاندې د بزګرانو ملاتړ کول او همدارنګه د مناسبو بازارونو د رامنځته کولو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو له لارې د کرنې سره مرسته کېدایشی.
  4. د کاری بوختیا پیدا کول: لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه، لوړه بیکاري او د کار خوندیتوب ته د لاسرسي نشتوالی په افغانستان کې یو له لویو ننګونو څخه دي. د بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د دندو د رامنځته کولو له لارې د کاري فرصتونو رامنځته کول، د زیان منونکو ډلو لکه کډوال، زلزله ځپلو، سیلاب ځپلو او داسې نورو استخدام او د متشبثینو ملاتړ کول سوداګري او منځني کارونه پیدا کول، چې دا کولای شي په افغانستان کې د کاری بوختیا رامینځ ته کولو کې مرسته وکړی.
  5. د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د روزنې اسانتیا: د تخنیکي مهارتونو لکه مستری توب، ترکاڼۍ، خیاطۍ او نورو تخنیکي دندو د روزنې له لارې د تخنیکي او مسلکي مهارتونو روزنې پروګرامونو رامینځته کول او وده ورکول، د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ د ودې لپاره د متشبثینو ملاتړ کول، همدارنګه د انلاین زده کړو د پروسې اسانه کول ترڅو د آنلاین د زده کړې فرصتونه تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د لاسرسي په پراخولو کې مرسته وکړي او دوی ته وړتیا ورکړي تر ځو د کار بازار کې سیالي وکړي.
  6. د نړیوالو بنسټونو پیاوړتیا: د نړیوالو مرستو د جلبولو له لارې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې نړیواله همکاري، لکه د فعالې ډیپلوماسۍ او نړیوالو خبرو اترو له لارې د هېوادونو او سازمانونو ډېرې مالي او تخنیکي مرستې راجلب شي او همدارنګه د ګاونډیو سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي، له هېوادونونو سره د سوداګریزو تړونونو او سوداګریزو اسانتیاوو په رامینځته کولو سره چې د کار نوي فرصتونه رامینځته او پیاوړي کوي همدارنګه دولتي او خصوصي بنسټونه د نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ کې د اقتصادي پراختیا سره مرسته کوي.

پایله

د پورتني محتوا له مخې مونږ دې پایلې ته رسيږو چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د پديدې شاخصونه زیات دي او تل يې د دغه هېواد خلک له بېلابېلو زاويو ګواښلي دي. د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، په اوسنۍ دوره کې د افغانستان خلک د بې وزلۍ د ښکارندې او د دې ښکارندې اړوند شاخصونو ته په کتو سره، په لوړه کچه او د ژوند له جدي ستونزو سره مخ دي او جدي همکارۍ ته اړتیا لري. لکه څنګه چې د دې هېواد خلک د نړۍ په سلو کې نږدې درې چنده وزګار دي او دا کار کولی شي د هېواد راتلونکی له هر ډول خطر سره مخ کړي او د بحران لامل شي. له بلې خوا نړيواله ټولنه په اسلامي امارت د بنديزونو او محدودیتونو په لګولو سره د افغانستان د خلکو لپاره د ژوند زمينه نوره هم ستونزمنه کوي په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د خلکو ستونزې د تېرو کلونو په پرتله زياتيږي.

نو له دې ستونزې څخه د خلاصون لپاره، یوې پراخې ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې بېلابېلې سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې حل لارې پکې شاملې وي. لکه څنګه چې پورته تشریح شول د منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونو په جوړولو او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو او پانګوالو په همکاۍ سره کولی شو دا ستونزه لږ تر لږه په نږدې راتلونکي کې کمه شی.

وړاندیزونه

  • د زیربناوو په پیاوړتیا او د کوچنیو او منځنیو صنایعو د ملاتړ له لارې په اقتصادي اړخ کې په یو یا څو سکتورونو باندې د انحصار د مخنیوي لپاره باید د هراړخیز او متنوع اقتصادي پالیسیو پلي کولو ته پاملرنه وشي.
  • په هېواد کې د باثباته دندو د رامنځته کولو او د بیکارۍ د کچې د راټیټولو لپاره باید د متشبثینو او د هغوي د پروسو څخه جدي ملاتړ وشي.
  • د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او په هېواد کې د بې وزلۍ له پدیدې څخه د خلکو د ژغورلو لپاره باید د نړیوالو موسسو په همکارۍ روزنیز کورسونه او مسلکي مهارتونه په لاره واچول شي.
  •  نړیواله ټولنه دې ته اړتیا لری چې پر اسلامي امارت بندیزونه او په افغانستان کې د خلکو پر ژوند یې اغیزې وارزوي او هغه بندیزونه لکه د هیواد د بهرنیو اسعارو د زیرمو کنګلول چې د خلکو د زیانمنیدو لامل ګرځي، لیرې کړي.

سرچینی

[1] . WORLD BANK: Fact Sheet: An Adjustment to Global Poverty Lines, link:

https://www.worldbank.org/en/news/factsheet/2022/05/02/fact-sheet-an-adjustment-to-global-poverty-lines

[2] . پایگاه اطلاعاتی حوزه: مقایسه مفاهیم فقر و مسکنت با دو مفهوم فقر مطلق و نسبی، 25 اسد 1388 ش، لینک:

https://hawzah.net/fa/Article/View/79760/

مقایسه-مفاهیم-فقر-و-مسکنت-با-دو-مفهوم-فقر-مطلق-و-نسبی

[3] . قاسم علی صداقت، حق بر امنیت شغلی و حقوق کار افغانستان، 25 حوت 1402، لینک:

https://srqjl.knu.edu.af/article-1-29-fa.pdf

[4] . سلام وطندار: ” کنفرانس ملی کار” در جریان ماه جاری در افغانستان برگزار، لینک:

https://www.google.com/url?sa=t&rct=j&q=&esrc=s&source=web&cd=&cad=rja&uact=8&ved=2ahUKEwi13aCN072KAxXUQ_EDHWkrIFwQFnoECBUQAQ&url=https%3A%2F%2Fswn.af%2F2112national-labor-conference-will-be-held-in-afghanistan-this-month%2F&usg=AOvVaw1-F3KX8uJNmjOu742P3VBs&opi=89978449

[5] world bank: Building resilience to address Afghanistan’s food security crisis. 23DECEMBER2024. LINK:

https://blogs.worldbank.org/en/endpovertyinsouthasia/building-resilience-to-address-afghanistan-s-food-security-crisi

[6] . reliefweb: Afghanistan: Annual Country Report 2023,2 Apr2024, link:

https://reliefweb.int/report/afghanistan/afghanistan-annual-country-report-2023-country-strategic-plan-2018-2025

[7] . WFP: WFP delivers life-saving food to…17 october2024, link:

https://www.wfp.org/news/wfp-delivers-life-saving-food-quarter-million-people-afghanistan-support-china

[8] . Amu TV: برنامه جهانی غذا: 15 میلیون نفر در افغانستان …لینک:

https://www.google.com/url?sa=t&rct=j&q=&esrc=s&source=web&cd=&ved=2ahUKEwj7yNbFjcCKAxV7SPEDHcvXB9kQFnoECBMQAQ&url=https%3A%2F%2Famu.tv%2Ffa%2F144507%2F&usg=AOvVaw3ODWiKh7AH0MIDEJOSYsNX&opi=89978449

[9] world bank: Building resilience to address Afghanistan’s food security crisis. 23DECEMBER2024. LINK:

https://blogs.worldbank.org/en/endpovertyinsouthasia/building-resilience-to-address-afghanistan-s-food-security-crisi

[10] . SALAM WATANDAR: کرایه خانه‌‌‌‌‌ها افزایش یافته است، 1403 خورشیدی، لینک:

https://www.google.com/url?sa=t&rct=j&q=&esrc=s&source=web&cd=&cad=rja&uact=8&ved=2ahUKEwjihO6LjsCKAxVTAtsEHWJ5IDkQFnoECBUQAQ&url=https%3A%2F%2Fswn.af%2Fsalam-watandars-conversation-with-30-tenants-in-kabul-the-rental-houses-have-increased%2F&usg=AOvVaw1KzJwUA_eD2gjV6pQDKm7M&opi=89978449

[11] . Amu TV: برنامه جهانی غذا: افغانستان در ماه‌‌‌‌‌های اخیر شاهد کاهش نرخ تورم بوده است، 1403ش، لینک:

https://www.facebook.com/AmuTelevision/posts/

برنامه-جهانی-غذا-میگوید-که-نرخ-تورم-در-نیمه-دوم-سال-جاری-میلادی-در-افغانستان-نسب

/612632541436072/?locale=cs_CZ

[12] . bbc: روز جهانی کارگر؛ نرخ بی سابقه بیکاری در افغانستان … اول می‌2024م، لینک:

https://www.bbc.com/persian/articles/c3gvz85yg14o

[13]. Statista: Afghanistan: Unemployment rate from 2013 to 2023, link:

https://www.statista.com/statistics/808214/unemployment-rate-in-afghanistan/

[14] . BBC: طالبان دستور توقف فعالیت‌‌‌‌‌های سوئد در افغانستان را ” تا زمان عذر خواهی از مسلمانان” صادر کرد، 20 سرطان 1402 خورشید، لینک:

https://www.bbc.com/persian/articles/cxepme1yyz7o

[15] . DW: بست‌‌‌‌‌های 250 استاد و کارمند دانشگاه کابل تنقیص شده است، 31 سرطان 1401 خورشیدی، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/بست-های-۲۵۰-استاد-و-کارمند-دانشگاه-کابل-تنقیص-شده-است/a-62556715

[16] . DW: سازمان جهانی صحت: بیکاری در افغانستان دو برابر شده است، 29 سرطان 1403 ش، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/سازمان-جهانی-صحت-بیکاری-در-افغانستان-بیش-از-دو-برابر-شده-است/a-70265978

[17] . آریانا نیوز: شورای امنیت سازمان ملل متحد…24 قوس 1403 خورشیدی، لینک:

په افغانستان کې د تېرو دریو کلونو، فقر او د هغه د عواملو څېړنه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top