د چین له لوري د ریل پر اساس افغانستان ته د سوداګریزو توکو رسېدل: د اقتصادي او سیاسي اغېزو ارزونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د چین له لوري د ریل پر اساس افغانستان ته د سوداګریزو توکو رسېدل: د اقتصادي او سیاسي اغېزو ارزونه
  • د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو تاریخي شالید
  • د چین له لوري د ریل پټلۍ پر اساس مالونو لېږد نوښت
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • ماخذونه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د نړیوال اقتصاد په پراختیا کې د ټرانسپورټ او ټرانسپورټي شبکو پرمختګ ځانګړی ځای لري. د ریل پټلۍ د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یوه مؤثره او خوندي وسیله ګڼل کېږي، چې نه یوازې د لګښتونو د کمولو په برخه کې ګټوره ده، بلکې د وخت د سپمولو او د توکو د خوندیتوب په برخه کې هم غوره پایلې لري. په دې لړ کې، د چین او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ پر اساس د سوداګریزو مالونو لېږد را لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو نوی او مهم ګام دی. په افغانستان کې د دوهم ځل لپاره واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره  د چین او افغانستان ترمنځ اقتصادي، سوداګري، او سیاسي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره په بېلابېلو برخو کې مهمې اغېزې لرلي دي. چین، چې اوس په نړیواله کچه د اقتصادي ځواک په توګه پیژندل کېږي، د افغانستان لپاره د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، د سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د دریځ د پیاوړتیا په برخو کې بېلابېل فرصتونه رامنځته کړي دي. په دې برخو کې د ریل پټلۍ لارې د مالونو لېږد رالېږد پیل د یوه نوي او مهم پړاو په توګه ګڼل کېږي، چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ کچه لا لوړه شي. د چین له لوري د مزار شریف ښار ته د سوداګریزو مالونو د لومړۍ محمولې لېږد د دې همکاریو په لا پراختیا کې ستر ګام دی، چې د افغانستان لپاره د اقتصادي پیاوړتیا او سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا په لور نوي فرصتونه رامنځته کوي.

د چین د ریل پټلۍ پر اساس افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد نه یوازې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره یو مهم فرصت دی، بلکه په دې سره به د سیمه ییزې همکارۍ او سیاسي اړیکو په پراختیا کې هم اغېزمن رول ولوبوي. د دې ټرانسپورټي لارو په پرمختګ سره، افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد اسانه او ګټور کېږي، چې له  اقتصادي اړخه د هیواد د پرمختګ لپاره سترې ګټې لري. دغه همکارۍ به په ټوله کې د افغانستان په پراختیا او سیمه ییزو اړیکو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي. له چین سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د افغانستان لپاره د نړیوالو بازارونو سره د همکارۍ د نوي فرصتونو د رامنځته کېدو سربېره له  دې هېواد سره د سوداګریزو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه هم برابروي. په دې تحلیل کې به د چین له لوري د ریل پټلۍ د لارې پر اساس د مزار شریف ته د سوداګریزو مالونو د رسېدو پروسه او د دې پرمختګ اغېزې د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې وڅېړل شي.

د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو تاریخي شالید

د چین او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې اوږده تاریخي مخینه لري چې د ورېښمو لارې چې نړیوال شهرت لري، پیل شوې. د ورېښمو لاره له لرغونې مودې راهیسې د آسیا، اروپا، او منځني ختیځ ترمنځ د اقتصادي او کلتوري تبادلې اصلي پل ګڼل کېږي، د چین او افغانستان لپاره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یوه مهمه وسیله وه. له دې لارې د چین تولیدات، لکه ورېښم، کاغذ، او نور توکي افغانستان ته واردېدل، او له افغانستانه د قیمتي ډبرو، وچه مېوې او نورو سوداګریزو توکو صادرات چین ته کېدل.

په معاصر تاریخ کې، د چین او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د پام وړ بدلون وموند، د افغانستان پر وړاندې د چین نوې ستراتیژیکه لېوالتیا د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهمه وګرځېده. په ځانګړي ډول، د ۱۹۹۰مې لسیزې په پای کې، کله چې د چین اقتصاد د نړېوالتوب په لور پرمختګ وکړ، چین د افغانستان د طبیعي زېرمو او جغرافیوي اهمیت په ګټه اخیستلو تمرکز پیل کړ.

د چین د “یو کمربند، یوه لار” (Belt and Road Initiative) نوښت د ۲۰۱۳ کال راهیسې په نړیواله کچه د اتصال او همکارۍ نوی نوښت رامنځته کړ[1]. افغانستان، چې د مرکزي آسیا او سویلي آسیا ترمنځ په ستراتیژیک موقعیت کې پروت دی، د دې نوښت لپاره ځانګړی اهمیت لري. دغه نوښت د چین لپاره یوه وسیله ده چې د سیمه ییزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او نړیوال نفوذ پراخولو لپاره خپل فعالیتونه زیات کړي، او افغانستان یې په مستقیم ډول د نوې سیمه ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټي تړاو برخه ګرځولی دی.

په ځانګړې توګه، د چین له لوري د افغانستان په اقتصادي زیربناوو کې پانګونې، لکه د مس عینک کان پروژه، د دې اړیکو یوه ښکاره بېلګه ده، دغه پروژه د ۲۰۲۴میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۶ نېټه د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، چینايي ډيپلوماتو او سوداګرو پرانېستل شوه او د لومړي ځل لپاره دغه سیمې ته د سرک جوړولو چارې پیل شوې[2]. چین هڅه کوي چې د افغانستان طبیعي سرچینې استخراج کړي او دغه هېواد د خپل صنعتي تولیداتو لپاره یو ستر بازار وګرځوي.

د ریل پټلۍ پر مټ د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد پیل د دغو اړیکو په تاریخ کې یو نوی پرمختګ دی. دا پروژه نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې غښتلې کوي، بلکې د سیمه ییزې همکارۍ، ټرانزیټي اسانتیاوو، او اقتصادي پرمختګ لپاره نوې لارې هم پرانېزي.

د چین له لوري د ریل پټلۍ پر اساس مالونو لېږد نوښت

چین د خپل اقتصادي ځواک پراخولو او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د ریل پټلۍ پر اساس د مالونو لېږد نوښت پیل کړی دی. دغه نوښت، چې د مرکزي آسیا له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد اسانتیا برابروي، د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو لپاره یو نوې فرصت ګڼل کېږي. د دې نوښت له مخې، د چین سوداګریز توکي د قزاقستان او ازبکستان له لارې په مستقیم ډول مزار شریف ته رارسېږي او لومړی جوپه د روان کال د د نومبر په ۲۳ نېټه له قزاقستان او ازبکستان څخه له تېرېدو وروسته افغانستان ته ورسېده[3]. دغه نوښت د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د ټرانزیټي زېربناوو لپاره ستراتیژیک رول لوبوي. دا نوښت نه یوازې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیاتوي، بلکې افغانستان ته د نورو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو دروازې هم پرانیزي.

د ریل پټلۍ له لارې د مالونو لېږد یوه داسې مهمه پروژه ده چې له امله یې د وخت، لګښت او سوداګریزو توکو د امنیت په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کېږي. د دې تر څنګ، افغانستان کولای شي له دې نوښت څخه د خپل صادراتو لپاره ګټه پورته کړي او د سیمه ییزو بازارونو ته لاسرسی زیات کړي. دا پروژه نه یوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو لوی ګام دی، بلکې د سیمه ییزې همکارۍ او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم حیاتي رول لوبولی شي. د دې نوښت بریا به افغانستان ته د اقتصادي ثبات او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي .د چین او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ له لارې د مالونو لېږد یو نوی او مهم اقتصادي نوښت دی چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو ته وده ورکول دي. د دې نوښت اساسي جزئیات او تخنیکي اړخونه په لاندې ډول تشریح کېږي:

۱. د ریل پټلۍ مسیر: د ریل پټلۍ دغه مسیر د چین د کاشغر له صنعتي ښار څخه پیل او د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان مزار شریف ته رسېږي. دا مسیر د مرکزي آسیا د څو مهمو اقتصادي او سوداګریزو مرکزونو څخه تېرېږي، چې افغانستان ته د نړیوالو سوداګریزو شبکو سره د نښلولو ځانګړې ستراتیژیکه معنا لري.

۲. د مالونو د لېږد څرنګوالی: په دې نوښت کې د مالونو لېږد د لوجستیکي اسانتیاوو په مرسته تر سره کېږي. سوداګریز توکي په ځانګړو کانټینرونو کې بارېږي، چې د نړیوالو معیاري شرایطو سره سم خوندي او ګړندی لېږد یې باوري کوي. لومړنۍ محموله په ۵۵ کانټینرونو کې د چین څخه بار شوې وه او شاوخوا ۲۰ ورځې یې وخت نیولی ترڅو د افغانستان مزار شریف ته ورسېږي، په دې کانتینرونو کې برېښنايي توکي، جامې او نور تولیدات شامل وو.[4] چې له رسیدو سره سم یې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ګډون یوه پلاوي مزارشریف ته سفر کړی و، او د دغه ولایت د مرستیال والی، او د سوداګرۍ او پانګونې رییس او نورو امارتي چارواکو په ګډون یې دغه لاسته راوړنه د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.[5]

۳. د دې نوښت موخې: د ریل پټلې پر اساس دغه نوښت لاندې موخې تعقیبوي.

د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا؛

د ټرانزیټي او لوجستیکي چارو اسانتیا؛

د افغانستان د صادراتو او وارداتو د ودې لپاره نوی فرصت رامنځته کول؛

د سیمه ییز اقتصادي ادغام او همکاریو پیاوړتیا؛

د وخت او لګښت په برخه کې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرول؛

د اقتصادي اغېزو ارزونه: د چین له لوري د ریل پټلۍ پر اساس د مالونو لېږد نوښت د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې او پراختیا مهم فرصتونه رامنځته کوي. دا نوښت نه یوازې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي، بلکې د هېواد اقتصادي وضعیت پر پیاوړتیا مثبتې اغېزې لري. کولای شو د دې نوښت اقتصادي اغېزې په لاندې توګه روښانه کړو:

۱. د لګښتونو کمېدل: ریل د مالونو د لېږد په برخه کې د نورو ټرانسپورتي وسیلو په پرتله، لکه لاریو او هوايي دهلیزونو، چې لګښتونه یې لوړ دي، د پام وړ اقتصادي ګټې لري. د دې نوښت په مرسته:

د مالونو د لېږد لګښتونه کمېږي او په دې توګه د صادراتو او وارداتو لګښتونه هم راټیټېږي.

د لګښت کمېدل د افغانستان سوداګر هڅوي چې خپل محصولات په ارزانه بیه بازارونو ته وړاندې کړي او همدارنګه واردات د مناسب قیمتونو پر اساس وکړي.

د لګښتونو کمېدل د اقتصاد د ودې او د بیعو د ثبات لامل ګرځي.

۲. د صادراتو او وارداتو زیاتوالی: د ریل پټلۍ له لارې د مالونو د ګړندي او اسانه لېږد له لارې د افغانستان لپاره د صادراتو او وارداتو په برخه لاندې فرصتونه رامنځته کوي.

افغانستان کولی شي خپل صادرات د چین او د مرکزي اسیا هېوادونو ته ورسوي، په دې اساس به  د افغانستان لپاره د نوې اقتصادي ودې لاره پرانېستل شي.

د وارداتو زیاتوالی به هم افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو د لاسرسي فرصت برابر کړي، چې په کورني بازار کې به د مصرف کونکو اړتیاوې پوره کړي.

د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا د ټرانزیټ په برخه کې د افغانستان موقعیت د پام وړ اهمیت لري، د دې نوښت پر اساس به د سیمې هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا فرصت برابر شي.

۳. د سوداګرۍ پراختیا: د چین له لوري د ریل پټلۍ پر اساس د مالونو لېږد نوښت د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ بدلونونه  رامنځته کوي، کولای شو چې په لاندې توګه ورته اشاره وکړو:

دغه نوښت د ګړندي او خوندي لېږد سبب ګرځي چې سوداګرۍ په اسانه توګه ترسره شي، او د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا ممکنه شي د دې نوښت پر اساس افغانستان کولای شي خپل سوداګریز مالونه په اسانه او ارزانه توګه چین ته صادر کړي، د دې نوښت د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ورته یادونه وکړه.[6]

د دې نوښت له امله د چین، افغانستان او نورو آسیایي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو زیاتوالی او د اړیکو پراختیا ته هم زمینه برابریږي.

دغه نوښت د افغانستان لپاره د صادراتو زیاتولو او د وارداتو د متنوع کولو فرصتونه برابروي، چې د هېواد په اقتصادي پراختیا کې مهم رول لري.

۴. د اقتصادي زیربناوو پرمختګ: د دې نوښت په عملي کولو سره افغانستان ته اړتیا ده چې خپلې زیربناوې، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ او لوجستیکي سیستمونه پیاوړي کړي، دغه اقدام له یوې خوا د پانګونې زمینه برابروي، چې په نتیجه کې به د اقتصادي فعالیتونه زیات او د کار فرصتونه به رامنځته کړي او له بلې خوا د دې نوښت په عملي کولو کې، د افغانستان حکومت او پانګوال باید د مالونو د خوندي او ګړندي لېږد لپاره اړینې زیربنایي پروژې پلې کړي، چې په دې سره به د اقتصاد پرمختګ او د کارموندنې کچه لوړه شي.

۵. د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا: د چین او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ اسانتیاوې د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا لپاره فرصتونه برابروي.افغانستان د دې نوښت له لارې کولی شي خپل ټرانزیټي رول پیاوړی او د نورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو جوړولو ښه رول ترسره کړي چې له امله یې د سیمې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخولو ته فرصت برابرېږي او افغانستان د سیمې د ټولو هېوادنو د پاملرنې وړ ګرځي.

د سیاسي اغېزو ارزونه: د چین له لوري د ریل پټلۍ پر اساس د مالونو لېږد نوښت یوازې د اقتصادي وضعیت لپاره ګټور نه دی، بلکې د افغانستان د سیاسي اړخ  د پیاوړتیا په برخه کې هم مهم رول. دا نوښت د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا او د سیمه ییزو سیاسي اړیکو په لا پیاوړتیا کې مهم رول لري. اړینه ده چې لاندې فکټورونه چې د سیاسي اغېزو د پیاوړتیا په برخه کې مهم دي ورته اشاره وشي.

۱. د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا: له یوې خوا د ریل پټلۍ پر اساس د لېږد نوښت د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او سیاسي اړیکو پراختیا لپاره یو مهم ګام دی. د دې نوښت له لارې، چین د افغانستان په کچه نه یوازې د یوه ستر سوداګریز شریک په توګه، بلکې د سیاسي او ستراتیژیک همکار په توګه هم ځان مطرح کوي. له بلې خوا چین د افغانستان په پرمختګ کې مهم رول لوبوي، دغه نوښت نه یوازې د چین او افغانستان ترمنځ د باور فضا جوړوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته هم فرصت برابروي.

۲. د سیمې نورو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو پیاوړتیا: د چین له لوري د ریل پټلۍ پر اساس د مالونو لېږد نوښت د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو په پراختیا کې هم اغېزمن رول ترسره کوي. د افغانستان د ټرانزیتي موقعیت کارولو سره، دغه نوښت د سیمې نورو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او همکاریو ته زمینه برابروي .د دې نوښت له لارې، د افغانستان موقعیت د چین، پاکستان، ایران او نورو آسیایي هېوادونو لپاره د ټرانزیت په لړ کې د ګټې اخیستنې وړ ګرځي، چې د سیمه ییزو سیاسي اړیکو په جوړولو کې هم د پام وړ بدلون راولي.د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سیمه ییزې همکارۍ تقویه کول د سیمې د امنیت او سیاسي ثبات په لور یو مثبت ګام دی. چین هڅه کوي چې د دې نوښت له لارې د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو ښه والي ته هم مرسته وکړي.

۳. د افغانستان د نړیوال سیاسي موقف پیاوړتیا: د دې نوښت په مرسته، افغانستان کولی شي خپل سیاسي موقف ته یو نوی اړخ ورکړي او په نړیول سټېج کې خپل موقف پیاوړی کړي. ځکه چې  د چین سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ټرانزیتي لرل د افغانستان په سیاسي دریځ مثبتې اغېزې کوي. سربېره پر دې دغه نوښت د افغانستان د نړیوالو اړیکو د پراختیا لپاره هم ګټور تمامېږي او افغانستان د نورو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځي او د دې هڅې کوي چې ورسره اړیکې پیاوړې کړي.

۴ ـ د وارداتو په برخه کې پر پاکستان د افغانستان اتکا کمېدل: پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې خپلې ترانزېټي لارې د فشار د یوې الې په توګه کارولي دي؛ دغه ډول لارې کولای شي چې افغانستان ته دا فرصت په لاس ورکړي چې د پاکستان پر ځای یوه بله بدیله لاره هم ولري او خپلې سوداګریزې اړتیاوې پرې پوره کړي؛ نو پر دې اساس له چین څخه افغانستان ته د ریل له لارې د مالونو لېږد را لېږد په سوداګریزه برخه کې په پاکستان د افغانستان اتکا کموي او په راتلونکي کې دغه هېواد نشي کولای چې خپلې ترانزیټي لارې د فشار د یوې الې په توګه وکاروي.

پایله

په دې مقاله کې د چین له لوري د ریل پټلۍ پر اساس د مالونو لېږد نوښت په تفصیل سره څېړل شو، چې د افغانستان لپاره یو ستر اقتصادي او سیاسي فرصت دی. د دې نوښت له لارې، افغانستان د چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره خپل سوداګریزې او سیاسي اړیکې پیاوړې کوي، چې په نتیجه کې د اقتصاد په برخه کې  د لګښتونو کمېدل، د وارداتو او صادراتو زیاتوالی، او د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو پراختیا د دې نوښت اصلي ګټې دي.دغه  نوښت په سیاسي برخه کې هم مثبت اغېزې رامنځته کوي چې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا، د سیمه ییزو هېوادونو سره د همکارۍ زیاتوالی، او د افغانستان نړیوال سیاسي موقف ته نوی بُعد ورکوي او سربېره پر دې دا نوښت د سیمې په امنیتي او اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه لري.

وړاندیزونه

د تحلیل په وروستۍ برخه کې په بېلابیلو برخو کې لاندې وړاندیزونه لرم، هیله چې اړوند مسولین ورته پاملرنه وکړي.

۱. د ریل پټلۍ د شبکې پراختیا: د ریل پټلۍ شبکې پراختیا او د لوجستیکي آسانتیاوو زیاتوالی باید د دې نوښت د بریا لپاره ستر شرط وټاکل شي. افغانستان باید د خپل ټرانزیتي موقعیت څخه په ګټه اخیستو سره د ریل پټلۍ شبکې پراخولو لپاره هڅې وکړي.

۲. د سیمې هېوادونو سره د همکارۍ زیاتوالی: چین او افغانستان باید د دې نوښت له لارې د سیمه ییزو هېوادونو سره خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي. افغانستان ته باید په نورو هېوادونو کې د خپلو صادراتو لپاره نوي بازارونه وموندل شي، چې دا د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لاره پرانیزي.

۳. د ګټو او ننګونو پر ارزونه د څېړنې زیاتول: باید دوامداره څېړنې او تحلیلونه ترسره شي چې د ریل پټلۍ له لارې د مالونو لېږد په ټوله سیمه کې د اقتصادي او سیاسي اغېزو په اړه ژورې څېړنې وکړي، ترڅو د دې نوښت په اړه نویو فرصتونو او خنډونو ته ځواب ورکړل شي.

۴. د تخنیکي او لوژستیکي خنډونو حل لارې: باید د ریل پټلۍ لېږد نوښت په عملي کولو کې د تخنیکي او لوژستیکي ستونزو په حل باندې تمرکز وشي. دا ستونزې د ګړندي ترانسپورتي لارو د جوړولو، د مالونو د خوندي لېږد او د اوسنۍ شبکې د پراختیا په برخه کې دي.

۵. د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا: د چین او افغانستان ترمنځ باید نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي اړیکې هم پیاوړې شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ ستراتیژیکې همکارۍ زیاتې شي، چې دا د افغانستان د پراختیا لپاره مهم ګام دی.

ماخذونه

[1] Belt and Road Initiative, world bank, published date:March29/2018, available at: https://www.worldbank.org/en/topic/regional-integration/brief/belt-and-road-initiative

[2] China in Eurasia Briefing: Is China Finally Ready to Cash in on Afghanistan’s Resources, Radio Free Europe Radio liberty, published date: July 31, 2024, access link: China in Eurasia Briefing: Is China Finally Ready to Cash in on Afghanistan’s Resources? (rferl.org)

[3] Freight Train Arrives In Afghanistan From China As Beijing Looks To Increase Ties, Radio Azadi, published date: November 24, 2024, available at: https://www.rferl.org/a/china-afghanistan-freigh-train-link-taliban/33214113.html

[4] China resumes direct rail freight service to Afghanistan, Railfright.com, publish date: 05-11-2024, available at: https://www.railfreight.com/beltandroad/2024/11/05/china-resumes-direct-rail-freight-service-to-afghanistan/?gdpr=accept

[5] The First Direct Shipment from China to Afghanistan Arrives, mistry of Industry and commers, published date: Nov 23 202, available at:  https://www.moci.gov.af/index.php/en/first-direct-shipment-china-afghanistan-arrives

[6] First freight train from China arrives at Afghanistan’s Hairatan dry port, published date: 27 November/2024, available at: https://daryo.uz/en/2024/11/27/first-freight-train-from-china-arrives-at-afghanistans-hairatan-dry-port

د چین له لوري د ریل پر اساس افغانستان ته د سوداګریزو توکو رسېدل: د اقتصادي او سیاسي اغېزو ارزونه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top