لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د ټرمپ او کاملا هریس د بهرنيو سياستونو پرتليزه څېړنه
- افغانستان
- منځنی ختیځ
- روسيې- اوکراين جګړه
- چین
- پايله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقدمه
په امریکا متحده ايالاتو کې د جمهوري رياست ټاکنې به د روان ۲۰۲۴ز.کال د نومبر پر ۵مه نېټه د سې شنبې په ورځ ترسره شي او بريالی نوماند به د جمهوري رياست چارې د ۲۰۲۵ز. کال په جنورۍ مياشت کې ترلاسه کړي. په امريکا متحده ایالاتو کې جمهور رئيس د انتخاب کوونکو بورډ د رايو پر بنسټ ټاکل کېږي، انتخاب کوونکو بورډ۵۳۸ رايې لري[1] او هر نوماند چې د دې بورډ ۲۷۰ رايې ترلاسه کړې هغه بریالی ګڼل کېږي.[2] سره له دې چې د متحده ايالاتو د ټاکنو پروسه پېچلې او جلا بحث ته اړتيا لري، خو په لنډ ډول به ووايو چې د متحده ايالاتو هر ايالت ځانګړي اليکټرز (انتخابوونکي) لري او د انتخاباتو پرمهال د هر نوماند اليکټرز مشخص وي چې د نوماند سياسي ګوند يې ټاکي، کله چې په عمومي ټاکنو کې د ايالت وګړي ولسمشر او مرستيال ولسمشر ته رايه کاروي، دا داسې ده لکه د هغوی اليکټرز ته چې رايه کاروي. اکثره ايالاتونو کې چې کله يو نوماند ډېرې رايې يوسې چې هغه ته State’s popular vote وايي، نو نوموړی نوماند د هغه ايالات ګټونکی اعلانيږي او د هغې ايالات ټول اليکټرز د دغه نوماند له ډلې انتخابيږي، چې دې ته “winner-take-all” اصطلاح استعماليږي، بيا له ټاکنو وروسته د ټولو ايالاتونو اليکټرز راټوليږي چې دې ته انتخاب کوونکو بورډوايي او اړونده نوماند ته خپله رايه په رسمي ډول معلوموي او کله چې هر نوماند ۲۷۰ اليکټرز پوره کړل، هغه ګټونکی اعلانيږي.[3] کله چې يو نوماند بريالی شي او په جنورۍ مياشت کې لوړه وکړي، نو له هغې وروسته په رسمي ډول خپله بهرنۍ پاليسي اعلانوي، خو د ټاکنو د کمپاين پرمهال هم دوی ولس ته د خپل بهرني سياست ځينې مهم اړخونه بيانوي چې همدغه اړخونو بيانول او تحليل زموږ د دې ليکنې موخه ده.
د جوسف فرنکېل (Joseph Frankel) په نظر، بهرنی سياست د يو دولت پرېکړې او اعمال دي د بل دولت په مقابل کې.[4]
د بهرني سياست د پرېکړو نيولو پر مهال ځينې لاملونه شته چې پر دغو پرېکړو اغېز لري او دا لاملونه په دوه برخو وېشل کېږي: يو، بهرني لامححارثلونه دي او بل داخلي لاملونه. په داخلي لاملونو کې يو لامل د يو هېواد د رهبر يا جمهور رئيس شخصيت او کرکتر دی چې د بهرني سياست پر جوړونه اغېز لري. د يوې ډلبندۍ له مخې رهبران په دوه ډلو وېشل کېږي:
۱- «Hawks» رهبران: هغه رهبران دي چې د هغوی شخصيت او طبيعت جدي وي، ژر غصه کېږي او د خپلو پرېکړو په پلي کولو کې ډېر حساس وي. د دې ډول رهبرانو بهرنی سياست هم يرغليز وي لکه هټلر، موسولويني، جورج بوش، ټرمپ او نور…
۲- «Doves» رهبران: هغه رهبران دي چې د هغوی شخصيت او طبيعت نرم او ارام وي، نو د دې ډول رهبرانو بهرنی سياست هم محافظهکارانه وي، لکه اوباما، امانويل مکرون، جوبايډن او شي جېنپنګ.[5]
د پورتنۍ ډلبندۍ له مخې ويلای شو چې معمولاً د ډيموکراتانو رهبران تر ډېره «Doves» دي، لکه بارک اوباما، جوبايډن او بل کلنټن او د جمهوري غوښتونکو رهبران اکثره «Hawks» دي، لکه جورج بوش، جورج ډبليو بوش او ټرمپ.
کاملا هریس په ۱۹۶۴ز.کال د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د امريکا متحده ايالاتو په کلفورنيا ايالات کې د يوې هندۍ مهاجرې مور څخه زېږېدلې ده. هریس په حقوقو کې لوړې زده کړې کړي. نوموړې په ۲۰۰۳ز. کال کې د سن فرانسسکو څارنواله شوه، په ۲۰۱۰ز. کال کې لومړنۍ ښځه وه چې د کلفورنيا ايالت انتخابي لويه څارنواله وټاکل شوه، په ۲۰۱۶ز. کال کې د کلفورنيا ايالت څخه د ټاکنو له لارې د سنا غړې شوه او په ۲۰۲۱ز. کال جنورۍ مياشت کې لومړنۍ ښځه شوه چې د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رئيس د مرستيالې په توګه يې لوړه وکړه او اوس د امريکا متحده ايالاتو د جمهوري رياست ټاکنو ته نومانده ده او که دا ټاکنې وګټي، نو لومړنۍ ښځينه امريکايي جمهور رئيسه به شي.[6]
ډونالډ ټرمپ په ۱۹۴۶ز.کال د جون پر ۱۴مه نېټه په نيويارک کې زېږېدلی دی. نوموړي له پنسلوانيا پوهنتون څخه په سوداګرۍ برخه کې لوړې زده کړې کړي. ټرمپ د خپلې سوداګرۍ سفر د پلار د معاملاتو د لارښوونې دفتر څخه پيل کړ، له هغې وروسته ټرمپ د هوټلونو، پلازو او ساختماني کارونو په برخه کې خپل کاروبار پيل کړ او نن ورځ د امريکا متحده ايالاتو د څو ميلياردرانو له ډلې څخه ګڼل کېږي. ټرمپ د ۲۰۱۶ز. کال په ټاکنو کې هيلري کلنټن ته ماتې ورکړه او د امريکا متحده ايالاتو لومړنی ميلياردر جمهور رئيس شو.[7]
په دې تحليلي ليکنه کې به هڅه وکړو چې د افغانستان، منځني ختيځ، روسيې-اوکراین جګړې او چين په اړه د ټرمپ او کاملا هریس بهرني سياستونه پرتله کړو.
۱- افغانستان
داسې معلوميږي چې افغانستان د ټرمپ او هریس د بهرني سياست د راتلونکي پلان مهمه برخه نه ده، ځکه تراوسه چې څومره هم د ټرمپ او کاملا هریس غونډې شوي دي او يا هم د دوی ترمنځ مناظرې شوي، هلته دوی په خپل بهرني سياست کې د افغانستان په اړه خپل راتلونکی بهرنی سياست نه دی بحث کړی، يعنې دوی په دې هېڅ نه دي غږيدلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومت سره به څه ډول برخورد کوي، ايا له دوی سره به د تعامل لاره خپلوي که د تقابل؟ او که اوسني سياست ته به مخه کوي.[8] دوی يوازې په خپل بحثونو او مناظرو کې افغانستان د يو او بل د ملامتولو لپاره کارولی دی. دواړه نوماندان په دې قانع دي چې له افغانستان څخه په دې ډول وتل د امريکا متحده ايالاتو ناکامي وه. ټرمپ دا ناکامي د جوبايډن او کاملا هریس پر حکومت اچوي او وايي چې د دوی د حکومت پرمهال وتل سم مديريت نشو او له امله يې د وتلو پرمهال زموږ ۱۳ عسکر مړه شول[9] او د ناکامۍ پړی د امريکا متحده ايالاتو په غاړه کې واچول شو. کاملا هریس بيا وايي چې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه د ټرمپ د حکومت وه، همدې ټرمپ طالبان کېمپ ډيوډ ته راوغوښتل، همده ورسره نهايي مذاکرات وکړل او بالاخره همده ورسره د دوحې تړون لاسليک کړ چې په هغې کې د امريکايي پوځيانو وتل شامل وو، موږ خو يوازې د ده او طالبانو ترمنځ تړون عملي کړی دی.
سره له دې چې دواړو نوماندان د افغانستان په اړه ځانګړۍ بهرنۍ پاليسي نه ده تشريح کړې، خو څېړونکي په دې نظر دي چې که هر نوماند واک ته ورسيږي د افغانستان په اړه به د امريکا متحده ايالاتو په اوسنۍ پاليسۍ کې ډېر ستر بدلون رانشي، يعنې امريکا متحده ايالات به بيا هم له يوې خوا اسلامي امارت د بشري حقوقو د نقض،[10] له نړيوالو تروريستي ډلو سره د اړيکو او همه شمول حکومت د نه رامنځته کېدو له امله غندي او فشارونه به پرې راوړي او له بلې خوا به ورسره د دوحې په څېر ناستو له لارې تعامل کوي تر څو دغه خاوره يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدل نشي او له بلې خوا په مطلق ډول د سيمه ييزو قدرتونو لکه چين او روسيې غېږ ته ونه غورځېږي.[11] يعنې کېدای شي د افغانستان د مسئلې بشپړ حل د متحده ايالاتو د يو بل ولسمشر څلور کلنه دوره هم ونيسي، ځکه متحده ايالاتو بهرنی سياست دا دی چې اسلامي امارت بايد د ټاکنو له لارې خپل مشروع حکومت رامنځته کړي، نجونو ته د زده کړو او کار زمينه برابره کړي، د تروريستي ډلو په لمنځه وړلو کې جدي اقدامات وکړي او د افغانستان خاوره کې تروريستانو ته ځای ورنکړي، د چين او روسيې اړوند د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي، نړيوالو مؤسسو ته په افغانستان کې د کار پراخې زمينې برابرې کړي او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره به د دوحې په څېر غونډو څخه کار اخلي. موږ فکر کوو چې د دې کارونو او موخو لاسته راوړل به د يو بل جمهور رئيس دوره هم په بر کې ونيسي او شايد له دې هم زيات، ځکه اسلامي امارت په پورته يادو شويو مسايلو کې د ځينو منلو ته هيڅ تيار نه دي.
۲- منځنی ختيځ
فلسطين- اسرائيل
دغه سيمه د ټرمپ او کاملا هریس د ټاکنيز کمپاين د بحث مهمه موضوع وه او د دوی بهرنی سياست په دې اړه تر ډېره څرګند شوی دی، دلته به د فلسطين-اسرائيل، ايران، سعودي عربستان، سوريه، يمن، عراق او ترکيې په اړه د دغه دواړو نوماندانو بهرني سياستونه مطالعه کړو.
· کاملا هریس د دوه دولتونو د حل پلوۍ ده.
· نوموړۍ په غزه کې د ملکيانو وژل غندي، خو ترڅنګ يې د اسرائيلو له ځان څخه د دفاع حق هم مني. · هریس وايي: زموږ حکومت به اسرائيلو ته هغه ټولې اسانتياوې برابرې کړي تر څو هغوی له ځان څخه پرې دفاع وکړای شي، په ځانګړي ډول د ايران او د هغوی د نيابتي ډلو پر وړاندې. · د جګړې پای ته رسول مو اولويت دی او هڅه کوو چې ژر تر ژره اوربند لاسليک شي. · نوموړۍ له جګړې وروسته د غزې په اړه هم خپل پلان په درېو برخو کې شريک کړی دی: الف: د غزې بيارغونه ب: د غزې امنيت د محمد عباس په مشرۍ فلسطيني ادارې ته سپارل چې حماس په کې نه وي. ج: په غزه کې حکومتي سيستم د فلسطينې ادارې تر مشرۍ لاندې واکمنول. |
· ټرمپ د هریس په پرتله د فلسطين او په ځانګړي ډول د حماس په اړه سخت دريځ لري، نوموړی وايي: که زه جمهور رئيس وی، د ۷ اکتوبر بريد به هيڅکله رامنځته شوی نه وی.
· نوموړی په يو وينا کې وايي: هيڅ ولسمشر له اسرائیلو او امريکايي يهودانو دومره دفاع نه ده کړې لکه ټرمپ چې کړې ده. · کله چې د فلسطيني دولت د جوړېدو په اړه ترې پوښتنه وشوه، نو هغه وويل: ګورو به! له دې معلوميږي چې نوموړی د هریس په څېر د دوه دولتونو په حل باور نه لري، که يې لرلای، نو په دې اړه به يې خپل دريځ څرګند کړی وی. · ټرمپ ته نږدې خلک لکه د هغه زوم او د نوموړي د حکومت پرمهال په جرمني کې سفير او استخباراتو سرپرست ريچرډ ګرېنوال ټرمپ ته د وړانديز په توګه وايي: د غزې خلک بايد ټول مصر او يا هم جنوبي اسرائيل ٱلنَّقَب سيمې ته ولېږل شي. · په ۲۰۲۴ جولای کې ټرمپ، نتن ياهو ته وايي: هر څه چې کوې ترسره يې کړه او دا جګړه پای ته ورسوه. · په ۲۰۱۸ز. کال کې ټرمپ د امريکا متحده ايالاتو سفارت له تل ابيب نه بيت المقدس ته انتقال کړ او په همدې کال کې يې د ګولن څوکې د اسرائيلو تر حاکميت لاندې په رسميت وپېژندلې. · په ۲۰۱۸ز. کال کې ټرمپ د هغو نړيوالو ادارو تمويل بند کړ چې هغوی فلسطيني مهاجرو سره مرستې کولې. |
د فلسطين-اسرائيل د قضیې په اړه که پورتنيو پرتليزو ټکو ته وګورو، نو دوه موضوعات په ځانګړي ډول د يادولو وړ دي، لومړی، دواړه نوماندان او په عمومي ډول د امريکا متحده ايالاتو حکومت د اسرائيلو پلوي او دفاع کوي. (دا چې دا دفاع ولې کېږي خپل دلايل لري چې دا يې د بحث ځای نه دی). دويم، په دواړو نوماندانو کې بيا د ټرمپ دريځ نسبتاً هریس ته ډېر سخت دی او که ټرمپ واک ته راځي، نو دا قضيه به ورسره نوره هم پېچلې شي.
ايران
· هریس د ايران سره د اتومي پروګرام پر سر ترسره شوي برجام تړون پلوۍ وه او اوس هم وايي چې هڅه کوي هغه تړون بيا راژوندی کړي. نوموړۍ له دې تړون څخه د ټرمپ وتل غير عاقلانه او د امريکا متحده ايالاتو ملي امنيت ته ګواښ ګڼلی. · هریس د بشري حقوقو په اړه د ايران دريځ سره مخالفت لري او وايي چې هڅه به کوي چې په ايران کې د بشري حقوقو د تأمين لپاره کار وکړي. · داسې معلوميږي چې د ايران په اړه د هریس بهرنی سياست به د جوبايډن د اوسني سياست سره تر ډېره توپیر ونلري او دی به هم د اوس په څېر پر ايران او په ځانګړي ډول د دې هېواد د تېلو پر صادراتو بنديزونو ته دوام ورکړي. |
· د ايران په اړه د ټرمپ بهرنۍ پاليسي سخت دريځه ده.
· همدې ټرمپ د خپل جمهوري رياست په لومړنۍ دوره کې د اوباما له لوري له ايران سره لاسليک شوی د برجام تړون لغوه کړ. · ټرمپ د ايران په اړه خپله بهرنۍ پاليسي په لاندې ډول اعلان کړې ده: الف: اتومي ټکنالوژۍ ته د ايران د لاسرسۍ مخنیوی؛ ب: د بنديزونو دوام؛ ج: په سيمه کې د ايران مخالف دولتونو او د امريکا متحده ايالاتو متحدينو سره امنيتي مرستې کول؛ د: د ايران په داخل کې د موليانو په خلاف ايراني انقلابيونو ملاتړ؛ هـ: د بهرنيانو او په ځانګړي ډول د امريکايي وګړو له نيولو څخه د ايران راګرځول؛ ز: د ايران له لوري پر امريکا متحده ايالاتو او متحدينو باندې يې د سايبري بريد څخه مخنیوی. · ټرمپ وايي زما په دوره کې پر ايران سخت بنديزونه وو، خو جوبايډن ياد بنديزونه راکم کړل او اوس ايران ۳۰۰ ميليارده ډالر لري چې په منځني ختيځ کې پرې نيابتي ډلې تمويلوي. · ټرمپ وايي دی به هڅه وکړي چې چين تر فشار لاندې راولي تر څو ايراني نفت وانخلي. |
له پورتنۍ پرتلې معلوميږي چې د ايران په اړه د ټرمپ دريځ نسبت کاملا هریس ته ډېر سخت دی او د ټرمپ راتګ به د ايران لپاره ښه زیری نه وي.
سعودي عربستان
· په ۲۰۱۸ز. کال کې کله چې هریس د سنا غړې وه، نوموړۍ د سعودي عربستان خلاف هغه مسوده لاسليک کړه چې په هغې پر سعودي عربستان د وسلو پېرل له دې امله محدود شوي وو چې سعودي عربستان د يمن په کورنۍ جګړه او د ژورناليست جمال خاشقچي په وژنه کې لاس لري. · په ۲۰۱۹ز. کال کې هریس پر حکومت غږ وکړ چې له سعودي عربستان سره پر اړيکو له سره غور وکړي او دا اړيکې په داسې ډول تنظيم کړي چې امريکايي ارزښتونه او ملي ګټې په کې په سم ډول خوندي شي، يعنې موخه يې دا وه چې په دومره کچه دا اړيکې بايد نږدې نه وي. · همدارنګه د جوبايډن په دوره کې منځني ختيځ ته د امريکا متحده ايالاتو د ايل اين جي ګاز د صادراتو په برخ کې ځينې محدوديتونه موجود دي چې له امله يې د سعودي عربستان د ارامکو او نور شرکتونه د ګواښ سره مخامخ شوي او داسې معلوميږي چې هریس به هم دې سياست ته مخه کړي. |
· ټرمپ غواړي چې د سعودي عربستان او اسرائيلو ترمنځ نارملايزيشن تړون ته لاره هواره کړي او دغه تړون رامنځته کړي.
· د ټرمپ زوم د سعودي عربستان له حکومت سره په سوداګرۍ برخه کې نږدې اړيکې لري او داسې معلوميږي چې ټرمپ به له سعودي عربستان سره نورې هم خپلې اړيکې نږدې کړي. · ټرمپ به په بريالي کېدو سره د امريکا متحده ايالاتو د ايل اين جي ګاز د صادراتو اړوند ټول هغه محدوديتونه لري کړي چې له امله يې د سعودي عربستان شرکتونه له ګواښ سره مخامخ شوي دي. · ټرمپ په خپله تېره دوره کې هم له سعودي عربستان سره نږدې اړيکې درلودې او د دې نږدې اړيکو يو ستر لامل د ايران په اړه د ټرمپ سخت دريځه پاليسي وه او داسې معلوميږي چې که ټرمپ بريالی شي، نو يو ځل بيا به دا اړيکې په سياسي او اقتصادي دواړو برخو کې نږدې شي. |
د سعودي عربستان په اړه د دواړو نوماندانو له دې پرتلې معلوميږي چې ټرمپ دغه هېواد ته د نږدې کېدو سياست لري او کاملا هریس بيا له دغه هېواد سره د ډېرو نږدې اړيکو ليواله نه ده او هڅه به کوي چې دغه اړيکې د امريکايي ګټو په چوکاټ کې محدودې کړي.[12]
ترکیه
· هریس به په ترکيه کې د بشري حقوقو ستونزې راپورته نه کړي، خو د ترکيې او امريکا متحده ايالاتو دوه اړخيزې اړيکې به بيا هم د ځينو ستراتيژيکو ننګونو سره مخامخ وي. · هریس له عراق څخه امريکايي پوځيان راوباسي، چې دا به په مستقيم ډول د سوريې او عراق په امنيتي وضعيت اغېز پرېباسي او که په دغو دواړو هېوادونو کې ناامني رامنځته شي، نو دا به د ترکيې پر امنيت هم منفي اغېز وکړي. · تمه وه چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې د ګډون پرمهال د کاملا هریس سره وګورو، خو اردوغان له دې لېدني څخه انکار وکړ، دا هم کېدای شي چې د هریس له بريا وروسته د دواړو هېوادونو پر اړيکو اغېز پريباسي. |
· ټرمپ به هم د بشري حقوقو ستونزه راپورته نه کړي.
· ټرمپ هم له عراق څخه د پوځيانو د ويستلو ملاتړی دی چې له امله به يې ترکيې ته امنيتي ستونزې پېداشي. · همدارنګه له اسرائيلو څخه د ټرمپ جدي ملاتړ او له فلسطين څخه د اردغان جدي ملاتړ به هم د دواړو ترمنځ په اړيکو کې ستونزې رامنځته کړي. · د ايران په اړه د ټرمپ جدي پاليسي او په دغه هېواد د قوي بنديزونو لګول به هم د ترکيې او امريکا متحده ايالاتو پر اړيکو منفي اغېز وکړي، ځکه دا بنديزونه د ايران او ترکيې د سوداګرۍ او انرژۍ اړيکې اغېزمنوي. · ټرمپ په خپله تېره دوره کې ځينې داسې قدمونه اخيستي وو چې له امله يې د ترکيې اقتصاد له ستونزو سره او ارودغان له ننګونو سره مخامخ شوی و. |
ټرمپ او هریس دواړه يمني حوثيان ترهګريزه ډله ګڼي، البته هریس په يمن کې د سعودي عربستان له نظامي عملياتو څخه د امريکا متحده ايالاتو د ملاتړ سره مخالفه ده، خو ټرمپ بيا په يمن کې د سعودي عربستان د نظامي عملياتو څخه د امريکا متحده ايالاتو له ملاتړ سره موافق دی.
د سوريې په اړه د هریس پاليسي دا ده چې هلته امريکايي عسکر پاتې شي تر څو د داعش سره مقابله وکړي او د امريکا متحده ايالاتو امنيت ته ګواښ لمنځه يوسي، همدارنګه د سوريې له خلکو سره بشردوستانه مرستې وکړي او له عدالت او ډيپلوماټيک فعاليتونو څخه ملاتړ وکړي، خو ټرمپ پاليسي دا ده چې امريکايي عسکر له ټولو هغو نه ختميدونکو جګړو څخه راوباسي او په تېره دوره کې ټرمپ اعلان وکړ چې له سوريې څخه به امريکايي عسکر راوباسي او داسې فکر کېږي چې که ټرمپ بريالی شي، نو له سوريې څخه به امريکايي عسکر راوباسي او سوريه کې به امريکايي جګړه پای ته ورسوي.
د عراق په اړه به هریس د اوسني بايډن حکومت پاليسي تعقيبوي، بايډن له عراقي حکومت سره دوه اړخيز تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې امريکايي عسکر له عراق څخه په دوه پړاوونو کې وځي، لومړی پړاو به يې په ۲۰۲۵ سپټمبر کې وي او دويم پړاو به يې په ۲۰۲۶ وروستيو کې پېل شي. ټرمپ هم په عراق کې د امريکايي عسکرو له کمولو سره موافق دی.[13]
۳- روسيې- اوکراين جګړه
· هریس په دې جګړه کې له اوکراين څخه ملاتړ کوي، د دوی اوسني حکومت تراوسه اوکراين ته ۵۵.۷ ميليارده ډالر امنيتي او ۱۷۵ ميليارده ډالر اقتصادي مرسته ورکړې ده او هریس وايي چې دی به دغو مرستو ته ادامه ورکړي.
· هریس وايي له روسيې سره د اوکراين د سولې خبرو کې دوی کار نه لري دا پرېکړه د اوکراين خپله ده. · هریس وايي د دوی حکومت به اوکراين ته اجازه ورنکړي چې په مستقيم ډول پر روسيه بريد وکړي، ځکه دا کار به امريکا متحده ايالات او روسيه په مستقيمه جګړه کې دخيل کړي. · پر روسيه به د امريکا متحده ايالاتو اقتصادي، ټکنالوژيکي او انرژۍ برخه کې بنديزونه دوام وکړي. · د ناټو اتحاد د اوکراين د جګړې له امله لا قوي او متحد شوی او د دوی حکومت به د دې جګړې څخه د دې اتحاد په قوي کېدو لا ګټه واخلي. |
· ټرمپ وايي که زه ولسمشر وی، روسيې به هيڅکله پر اوکراين بريد نه وی کړی.
· ټرمپ وايي که زه ولسمشر شم په ۲۴ ساعتونو کې به دا جګړه پای ته ورسوم. · ټرمپ وايي د روسيې او اوکراين ترمنځ به د سولې يو تړون رامنځته کړي چې له لارې به يې دغه جګړه پای ته ورسېږي. · ټرمپ وايي پر روسيې لګېدلي ټول بنديزونه به لري کړي او دا کار به د اوکراين او روسيې د سولې د تړون برخه وي. · ټرمپ پر بايډن سختې نيوکې کوي چې ولې اوکراين ته په ميلياردونو ډالر مرستې لېږي. ټرمپ وايي که زه ولسمشر شوم پر اوکراين به ټولې مرستې ودروم او که ځينو مرستو ته اړتيا پېښه شي، نو هغه به د قرض په ډول ورکړم چې اوکراين يې بايد راتلونکي کې بېرته امريکا متحده ايالاتو ته ورکړي. · د ټرمپ مرستيال وېنس بيا له ټرمپ څخه هم زيات د اوکراين مخالف دی. هغه وايي پر اوکراين بايد ژر تر ژره مرستې بندې شي تر څو هغوی د سولې خبرو ته اماده شي او د سولې له خبرو وروسته بايد اوکراين دايمي بېطرفه هېواد اعلان شي، يعنې اوکراين ته بايد د ناټو غړيتوب ورنکړل شي او همدا د پوټين غوښتنه هم ده. |
دغه جګړه بله هغه مهمه موضوع ده چې د هریس او ټرمپ د مناظرې او بهرني سياست مهمه برخه تشکيلوي.
د روسيې-اوکراين د جګړې په اړه پورته ياد شوي بهرني سياست[14] څخه داسې معلوميږي چې د ټرمپ بريا به د روسيې په ګټه وي او د هریس بريا به بيا د اوکراين لپاره ښه زيری وي.
۴- چين
امريکا متحده ايالات او چين د نړۍ دوه ستر اقتصادي او نظامي قدرتونه دي. د ۲۰۲۳ز. کال د معلوماتو پر بنسټ دواړه په ګډه د نړۍ ۴۳ سلنه اقتصاد او ۴۹ سلنه نظامي او دفاعي مصارف لري.[15]
ټرمپ په خپله لومړنۍ دوره کې د چين سره سوداګريزه جګړه پېل کړه. له ۲۰۱۸ز. کال څخه تر ۲۰۲۰ز. کال اګست پورې يې په چينايي توکو له ۱۰ سلنه څخه تر ۲۵ سلنې پورې ګمرکي تعرف لوړه کړه. د دې تعرفې له امله يې پر امريکايي وګړو ۸۰ ميليارده ډالر ماليه اضافه کړه، د امريکامتحده ايالاتو ناخالص عايد ۰،۲ سلنه کم شو او نږدې يو لک او دوه څلوېښت زره امريکايي وګړي بې کاره شول. ټرمپ اوس په خپل ټاکنيز کمپاين کې وايي چې که بياځلې واک ته راغی، نو پر چينايي توکو به ګمرکي تعرفه ۶۰ سلنه لوړه کړي[16]، که دا تعرفه پلي شي، نو پر امريکايي وګړو به ۵۲۴ ميليارده ډالر کلنۍ ماليه لوړه شي، د امريکا متحده ايالاتو ناخالص عايد به ۰.۸ سلنه راټيټ شي او نږدې شپږ لکه او څلور اتيا زره امريکايان به بې کاره شي.[17]
همدارنګه ټرمپ د پورته بنديزونو ترڅنګ د چين پر ټکنالوژيکي کمپنيو په ځانګړي ډول په هواوې (Huawei) بنديزونه ولګول او هڅه يې وکړه چې په هغو هېوادونو هم دغه بنديزونه ومني چې هغوی له امريکا متحده ايالاتو سره نږدې ديپلوماتيکي اړيکې لري.
د دې ترڅنګ ټرمپ په خپله لومړنۍ دوره کې له تايوان سره نږدې اړيکې وپاللې، پر تايوان يې د وسلو پېرل زيات کړل او امريکايي سمندري ځواکونو څو ځلې د تايوان له تنګي تېر شول تر څو پر چين خپل فشار زيات کړي.
همدارنګه ټرمپ د کرونا وايرس هم د فشار د يوې وسيلې په توګه استعمال کړه. ټرمپ پر چين له دې امله انتقادونه کول چې دوی د کرونا وايرس په اړه شفاف معلومات نه ورکوي او دغه وايرس انساني او اقتصادي فاجعه رامنځته کړې ده او چين بايد د دې حساب ورکړي.
که ټرمپ بيا واک ته راشي، نو د چين په اړه به يې په بهرنۍ پاليسۍ کې لاندې موضوعات شامل وي:
- يوځل بيا له چين سره سوداګريزه جګړه پېلول؛
- له تايوان څخه دفاع او دغه ټاپو پر چين د فشار د وسيلې په توګه استعمالول؛
- پر چين د بشري حقوقو د نقض له امله انتقادونه په ځانګړي ډول په شين جيانګ ايالت کې؛[18]
- ټرمپ وايي که غواړو چې امريکايي ګټې خوندي کړو، نو چين بايد تر سخت فشار لاندې ونيول شي؛
- ټرمپ وايي د چين په اړه زما پاليسي دا ده چې امريکا متحده ايالات په بشپړ ډول پر چينايي توکو له تکيې څخه راوباسم؛
- همدارنګه ټرمپ د ايغور له مسلمانانو سره کتلي او پر چين يې له دې امله سخت انتقادونه کړي چې دوی د ايغور مسلمانانو بشري حقونه نقضوي.[19]
د چين په اړه که د کاملا هریس بهرنۍ پاليسي ته وګورو، نو نوموړۍ تراوسه پورې د چين په اړه ډېره نه ده غږېدلې، نوموړۍ په يوه غونډ کې ويلي چې زه هڅه کوم چې په يووشتمه پېړه کې د چين او امريکا متحده ايالاتو روانه سيالي، امريکا متحده ايالات وګټي.[20]
څېړونکي په دې باور دي چې د چين په اړه به د هریس بهرنۍ پاليسي له بايډن څخه ډېر توپير ونلري او امکان ډېر دی چې نوموړۍ د بايډن د (3C: Competition, Confrontation and Cooperation) بهرنۍ پاليسي تعقيب کړي. د همکارۍ په برخه کې کېدای شي له چين سره په هغو برخو کې کار وشي چې هغه د امريکا متحده ايالاتو د ملي ګټو غوښتنه وي. همدارنګه سيالي به روانه وي او په سوداګريزه برخه او تايوان قضيه کې د تقابل امکانات هم شته دی.
همدارنګه د چين په اړه د ټرمپ او هریس د بهرني سياست بل توپير دا هم کېدای شي چې ټرمپ تقريباً ټول اولويت سوداګريزې جګړې ته ورکوي، خو دا جګړه به د هریس د بهرنۍ پاليسۍ يو اړخ وي، نه ټوله بهرنی سياست.
د دې ترڅنګ د هریس اوسنی د ملي امنيت مشاور فل ګورډن دی او نوموړی د ناټو له قوي ملاتړو څخه ګڼل کېږي، نو که هریس بريالۍ شي او ګورډن د ملي امنيت مشاور پاتې شي، نو کېدای شي هریس په انډوپسفيک کې خپل متحدينو لکه جاپان، هند، اسټراليا او جنوبي کوريا سره نږدې همکارۍ ولري ترڅو د چين د نفوذ مخنیوی وکړي. همدارنګه د ګورډن په شتون سره به هریس له ناټو سره نږدې همکارۍ ولري تر څو د امريکا متحده ايالاتو امنيتي ننګونې له منځه يوسي، امريکا متحده ايالات خپل الاسکا ايالت ته نږدې او په بېلاروس کې د روسيې او چينايي عسکرو ګډ پوځي تمرينات خپل امنيت ته ګواښ ګڼي او د دې ګواښ له منځه وړلو کې به له ناټو څخه ګټه واخلي.[21]
د چين په اړه د ټرمپ او هریس په بهرنۍ پاليسي کې يو ګډ ټکی هغه د بشري حقوقو د نقض په اړه پر چين انتقاد او له دې څخه د فشار د وسيلې په توګه ګټه اخيستل دي. ځکه هریس هم د بشري حقوقو او ازادۍ په اړه پر چين سختې نيوکې کړي او که هریس بريالۍ شي، نو دغه چاره به بيا هم دوام وکړي. همدارنګه په ۲۰۱۹ز. کال کې هریس د ايغور مسلمانانو د بشري حقوقو د پاليسۍ څخه په سنا کې ملاتړ کړی و.
د تايوان په اړه به هریس د بايډن پاليسي تعقيبوي او هغه دا چې له تايون څخه به دفاع کوي او له دغې جزيرې سره به خپلو نظامي همکاريو او مرستو ته ادامه ورکړي.[22]
لنډه دا چې د چين په اړه د کاملا هریس په نسبت د ټرمپ پاليسي سخته ده.
پايله
د افغانستان په اړه ټرمپ او هریس دواړه يوازې د وتلو پرمهال د امريکا متحده ايالاتو پر ناکامۍ غږېدلي او يو او بل يې ملامت کړي دي، د افغانستان د راتلونکي په اړه دواړو کومه څرګنده پاليسي نه ده بيان کړې.
په منځني ختيځ کې دواړه د اسرائيلو دفاع کوي، خو د فلسطين په اړه د ټرمپ پاليسي نسبت هریس ته جدي او سخته ده، د ايران په اړه د ټرمپ پاليسي نسبت هریس ته سخته ده، د سعودي عربستان په اړه ټرمپ پاليسي نسبت هریس ته نرمه ده او دواړه په منځني ختيځ کې د ايران نيابتي ډلو پر وړاندې سخت دريځ لري.
د روسيې- اوکراين د جګړې په اړه ټرمپ وايي چې پر اوکراين به بلاعوضه مرستې بندې کړي او دوی به اړ کړي چې د سولې تړون لاسليک کړي او دا جګړه ختمه کړي، خو هریس وايي چې دوی به تر اخيره د اوکراين څخه دفاع او ملاتړ کوي او بلاعوضه مرستو ته به ادامه ورکړي.
د چين په اړه د ټرمپ دريځ نسبت هریس ته ډېر سخت دی، ځکه ټرمپ که بريالي شي، نو يوځل بيا به له چین سره سوداګريزه جګړه پېل کړي او هریس سره له دې چې د چين په اړه يې بهرنۍ پالیسي څرګنده نه ده، خو داسې ويلای شو چې نوموړۍ به د جوبايډن بهرني سياست ته ادامه ورکړي.
وړاندیزونه
۱- ټرمپ او هریس دې د افغانستان په اړه خپل بهرنی سياست څرګند کړي.
۲- که هر نوماند بريالی کېږي بايد هڅه وکړي چې د افغانستان اسلامي امارت سره د رسميت پېژندنې، اساسي قانون، بشري حقوقو او رسمي حکومت رامنځته کېدو په اړه ژر خبرې وکړي او دغه ستونزې ته دې د پای ټکی کېږدي.
۳- د افغانستان اسلامي امارت ته وړانديز کېږي چې په امريکا متحده ايالاتو کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره دې ورسره اړيکې ټينګې کړي او د تقابل پرځای دې ورسره له تعامل څخه کار واخلي.
مأخذونه
[1] The United States Government, “Electoral College”, 2024, Access link: https://www.usa.gov/electoral-college
[2] 270 To win, “2024 Presidential Election Interactive Map”, 2024, Access link: https://www.270towin.com/
[3] National Archives, “Electoral College”, 2023, Access link: https://www.archives.gov/electoral-college/about
[4] Bojang AS, “The Study of Foreign Policy in International Relations”, Journal of Political Sciences & Public
Affairs Vol 3, Issue 4, Oct 18, 2018, P. 2. Access link: https://www.longdom.org/open-access-pdfs/the-study-of-foreign-policy-in-international-relations-2332-0761-1000337.pdf
[5] Ibid, P. 7.
[6] Emma Rothberg, “Kamala Harris”, Access link: https://www.womenshistory.org/education-resources/biographies/kamala-harris
[7] History.com Editors,” Donald Trump”, 2023, Access link: https://www.history.com/topics/us-presidents/donald-trump
[8] Elizabeth Threlkeld and others, “Foreign Policy Priorities in the September 2024 Presidential Debate”, Stimson Center, SEP 2024, Access link: https://www.stimson.org/2024/presidential-debate-harris-trump-foreign-policy-priorities/
[9] Zachary B. Wolf, “Afghanistan withdrawal also haunts Trump, according to a general who worked for him”, CNN, AUG 2024, Access link: https://edition.cnn.com/2024/08/26/politics/afghanistan-trump-biden-harris-what-matters/index.html
[10] Scott Worden. Two Years of the Taliban’s ‘Gender Apartheid’ in Afghanistan, United States Institute of Peace, September 14, 2023, Access link: https://www.usip.org/publications/2023/09/two-years-talibans-gender-apartheid-afghanistan
[11] Kate Bateman. A Shift toward More Engagement with the Taliban? United States Institute of Peace, October 25, 2023, Access link: https://www.usip.org/publications/2023/10/shift-toward-more-engagement-taliban
[12] Brian Katulis and Athena Masthoff, “Comparing Harris and Trump on Middle East Policy”, Middle East Institute, Sep 27, 2024, Access link: https://www.mei.edu/publications/comparing-harris-and-trump-middle-east-policy
[13] Ibid.
[14] Angela Stent, “How would Trump and Harris handle the Russia-Ukraine war?”, Brookings Institute, October 1, 2024, Access link: https://www.brookings.edu/articles/how-would-trump-and-harris-handle-the-russia-ukraine-war/
[15] Crisis Group,” The Next U.S. Administration and China Policy”, 17 October, 2024, Access link: https://www.crisisgroup.org/united-states/united-states-china/010-next-us-administration-and-china-policy
[16] Avery Lotz,” Trump’s tariffs: How they work, and who would pay”, Axios, Sep 27, 2024, Access link: https://www.axios.com/2024/09/28/how-tariffs-work-trump-china
[17] Erica York,” Tariff Tracker: Tracking the Economic Impact of the Trump-Biden Tariffs”, Tax Foundation, 2024, Access link: https://taxfoundation.org/research/all/federal/trump-tariffs-biden-tariffs/
[18] Crisis Group,” The Next U.S. Administration and China Policy”, Op. Cit.
[19] Council on Foreign Relations,” Foreign Policy Priorities China”, 2024, Access link: https://www.cfr.org/election2024/candidate-tracker/china
[20] Yuchen Li, “Trump vs. Harris: Who does China prefer in the US election?”, DW, 2024, Access link: https://www.dw.com/en/trump-vs-harris-who-does-china-prefer-in-the-us-election/a-70599798
[21] Sim Tze Wei,” What a Harris-Walz victory might mean for US-China relations”, Think China, 2024, Access link: https://www.thinkchina.sg/politics/what-harris-walz-victory-might-mean-us-china-relations
[22] Ibid.