لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
په تایوان کې د چین او امریکا تقابل او د نړیوال نظم راتلونکی
• سریزه
• د چین او تایوان د شخړې اصلي ریښه
• آیا امریکا به د تایوان ترڅنګ پاتې شي؟
• که چین پر تایوان برید وکړي، نړیوال نظم به له منځه ولاړ شي؟
• افغانستان د جګړې ډګر که له یاده وتلې جزیره؟
• پایله
___________________________________________________________________
سریزه
د تایوان مسئلې ته له یوه تاریخي لید سره ګورو چې دې جزیرې د تاریخ په اوږدو کې خورا پېچلی او له لوړو ژورو ډک سیاسي وضعیت او برخلیک لرلی دی. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د جاپان پر وړاندې د چین د امپراتورۍ له ماتې وروسته، دا جزیره شاوخوا نیمه پېړۍ (۱۸۹۵-۱۹۴۵) د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه د جاپان په ولکه کې وه. مګر د تایوان اوسنی کړکېچ په ۱۹۴۵م کال کې په چین کې د نشنلیستانو او کمونیستانو ترمنځ د کورنۍ جګړې له امله رامنځته شو؛ ځکه کمونیستانو میدان وګاټه او د حاکم نشنلیست ګوند ځواکونو د تایوان جزیرې ته شاتګ وکړ. همدا شاتګ د دې لامل شو چې چین پر دوو هېوادونو (د چین د خلکو جمهوریت) چې د کمونیزم تر بیرغ لاندې د چین پر اصلي ټاټوبي واکمن و، او (د چین جمهوریت) چې پر تایوان او ورسره تړلو نورو کوچنیو جزیرو واکمن و، ووېشل شي.
د چین جمهوریت (د تایوان رسمي نوم) د سړې جګړې په لومړیو کې د ډېری لوېدیزو هېوادونو له لوري د چین د یوازېني مشروع دولت په توګه په رسمیت پېژندل کېده او هم د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان بنسټګر غړی او تر ۱۹۷۱م کال پورې د امنیت شورا دایمي غړی و. خو کله چې د چین د خلکو جمهوریت په رسمیت وپېژندل شو، په ملګرو ملتونو کې د چين چوکی همدغه هېواد ته ورکړل شوه، او هم امریکا چې هغه مهال د تایوان اصلي ملاتړی هېواد و، په ۱۹۷۹م کال کې له تایوان سره خپلې اړیکې پرې کړې او د واحد چین اصل یې ومانه. د چین د خلکو جمهوریت؛ د تایوان په برخه کې د “واحد چین” اصل د خپلې مهمې ستراتیژۍ په توګه پر مخ وړي او حتی خپلې دغې ملي موخې ته د رسېدو او د تایواني چارواکو د قانع کولو لپاره یې “د یو هېواد او دوه نظامه” اصل هم مطرح کړی دی. اوسمهال یوازې ۱۳ هېوادونه تایوان د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني، ځکه چین پر نورو هېوادونو خورا زیات دیپلوماتیک فشار واردوي ترڅو د تایوان په رسمیت پیژندلو یا بل هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د خپلواک هېواد په توګه د تایوان په رسمیت پېژندلو په معنا وي.
دغه لنډې مخینې ته په کتلو سره، د تایوان پر سر د چین او امریکا تقابل ۷۰ کلنه مخینه لري. مګر دا اوسنۍ ناندرۍ هغه وخت پیل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د ۲۰۲۲م کال د اګست پر دویمه د بیجېنګ له ګوت څنډنې سره سره د تایوان پلازمېنې تایپه ته پر یوه دیپلوماتیک سفر ولاړه. له دغه سفر وړاندې د چین ولسمشر خپل امریکايي سیال ته د یوې تلیفوني مکالمې پر مهال خبرداری ورکړی و، چې د تایوان په موضوع کې له اور سره لوبې ونه کړي. نانسي پلوسي له ۱۹۹۷م څخه راوروسته د امریکا تر ټولو لوړرتبه چارواکې ده، چې تایوان ته سفر کوي. چین دا سفر پاروونکی وباله او د تایوان جزیرې شاوخوا یې پوځي مانورونه پیل کړل. له دغو مانورونو وروسته د تایوان دفاع وزیر وویل چې چین پر تایوان د برید تیاری نیسي.
د تایوان پر سر د روانو ناندریو سیمهییزو او نړیوالو اغېزو او د دې قضیې اهمیت ته په کتلو سره، په دې مقاله کې پر لاندې موضوعاتو بحث شوی: د چین او تایوان د شخړې اصلي ریښه څه ده؟ ایا د امریکا متحده ایالات به د تایوان ترڅنګ ودریږي؟ ایا پر تایوان باندې د چین د برید په صورت کې به نړیوال نظم له منځه ولاړ شي؟ او بالاخره، افغانستان به په دې لوبه کې د سیالۍ ډکر وي او که به د یوې متروکه جزیرې په توګه مطرح وي؟
د چین او تایوان د شخړې اصلي ریښه
له تاریخي پلوه او د تېرو څو پېړیو تاریخ ته په کتلو، د تایوان جزیره د چین یوه برخه پاتې شوې ده. کله چې په دې جزیره کې د هسپانویانو او هالنډیانو اشغال پای ته ورسېد، د منچو امپراتورۍ په ۱۶۸۳م کال کې تایوان د خپلې امپراتورۍ برخه او د چين یو ولایت وګرځاوه. ورپسې زیات شمېر چینایان تایوان ته کډوال شول. په ۱۸۹۵م کې وروسته له هغه چې چین له جاپان څخه ماتې وخوړله، تایوان هم د جاپان پر یوه مستعمره بدل شو او د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه یې دا جزیره په کنټرول کې وه؛ خو بالاخره په ۱۹۴۳م کې د قاهرې په کنفرانس کې هوکړه وشوه چې تایوان او نورې اړوندې اشغالي سیمې بېرته چین ته ورکړل شي او په دې توګه د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر په ۲۵مه جاپان په رسمي توګه تایوان د چین مرکزي جمهوري حکومت ته ورتسلیم کړه.
د چین د داخلي تحولاتو له اړخه بیا کله چې دا جزیره د جاپان تر واکمنۍ لاندې وه، په ۱۹۱۱م کې د دغه هېواد د امپراتور پر ضد پاڅون رامنځته شو چې د ده په نسکورېدو او د (چین جمهوریت) په منځته راتګ سره یې پای وموند. د چین جمهوریت بیا تر ۱۹۴۹م پورې د چین پر خاوره واکمني لرله چې په وروستیو کلونو کې یې د تایوان جزیره هم په خپله واکمنۍ رانغاړله. د تایوان د کړکیچ ریښه همدغه کال (۱۹۴۹) ته ورګرځي کله چې د چین د کمونیست ګوند مشر مائو زدونګ د «د چین د خلکو جمهوریت» بنسټ کېښود. د پرځول شوي دولت د مشر چیانګ کایشک تر مشری لاندې د دغه هېواد نشنلیستان یا کومینتانګ (KMT) د تایوان جزیرې ته وتښتېدل او هلته یې «د چین جمهوریت» جوړ کړ. د چین جمهوریت او نشنلیستانو ټینګار کاوه، چې همدوی د چین اصلي د ټولې خاورې اصلي استازي دي او د چین د خلکو جمهوریت کمونیستي حکومت مشروعیت نه لري.
د چین او تایوان په شخړه کې یوه بنسټیزه مسئله، په دې قضیه کې د امریکا رول دی. کله چې په ۱۹۴۹م کې جنرال چیانګ کای شک په کورنۍ جګړه کې ماتې وخوړه او دې جزیرې ته وتښتید، هلته یې د امریکا په مرسته د چین ملي حکومت جوړ کړ او امریکا هم د کمونیست چین په مقابل کې د چین د ملي حکومت شتون تضمین کړ. د چین ملي حکومت پر ټول چین د مالکیت دعوه کوله او د امریکا په ملاتړ یې د ملګرو ملتونو په نړیوال سازمان کې هم د چین څوکۍ ترلاسه کړې وه. مګر په ۱۹۷۱م کال کې چین ته د امریکا د هغه وخت ولسمشر (ریچارد نیکسون) له سفر سره، امریکا له لوی چین سره پر خپلو اړیکو بیاکتنه وکړه او په ملګرو ملتونو سازمان کې یې هم د دغه هېواد د غړیتوب او د تایوان ایستلو ته زمینه برابره کړه. ورو ورو تایوان د امریکا ملاتړ له لاسه ورکړ، تر دې چې په ۱۹۷۹م کې امریکا له تایوان سره خپلې اړیکې پرې کړې او بالاخره څه موده وروسته د چین مشر شیائوپینګ اعلان وکړ، چې تایوان د چین برخه او په چین پورې اړه لري. له دې سره سم تایوان له سخت سیاسي بحران سره مخ شو او له تایوان سره هر راز راکړه ورکړه ممنوع اعلان شوه.
اوس هم د چین او تایوان ترمنځ د ناندریو او دغې شخړې د بیا تازه کېدو اصلي لامل په دې قضیه کې د امریکا رول دی. انګېرنې دا دي، چې په امریکا کې د عامه افکارو او د دغه هېواد د دوو اصلي ګوندونو ترمنځ د تایوان د ملاتړ سیاست د اړوند ګوند لپاره د ښه چانس شونتیا له ځان سره لري او اغلې پلوسې هم د دموکرات ګوند هغه لوړپوړې غړې ده، چې له پخوا راهیسې د چین د اوسنۍ رهبرۍ کلکه منتقده ګڼل کېږي. په ورته وخت کې، په تایوان کې دننه هم د دغه هېواد د بهرني سیاست په اړه د نظرونو اختلاف شته دی. واکمن دیموکرات ګوند (DDP) په خپل بهرني سیاست کې د امریکا لوري ته تمایل لري، خو د تایوان نشنلیستان (KMT) بیا په دې اند دي، چې امریکا به له تایوان سره څه مرسته ونه کړي. همدا لامل دی، چې تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې له سفر وروسته، د دغه ګوند مرستیال چین ته د سفر تابیا وکړه.
آیا امریکا به د تایوان ترڅنګ پاتې شي؟
د تایوان په اړه د امریکا سیاست له هماغه پیله د «ابهام پر ستراتيژي» ولاړ دی؛ امریکا له یوه لوري د «واحد چین» سیاست مني، چې له مخې یې تایوان د چین یوه برخه ګڼل کېږي؛ او له بل لوري ټینګار کوي چې د تایوان سیاسي او دموکراتیک جوړښت او د دغې کورواکې جزیرې د حکومتولی بڼه باید د بیجېنګ له لوري له ګواښونو او لاسوهنې خوندي وي. په ورته وخت کې، سره له دې چې امریکا له تایوان سره خپلې اړیکې “پیاوړې او نارسمي” بولي مګر خپلې رسمي اړیکې د چین له لارې مخته وړي.
په وروستیو کلونو کې، د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترامپ په ۲۰۱۷م کې پر تایوان د وسلو د یوې سترې محمولې د پلورلو جواز لاسلیک کړ. یوازې یو کال وروسته بیا په امریکا کې یو داسې قانون هم تصویب شو چې موخه یې د امریکا-تایوان د اړیکو ټینګښت وه. په ۲۰۱۹م کې د چین ولسمشر شي جین پینګ ګواښ وکړ چې د تایوان بېرته ترلاسه کولو به زور او ځواک هم وکاروي. نوموړي همداراز د امریکا له لوري په تایوان باندې د وسلو د خرڅلاو په اړه هم وویل، چې امریکا دې «له اور سره لوبې» نه کوي.
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایدن هم د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په میاشت کې وویل: د چین له لوري پر تایوان د برید په صورت کې یې هېواد له تایوان څخه پوځي دفاع ته چمتووالی لري. هغه زیاته کړه چې چین د تایوان پر سر شخړه کې له «خطر» سره لوبې کوي. د جو بایډن دا څرګندونې د تایوان په هکله د امریکا د «ابهام ستراتیژۍ» یعنې د واشنګټن له زاړه سیاست سره په ټکر کې وې. له دې سره سره، سپینې ماڼۍ د جو بایډن له څرګندونو وروسته ټینګار وکړ، چې د تایوان په اړه د واشنګټن په سیاست کې بدلون نه دی راغلی.
له دغو تحولاتو وروسته، د تایوان ولسمشرې هم د لومړي ځل لپاره له ۱۹۷۹م راوروسته په دې جزیره کې د امریکا د پوځي حضور په هکله خبرې وکړې. د تایوان په اړه د امریکا تګلاره، چې ځینې څارونکي د معاملې د یوه کارت په سترګه ورته ګوري، د امریکا لپاره ښایي ډېره سنجول شوې نه وي، ځکه تایوان د چین سره کرښه ده او امریکا هم په دې پوهېږي مګر تل یې له دې موضوع داسې ګټه اخیستې ده چې له لارې یې په پاسیفیک حوزه کې خپل حضور توجیه کړي او د یوه ګواښونکي عنصر په توګه يې ځینې هیوادونه لکه جاپان، سویلي کوریا او استرالیا د ځان ملګري کړي دي. په داسې حال چې امریکا پوهیږي او دا توان هم نه لري چې یوې نړیوالې جګړې ته ننوځي مګر تل یې دا موضوع د یوې مرکزي او ارزښتناکې مسئلې په څېر پاللې ده.
پر اوکراین د روسیې له برید او د امریکا او لویدیځې نړۍ له لوري د روسیې په مقابل کې له اوکراین څخه له پراخ ملاتړ وروسته، د چین او تایوان قضیې هم د نړیوالو پام ځانته واړاوه او حتی داسې بحثونه هم راپورته شول چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته ممکن چین هم پر تایوان برید وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین او تایوان ترمنځ ځینې شباهتونه او تفاوتونه شته دي.
دغه ورتهوالي یا شباهتونه په لاندې دریو برخو وېشلای شو:
لومړی: د نظامي ځواک له پلوه د اوکراین او روسیې په څیر د چین او تایوان تر منځ هم ډېر لوی توپیر شته دی. او دا توپیر کال تر بله په زیاتیدو هم دی.
دویم: اوکراین او تایوان دواړه په رسمي توګه نظامي متحدین نه لري. او دواړه مجبور دي چې د نظامي ګواښونو په مقابل کې په یوازې ځان مقابله وکړي.
دریم: دا چې روسیه او چین دواړه د ملګرو متلونو سازمان د امنیت شورا دایمي غړي دي او د ویټو حق لري، نو ځکه په دغو شخړو کې د ملګرو ملتونو د سازمان پر منځګریتوب هم باور نشي کیدای.
بل لوري ته، د تایوان او اوکراین په قضیو کې شته توپیرونه هم په دریو برخو ویشلای شو:
لومړی: د تایوان چارچاپېره وضعیت تر ډېره ناآرامه دی او هېڅ متحد هم نه لري، مګر د یوه داسې ځانګړي قانون څښتن دی، چې له مخې یې امریکا له ۱۹۷۹م کال څخه راپدېخوا ملزمه کړې چې تایوان ته نظامي تجهیزات ورکړي چې «د تایوان لپاره د خپل دفاعي ظرفیت د ساتنې په برخه کې بسنه کوي». دا قانون په یو ډول د امریکا له لوري په ښکاره توګه د دې نه ویلو چې پر تایوان د پوځي برید په صورت کې به له «تایوان څخه دفاع کوي» د غرامت په توګه مطرح دی.
دویم: د اوکراین او روسیې د جګړې په هکله په هماغه پیل کې امریکا وویل چې خپل پوځي ځواک به له اوکراین څخه د دفاع لپاره ونه کاروي. مګر کله چې خبره تایوان ته رسېږي، هلته بیا امریکا د ستراتیژیک ابهام سیاست غوره کړی. لا تراوسه دا نه ده څرګنده چې امریکا به په نظامي توګه په هغه کړکیچ کې مداخله وکړي کنه، کوم چې تایوان ګواښي؟ دا چې امریکا ترجیح ورکوي چې پر تایوان د برید په صورت کې د خپل دریځ څرګنوالی ناڅرګند پریږدي، ځکه نو چین مجبور دی چې په دې مسئله کې د نظامي ځواک پر کارولو لا زیات غور وکړي. له همدې کبله د چین واکمنان باید د امریکا د نظامي مداخلې شونتیا په نظر کې ونیسي. په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو ابهام، تایوان هم مجبور کړی چې د امریکا د نظامي مداخلې امکان په نظر کې ونیسي. امریکا له څو لسیزو راهیسې د چین او تایوان په اړه خپل څو اړخیزه سیاست ساتلی دی.
دریم: د تایوان او اوکراین بنسټیز توپیر دا دی چې اوکراین په نړیواله کچه یو خپلواک هېواد دی، مګر تایوان داسې نه دی. دا توپیرونه راښیي چې اوسمهال امریکا باید پر خپله تګلاره بیا غور وکړي. د امریکا لرلید روښانه لرلید نه دی، سره له دې چې امریکا تل د جګړې له عنصر څخه د داخلي انسجام ساتلو په موخه ګټه اخیستې، مګر موږ د نړیوالو بدلونونو په یوه داسې موړ کې یو چې په زړه نسخه به نوې درملنه اغېزناکه نه وي، او د اوکراین په هکله هم دا موضوع ثابته شوه چې امریکا د جګړې دوام د روسیې او چین ملا ماتولو په موخه غواړي، نه د اوکراین او تایوان د بریالیتوب په موخه. چین هم د روسیې په څېر ځواکمن برخورد کوي او امریکا بیا په هغه موقف کې هم نه ده چې په اوکراین او تایوان کې جګړه په خپله خوښه مدیریت کړای شي.
که چین پر تایوان برید وکړي، نړیوال نظم به له منځه ولاړ شي؟
امریکا اوسمهال د روسیې او اوکراین جګړه او پر تایوان د چین د مالکیت قضیه له نړیوال نظم څخه د سرغړونې پر دوو عناصرو بدلې کړې دي. امریکا په دوو جغرافیوي حوزو کې د دوو سیمهییزو او نړیوالو زبرځواکونو سره داسې تړون کړی و: په ۱۹۹۰م کال کې له مسکو سره (د ختیځې اروپا لوري ته د ناټو نه پرمختګ)، او په ۱۹۷۹م کې له بیجېنګ سره (د واحد چین سیاست). ناټو د واشنګټن د ژمنې خلاف د روسیې دروازو ته ځان ورساوه. اوسمهال د روسیې ختیځه دروازه په بشپړه توګه د ناټو په کنترول کې ده. دویمه ژمنه هم تلویحا له منځه تللې خو تراوسه یې په رسمي ډول اعلان نه دی شوی. امریکا په ۱۹۷۹م کې د واحد چین سیاست له بیجېنګ سره په دریو ګډو او رسمي اعلامیو کې په رسمیت وپیژانده او له تایوان سره یې خپلې اړیکې پرې کړې. د واحد چین اصل په دې معنا دی، چې د تایوان جزیره په چین پورې تړلې او د بیجېنګ د واکمنۍ برخه ده. امریکا هغه مهال د شوروي او چینايي کمونیست ګوندونو ترمنځ د واټن رامنځته کولو په موخه بیجېنګ ته ځان نژدې کړ. همدا علت دی چې د شوروي له پاشل کېدو وروسته امریکا د واحد چین اصل ته شا کړه او له تایوان سره یې په اړیکو رغولو له سره پیل وکړ. چین پر دې باور دی، چې تایوان ته د نانسي پلوسي وروستی سفر د چین او امریکا پر اړیکو ژورې اغیزې کوي او د چین د حاکمیت حق او ځمکنۍ بشپړتیا په شدت سره تر پښو لاندې کوي، مګر په ټوله کې داسې نه برېښي، چې د چین او تایوان شخړه دې په دې نژدې وخت کې پر یوې بشپړې نظامي جګړې تبدیله شي. څارونکي پر دې باور دي، چې په اوسنیو شرایطو کې جګړه ممکن د چین په ګټه نه وي او د چین له لوري وروستي پوځي مانورونه هم د نانسي پلوسي د سفر په ممانعت کې د دغه هیواد د پاتې راتلو اړوند د خپلې داخلې ابرو ساتلو او غوسې د تعادل په موخه ترسره شول.
د نړیوال نظم تیوریو او د نړیوال نظم د ځواک او جوړښت اړوند د نیو ریالیستانو نظریې ته په پام، د زبرځواکونو ترمنځ د ځواک پرسر سیالي یوه دوامداره چاره ده، چې د ځواک د موازنې (تدافعي ریالېزم) په چوکات کې او د هژمونیک موقعیت لاسته راوړلو (تهاجمي ریالېزم) په چوکاټونو کې ظاهرېږي. دا چې د زبرځواکونو رفتار او ګټې اصلاً د نړیوالو بنسټونو له لوري د تشخیص او کنترول وړ نه دي، نو په آسیا-پاسیفیک کې د ځواک پر سر د امریکا او چین د سیالۍ ماهیت له سیمهییزوالي څخه وباسي او نړواله مسئله ترې جوړوي، ځکه نو شته سیمهییز مکانیزمونه سره له دې چې ځینې یې هر اړخیز هم دي نشي کولای چې د دغو دو زبرځواکونو سیالي قابو کړي. دویم دا چې د دغو دواړو سیالۍ پر سیمهییزو سیاسي-امنیتي مسائلو هم سیوری غوړولی او د یادو زبرځواکونو د ملاحظاتو په پام کې نیولو پرته د هغوی حل او فصل هم ستونزمن دی. دریم دا چې چین او امریکا یو بل ته د بنسټي او جوړښټي سیالانو په سترګه ګوري. د بنسټي سیالانو معنا دا ده چې د دوی دواړو ایدیولوژیک، اقتصادي او سیاسي نظامونه له یو بله توپیر لري او جوړښتي سیال په دې معنا چې دواړه په نړیواله سطحه د زبرځواک په توګه د نړۍ د لومړي مقام ګټلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي. همدا لامل دی، چې د دوی دواړو ترمنځ د مسائلو هواری هم آسانه نه دی. څلورم دا چې پورته واقعیتونو ته په کتو سره به په راتلونکې کې نړۍ عملاً د چین او امریکا په ځانګړې توګه د آسیا-پاسفیک له مرکزیت سره پر دوو داسې قطبونو ووېشل شي، چې جلا سیاسي او فکري پیروان به لري، او د سړې جګړې د وخت په څیر به د ځواک دوه قطبي موازنه رامنځته شي. په دغه راز شرایطو کې به سیمهییز او نړیوال بنسټونه د سړې جګړې د دوران په څیر حاشیوي رول لوبوي.
بل پلو ته، روسیه، چین او ایران د امریکا د جیوپولیتیک نفوذ د کمولو ګډه موخه څاري. ځکه نو د چین او تایوان شخړې او د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د سیمهییزو قدرتونو له غبرګونونو داسې ښکاري، چې دا سیالۍ به بالاخره د ختیځو قدرتونو د اتحاد په هکله د برژینسکي (د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر) وړاندوینه رښتیا کړي.
افغانستان د جګړې ډګر که له یاده وتلې جزیره؟
د یوې مهمې سیمهییزې مسئلې په توګه د تایوان د شخړې شدت به پرته له شکه د افغانستان پر وضعیت هم اغیز ولري. اسلامي امارت له چین سره نژدې اړیکې لري او له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته چین او طالبان بو بل ته نژدې شوي دي. اسلامي امارت چین ته د یوه داسې ځواکمن ګاونډي په سترګه ګوري چې په افغانستان کې په سترو پانګونو کې لېوالتیا لري. همدا لامل و، چې تایوان ته د نانسي پلوسي د سفر او د چین او امریکا د اړیکو د خرابوالي په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپله خپره کړې اعلامیه کې په نامستقیمه توګه امریکا ته وویل چې هیوادونه باید له پاروونکو کړنو ځانونه وساتي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې د «واحد چین» پر اصل ټینګار وکړ او له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې د ملکونو د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کول ګڼل کیږي او نورو پاروونکو کړنو ته لار هواروي. اسلامي امارت ټینګار کړی چې د چین او امریکا اړیکې د سیمې پر امنیت او ثبات اغیز لري او افغانستان غواړي چې دا شخړې د خبرو اترو او مناسبو لارو چارو له لارې هوارې شي.
په ټوله کې اړتیا ده چې د چین او امریکا په سیالۍ کې د افغانستان ځای په لا ډېر دقت سره بحث شي، ترڅو وکړای شو چې د ملي ګټو پر بنست او د یوه ملت او جغرافیې په حیث، په دغه څو اړخیز او پیچلي بحران کې د افغانستان د ثبات په اړه پیشبین وو.
لکه څرنګه چې د اوکراین له جګړې د تایوان تر شخړې پورې د سیمهییزو او نړیوالو لانجو له څرنګوالي څخه معلومیږي، د تایوان پرسر اوسنۍ شخره چې امریکا او چین یې اصلي لوبغاړي دي، افغانستان د دغو دواړو زبرځواکونو په بهرني سیاست کې ارزښتناک ځای لري. سره له دې چې اوسمهال افغانستان د دغه هېواد د داخلي مسائلو له اړخه سیمهییزو او نړیوالو ځواکونو ته ارزښت لري، مګر د تاریخ په اوږدو کې دغه هېواد ته د هغه د جغرافیوي موقعیت له کبله تل سترګې ور اوښتې دي. افغانستان په تیر کې د حائل (د زبرځواکونو د ټکر مخه نیوونکی) هیواد په توګه او اوس د بری بوزان په قول د عایق (د زبرځواکونو ترمنځ د سیالۍ د عامل) هیواد په توګه ارزښت لري. ځکه نو نن سبا افغانستان د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو په سیاستونو کې د خپل حیاتي رول له کبله په جګړهییزو سیالیو کې د یوه اغېزناک عامل په توګه په جدي توګه تر پام لاندې دی.
له بده مرغه ترڅو چې افغانستان ته په همدې سترګه کتل کیږي، په دغه هیواد کې دایمي ثبات ستونزمن دی. ځکه چې په افغانستان کې د زبرځواکونو د چلند مبنا سیالي ده نه همکاري، او دا سیالي د ورځې په تیریدو سره شدت پیدا کوي، په ځانګړې توګه کله چې د سیالۍ د ثقل مرکز یعنې آسیا-پاسیفیک او ختیځه اروپا افغانستان ته لا نژدې هم دي. په اوسني حساس وخت کې اړینه ده چې اسلامي امارت په پوره ځیرکتیا او د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره، داخلي یووالي او یوځایوالي او همدارنګه په نړیواله کچه د بېپرېتوب دیپلوماسۍ ته لومړيتوب ورکړي، ترڅو افغانستان یو ځل بیا د زبرځواکونو د سیالۍ پر ډګر بدل نه شي.
پایله
تایوان ته د امریکا د استازو د جرګې مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته، نه یوازې دا چې د چین او امریکا تر منځ شخړو زور اخیستی بلکه د دې جزیرې چارچاپیر د چین نظامي مانورونو ته په کتلو سره پر تایوان د چین د برید امکان هم شته، مګر اوسمهال ګومان داسې کېږي چې د چین او تایوان شخړه به لږ تر لږه په نژدې راتلونکي کې پر یوه بشپړه جګړه هم بدله نه شي.
مګر د نړیوال نظم په هکله اکثره څارونکي په دې اند دي چې که امریکا وغواړي که ونه غواړي نړۍ د څو قطبي کیدو په لور روانه ده او د سمیهییزو جګړو لپاره پاروونکې کړنې به نړیواله غمیزه وزیږوي، چې د ډیرو په ګمان چین به د جګړې ګټونکی هم وي. ځکه نو اړینه ده چې امریکا په نړۍ د واحدې ادارې فکر پریږدي، ځګه چې یو قدرت په یوازې ځان نشي کولای نړۍ اداره کړي. د شوروي له ماتې وروسته د نړۍ وضعیت یو استثنائي حالت و، مګر پس له دې به په طبعي توګه په نړۍ کې متعدد قدرتونه موجود وي.
په دې سیالۍ کې د افغانستان د موقف په هکله ویلای شو چې افغانستان تر اوسه کوم مدَوَن بهرنی سیاست نه لري، مګر د اسلامي امارت له دریځونو داسې ښکاري چې دوی د بې پرې توب د پخواني اصل له مخې په بهرني سیاست کې مخته ځي. سره له دې چې د امریکا په اړه هم د اسلامي امارت اوسنی سیاست د شخړو د نه شتون سیاست دی ترڅو د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت پیژندنه کې د امریکا ممانعت هم راکم کړي؛ مګر د تایوان مسئلې ته په کتو سره د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت باید چین ته دومره هم ور نژدې نشي چې د امریکا دښمني را وپاروي او یو ځل بیا د افغانستان له خلکو څخه په غچ اخیستلو پسې پښې رالوڅې کړي.