په افغانستان کې د نوي حکومت پر جوړېدو څو مياشتې تېرې شوې او د بهرنيو چارو نوي وزير هم له ولسي جرګې د باور رايه واخېسته او په رسمي ډول يې کار پيل کړ. که څه هم افغانستان دا مهال په بهرني سياست کې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی او په اوسني وخت کې د بل هر وخت په پرتله يوه ستراتېژيک پلان ته ډېره اړتيا لري، خو لاڅرګنده نه ده چې د ملي وحدت حکومت او د بهرنيو چارو نوی وزير به، په دې اړه څه کارونه وکړای شي.
دا مهال افغانستان يوه داسې ستراتېژيک پلان ته اړتيا لري، چې خپلې ملي ګټې پکې خوندي کړای شي، بهرنی سیاست د ثبات په لور بوځي او خپلې بهرنۍ چارې د غبرګون له سیاست څخه وژغوري. افغانستان په ځانګړي ډول په تېره لسيزه کې په خپل بهرني سياست کې زياتې نيمګړتياوې لرلې او په ګڼو برخو کې له ناکاميو سره مخ و.
د بهرني سياست نيمګړتياوې ۲۰۰۱-۲۰۱۴
که په لنډه توګه د تېرې ۱۳ کلنې دورې د خارجي سیاست ناکامۍ په ګوته کړو؛ نو په بهرنيو چارو کې د افغانستان پاموړ ناکامۍ په لاندې ډول وې:
- د غبرګون سیاست؛
- له ګاونډیانو سره خرابې اړیکې؛
- د ګاونډيو، سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ نامتوازن سياست؛
- د ستراتيژيک پلان نشتوالی؛
دا چې ولې د ډېری هېوادونو ترمنځ توازن ونه ساتل شو، اصلي لامل يې همدا د غبرګون سياست او د قضاياوو د حل په اړه په لنډمهالو حل لارو تکيه کول وو.
له چين او روسيې سره مو اړيکې هغه مهال ورغولې، چې کله مو له امريکا سره له ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال وروسته اړيکې خرابې شوې؛ دا دواړه هېوادونه د افغانستان د بهرني سياست په ډګر کې په تېره لسيزه کې خورا مهم وو او بايد له لومړي سره ښې اړيکې ورسره جوړې شوې وای. که څه هم روسيې او چين له ۲۰۰۱ کال وروسته له افغانستان سره د ژورو اړيکو د پاللو لېوالتيا درلوده؛ خو کله يې چې افغانستان د امريکا تر بشپړ اغېز لاندې وليد، نو له افغانستان سره يې اړيکې سړې شوې.
بيا وروسته کله چې د کرزي-اوباما او هالبروک ترمنځ اړیکې خرابې شوې، کرزي په یوه هڅه کې د روسيې په لور مخه کړه او مېدوېدوف ته يې لیک واستاوه، چې وروسته یې بيا چین او روسیې ته پرله پسې سفرونه هم وکړل او ترمنځ يې اړیکې د رغېدو په لور ولاړې. په ۲۰۰۹ کال کې چې کله د شانګهای په سازمان کې د افغانستان په اړه یو ځانګړی کنفرانس راوبلل شو، روسیې افغانستان ته ټول پخواني پورونه وبښل او دواړو هېوادونو په افغانستان کې د پانګونې او پخوانيو پروژو د بشپړولو تياري وښود. په ۲۰۱۲ کال کې د چین د کمونست ګوند دويم نمبر کس افغانستان ته راغی او په همدې ۲۰۱۲ کال کې یې افغانستان ته د شانګهای سازمان د ناظر څوکۍ ورکړه.
له بلې خوا د دې پر ځای چې په دغه لسيزه کې له ګاونډيو هېوادونو، په تېره بيا پاکستان سره اړيکې ښې شي، بالعکس د خرابېدو په لور ولاړې او وخت ناوخت به يې د يو او بل پر ضد بيانيې ورکولې؛ همدا لامل و، چې زموږ په بهرنيو چارو کې د سيمه ييزو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ توازن نه و.
د دې ترڅنګ د ستراتېژيک پلان نشتوالي په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بهرني سياست کې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي؛ د ملي وحدت حکومت اجرايوي رئيس هم، د بهرنیو چارو د نوي وزیر د لوړې په مراسمو کې دې ټکي ته اشاره وکړه، چې افغانستان لاتراوسه د بهرني سياست کوم ستراتېژيک پلان نه لري او هيله يې څرګنده کړه، چې ژر به دا ډول يو ستراتېژيک پلان چمتو شي.
ستراتېژيک پلان څه ته وايي؟
ستراتېژيک پلان، يعني ستراتيژي تعریفول، د ستراتيژۍ د تعقیبولو لپاره ابزارونه غوره کول او د ستراتيژۍ کنترول او نافذول. په بهرني سیاست کې ستراتیژي او ستراتېژيک پلان خورا اړین دی؛ ځکه کله چې پالیسي تعریف شوه، لکه “د ملي ګټو خوندي کول” نو بیا د همدغو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره هغو لارو چارو ته اړتیا وي، چې زموږ ملي ګټې په رښتيني ډول خوندي کړي، چې د همدغو لارو چارو غوره کولو ته بیا ستراتيژي وايي. ستراتیژي د وخت او حالاتو له بدلون سره بدلون موندلی شي، ځکه خو په ستراتيژيکو پلانونو کې لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو پلانونو ته ځای ورکول کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو یو پخوانی وزیر په خپل کتاب کې د ستراتيژيک پلان په اړه لیکي: راتلونکی لیدل، خو نه نېژدې راتلونکی، بلکې د عادي فعالینو [ديپلوماتانو] له هغه لیدلوري څخه هم وړاندې، چې تر هغه زيات وړاندې وضعيت نه شي تحليلولی، د اوسنیو پېښو راتلونکی لیدل او په دې اړه تګلارې جوړول چې په اړه یې باید څه وشي. ترڅنګ یې دی په دې خبرې هم ټینګار کوي، چې باید د اوسنیو پالیسیو بیا ارزونه هم وشي[1].
بهرنۍ چارې او ستراتيژيک پلان:
د ستراتيژيک پلان د جوړولو پرمهال باید لاندې درې ټکي په نظر کې ونيول شي:
۱- بهرنۍ ننګونې؛
۲- داخلي ننګونې؛
۳- او افغاني عنعنات؛
بهرنيو چارو ته د هېواد له بهره ورپېښو ننګونو کې، د افغانستان او سيمې په کچه روانه نوې لويه لوبه کې، د نورو هېوادونو ټکرېدونکې ګټې هم شاملې دي. د بېلګې په ډول، افغانستان بايد د پایپلاینایزېشن، د ورېښمو لار تېرېدنې او د ترانزیټي لارې په ورکولو کې د خپل هېواد ګټې خوندي کړي او په دغو برخو کې د نورو هېوادونو د ټکرېدونکو ګټو ډګر هم نه شي. د دې ترڅنګ افغانستان بايد هڅه وکړي، چې د خپلې خبرې وزن زیات کړي او په نورو يې ومني.
همدا راز د بهرنیو چارو داخلي ننګونې بې ثباتي، د سولې او له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو نه شتون، اداري فساد او نور دي. دا چې دغه لاملونه مو د بهرنیو چارو داخلي ننګونې وبللې، له دې کبله ده، چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو پانګونې هم د هېواد د ملي ګټو يوه برخه ده. کله چې افغانستان د دې جوګه نه وي چې خپلې طبيعي زېرمې راوسپړي او پروژې پلې کړای شي؛ نو بيا دلته د بهرنيانو پانګونو ته اړتيا ده او بهرنيان بيا خپلې پانګونې په ثبات، د فساد له نشتون او روښانه راتلونکي پورې تړلې بولي.
د دې ترڅنګ په ستراتيژيک پلان کې باید افغاني عنعنات هم په پام کې ونيول شي، په تېره بيا پخوانۍ تګلارې چې د عنعنو له مخې جوړې شوې وې او د افغانستان پر بهرنیو چارو یې اغېزې لرلې دي؛ چې د مثال په ډول د بې طرفۍ يادونه کولی شو. دا چې اوسنۍ نړۍ نه دوه قطبه ده او نه هم یو قطبه، بلکې د ډېر-قطبه نظام په لور روانه ده او له همدې امله بايد افغانستان يوازې له يوه لوري سره ځان په بشپړ ډول ونه تړي.
افغانستان په اوسني وخت کې هم د غرب مرستو او ديپلوماتیک ملاتړ او هم د چین پانګونو ته اړتيا لري. افغانستان همدا راز د روسیې پاملرنې ته، چې د نړۍ په سیاست کې یې بیا خپل ځای موندلی دی، او هم د هند های-ټېک صنعت او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري، البته په دې ټولو حالاتو کې بايد خپل ملي حاکميت او ناپېيلتوب هم له نظره ونه غورځول شي.
د ستراتېژيک پلان لپاره څه چې مهم دي، هغه د بهرنیو چارو په لویو قضایاوو کې په پټو سترګو پرېکړې نه کول دي. د بېلګې په ډول له امريکا سره امنيتي تړون د اقتصادي مرستو په تمه او له بې ثباتۍ څخه د هېواد د ژغورنې په تمه په پټو سترګو لاسليک شو؛ مګر تېرو څو مياشتو وښوده، چې نه يوازې دا چې دا اهداف به ترلاسه نه شي، بلکې افغانستان به د نړيوالو د راتلونکو لوبو ډګر هم وګرځي.
د ملي وحدت حکومت امریکايي سرتېرو ته د اوږده مهال پاتې کېدو سند ورکړ او د خپل ملي حاکميت د نقض ترڅنګ يې خپلو وسله والو مخالفينو ته د جګړې جواز هم په لاس ورکړ؛ خو د امریکا دفاع وزارت ته د نوماند اشټن کارټر څرګندونې[2] بيا زموږ د بهرنیو چارو دغه پرېکړه په اوبو لاهو کوي، چې وايي: که په افغانستان کې وضعيت خراب شي نو خپل سرتېري به وباسي. د امنيتي تړون د لاسليک پرېکړه که له يوې خوا د سولې پر وړاندې د خنډونو لامل شوه، له بلې خوا د سيمې د هېوادونو اندېښنې هم له ځان سره لري.[3]
وړاندیزونه:
- د افغانستان ستراتيژيک پلان باید لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ستراتيژي ولري، ترڅو له یوې خوا موږ خپله ډيپلوماسي د ثبات په لور بوځو او له بلې خوا وکړای شو، چې په هر پړاو کې خپلې ګټې خوندي کړو.
- د بهرنیو چارو ستراتيژيک پلان باید د داخلي او بهرنیو ننګونو او هېواد ته د ورپېښو امنیتي اندېښنو او ګواښونو په رڼا کې جوړ شي.
- د بهرنیو چارو په ستراتيژيک پلان کې باید دې ته هم ځای ورکړل شي، چې افغان ديپلوماتان له یوې رقابتي ازموينې وروسته غوره کړای شي او په پلان کې د دغې ازموينې پر ډول او څرنګوالي هم رڼا واچول شي.
- د دغه پلان له مخې باید د یوه عادي ديپلومات پوهه او وړتیا د پخوا په نسبت څو چنده زیاته وي.
- افغان پاليسي جوړوونکي باید د پاکستان او هند رقابت هم له پامه ونه غورځوي او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو ارزښت هم درک کړي. دا پاليسي بايد داسې ترتيب شي، چې دا دواړه هېوادونه په افغانستان کې د رقابت او نیابتي جګړې پرځای له یو بل سره همغږي کړي[4].
- د نړۍ له نورو هېوادونو په تېره بیا له ګاونډيو هېوادونو سره اقتصادي ډيپلوماسي زیاته او پياوړې شي.
پای
[1] Dean Acheson, Present at the Creation (New York: W.W. Norton, 1969), p. 214.
[2] اشټن کارټر د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: که هلته وضعیت خراب شي؛ د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پلان به له سره غور وکړو! وګورئ د ویسا ورځپاڼې د ۲۰۱۵ کال د فبروري ۴مه نېټه (لومړی مخ)
[3] امریکا اعلان کړی، چې خپل نظامي تجهیزات به اوکراین ته ورکړي؛ روسیې بیا د دغه اعلان پرخلاف تود غبرګون ښودلی. روسیه او چین دواړه د امریکایانو له شتون څخه اندېښنې لري او دلته د امریکایانو شتون ته د شک په سترګه ګوري، له همدې امله دوی وخت ناوخت د تروریزم او مخدره موادو پر ضد د دوی هلې ځلې ناکامې بولي.
[4] په افغانستان کې د هند او پاکستان د ملګريتوب ډګرونه ډېر کېدلای شي، دا چې د دوی ترمنځ د ملګرتوب کوم ډګرونه مشخص شي، نو د مطالعې لپاره ولولئ:
Sadika Hameed, Prospects for Indian-Pakistani Cooperation in Afghanistan, CSIS, 2012. See it online in the following link:
< http://csis.org/files/publication/120821_Hameed_ProspectsIndianPakistan_Web.pdf>