کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر ته یوه کتنه
اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د ایران او افغانستان اړیکې د پخوا په څېر پاتې شوې. سربېره پردې، په تېرو دریو کلونو کې، دواړو خواوو هڅه کړې چې اړیکې ښې پیاوړې کړي او د اقتصادي تعاملاتو د زیاتوالي لپاره د یو بل له متقابل ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي. په دې وروستیو کې، ایران هڅه کړې چې کابل ته د خپل بهرنیو چارو وزیر په لېږلو له کابل سره خپلې اړیکې ښې کړي.