د سیاسي سیالیو پرمهال د افغانستان او پاکستان سوداګري: د وروستیو ترینګلتیاوو اقتصادي تحلیل
افغانستان او پاکستان ډیری مشترکات لري مګر د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې په تېرو اوو لسیزو کې ترینګلې او د متقابل باور نشتوالی لري. د دوه اړخیزو تړونونو او نړیوالو نورمونو برخلاف، پاکستان تل خپلې پولې د مختلفو بهانو لاندې د افغان سوداګرۍ او ټرانزیټي توکو لپاره تړلي دي،
