دوکتور مصباح الله عبدالباقي
د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز سرپرست رئیس
د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په نوم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي لیک د رسنیز کېدلو وروسته د افغانستان د سولې په اړه روانې خبرې اترې یو بل پړاو ته داخل شوې، د قطر په پلازمینه دوحه کې په ټپه ولاړو خبرو کې هغه وخت اوښتون رامنځته شو چې د امریکا متحده ایالاتو ددې اعلان وکړ چې دوی غواړي د ترکيې د حکومت څخه غوښتنه وکړي چې د افغانستان د سولې په اړه د یوې ناستې کوربه توب پر غاړه واخلي، ددې سره سم روسانو هم د افغاني ډلو په شمول د یو سیمه يیز کانفرانس اعلان وکړ، چې دا کانفرانس به غالبا د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ کال د حوت د میاشتې په ۲۸ نیټه په مسکو کې جوړ شي، دې غونډو ته د افغانستان ولس په کومه سترګه ګوري؟ او د دې غونډو څخه څه توقعات لري؟ او په دې غونډو څه مرتب کیدلی شي؟ غواړو په دې اړه یو څه معروضات د لوستونکو سره شریک کړو.
لومړی: د یو مهذب ملت په حیث باید داسې نه وای شوي، مګر.
مهذب ملتونه د ټولو اختلافاتو سره سره خپل ټول مسائل په خپلو کې د خبرو اترو له لارې حل کوي، او هیڅکله نه چا ته ددې اجازه ورکوي چې د هغوی په داخلي چارو کې څوک لاس وهنه وکړي، او نه خپل اختلافات داسې کچې ته رسوي چې په خپلو کې تفاهم ته سره و نه رسیدلی شي، مګر له بده مرغه په افغانستان کې د لسیزو راهیسې د سیاسي قیادتونو د بې کفایتۍ او ځان غوښتنو له امله د افغانستان ملت همېشه فرصتونه له لاسه ورکړي دي، همېشه یې پردیو برخلیک ټاکلی دی، او همېشه پرې فیصلې مسلطې شوي دي، چې همېشه یې نتائج ناوړه او خراب راوتلي دي. اوس چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د اعلان په پایله کې کوم فرصت برابر شوی وو هغه له لاسه ورکړی شو، او دې ته زمینه برابره شوه چې بیا د نړۍ هېوادونه زمونږ برخلیک وټاکي او مونږ لپاره فیصلې وکړي، چې دا ډول فیصلې په عامه توګه د ملت مشکلات نه حل کوي، بلکې ډیرې نورې ستونزې ترې راولاړیږي. مګر ددې ټولو سره سره د دې ناستو څخه پرته بله چاره هم نشته، ځکه چې له دې پرته، د خپل منځي توافق په نتیجه کې په لرې افق کې هم د افغانستان د کشالې د هواري نښې نښانې نه لیدل کیږي، اوس سوال دا راولاړیږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون نه وروسته حالات ولې دې مرحلې ته ورسېدل؟ او په دوحه کې ولې نتائج ترلاسه نه شول؟
دویم: د دوحې خبرې اترې ولې بې بایله وې؟
په دوحه کې چې د خبرو اترو د کامیابۍ لپاره د اعتماد کومې فضاء اړتیا وه هغه رامنځته نه کړای شوه، بلکې په قصدي توګه د دې هڅه وشوه چې خبرې اترې پرمخ ولاړې نه شي، او په پرله پسې توګه د تعطل ښکار پاتې شي، او دا یوه پلان شوې استراتیجي وه، څو ورځې مخکې د ولسمشر د لومړي مرستیال سلاکار مولانا فرید د یو تلویزون سره په خبرو کې د امریکا د نوې طرحې په اړه د دولت د دریځ د څرګندولو په سیاق کې وویل چې دا طرحه د کاغذ یوه پرزه ده، عملي کیدلی نه شي، لکه څرنګه مو چې د دوحې تړون (د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون) ناکام کړ، او هېڅ نتیجه یې ورنه کړه همدا مصیر به د دې طرحې هم وي. یعنې بالکل په صراحت سره دا وايي چې د دوحې تړون دوی ناکام کړی دی، او همدا راز د دې طرحې د ناکامولو اراده هم لري.
د دوحې د تړون د ناکامولو لپاره دوی په افغانستان کې داسې امنیتي حالات رامنځته کړل چې هېڅوک د سولې د راوستلو لپاره د فشار څخه کار وا نه اخیستلی شي، هیڅوک د انفجاراتو له ویرې مظاهرې او لاریونونه را ونه ایستلی شي، د سولې په تړاو لوی او مؤثرې غونډې ونه کړی شي، د سیاسي جهتونو ترمنځ انسجام رامنځته نه شي. او هر کله چې د انسجام د رامنځته کېدولو چانسونه پیدا شوي هغه یې د یو او بل په مرسته له منځه وړي دي، او کومو خلکو چې په انفرادي ډول د مؤثرو شخصیتونو په توګه د سولې لپاره هلې ځلې کولې هغوي په پرله پسې توګه خپل ژوند له لاسه ورکړ، او یا هم د تهدید لاندې پاتې شوي چې د خپلو هلو ځلو لاس څخه په سر شي.
خو اوس سوال دا راولاړیږي چې حکومت دا کار ولې وکړ؟ په دې اړه باید ووایو چې په عامه توګه د افغانستان د حکومت رهبري ټیم داسې انګېرله چې د نوي امریکايي ادارې چې جوبایډن به یې په سر کې قرار لري د دوحې په تړون بیا له سره کتنه وکړي، او په عین وخت کې به د زلمي خلیل زاد رول هم په دې پروسه کې له منځه ولاړ شي، هغه چې د جمهوریت غوښتونکو د حزب غړی دی او د امریکا له لوري د سولې د پروسې طرحه کوونکی او مغز متفکر او په دې پروسه کې تر ټولو مؤثر شخص دی. په دې توګه به پر دوی فشار را کم شي، او د راتلونکو کلونو لپاره به دوی د چارو واګې په خپل لاس کې وساتي. لږ تر لږه به خپله پېنځه کلنه دوره پوره کړي، په دې موده کې به یا طالبان د خپل تعریف سره برابرې سولې ته مجبور کړي چې هغه د حزب اسلامي په څېر په حکومت کې د ادغام څخه پرته بل څه نه دي، او یا به هم جګړه ادامه پیدا کوي او امریکا به مجبوروي چې په افغانستان کې د دوی د دفاع په خاطر د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، او ددې لپاره چې امریکا په افغانستان کې پاتې کېدلو ته اړ کړي د تاو تریخوالي کچه ډېره لوړه کړای شوه. د شپنیو عملیاتو، بمباریو، د ځانګړو ځواکونو د چاپو لړۍ شدت پېدا کړ چې تر اوسه پورې ادامه لري. او دا ټول په دې خاطر چې نړیوالو ته وښايي چې په افغانستان کې تر اوسه د تروریزم خطر موجود دی او نړۍ باید په افغانستان کی پاتې شي.
د فعلي حکومت د رهبري ټیم غړي دا هلی ځلې په داسې وخت کې کولی، چې د ملت د قاطع اکثریت په نظر دې حکومت خپل ټول مقومات او د بقاء مبررات له لاسه ورکړي دي، ځکه دلته فساد خپل اوج ته رسېدلی دی، په دولتي ادارو بې کفایته، بې استعداده خلک مسلط دي، دولتي هغه مسؤولیتونه او منصبونه چې د خدمت وسیله ده خرڅیږي، د فقر کچه ورځ تر بلې لوړیږي، د افغانستان ۷۰٪ وګړي د فقر د لیکې لاندې ژوند کوي، د افغانستان سرمایه غلا کېږي او بېرون ته وړل کیږي. د نړیوالو او سیمه يیزو هېوادونو د استخباراتي فعالیتونو په نتیجه کې هېڅوک خپل ځان محفوظ نه ګڼي. ګڼ شمېر علماء، مدني فعالان، استاذان، سیاسي شخصیتونه یا وژل کیږي او یا هم د خپل ځان د حفاظت لپاره ځان پټوي او یا هېواد پرېښودلو ته اړ کېږي.
خو د افغانستان د حکومت رهبري ټیم په دې محاسبه کې تېروته، او غافل ګیره شو، ځکه چې نه د جوبایډن په قیادت کې د امریکا نوې ادارې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه پر خپلې فیصلې بیا کتنه وکړه، او نه هم د زلمي خلیل زاد رول په قضیه کې له منځه ولاړ، بلکې دا رول لا تقویه شو، او شاید دا له دې امله وي چې د مؤسساتو پر بنسټ ولاړو هېوادونو کې دا ډول استراتیژیکې فیصلې د اشخاصو پر ځای د مؤسساتو فیصلې وي، او د دقیقو محاسبو وروسته سرته رسیږي، چې د حکومتونو او اشخاصو بدلېدل را بدلېدل پرې کوم اغېز نه لري.
له بل پلوه طالب جنګیالیو هم ددې لپاره چې د خبرو اترو پر میز یې دریځ قوي وي، او په راتلونکي نظام کې تر ټولو ستره ونډه ولري خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړه، سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو (د امریکا او ناټو ځواکونو) سره یې بشپړ اوربند درلود، هغوی په دې تېر یو کال کې د طالبانو د هېڅ ډول حملې لاندې نه دي راغلي مګر د افغاني ځواکونو پر ضد یې خپل عملیات پراخه کړل او شدت یې پکې راوست، په ښارونو کې یې خپلو حملو او عملیاتو ته ادامه ورکړه چې په نتیجه کې یې بې شمېره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دې غیر عاقلانه دریځونو په نتیجه کې ملت داسې حالت ته ورسېده چې سوله یې یو حیاتي اړتیا او ضرورت وګرځېده، او دا ورته د ژوند او مرګ قضیه شوه، د ملت او هېواد په درد دردمند خلک داسې انګیري چې که دا قضیه د میز پر سره د خبرو اترو له لارې حل نه شي، او دواړه جنګي ډلې د عقل اواز ته لبیک ونه وايي نو هېواد یو بل ناورین سره مخ کېدی شي، یو بل کورنی جنګ پیل کېدلی شي، چې په نتیجه کې به یې شته ټول بنسټونه له منځه ولاړ شي، او په هیواد کې به د بې نظمۍ او بدحالۍ یوه نه ختمیدونکي لړۍ پیل شي، په داسې وخت کې امریکا د همېش په څیر د یو ژغورونکي ځواک په حیث رامنځته شوه، او د بین الافغاني خبرو اترو د ژغورلو لپاره یې نوې طرحه وړاندی کړه. که د امریکا دولت غوښتلی چې واقعا افغانان په خپلو کې یوې نتیجې ته ورسیږي نو دا کار یې د فشارونو په نتیجه کې کولی شو، مګر دا کار یې ددې لپاره ونه کړ تر څو حالات همداسې یو حالت ته ورسیږي، او په هغه وخت کې چې د جوړ جاړي کومه طرحه د دوی له پلوه وړاندې کېږي د هغه په منلو کې به هیچا ته تردد نه وي.
د مسکو ناسته
سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په لیک کې د ترکيې د حکومت څخه نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو په شمول د افغانانو د یوې ګډې ناستې د کوربه توب غوښتنه شوې وه، خو ددې لپاره چې مسکو په سیمه يیزو او نړیوالو قضایاوو کې خپل سیاسي نفوذ ساتلی وي، د ترکيې د ناستې څخه دمخه یې د یوې ګډی ناستې ترتیبات ونیول چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په ۱۸ نېټه به سرته ورسیږي، او د حکومت په شمول به د افغانستان ګڼ شمیر سیاسي ډلې او شخصیتونه په کې ګډون وکړي.
د مسکو او ترکيې د ناستو څخه د ملت توقعات او غوښتنې
ددې ګډو ناستو څخه د افغانستان ملت یو لړ توقعات او غوښتنې لري، چې ددې ناستو په نتیجه کې باید تر سره شي، ځکه دا اوسنی حالت د خلکو د تحمل څخه لوړ دی، حالات داسې لوري ته روان دي چې که دې ته د پای ټکی کېنښودل شي نو افغانستان یو بل کورني جنګ ته تللی شي، اداري او موجوده سیستمونه له منځه تللی شي، دا توقعات او غوښتنې په لنډه توګه دا لاندې دي:
لومړی: دا ناستې باید نتیجه ورکړي، او هم هلته باید ټول قضایا حل او فصل شي، او دجنګ د استمرار لاملونه له منځه ولاړ شي، ځکه که قضیه بیا دواړو جنګي اړخونو ته وسپارل شوه، دوی بیا د ملت په سرنوشت لوبې کوي، او نه غواړي قضیه د خبرو اترو له لارې حل شي.
دویم: هلته باید داسې یوه اداره/ موقت حکومت رامنځته شي چې د اعتماد فضاء رامنځته کړي، تر څو چې د اعتماد فضاء رامنځته نه شي جنګ ته د پای ټکی اېښودل ممکن نه دي.
درېیم: د جنګ دواړه اړخونه او ورسره نورې سیاسي ډلې د خپلو ډلو او اشخاصو د ګټو د ساتلو پر ځای د افغانستان او د ملت د ګټو د ساتلو په فکر کې شي، ځکه د اشخاصو او ډلو ګټې، دریځونه سره لرې کوي، او د هېواد او ملت د ګټو رعایت، دریځونه سره رانږدې کوي.
څلورم: په روغې جوړې کې باید دا کوښښ و نه شي چې یوه ډله یا بله ډله د واک د محور څخه لرې پاتې کړی شي، ځکه دا ناکامه تجربه د بن په کانفرانس کې تکرار شوې وه چې نتائج یې ډېر خطرناک وو.
پېنځم: په افغانستان کې باید فوري اوربند صورت ونیسي، د جنګي ډلو له پلوه باید هېڅ یوه مرمۍ هم فایر نه شي، ځکه سوله او جنګ دوه متناقض شیان دي.
شپږم: د دې تعهد باید واخیستل شي چې په دې روغې جوړې کې د فاتح او مفتوح تصور باید له منځه یوړل شي، ځکه که د طالبانو دا تصور وي چې هغه د فاتح په حیث لويو ښارونو ته را دننه کېږي نو ددې معنی به دا وي چې ټولې ادارې او بنسټونه له منځه ولاړ شي، او هغه حالت تکرار شي چې په نوي یمه لسیزه کې کابل ته د مجاهدینو د راتګ په وخت کې رامنځته شوی وو، او دا به د افغانستان لپاره د یو لوی ناورین څخه کم نه وي.
اووم: د سیمې هېوادونه باید تعهد وکړي چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
اتم: نړیواله ټولنه باید د دې ژمنه وکړي چې اقلا تر هغه وخت پورې به د نوي رامنځته شوي موقت حکومت سره به خپلو مالي همکاریو ته ادامه ورکوي چې د نوي اساسي قانون پر بنسټ نوی منتخب حکومت نه وي رامنځته شوی، ځکه که دا همکارۍ نه وي مؤقته اداره خپلو دندو ته ادامه نه شي ورکولی.
که دا غوښتنې عملي شي نو دا ناستې به نتیجه ورکړي، او زموږ توقع د افغانستان د سیاسي قیادتونو څخه همدا ده چې په ډېر احتیاط سره ددې فرصت څخه د هېواد او ملت په ګټه استفاده وکړي، که داسې یې ونه کړل په تاریخ کې به مخ توري او ملت ته به شرمیدلي وي.