لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- په افغانستان کې د چین او روسیې موخې او د دوی د ګټو د اشتراک او افتراق ټکي
- په افغانستان کې د چین او روسیې موخې
- په افغانستان کې د چین او روسیې د ګټو شریک ټکي
- په افغانستان کې د روسیی او چین د ګټو د اختلاف ټکي
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
په تېرو دوو اونیو کې کابل د اسیا د دوو سترو قدرتونو چین او روسیې د دوو لوړ پوړو چارواکو د حضور شاهد و. د چين په استازيتوب د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی یوشیاویونگ، پاکستان ته له سفر وروسته د لیندۍ په درېيمه نېټه کابل ته راغی او د روسيې له لوري هم د روسيې د ملي امنيت شورا منشي سرګي شویګو د روان کال د لیندۍ په شپږمه کابل ته راغی. په ګڼو غونډو کې چې د اسلامي امارت د مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لرلې، دواړو پلاويو په ګڼو موضوعاتو لکه د سیاسي اړیکو د پراختیا، د اقتصادي او ټرانزیت د پراختیا او په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې. په دې برخه کې دا پوښتنې راپورته کیږي چې چین او روسیه په افغانستان کې د څه په لټه کې دي؟ په افغانستان کې د دغو دوو سترو قدرتونو ګډې ګټې او د ګټو تضاد په څه کې دی؟ او دا چې افغانستان له دغو اړیکو څخه څه ډول ګټه پورته کولای شي. په دې تحلیل کې هڅه شوې چې همدغو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې شي.
په افغانستان کې د چین او روسیې موخې
په ټولیز ډول په افغانستان کې د چین او روسیه سیاسي، امنیتي او اقتصادي موخې لري، چې دلته پرې بحث کوو.
لومړی- سیاسي موخې
- په تېرو شلو کلونو کې هغه څه چې روسیه او چین یې د افغانستان په اړه اندېښمن کړي، د یوه داسې نظام نشتوالی و چې د دغو دوو هېوادونو لپاره د منلو وړ وی. شل کلن جمهوریت په افغانستان کې د غرب متحد نظام ګڼل کېده چې د دغو سترو ځواکونو په مقابل کې يې قرار درلود، له همدې امله د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دغه دوه قدرتونه غواړي چې په افغانستان کې له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي. هغه تودې او نرمې اړیکې چې چین او روسیې له اسلامي امارت سره ټینګې کړي دي د همدې موخې پر بنسټ ارزول کیدای شي. روسان او چینایان په دې پوه شوي چې اسلامي امارت یو داسې نظام دی چې له غرب سره تعامل او ستراتیژیکې اړیکې نه لري، نو له همدې امله یې له دغه نظام سره د تعامل او اړیکو ټینګول خپله لومړنۍ سیاسي موخه ټاکلې ده.
- د درېیم اړخ له نفوذ څخه پرته اړیکې درلودل. بله موخه چې چین او روسیه يې په افغانستان کې تعقیبوي دا ده چې له اسلامي امارت سره داسې اړيکې وساتي چې هغه د درېيم لوري په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو او غرب له اغېزو لرې وي، ځکه همدغه موضوع په پخواني نظام کې د دغو دوو هېوادونو د خپګان لامل و. د روسیې او چین په وینا، اسلامي امارت په افغانستان کې د یوه حکومت په توګه د خپل ثبات په لومړیو پړاوونو کې دی، چې باید ملاتړ یې وشي. هغه څه چې د دغو دواړو هېوادونو چارواکو څو ځلې منلي دي او په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر یو ځل بیا پر دې موضوع ټینګار کړی او ویلي یې دي: “موږ له دې حقیقت سترګې نه شو پټولای چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په لور روان دی او مسکو د دغه هېواد له اوسنیو چارواکو سره اړیکې لري او دوام ورکوي.” [1] په حقیقت کې د بهرنیو هېوادونو د چارواکو دا ډول خبرې د دې حقیقت ښکارندویي کوي چې افغانستان اوس مهال یو خپلواک او په ځان بسیا سیاسي نظام لري او د دې لپاره چې دغه سیاسي نظام د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د متحده ايالاتو تر اغېز لاندې نه وي، نو له اسلامي امارت سره بايد اړیکې نږدې او ژورې وساتل شي.
- په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې سیاسي اجماع. په نړۍ کې حکومتونه د سیاسي ملاتړ په لټه کې دي. د چین او روسیې له نظره، افغانستان اوسمهال یو داسې نظام لري، چې موخې او ګټې یې تر یوه حده د دغو دواړو هېوادونو له سیمه ییزو ګټو سره تړلې دي. که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې بې طرفه اړخ نیولی، چې د چین او روسیې لپاره هم هیله من خبر دی، خو دا دواړه هیوادونه هڅه کوي چې اسلامي امارت سره د اړيکو د نږدې کولو له لارې امارت دې ته قانع کړي چې د نړیوالو مسایلو او موضوعاتو په اړه د روسيې او چين تعريف په نظر کې ونيسي. که څه هم په سیمه يیزو اړخونو کې د اسلامي امارت تګلاره یو څه د یادو هېوادونو له چلند سره نږدې ده، په تېره بیا د داعش په څېر ډلو او بېلتونپالو سره د مبارزې په برخه کې او همدارنګه له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې، خو بيا هم دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د لویو مسايلو او موضوعاتو په اړه اسلامي امارت د چين او روسيې دريځ او موخې په نظر کې ونيسي.
دويم- امنیتي موخې
- د افغانستان له خاورې دوی ته د ګواښ نه پېښېدل. لومړنی او تر ټولو مهم امنیتي هدف چې روسیه او چین یې د اسلامي امارت له نږدې کیدو څخه تعقیبوي له افغانستان څخه د دغو هیوادونو خاورې او ګټو ته د ګواښ مخنیوی دی. په حقیقت کې دا هدف تر ټولو مرکزي او حیاتي هدف دی چې د افغانستان د شاوخوا هېوادونو په ځانګړې توګه روسیه او چین چې د امنیت له پلوه له افغانستان څخه په لوړه کچه زیانمنونکی دی، تعقیبوي. ځکه چې افغانستان په تېرو درېیو لسیزو کې د دغو دوو هېوادونو لپاره د ګواښ تر ټولو مهمه سرچینه پاتې شوې ده. په دې برخه کې د دواړو هېوادونو لپاره د جذب او تشویق رامنځته کېدل د اسلامي امارت ژمنې دي چې هېڅ هېواد به د افغانستان له لوري نه ګواښل کېږي. که څه هم اسلامي امارت له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر خپلو ژمنو ولاړ دی، خو د دواړو هېوادونو چارواکي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه شکایت کوي. د بېلګې په توګه، افغانستان ته له خپل سفر مخکې، په پاکستان کې د چین استازي په افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو شتون اعلان کړ.[2] یا دا چې روسان په دوامداره ډول په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو د شتون خبره کوي. تر دې چې څو ورځې وړاندې په تاجکستان کې هغه چینايي تبعه ووژل شو، چې ویل کېږي بریدګر له افغانستانه تاجکستان ته داخل شوی و.[3] دا ټول مسایل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د دغو هېوادونو ژوره اندېښنه څرګندوي. البته هغه څه چې د دغو هېوادونو لپاره د هڅونې سرچینه ګڼل کېږي، له دغو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلامي امارت قاطع اراده ده، چې په شعارونو او کړنو دواړو کې لیدل کېږي. څه چې افغانستان ته د روسیې د امنیت شورا د سرمنشي د سفر یو مهم محور له ترهګرو ډلو سره د ګډې مبارزې لپاره د زمینې او پلیټ فارم جوړول او په دې برخه کې د لازمې همغږۍ رامنځته کول وو.[4] په واضح ډول هغه څه چې روسیه او چین مجبوروي چې له اسلامي امارت سره نږدې همکاري وکړي له ترهګرو ډلو سره مبارزه ده چې اصلي عامل یې د ټولو خواوو ګډ نظر دی.
- د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه مستقیمه څارنه
بل امنیتي هدف چې روسیه او چین یې په افغانستان کې تعقیبوي دا دی چې افغانستان د چین او روسیې ضد پوځي اتحاد په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو په څېر قدرتونو سره د یوځای کېدو مخه ونیسي. تر ټولو مهمه دښمني چې چین او روسیې په تېر کې د افغانستان په اړه درلوده له امریکا او ناټو سره د دغه هېواد پوځي اتحاد و. افغانستان د یوه داسې هیواد په توګه چې د موقعیت له پلوه چین او روسیی ته نږدې دی، که له یوه دښمن بهرني ځواک سره په اتحاد کې ځای شي، د دوی پر وړاندې ستر جیوستراتیژیک ګواښ رامنځته کولای شي. له همدې امله دواړه هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره په امنیتي نږدېوالي سره، په دښمن ډوله ایتلاف کې د دغه هېواد د بیا جذبېدو مخه ونیسي.
- له افغانستان او په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو څخه مستقیمه څارنه
بله موضوع چې د روسیې او چین لپاره خورا مهمه ده، چې دوی یې باید له نږدې وڅاري، د ترهګرو ډلو شتون، د هغو ګواښونو څرنګوالی او اندازه ده چې له افغانستان څخه د دغو هیوادونو پر وړاندې رامنځته کیږي. لکه مخکې مو چې وویل، سره له دې چې روسان او چینایان له اسلامي امارت څخه ډاډمن دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت ټول نظام او حاکمیت به هغو هیوادونو ته زیان ونه رسوي، حتی تر دې چې روسیه د اسلامي امارت نوم د ترهګرو له ډلې څخه ایستل تر وروستۍ مرحلې ته رسولی دی، خو دواړو هېوادونو لا تر اوسه لازم ډاډ نه دی ترلاسه کړی چې له افغانستان څخه به ورته ګواښ نه پېښیږي. له همدې امله له افغانستان څخه د تروریستي ډلو د ګواښونو د شمیر او اندازې د مستقیمې څارنې لپاره باید په دغه هیواد کې مستقیم حضور ولري، چې په طبیعي ډول د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره له اسلامي امارت سره نږدې او لازیات تعامل ته اړتیا ده.
دریم -اقتصادي موخې
د سیاسي او امنیتي اهدافو ترڅنګ روسیه او چین دواړه په افغانستان کې اقتصادي اهداف هم تعقیبوي. د جمهوریت پر مهال که څه هم چینایانو له افغانستان سره ګڼ اقتصادي تړونونه وکړل لکه د عینک د مسو استخراج او د امو سیند د حوزې د نفتو استخراج او حتی افغان حکومت په دې پلمه چې په افغانستان کې د روسیې د اقتصادي حضور پر وړاندې کوم خنډ نه دی، خو په دغه هیواد کې د امریکا شتون د دې لامل شو چې دواړه هیوادونه په ازاده توګه له افغانستان سره د لویې کچې اقتصادي اړیکې رامنځته نه کړي. په افغانستان باندې د اسلامي امارت نوی حاکمیت د ټولو هیوادونو په تیره بیا چین او روسیې ته دا فرصت برابر کړ، چې له همدې امله لیدل کیږي چې دواړه هیوادونه له افغانستان سره پراخ اقتصادي تعاملات او لوی اقتصادي پلانونه لري چې په لاندې محورونو کې لیدل کیږي.
- د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، په ځانګړې توګه افغانستان ته د صادراتو زیات تمرکز؛ سره له دې چې پخوا چین افغانستان ته د صادراتو په برخه کې مخکښ و، خو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د زیاتولو لپاره د دغه هېواد هڅې وروسته له هغې زیاتې شوې چې چین اعلان وکړ چې له افغانستان څخه پر وارداتي توکو به ګمرکي تعرفې لرې کړي. یا دا چې چینایان هڅه کوي چې د افغانستان او چین ترمنځ د اورګاډي مستقله کرښه له افغانستان سره د صادراتو او وارداتو اصلي لار وګرځوي. که څه هم د ازموینې په توګه، یو یا دوه ځله له دې لارې لیږد ترسره شوی وي. روسانو هم له افغانستان سره په تېرو درېیو لسیزو کې ډېرې اقتصادي اړیکې درلودې، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او په دغه هېواد کې د امریکا د حضور له امله د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان له اقتصادي بازاره بې برخې شول. روسان د هغو ظرفیتونو له مخې چې دوی يې لري، په ځانګړې توګه د نفتي توکو او خوراکي توکو لکه غنمو او نفتو او حتی د صنعتي ماشینونو د صادراتو په برخه کې چې په افغانستان کې په پراخه کچه منل شوي، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او له افغانستان سره د تبادلې په برخه کې یې خپل لاسونه پورته کړي دي. همدا و چې د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي د سفر یو مهم محور له افغانستان سره د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په اړه خبرې اترې وې. له دې ټولو سره سره روسانو د افغانستان د حالاتو او په ځانګړې توګه د شمال – جنوب د ترانزیت په برخه کې د پام وړ رول درک کړی دی. روسان په دې پوه شوي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په همکارۍ، د افغانستان له لارې له دوو هېوادونو پاکستان او هند سره د خپلې ځمکنۍ سوداګرۍ لپاره کار اخلي. له همدې امله مسکو د ټرانس-افغان په پروژه کې د ګډون لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
- په کانونو کې پانګونه؛ یو بل اهميت چې افغانستان يې د ټولو هیوادونو لپاره لري د څو ټریلیون ډالرو په ارزښت د هیواد سرچینې دي. اسلامي امارت چې په دې برخه کې یې د پانګونې دروازې د ټولو پانګوالو پر مخ پرانیستې دي، په دې ټولو کې یوازې د روسانو شتون کم لیدل کیږي، په داسې حال کې چې روسیه د کانونو په برخه کې د علم، ټیکنالوژي او پوهې له پلوه د پام وړ رول لوبولی شي. روسان دې نتیجې ته رسیدلي چې که دوی ځنډ وکړي، نو د دوی خالي ځایونه به د نورو لخوا ډک شي او دوی به د لوی اقتصادي ګټو څخه بې برخې شي، نو په دې بازار کې د خپلې ونډې د ترلاسه کولو لپاره د پلاوي په لېږلو سره ډېره ګټه پورته کړې ده. بې له شکه په دې برخه کې چينايان زيات بريالي شوي دي، ځکه چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په وروستيو دريو کلونو کې چين په افغانستان کې د ستر پانګوال په توګه په دې وتوانېد چې په دې برخه کې ډېره ونډه ترلاسه کړي. په افغانستان کې اوس مهال د چینایي شرکتونو ټوله پانګونه څه باندې پنځه سوه ملیون ډالرو ته رسېدلې او شاوخوا سل چینایي شرکتونه په افغانستان کې د پانګونې لپاره د افغانستان په کانونو وزارت کې ثبت شوي دي.[5]
په افغانستان کې د چین او روسیې د ګټو شریک ټکي
په افغانستان کې د چین او روسیې د اهدافو او ګټو په څیړلو سره څرګنده شوه چې په افغانستان کې د دغو دوو هیوادونو ګډې ګټې په لاندې ډول دي:
- په افغانستان کې د یو متحد حکومت ملاتړ؛ د چین او روسیې ګډې ګټې له افغانستان سره د دوی د نږدېوالي له امله په افغانستان کې د یوه متحد او پیاوړي مرکزي حکومت په شتون کې نغښتې دي. هغه څه چې دغه دواړه هیوادونه له اسلامي امارت سره همکارۍ ته هڅوي، هغه انګیرنه ده چې دواړه هیوادونه د اسلامي امارت شتون د خپل ځان او په سیمه کې د خپلو ملګرو د ګټو لپاره د یو متحد، قوي او مرکزي حکومت په توګه ګڼي. البته لکه څنګه چې په سیاسي او امنیتي موخو کې پرې خبرې وشوې، روسیه او چین به په افغانستان کې د داسې یو خپلواک او مرکزي حکومت ملاتړ وکړي چې د لویدیځو قدرتونو څخه اغېزمن نه وي. په دې برخه کې د اسلامي امارت تګلاره په بهرني سیاست کې بې طرفي ده. یو بې طرفه افغانستان د سیمې هېوادونو په تېره بیا روسیې او چین ته تر بل هر څه ډېر ګټور تمامېدای شي.
- له تخريبي ډلو سره په جګړه کې د اسلامي امارت ملاتړ؛ دا یقیني ده چې په افغانستان کې د ډلو شتون د روسیې او چین دواړو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي، ځکه افغانستان د هغو ترهګرو ډلو د خیز د تختې په توګه ګڼل کیږي چې پر روسیې او چین بریدونه کوي. له بلې خوا اسلامي امارت په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې د داعش پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په افغانستان کې یې دغه ډله تقریباً له منځه وړې ده. په حقیقت کې د تروریستي ډلو په اړه د ټولو دریو خواوو یعنې چین، روسیې او اسلامي امارت تر منځ مشترک تعریف شتون لري. دغه ګډ فصل د دې لامل شوی چې دواړه هېوادونه روسیه او چین د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي مبارزې د ستاینې ترڅنګ له اسلامي امارت سره خپل ګډ ملاتړ څرګند کړي.
- په افغانستان کې د لویدیځوالو په ځانګړې توګه د امریکا د بیا راڅرګندیدو سره مخالفت؛ بل مشترک ټکی چې روسیه او چین یې په افغانستان کې لري په افغانستان کې د لویدیځوالو په ځانګړې توګه د امریکا د حضور مخنیوی دی. که څه هم چین او روسیه تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې له افغانستان سره د لویدیځ د مرستو ځای ډک کړي، خو دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د اقتصادي همکاریو په زیاتولو او په افغانستان کې په پانګونې سره دغه هیواد د لویدیځو سرچینو له تکیه څخه خلاص کړي.
- د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، په ځانګړې توګه د کورنیو سیاستونو په ډګر کې؛ روسیې او چین دواړو په تېرو دریو کلونو کې وښودله چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته زړه نه ښه کوي. که څه هم دواړه هېوادونه وخت په وخت په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو خبرې کوي، خو د دواړو هېوادونو اصلي او عملي تګلارې د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه او په دغه هېواد کې د یوې ډلې یا ډلو ملاتړ نه کول دي. په بل عبارت، روسیه او چین د افغانستان له موجوده حکومت سره په ښکاره او شفاف تعامل کې خپله اصلي پالیسي مشخصه کړې او تر یوه حده یې په افغانستان کې د روانو تمایلاتو ملاتړ کړی.
په افغانستان کې د روسیی او چین د ګټو د اختلاف ټکي
دا سمه ده چې روسیه او چین په افغانستان کې د خپلو ګټو د شریکولو په برخه کې د هماهنګۍ سربیره دواړه هیوادونه په نورو مسایلو کې هم د سیالۍ ډګر ته راکش کړي. په سیاسي او امنیتي برخو کې اوس مهال داسې مسایل شتون نه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف یا سیالۍ لامل شي. هغه څه چې ښايي په افغانستان کې د چين او روسيې لپاره د سیالۍ سبب شي، اقتصادي ګټې دي. احتمال دی چې روسیه او چین په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې پر سر په سیالۍ کې ښکېل شي. البته دا احتمال هغه وخت روښانه کیدای شي چې چینایان په دې برخه کې په افغانستان کې د روسانو د حضور د مخنیوي هڅه وکړي، خو ښايي چينايان لېواله وي چې د افغانستان د کانونو په استخراج کې انحصار ولري، خو دا احتمال هم کمزوری دی چې دوی به په افغانستان کې د روسيې د حضور مخه ونيسي. له بلې خوا اسلامي امارت د خپلو خلاصو اقتصادي سیاستونو له امله کولای شي په دې برخه کې په افغانستان کې د چین او روسیې ترمنځ د سیالۍ مخه ونیسي. بله مسله د ترانزیت مسله ده، که څه هم افغانستان د چین په لوی کمربند او یوې لارې پروژه کې مناسب ځای نه لري، خو چینایان هڅه کوي چې د دې پروژې په شمالي او جنوبي لارو کې افغانستان هم شریک کړي، چې په دې برخه کې د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ درې اړخیزې خبرې شوي دي. همدارنګه د واخان دهلیز پروژه هم د بحث وړ موضوع ده چې د یوې پروژې په توګه په راتلونکې کې د کمربند پروژې د یوې برخې په توګه د یوې مهمې لارې په توګه ګڼل کیدی شي، چینایان غواړي د افغانستان له لارې له ایران سره وتړل شي. چې په دې برخه کې، پروژې لا دمخه ډیزاین شوي، او د 5 ملتونو پروژه د مثال په توګه یادولی شو. که څه هم د چین دغه ټرانزیټي اقتصادي موخې له روسیې سره هیڅ تړاو نه لري، خو کولای شي په دې برخه کې د روسیې رول کم کړي. د بېلګې په توګه، دا مسله هغه وخت یوه ستونزه رامنځته کولای شي چې روسان فکر وکړي چې په افغانستان کې شاته غورځول شوی دی. له همدې امله روسانو د ترانس – افغان په پروژه کې د ګډون لپاره خپله کلکه هیله څرګنده کړه. روسان هم غواړي چې د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل شي او د خپلو تولیداتو لپاره په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو په برخه کې نوي بازارونه پیدا کړي. په ظاهرا توګه په دې برخه کې د چین او روسیې موخې یو له بل سره په ټکر کې دي، خو که د لویدیځ د منفي تبلیغاتو موضوع ته پام ونه کړو، نو د چین او روسیې تر منځ دومره جنجال نه دی.
پایله
په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د امریکا شتون او په دغه هیواد کې له هغې سره د ایتلافي حکومت جوړېدل په افغانستان کې د چین او روسیې د قوي حضور پر وړاندې جدي خنډونه وو. له افغانستان څخه د امریکا وتل او په دغه هیواد کې د اسلامي امارت بیا رامنځته کیدل آسیايي قدرتونو په ځانګړې توګه روسیې او چین ته په افغانستان کې د خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي حضور د پراخولو ښه فرصت برابر کړ. له همدې امله لیدل کېږي چې په تېرو درېیو کلونو کې دغو دواړو هېوادونو خپل لوړ پوړي سیاسي، پوځي او اقتصادي چارواکي او پلاوي افغانستان ته د اړیکو د ټینګښت او اقتصادي ګټو د خوندي کولو په موخه استولي، چې وروستی کابل ته د چین ځانګړي استازی سفر و او د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روسیی د امنیت شورا د منشي کابل ته سفر و. دغه سفرونه او نور ټول هغه سفرونه چې د دغو دواړو هېوادونو چارواکو افغانستان ته کړي، د سیاسي، امنیتي او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو په موخه ترسره شوي دي. روسیې او چین دواړو له اسلامي امارت سره د خپلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو د پراخولو ترڅنګ، د اسلامي امارت د نږدې کېدو لپاره نور هڅوونکي اقدامات هم کړي دي. د بېلګې په توګه چين د اسلامي امارت رسمي سفير منلی او روسيې له منع شويو ډلو څخه د اسلامي امارت د ويستلو دنده حتمي کړې ده. په ټوليزه توګه ويلاى شو چې چين او روسيه له اسلامي امارت سره خپلې اړيکې په ډېره لوړه کچه مخ ته وړي، ؟ سره له دې چې روسیه او چین دواړه په افغانستان کې خپل لومړیتوبونه تعقیبوي، خو دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د یو بل تر منځ د شخړو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړی او اختلاف له منځه یوسي. لکه څنګه چې په دې بحث کې ویل شوي، په افغانستان کې د دغو دوو سترو قدرتونو د همکارۍ او یو ځای کېدو ډګرونه د دوی د ټکر له ډګرونو څخه ډېر دي.
وړاندیزونه
د پورته موندنو له مخې چې پورته یی یادونه وشوه، لاندې وړاندیزونه کیږي:
۱- اسلامي امارت ته لازمه ده چې د خپل سیاسي موقف د ټینګښت لپاره دغه دوو سترو قدرتونو چین او روسیې ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛
۲- اسلامي امارت ته لازمه ده چې د هېواد د اقتصادی پياوړتيا او ودې په موخه د دوو هېوادونو روس او چين له اقتصادي ظرفيتونو څخه سمه ګټه پورته کړي.
۳- اسلامي امارت باید د دواړو هیوادونو د معقولو امنیتي اندیښنو په حل کولو سره د هغو هیوادونو په اهدافو کې د اقتصادي پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړي؛
۴- که څه هم روسیه او چین غواړي افغانستان په خپل مدار کې شامل کړي، خو د اسلامي امارت لپاره اړینه ده چې له دغه هیوادونو سره په ځانګړې توګه د غربي هیوادونو په وړاندې انډول وساتي.
۵- اسلامي امارت ته لازمه ده چې د هیواد د سترو ګټو د خوندي کولو په موخه د معقولو سیاستونو په خپلولو سره په افغانستان کې د هیوادونو تر منځ د تصادم ډګرونه له منځه یوسي.
سرچینې
[1]. رادیو آزادی. « ولادیمیر پوتین بر ضرورت تقویت روابط روسیه با حکومت طالبان تأکید کرد»، نشر شده ۹ قوس ۱۴۰۲، قابل دسترسی:
https://da.azadiradio.com/a/33220510.html
[2]. رادیو آزادی. « نمایندهٔ ویژهٔ چین: حضور ۲۰ گروه تروریستی در افغانستان امنیت منطقه را تهدید میکند»، نشر شده ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ قابل دسترسی:
https://da.azadiradio.com/a/33207037.html
[3]. دویچهوله. « حمله مرگبار به چینیها در منطقه مرزی تاجیکستان با افغانستان»، تاریخ نشر ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ قابل دسترسی:
[4]. ایرنا. « سفر دبیر شورای امنیت روسیه به کابل؛ تأکید بر تقویت همکاریهای دوجانبه»، تاریخ نشر ۶ قوس ۱۴۰۳ قابل دسترسی
[5]. مرکز مطالعات استراتژیک و منطقوی. «نگاهی به روابط اقتصادی امارت اسلامی افغانستان و چین»، قابل دسترسی: