لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
• له زده کړو څخه د ښځینه زده کوونکو منع کول او د هغو پایلي
• سریزه
• ولې پوهنتونونه د نجونو پر مخ بند شول؟
• داخلي او خارجي پایلې
• داخلي پایلې
• بهرنۍ پایلې
• پایله
• مأخذونه
___________________________________________________________________
سریزه
د روان کال د لیندۍ په ۲۹ مه نېټه د اسلامي امارت د کابینې په تصویب سره د لوړو زده کړو وزارت له خوا پوهنتونونو ته د نجونو د داخلیدو د منعې په اړه یو مکتوب خپور شو چې په ملي او نړیواله کچه يې غبرګونونه راوپاول. د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث ندا محمد ندیم په یوه تلویزیوني مرکه کې د دې کار لاملونه داسې بیان کړل: “د پوهنې په نظام کې ستونزې وې او چارواکو ژمنه کړې وه چې دا ستونزي به حل کوي، خو داسې ونه شول، څنګه چې زموږ نظام اسلامي دی، شرایط هم باید اسلامي وي”. هغه زیاته کړه “موږ د دیني غوښتنو او د مسلمان ملت د نظریاتو له امله اړ شو چې د پوهتنون په کچه د نجونو زده کړې تر دویم امره پورې وځنډوو”. څه موده وړاندې د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست وزیر خالد خنفي د یوې وینا پر مهال علوم په دیني او معاصرو برخو ووېشل او ویلي يي وو چې د عصري علومو زده کړه یو مباح عمل دی. په داسې حال کې چې اکثره پوهان د معاصرو علومو لاسته راوړل په ځانګړې توګه هغه علوم چې ټولنه ورته اړتیا لري او د ټولنې د پرمختګ باعث ګرځي، فرض کفائي ګڼي. د دې مسئلې په تړاو د ځينو اسلامي هیوادونو، لکه: سعودي عربستان، ترکيې او په افغانستان کې دننه او بهر د اسلامي دعوت په ډګر کې ګڼو شخصیتونو، ټولنو، اتحادیو او فعالانو غبرګون ښودلی دی، دوی د اسلامي امارت دغه کړنه د اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف وبلله. موږ کولای شو د الازهر د شیخ دکتور محمد طیب، د اسلامي علماؤ اتحادیې، رابطه عالم اسلامي او د اسلامي نړۍ د ډیرو معتبرو علماوو ویناوو ته اشاره وکړو. تر دې وړاندې اسلامي امارت د خپل حکومت په لومړنیو ورځو کې منځني ښوونځي او لیسې د ښځینه زده کوونکو پر مخ وتړلې او ژمنه یي وکړه چي ډير ژر به د ښوونځيو دروازې د ښځينه زده کوونکو پر مخ پرانیځي. خو له څه باندې یو کال وروسته هم د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه کومه پریکړه نه ده شوې. دا خبر په داسې حال کي خپریږي چې د هیواد د زده کوونکو شاوخوا دوه سوه زره یې نجونې دي. ددې ترڅنګ د اسلامي امارت تر راتګ وروسته په هېواد کې شاوخوا ۴۰سلنه خصوصي پوهنتونونه د مالي ستونزو له امله د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي، په دې لیکنه کې به د اسلامي امارت په سیوري کي د لوړو زده کړو د څرنګوالي، د اسلام له نظره د ښځو د تعلیم د مشروعیت لاملونه، ولې پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ تړل شوي؟ او د هغو پر پایلو بحث کوو.
لوړې زده کړې د اسلامي امارت په سیوري کې
که څه هم د اسلامي امارت ډيری غړيو په دیني مدرسو کي سبقونه لوستي دي، او زیاتره یې لوستلو او لیکلو ته لاسرسی لري. په هر صورت، د حکومت له پیل راهیسې، په عصري بڼه کې د زده کړې په اړه د دوی باور په ځانګړې توګه د نجونو تعلیم له ناڅرګند دریځ سره مخامخ دی. څرنګه چي په کال ۱۳۷۸ کې د حکومت په لومړیو دریو کلونو کې د ښځينه زده کوونکو سلنه ۷ سلنې ته راټيټه شوې او په مخکېنۍ پنځه کلنه دوره کې هم له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه وه. که څه هم دوی منلې ده چې اسلامي امارت د نجونو د تعلیم مخالف نه دی، خو که له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې وي او که اوس، د پوهنتونو دروازې په عملي ډول د نجونو پر مخ تړل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چي د جمهوري ریاست له سقوط او د امارت په راتګ سره، د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر نژدې ۵۰ سلنه کم شوی دی. د ۱۴۰۱ هـ ل کال د کانکور په آزموینه کې د ګډون کوونکو شمېر شاوخوا ۱۰۶ زره تنه وو، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ هـ ل کال د کانکور په آزموینه کې د ګډون کوونکو شمېر نژدې ۱۸۰ زره تنه وو چې ۸۰ زره یې نجونې وې. د وروستیو شمېرو له مخې، په ۴۰ دولتي او ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر ۵۰۰ زرو ته رسیده، چې نژدې ۲۰۰ زره یې ښځينه محصلنې دي. د دې پر بنسټ که ښځینه محصلینې له پوهنتونونو و ایستل شي، د محصلینو په شمېر کې به ۴۰ سلنه نور هم کموالی راشي. له بلې خوا د ښځينه محصلینو د بندیز د فرمان په صادریدو سره نه یوازې په بېلا بېلو کچو(لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) برخو کې زده کوونکي بې برخلیکه دي، بلکې ددې محرومیت په اساس د هیواد په بېلابېلو پوهتنونو کې لسګونه نارینه محصلینو او استاذانو اعتصاب کړی او استعفاوې یې ورکړې دي او پوهنتونونو ته يي له تګ څخه ډډه کړې ده. دغه کړنه هغه ادعا هم توجیه کوي چې د احصایې له مخې ۲۰۰ استادانو خپلې دندې پریښې او داسې ښکاري چې د نجونو د زده کړو په اړه دا ډول چلند به په هیواد کې د نوي یمې لسیزې په څیر د تعلیم وضعیت بیرته شاته بوځي.
د اسلام له نظره د ښځو د زده کړو د مشروعیت دلایل
په بشري ټولنو کې ښځې د یوې زیان منونکې ډلې په توګه تل د دولتونو لخوا د زور زیاتیو قرباني شوې دي. لکه څنګه چې مخکې د فرانسې حکومت په ۲۰۰۴ کال کې داسې قوانین وضع کړل چې د حجاب په اغوستلو نجونې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کوي او اوس د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ځينو ښځينه محصلینو لخوا حجاب ته د نه پاملرنې له امله پوهنتون ته د نجونو د ورتګ د منع کولو دلیل وړاندې کوي، خو اسلامي امارت تر اوسه پورې د اسلام له نطره د ښځو د تعلیم د منع کولو لپاره کوم معقول دلیل نه دی وړاندې کړی، خو د اسلامي امارت د ځينو چارواکو د څرګندونو له مخې له شرعي نصوصو څخه د دوی د درک او تفسیر څرنګوالی د ښځینه محصلینو له زده کړو څخه د مخنیوي لوی عامل دی. لکه څنګه چي د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر د خپلو ویناوو په ترڅ کې علوم په دیني او عصري برخو ووېشل او حکم یې وکړ چې د عصري علومو زده کړه یو مباح عمل دی. د حنفي فقهې د معتبر کتاب (رد المختار) پر بنسټ هغه علوم او فنون چې په ژوند کې ورته اړتیا لیدل کیږي، د کفایت په اندازه فرض بلل شوي دي او د فقهاوو اکثریت هم معاصر علوم د ټولنې د ضروت او د پرمختګ لپاره په فرض کفایي باندې متفق دي. دا سمه ده چي زموږ ټولنه د عصري علومو ترلاسه کولو ته سخته اړتیا لري. پر دې سربیره د اسلام مبارک دین ښځې ته د ژوند په بیلابیلو برخو کي لکه عبادات، راکړه ورکړه، امر په معروف او نهی عن المنکر، د وظيفې او مسؤولیت ټاکلو کې د برابري او د مال په تصرف کې مساوي خطاب کوي. همدارنګه یې د فرد، کورنۍ او ټولنې د اصلاح او د ټولنیزو او کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې زده کړو او تربیت ته هڅولي او د علم په لټه او تر لاسه کولو کې د نارینه او ښځینه وو تر منځ هیڅ توپیر نه دی کړی. الله سبحانه وتعالی په خپلو لومړنیو آیتونو کې انسان ته د (اقراء) په کلمه خطاب کړی دی او تل یې انسانان دې ته هڅولي دي چې زده کړه وکړي، لوستل او لیکل وکړي او علم ترلاسه کړي. عالمانو ته یي له یوې خوا نسبت هغو خلکو ته چي علم ونه لري لوړوالی ورکړی او له بلې خوا یې علم د ځان د پيژندلو لپاره بشریت ته ورپيژندلو، له بلې خوا يې په مبارک ایات کي (إِنَّمَا يَخْشَى اللهَ مِنْ عَبَادِ الْعَلَمَاُ) په ځانګړي ډول د علماوو لپاره د بندګۍ لوړو درجو ته د رسیدو لپاره بیان کړي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې د علم زده کړه یې پر مسلمانو نارینه وو او ښځو فرض کړې، علماء یې هم د پیغمبرانو وارثان ګڼلي دي. رسول اللهص کله د عالمانو فضیلت د نورو ستورو په نسبت د لمر له فضیلت سره او کله یې د نورو خلکو په نسبت د هغه له فضیلت سره پرتله کړی دی. الله جل جلاله بشارت ورکوي چې پرښتې او د اسمانونو او د ځمکې خلک، حتی مرغۍ په ځاله کې او د بحر په ژورو کې ماهیان پر هغو کسانو سلام اچوي چې علم لري او خلکو ته ښه درس ورکوي. په دې ټولو مواردو کې ښځه د نارینه وو ترڅنګ ده او هیڅ استثنا یې نه ده یاده شوې.
که څه هم په دې ورځو کې یو تعداد د یو حدیث په استناد غواړي چي د نجونو د تعلیم منع په ثبوت ورسوي، ګویا چې په دې حدیث کې د نجونو د تعلیم او تعلم منع راغلې ده. په دې جعلې حدیث باندې دلیل راوړي: ” لاتنزلوهن الغرف ولاتعلمونهن الکتابه وعلموهن المغزل وسورةالنور” ترجمه: ښخې مو د کور په پورته ځایو کې کښینوئ او هغوئ ته لیکل مه ورزده کوئ، لیکن هغوی ته رسۍ ګنډل او سورت نور ورزده کړئ”. ولې ددي حدیث په صحت کې هیڅ معتمد سند نه لري. ډیری محدثین له هغې ډلې ابن عدی، ابن جوزی، ابن حجر، محمدبن طاهر المقدسی، ابن العدیم، علامه شیخ عسافی و… ددې حدیث تړاو له رسول الله ص سره رد کړی دی. دا حدیث ځینې نورو موضوعي بللی او ضعیف سند لرې او یا هم د نورو راویانو په څېر تړاو یې له رسول الله ص سره درست نه ګڼي، او دا حدیث د جعلي حدیثو له ډلې شمېري.
څرنګه چي د نبي ص سنت په دې موضوع باندې تاکید کوي. شفاء عدي د عدي قبیلې یوه نجلۍ له لیکلو سره بلده وه او هغې نجونو ته د جاهلیت په دور کې لیکل ور زده کول او حضرت حفصه رض الله عنها له رسول الله ص سره له واده مخکې لیکل یې له همدې نجلۍ څخه زده کول، کله چې یې واده وکړ، له شفاء یې وغوښتل چې د لیکلو زده کړې ته ادامه ورکړي، ترڅو خط یې صحیح او ښکلی شي او هغې همداسې وکړل.
په حقیقت کې هغو کسانو ته چې له رسول الله ص څخه یې د حدیثو روایت کولو د لیکلو او ویلو تعلیم هغوی ته ضروري وو. ښځو هم په دې کار کې ګډون کړی وو. همدارنګه ډیر روایتونه موجود دي چي مسلمانو ښځو د تاریخ په اوږدو کې دین او دیني تحقیقاتو ته ډیر اهتمام کړی دی، په ځانګړې توګه په روایت د حدیثو شریفو کې، ابن حجر په خپل کتاب “تمییز الصحابه” کې د پنځو محدثو یادونه کړې ده، او د هغوی په اړه یې ویلي دي. ” أنهن ثقات عالمات” هغوی عالمې او معتمدې دي.
د ښځو کړنې یواځې په دینې زده کړو او د حدیثو په روایاتو باندې نه خلاصه کیږي، بلکې دوی په شعر، ادب، خط، طب او نرسري ته هم لاسرسی درلود. حضرت عایشې نه یواځې چي د احادیثو په روایت او دیني علم کې لوړه درجه درلوده، بلکې په ادب او د عربو په انساب، طب او شعر ته هم لاسرسی درلود. څنګه چي هشام بن عروه له خپل پلار څخه نقل کوي: ما په طب، فقه او شعر کې د عایشې رض څخه داناتر نه دي لیدلي، کله چې سوال وشو، علم له کومه شو؟ جواب ورکړل شو. “کله به چي نبي کریم ص ناجوړه کیدۀ، د هغه مبارک د تداوۍ لپاره به عرب او عجم ډاکټران لیږل کیدل او له هغوی څخه یې زده کړه وکړه”.
په حقیقت کې د ادب تاریخ له داسې مسلمانو ښځو څخه ډک دی چې په شعر او ادب کې یې لوړه درجه درلوده او امام سیوطي په خپله مخطوطه “نزهة الجلساء فی أشعار النساء” کې د ۳۷ مسلمانو شاعرو ښځو نومونه ذکر کړي دي او همدارنګه امام الآصفهانی په کتاب “الاغانی” کې د ښځو یادونه کړې ده چي په سیاست کې یي هم برخه درلوده او هم د خپلو نظر وړو حزبونو څخه یې حمایت کړی دی، په ځانګړې توګه د حضرت علی کرم الله وجهه او حضرت معاویه رضی الله عنه د اختلاف پر وخت.
پورته موضوعاتو ته په پام څرګندېږي چې د اسلام په ښوونه کې داسې کوم شرعی نص موجود نه دی چې ښځي له تحصیل او ښوونې څخه منع کړي او هم اسلامي تاریخ داسې څه نه لري چي ښځې دې له تعلیم څخه منع شوې وي. اسلامي فقهاو داسې څه په صحیح سند سره نه دي ذکر کړي چي د هغو په اساس ښځې له تعلیم څخه منع کړی شوې وي. بلکې اسلام ښځو ته اجازه ورکړې ده چي له متنوع تعلیم څخه، ګټور ادبیات او مختلف فرهنګونه تر لاسه کړي. د مسلمانې ښځې د کرامت او وقار ساتنه یو له فرایضو څخه دي، چې نه یواځې د زده کړو پر وخت، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې باید محفوظ او مصؤن اوسي.
ولې پوهنتونونه د نجونو پر مخ بند شول؟
که څه هم څو ځله د اسلامي امارت رسنیزو اعلامیو خلکو ته اطمینان ورکړی چې د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه لري او هم د لوړو زده کړو وزیر د داخلي او خارجي غبرګونونو ته په کتو ددې وضاحت چې ولې یي د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړي وویل “په تحصیلي نظام کې متکراتو شتون درلود او مسؤلینو یې د حل کولو ژمنه کړې وه، ولې حل نه شول، څنګه چي زموږ نظام اسلامي دی باید شرایط هم اسلامي وي” او همدارنګه یي په ولایتونو کې د ښځینه لیلیو فعالیت د افغاني او اسلامي غیرت خلاف وباله، د ښځینه محصلینو له خوا د پوره حجاب نه مراعت کول او په هغو برخو کې د هغوی شتون چي د ښځو لپاره سازګار نه دي او د هغوی د عزت او وقار لپاره مساعد نه دي، د دې حکم د تنفیذ لپاره اصلي دلایل وښودل.
دا خبرې په داسې حال کې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر له خوا کيږي، چې نه یواځې د اسلامي امارت په راتګ سره د نجونو ټولګي له هلکانو څخه جلا شول، بلکې د هغوی درسي وختونو هم سره تفاوت درلود. په یو شمېر پوهنتونو کې نجونې د سحر له خوا او هلکان له ماسپښین وروسته خپلو درسونو ته حاضریدل او په ځینو نورو کې یې درسي ورځو هم فرق درلود. بعضې خصوصي پوهنتونونه، لکه: مورا د تأسیس راهیسې د نجونو لپاره ځانګړی وو. نور پوهنتونونه، لکه: سلام پوهنتون، دعوت پوهنتون او داسې نور… د ښځینه محصلینو لپاره بېل تعمیر او بیل ټولګي درلودل، چې د هلکانو او نجونو ترمنځ هیڅ اختلاط شتون نه درلود.
له بلې خوا د اسلامي ثقافت مضمون په اونۍ کې له یو ساعت څخه څلورو درسي ساعتونو ته لوړ شو او نجونې په اسلامي لباس ملبسې وي، ولې ډېر لږ شمېر ښځینه محصلینو د ناپوهۍ او سهل انګارۍ په دلیل پوره حجاب نه مراعت کولو. همدارنګه د ښځینه محصلینو لپاره له پخوا جلا لیلیه په نظر کې نیول شوې وه، چې هیڅ اختلاط یې له هلکانو سره موجود نه وو. نه یواځې دا چې په ښوونیزو مرکزونو کې هیڅ اختلاط شتون نه درلود، حتی ښوونکي یې هم تر ډیره حده ښځینه ښوونکې وې.
که نصاب د نجونو د تعلیم د بندولو څخه یوه ستونزه وګڼل شي، ګمان نه کیږي چې د نصاب ستونزه دې دغه حد ته ورسیږی چې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازي وتړل شي، له بلې خوا د نصاب د ستونزو د لرې کولو او په نصاب کې د ضرورتونو ځای پر ځای کول، یوې اوږد مهالې پروسې او ځانګړو امکانانو ته ضرورت لري، چې په څو محدودو میاشتو کې ددغې ستونزې له منځه وړل ناشونې ښکاري. دویم دا چې د لوړو زده وزارت د نصاب ریاست ته په اوایلو کې ددې هدف لپاره وظیفه وسپارله او تر اوسه هم دا پروسه دوام لري او درېیم دا چې اوسنی ښوونیز او تحصیلي نصاب داسې نه دی ترتیب شوی چي ممکن شاګردان او محصلین د اسلام له چوکاټ څخه بهر کاندي، که چیرې دا نصاب د اسلامي زاویې له نقطه نظره په نسبي ډول د نورو اسلامي هیوادونو له نصاب سره پرتله شي، د نظر وړ لوړوالی او فوقییت لري. د ښوونځیو او پوهنتونو اوسنی تعلیمي نصاب هم د نورو برخو غوندې بیا کتنې ته اړتیا لري او دا یوه طبیعې پروسه ګڼل کیږی. چې هیڅکله هم د تعلیمي او تحصیلي پروسو د تعویق او تعطیل غوښتنه نه کوي.
داخلي او خارجي پایلې
لوړوالی او د انسان(نر او ښځه) کرامت د اسلام لومړنۍ، بنسټیزه او ارزښت لرونکې ښوونه ګڼل کیږي، چې هیڅ کله هم د هغوی تر منځ اختلاف نه مني. نر او ښځه دواړه د الهی او د اسلام لومړني پیغام(اقرآ) مخاطب ګرځول شوي دي. معرفت او د علم او پوهنې زده کړه په دواړ فرض ده. اسلامی تمدني تاریخ د دې ګواه دی، چې مخکې یې خلاصه وړاندې شوه.
د ښځې له تعلیم او پوهې څخه محرومول، که څه هم د یو څه لږ وخت لپاره وي، د ژوند کاروان ممکن تر ډیره وخته پورې پر شا بوځي او انسانی ټولنه ممکن له تمدني پړاو څخه وروسته پاتې کړي. دا دریځ چې د هیواد ټول کارپوهان او نور اسلامي هیوادونه او نړۍ یې په تعجب کې اچولې ده، له شک پرته به ډیرې ناوړه پایلې په داخلي او خارجي برخو کې له ځان سره ولري، چې یو څو ته یې لنډه اشاره کوو:
داخلي پایلې
– دا دریځ چې په ډیرو رسنیو کې ښکته پورته شو، دا ښکاره کوي چې د امارت په مختلفو برخو کي د دې موضوع په اړه د رای اتفاق شتون نه لري او د بې اعتمادۍ فضا یې را منځ ته کړې ده، چې دا به د اسلامي امارت لپاره ستونزمته وي.
– دا دریځ چې د خلکو له عمومي نظریاتو سره په ټکر کې دی او ټول يې حیران کړي دي. د ملت او امارت تر منځ یې د بې باورۍ فضا زیاته کړې او د خلکو تر منځ به د ناهیلۍ دایره نوره هم پراخه کړي.
– دا دریځ د مهاجرت لړۍ نوره هم توندوي، ډیری خلک به ممکن له هیواده د بهر وتلو لپاره د قانونی او غیر قانونی لارو د موندلو هڅه وکړي، تر څو د خپلو اولادونو لپاره د تعلیم او تحصیل زمینه مساعده کړي.
– دا دریځ به ددې سبب شي چې د اسلامي امارت نور ګټور او مثبت کارونه په ټولو برخو کې نادیده وګڼل شي او تېر شوی فساد په یو نه یوه بڼه توجیه شي.
– دا دریځ به نه یواځې نجونې له تعلیم څخه لرې وساتي، بلکې د علم او پوهې هغه انګیزه چې په نورو ټولو قشرونو هلکانو، پلرونو، استاذانو او ښوونکو کې چې په یو نه یو شکل په دې پروسه کې ګډون لري، له منځه یوسي.
– دا دریځ ممکن د اوږد مهال لپاره خپل ناوړه ټولنیز تاثیرات له ځان سره ولري. علاوه له جرمونو څخه، د بې سوادۍ او ناپوهۍ، خرافاتو او د ټولنیزو جنایتونو ګراف ممکن پورته ولاړ شي.
– دا دریځ به په تاریخ کې د داسې کړنې په څیر چې په اسلامي تاریخ کې هیڅ سابقه و نه لري او نه هم کومه شرعې او منطقي توجیه ولری ثبت شي او له هره نظره ورته وکتل شی، د بشری ټولنې په ځانګړې توګه د افغانی ټولنې لپاره به هیڅ خیر ونه لري او هر څومره چې دا دریځ وخت نیسی د هغه منفي عکس العملونه به زیاتیږی.
بهرنۍ پایلې
– دغه دریځ ته د هغو اسلامي علماوو او ټولنو له خوا د شک په سترګه کتل کېدل چې د اسلامي امارت په پیل کې یې ډېر خوښي او مثبت چلند ښودلی و او له هغه وروسته یې د اسلامي امارت چارواکو ته د خیریه مشورو سپارښتنې وکړې. بې له شکه چې د دغه دریځ دوام به د بهرني ملاتړ په کمزوري کولو کې ډېر اغېزمن تمام شي، چې دا مجلسونه د نړۍ د اکثریت مسلمانو په ملاتړ له امارت سره دوام لري. د اسلامي نړۍ د عالمانو له اتحاديې سره په کتنه کې پاتې راتلل او د دې مسئلې په اړه د هغوی اعلامیه يوه له دغو مواردو څخه ده.
– دې دریځ له ځان سره د اسلامي هېوادونو غبرګونونه هم لرل او په لومړي سر کې یې د دې دریځ د مخنیوي لپاره اعلامیه خپره کړه او له شک پرته دغه دریځ به له اسلامي امارت سره د دغو اسلامي هیوادونو په ښو اړیکو او ملاتړ منفي اغیز وکړي. په خاص ډول بيا د اسلامي هېوادونو کنفرانس له دې دریځ وروسته په دې اړه خپله غونډه اعلان کړه.
– دا دریځ کولی شي سیاسي انزوا نوره هم زیاته کړي په کوم کې چې امارت موقعیت لري او ممکن امارت په رسمیت پیژندلو پروسه نوره هم وځنډوي.
– دا دریځ به د افغانستان خلکو ته د نړیوالې ټولنې په بشري مرستو اغیزه وکړي، له یوې خوا افغانستان لا هم د اقتصادي ځان بسیاینې په لاره کې نړیوالې ټولنې ته اړتیا لري او له بلې خوا په اوسني وضعیت او د سږني ژمي په سړه هوا کې به خلک له زیاتو ننګونو سره مخ شي.
– دغه دریځ یوه بله دروازه پرانیستله چې په هیڅ صورت به د هیواد د راتلونکي لپاره ګټوره نه وي. له یوې خوا یې د نجونو د زده کړې مخه ونیوله او له بلې خوا غربي بنسټونو او هېوادونو د افغان نجونو د جلبولو لپاره خپلې دروازې پرانېستې، چې بې له شکه دوی ته یې یو ډول فرصت برابر کړ، چې مشهوره وینا ده، «از آب گلآلود ماهی گرفتن».
– دا دریځ به د اسلامي امارت په ډیپلوماسۍ باندې د ښو اړیکو، د نړیوالې ټولنې په ډاډ او د اوسني نظام د رسمیت د پیژندلو لپاره پر ډیپلوماسۍ اغیز وکړي او په دې لاره کې به د ستونزو لامل شي.
پایله
له قرآني ایتونو او نبوي احادیثو څخه اخیستل شوي حقایق، د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي امت د معتبرو علماوو اقوال او د اسلامي نړۍ اوسني واقعیتونه، نه یوازې دا چې د ښځو د تعلیم ممانعت نه کوي، بلکي په مختلفو اظهاراتو سره ښځې یي ډيرو قضیو ته هڅولي دي چي له توپير پرته د نارينه وو ترڅنګ علم او پوهه زده کړي. د پورتنیو بحثونو په رڼا کې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره لاندې وړاندیزونه مطرح کیږي
.۱د اسلامي امت معاصر علماء په ننني عصر کې د ښځو زده کړه یوه جدي فردي، کورنۍ او ټولنیزه اړتیا ګڼي. دا اړتیا د افغاني ټولنې لپاره ډیره اړینه ده او باید په پوهنتونونو کې د علم او پوهې د دروازې په پرانیستلو کې باید باید هیڅ ځنډ ونه شي. ځکه چې دې کار زموږ د ټولنې اوسنۍ ستونزې هم زیاتې کړي او روان وضعیت به لا پسې خراب کړي. د امنیتي وضعیت خرابېدل به ګډوډي، د کډوالۍ د زیاتوالي، د فقر او بې روزګارۍ دایره پراخه کړي او په هېواد کې به د جهالت دایره لا نوره هم پراخه کړي.
.۲ اوسنی وضعیت د افغاني ټولنې د اکثریت له هیلو سره په ټکر کې دی او ملت له اوسني نظام څخه د خوندي چاپېریال او د زده کړو د وسایلو د برابرولو لپاره خپل غږ پورته کړي او اسلامي امارت ته په کار ده چې په دې برخه کې د شرعي احکامو په رڼا کې مناسب چاپیریال او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
.۳ د هېواد علماوو او پوهانو او د اسلامي هېوادونو علماء هم په دې اړه خپل وړانديزونه وړاندې کړي او ګڼې حل لارې يې وړاندې کړې هم دي، چې اسلامي امارت بايد د علماوو له مشورو څخه په استفادې سره د خلاصون بهير ګړندۍ کړي او د بیا پیلیدو پروسه ګړندی کړي، او هم د اوسني وضعیت د خرابیدو لامل نه شي.
.۴اسلامي امارت باید تل له نورو هیوادونو او نړیوالې ټولنې سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په خاطر تدبیرونه ونیسي او د پیاوړتیا لپاره یې هڅې وکړي، دا چلندونه چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکې کمزورې کوي باید د فردي ذوق او عقایدو له دائرې څخه لرې شي او د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې پریکړې وشي، د معتبرو پوهانو نظرونه، فقهي لومړیتوبونه او د مشورې اصول باید د اوسنیو ستونزو او ننګونو د حل لپاره ترسره شي، نه دا چې داسې دریځ غوره کړي چې اوسنیو ستونزو ته وده ورکړي.
. ۵په اوسني حالت کې چې هیواد په سیاسي انزوا کې دی او افغاني ټولنه له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده؛ زغم او اسانتیا باید د کار او پالیسي جوړولو په مختلفو ابعادو کې وکارول شي، تصمیمونه او دریځونه باید په ډیر دقت سره واخیستل شي ترڅو اوسنیو ستونزو ته وده ور نه کړي.
-۶ د ښځو لپاره د تعلیم د حق تر څنګ د کار زمینې هم د اسلامي شریعت په رڼا کې تشریح شي، تر څو د ټولنې یوه لویه برخه چې په دولتي، خصوصي او نړیوالو ادارو کې په دندو ګمارل شوي په یو خوندي چاپیریال کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
. ۷په ښاري چاپېریال کې د ډېرو کورنیو اقتصادي وضعیت په داسې ډول جوړ شوی چې د کورنۍ غړي (نارینه او ښځې) د اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې همکاري کوي، د کار ځای څخه د ښځو ایستل به د ډیرو ستونزو لامل شي. په دې اساس او د اسلامي شريعت او په دې برخه کې د ښځو شتون ته په کتو د کاري تګلارې رامنځته کولو ته جدي اړتيا ده، نه دا چې نامناسب شرايط د ښځو د کار مخه ونيسي.
. ۸اسلامي امارت دې له هېواد څخه د بې باورۍ، بې اعتمادۍ او د تېښتې د فضا د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه د اسلامي احکامو، د هېواد د علماوو د نظریاتو او د ټولنې د عاجلو اړتیاوو په رڼا کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نېټه اعلان کړي او په دې برخه کي د شته ستونزو لکه ښوونې او روزنې ته اړتیا، مناسبه فضا، د تدریسي نصاب تنظیمول او داسې بدلونونو ته عاجل د پای ټکي کیږدي.
مأخذونه:
۱. { سوره فاطر، الآیه: ۲۸}
۲٫ عبدالباقی، مصباح الله (۱۴۰۱ش)، د ښځو تعلیم د شریعت په رڼا کې، انتشارات حامد رسالت، کابل، ص ۱۴۳-۱۶۶.
۳٫ العسافي، محمد بن احمد (د ت )، الإصابة في استحباب تعليم النساء الكتابة، تقديم: معالي الشيخ الدكتورعلي بن مرشد المرشد، ص ۱۲.
۴٫ محمد الغزالی وآخرون، المرأة في الإسلام، مطبعة اخبار اليوم، القاهرة ۱۹۹۱م ص ۵۹٫
۵٫ زینب محمد فرید، تعليم المرأة العربيه في التراث وفي المجتمعات العربية المعاصرة، الانجلو المصرية، قاهرة، ص ۸-۲۷٫
i. تلویزن ملی، ویدئوکلیپ، لینك:
https://www.google.com/search?q=%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%DB%8C+%D9%86%D8%AF%DB%8C%D9%85+%D8%AA%D9%84%D9%88%DB%8C%D8%B2%D9%88%D9%86+%D9%85%D9%84%DB%8C
ii. الجزيرة. ” أفغانيات يتحدثن للجزيرة.. احتجاجات مكبوتة على قرار طالبان إغلاق الجامعات أمام الفتيات ” كابل، ۲۰۲۲/۱۲/۲۲ . لينك:
https://www.aljazeera.net/politics/2022/12/22/%D8%A3%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7%D8%AA%D9%8A%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D8%AB%D9%86-%D9%84%D9%84%D8%AC%D8%B2%D9%8A%D8%B1%D8%A9-%D8%A7%D8%AD%D8%AA%D8%AC%D8%A7%D8%AC%D8%A7%D8%AA
iii. CSRS، ” قضیه تعلیم دختران؛ چالش بزرگ برای امارت اسلامی ” كابل، ۱۴۰۱/۷/۱۷، لينك:
iv. اديو آزادي، ” نتایج امتحان کانکور اعلان شد؛ در میان ده برندهٔ نمرات عالی٬ هیچ دختری وجود ندارد” ، ۲۵ جدي ۱۴۰۱، لينك:
https://da.azadiradio.com/a/32116909.html
v. الجزيرة. ” أفغانيات يتحدثن للجزيرة.. احتجاجات مكبوتة على قرار طالبان إغلاق الجامعات أمام الفتيات ” كابل، ۲۰۲۲/۱۲/۲۲ . لينك:
https://www.aljazeera.net/politics/2022/12/22/%D8%A3%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7%D8%AA%D9%8A%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D8%AB%D9%86-%D9%84%D9%84%D8%AC%D8%B2%D9%8A%D8%B1%D8%A9-%D8%A7%D8%AD%D8%AA%D8%AC%D8%A7%D8%AC%D8%A7%D8%AA
vi. الجزيرة، ” حظر التعليم الجامعي على الأفغانيات.. قلق أممي وتنديد أميركي وقطر تدعو لمراجعة القرار” ، ۲۰۲۲/۱۲/ ۲۱، لينك:
https://www.aljazeera.net/news/2022/12/21/%D8%AD%D8%B8%D8%B1-%D8%A7%D9%84%D8%AA%D8%B9%D9%84%D9%8A%D9%85-%D8%A7%D9%84%D8%AC%D8%A7%D9%85%D8%B9%D9%8A-%D
vii. BBC PERSIAN، “اجرای قانون منع حجاب در فرانسه آغاز شد”، ۰۲ سپتمبر ۲۰۰۴، لینک:
https://www.bbc.com/persian/news/story/2004/09/040902_mf_headscarves