له بشارالاسد وروسته سوریه؛ راتلونکې سناریوګانې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • له بشارالاسد وروسته سوریه؛ راتلونکې سناریوګانې
  • د سوریې د کړکیچ د پیل لاملونه
  • داخلي ښکیل ځواکونه
  • بهرني ښکیل ځواکونه
  • د اسد سقوط او ممکنه سناریوګانې
  • پایله
  • سرچینی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د سوریې هېواد چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د ویجاړونکې جګړې په اور کې سوځېده، شاوخوا لس ورځې کیږي چې له دغه جګړې راووت. په دې ډول د احمد الشرع په نوم چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی په مشرۍ د تحرير الشام ايتلاف د سوريې له شمال لوېديځو سيمو څخه د ادلب په ولايت کې خپل بريدونه پيل کړل او د يوې اونۍ په دننه کې يې د سوريې پلازمېنه دمشق ونيوه او له واکه تښتېدلی ولسمشر بشار الاسد څخه یې د هېواد واک په لاس کې واخېست. د سوریې په څېر هېواد کې چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د پراخې جګړې په اور کې سوځېده، دومره ستر پرمختګ که څه هم یوه ډېره د خوښۍ وړ پېښه بلل کېږي، خو د هغه هېواد، د راتلونکي لپاره هم یوه مهمه پوښتنه راپورته کیږي. دا چې د سوریې راتلونکی به څه کیږي؟ ځکه چې د هېواد دننه او بهر ډېر ځواکونه او قوتونه ښکېل وو. له همدې امله، په دې مقاله کې به هغه احتمالي سناریوګانې وڅیړل شي چې د سوریې لپاره د نوي پرمختګ څخه وروسته تصور کیږي. البته له دې مخکې، غوره ده چې د سوریې د کړکیچ د پیل، عوامل او په سوریه کې د شته قوتونو په اړه بحث وشي.

د سوریې د کړکیچ د پیل لاملونه

د یویشتمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې له پیل راهیسې په عربي هېوادونو کې د اعتراضونو څپې پیل شوې، چې د عرب پسرلي په نوم یادېدې. دغه لاريونونه چې ټول یې ولسي اړخ لاره، ظاهراً په تونس هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ په اعتراض کې د يوه کس لخوا د ځان په سوځولو سره پيل شول. دې څپې د ځینو عربو هیوادونو رژیمونه او د هغوي څو کاله استبدادي واکمنان یو په بل پسې ړنګ کړل. البته دې څپې عربي هېوادونه په دوه ډوله اغېزمن کړل. لومړۍ بڼه چې د واکمنانو د لا تسلط لامل شو، په مصر او تونس کې په ښه توګه مدیریت شوه او له تاوتریخوالي پرته د حکومت په سطحه کې د بنسټیزو بدلونونو سره پای ته ورسېده. خو په ځینو نورو عربو هیوادونو کې دغه څپې د حکومتونو د مقاومت او په نتیجه کې د بغاوت او کورنۍ جګړې او بهرنۍ مداخلې د پیلیدو لامل شوې. په ليبيا کې تر ټولو بد حالت رامنځته شو، چې د معمر القذافي د حکومت د نسکورېدو لامل شو او دغه هېواد د يوې نامشروع کورنۍ جګړې په لور وخوځېد. په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ مرکزي حکومت په واک کې پاتې شو، خو په دغه هېواد کې څو ډلو د حکومت پر ضد وسله پورته کړه او حتی د بهرنیو مداخلو لامل شول. په دې هېواد کې په لومړی سر کې لاریونونه سوله ییز وو، خو د حکومت د کلک غبرګون له وجې دغه لاریونونه د وسله وال حوځښت لامل شول چې په ترڅ کې یې د حکومت او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شو.

داخلي ښکیل ځواکونه

لکه څنګه چې وويل شول په لومړي سر کې په سوريه کې لاريونونه په مدني او سوله ييز ډول ترسره شول، خو د حکومت سخت غبرګون، د بېلګې په توګه د دغه هېواد په جنوب کې د درعا په ښار کې د لاريون کوونکو وژل د حکومت ضد وسلوالو ډلو د رامنځته کېدو لامل شول. وسله والې ډلې لومړۍ ډله چې د سوریې د ادلب، حمص او رقه ښارونو په ګډون د سوریې یوه لویه جغرافيايي سیمه یې له دولتي حاکمیت څخه ایستلې وه، د القاعدې یوه څانګه وه چې د جبهة النصره په نامه مشهوره وه چې مشري یې احمد الشرع چې په محمد الجولاني پېژندل کیده کوله، خو ډېره موده نه وه تېره شوې چې د (عراق او شام اسلامي دولت-داعش) تر عنوان لاندې بله ډله چې د سیمې په تاریخ کې بې سارې وه، ډېر ژر په دې وتوانیده چې د جبهة النصره ټولې نیول شوې سیمې او د سوریی نوې سیمې چې شاوخوا ۴۰ سلنه کېده ونیوله او د سوريې په شمال کې يې د رقه ښار د يو حکومت په توګه اعلان وکړ او نه يوازې په دمشق او عراق کې بلکې په ټولو اسلامي هېوادونو او نړۍ کې يې د اسلامي خلافت د ټينګېدو غوښتنه وکړه. د داعش د اعلان شویو اهدافو او غیر دودیز چلند له امله، ټوله نړیواله ټولنه د دې ډلې پر ضد راوپارېده او د عراق او سوریې په دوو هېوادونو کې د ټولو ښکېلو خواوو د ایتلاف له خوا پر دغه ډلې بریدونه وشول او تر ۲۰۱۷ م کال پورې په عراق او سورېې کې په پراګنده ډول موجوده وه او نور ټوله جغرافیه یې له لاسه ورکړه. د داعش په له منځه وړلو سره د خپلې خاورې یوه لویه برخه د سوریې حکومت ته بیرته ورکړل شوه. د رقه ښار په ګډون شمالي برخې د امریکا په ملاتړ د (سوریې دیموکراتیکو ځواکونو) کرد ځواکونو ته ورکړل شوې. په همدې حال کې جبهه النصره په ۲۰۱۷ز. کال کې له القاعدې څخه د «تحریر الشام» په نوم جلا شوه او په ادلب ولایت کې یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او بیا یې له څو نورو ډلو سره په ملګرتیا د « هیئت تحریر شام » لقب خپل کړ. د هیئت تحریر شام او کرد ځواکونو سربیره، چې نږدې ټولې کردمېشته سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري، د سوریې په شمال کې د (ازادې سوریې پوځ) تر نامه لاندې نور ځواکونه هم شتون لري او تر ډېره د سوریې او ترکیې په پوله کې د ترکیې تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.

بهرني ښکیل ځواکونه

سوريه د نړۍ له مهمو سيمو څخه ده چې تقريباً د اسيا، اروپا او افريقا درې لويې وچې سره نښلوي او په ورته وخت کې دغه هېواد د اسرائيلي رژيم سره ګډه پوله او د روسیې سره متحد دی، له ایران سره هم ګډ مصلحتونه لري. په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې پيل، د لوېديځو قدرتونو لپاره لاسته راوړنه وه تر څو جګړې ته د داخلېدو بهانه ورته پېداشي. د لویدیځو، عربو او ترکیې هېوادونو د ائتلاف په شمول یو شمیر هیوادونه د بشارالاسد د رژیم پرضد وو او د هغه د ړنګېدلو غوښتونکي وو. البته، هر یو د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو ګډ هدف سره سره خپل شخصي اهداف تعقیبول. د بېلګې په توګه امریکایانو په ښکاره د ډیموکراټیکې جبهې او کردانو ملاتړ کاوه، او ترکیه له هغو ډلو سره وه، چې غوښتل یې یوه واحده او د ترکیې د مصلحتونو پر بنسټ سوریه جوړه کړي. په همدې حال کې عربي هیوادونه لکه سعودي عربستان چې له ډیرې مودې راهیسې د بشار الاسد له بعثي رژیم سره ستونزې لري، د سني سلفي ډلو په ملاتړ ډګر ته ننوتلی دی. له بلې خوا ایرانیانو او روسانو د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کاوه. روسان د بشار الاسد له رژیم سره پاتې شول ځکه چې سوریه د شوروي له دورې راهیسې د دې هیواد دودیز متحد دی او یوازینی هیواد دی چې روسیه پکې دایمي نظامي اډې لري او ایران د شیعه ګانو د یوې وړې ډلې (علویانو) د واکمنۍ له امله د حلال شیعه د یوې مهمې برخې په توګه د بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کاوه. البته، د ایران لپاره د دې مسلې ترڅنګ، سوریه یوازینۍ ممکنه ځمکنۍ لار ده چې لبنان ته لاسرسی ومومي او په هغه هېواد کې د حزب الله ملاتړ وکړي. لکه څنګه چې وویل شول، په سوریه کې د بهرنیو قدرتونو د لوړې کچې جګړې او د هغوی ترمنځ د ګټو د ټکر شتون د سوریې کړکیچ څو اړخیزه او پراخ کړ چې اول او اخیر یی نه تصور کیږي.

د اسد سقوط او ممکنه سناریوګانې

د بشارالاسد حکومت چې د روسیې او ایران د پرېکنده مرستې له امله یې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د داخلي ډلو د سختو څپو په وړاندې مقاومت وکړ، بالاخره د یوې اونۍ په موده کې د هیئت تحریر شام له خوا ړنګ شو. په اوس وخت کې په سوریه کې د شته روان حالات له یوې خوا او دا چې  په سوریه کې اوس مهال څو ډلې عملا فعالې دي له بلې خوا، چې ځینې یې مستقیم او غیر مستقیم بهرنی ملاتړ لری او همدارنګه امریکا په عملا کې په سوریه کې پوځي اډې لري، او لا تر اوسه روښانه نه ده چې روسیه به له دې هېواده وځي او که نه، او په راتلونکي کې به ایران څه ډول چلند غوره کوي؟ د دې هېواد راتلونکی به څه وي؟ په دې برخه کې، د سوريې لپاره څو ممکنه سناریوګانې تصور کېدی شي، چې هر یو یې لاندې تشریح شوي.

د یو ټولشموله مرکزي حکومت جوړول

یو تصور چې د سوریې د راتلونکي په اړه وړاندې کیدی شي دا دی چې په دې هیواد کې به د ټولو داخلي ګوندونو د منلو وړ مرکزي حکومت جوړ شي. که څه هم هیئت تحریر شام له القاعدې سره د تړاو تاریخچه لري او د ډیري هیوادونو لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي، دې ډلې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو او د دمشق له نیولو وروسته داسې کړنلارې او چلند ترسره کړی چې دا په ډاګه کوي چې د سوریې لپاره یو مناسب راتلونکی په تمه دی. لومړۍ قضیه چې په سوریه کې داخلي افکارو او د نورو هیوادونو په افکارو باندې سخت تاثیر لري د سوریې د ادارې د مشر احمد الشرع په کړنو او خبرو کې بدلون دی. په لومړي ګام کې احمد الشرع د ابو محمد الجولاني مستعار نوم پرېښود او خپل اصلي نوم او نښه یې وکاروله. همدارنګه د بېلابېلو جامو په اغوستلو سره یې وښوده چې له جګړې څخه یو مدني او سیاسي حالت ته تللی دی. البته لکه څنګه چې د تېرو څو کلونو په څیر د هیئت تحریر شام وتوانید چې په ادلب ولایت کې د “ژغورنې حکومت” تر سرلیک لاندې د ښې حکومتدارۍ نمونه وړاندې کړي، د دمشق له نیولو وروسته یې د پخواني صدراعظم په ساتلو سره تر موقت حکومت جوړولو پورې د ګډوډۍ مخه ونیوله. موقت حکومت د محمد البشیر په مشرۍ جوړ شو چې د ادلب ولایت د نجات دولت مشر هم و او د هغه تر څنګ یې په کابینه کې ګڼ شمېر لوستي شخصیتونه غوره کړي دي. هغه ځواکمن شخصیتونه چې د موقت حکومت په جوړښت کې شتون لري د دې ښودنه کوي چې د مهمو کدرونو په اداره کولو سره د سوریې د بیارغونې ټینګ هوډ شتون لري. بله خبره چې دوی به سورېې په بل افغانستان بدلوی ناسمه خبره ښيي، هغه په ​​خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د افغانستان او سوریې په ټولنه کې ډېر توپیرونه شته. ځکه د ده په اند افغانستان يوه قبيلوي ټولنه ده،[1] په داسې حال کې چې په سوريه کې ذهنيت توپير لري او د سوريې خلک د ښځو پر تعليم باور لري. په همدې خاطر عایشه الدبس په دې وروستیو کې په نوې کابینه کې د ښځو د چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه.[2] دا انتخاب ښیي چې د احمد الشرع ټیم د خپلې ټولنې په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې د ښځو د شتون په اړه د اسلامي امارت په پرتله بل فکر لري. د داسې داخلي تګلارې سره چې د شرعي قوانینو د پلي کولو په برخه کې د یو ټول شموله او سوله يیز حکومت رامنځته کولو پر بنسټ ولاړ وي، چې د نږدې ټولو داخلی قوتونو حتی د مذهبي او قومي ګټو ته زمینه برابروي. د بهرني سیاست په برخه کې که د هیئت تحریر شام د مشر له چلند او وینا څخه معلومیږي چې د هغه په ​​مشرۍ حکومت هڅه کوي چې له سیمه ییزو شخړو او سیالیو څخه پاکه سوریه جوړه کړي. حتی د اسراییلو په اړه د هغه چلند، چې د سوریې د راتلونکي په اړه به خورا مهم او اغیزناک بحث وي، هغه اعلان وکړ چې سوریه به په راتلونکي کې له اسراییلو یا بل کوم هیواد سره دښمني او جګړه ونه غواړي.[3]

سوله يیزو درېځونه، له تاوتریخوالي څخه پاک او د یوه اغیزمن حکومت د رامنځته کولو لپاره هوډ او د سوریې د بیارغونې پلان او همدارنګه د سوریې د موقت حکومت له خوا د ګاونډیو او نورو هېوادونو په وړاندې د اختلاف څخه پاکه بهرنۍ پالیسي غوره کول او په دمشق کې د واکمنې ادارې د مشر احمد الشرع له دریځونو او مرکو څخه دا معلوميږي، نور هېوادونه هم باید مناسب غبرګونونه وښایي. امریکا په یوه سمدستي اقدام کې د احمد الشرع پر سر د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام لرې کړی دی او د سوریې له واکمنې ادارې سره یې د اړیکو چینلونه پرانیستي دي.[4] همدا راز یو شمېر اروپايي او عربي هېوادونو په دمشق کې خپل سفارتونه بېرته پرانیستل.[5] دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم په دې وروستیو کې دمشق ته تللی و او له احمد الشرع سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.[6] په ټولیزه توګه ویلای شو چې د اوسنیو کړنو له مخې د سوریې لپاره یوه ښه راتلونکی په تمه دی او د دمشق د نویو واکمنانو سیاسي تکتیک کولای شي دغه هېواد له اوسني وضعیت څخه د یوه مناسب لوري په لور بوځي.

د داسې خوشبینانه انګیرنې او د هغې د پلي کولو سره سره، چې د هیئت تحریر شام تر ټولو مهمه تګلاره او پالیسي په داخلي او بهرنیو دواړو برخو کې ده،  مګر د متضاد داخلي ځواکونو شتون او په سیمه ییزو، نړیوالو او نورو سطحو کې د بهرنیو قدرتونو توقعات، شته پوتنشل، د سوریې د راتلونکې په اړه د بدبینه سناریوګانو تصور هم کیږي، چې هر یو ته یې اشاره کوو.

د هیئت تحریر شام د ځواکونو ترمنځ اختلاف

لومړۍ قضیه چې د داخلي شخړې احتمال زیاتوي د هیئت تحریر شام ځواکونو ترمنځ اختلاف دی. هیئت تحریر شام د څو ډلو ایتلاف دی لکه جیش الاحرار، جبهه فتح الشام، جبهه انصارالدین، جیش السنة، لواءلاحق او نورالدین زنګي غورځنګ چې یو وخت د یوه ګډ هدف پر ضد جنګیدل. سربېره پر دې چې د دوی د اهدافو د پوره کېدو په صورت کې د دوی د اتحاد د دوام احتمال هم شته، خو د واک د وېش او یا د هېواد د ادارې د څرنګوالي پر سر د دوی ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدل هم نه ردېږي. له بلې خوا، دوه نور ځواکونه چې د هیئت تحریر شام په مرسته د بشار الاسد له منګولو څخه د سوریې د آزادولو په عملیاتو کې برخه واخېسته، یو یې د ترکیې په ملاتړ د “سوریې ملي اردو” تر عنوان لاندې، چې د دغه هېواد په شمال کې ډېرې سيمې لري او بله يې د ” اتاق عملیات جنوب ” تر عنوان لاندې ده. دا معلومه نه ده چې دغه دوه ځواکونه به د دمشق له نوي حکومت سره څه ډول اړیکه ولري. ایا دوی به خپلواک پاتې شي یا به د هیئت تحریر شام په مشرۍ د سوریې په نوي حکومت کې مدغم شي.

له کردانو سره د مرکزي حکومت اختلاف

دویمه مسله د کردانو قضیه ده. کردان چې د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د څو کلونو راهیسې خپلواک دي، د هغوي سره د هیئت تحریر شام پخلاینه ده، چې دا یوه شک لاندې مسله ده. ځکه چې له یوې خوا دا دواړه په تېرو وختونو کې د یو بل پر ضد وو او معلومه نه ده چې په کوم میکانیزم او په کومو مسایلو به جوړجاړی وکړي. او له بلې خوا، ترکیه چې په ملاتړ یې هیئت تحریر شام د بشارالاسد رژیم نسکورولو لپاره چټک عملیات ترسره کړل د معادلې په بل لورې کې قرار لري. ترکیه به هیڅ کله هم د سوریې راتلونکي حکومت ته اجازه ورنکړي چې کردانو ته د یوه خپلواک فدرالي واحد ترحده واک ورکړي، په دې حالت کې مرکزي حکومت باید د زور په کارولو سره کردان تر خپل واک لاندې راولي، چې دا نه یوازې امریکایان به یې په وړاندې ودریږي بلکې په دغه هېواد کې د نوې جګړې د پیل دلیل دی. البته په دې برخه کې باید د ترکیې او امریکا ترمنځ معامله له پامه ونه غورځول شي. یو احتمال دا هم دی که چېری دا دواړه هېوادونه وغواړي د معاملو له لارې قضیه مدیریت کړي. دا پدې مانا ده چې امریکا نه غواړي د کردانو لپاره د امتیازاتو په بدل کې چې دوی یې ملاتړ کوي د دمشق له حکومت سره په شخړه کې ښکیل شي. یا دا چې ترکیه د کردانو په کلکه ملاتړ کولو سره له خپلو غوښتنو څخه لاس په سر شي ترڅو د ایران د بیا نفوذ مخه ونیسي.

د روسیې او ایران بیاځلې مداخله

د سوریې په نوې مسله کې ورکه شوې اړیکه د روسیې نه فعالېدل دی. هغه څه چې یقیني دي دا دي چې د بشارالاسد حکومت په تېرو پنځلسو کلونو کې چې د اپوزیسیون له سترو څپو سره وجنګېد، د روسیې او ایران ملاتړ ورسره وو. دا چې ولې روسانو اجازه ورکړه چې د بشارالاسد حکومت نسکور شي، یوه ناڅرګنده پوښتنه ده. پداسې حال کې چې روسانو کولای شوای په اسانۍ سره د دمشق پر لور د مخالفو ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي، خو هیڅ یې ونه کړل او حتی که په دې وروستیو کې د بشار الاسد په اړه چې مسکو ته وتښتېد، یو مطلب خپور شو، چې غوښتل یې مقاومت وکړي، خو روسیې اجازه ورنه کړه. دا چې ولې روسیې د بشار الاسد د حکومت له ملاتړ څخه انکار وکړ، دا یوه مرموزه مسله ده چې دا مهال هیڅ معقول څه نه شو ویلی. په هرصورت، دا احتمال چې روسیه به وغواړي یو ځل بیا سوریې ته ننوځي په سوریه کې د داعش بیا فعالېدو پورې اړه لري. البته ښايي روسان غواړي د داعش سره د مبارزې په پلمه چې لا هم په سوريه کې شتون لري د دمشق د واکمنانو سره په همغږۍ کې په سوريه کې خپل پوځي شتون وساتي. د روسیې تر څنګ یو بل هېواد چې سوریې ته یی د بیا راستنېدو احتمال زیات دی ایران دی. ایران د سوریې د لوبې اصلي بایلونکی دی. د بشارالاسد په تېښتې سره ایران په منځني ختیځ کې خپل ستر متحد له لاسه ورکړ. دې احتمال ته په پام سره چې که د دمشق نوي واکمنان وغواړي له ایران سره په دوښنمنۍ مخ ته ولاړ شي، ایران به په سوریه کې خپلې نیابتي ډلې پیاوړې کړي او د عراق له لارې به په سوریه کې مداخله کوي. البته ایران په سوریه کې د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کولو لپاره کافي وسایل نه لري، البته په سوریه کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کولو لپاره د عراق لاره د ایران مناسبه ده. د ویلو ده چې د ایران غبرګون به په سوریه کې د دمشق د واکمنانو د عمل د ډول سره سم وي.

د داعش او القاعدې بیا راڅرګندېدل

بله مسله په سوریه کې د داعش بیا فعالېدل دي. داعش چې د پخوانۍ جبهة النصره او اوسني تحریر الشام یو له اصلي دښمنانو څخه دی، په دمشق کې د نوي حکومت د پوځي کمزورتیا له امله به د بیا فعالیت فرصت ومومي او دوباره به فعالیت شروع کړي. دا سناریو هغه وخت پیاوړې کیدی شي چې د سوریې په سیاست کې ښکیل قدرتونه دې ته اجازه ورنکړي چې هیئت تحریر شام په سوریه کې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ کړي. همدارنګه له بلې خوا القاعده هم په دې لټه کې ده چې د هیئت تحریر شام څخه د غچ اخېستلو په پار سوریه کې خپل عملیات لا زیات کړي. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د داعش او القاعدې بیرته راستنیدل په سوریه کې د پوځي مداخلې لپاره ښه بهانه کیدی شي. دا احتمال چې لوېدیځ قدرتونه په تېره بیا امریکا به له دې عذره کار واخلی، ناشونې نه ښکاري.

پایله

که بشارالاسد له سیاسي تکتیک او درایت څخه کار اخیستی وای او په ورته وخت کې یې د عربي پسرلي د اعتراض کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی وای، نو د کورنۍ جګړه له امله به نیم میلیون وژنې او میلیونونو خلکو بې کوره کېدل نه رامنځ کېدل. اسد د خپلو خلکو د مشروع غوښتنو په وړاندې مقاومت او پر بهرنیو منابعو په تکیه سره هېواد د تباهۍ کندې ته ورساوه او بالاخره په بې شرمۍ سره له هېواده وتښتېد. اوس چې په سوریه کې د ښکیلو ځواکونو یوه برخه په دې وتوانیدله چې د سوریې له خلکو څخه د بشارالاسد د رژیم شر کم کړي، دغه هېواد یوې نوې دورې ته داخل شوی دی. د هغو سناریوګانو له مخې چې مخ ته ذکر شول، د سوریې راتلونکی به له ننګونو پرته نه وي. که څه هم دا ممکنه ده چې ننګونې او خنډونه له منځه یوړل شي او په ټولو بدمرغیو سناریوګانو بریالی شي، دا کار د دمشق د نويو واکمنانو په تکتیک او درایت پورې اړه لري. که څه هم د احمد الشرع په مشرۍ د دمشق د نویو واکمنانو کار تر دې دمه روښانه دی او د دوی د بیانونو او دریځونو له محتوا څخه معلومیږی چې دوي په کورنیو او بهرنیو ډګرونو کې داسې سیاستونه تعقیبوي چې ښه لید وړاندې کوي. د سوریې وضعیت او په دغه هېواد کې د مختلفو متضادو ډلو شتون او تر ټولو مهم د سیمې د هیوادونو او د نړۍ د قدرتونو اهدافو او ګټو ته په پام سره، د بدبینه او ناوړه سناریوګانو د تحقق امکان ناشونی نه دی. په هر صورت دا حقیقت چې د بشارالاسد ظالم او فاسد رژیم نسکور شو د سوریې د خلکو لپاره د خوښۍ وړ پېښه ده، خو د سوریې د ازادۍ او د اسلامي نظام د رامنځ ته کېدو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره کافي تدبیر ته اړتیا ده. په سوریه کې نه یوازې د سوریې خلکو ته د خوښۍ راوستل، بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم نمونه شي. بې له شکه چې تر اوسه د دمشق نویو واکمنانو چې مشري یې احمد الشرع کوی، ښه ځلېدلی دی چې ویی کولای شول د سوریې د خلکو او نړیوالې ټولنې رضایت او حمایت لاس ته راوړي چې دوام به یې ممکن د خوشبینۍ او ښې سناریو د سوریې د راتلونکي لپاره د نورو سناریوګانو په پرتله ډیر محتمل کیدای شي.

سرچینی

[1]. حاکم جدید سوریه می‌گوید کشورش شبیه افغانستان نخواهد شد. تاریخ نشر ۳۰/۹/۱۴۰۳

https://da.azadiradio.com/a/33246781.html

[2]. یک زن در کابینه الجولانی عهده‌دار مسئولیت شد. تاریخ نشر ۲/۱۰/۱۴۰۳

https://vista.ir/n/ilna-q9ika

[3] . الجولانی:‌ به دنبال جنگ با اسرائیل یا هیچ کشور دیگری نیستیم. تاریخ نشر ۲۶/۹/۱۴۰۳

https://www.isna.ir/news/1403092619384/%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D8%A8%D9%87-%D8%AF%D9%86%D8%A8%D8%A7%D9%84-%D8%AC%D9%86%DA%AF-%D8%A8%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%DB%8C%D9%84-%DB%8C%D8%A7-%D9%87%DB%8C%DA%86-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%D8%AF%DB%8C%DA%AF%D8%B1%DB%8C-%D9%86%DB%8C%D8%B3%D8%AA%DB%8C%D9%85

[4]. از سر گیری نمایندگی‌های دیپلوماتیک خارجی در دمشق. تاریخ نشر ۲۲/۹/۱۴۰۳

http://irdiplomacy.ir/fa/news/2029930/%D8%A7%D8%B2%D8%B3%D8%B1%DA%AF%DB%8C%D8%B1%DB%8C-%D9%81%D8%B9%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%AA-%D9%86%D9%85%D8%A7%DB%8C%D9%86%D8%AF%DA%AF%DB%8C-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%AF%DB%8C%D9%BE%D9%84%D9%85%D8%A7%D8%AA%DB%8C%DA%A9-%D8%AE%D8%A7%D8%B1%D8%AC%DB%8C-%D8%AF%D8%B1-%D8%AF%D9%85%D8%B4%D9%82

[5]. از سر گیری نمایندگی‌های دیپلوماتیک خارجی در دمشق. تاریخ نشر ۲۲/۹/۱۴۰۳

http://irdiplomacy.ir/fa/news/2029930/%D8%A7%D8%B2%D8%B3%D8%B1%DA%AF%DB%8C%D8%B1%DB%8C-%D9%81%D8%B9%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%AA-%D9%86%D9%85%D8%A7%DB%8C%D9%86%D8%AF%DA%AF%DB%8C-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%AF%DB%8C%D9%BE%D9%84%D9%85%D8%A7%D8%AA%DB%8C%DA%A9-%D8%AE%D8%A7%D8%B1%D8%AC%DB%8C-%D8%AF%D8%B1-%D8%AF%D9%85%D8%B4%D9%82

[6] . دیدار وزیر خارجه ترکیه با جولانی در دمشق. تاریخ نشر ۲/۱۰/۱۴۰۳

ـ https://www.bakhtarnews.af/dr/%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1-%D8%A7%D9%85%D9%88%D8%B1-%D8%AE%D8%A7%D8%B1%D8%AC%D9%87-%D8%AA%D8%B1%DA%A9%DB%8C%D9%87-%D8%A8%D8%A7-%D8%B1%DB%8C%DB%8C%D8%B3-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA-%D8%AC%D8%AF%DB%8C%D8%AF

له بشارالاسد وروسته سوریه؛ راتلونکې سناریوګانې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top