لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د منځني ختیځ په ورستیو بدلونونو کې د ترکيې ونډه او موخې يې
- په منځني ختيځ کې د ترکيې د نفوذ هڅې
- په منځني ختیځ کې د ترکیې رول
- په منځني ختيځ کې د ترکیې موخې
- په سيمه کې ترکيې ته پرتې ننګونې
- پایله
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
دا چې اوسنۍ ترکیه د عثماني خلافت وارثه ده او عثماني خلافت ډیر ستر تاریخ درلود، چې د نړۍ په دریو لویو وچو (اسیا، اروپا او افریقا) يې حکومت کړی دی، خو د لومړۍ نړیوالې جګړې په دوران کې عثماني امپراتوري د جرمنی په ملګرتیا په جنګ کې دخیله شوه، چې د جرمني د ماتې نه وروسته متحدینو هیوادونو د ترکیې ډیرې ځمکې لاندې کړې او بالاخره په ۱۹۲۴ز. کال د مارچ په درېیمه نېټه عثماني خلافت رسماً له منځه لاړ او په پایله کې اوسنۍ جمهوري ترکیه رامنځته شوه [1]، د اوسنۍ ترکیه بنسټ مصطفی کمال اتاترک کیښود، چی د دې تغیر نه وروسته ترکیه په یوه سیکولر ترکیه بدله شوه، اسلامي قوانین پکې ختم شول، په عربي ژبه بندیز ولګید، د ترکيې ژبې رسم الخط د عربي ژبې څخه لاتیني ته تغیر شو، په حجاب پابندي ولګیده، د ترکیې ولس د خپل تاریخ سره اړیکه ختمه شوه، خپل لباس او کلتور يې بدل کړ او ستر ارمان يې دا ؤ چی څرنګه د اروپايې ټولنې برخه شي، د ۱۹۳۸ز کال پورې د یو ګوند او یو شخص (اتاترک) حکومت ؤ، چې د دې نه وروسته د اتاترک د جمهوریت ګوند (Republican Party) څخه څه خلک جدا شول او د دیموکرات ګوند (Democrat Party) يې رامنځته کړ، چې په ۱۹۵۰ز. کال کې د دیموکرات ګوند انتخابات وګټل او عدنان مندریس واک ته ورسید، هغه یو څه مثبت تغیرات راوړل، آذان يې بیرته د ترکي ژبې څخه عربي ژبې ته واړولو، عربي او دیني کتابونو ته رجوع زیاته شوه او دیني مدارس یې د امام خطیب ښوونځيو په شکل کي پرانېستل، چې د دې تغیراتو څخه وروسته د ترکیې سیکولر پوځ د عدنان مندریس تغیرات د ترکیې د سیکولر نظام لپاره خطر وګڼل او پر هغې يې کودتاه وکړه او هغه يې په ۱۹۶۰ز. کال کې اعدام کړ او د هغې نه وروسته د پوځي کودتاګانو سلسله شروع شوه، د عدنان مندریس نه علاوه د ترکیه په معاصر تاریخ کې دوه عمده شخصیتونو د ترکیه د سیکولر افکارو سره خپله مبارزه کړې ده چې یو بدیع الزمان سعید نورسي (۱۸۷۶ز- ۱۹۶۰ز) ؤ او بل استاد نجم الدین اربکان ( ۱۹۲۶ز- ۲۰۱۱ز) ؤ، سعید نورسي په لومړی وختونو کې د اتاترک سره ملګری ؤ، خو کله چی اتاترک د غرب او سیکولریزم لاره ونیوله، نو سعید نورسي د هغې مقابله وکړه او د اتاترک دا کارونه يې چیلنج کړل، هغه د خپلو لیکنو، دیني مدارسو او تصوف (سلسله نقشبندي) له لارې خلکو ته د اسلام مبارک دین پیغام رسولو او خپل ولس يې د دین سره تړلو، د ده څخه علاوه استاد نجم الدین اربکان په خپل وخت کې د اسلام مبارک دین د روحاني او دعوتي فعالیتونو په خپل فکر او انداز سره د تقویه کولو ترڅنګ دین ته په ټولنیز ژوند او سیاست کې د ګډون او شاملولو لپاره زیاتې هڅې وکړې. استاد په ډیرو مشکلو حالاتو کې په پوره حکمت، صبر او استقامت سره د دین د نشر او دعوت لپاره کار وکړ، د دې ترڅنګ هغه ترکیه د غرب د سیاسي، اقتصادي او کلتوري غلامۍ نه د خلاصون او د خود کفاء کولو او د اسلامي نړۍ سره د بیرته نښلولو لپاره ډیري هڅې وکړې، هغه د مخ پر ودې اتو (8) اسلامي هیوادونو یو سازمان هم رامنځته کړ چی د (D8) په نامه هم یاديږي تر څو دغه اسلامي هیوادونه خپل ساینسي، علمي، اقتصادي او سیاسي هڅې سره شریکې کړي او په یو قوت باندې تبدیل شي، استاد اربکان د خپلو سیاسي او اصلاحي هڅو په نتیجه کې په ۱۹۹۶ز. کال کې د ترکیې وزیر اعظم شو، خو غرب د استاد نجم الدین اربکان شخصیت او د هغه لرلید د اسلامي نړۍ د عروج په هکله پيژنده، هماغه ؤ چې د ترکیې د پوځ په واسطه يې پر استاد اربکان باندې فشارونه زیات کړل او هغه يې اړ کړ چې استعفاء ورکړي او په ۱۹۹۷ز. کال د فبرورۍ په ۲۸ يې خپله استعفاء ورکړه چې دې ته نرمه کودتا هم وايې.[2]
د ۲۰۰۲ ز. کال د انتخاباتو نه وروسته د عدالت او پرمختګ ګوند د رجب طیب اردوغان په مشرۍ واک ته راتلل، د ترکیې په اوسني تاریخ کې لوی تغیر ؤ، د هغه د راتګ نه وروسته ترکانو سره د عثماني خلافت په ماډرن شکل رامنځته کولو هیلې راپیدا شوي، هغه په تیرو دوو لسیزو کې د ترکيې او ترکيې ولس لپاره ډیر ستر کارونه ترسره کړل، تر څو ترکیه د نړۍ د لسو سترو اقتصادي، سیاسي او نظامي ځواکونو په قطار کې راشي، هغه په نړۍ کې د ترکیه د سفارتونو شمیر ۱۴۴ ته او د قونسلګریو شمیر ۱۸۳ ته پورته کړو [3]، چی دا زیاتوالی د ترکیې د بهرني سیاست د فعالې تګلارې او په نړیواله کچه د خپلو اړیکو د پراختیا ښکارندويي کوي، هغه د ترکیه اقتصاد په یوه قوي اقتصاد بدل کړ، هغه د ترکیې نظامي قوت ډیر پیاوړی کړ د ده د راتګ نه مخکې ترکیه یوازي ۲۰فیصده په نظامي برخه کی خود کفاء وه، خو نن ورځ ترکیه ۸۰ فیصده په نظامي برخه کی خودکفاء ده او حتی نورې نړۍ ته نظامي وسایل او تجهیزات صادروي بالخصوص بیرقدار ټی بی ټو ډرون الوتکي، بحري بیړۍ او داسې نور او د ۲۰۲۵ز کال د نوی راپور په اساس ترکیه د نړۍ په لسو سترو نظامي قوتونو کې نهم مقام خپل کړی دی.[4]
په منځني ختيځ کې د ترکيې د نفوذ هڅې
په منځني ختیځ کی چی تقریباً ۱۷ هیوادونه (د ایران، ترکیه، قبرص، اسرائيل او مصر په شمول د جزیرة العرب ۱۲ هیوادونه چې عبارت دي له سعودي عربستان، عمان، یمن ، متحده عربي امارت، قطر، بحرین، کویټ ، عراق، سوریه، اردن، فلسطین او لبنان) په کې شامل دي، د ترکیې لپاره یوه مهمه سیمه ده، او ترکیه غواړي چي په دې سیمه کې د یو ستر منطقوي ځواک په حیث یو بارز رول اداء کړي، د دې پخاطر هڅه کوي چي په یاده سیمه کې خپل سیاسي او ستراتیژیک نفوذ لا قوي کړي.
کله چی په ۲۰۱۱ز.کال کې په عربي نړۍ کې د عربي پسرلي په نامه انقلابونه شروع شول، نو ترکیې د مصر، ټونس ، لیبیا، یمن او سوريې د انقلابونو ملاتړ وکړ او دا يې د ملت مشروع حق وګاڼه چی د خپلې خوښې حکومتونه رامنځته کړي، په همدې خاطر يې د مصر د هغه وخت ولسمشر محمد مرسي ملاتړ وکړ او د مصر دا تغیر يې د مصر، ترکیي او سیمي لپاره مهم او ګټور وبللو، په همدې شان د لیبیا د وفاق حکومت نه يې چې د ملل متحد ملاتړ هم لا ځان سره لري، ملاتړ وکړ چې تر اوسه پورې يې سیاسي او فوځي ملاتړ ته دوام ورکړی دی، په همدې ډول يې د سوريې د نظام د مخالفینو قوي او هر اړخیز ملاتړ وکړ، خو په ۲۰۱۳ز. کال کې په مصر کی د مرسي په حکومت د پوځ د مشر عبدالفتاح السیسي لخوا پوځي کودتا دا بهیر د مشکلاتو سره مخامخ کړ، چی د کودتا نه وروسته د مصر، عربي اماراتو او سعودي عربستان اړيکې له ترکیې سره خرابې شوې او په هر ځای کې چې ترکیې حضور درلود، پر وړاندې يې سنګر ونیو، بالخصوص د لیبیا د وفاق د حکومت په مقابل کی د جنرال حفتر ملاتړ وکړ تر څو انقلابیون یو قوي مرکزي حکومت رامنځته نشي کړای، په همدې ډول د ترکیې سره يې مستقیماً د ټکر څخه ځان ساته، خو د ترکيي یو حلیف او ملګری چې د قطر هیواد ؤ او د دې انقلابونو ملاتړ يې کولو باالخصوص د مصر د مرسي د حکومت څخه، نو هماغه ؤ چې مصر، عربي اماراتو، بحرین او سعودي عربستان د ۲۰۱۷ز. کال د جنوری پر ۵مه نېټه په قطر هیواد باندي سیاسي، اقتصادي اوډیپلوماتیکي بندیزونه ولګول [5] ، دې هیوادونو د قطر هیواد د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ چې د قطر هیواد دا تورونه رد کړل، بندیزونو کې د ځمکنۍ، سمندري او هوايي اړیکو بندیدل شامل وو، چې د قطر هیواد يې د جدي اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ کړ، خو په هماغه وخت کې هم د ترکیې په مرسته قطر د دې مشکلاتو باوجود بريالی شو او بالاخره په ۲۰۲۱ز. کال د جنورۍ پر پنځمه د ( العلاء تړون ) پر بنسټ سعودي عربستان او ملګرو يې له قطر سره اړيکې عادي کړې او د قطر محاصره يې پای ته ورسوله او قطر له دغې اقتصادي محاصرې څخه بريالی راووت او په دې کې له قطر سره د ترکيې همکاري په ځانګړي ډول د يادولو وړ ده.
د منځني ختیځ په وروستیو بدلونونو کې ترکیه د یوه مهم او فعال لوبغاړي په توګه راڅرګنده شوې ده چې دلته به د ترکیې په رول او بیا پر موخو او ستونزو لنډ بحث وکړو.
په منځني ختیځ کې د ترکیې رول
په منځني ختيځ کې ترکيې په بېلابېلو برخو کې خپل رول اداء کړی دی چې ځينو برخو ته يې دلته اشاره کوو.
لومړی- د ترکیه رغنده دیپلماسي: ترکیې هڅه کړې چې په منځني ختیځ کې د ستونزو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي. د سوریې، لیبیا، قطر او فلسطین په قضایاوو کې یې فعال رول لوبولی دی.
دوهم- پوځي شتون: ترکیه په منځني ختیځ کې خپل پوځي شتون پراخوي، لکه د قطر، عراق، او سوریې په مختلفو برخو کې د اډو جوړول او د ترهګرۍ ضد ( دکردانونظامي ډلو او داعش په وړاندې) عملیات ترسره کول.
دریم-. اقتصادي نفوذ: ترکیه هڅه کوي چې د انرژۍ په برخه کې یو مهم لوبغاړی شي او د منځني ختیځ له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخه کړي.
څلورم- کلتوري او دیني اغېز: ترکیه د عثماني خلافت په میراث سره هڅه کوي چې په سیمه کې خپل دیني او کلتوري نفوذ بیا راژوندی کړي.
پنځم- د سوریې کړکېچ: ترکیې د سوریې په جګړه کې مستقیم رول لوبولی دی، د بشارالاسد د مخالفینو يې د هماغه لومړی وخت څخه ملاتړ کړی دی او د هغوی سره يې هر ډول مالي، نظامي او لوجستیکي همکارۍ کړي دي او دا په دې موخه چې له یوه طرفه دکردان نظامي ډلي لکه (YPG/PKK) مهار کړي او له بل اړخه د سوريې وګړي چې په ترکيه کې مهاجر دي په خپله خوښه خپل هیواد ته لاړ شي.
په منځني ختيځ کې د ترکیې موخې
په منځني ختيځ کې د ترکيې سياسي، اقتصادي او ټولنيزو کړنو ته په کتو ويلای شو چې په دې سيمه کې ترکيه لاندې موخې تعقيبوي.
لومړی- د سیمه ییز ځواک په توګه راڅرګندېدل: ترکیه غواړي چې په منځني ختیځ کې د یو ځواکمن او اغېزناک هېواد په توګه وپېژندل شي، چې سیاسي، اقتصادي، او نظامي نفوذ ولري.
دوهم- د انرژۍ د انتقال په مرکز بدلیدل: ترکیه هڅه کوي چې د منځني ختیځ د انرژۍ شتمنیو (ګاز او تېل) اروپا ته د انتقال په یو مهم مرکز بدل شي.
دریم- د کردي نظامي ډلو مخنیوی: د ترکیې یو مهم هدف په سیمه کې د کردي بېلتون پالونظامي ډلو د فعالیتونو مخنیوی دی، چې د ترکيې ملي امنیت ته يې ګواښ متوجې کړی دی، کردي نظامي ډلې د سیمې او نړۍ د سترو قدرتونو او اسراییلو لخوا تمویل کیږي، ترڅو ترکیه پرې تهدید کړي او په نهایت کي د ستر کردستان په نامه هیواد رامنځته کړي چې دا موضوع ترکیې ته د منلو وړ نه ده، په همدې موخه ترکیه د کردانو خلاف نظامي عملیات کوي او د سوريې نوي نظام څخه هم غواړي چې یا دې کردي ډلې د سوریې د نظام برخه شي او یا دې بې وسلې شي.
څلورم- اقتصاد ته وده ورکول: ترکیه غواړي د منځني ختیځ له بازارونو سره اړیکې پراخې کړي او د سیمه ییزو همکاریو له لارې خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
پنځم –. د اسلامي نړۍ مشري: د فلسطین په ملاتړ او د اسلامي همغږۍ د ټینګښت له لارې او هم د عثماني خلافت کلتوري او سیاسي نفوذ د بیا راژوندي کولو له لارې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ترکیې د موجوده نظام موخه او کوشش دا دی چې د اسلامي نړۍ رهبري او مشري ترلاسه کړي.
په سيمه کې ترکيې ته پرتې ننګونې
لومړی- سیمه ییز سیالان: ایران، سعودي عربستان او مصر د منځني ختیځ په چارو کې د ترکیې سیالان دي، چې دا د نفوذ د لاسته راوړلو پروسه لا سختوي، ایران چې په سیمه کې د شیعه ډلو ملاتړ کوي او د سنیانو په خلاف کړنې ترسره کوي، چې ښه بېلګه يې سوریه ده، سوریه چې مطلق اکثریت يې سني مسلمانان دي، خو د ایران په ملاتړ د بشارالاسد نظام څخه ملاتړ کیده او هغه د خپل واک ساتلو لپاره په سني مسلمانانو باندې د هیڅ قسم ظلم څخه دریغ نه دی کړی، دا اوس چی په سوریه کې نظام تغیر شو، خپله د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه يی وايې چې د سوریې ځوانان به نظام بیا په خپل لاس کې اخلي او د ایران نور مشران وایې چې موږ په ایران کې یو لک او دیرش زره ځوانان روزلي دي چې زموږ د ګټو نه به دفاع وکړي، نو دا د ترکیې پر وړاندې یوه ننګونه ده، همدارنګه په سوریه کې د نظام تغیر د ۲۰۱۱ز. کال د ربیع العربي یا عربي پسرلي یو سلسله ده، چې په مصر کې د اوسني واکمن عبدالفتاح سیسی لخوا پر مرسي کودتا وشوه او په مصر کې يې عربي انقلاب ناکام کړ، نو د مصر اوسني نظام ته به هم په سوريه کې د عربي پسرلي پاڅون کوونکو بريالي کېدل د منلو وړ نه وي او کېدای شي تر ډېر وخت پورې ورسره تعامل ونکړي، بلکې هڅه به کوي چي دا تغیر هم ناکام کړي، وبه ګورو چې راتلونکي وختونو کې ترکیه او د سوریې اوسنی نظام د دی مشکلاتو سره څه ډول تعامل کوي.
دويم- د نړیوالو اړیکو فشارونه: د لویدیځ هېوادونو او امریکامتحده ايالاتو سره د اړیکو کړکېچ، په ځانګړي ډول متحده ايالات نه غواړي چې د کردانو نظامي ډلې چې ترکيه يې د له منځه وړلو هڅې کوي، له منځه لاړې شي، چې له کردانو د متحده ايالاتو او غرب ملاتړ هم د ترکيې پر وړاندې يوه ننګونه ده.
دریم- اقتصادي ننګونې: د غرب د اقتصادي بندیزونو له امله د ترکیې پولې واحد ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي چی دا هم په خپل ذات کي یو ستره ستونزه او ننګونه ده. په وروستیو څو میاشتو کی یی نسبی ثبات ترلاسه کړیده .
څلورم- کورنی سیاست: د کورني سیاست په اړه د ترکیې یوه ستونزه د کرد بیلتون پالو نظامي او ترهګریز عملیات دي چې کله نا کله په ترکیه کې چاودنې کوي او د ترکیه امنیت ته یو ګواښ دی او بل د سوریې د څلور میليونه مهاجرو ستونزه ده، چې د ترکیې د اوسني حکومت مخالفین له دې برخې تل پر اردوغان د فشار په توګه استفاده کوي.
پایله
ترکیه د منځني ختیځ په سیاست کې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره په ډیر جدیت سره هڅې کوي تر څو خپلو اهدافو ته ورسیږي، په همدې خاطر يې دا پيړۍ د ترکیې پيړۍ (قرن ترکیه) په نامه نومولې ده او په هره برخه کې کوشش کوي چې خپل قوت زیات او مستحکم کړي بالخصوص د ساینس او ټیکنالوژۍ، اقتصاد او ديپلوماتیکه برخه کې، په همدې خاطر کله غربي هیوادونو ته نیږدي کیږي او کله د روس او چین په مشرۍ رامنځته شوي ایتلاف (BRICS) سره ځان نیږدي کوي تر څو د سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مبارزه وکړي، د دې لپاره چې ترکیه په خپلو موخو کې بريالۍ شي، باید لاندې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
لومړی- د سوريې له قضیې سره حکیمانه تعامل: دا چې د سوريې د اوسني انقلاب نه مخکې د بشارالاسد نظام د ایران د پراخه ملاتړ څخه برخمن ؤ او د هغوی همکاري د بشارالاسد د ظالم نظام سره چا چې خپل ملت ډیر وټکولو چې په نتیجه کې د سوریې ولس نن ورځ د ایران نه کرکه او نفرت کوي، اوس د سوریې اوسنی نظام د ترکیې په لاس کې دی، نو که ترکیه د سوریې د قضیې سره حکیمانه تعامل وکړي چې د سوریې خلک د ترکیې ملاتړ د ځان او ملي ګټو په خلاف و نه ګڼي، نو په سیمه کې د ترکیې حیثیت او قوت لا زیاتیږي.
دويم- د غربي هیوادونو بالخصوص د امریکامتحده ايالاتو سره د ترکیې با تدبیره تعامل: دا چې امریکامتحده ايالات په منځني ختیځ کې د پراخه نفوذ څخه برخمنه ده، نو که ترکیه د غربي هیوادونو بالخصوص د امریکامتحده ايالاتو سره ښه تعامل ولري او خپل هیواد او سوریه د متحده ايالاتو د ټکر نه وساتي، نو دا به هم د ترکیې د حیثیت او قوت د زیاتیدو سبب شي.
دریم- د عربي مطرحو هیوادونو سره د ترکیې اړیکي: مصر، سعودي عربستان او متحده عربي امارت په عربي نړۍ کې مطرح او قوي هیوادونه دي، نو که ترکیه د دې هیوادونو سره ښې او مؤثرې اړیکي ولري، نو دا به له یوه طرفه د سوریې د نظام د قوت سبب وګرځي او له بله پلوه به د ترکیې موقف لا غښتلی کړي.
څلورم- د فلسطین قضیې په اړه رغنده رول اداء کول: دا چې ترکیه د اسلامي نړۍ د رهبرۍ هڅه کوي، نو ورته په کار ده چې د اسلامي نړۍ په مهمو قضاياو کې مؤثر رول ولوبوي، چې د اسلامي نړۍ د ټولو نه اهمه موضوع نن ورځ د فلسطین قضیه ده، د اسلامي نړۍ ډیری ځوانان نن ورځ د ترکیې څخه ګیله من دي، چې ولې يې د فلسطین په قضیه کې رغنده او مؤثر رول ترسره نه کړ، سره د دې چې ترکیه په ډیپلوماتیکه برخه کې خپل اواز د غرب او اسرایيلو د ظلم په خلاف اوچت کړی دی، خو نور هم باید په دې برخه کې جدي شي ترڅو د اسلامي نړۍ د رهبری حق اداء کړی شي.
مأخذونه
[1] علی غفوری، سقوط دولت عثمانی، ۱۳۹۵ هـ.ش.، لېنک دسترس:
https://rasekhoon.net/article/show/1172716
[2] پروفیسر خورشید احمد، پروفیسر نجم الدین اربکانؒ، ایک تاریخ ساز شخصیت، ماهنامه ترجمان القران، ۲۰۱۱، د لاسرسي لينک:
https://www.tarjumanulquran.org/articles/may-2011-professor-najmud-deen-irbakan
[3]https://www.embassypages.com/turkey#:~:text=Turkey%20has%20144%20embassies%20abroad%2C%20as%20well%20as,located%20in%20Turk
[4]https://www.globalfirepower.com/country-military-strength-detail.php?country_id=turkey
[5]https://en.wikipedia.org/wiki/Qatar_diplomatic_crisis#Demands_on_Qatar_and_responses