د فارس خلیج د انرژۍ په نظم کې بدلون؛ له اوپیک څخه د متحده عريب اماراتو د وتلو عواملو ته کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دې ګڼه کې لولئ:

  •  د فارس خلیج د انرژۍ په نظم کې بدلون؛ له اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو عواملو ته کتنه
  •  د اوپیک رامنځته کېدل او د نړیوال اقتصاد په نظام کې یې رول
  •  په اوپیک کې د متحده عربي امارات ځای او د نړۍ د تېلو اقتصاد
  •  د اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو لاملونه
  •  د متحده عربي اماراتو وتل او د اوپیک او نړیوال انرژۍ بازار لپاره د هغې پایلې
  •  پایله
  •  سرچیني

 

سریزه

اوپیک له شپږو لسیزو راهیسې د نړۍ د انرژۍ د نظام یو له مهمو لوبغاړو او د صادروونکو هېوادونو د تېلو پالیسیو د همغږۍ لپاره یو بنسټیز سازمان پاتې شوی دی. دې سازمان نه یوازې د تېلو د عرضې او بیو په تنظیم کې محوري رول لوبولی، بلکې د نړۍ د جیوپولیټیکي او اقتصادي معادلو یو مهم اړخ هم ګرځېدلی دی. سره لدې، په نړیوال انرژۍ بازار کې جوړښتي بدلونونه، د نوو لوبغاړو راڅرګندېدل، په متحده ایالاتو کې د شیل نفتو تولیداتو زیاتوالی1 او د غړو هېوادونو د اقتصادي لومړیتوبونو بدلون په تدریجي ډول د اوپیک دودیز یووالی له ننګونو سره مخ کړی دی.

په همدې حال کې، د خلیج فارس د تېلو له مهمو تولیدوونکو هېوادونو له ډلې متحده عربي امارات، په وروستیو لسیزو کې د اوپیک د ډېري دودیزو غړو په پرتله مختلفه پالیسي خپله کړې ده. ابوظبۍ د نفتو په بازار کې د خپل ځای د ساتلو ترڅنګ هڅه کړې چې خپل اقتصاد متنوع کړي او د نفتو پر عوایدو تکیه راکمه کړي. د اقتصادي جوړښت او پراختیایي ستراتیژیو په برخه کې همدغه بدلون، په تدریجي ډول د اماراتو د ګټو او د اوپیک د دودیزو پالیسیو ترمنځ واټن رامنځته کړ؛ هغه واټن چې بالاخره له سازمان څخه د دې هېواد د وتلو په پرېکړه کې څرګند شو.

دا لیکنه هڅه کوي چې د نړۍ د انرژۍ په نظام کې د اوپیک د مقام، د نفتو په بازار کې د اماراتو رول، له اوپیک څخه د دې هېواد د وتلو سیاسي او اقتصادي عوامل او د نړیوال انرژۍ بازار لپاره د دې پرېکړې احتمالي پایلو ته تحلیلي کتنه وکړي.

د اوپیک رامنځته کېدل او د نړیوال اقتصاد په نظام کې یې رول

د تېلو صادروونکو هېوادونو سازمان (OPEC) په ۱۹۶۰م کال کې د ایران، عراق، کویټ، سعودي عربستان او وینزویلا له خوا په بغداد کې تاسیس شو2. د دې سازمان د جوړېدو بنسټیز عامل د تېلو تولیدوونکو هېوادونو نارضایتي وه؛ ځکه لویو لوېدیځو نفتي شرکتونو د نفتو بیې او د تولید اندازه د تولید کوونکو دولتونو سره له مشورې پرته ټاکله. په حقیقت کې دغو هېوادونو غوښتل د یوه ګډ سازمان په جوړولو سره له خپلو اقتصادي ګټو دفاع وکړي، د نفتو بیې ثابتې وساتي او د لوېدیځو شرکتونو د نفوذ پر وړاندې لا ډېره خپلواکي ترلاسه کړي. وروسته متحده عربي امارات، قطر، الجزایر، لیبیا او نایجریا په څېر نور هېوادونه هم اوپیک ته ورګډ شول او دا سازمان د نړۍ تر ټولو لوی نفتي ائتلاف وګرځېد.

البته اوپیک له پیله یوازې یو خالص اقتصادي سازمان نه و، بلکې سیاسي اړخ یې هم درلود. د دې سازمان غړي پوهه شوي وو چې نفت د نړیوال نظام په چوکاټ کې د ځواک او نفوذ وسیله ګرځېدلی شي. د اوپیک تر ټولو مهم هدف د غړو هېوادونو د نفتي پالیسیو همغږي کول او د نفتو د بیو د سقوط مخنیوی و. له همدې امله اوپیک هڅه وکړه چې د غړو هېوادونو د نفتو د تولید اندازه تنظیم کړي، څو د عرضې او تقاضا ترمنځ توازن وساتل شي. دې پالیسۍ د نفت لرونکو هېوادونو عواید زیات کړل او هغوي ته یې په نړیوال اقتصاد کې فعاله ونډه ورکړه. په راتلونکو لسیزو کې اوپیک د لوېدیځ اقتصادي سلطې پر وړاندې د مخ پر ودې هېوادونو د همکارۍ په نښه بدل شو4.

د اوپیک اصلي ځواک په ۱۹۷۰ لسیزه کې څرګند شو، کله چې په ۱۹۷۳ کال کې د نفتو بحران رامنځته شو. د عربو او اسرائیلو له جګړې وروسته، عربي نفت صادروونکو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د اسرائیلو څخه د امریکا او لوېدیځ د ملاتړ په غبرګون کې د نفتو صادرات کم کړي. دې کړنې په لږ وخت کې د نفتو بیې څو برابره لوړې کړې او د لوېدیځ اقتصاد یې د انرژۍ له سخت بحران، انفلاسیون او اقتصادي رکود سره مخ کړل5. دغه بحران وښودله چې تېل یوازې اقتصادي توکي نه دي، بلکې په سیاسي او جیوپولیټیکي وسله هم بدلېدلی شي. له بلې خوا، د خلیج فارس د نفتي هېوادونو عواید په بېساري ډول لوړ شول او هغوي وتوانېدل چې ستر اقتصادي او عمراني پروژې پیل کړي.

د نفتو د بازار د کنټرول لپاره د اوپیک یو مهم ابزار د تولید د برخو سیستم و. د دې سیستم له مخې، هر غړي هېواد ته د نفتو د تولید مشخصه اندازه ټاکل کېده، څو د عرضې له زیاتوالي او د بیو له سقوط څخه مخنیوی وشي6. خو د برخو ټاکلې اندازه پلي کول تل اسانه نه و، ځکه ډېري هېوادونه د لا زیاتو عوایدو لپاره کله ناکله له ټاکل شوې اندازې زیات تولید کاوه7. د غړو هېوادونو ترمنځ سعودي عربستان د اوپیک په رهبرۍ کې اساسي رول درلود، ځکه تر ټولو لوی د تولید ظرفیت او د نفتو زیرمې یې لرلې او کولای یې شول د خپل تولید په کمولو یا زیاتولو سره د نفتو پر نړیوالو بیو اغېز وکړي8. له همدې امله سعودي عربستان په عملي ډول د اوپیک غیر رسمي مشر بلل کېده.

د یوویشتمې پېړۍ له لومړۍ لسیزې وروسته، اوپیک له نوو ننګونو سره مخ شو. تر ټولو مهمه ننګونه په متحده ایالاتو کې د شیل تېلو د تولید زیاتوالی و، چې د نړیوال بازار په برخه کې یې د اوپیک ونډه کمه کړه9. د دې حالات د مقابلې لپاره اوپیک له غیر غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې، سره خپله همکاري پراخه کړه او په ۲۰۱۶م کال کې د «اوپیک پلس» ائتلاف رامنځته شو. دې همکارۍ د تېلو سترو تولیدوونکو هېوادونو ته زمینه برابره کړه چې د بازار د مدیریت او د بیو د سخت سقوط د مخنیوي لپاره لا همغږي عمل وکړي. خو د اوپیک پلس د غړو ترمنځ سیاسي اختلافاتو او د ګټو سیالۍ څو ځله د دې ائتلاف یووالی له ګواښ سره مخ کړی دی.

لکه څنګه چې ښکاري، نن ورځ د اوپیک دودیز نفوذ د تېرو لسیزو په پرتله کم شوی دی. د تجدید وړ انرژیو سرچینو پراختیا، د برقي موټرو زیاتوالی، د انرژۍ په نړیوال بازار کې د سیالۍ پراخېدل او د امریکا او کاناډا په څېر هېوادونو له خوا د نفتو تولید، د اوپیک هغه وړتیا چې بازار په بشپړ ډول کنټرول کړي محدوده کړې ده. سربېره پر دې، د غړو هېوادونو ترمنځ داخلي اختلافاتو، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سیالۍ، د دې سازمان پر یووالي اغېز کړی دی. له همدې امله، که څه هم اوپیک لا هم د نړیوال نفت بازار یو له مهمو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي، خو نور د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو مطلق ځواک نه لري او د نړۍ د انرژۍ په نوي نظام کې له سختو ننګونو سره مخ دی11.

په اوپیک کې د متحده عربي امارات ځای او د نړۍ د تېلو اقتصاد

متحده عربي امارات د فارس خليج له مهمو تېل لرونکو هېوادونو څخه دی او د نړۍ د انرژۍ په بازار کې يو اغېزمن لوبغاړی بلل کېږي. دا هېواد په ۱۹۶۷م کال کې اوپیک (OPEC) سره يوځای شو او له هغه وخت راهيسې تر اوسه پورې د دې سازمان د تېلو په پالیسیو کې مهم رول لري. د اماراتو د تېلو او ګازو زياته برخه په ابوظبۍ کې موقعيت لري او همدې مسئلې ابوظبۍ د دې هېواد د انرژۍ د پاليسۍ ټاکلو اصلي مرکز ګرځولی دی. امارات د پراخو تېلو او طبيعي ګازو زېرمو په لرلو سره، د سعودي عربستان او کوېت تر څنګ د فارس خليج د انرژۍ د توليد له مهمو ستنو څخه شمېرل کېږي. د فارس خليج ترڅنګ د دې هېواد جغرافيايي موقعيت او د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو سره نږدېوالی هم د هغه ستراتيژيک ارزښت لا زيات کړی دی12.

د نړۍ د تېلو په بازار کې د اماراتو رول زياتره د ابوظبي د ملي تېلو شرکت Oil National Dhabi (Abu ADNOC) Companyله لارې عملي کېږي، چې د نړۍ له سترو دولتي تېلو او ګازو شرکتونو څخه شمېرل کېږي. دا شرکت د اماراتو د تېلو د استخراج، توليد، تصفيې او صادراتو مسئوليت لري او په وروستيو لسيزو کې يې هڅه کړې چې د پرمختللو ټکنالوژيو او له نړيوالو شرکتونو سره د همکارۍ له لارې د انرژۍ په بازار کې د اماراتو ځای پياوړی کړي. ابوظبي د لوړ توليدي ظرفيت او د صادراتو د چټک زياتوالي وړتيا له امله، د اوپیک په ډېرو پرېکړو کې مهم رول لري. د دې ترڅنګ، اماراتو د بندري زېربناوو، لېږدلارو او تصفيه ځایونو په پراختيا کې پانګونه کړې، څو ځان د نړۍ د انرژۍ د سوداګرۍ د مرکز په توګه تثبيت کړي. سره له دې چې امارات په تاريخي ډول پر تېلو متکي هېواد دی، خو د سيمې د ډېرو نورو تېل لرونکو دولتونو په خلاف، له څو لسيزو راهيسې د اقتصادي تنوع تګلاره تعقيبوي. ځکه د تېلو د نرخونو بدلون کولی شي اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخ کړي. له همدې امله امارات په بېلابېلو برخو لکه نړيواله سوداګرۍ، ترانسپورت، بانکدارۍ، ګرځندوی، ټکنالوژۍ، هوايي چلند او مالي خدماتو کې پراخه پانګونه کړې ده. د دوبۍ ښار د منځني ختيځ له مهمو سوداګريزو او مالي مرکزونو څخه ګرځېدلی او د اماراتو اقتصاد په تدريجي ډول له پر

تېلو پورې تړلي حالت څخه وتلی دی. دا اقتصادي بدلون د دې لامل شوی چې د اماراتو ګټې د اوپیک له ځينو دوديزو غړو څخه توپير پيدا کړي.

له همدې امله، ځينو شنونکو ويلي چې د اماراتو اقتصاد نن ورځ تر ډېره د لوړو د تېلو د نرخونو پر ځای د نړيوال اقتصاد، نړيوالې سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې پر بهیر پورې تړلی دی. په داسې حال کې چې ځينې اوپیک هېوادونه د تېلو د نرخونو لوړوالي ته زياته توجه کوي، اماراتو ډېري وخت داسې پاليسۍ غوره کړې چې د نړيوال بازار دوامداره وده تضمين کړي14. دا د نظرونو توپير ورو ورو د اماراتو او د اوپیک د دوديزو لارو تر منځ واټن رامنځته کړ، چې وروسته د ۲۰۲۱م کال وروسته د سهمیه بندۍ په شخړو کې هم څرګند شو . 15 په وروستيو کلونو کې د اماراتو د انرژۍ تګلاره يو نوي پړاو ته دننه شوې ده. دا هېواد په يو وخت کې دوه لوري تعقيبوي: له يوې خوا د خپلو تېلو د توليد د ظرفيت زياتول غواړي او له بلې خوا په نوې کېدونکې انرژۍ سرچینو کې ستره پانګونه کوي. اماراتو په لمرېزې انرژۍ او پاکو ټکنالوژيو کې ستر پروژې پيل کړې او هڅه کوي ځان په سیمه کې د راتلونکې انرژۍ په یو مخکښ هېواد باندې بدل کړي16. د نړيوالو اقليمي غونډو کوربتوب او د انرژۍ ټکنالوژۍ په شرکتونو کې پانګونه هم د همدې ستراتيژۍ برخه ده. دا سياست ښيي چې امارات هڅه کوي د اوسني تېلمحوره اقتصاد او د راتلونکي نړيوال اقتصاد د غوښتنو تر منځ توازن وساتي.

بې له شکه د اماراتو د تېلو د پاليسۍ له مهمو محورونو څخه د توليد د ظرفيت زياتول دي. اماراتو په وروستيو کلونو کې د تېلو د میادینو د پراختيا او د توليدي وړتيا د لوړولو لپاره ميلياردونه ډالر پانګونه کړې ده او تل هڅه کوي چې تر ۲۰۲۷م کال پورې خپل توليدي ظرفيت ۵ ميليونه بېرله په ورځ کې ورسوي. په داسې حال کې چې اوسنی توليدي ظرفيت یې شاوخوا ۴.۸۵ ميليونه بېرله په ورځ ته رسېږي، د اوپیک پلس د توافق له مخې د دې هېواد رسمي سهمیه شاوخوا ۳.۴ ميليونه بېرله په ورځ ټاکل شوې وه؛ يعنې نږدې ۱.۵ ميليونه بېرله د ظرفيت له مخې د سهمیې د محدوديتونو له امله نه استعمالېږي17. له همدې امله په اوپیک کې د اماراتو موجوديت ځينې وخت د توليد د زياتوالي او د ملي عايد د ودې مخه نيسي.

د اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو لاملونه

 

څرنګه چې د تیلو صادرونکو هېوادونو سازمان (OPEC) څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو لاملونه ډیر دي، موږ به یې په دوو اصلي برخو وویشو:

 

د اوپیک څخه د اماراتو د وتلو اقتصادي عوامل

۱- د تېلو د تولید د سهمیې پر سر اختلاف: د اماراتو د نارضایتۍ له مهمو اقتصادي عواملو څخه یو د اوپیک او اوپیکپلس په چوکاټ کې د تولید د برخو پر سر اختلاف و. اماراتو په وروستیو کلونو کې د تېلو په صنعت کې میلیاردونه ډالر پانګونه وکړه او د تولید ظرفیت یې لوړ کړ، خو د اوپیک له خوا ټاکل شوې برخه د دې هېواد له واقعي تولیدي ظرفیت څخه ټیټه وه. ابوظبي باور درلود چې د برخو د محاسبې معیارونه زاړه دي او د اماراتو له اوسني تولیدي توان سره سمون نه لري. له همدې امله دې هېواد احساس کاوه چې د تولید لویه برخه یې نه کارېږي او د احتمالي تېلو عاید یې محدود شوی دی18.

۲-د تېلو په صنعت کې د پراخې پانګونې پروژه: ابوظبي ملي تېلو شرکت (ADNOC) په وروستیو کلونو کې د تېلو د میادینو د پراختیا او د تولید د زیاتوالي لپاره سترې پروژې پیل کړې دي. په دې پروژو کې د استخراج د زېربناوو پراختیا، د تصفیې د فابریکو د ظرفیت لوړول، او د بهرنیو پانګونو جذب شامل و. اماراتو باور درلود چې د اوپیک محدودیتونه د دې پانګونې اقتصادي ګټه راکموي. له همدې امله ابوظبۍ دې پایلې ته ورسېد چې د تولید د کچې په ټاکلو کې زیاته آزادي کولی شي هېواد ته زیات اقتصادي ګټه ورسوي.

۳- د نړیوال بازار د ونډې ساتلو لپاره سیالي: امارات اندېښنه لرله چې د اوپیک محدودیتونه به په اوږدمهال کې د دې هېواد د نړیوال بازار ونډه کمه کړي. په وروستیو کلونو کې لوی تولیدوونکي لکه متحده ایالات، کاناډا او برازیل خپل د تېلو تولید زیات کړی او د نړیوال بازار سیالي لا سخته شوې ده. ابوظبۍ وېره لرله چې که د اوپیک د محدودوونکو پالیسیو پابند پاتې شي، نو ښايي خپل یو شمېر مشتریان او د صادراتو بازارونه له لاسه ورکړي.

۴- د انرژۍ د راتلونکي بازار په اړه اندېښنه: د اماراتو له مهمو اندېښنو څخه د نړیوال انرژۍ د بازار نامعلوم راتلونکی و. د نړیوالو انرژۍ ادارو راپورونه ښيي چې نړۍ ورو ورو د تجدید وړ انرژۍ پر لور روانه ده او پر فوسیل سون توکو تکیه کموي. د برقي موټرو وده، د کاربن د کمولو پالیسۍ او په پاکې انرژۍ پانګونه د تېلو د بازار راتلونکی له شک سره مخ کړی دی. په داسې شرایطو کې امارات هڅه کوله چې د تېلو د نړیوالې غوښتنې د احتمالي کمېدو مخکې له خپلو تېلو څخه اعظمي اقتصادي ګټه واخلي. نو د انرژۍ د راتلونکي په اړه دا اندېښنه ابوظبۍ داسې سیاست ته یو وړ چې پکې د اوپیک د محدودوونکو ژمنو پر ځای د تولید ازادي ته لومړیتوب ورکړل شو.

د اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو تر شا سیاسي او جیوپولیتیک عوامل

-۱ د انرژۍ په سیاست کې د زیاتې خپلواکۍ تمایل: امارات په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې یوه خپلواکه بهرنۍ او اقتصادي پالیسي تعقیب کړي. ښايي دا هېواد نه غوښتل چې د خپل انرژۍ مهمې پرېکړې په بشپړ

ډول د اوپیک د ګډو توافقاتو تابع وساتي. ابوظبۍ ممکن باور لري چې د خپل سیمهییز او نړیوال دریځ د ساتلو لپاره باید د تېلو او صادراتو په سیاست کې لا زیاته آزادی ولري.

-۲ له سعودي عربستان سره اختلافات: که څه هم امارات او سعودي عربستان نږدې سیمهییز متحدان دي، خو په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالي زیاته شوې ده. دا سیالي په اقتصادي، تجارتي، انرژۍ او حتی ځینو سیمهییزو مسایلو لکه د یمن جګړه کې لیدل کېږي. امارات داسې احساس کاوه چې د اوپیک جوړښت تر ډېره د سعودي تر نفوذ لاندې دی او ډېري مهمې پرېکړې د ریاض د ګټو په رڼا کې کېږي.

-۳ د اوپیکپلس په چوکاټ کې د روسیې د رول په اړه د نظر اختلاف: د اوپیکپلس له جوړېدو وروسته روسیه د تېلو په سیاست کې یو مهم لوبغاړی شو. امارات د دې اندېښنه لرله چې د اوپیکپلس پرېکړې د روسیې د ګټو تر اغېز لاندې راځي، په داسې حال کې چې امارات له امریکا او لوېدیځو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري. همدارنګه د اوکراین جګړې او پر مسکو د لوېدیځ بندیزونو هم د اوپیکپلس د همکارۍ فضا لا پېچلې کړه او ابوظبۍ ښايي نه غوښتل چې د انرژۍ سیاست یې د روسیې د جیوپولیتیکي بحرانونو تر اغېز لاندې وي.

-۴ اماراتمحوری سیاست: په وروستیو کلونو کې امارات داسې پالیسي تعقیب کړې چې د ملي ګټو لومړیتوب ته پکې زیات اهمیت ورکول کېږي. دا چلند د سیمهییزو دودیزو چوکاټونو څخه د کمې تړلتیا او د تصمیم نیونې د زیاتې خپلواکۍ معنا لري. په داسې فضا کې په هغه جوړښت کې پاتې کېدل چې د هېواد اقتصادي او د تېلو آزادي محدودوي، د اماراتو له سترې ستراتیژۍ سره سمون نه درلود.

-۵ د جیوپولیتیکي دریځ د پیاوړتیا هڅه: امکان لري امارات غواړي ځان د نړۍ د انرژۍ په بازار کې د یوه خپلواک او اغېزمن ځواک په توګه مطرح کړي. د تېلو په تولید او صادراتو کې زیاته آزادی کولی شوای د امریکا، چین او هند په څېر لویو قدرتونو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي، ځکه چې د انرژۍ په سیاست کې خپلواکي نړیوال نفوذ زیاتوي.

-۶ سیمهییزې او امنیتي اندېښنې: د فارس خلیج امنیتي بدلونونه، د امریکا او اسرائیل او ایران ترمنځ کړکېچونه، د هرمز تنګي د امنیت اندېښنې او د ایران له خوا د تېلو د زېربناوو پر ضد احتمالي ګواښونه، ښايي د اماراتو د انرژۍ په سیاست اغېز کړی وي. که څه هم دا امنیتي موضوعات له اوپیک څخه د زیاتې خپلواکۍ له تمایل سره هم تړاو لري.

-۷ د اوپیک د دودیز نفوذ کمزوري کېدل: همدارنګه امکان شته چې امارات دې پایلې ته رسېدلی وي چې اوپیک نور د پخوا په څېر د نړیوال تېلو په بازار کې مطلق ټاکونکی ځواک نه دی. د غیر غړو هېوادونو د تولید

زیاتوالی، د بدیلو انرژیو پراختیا او د نړیوال بازار بدلونونو د اوپیک نفوذ کم کړی دی. د ابوظبۍ له نظره، په داسې سازمان باندې زیاته تکیه چې نفوذ یې کم شوی، نور د هېواد اوږدمهاله ګټو ته ځواب نه شي ویلای.

د متحده عربي اماراتو وتل او د اوپیک او نړیوال انرژۍ بازار لپاره د هغې پایلې

د اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو وتل په وروستیو کلونو کې د انرژۍ په نړیوال بازار کې یو له خورا مهمو پرمختګونو څخه دی، ځکه چې دا یوازې د اوپیک یو عادي غړی نه و، بلکې د خلیج د تېلو یو له لویو تولیدونکو څخه هم و چې د تولید زیاتولو لپاره یې د پام وړ اضافي ظرفیت درلود. له همدې امله، دې اقدام د اوپیک اعتبار او یووالي ته یو سمبولیک ګوزار ورکړ. اوپیک په تېرو لسیزو کې هڅه کړې وه چې د یوې همغږې او وړ ادارې انځور وساتي، مګر د متحده عربي اماراتو په څېر هېواد وتلو دا تصور پیاوړی کړ چې د غړو ترمنځ داخلي اختلافات مخ په زیاتېدو دي او د سازمان دننه دودیز اجماع کمزورې شوې ده. پدې حالت کې، دا پرمختګ ممکن په همغږۍ سره د تېلو بازار اداره کولو لپاره د اوپیک وړتیا باندې باور کم کړي.

د دې پرمختګ یو له خورا مهمو پایلو څخه د اوپیک داخلي یووالي کمزوری کول دي. په تېرو وختونو کې، د اوپیک ځواک په لویه کچه د خپلو مهمو غړو ترمنځ همغږۍ پورې اړه درلوده؛ مګر د تولیدي برخو، اقتصادي سیالۍ او د انرژي ستراتیژیو کې توپیرونو په اړه اختلافات د دې لامل شوي چې ځینې غړي نور خپلې ګټې په بشپړ ډول د سازمان د ګډو پالیسیو په چوکاټ کې ونه ګوري. د متحده عربي اماراتو وتل دا امکان زیاتوي چې نور هېوادونه به هم په راتلونکي کې ورته چلند تعقیب کړي، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د تولید لوي ظرفیتونه لري او احساس کوي چې د اوپیک محدودیتونه د دوي د اقتصادي ګټو د پراختیا مخه نیسي. که دا چلندونه دوام ومومي، اوپیک ممکن په تدریجي ډول خپل تاریخي یووالی له لاسه ورکړي او په نړیوال بازار کې به یې د معاملې ځواک کم شي. همدارنګه دا پوښتنه هم راپورته کیږي:

– آیا د اماراتو وتل د دې سازمان د تدریجي زوال د پیل نښه ده؟

ډیري کارپوهان په دې باور دي چې د اوپیک ځواک د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو په پرتله کم شوی دی20. په هغه وخت کې، سازمان کولی شول د تولید کمولو یا زیاتولو سره نړیوال اقتصاد ته لوی ټکان ورکړي؛ مګر نن ورځ د تېلو بازار د پخوا په پرتله د غیر اوپیک فکتورونو لخوا ډیر اغیزمن دی. په متحده ایالاتو کې د شیل تېلو تولید زیات شوی، د غیر اوپیک هېوادونو څخه د صادراتو زیاتوالی، د انرژۍ ټیکنالوژیو خپرېدل او د نړیوال مصرفي نمونو بدلول ددې باعث شوی چې د اوپیک وړتیا د بازار په بشپړ کنټرول کې محدوده کړي. له دې لید څخه ویلو شو چې، د متحده عربي اماراتو وتل یوازې یوه ملي پرېکړه نه ده، بلکې کولی شي په نړیوال انرژۍ سیسټم کې د جوړښتي بدلونونه هم منعکس کړي.

له اقتصادي پلوه، د متحده عربي اماراتو وتل ممکن د نړیوالو تېلو په بیو اوږدمهاله اغیز ولري. متحده عربي اماراتو په وروستیو کلونو کې د تولید ظرفیت زیاتولو کې ډیره پانګونه کړې او احتمال لري چې د اوپیک محدودیتونو څخه خلاصېدو په صورت کې د تېلو تولید زیات کړي. د نړیوال تېلو عرضه کې زیاتوالی کولی شي په اوږدمهال کې د تېلو په نرخونو باندې فشار راولي؛ په ځانګړي توګه که نور تولیدونکي هم د خپل بازار ونډه ساتلو لپاره تولید زیات کړي. خو په لنډمهاله کې، د تېلو بازار د جیوپولیټیکل بحرانونو له امله په پراخه کچه اغیزمن پاتې دی. جګړې، بندیزونه، په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی او د فارس خلیج څخه د انرژۍ رسولو د امنیت په اړه اندیښنې لاهم د تېلو د بیو د بدلولو کې پریکړه کونکی رول لوبوي او کولی شي د تولید د زیاتوالي اغیز په جزوي ډول کم کړي.

د متحده عربي اماراتو وتل کولی شي د انرژۍ په نړیوال بازار کې سیالي هم زیاته کړي. په وروستیو کلونو کې، د تېلو صادرونکو ترمنځ د نوي پیرودونکو د جذبولو او د بازار ونډو ساتلو لپاره سیالي زیاته شوې ده.

متحده عربي امارات هڅه کوي چې د انرژۍ زیربناوو پراختیا، د صادراتو ظرفیت لوړولو او د پرمختللو

ټیکنالوژیو په کارولو سره په نړیوال بازار کې خپل دریځ پیاوړی کړي. دا چلند ممکن نور هېوادونه هم وهڅوي چې تولید زیات کړي او ډیره سیالي وکړي. په داسې چاپیریال کې، د تېلو نړیوال بازار په تدریجي ډول د دودیز کنټرول شوي ماډل څخه لیرې او د ډیر خلاص او انعطاف منونکي سیالۍ په لور روان دی. دا مسله کولی شي د تېلو د بازار د اصلي تنظیم کونکې په توګه د اوپیک تاریخي رول په جدي توګه ننګوي.

په لویه کچه، د متحده عربي اماراتو د وتلو اغیزې د اوپیک څخه هاخوا اوړي او د نړیوال انرژۍ نظم راتلونکي سره تړاو لري. نړۍ د خپلو انرژۍ سرچینو تنوع کولو او په فوسیل سونګ توکو باندې د خپل انحصار کمولو په لور حرکت کوي. ډیري هېوادونه د نوي کېدونکي انرژۍ، بریښنایی موټرو او پاکو ټیکنالوژیو په برخه کې ډیره پانګونه کوي او دا ستراتیژي کولای شي په راتلونکو لسیزو کې د تېلو نړیواله غوښتنه کمه کړي. په داسې شرایطو کې، د تېلو بډایه هېوادونه هڅه کوي چې د نړۍ په راتلونکي اقتصاد کې په خپل ځای بیا کتنه وکړي. د اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو وتل د دې پراخ بدلون د یوې برخې په توګه لیدل کیدی شي؛ یو چې ښیي چې د تېلو تولیدونکي هېوادونه د نوي نړیوال انرژۍ نظم سره د ډیر انعطاف، ډیره خپلواکه سیالي او تطابق په لټه کې دي.

پایله

د اوپیک د جوړښت او په دې سازمان کې د متحده عربي اماراتو دریځ ته کتنه ښيي چې د متحده عربي اماراتو وتل یوازې د تولیدي برخو په اړه یوه لنډمهاله پرېکړه یا تخنیکي اختلاف نه و، بلکې د نړیوال انرژۍ اقتصاد او په فارس خلیج کې د ځواک د بدلیدونکي توازن په جوړښت کې د ژورو بدلونونو انعکاس و.

په تېرو لسیزو کې، اوپیک وکولی شو د خپلو غړو ترمنځ د همغږۍ له لارې د نړۍ د تېلو بازار اغیزمن کړي او حتی د لویو قدرتونو په اقتصاد فشار راوړي؛ لیکن، د متحده ایالاتو د شیل تېلو وده، د نوي کېدونکي انرژۍ پراختیا، د نړیوالې سیالۍ زیاتوالی او د غړو ترمنځ داخلي شخړو په څېر پرمختګونو د سازمان دودیز نفوذ په تدریجي ډول کم کړی دی. په داسې شرایطو کې، متحده عربي امارات دې پایلې ته ورسېد چې د دوي نوي اقتصادي او ستراتیژیکې ګټې نور د اوپیک د دودیز چوکاټ سره په بشپړه توګه سمون نه لري.

د متحده عربي اماراتو د وتلو تر شا د اقتصادي او جیوپولیتیک عواملو تحلیل ښیي چې ابوظبۍ هڅه کوله چې ستراتیژیکه خپلواکي او په خپله انرژي پالیسي کې ډیر انعطاف زیات کړي. د تېلو د تولید ظرفیت لوړولو لپاره د هېواد پراخه پانګونه، د تېلو د نړیوالې غوښتنې د راتلونکي په اړه اندیښنې او د نړۍ د تېلو وروسته دورې ته د ننوتلو دمخه د عاید اعظمي کولو هڅې د دې پرېکړې تر شا تر ټولو مهم اقتصادي عوامل دي. سربیره پردې، په فارس خلیج کې اقتصادي او جیوپولیتیک مشرۍ لپاره د اوپیک غړو ترمنځ سیالي، سیمه ییزې شخړې، د یمن جګړه او د لویدیځ سره د متحده عربي اماراتو نږدې اړیکې د دې پرمختګ لپاره سیاسي او ستراتیژیک شرایط پیاوړي کړي دي. له همدې امله، د متحده عربي اماراتو وتل د هېواد د لویې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه لیدل کېدی شي ترڅو په سیمه ییز او نړیوال نظم کې په خپل دریځ کې بیا کتنه وکړي؛ یوه ستراتیژي چې د پرېکړې کولو خپلواکۍ، اقتصادي تنوع او په نړیوال انرژۍ بازار کې ډیر فعال شتون پر بنسټ ولاړه وي.

په پایله کې، د دې پرمختګ پایلې یوازې متحده عربي اماراتو یا اوپیک پورې محدودې ندي، بلکې د نړیوال انرژۍ نظم راتلونکي باندې هم اغیزه کوي. د متحده عربي اماراتو وتل یوه نښه ده چې د تېلو نړیوال بازار په تدریجي ډول د ډله ییز کنټرول پر بنسټ د دودیز جوړښت څخه لیرې کیږي او ډیر خلاص او انعطاف منونکي سیالۍ په لور روان دی. که څه هم اوپیک به د انرژۍ په بازار کې یو لوی لوبغاړی پاتې شي، خو نور به د تېرو لسیزو په څېر ځواک نه وي او باید د نویو نړیوالو واقعیتونو سره تطابق وکړي. په ورته وخت کې، د تېلو بډایه هېوادونه هم هڅه کوي چې په نړیوال اقتصاد کې د تېلو د احتمالي کمښت دمخه خپل اقتصادي او جیوپولیتیک دریځونه پیاوړي کړي. له دې لید څخه، د اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو وتل د منفردې پېښې په توګه نه لیدل کیدی شي، بلکې د نړیوال انرژۍ سیسټم کې د بدلون د لویې پروسې او د نړۍ د اقتصادي او جیوپولیتیک سیالۍ نوي پړاو ته د تدریجي لیږد د یوې برخې په توګه لیدل کیدی شي.

سرچیني

1 نفت شیل در ایالات متحده: به نفتی گفته میشود که از لایههای سنگی شیل در امریکا استخراج میگردد. این نوع نفت با استفاده از فناوریهایی مانند حفاری افقی و شکست هیدرولیکی (Fracking) تولید میشود. افزایش تولید نفت شیل در

ایالات متحده، امریکا را به یکی از بزرگترین تولیدکنندگان نفت در جهان تبدیل کرده و توازن بازار جهانی انرژی و سیاستهای اوپیک را تحت تأثیر قرار داده است.

“Brief History,” Organization of the Petroleum Exporting Countries (OPEC), Accessed May 16, 2026, link:

3 Encyclopaedia Britannica OPEC. “OPEC,” Accessed May 17, 2026, link:

“Brief History,” Organization of the Petroleum Exporting Countries (OPEC) Brief History, Accessed May 17, 2026, link:

5

حظر النفط العربي عام 1973 بسبب حرب أكتوبر، الجزیرة نت، متاح علی:

6

اوپک با سیستم جدید سهمیهبندی نفت، رقابت سرمایهگذاری میان اعضا را شعلهور کرد، مجله اطلاعات روز، 14 قوس 1404،

در دسترس:

7 أوبك.. من تكتل نفطي إلى لاعب محوري في توازنات الطاقة، الجزيرة نت، 2026\4\28، متاح على:

8 Economy of Saudi Arabia, Britannica Money, Accessed May 17, 2026, link:

9 استاد منیر، العایب، 2018، دور النفط الصخري والاتفاق النووي في استقرار أسواق النفط، جامعة الجزائر: مجلة دولية محكمة نصف سنوية متخصصة في العلوم القانونية والسياسية، العدد12، ص .219 متاح علی:

10 أوبك بلس.. تحالف دولي وسع تأثير الدول المنتجة للنفط، الجزيرة نت، 2026\4\28، متاح على:

11 أوبك.. من تكتل نفطي إلى لاعب محوري في توازنات الطاقة، الجزيرة نت، 2026\4\28، متاح على:

12أبوالطرابيش، أحمد، وداعا أوبك.. محطات في مسار الإمارات داخل أكبر تكتل نفطي عالمي، الجزيرة نت، \4\28 2026، متاح على:

13

سیمبسون، ریبیکا، التنويع الاقتصادي – نقطة قوة الإمارات، مرکز دبی لبحوث السیاسات العامة، 26 سپتمبر 2017، متاح

علی:

14 ADNOC: https://adnoc.ae/ar/our-story/our-heritage

15 الإمارات و”أوبک” حقائق علی هامش قرار الخروج، اقتصاد الشرق مع بلومبرغ، 28 ابریل 2026، متاح علی:

18 Ibid.

16 وزارة التغییر المناخی والبئة: استراتیجیة الإمارات للطاقة المتجددة، متاح علی:

17 الإمارات و”أوبک” حقائق علی هامش قرار الخروج، اقتصاد الشرق مع بلومبرغ، 28 ابریل 2026، متاح علی:

 

19 International Energy Agency (IEA), “Outlook for Battery and Energy Demand,” In Global EV Outlook 2024, Paris: IEA, 2024, Accessed May 23, 2026, link:

20 Danielsen, Albert L, Britannica Money-OPEC, Last modified March 2, 2026, link:

د فارس خلیج د انرژۍ په نظم کې بدلون؛ له اوپیک څخه د متحده عريب اماراتو د وتلو عواملو ته کتنه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top